د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

په قلم سو ګند

رښتینی
09.12.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

په قلم سوګند

دقلم دسپیڅلتیا له پاره دقرانکریم دا جمله کافي ده : ....والقلم ...(القلم) یعني په قلم

سوګند .اودقلم دسترمسئولیت اودرنښت له پاره دا جمله بس ده : ....الذي علم بالقلم (الاعلي)

یعني الله جل جلاله هغه ذات دی چې د(قلم) په واسطه یې تعلیم او زده کړه ورکړه .بناء هیڅ د

عقل څښتن به دقلم پرسپیڅلتیا ، درنښت او اهمیت کې کوم شک نلرې .

بیشکه همداسي ده قلم سپیڅلی او ستایل شوی دی اودقلم په برکت دانبیاو پیغام او علوم

خپاره شوې دي داراز دهمدي قلم په څوکه پوهه اوحکمت ، ساینس او ټکنالوژي کښل شوي او

خپره شوي ده .

خودانساني ټولني څوډوله انسانانو قلم هم په څو ډوله ویشلی دی اوقلم یې په

خپل آرډول (سپیڅلی) ندی پرې ایښی اودانسان دنوروډېرډوله کړنوپه څېر قلم هم په

څوډوله شوی دی چې زه یې په لنډه توګه په څو مهمو ډولونو درسره ګړیږم :

سپیڅلی قلم :

ددي قلم په باره کې ماپه پیل کې خبرې وکړي او ددي قلم په برکت سره لوی څښتن

انسان ته هغه پوهه ورکړي ده چې نه پرې پوهیدی (الاعلي ) او په یوه حدیث کې راغلي دي

چې دپوهانو دقلم رنګ اوسیاهي به په اخرت کې دشهید له وینو سره پّ وزن کې برابره وي

( ددې حدیث په صحت کې خبرې شوې دي ) .

دقرانکریم یو مبارک سورت هم په (قلم) سره نومول شوی دی او دا سورت داسې پیل

کیږې :ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ {1} مَا أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ {2} وَإِنَّ لَكَ لَأَجْراً غَيْرَ مَمْنُونٍ

{3} وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ {4} فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ {5}

د (ن) توري په اړه ځیني مفسرین کاږي چې دقلم رنګ او

سیاهي ته (ن) وایې لکه ابن العربي په احکام القران کې په دي اړه یو اوږد حدیث هم روایت

کړی دی همدا روایت لوی مفسر محمدبن احمد القرطبي هم راخیستی دی او دایې هم ویلې

دي چې ځيني مفسرینو د (ن) توری د نورپه یوه لویه تخته باندي هم تفسیر کړی دی .او له ما

یسطرون څخه هغه لیکل مراد دي چې په قلم سره کیږې چې هغه ځیني مفسرینو هغه ځانګړي

لیکل مراد کړې دي چې له انسان سره ملي ملایکي (کرام کاتبین/ کاتبین کرام ) یې کوې اویا

خو عام دهرلیکونکی لیکل مراد دي . اویاخو له (ن) نه یواځي حرف مراد دی او دلته لکه دنورو

ډیرو سورتونوپه څیر دحروفو مقطعه و په څیر راغلی دی .

نو دسورت قلم ددي لومړي ایت شریف معنا داشوه چې ن یا دنور په تخته اویا دقلم په سیاهي

سوګند اوپه قلم اودوی چې په قلم څه لیکي په هغه سوګند .نوګواکي ددي سورت د پیل ایت

له قلم او دقلم له لوازمو لکه رنګ اوتخته څخه خبري کوي او ستر څښتن په دي قسم کوې !

او داسپیڅلی قلم ځیني خلکو له توري هم غوره بللی دی لکه یوشاعر چې وایې :

إذا أقسم الأبطال يوما بسيفهم وعدوه مما يكسب المجد والكرم

كفى قلم الكتاب عزا ورفعة مدى الدهر أن الله أقسم بالقلم

ژباړه : که اتلان بوه ورځ په خپلو تورو سوګند کوې اودتوري په مټ ترلاسه شوی

عزت او وقار شماري نو دلیکوالانو دقلم دعزت ا لوړوالي له پاره ټول عمر همدا

خبره بس او کافي ده چې الله جل جلاله په قلم سوګند کړی دی .

دقلم په اړه زموږ قلم نورڅه هم لرې .....


پتوال
07.01.2012

له سلام وروسته :
رښتينی صيب زه خو داسې اندنه او انګېرنه (تفسير) کوم چې الهي هدايت او ارشاد ( قران کريم) لومړی په خپل لوح کې د خپل قلم پواسطه
ځای په ځای کړی اوبيا قرآن د نزول په وخت کې لومړي اسمان ته راستول شوی او له هغه ځايه دغه نور، هدايت او علم تکړه تکړه ( ايت ايت)
په محمد (ص) د وحې په توګه راغلی دی . نو پخپله د الله سبحانه وتعالی له لوري قران لومړی د قلم پواسطه ښودل شوی دی ، همدارنګه تورات هم ليکل شوی
له اسمانه نازل شوی دی، چې ليکاڼی يې طبعا قلم نوميږي !
نو علم او حکمت په ليکل شويو اسماني کتابونو او صحيفو کې پيغمبرانو ته رسول شوي او بيا بشر ته ترې تبليغ او رسول شوي دي !
داچې له پيغمبرانو نه امتونو او د امتيانو تر منځ له يوه امتي نه بل ته هم د قلم په وسيله علم رسېدلی دی دا دويمه درجه
او دويمه مرحله د (علم بالقلم ) ده او دريمه مرحله بيا د نورو علومو ليکل او لوستل هم د قلم په اساس تعميم شوي دي !
نو د الله سبانه وتعالی قسم ښايي پر [color=blue:f643ddd093]لوح [/color:f643ddd093]د لومړی [color=yellow:f643ddd093]محفوظ[/color:f643ddd093] ليک په [color=blue:f643ddd093]قلم [/color:f643ddd093] وي
چې د ټول علم و حکمت نور او هدايت سرچينه پرې ليکل شوې ده ، والله اعلم !


larghonay laraway
07.02.2012

سلامونه!
پتوال صيب دا انګېرنه نه بلکې ثابته ده او ملايان هم وايي چې قرآنکريم لومړی (جملة واحدتاً) نازل شوی او بيا د دنيا له اسمانه پر حضرت محمد صلی الله عليه واسلم (نجماً نجماً) يعنې د وخت او حالاتو سره سم نازل شوی دی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more