د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پښتنو سوله ييز پاڅون

ډاکتر وطنمل
10.12.2011

درنو دوستانو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

د اشغالګرو په مټ د کابل اجيره اداره هره ورځ د پښتنو حقه حقوق تر پښو لاندې کوي ، له ژوند سر اومال سره يې لوبې کوي ، ټولنيز ، سياسي او کلتوري
حقوق يې غصبوي او له ملي آزادۍ، خپلواکۍ او تاريخي
سرلوړۍ څخه يې بې برخې کوي . دغه اجيره اداره د بهرنيو اشغالګرو له خوا په غيور افغان ولس تپل شوې او د داخلي لوټمارانو ، ټوپکسالارانو ،
اداري او اخلاقي مفسدينو ، ملي خاينانو او جنايتکارانو څخه جوړه شوې ، د افغان ملت په تيره پښتنو د ځپلو له پاره يې د اشغالګرو سره لاس يوکړی او
زمونږ ګران هيواد افغانستان يې د جنګ د ناورين ډګر ګرځولی دی .
[color=blue:bc1f975337]
نو پښتنو هم د ملي آزادۍ ، ملي پت او ناموس د ساتنې له پاره د افغانانو په وسله وال پاڅون کې د طالب په نامه ستره ونډه اخيستې
او هم بايد ټول پښتانه لر او بر دپښتون د يووالي او سوله ييز پاڅون په بڼه د ټولنيز انقلاب له پاره سوله ييزه مبارزه پيل کړي . [/color:bc1f975337]
که طالب مشران تر اوسه پورې په دې نه دي بريالي شوي چې وسله وال مقاومت مستقل او د مغرضو ګاونډيو له لاسوهنو او لاسلرنو
څخه پاک او سوچه وساتي نو د ټول پښتون وسله ييز انقلاب بآيد د ټول پښتون د فولادي يووالي په مټ د بهرنيانو د لاسوهنو او لاسلرنو
له لوث او چټلۍ څخه پاک او منزه وساتل شي !
[color=red:bc1f975337]نو الحمد لله پښتانه ذوليمينين دی، يو لاس يې طالبان دي چې د افغانانو وسله وال پاڅون رهبري کوي
اوبل لاس يې د ټول پښتون قامي وحدت دی چې انشا الله خپل ټولنيز انقلاب به په سوله ييزه توګه د بري ليکې ته رسوي ![/color:bc1f975337]
که دغه دواړه پاڅونونه که هر څو يو له بل څخه په خپل خپل ډول کې بېل او مستقل دي ، يو دبل سره ملاتړ به يې په ګټه وي !
د همدې وياړ لي رسالت له پاره د الله سبحانه وتعالی په سپېڅلي نامه دغه فوروم پرانيزم ، څو په څه پوه هيوادوال د ټول پښتون د سوله ييز
انقلابي غورځنګ په اړه کره علمي ، سياسي او انقلابي ليکنې هېوادوالو ته وړاندې کړي او دغه فوروم د ټول پښتنو ن د سوله ييز انقلابي يون
د لارې څراغ او مشعل وګرځوي !
[color=blue:bc1f975337]ومن الله التوفيق ، امين آمين ثم آمين برحمتک يا ارحم الراحمين .[/color:bc1f975337]


