د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

سوال له طالب خانه

شمس الله همدرد
30.08.2004

اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته هيله کوم چی سلامونه مو قبول کړی.
برلويان څوک دی او داڅنکه ميځ ته راغلل؟


بريلوي

ziauddin
06.10.2004

محترمه بريلويا ن داحمد رضا خان معتقيدين دي او حنفي مذهبه دي
او احمد رضاخان دافغانستان دغزني دولا يت اصلا مر بوط دي دجزيي
اختلا فا تو په نتيجه كي دا ډله په هندوستان كي پيدا شوه او كه زيات تفصيل غواړي نو
راته وليكه ان شا شا الله اطمنان به دي وشي وسلام ستا ديني ورور ضيأالدين


شمس الله همدرد
08.10.2004

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
عزتمنده له جوابه مو مننه دبریلویانو په هکله که داسی معلومات راکړی چی دادوی عقیده صحی ده او که غلاطه ځکه دوی داسی خبری کوی چی هغه بدعت او شرک کیدی شی د مثال په توکه دوی چی کله اذان کوی داذان نه مخکی او ورسته درود شریف وائی او همدارنگه رسول الله (ص) حاضرناظر بولی دوی داسی عقیده هم لری چی رسول الله (ص) وفات شوی نه دی بلکی صرف پرده یی کړی ده او داهم وایی چی مونږ څه کوه او څه وایو پاک رسول الله (ص) یی اوری اووینی دوی داسی هم وایی چی لکه څنکه پاک الله (ج) فرمائی څوک چی دالله(ج) په لار کښی شهید شی هغه مړنه بلکی ژوندی دی نو دوی وایی چی شهید ژوندی وی نو پاک رسول الله (ص) ته ولی ژوندی نه شو وایلی .............


ziauddin
12.10.2004

محترم همدرد صاحب اوقدرمنو لوستو نكو تر هر څه مخكي سلا مو نه همدرد صاحب اول بايد وه وايم
چه اختلافات داسلامي عالمانو په ټو لنه كښي له ډيره مخكي نه شروع سويدي او اختلاف دعلمأ دپاره دتحقيق دشرعياتو دالله جل جلا له رحمت دي او متبحرينو علمأ په دي خبر تصريح كړيده دوهم بايد وه وايم
كه چيري په جزيي مسايلو كي اختلاف پيدا شي ډير تشدد بايد وه نشي ځكه داد مسلمانانو د تفرقي سبب
ګرزي او فا يده يي كفارو ته رسيږي :3 دريم بايد وه وايم چه معرفت دحقيقت محمدي يو داسي امر دي
چه مخلوقات ځني عا جز دي او دنبي عليه السلام حديث مبارك په دي باب كښي مو جودي هغه دادي
قال عليه السلام يا ابا بكر( والذي بعثني بالحق بشيرا لم يعلم حقيقتي غير ربي) ژباړه قسم دي په
هغه ذات چه زه يي مبعوث كړى يم په حق سره زيرى وركونكى نده معلوم زما حقيقت هيچا ته سوا زما له ربه
او همدارنګه اويس القرني رضي الله تعا لى صحابه كراودمو دنبي عليه السلام ته وه ويل
ما رأيتم من رسول الله الا ظله يعني تاسي نده ليدلى له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه مګر سايه دده او ابو الحسن الشاذلي رضي الله ويلي (صدق اويس رضي الله تعالى عنه ) الحديث او امام خروبي
الطرا بلسي رحمه الله وه يلي دي [color=red:d6c4a59c74](حقيقت رسول الله سر لطيف من اسرار الحق تعا لى لا يطلع عليه في هذه الدار سوى الرب ولا يكشفه احد غيره تعا لىلا نبي مرسل ولا ملك مقرب اذ حقيقته من السر [/color:d6c4a59c74]المكنون) ژباړه حقيقت درسو ل الله يو سر لطيف دي له اسرارو دالله ځخه په دي دنيا كښي بي له الله بل څو ك علم نه پري لري او سوى له الله چا ته كشف شوي ندي نه نبي مرسل ته او نه ملكي مقربي ته

محترمه كم چه صلوة او درود پر نبي عليه السلام بي له شكه منصو صي ثا بت دي په ټول عمر كښي پر هر مسلمان يو وار فرض دي او له ښي ونډي دثوابه په يوه وقت كي خا لي نه ده چه دثواب په نيت وه ويل شي او كم چه مخكي تر اذان يا ورسته يي څوك وايي دا مسنو ن امر نه دي او كه بدعت ور ته وايو زما په عقيده بيا به بدعت حسنه وي يا به بالكل بدعت نه وي ځكه محقيقين علمأ بدعت هغه ته وايي چه دبل سنت ځاي ونسي او هغه سنت ددغه عمل په وجه پا ته شي : او دعليه السلام دحيوة او ژوند په باره كښي با يد وه وايم
چه شهدأ ته په قران كريم كي ژوندي ويل شويدي او دنبي عليه السلام رتبه او درجه پر شهدأوډيره زياته ده نو دلته به هغه منا سب حيوة او ژوند څه مشكل نه وي : او كم چه دحاضر او نا ظر مسله په دي کي
غير خلګو زيادت كړي په ديو بندي علمأ پسي او دا رنګه په بريلويي پسي څه افترأت شويدي يا خو
غلط بهمي راغلي ديا رسو ل الله دحرف ندأ ځخه البت دا زما نظر دي او پر نورو مسايلو كه ته محترم
وه غواړي ان شا الله بيا خبر پري وكړو خداي دي وكړي چه قنا عت دي وشي او طالب جان كه
په دي مسا يلو كښي شركت وكړي ښه به وي ولي هغه دښو معلمو ما ت خاوند دي وسلام ضيأالدين



طالب جان
13.10.2004

محترمه مكرمه اوعزتمنه وروره ضياألدين صيب: السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
پتمنه: ډيره ښه ليكنه مو كړي .داچي تاسي بدعت حسنه ته هم اشاره كړي وه نوپه اوس مهال دبدعت په اړه
ځما لاندي ليكنه ستاسي درانه حضورته ږدم . هيله لرم خوښه به مو شي .
چي وخت پيداكړم بيا به انشاءالله په بريلويانو او دهغوي په عقائدو درسره وغږيږم .
تاسي پدې اړه دخپلو ليكنو لړۍ جاري وساتۍ . ستاسي دهمكاري په هيله .

