د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په افغانستان کې د مرګ ځانګړې امریکایي ډله

موفق افغان
13.12.2011

وروسته لدې چې د روان میلادي کال د سپټمبر په 23 مه د انګلستان ټلیګراف ورځپاڼې د یوه بوږنوونکي راپور په ترځ کې اعلام وکړ چې امریکایي فوځ په خپل جوړښت کې د مرګ په نوم ځانګړې یوه داسې ډله لري چې د بې ګناه انسانانو د بې دلیله وژلو څخه په افغانستان کې خوند اخلي، په دې اړه څېړنې روانې دي تر څو د یادې ډلې ځانګړنې او جنایتونه څرګند شي.
تر اوسه پورې لاسته راغلي مالومات ښیي چې د مرګ په نوم یاده ډله په بې هدفه توګه د بیګناه خلکو په غچ اخستونکو وژلو لاس پورې کوي او له ورته وژنو څخه خوند څه چې د وژلو شوو انسانانو ککړی او هډوکي د غنیمت په توګه له ځانه سره ساتي. د ورته جنایت په پیل کې د امریکایي فوځ سرلښکري لدې ناحیې چې ورته پېښې ښایي د مطبوعاتو پر مخ ښکاره شي په تشویش کې وو، ولې د وخت په تېرېدو سره دوی درک کړه چې د دوی افغان لاسپوڅي په خپل ذات او غلامی کې هومره بې ضمیره دي چې د یرغلګرو ورته وحشت به ښایي چې د جنایت په نوم یاد نکړي.
د ځنو څېړنو په لړ کې مالومه شوې چې د امریکایي فوځ په جوړښت کې ډېرې داسې وړې او د لوی شمېر ډلګۍ شته چې دنده یې د عامو انسانانو په نښه کول او وژل دي. په همدې اساس د تېر کال په اوږدو کې ځنې غلوونکې تش په نامه محاکمې هم په امریکا کې وشوې چې په ترځ کې یې هغه پنځه امریکایي سرتیري هم چې ویل کیژي په کندهار کې یې د مرګ د ټولي په نوم د یوه افغان په وژنه کې لاس درلود، تورن وپېژندل شول، همدارنګه اووه نور امریکایي سرتېري په دې ګناه چې د مرګ د ډلګی نوموړی راز یې کشف او خور کړی وو هم د محاکمې سره مخ شوي چې بالاخره ځنې یې د محکمې له خوا په یوه یا دوه کلونو حبس محکوم شول او نورو یې هم برائت حاصل كړ.
د مرگ په نوم نوموړې ډلګی د خپل وحشت د قربانیانو د بدن غړي ټوټه ټوټه کوي او له ټوټه کړل شوو غړو څلي جوړوي او بیا ترې تصویرونه وباسي، او حتی چې د شهیدانو هډوکي او ککری د مسلمانانو په وړاندې د خپل دښمنانه وحشي یادګار په توګه ساتي.
د پورته راپور په تعقیب د رولینګ-ستون ورځپاڼې په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره کړل چې په ترځ کې یې د ورته وژنو د څرنګوالي تصاویر او ویډیوګانې په څنګ کې لرلې. نوموړي راپورونه په مستند ډول د بې ګناه انسانانو په وړاندې د امریکایانو له وحشت او بې ساري ظلم او تیري څخه پرده پورته کوي چې دا په خپل ذات کې ددې حقیقت څرګندوی دي چې د فوځ افسران د یاد وحشت په مخنیوي کې مامورا عاجز دي.
په نوموړو راپورونو کې د مرګ د ډلګۍ له بې شمېره وژنو پرده پورته شوې چې یو له هغو څخه دلته د لوستونکو مخې ته ږدو:-
پدې راپور کې راغلي چې وروسته لدې چې د فوځي کنډک اړوند د "برافو" په نوم امریکایي ټولی د یوه افغان قومی مشر سره په لیدنه بوخت وو، د دوی د ملګرو څخه دوه سرتېري په دې نیت له دوی ګوښه او د یوې کروندې لور ته نږدې شول چې کوم بې ګناه وګړی په نښه او ووژني، ځکه چې د دوی هدف یوازې د انسانانو ښکارول دي، یو له دې سرتېرو څخه د تحقیقاتو په لړ کې منلې او زیاتوي: زمونږ ټولو نظر دا وو چې داسې څوک به په نښه کوو چې شاوخوا یې څوک شاهد نه وي،،، نوموړي دوه سرتېري هر یو "جرحي مورلاک" او "اندرو هولمز" نومیژي، دوی یوې نږدې کروندې ته څېرمه ورځي او ګوري چې هلته د تنکي عمر یو هلک په کرونده کې په یوازې توګه په کار لګیا دی او شاوخوا یې نور هیڅ څوک تر نظر نه راتلل، نو نوموړو وحشي سرتېرو ته تر ټولو ښه موقع په لاس ورځي، تر څو هیڅ څوک هم د دوی له وحشت څخه خبر نشي، په تاسف سره چې د دوی په وحشت کې دا ځل د یوه داسې تنکي بې ګناه خو مسلمان هلک نوبت رارسېدلی دی چې لا یې هم په څېره کې د معصومیت او ماشومتوب نښې له ورایه ښکاري.
