د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

کرزي خان ته!

محمود سعيد
18.12.2011

کرزي خان ته!
کرزیه خانه! ستا خانۍ ته سلام
ستا د دربار جګې ماڼۍ ته سلام
ستا سخاوت او ستا میړانه ستایم
ستا شنه چپن قره قلۍ ته سلام
...
ستا لقبونه مارشالان جوړوي
پردي ډالر دې بدماشان پنځوي
ته ېې پریمانه ویشه خپل ېې ګڼه
ستا مــــډالونه اتلان پنځوي
...
پوهنتونونه هم ټول ستا له سخا
اخلي نومونه نوي نوي ځانته
په دانشګاه باندې دې غوږ کوڼ کړی
پټ پټ کوې مصلحتونه ځانته
...
خانه خاني کوې که موږ ورکوې؟
تا په دا لس کلو کې څه ورکړي؟
لږ له خپل قام څخه پوښتنه وکړه
چې په غلبیل کې دې اوبه ورکړي
...
له موږ که مري، نو ویاندان د ډیر دي
یو به د خامـــخا پیغــــــــــــام ولولي
چې ولسمشر مو خواشینی دې پرې
دغه خبر دې خاص او عام ولولي
...
خو که له نورو نه کوم غل شهید! شي
بیا هغه ورځ درته جهان سور اور شي
بیا په هیواد کې کربـــــلا جوړه وي
په ارګ د پاسه تور څادر راخپور شي
...
خـــــانه زموږ د ټولو حق دی پکې
ته څنګه ډک لاس کړې سره زر وربښې؟
په چور د لــــعل او لاجورد نه دي ماړه؟
په پټو ســـــترګو سمه و غر وربښې
...
خانه دوی ښه ساته خفه ېې نه کړې
دوی ته څوکۍ ورکړه ماړه ېې ساته
هر یوه زیارت ته ېې غونډۍ بیله کړه
دوبي کې یخ، ژمی ساړه ېې ساته
...
خـــــانه! خاني د هم په ځوړ روانه
لږه موده پاته ده نــــــــور به ورځې
خو خدای ته مخ کړه او لږ شا موږه ته
چې مخ دې سپین دی او که تور به ورځې.
محمود سعید


پتوال
07.01.2012

ته خو په تنز او باريکاتو کې ځې
........................................................ کرزي پښتون پسې سوټی راخيستی
ته يې پياله نيمه د ظلم غندې
.................................................................. هغه د ظلم منګوټی راخيستی
ته يې د خان صيب په خانۍ نازوې
......................................................... هغه تمثيل کې فرعونی راخيستی

بيا هم مننه چې يو څه دې ووې
.................................................... که هر څو لږ ، خو بيا هم ښه دې ووې !


محمود سعيد
08.01.2012

دا نن که شپه ده دا به هم تېره شي
ملګريه خير موږ سهار ته ګورو ته ګورو
بيا به په کومو سترګو ګوري راته
خدای به ېې راولي خپل وار تـــــه ګورو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more