دبدعت لغوي څيړنه : د علم لغت اما ابوالفتح ناصر بن عبدالسيد المطرازي الحنفي ليكلي دي :
"البدعة اسم ابتداع الامر اذا ابتده واحدثه كالرفعة اسم من الارتفاع.....ثم غلب على ماهوزيادة في الدين او نقصان منه"
ژباړه: بدعت د ابتداع دكلمي لپاره اسم دي لكه رفعت چي د ارتفاع د كلمي لپاره اسم دي؟او په هر نوي پيدا كړل شوي يي اطلاق كيږي.بيا دبدعت توري په دين كي د زياتوالي يا كموالي لپاره ځانگړي شو.
همداراز علامه محمد بن ابوبكر بن عبدالقادر الرازي ليكلي:" والبدعة الحدث في الدين بعد الاكمال" مختار الصحاح 280 يم مخ
ژباړه: بدعت ددين له تكميل نه ورورسته په هغه كي له ځانه ديوه نوي شي اضافه كول دي.
دبدعت شرعي معنى: حافظ بدرالدين عيني الحنفي دبدعت شرعي معنى داسي ليكلي ده: "البدعة في اصل احداث امر‌ٍ لم يكن في زمن رسول الله صلى الله عليه وسلم" عمدة القاري 1ټوك 365 مخ
ژباړه: بدعت په اصل كي په دين كي دداسي يوه نوي شي پيدا كولوته ويل كيږي چي درسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه كي يي له سره وجود نه درلود.
حافظ ابن حجر عسقلاني د بخاري په شرح كي د بدعة معند داسي ليكي: "والبدعة اصلها ما احدث على غير منال سابق وتطلق في الشرع في مقابل السنة فتكون مذمومة" فتح الباري 4ټوك 219 مخ
ژباړه: بدعت په اصل كي په دين كي هغه نوي رامنځته شوي شي ته ويل كيږي جي په تيره زمانه كي ساري نه وي ليدل شوي او په شريعت كي د بدعت اطلاق دسنتو پر ضد په مقابله باندي كيږي.ځكه نو بدعت مذموم او دكركي وړ دي.
بدعتي څوك دي؟ په دي اړه علامه ابن جوزي رحمه الله په خپل كتاب تلبيس ابليس كي په 33 مخ كي داسي ليكي: " اهل سنت هغه څوك دي چي د رسول الله او دخلفاي راشدينو د اثرو اتباع كوي كوم چي د صحابه و تابعينو او له هغوي څخه وروسته په پرله پسي ډول په خلكو كي ديوه ديني اصل په بڼه ژوندي او دود وي .اهل بدعت هغه كسان دي چي د ټولني پرله پسي او متواتره طريقي په ځاي پريږدي او په دين كي داسي نوي نوي شيان رامنځته كړي چي تر دي په پخواني زمانه كي مثال نه وي ليدل شوي.
بدعت په دوه ډوله دي. 1: اعتقادي2: عملي
1: اعتقادي بدعت: دا هغه ډول بدعت ته ويل كيږي چي يو كس يا ټولنه داسي عقايد او نظريات ولري چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم ، صحابه كرامو .تابعينو او تبع تابعينو د طريقي خلاف وي .دا بيا په خپل مقام كي په ډيرو ډولونو ويشل شوي چي ځيني يي صريح كفر ته رسيږي لكه دقاديانانو عقيده چي له رسول الله نه وروسته يي هم دنبوت دروازه خلاصه پري ايښي ده.او ځيني نور بدعتونه كه څه هم چي كفر خو ورته نه شو ويلاي مگر گمراهي او ضلالت ورته هرو مرو ويلاي شو.
2: عملي بدعت: هغه دي چي په عقيده يا نظريه كي خو كوم بدلون نه وي مگر داسي اعمال يي غوره كړي وي چي له سلف صالحينو يعني له پخوانيو علماكرامو او مجتهدو امامانو څخه منقول نه وي.
دلته زه غواړم دا خبره په ډاگه كړم چي ځينو وروڼو بدعت په دوه ډوله حسنه او سيئة باندي ويشلي دي.دا كار په اصل كي په دين كي د يوي نوي فتني د راپورته كولو كوشش دي او دغه ډول ويش د شريعت له رويه هيڅ اصل او اعتبار نه لري.بدعت له يوه مخه بد دي .بدعت اصلا ښه نه لري.
بدعت د لغت په اعتبار سره هر نوي شي ته ويل كيږي مگر په شريعت كي بيا ځانگړي معنى او مفهوم لري.دشريعت له مخي د بدعت معنى داده چي په دين كي له خپل خيټي نه يوداسي امر ورزيات كړل شي چي له قران ،سنت او دسلفو له منقولي طريقي سره په ښكاره ټكر كي وي.او له بده مرغه هغي ته بيا وروسته د استحباب درجه هم وركړل شي.
دبدعت د پورتنيو تعريفونو په لړ كي موږ داسي حكم كوو چي په اسلامي شريعت كي وركړل شوي ازادي هيڅ وخت د منفي شخصي تمايلاتو او يا هم د رواجونو په چوكاټ كي بندول روا ندي.
ديادوني وړ ده چي الله تعالى ځيني شيان مباح او رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني شيان سنت او داچر او ثواب موجب گرځولي دي لاكن ددي شيانو د ادا كولو لپاره شريعت كومه ځانگړي طريقه نده غوره كړي چي كه فلاني دغه كار په دي ډ ول ترسره كړي نو ثواب به يي ډير وي او كه په هغه طريقه ترسره شي نو ثواب به يي كم وي.بلكي حقيقت دا دي چي په هره طريقه چي ترسره شي د ثواب وړ دي.
دساري په ډول مړي ته د اعمالو دثواب دوربښلو مسئله راواخلي.شريعت واي چي د تلاوت ثواب هم ور رسيږي.د ذكر او تسبيحاتو ثواب هم ور رسيږي.دلمانځه ثواب هم ور رسيږي نو اوس كه يو سړي ووايي چي زه د تلاوت ثواب وربښم ددي لپاره چي په دي كي تر هغه بل عبادت ثواب ډير دي نو دا خبره له يوه مخه غلطه ده بلكي مړي ته د ټولو نيكو اعمالو ثواب په برابر ډول وررسيږي.همداراز د قرانكريم د تلاوت لپاره هم شريعت كومه ځانګړي لاره نه ده وضع كړي.كه څوك انفرادي تلاوت كوي او ثواب يي مړي ته بښي او كه اجتماعي ختم كوي او ثواب يي مړي ته وربښي نو په دي كي هيڅ عيب نشته البته په يوه شرط او هغه دا چي داجتماعي تلاوت ثواب دي ترانفرادي ډير نه گڼي او كه يي وگڼل نو پوه شه چي د بدعت ارتكاب يي كړيدي.
پاتي شوه د تعويذونو او د تراويح لمونځ او همداراز په هغو كي د قرانكريم د ختمولو مسئله نو په دي اړه دخداي رسول فرمايي چي عليكم بسني او بسنت خلفائي الهادين المهدين ياني تاسي بايد زما او زما دراشده خلفاوو سنت او اثار پر خپلو ځانونو باندي لازم وگرځوي.هغه خلفاة راشدين چي لاره ښودل شوي دي او لارښونكي دي. نو تراويح او په هغه كي ختم هم دصحابه كرامو او تابعينو په اثرو ثابت دي ځكه يي نو له بدعت سره تړاو وركول ناروا خبره ده.
تعويذ هم په احديثو كي ثابت دي مگر دهغه لپاره شرط دادي چي داسي څه به پكي ليكلي وي چي معني يي د پوهيدني وړ وي. والله اعلم بالصواب