محمود سعيد
11.12.2011

سلامونه او نیکې هیلې!
ښاغلی [color=red:a0c423415a]ډاکتر وطنمل [/color:a0c423415a]ستاسې ډیره مننه چې د خپلو هیوادوالو په درودونو دردیدلو خلکو لپاره د داسې یوه بحث زمینه مو برابره کړه.
له دې سره مو زما په اوږو د یو داسې بار اچولو هم مننه کوم او هیله ده زه دا مسؤولیت په ښه توګه ادا کړی شم.
ستاسو خبرې بیخي ښکلې او سمې دي او باید نور ویده ولسونه راویښ کړو او ورته د هغوی د روا حقونو په اړه پراخ تبلیغ وکړو. دا هر څه هغه مهال شوني دي چې د وګړو په فکري ویښتابه کارو وکړو او د پوهې پر مټ ېې د یووالي لپاره وهڅوو.
تاسې د وسله وال پاڅون خبره هم کړې ده! وسله هغه مهال سمه کارولای شو چې د خپل او پردي توپیر په سمه توګه وکړو او هسې نه چې په خپله تیشه خپلې پښې ووهو.
__________________________
[color=blue:a0c423415a]محترم محمود سعيد صيب ! مسوليت ته د اوږې ورکولو څخه مو مننه کوم او زياتوم چې د هيواد د آزادۍ د وسله وال مقاومت برخه بيله او د ټول پښتون د سولييز انقلاب برخه بيله ده، دغه توپير ما هلته يوځل بيا په رڼو ټکو کې روښانه کړ ، که تاسو هغه پرانستونکې ليکنه يوځل بيا له نظره تېره کړئ بده به نه وي ! سلامونه او درناوی[/color:a0c423415a] [color=red:a0c423415a] وطنمل[/color:a0c423415a]


سلامونه

tandar
11.12.2011

سلامونه سعيد صيب
تاسو چه خپلي ليکني ته تغير ورکړو ماهم خپله ليکنه ړنګه کړله دايوه نښه دهم فکري او په ګډه سره د قلمي جهاد او ديوالي انقلاب دي چه يو ځاي به سره مخ په وړاندي ځو
ديوه لوي او ازاد هيواد په هيله


م . ق
11.12.2011

السلام علیکم ورحمة الله،

په ټول افغان ویبپاڼه کې د نوي انقلاب هرکلی کوو، خداي دې وکړي چې دغه انقلاب د ټول افغان په ویبپاڼه کې پاتې نشي بلکه عملي صحنې ته هم راوځي خو دغې انقلاب د لر اوبر افغان د ازادۍ پاڅون د خونې ټولې لیکنې هم دځان سره لاهو کړې، هیله ده چې هغه لیکنې بیا په یو ځاي کې راښکاره شي.

مننه او درنښت
________________________
[color=blue:f338c7105e]سلامونه او درناوی ![/color:f338c7105e] [color=yellow:f338c7105e]
اړونده ليکنې د ټول افغان د آزادۍ وسله وال پاڅون په فوروم
کې خوندي شوي دي . [/color:f338c7105e][color=red:f338c7105e] وطنمل[/color:f338c7105e]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:f338c7105e]ډیره زیاته مننه دروند مشر ډاکټر وطنمل صاحب، دخپلې اشتباه بخښنه غواړم. په خورا درنښت، مبارز[/color:f338c7105e]