نوموړی ازل نیولی هلک چې 15 کاله عمر یې درلود او تر اوسه یې د دیموکراسی جنایتکارانو ته هیڅ ډول خطر هم نه وو پېښ کړی، په ورین تندي او خندنی څېره یې د سرتېرو لور ته کتل او خپل کار یې کولو، په دې وخت کې وحشي سرتېري د کروندې دیوال ته نږدې شول او په پښتو ژبه یې پرې غږ وکړ، هلک د دوی له اواز سره سم په خپل ځای ترهېدلی ودرېد،، چې د دیوال له شانه پرې دوهم سرتیري لاسي بم ګوزار کړ او ورسته یې له نږدې د ټوپک په ګولیو پسې غلبېل غلبېل کړ.
کروندګر هلک په ځمکه راپرېوت او د ډزو او بم ویرونکي غږ د کلي او سیمې ارامه فضا ماته کړه، په دې مهال کې نور امریکایي سرتېري د تیارسي په حالت کې شول، چې د مرګ د ډلګی وحشي سرتېري "مورلاک" وارخطا غږ په مخابرو کې راغی چې ویل یې یو هلک د لاسي حملې په ځواب کې ووژل شو، د حادثې ځای ته څېرمه ولاړو امریکایي سرتېرو دا صحنه د سر په سترګو لیدله خو ممانعت یې ونکړ او خپلو نورو ملګرو ته یې ډاډ ورکړ چې وضعیت جنګي نه دی، بلکه ملګرو یې په قصد سره یو بې دفاع وګړی له منځه یووړ.
کله چې یو شمېر نور امریکایي سرتېري د نوموړې دوو وحشي او خونخوارو سرتېرو مرستې ته رارسي، نو ګوري چې تنکی هلک په خپلو وینو کې لت پت رغړي، او کله چې له یادو دوو سرتېرو پوښتنه کوي چې څه پېښه وه؟ ځواب ورکوي چې دې هلک په لاسي بم باندې غوښتل پر مونږ حمله وکړي نو ځکه مو وواژه، د مرستندویه ډلې مشر "میچل" په دې ګومان وو چې دا هلک به لا هم ژوندی وي نو ددې پر ځای چې لومړنی مرسته ورته ورسوي،، امر کوي چې د هغه له مرګه ځان ډاډه کړی، په همدې دلیل یې یو بل سرتېری دوه نورې ګولی د معصوم ماشوم په بدن کې نښلوي تر څو که ژوندی هم وي چې ومري.
په دې وخت کې یو بل کروندګر راپیدا شو او نوموړو دوو وحشي او قاتلو عسکرو ته په اشاره کولو یې مرستندویه ډلې ته وښول چې د هلک قاتلین دوی دي، ولې چا یې خبرې ته غوږ کښې نښود.
قاتل سرتیري او د دوی ملګرو په داسې حال کې چې د تنکي ماشوم په وینو کې لت پت مظلومانه مرګ یې د سر په سترګو تماشا کړ او د دوی په حضور کې یې ساه ورکړه، د دوی پر څېرو کې هیڅ ډول اثر ونکړ، بلکه دوی په داسې حال کې چې د مظلوم ماشوم بدن یې د تصویر اخستلو په خاطر بربنډ کړی وو، دده تر څنګ په ټوله خوښی سره له نوموړو دوو سرتېرو سره یادګاري عکسونه واخستل. د مظلوم ماشوم له ویښتانو یې ټینګ نیولي وو او د خوښی جشن یې لمانځه.
په دې ډلګی کې د خوردضابط "ګېبس" په شان هیڅوک هم ډېر خوښ په نظر نه راتلل. "ګېبس" د مظلوم ماشوم د بدن په غړو داسې لوبې کولې لکه چې ورسره خبرې کوي او خندل یې او له همدې صحنې یې خوند اخیست، وروسته یې د جراحی په یوې قیچي باندې د شهید ماشوم د لاسونو ګوتې پرې او د ماشوم قاتل ته یې دده د لومړي وحشت په توګه انعام ورکړې.
د "هولمز" ملګرو څرګنده کړه چې هغه غوښتل چې د ماشوم له لاسونو پرې کړې ګوتې وچې کړي او د تل لپاره یې د یادګار په توګه له ځانه سره وساتي او فخر پرې وکړي. راپور زیاتوي چې نوموړي وژونکي سرتېري له هیڅ ډول مجازاتو او عسکري انضباط سره مخ نشول، ددې خلاف یې خپلو وحشي کړنو ته تر هغې ادامه ورکړه چې د تېر کال په اوړي کې د دوی د وژنو او وحشت خبر د عامو خلکو تر غوږونو ورسېد نو یوازې پدې وخت کې امریکایي وحشي فوځ چې د بې ګناه انسانانو وژل د دوی پخواني صلیبي خوی دی،،، اعلان وکړ چې په دې اړه به تحقیقات کوي ولې تر اوسه نه خو تحقیقاتو صورت وموند او نه هم په یاد تور کې څوک محاکمه شول او نه هم د مرګ په نوم په سلګونو داسې ډلګیو له ورته وحشي وژنو او جنایاتو چې په ترځ کې یې د واده په مراسمو، عامو بازارونو، میلو او داسې نورو کې د سلګونو بې ګناه وګړو له وحشي وژنو سره مله وي، لاس واخیست.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more