islam dost
14.10.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمن ورورطالب جان صيب له معلوماتووړاندي کولودډيره مننه ،
دبدعت اوبريلويانوپه هکله زيات معلومات خودهمدي اسلام برخه کښي د[color=red:e0336c3175]بدعت څه ته وايی ؟ ډولونن لري؟اونورپه دي موضوع [/color:e0336c3175]په دوهمه پاڼه کښي ورکړل شوي دي قدرمن وروڼه شمس الله همدردصيب اوضيأالدين خان صيب دهغه بحث لوستلوته رابولم
خودلته دقدرمن اوپياوړي عالم طالب له معلوماتوڅخه په مننې يوڅوټکي زه هم ليکل غواړم هغه داچي ضيأالدين خانه وروره بدعت له يوې مخې ټول بد دی اصلاحسنه اوسيئه پکښي نشته که تاسوداحديث شريف اوريدلئ وي چي [color=cyan:e0336c3175]: کل بدعت ضلاله [/color:e0336c3175]٠٠٠يعني هربدعت ګمراهي ده ٠ نه داچي حسنه اوسيئه باندي ويشل شوئ بلوپلوکه مونږاوتاسولږپام وکړونوډيرخلک چي په دين کښي نوې طريقې پيداکوي هغه ټول په دين کښي له ځانه جوړي کړي طريقې بدعت حسنه بولي ٠
دلته بايديوټکي ته وپام وي هغه داچي يواعمال دي بل يی طريقه يا ډول دی معنی دا چي په کوم ډول ياطريقه مونږاوتاسوداعمالوپه کولومکلف يو لوی خدای جل جلاله داسلام خوږپيغمبرصلی الله عليه وسلم په واسطه مونږته داعمالوطريقې راښودلي اوپه همغه طريقوتګ پکارده دمانځه ،روژې ،حج اوداسي نور٠٠ټاکلي وختونه اومعلومي طريقې لري
بلوپلوديوبل حديث شريف له مخي چي زمونږخوږپيغمبرصلی الله عليه وسلم فرمايی : [color=green:e0336c3175]زماامت به دراويا (٧٣ ) ډلې جوړې شي چي په هغوکښي به يواځي يوه هغه ډله جنت ته ځي چي زمادخلفأراشيدينواوصحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين په نقش قدم روانه وي اوباقي نوري به ټولې دوزخ ته ځي [/color:e0336c3175]٠
اوس في الحال چي کومي ډلې دي هغوی ټول په دين کښي خپلو نووطريقوته بدعت حسنه وايی هيچاهم غلا زنا اوياکومې بلې ګناه ته بدعت حسنه نه دي ويلي اصلا دا دوه اياډلې له همدي نوو نوو طريقوڅخه چي په دين کښي يی له ځان وضع کوي جوړيږي اويواځي هغه به ناجي ډله وي چي داصحابوکرامورضي الله عنهم اجمعين په پله پل ږدي اوپه دين کښي له نووطريقوپيداکولوڅخه ځان ساتي
اوس که فرضامونږبدعت حسنه ومنونوبياخودشيعه ګانوپه اذان کښي چي کوم ټکي زيات ويل کيږي اياهغه ټکي هم بدعت حسنه ګڼلئ شو؟؟؟ شيعه ګان غالباداذان په اول کښي شپږ واره الله اکبربياڅه درودشريف ووايی اوحی علی الفلاح په ځای حی علی الامروايی اوپه اخرکښي لااله الاالله دوه ځله وايی همدارنګه اشهدان علي ولي الله اوداسي ځيني نورکلمات زيات وايی ٠ددي ټکومعنی صحي ده خوغلط ورته ځکه وايی داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم څخه داډول اذان ثابت اومنقول نه دی اوپه دي ورستيوڅو کالنوکښي چي مادشيعه ګانواذان اور يدلی نواوس داذان په پای کښ [color=red:e0336c3175]ياعلي مدد [/color:e0336c3175]يی هم ورسره زيات کړئ خدای خبرڅوکالونه وروسته به څومره ټکي پکښي کيږدي اوچي کوم ټکئ خوښ شي هغه به وراچوي خيرداپه همدي ځای بس ده
له بلي خواڅرنګه چي داخترونواوجنازې مونځونه لپاره شريعت کښي اذان نه ټاکل شوی نوهيڅوک نه شي کولای چي ووايی اذان خونيک کاردی الله اکبر پکښي ويل کيږي راځئ چي داخترونوياجنازي مونځونولپاره اذان وکړو ايادبدعت حسنه په ډول څوک کولای شي چي ددي مونځونولپاره اذان شروع کړي ؟؟؟