پتوال
11.12.2011

ددغه نوي فوروم د پرانستلو ابتکار تائيدوم او اړين يې بولم .
ځکه داچې پښتانه انقلاب ته ضرورت لري، په دې کې هېڅ شک نشته ، خو انقلاب سوله ييز هم وي او وسله وال هم ، له وسلوالو پاڅونو څخه پښتنو ډير کار اخيستی او يو يې هم له ځاني او مالي تلفاتو پرته کومه مطلوبه نتيجه نه ده ورکړې ، او که يې ورکړې دومره کمه او بېخونده وه چې د نتېجې دا بيزو يې د تلفاتو په دې درانده طلايي ځنځير نه ارزېدله چې له ځانه سره يې وېوړ! سر بېره په دې د سوله ييزو غورځنګونو او انقلابونو نتېجې په ټوله نړۍ کې په کم ترينو تلفاتو او سترو ګټو سره بريالي شوي دي .
همدا اوس عربي ولسونو يو د بل پسې خپل سياسي انقلابونه د بري درشل ته ورسول او رسوي يې ، نو کوم زور ، سياسي اغيز او ژغورنده خصلت چې سولييز انقلابونه يې لري وسله وال يې نه لري .وسله وال انقلابونه له زور زياتي څخه کار اخلي او زورواک رژيمونه رامنځته کوي ، خو سوله ييز انقلاب د يو ولسواکه نظام په رامنځته کولو انجاميږي . وسلوال انقلابونه يو مجرد هدف ته لار باسي او بيا خپل ولسي ابعاد له لاسه ورکوي . خو سوله ييز انقلاب بيا غني او هر اړخيزه وي او بيلابيلې سياسي او ټولنيزې ډلې ګوندونه او دجامعې قشرونه او طبقات په کې برخه اخلي . يو ګوند يا يوه ډله يې نشي رهبري کولی او نه يې کومه پوځي او کودتاچي ډله خط و سیر وربدلولی شي !
په سوله ييز کې ټولنيز اند او اندوال ډيره برخه لري خو په وسله وال کې له عقل څخه دومره کار نه اخيستل کي ، جذبات ، ګوزار ، مرګ او وژنې په کې رول لري ځانونو او نورو ته درانه تلفات اړوي ، خو نتيجه يې ډېره سپکه ، پيکه او پېخونده وي او له پښيمانۍ خالي نه وي ! سوله ييز انقلاب که هر څومره سوله ييز وي خو سوړ نه وي ګرم وي او دا ګرمي يې له پيله تر بري او له بري وروسته دوام لري، خو وسله وال
انقلاب ګرمي د قدرت له ترلاسه کولو وروسته ژر له منځه ځي اوزورواکان يې د پوځي کودتاچيانو سره دومره توپير بيا نه وي .
هغه ظلمونه، مرګونه ، کورنۍ جګړې او تباهي چې د افغاني مجاهدينو وسله والې واکمنۍ وښودل د انسان او انسانيت زړونه يې له وسله والو
پاڅونو څخه تور کړل او يوځل يې بيا دا حقيقت تاييد کړ چې د ملي آزادۍ وسله وال انقلابونو آرزښت قدرت ته له رسېدو وروسته د سولې او پرمختګ ، ټولنيزو اصلاحاتو، اساسي رېفورمونو او سوله ييزو بنسټيزو تغيراتو پورې اړه لري که ډير ژر دملي واکمنۍ استقلاليت بيرته له لاسه ورکوي
په تيره يغه وخت چې آن د وسله وال پاڅون په وخت کې يې لا د بهرنيانو لاس په
په مشرتابه او صفوفو کې موجود وي ، نو ډير ژر له خپلو ټولنيزو موخو څخه منحرف کېدای او په خپل ولس د ديکتاتورۍ ناورين تپلی شي . دا کار په سوله ييز پاڅون کې امکان نه لري ، ځکه هغه د ولس په سياسي اګاهۍ تکيه لري ، کومه چې د انقلاب په اوږده بهير کې پخپله رامنځته کيږي . نو زمونږ او ستاسې ليکنې هم بايد همدې هدف ته ځانګړې شوي وي ، ځکه چې هله بيا هېڅوک له اړينې سياسي اګاهۍ پرته په ړندو سترګو د کومو نامعلومو خاينو ديکتاتورانو پسې نه ځغلي او نه خاينان په کې مشرۍ ته ځان د يوې يا بءې ايديالوژۍ په پلمه رسولی شي !
[color=blue:dabf59f635]په دې خوښ شوم چې د بحث دې فوروم ته صرف د انقلاب سره صرف د سوله ييز ويونی مل شوی او يواځې په يوه اسلامي، يوه ملي او يوه وسلواک ، اقتصادي يا کوم بل ډول انقلاب نه دی محدود او منحصر ، بلکې برعکس ناراضه پښتانه او نور افغانان که ملتپال وي که اسلامپال ، که ملتپال وي او که کوم بل ټولنپال ځواکونه له توپير پرته ټول بايد د يوۀ سياسي انقلابي بدلون له پاره په خپله منځلوښه کې راونغاړي! والسلام [/color:dabf59f635]