داډول دماښام دري رکعت فرض دي هيڅوک څوک يی څلوررکعته نشي کولای اود اسي نورډيرمثالونه هرڅوک په خپله سنجولای شي نواوس ويلی شوچي بدعت له يوې مخي ټول بددی حسنه اوسيئه پکښي نشته اوپه حديث شريف کښي ورته کل بدعت ضلاله ويل شوي
ددي لپاره چي ځانونه موله دوه اويا دوزخي ډلوڅخه بچ کړي وي بايد اصحابوکرامورضي الله عنهم اجمعين په پله پل کيږواودهغوی سپيڅلې طريقه تعقيب کړواودا فارمولا هيره نه کړوچي زمونږخوږپيغمبرصلی الله عليه وسلم فرمايی [color=white:e0336c3175]: زما اصحاب په شان دستورودي هرچاچي په دوی پسي اقتداوکړه نو په تحقيق سره يی سمه لاره بيامونده ٠
[/color:e0336c3175]نواوس هرهغه څوک چي يوداسي عمل کوي چي په خيروالقرون ياقرون ثلاث وکښي مثال نه وي ليدل شوی
اودثواب په نيت يی کوي ښکاره خبره ده چي داډول عمل ته بدعت ويل کيږي
ترکومه ځايه چي دبريلويانوخبره ده نوپه دي هکله زمادمعلوماتوله مخي دبريلويانوعقائدډيرغلط دي اوحتی دشيعه ګانوسره تقريباپه ځينوځايونوکښي ورته عقائدلري لکه څنګه چي شيعه ګان دحضرت علي کرم الله وجهه سره افراطي مينه کوي اوله هغه څخه مرسته غواړي داډول بريلويان هم داوليأکراموپه په تيره بيا دعبدلقادرجيلاني رحمته الله عليه سره افراطي مينه کوي بريلويان هم ډيرکله [color=yellow:e0336c3175]ياغوث العظم مدد[/color:e0336c3175](( چي دوی ورڅخه عبدالقادرجيلاني رحمته الله عليه مراددی )) ليکي اوددی عقيده ده چي اولياکرام ددوی سره مرسته کولای شي
اودبريلويان مؤسس احمدرضاخان په خپل يوکتاب کښي درسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم په هکله
ليکي : يامحمده نشم کولای چي تاته خدای ووايم اونه تاسوترمنځ فرق کولای شم بياهم ستاکارخدای ته سپارم ٠
که تاسوليدلي وي بريلويان [color=green:e0336c3175]شوتلي شين رنګ [/color:e0336c3175]ډيرخوښوي دکورسامان چاينک پيالې اوشنه پټکي پسره وي مااوريدلي چي دوی ددي لپاره دارنګ خوښوي چي دروضې مطهرې رنګ شين دی
اوداوليأکراموکرامت په باره کښي له ډيرغلوڅخه کاراخلي اوپه دوی کښي مشهوره ده چي پيران پيرصيب (( عبدالقادرجيلاني رحمته الله عليه )) داوو کالوغرقه بيړئ بيرته له دريابه راوويستله اوغرق شوي کسان ټول ژوندي شول دوی دداډول انځورونه جوړه وي اوبياپه خپلودوکانونواوکورونوکښي لګوي
همدارنګه يوه بله قيصه يی ماپه يوشعرکښي اوريدلي چي پکښي ويلي وو چي پيران پيرصيب ته يوه بوډئ راغله چي زماځوی مړشوماته مي ځوی راژوندی کړه دشاعرپه ويناپيران پيرصيب اوم اسمان ته وخوت اوهلته يی عزرائيل عليه السلام ته وويل چي دبوډئ دځوی روح راواپس کړه خوعزرئيل عليه السلام انکاروکړخوپيران پيرصيب په زوردروحونوټوکرئ تري نه واخسته اونژدي دري سوه مړي يی دبوډئ ځوی په شمول بيرته ژوندي کړل اوشاعريی په وروستي بيت کښي داسي وايی
څوک په جنازه څوک تخته اوڅوک په کفن کښي
همه و ا ړ ه ر ب ژوند ي کړل په يو دم کښي
داډول ډيري غلطواومنګړت قيصوله بريلويانوڅخه اوليأ پرست جوړکړي اوله هغوی سره په مينه کښي ډيرافراط کوي اوس ويلئ شوچي بريلويانوعقائدداصحابوکراموله سپيڅلوعقائدوخلاف دي

اواوس راځم تعويزونوته : قدرمن ورورطالب جان صيب يعني تعويزلپاره داشرط دی چي دپوهيدني وړوي يعني لوستل کيدای شي خوماته دلته يوه پوښتنه پيداشوه هغه داچي : دپښتانوپه زياتره سيموکښي به ښايی تاسو ته معلومات وي چي دپيريانومرض ډيردی اوددي لپاره بيايوډول تعويزونه خلک کوي هسي کرپريی ليکلي وي نورڅوک ورباندي نه پوهيږي اودپيريانوخط ورته ويل کيږي لومړئ بايدداوپوښتم چي پيريان په انسان باندي څومره تاثيرکولائ شي اودهغي علاج څه کيدای شي ؟ دوهم داچي په عاموخلکوکښي چي دپيريانوخط په نوم کوم تعويزونه مشهوردي يعني دانه دي صحي اوکه څنګه ؟ که په دي هکله لږمعلومات راکړئ مهراباني به مووي ٠

اواوس په تعويزونوپسي يوه قيصه رايادشوه هغه په دي ډول چي زمايوطالب ملګري راته ويل چي ددطالبانوپه وخت کښي په خوست کښي يوکوډګرووچي دقران کريم اياتونه به يی سرچپه ليکل کله چي دطالبان څوکسان ددي لپاره چي معلومه کړي چي ايارښتياکوډګردی اوکنه دعاموخلکوپه جامه کښي ورغلل اوورته وويل چي مونږداسي داسي تعويزونه غواړو خوکوډګرورته ورسره ومنله چي صبا نه بل صبا راشئ څه ډول تعويزونه چي غواړئ هغه به درته وکړم خوطالبان دبل صبا په ځای په صباورځ چي دښځوورځ وه ورغلل کوډګرچي دښځوپه ورځ دسړيوراتګ وليد نوډيرزيات په غصه شواوطالبان ته يې وويل تاسوداښځې نه ګورئ چي په دي ورځ راغلئ يوچالاکه طالب ورته وويل ستاخوهم د نيا لورګانې نه دي
خودطالبانونوره حوصله پای ته ورسيده اويوڅودتوپک کنداغه يی چي ووهلواوهلته ناستي ښځې چي هرې يوې سره يې يوه چرګه ياچرګ وورخطاشوي اوچرګانوکاغ کوغ شو :D :D :D
خيرتعويزفروش طالبانولاس تړلئ ونيوڅوورځې وروسته يی چي غوښتل دخپل بدعمل په سزاورسوي کوډګر دخلکوپه مخ کښي توبه وويسته چي بيا به هيڅکله هم دا عمل ونه کړي له دي وروسته بياطالبانوپريښود اواوس داسلامي امارت سقوط وروسته اودديموکراسي نظام څخه په استفادې بياخپل پخوانئ عمل بيرته شروع کړئ ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته



ع کريم حليمي
15.10.2004

قدرمن ورور اسلام دوست صاحب ، درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمن ورور اسلام دوست صاحب له معلوماتووړاندي کولودډيره مننه

دغه موږ اوتاسوهم په اذان دغه الفاظ ورګډکړي ٠ [u:2318ae28a6]الصلاة خيرمن النوم [/u:2318ae28a6]

چه دغه بدعت دي کندي ؟؟؟ د مبارک په وخت کي دا الصلاة خيرمن النوم په اذان کښي نه وو
او اذان اصلأ الحديث القدسي دي

اخبرنا اسحاق بن ابراهيم، قال انبانا معاذ بن هشام، قال حدثني ابي، عن عامر الأحول، عن مكحول، عن عبد الله بن محيريز، عن ابي محذورة، قال علمني رسول الله صلى الله عليه وسلم الأذان فقال ‏ الله اكبر الله اكبر الله اكبر الله اكبراشهد ان لا اله الا الله اشهد ان لا اله الا الله اشهد ان محمدا رسول الله اشهد ان محمدا رسول الله ثم يعود فيقول اشهد ان لا اله الا الله اشهد ان لا اله الا الله اشهد ان محمدا رسول الله اشهد ان محمدا رسول الله حى على الصلاة حى على الصلاة حى على الفلاح حى على الفلاح الله اكبر الله اكبر لا اله الا الله ‏"‏ ‏.‏

اخبرنا عمرو بن علي، قال حدثنا يحيى، قال حدثنا شعبة، قال حدثني ابو جعفر، عن ابي المثنى، عن ابن عمر، قال كان الأذان على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم مثنى مثنى والإقامة مرة مرة الا انك تقول قد قامت الصلاة قد قامت الصلاة ‏.‏

ستاسو ليکنه پر ځای ده ٠ ماشاالله



طالب جان
15.10.2004

محترمو مکرمو اوعزتمنووروڼواو پتمنو خويندو!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
زه هم په پورتنۍ ليکنه کي دقدرمن ورور اسلام دوست صيب ملاتړ کوم .



Adil watanmal
16.10.2004

د قدر وړ لوستونكو او په بحث كې ګډونكو ليكوالانو
------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم مولوي صاحب طالب جانه او د عزت وړ اسلام دوست صاحب ستاسي ليكني ښه او د معلوماتو څخه ډګي دي زه درسره پكي موافق يم.

محترم [color=white:2ee15e13e8]ضياء الدين[/color:2ee15e13e8] وروره تاسي په خپله ليكنه كې لانديني حديث شريف راوړي نو په درناوي درڅخه هيله كوم چې د [color=yellow:2ee15e13e8]حديث استخراج[/color:2ee15e13e8] وكړي او پوره حديث سره د رواتو راته ذكر كړي او همدارنګي مهرباني به مو كه د حديث درجه هم په ګوته كړي.

[color=darkred:2ee15e13e8]قال عليه السلام يا ابا بكر( والذي بعثني بالحق بشيرا لم يعلم حقيقتي غير ربي)[/color:2ee15e13e8]

----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------عادل وطنمل



طالب جان
21.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره شمس الله همدرد صيب !
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دقدروړه :كه څه هم دبريلويانو په اړه ستاسي پوښتنه محترم مكرم او پتمن ورور طالب خان ته راجع ده ماهم له خپله آنده هڅه كوله چي ستاسي دپوښتني ځواب وشي خو دځاني مصروفياتو له امله مي داڅه ونه كړاي شول .اوس دادى محترم مكرم او قدرمن ورور عادل وطنمل صيب ستاسي دپوښتني دځواب په توګه په ځانګړي موضوع كي ډيره په زړه پوري ليكنه كړي چي زه يي پوره پوره ملاتړ كوم دادى دځواب په ډول يي ستاسي دپوښتني په مخكي ږدم .
هيله لرم چي پدې ځواب مو ډاډوشي . داده دعادل وطنمل صيب ليكنه :
بريلويان يوه صوفي فرقه ده چې د احمد رضا خان په مشري د انګريزانو د استعمار پر وخت په هندستان كې شروع شوه، دوي د اولياوو كرامو او انبياوو عليهم السلام په محبت كې ډيره زياته غولو كوي خاص بيا د نبي عليه السلام او په داسي صفاتو ئې موصوف كوي چې د بشر د خصائصو څخه لوړ دي.