سلامونه

tandar
11.12.2011

سلامونه
سوړ انقلاب ،،صلح اميزه او يا ګرم انقلاب ،،مسلح،، ځانته يو پوه مشر او لارښونکي غواړي او ضرورت لري
کله چه دواقيعت ټول دلايل ې دخپل ملت په زهن کي داسي ځاي پر ځاي کړل شي چه هغوي ته نور دسوال ځاي پاتي نه شي نو هغه انقلاب برياليتوب ته رسيږي
دلته بايد په ډير ه زړورتيا سره خيانتونه ،جنايتونه او خپل حقونه حتي ويدوې او په ليکنو سره دټول افغان له لاري ټول ملت ته واضيح او تشريح شي بيا راشي انقلاب وګوري چه څوک ې مخه نيولي شي؟
اول بايد ښکاره شي چه مونږ څوک يو؟
او کوم ځاي زمونږ ټاټوبي دي؟
په کومه ژبه خبري کوو؟
او دغه ژبه څومره تاريخ لري؟
ولي په خپله ژبه په خپل ټاوبي کي دليکني او لوستني حق نه لرو؟
که داحق په رسمياتو کي نه لرو ؟ ولي ې نه لرو؟
ولي زمونږ ملي او دهويت حق خوړل شوي اوخوړل کيږي؟
جنابانو چه زمونږ حق ې دخپل قدرت په وخت کي تر پښو لاندي کړي ولي ې پخوا پوښتنه ونه شوه؟
ددي جنابانو هدف له دي خيانته څه و او دي؟
پښتنو خو ددي جنابانو په تناسب په همغه وخت کي يعني پخوا هم زيات تعقل او غيرت لرلو چه زمونږ په هويت ،،ژبه ،، څه ظلم روان دي؟
او داسي نوري پوښتني شته چه سړي بايد په کي غور وکړي
نن ويښ شو؟، سمه ده ،بيا بايد ويښ قدم واخلو او دا بايلل شوي دخپل هويت ارزښت بايد په هر قيمت چه وي بيرته په لاس راوړو
يواځي دخاوري په ازادلو کي تر سره تيريږو ؟
دخپلي ژبي په عام توګه رسمي کولو کي ولي داقرباني نه ورکوو؟
ولي داقليت ژبه بدون له وينو تويدو نه په ډير مهارت سره دملي ژبي مقام نيسي؟
يواځي ژبه خو نه ده هغه پښتانه چه له پخوا نه دکابل ښار ته ننوتي او اوسيږي ايا هغوي خپل ملي لباس هم ساتلي او که په کالاي خواب رقمه خلطه ې جامو به ې افتخار کولو ځکه ځان به ې پيشرفته او په نورو مترقي ګڼلو؟
دغسي عوامل وه چه په ژبه ې تاثير وغورځولو په زرهاو کورني فاړسي زباني شولي
او په خپلو پښتنو يعني عقب مانده به شرميدل دا دسترګو ليدلي حال دي
نن ې عواقب هم ويني چه په رسمي ډول ې ژبي ته څوک اهميت نه ورکوي او ټول دانقلاب ناري وهي
دا که له پخوا نه پښتنو يو سم رهبر لرلي نن له دغي ستونځي سره نه مخ کيدلو؟
ايا په بهرني هيودو کي په افغاني سفارتو کي هم پښتو شته؟
ملي سرود مو په هند کي دمددي غزل نه ده ګرځيدلي؟
ښاغلي سفير دا جرئيت له کومه کړو چه ديو غټ قوم ملي هويت ته خيانت کوي ؟
ټول پښتانه دخپل ملي هويت په لاس راوړلو ته يو سپيځلي پوه مشر ته ضرورت لري
چه دهغه په هدايت سره يو صلح اميز انقلاب شروع او ټول پښتانه ې په يوه غږ سره تطبيق کړي،بيابه وګورو چه حتي خارجيان هم ورسره يوځاي پښتو ليکل او ويل زده کوي او که نه
[color=red:5500092472]دپښتنو اټن ته دپښتنو لباس په امريکا او اروپا کي ښه په ځان کوي او په کي ګډيږي مګر په يوه کلمه پښتو نه پوهيږي ،دا ژبه به هم زده کوي انشاالله[/color:5500092472]
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more