د بريلوي فرقي مهم شخصيتونه:

1. مؤسس ددي فرقي احمد رضاخان د تقي علي خان ځوي دي، په ١٨٦٥كې د هندوستان د اتراپرديش د بريلي په كلي زيږيدلي دي او په ١٩٢١ كي وفات شويدي چې ځان به ئې په عبد المصطفى هم باله.
په ١٢٢٥ هجري قمري كال كې مكي مكرمي ته ئې سفر وكړه او هلته ئې څه ديني زدكړه وكړه او دي په خپله د تيز مزاج سړي وه او همدارنګي ډير زيات غوسناك هم وه.
لانديني كتابونه ئې د مشهور كتابونو څخه دي:
آنباء المصطفى، خالص الاعتقاد ، دوام العيش، مرجع الغيب، الملفوظات، او شعري مجموعه ئې د حدائق بخشش په نامه ده.
2. ديدار علي بريلوي: نوموړي د ١٢٧٠ هجري قمري كال د آلور ولايت د نواب بور په كلي كې زيږيدلي دي. او د ١٩٣٥ د اكتوبر په مياشت كې وفات شويدي.
مشهورو كتابونه ئې تفسير ميزان اديان، علامات الوهابيه.
3. نعيم الدين المراد آبادي (( ١٨٨٣ - ١٩٤٨)) نوموړي د الجامعة النعيمية مدير هم وه. د مشهورو كتابونو څخه ئې الكلمة العليا، عقيده علم الغيب ،. دي
4. امجد علي بن جمال الدين بن خدابخش. په ١٩٤٨ كې وفات شوي د تصنيفاتو څخه ئې بهار شريعت مشهور كتاب دي.
5. حشمت علي خان: په ١٣٨٠ هجري قمري كې وفات شوي او ځان ته به ئې د احمد رضا خان زړه ويلو. د كتابونو څخه ئې تجانب اهل السنه دي چې مشهور په غيظ المنافقين سره وه.
6. احمد يار خان: ((( ١٩٠٦م - ١٩٧١م ))) دا د بريلويانو د فرقي د متعصبو خلقو څخه وه او د مشهورو كتابونو څخه ئې جاء الحق وزهق الباطل ، سلطنت مصطفى دي.

د بريلوي فرقي انتشار:

دغه فرقه چې شروع ئې د د هندوستان د اترپرديش د بريلي د كلي څخه شوي او اوس مهال په هندوستان، پاكستان، افغانستان او انجلترا كې ئې نفوس مندلي دي او په انجلترا كې دغه ډلي ته جمعية اهل السنه او جمعية تبليغ الاسلام واي.
دبريلويانوعقايداو افكار

1. رسول عليه السلام د الوهية مرتبي ته رسوي. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب حدائق بخشش ١- ١٠٤ كې داسي واي:
(( أي محمد صلى الله عليه وسلم لا أستطيع أن أقول لك الله , و لا أستطيع أن أفرق بينكما، فأمرك إلى الله هو أعلم بحقيقتك)).

ژباړه: أي محمد صلى الله عليه وسلم دا وس او توان نلرم چي تاته الله وه وايم خو دا وس او توان هم نلرم چې ستاسي په مابين كې فرق وكړم نو پس ستا كار الله ته راجع دي هغه ستا په حقيقت ښه پوه دي.

2. بريلويان عقيده لري چې رسول عليه السلام ته علم الغيب وه. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب خالص الاعتقاد صفحه ٣٣ كې داسي ليكلي دي.
(( إن الله تبارك و تعالى أعطى صاحب القرآن سيدنا ومولانا محمد صلى الله عليه وسلم جميع ما في اللوح المحفوظ)).

ژباړه: بيشكه الله وركړي خاوند د قرآن سيد او بادار زمونږ محمد صلى الله عليه وسلم ته ټول هغه څه چه په لوح محفوظ كښي دي.

3. دوي عقيده لري چې اولياء او نبي عليه السلام ته په هغه څه هم علم شته چې الله پاك په خپل علم پوري خاص كړي. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب خالص الاعتقاد صفحه ٥٣-٥٤كې دي موضوع ته داسي اشاره كوي.
(( ان النبي عليه السلام لا يخفي عليه شيء من الخمس المذكوره في الآية الشريفة، و كيف يخفي عليه ذلك و الأقطاب السبعة من أمته الشريفة يعلمونها و هم دون الغوث ، فكيف بسيد الأولين و الآخرين الذي هو سبب كل شيء و منه كل شيء ))

ژباړه: بيشكه چه نه دي پټ په نبي عليه السلام باندي يو شي هم د هغه پنځه شيانونه چه پاه ايت كښي ذكر شوي او څرنګه به پټ وي په ده باندي او اوه قطبان دده د امت شريفه نه پوهيږي ورباندي او هغوي د غوث نه په مرتبه كي ټيټ دي. نو پس ستا څه نظر دي په سرور د اولينو او اخرينو هغه څوك چه هغه سبب د هر شي دي او د هغه نه دي هر شي.
4. بريلويان عقيدة لري چې رسول عليه السلام حاضر او ناظر دي د بندګانو د كارونو په هر زمان او مكان كې. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب جاء الحق ١-١٦٠ كې داسي دا خبره بيان كوي.
((المعنى الشرعي للحاضر و الناظر هو أن صاحب القوة القدسية يستطيع أن يرى العالم مثل كفه من مكان وجوده ، ويسمع الأصوات من قريب و بعيد، و يطوف حول العالم في لمحة واحدة و يعين المضطرين ، و يجيب الداعين))

ژباړه: شرعي معنى د حاضر او ناظر داده چې بيشكه خاوند د پاك قوت ((القوة القدسية)) ټول عالم ګوري په شان د ورغوي خپل د هغه د موجودتيا د ځاي نه او اوري اوازونه د لري او نيزدينه او ګردش كوي چار چاپيره د عالم په يوه لمحه كښي او اعانت او كومك كوي د مجبورو خلكو او قبلوي دعا ددعا كونكو.

او أحمد سعيد په خپل كتاب تسكين الخواطر صفحه ٨٥ كې دا موضوع داسي شرحه كوي. (( لا يخلو مكان و لا زمان إلا والرسول عليه السلام موجود فيه)).

ژباړه: نه خالي كيږي هيڅ ځاي او هيڅ وخت مګر رسول عليه السلام موجود وي په هغه كښي

5. د رسول عليه السلام نه بغير نورو كسانو ته هم د حاضر او ناظر صفت وركوي لكه احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپله په خپل كتاب آنوار رضا، صفحه ٢٤٦ كې داسي وايي:
(( إن أحمد بريلوي حي موجود بيننا ، ويعنينا ، و يغيثنا )))

ژباړه: بيشكه احمد بريلوي ژوندي دي او موجود دي په مابين زمونږ كښي او زمونږ اعانت كوي او مونږ سره كومك كوي په سختيو كې.

6. بريلويان عقيده لري چې نبي عليه السلام نور دي بشر نه دي. احمد يارخان په خپل كتاب مواعظ النعيمية صفحه ١٤ كې داسي وايي:
((إن الرسول عليه السلام نور من نور الله ، و كل الخلائق من نوره))

ژباړه: بيشكه رسول عليه السلام رڼا ده د هغه نور د الله تعالى نه او ټول مخلوقات دده د نور او درڼا نه دي.

احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) به خپل يو كتاب كې داسي ويلي (( ما قيمة هذا الطين و الماء اذا لم يكن النور الالهي حل في صورة البشر))

ژباړه: څه قيمت لري دغه خټه او اوبه چه نه وي محلول شوي نور الهي په صورت د بشر كي

7. دوي عقيده لري چې د انبياؤ ، اولياؤ قبرونو نه مدد غوښتل جواز لري او منكر ترينه كافر ګڼي.
امجد علي په خپل كتاب بهار شريعت ١- ١٢٢ كې داسي وايي:
(( ان المنكرين للاستمداد بالأنبياء و الأولياء و بقبورهم ، ملحدون))

ژباړه: بيشكه منكران د كومك او مدد غوښتلونه په انبياو او اولياو او د هغوي په قبرونو باندي محلدين دي.

8. په زياتو بدعتي كارونو هم عقيده لري لكه په قبرونو شمع بلول، چراغونه پكې ايښودل، د زيارتونو لپاره نزر منل، په قبرونو دګلانو ايښودل او د قبر نه پردي تاوول او طواف ترينه كول د تبرك لپاره.

9. ددوي د خرابو عقيدو څخه يوه داده
احمد رضا خان په خپل كتاب ملفوظات ٣-٢٧٦ كې داسي وايي:
(( إن الأنبياء عليهم السلام تعرض عليهم ازواجهم فهم يبيتون معهن))

ژباړه: بيشكه انبيا عليهم السلام چه دي وړاندي كولاي شي دوي لره بي بياني خپلي او دوي ورسره شپه تيروي.

10. د نبي عليه السلام د زيږندني ورځ لمانځل د بريلويانو په عقيده كې د لوي اختر په شان ده او دوي پدي ورځ ډير مالونه خرڅ كوي. محفلونه جوړوي او خرافاتي شعرونه او قيصي پكي لولي او همدارنګي د احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) د سرور القلوب في ذكر المولد المحبوب كتاب هم پكي لولي چې دغه كتاب كې ډيري خيالي او خرافاتي قيصي دي.
11. عرسونه:
د عرسونو معنى داده چې په قبرونو باندي محفلونه جوړول چې د هر قسم منكراتو بدعاتو او شركياتو اډه وي او دي محفلونو ته په زرګونه خلك راجمع كيږي او نر او ښځينه جنس پكي ګډ وګډوي او هغه كارونه پكي كيږي چې عاقبت ئې ډير بد وي.
بريلويان عقيده لري چې عرس ته په تګ سره سړي د لمونځ نه كولو او روژي نه نيولو د ګناه څخه پاكيږي. او د عرس، مولود، څخه پاتيكيدل په كناه كبيرو كي شميري.
همدارنګي دوي په ډيرو وړو سببونو سره سړي د اسلام څخه باسي او بيا په خپلو كتابو كې چې په چا د كافر ټاپه وه لږوي نو بيا ليكي ((ومن لم يكفره فهو كافر)) چې چا دا شخص كافر ونه كڼو هغه هم كافر دي.

عقيدوي او فكري ريښې يي .
1. د بريلويانو فرقه په اصل كې د مذهب حنفي تابع دي خو قرق ئې پدي كې دي چې بريلويانو د نورو باطلو فرقو څخه په عقيدوي امورو كې متاثره شوي دي لكه د نصرانيت څخه په لمانځلود جشن ميلاد النبي كې چې عيسويانو د عيسى عليه السلام لمانځي او هغه خرافاتو نسبت چې عسويان ئې عيسى عليه السلام ته كوي دوي ئې نبي عليه السلام ته كوي.
2. د سبب د وجود او اوسيدلو ددي فرقي په هند كې په عقيدو كي ئې د هندو مذهب بعض افكار هم خلط شويدي.
3. بريلويان په صفاتو د انبياء او الياو كې ډيره زياته مبالغه كوي چې دا تاثر ئې د شيعه ګانو څخه اخيستي ځكه هغوي هم همداسي افكار لري په خپلو معصومو امامانو په اړوند.
4. د متشدد صوفيانو او قبوريانو د شركياتو نظريات په حلول، او وحدت او اتحاد. پر دوي اثر كړي او د خپلي عقيدي جزء ئې جوړ شوي.
دزياتو معلوماتو لپاره لاندي كتابونه كتلى شۍ .:

1. البريلويه: عقائد و تاريخ
2. الامن و العلى لناعتي المصطفى
3. انباء المصطفى
4. انوار رضا
5. بهار شريعت
6. تجانب اهل سنت
7. جاء الحق و زهق الباطل
8. حدائق بخشش
9. خالص الاعتقاد
10. سلطنت مصطفى
11. مجلة صراط مستقيم
12. ملفوظات
13. الكوكبة الشهابيه فس كفريات ابي الوهابيه
14. تسكين الخواطر في مسالة الحاضر والناظر


islam dost
21.10.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
حليمي صيب زمادمعلوماتوله مخي د[color=green:dcf874d7d6]الصلاة خيرمن النوم [/color:dcf874d7d6]کلمات ويل ځکه بدعت نه دی چي داکلمات درسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم زماني راهيسي رائج دي چي له همدي امله يی دسحرپه اذان کښي ويل مستحب دي اوکه چا ونه ويل نوهم باک نلري خوتکراريی غوره دی
ددي کلماتوثبوت امام مالک رحمته الله عليه په مؤطاپه نوم کتاب کښي هم ليکلئ همدارنګه علامه سيدمحمدصديق رحمته الله عليه دمشکوة شريف ( ٦٥ _ ١١٤ ) صفحوپه حوالي ورکولوسره ليکلي چي ددي کلماتورواج درسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم دزماني څخه ثابت دی ( کشف الاسرارپه حواله )
بلوپلوامام مالک رحمته الله عليه ددي واقعې داسي نقاب کشايی کړي چي دحضرت عمررضی الله عنه دخلافت پروخت کښي کله چي يومؤذن دعمرفاروق رضی الله عنه کورپه دروازه کښي [color=yellow:dcf874d7d6]دالصلاة خيرمن النوم [/color:dcf874d7d6]کلمات په داسي حالکښي چي داسلام دوهم خليفه ويده وو وويل نودعمرفاروق رضی الله عنه له بيداريدو وروسته مؤذن ته وفرمايل چي داکلمات دسحرپه اذان کښي وايه ٠ددي مفهوم په هکله حافظ عبدالله علامه زرقاني رحمته الله عليهمادواړوليکلي چي ددي دامطلب نه دی چي دعمرفاروق رضی الله عنه داکلمات خوښ شول بلکي مطلب يی دادی چي داکلمات دسحرپه اذان پوري خاص دي نه داچي ته يی داميرالمؤمنين دکورمخي ته وايی ٠
نوحليمي صيب څرنګه چي د[color=cyan:dcf874d7d6]الصلاة خيرمن النوم [/color:dcf874d7d6]کلمات درسول الله مبارک صلی الله عليه اوحضرت عمرفاروق رضی الله عنه دزماني څخه ثابت دي نوله همدي امله ورته بدعت نشي ويل کيدای همدارنګه دفقې شريفې په کتابونوکښي هم دسحرپه اذان کښي [color=blue:dcf874d7d6]الصلاة خيرمن النوم [/color:dcf874d7d6]ويل مستحب ګڼل شوي اوکه چيرته يی درسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم دزماني څخه ثبوت نه وی نوبيادمستحبواطلاق ورباندي نه شوکيدالای

ياده ونه : حليمي صيب داچي زه عالم نه يم اوداډول بحث په تاسواوقدرمن ورورطالب جان صيب پوري اړه لري نوکه بياهم کومه نيمګړتيا پکښي وي داستادانوپه توګه درباندي حق لرم چي را اصلاح کړئ ځکه مونږ اميان خلک يوپه اسلامي موضوعاتوکښي دومره معلومات نلروخوکه تاسوسره په دي هکله نوره معلومات وي هيله ده له مونږ سره يی شريک کړئ


اواوس چي خبره دبدعت ده نوماته هم يوه پوښتنه پيداشوی هيله ده چي په دي هکله به معلومات سره شريک کړو هغه په لاندي ډول :

هغه ورځ مي په جومات کښي يوعربي کتاب مطالعه کاوه چي په يوه برخه کښي يی ليکلي وو

[color=cyan:dcf874d7d6]حکم قول صدق الله العظيم
ماحکم قول صدق الله اعظيم بعدالفراغ من قرا‌‌ء ة القران ؟
بيا په ځواب کښي ورته ليکي
قول صدق الله العظيم بعدانتهاء من قراء ‌‌ة القران بدعة ،
لانه لم يفعله النبي ( ص ) ولا الخلفاء الراشدون ، ولا سائرالصحابة رضی الله عنهم ، ولا أئمة السلف رحمهم الله ،مع کثرة قراء تهم للقران ، وعنايتهم ومعرفتهم بشأنه ، فکان قول ذلک والتزامه عقب القراء ة بدعة محدثة ٠ وقدثبت عن النبي صلی الله عليه وسلم انه قال : (( من احدث في أمرناهذا ماليس منه عمل عملا ليس عليه أمرنا فهورد )) (((( فتاوی اللجنة الدائمه 3303 )))) [/color:dcf874d7d6]



Adil watanmal
23.10.2004

محترم مولوي صاحب طالب جانه او ګرانو لوستونكو
-----------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم مولوي صاحب طالب جانه ستاسي څخه ډيره مننه كوم چې زما د بريلويانو په اړوند ليكنه مو لوستي او خپل نظر مو پري څرګند كړي خداي پاك دي وكړي چې د شمس الهدى ورور پوښتونو جواب پكي پوره شوي وي.

-------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
23.10.2004

ښاغلي اسلام دوست صاحب او ګرانو لوستونكو

-----------------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
د عزت وړ اسلام دوست صاحب ستاسي ليكنه د سهار په اذان كې د [color=yellow:0b8593a621]الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621]كلماتو په اړوند زه تايد كوم او يو څه نور معلومات هم وړاندي كوم چې ترڅو لوستونكو ته په ډاګه شي چې ددي كلماتو اضافه كول د سهار په اذان كې بدعة نه دي بلكي يو ثابت شوي شي دي.
[color=white:0b8593a621]سنن أبي داود ج: 1 ص: 136[/color:0b8593a621]
500 حدثنا مسدد ثنا الحرث بن عبيد عن محمد بن عبد الملك بن أبي محذورة عن أبيه عن جده قال قلت ثم يا رسول الله علمني سنة الأذان قال فمسح مقدم رأسي وقال تقول الله أكبر الله أكبر الله أكبر الله أكبر ترفع بها صوتك ثم تقول أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن محمدا رسول الله أشهد أن محمدا رسول الله تخفض بها صوتك ثم ترفع صوتك بالشهادة أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن محمدا رسول الله أشهد أن محمدا رسول الله حي على الصلاة حي على الصلاة حي على الفلاح حي على الفلاح [color=yellow:0b8593a621]فإن كان صلاة الصبح قلت الصلاة خير من النوم الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621] الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله
[color=white:0b8593a621]موطأ مالك ج: 1 ص: 72[/color:0b8593a621]
154 وحدثني عن مالك أنه بلغه ثم أن المؤذن جاء إلى عمر بن الخطاب يؤذنه لصلاة الصبح فوجده نائما فقال [color=yellow:0b8593a621]الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621] فأمره عمر أن يجعلها في نداء الصبح

[color=white:0b8593a621]سنن الدارمي ج: 1 ص: 289[/color:0b8593a621]
باب التثويب في أذان الفجر 1192 أخبرنا عثمان بن عمر بن فارس ثنا يونس عن الزهري عن حفص بن عمر بن سعد المؤذن ان سعدا كان يؤذن في مسجد رسول الله صلى الله عليه وسلم قال حفص حدثني أهلي ثم ان بلالا أتى رسول الله صلى الله عليه وسلم يؤذنه لصلاة الفجر فقالوا انه نائم [color=yellow:0b8593a621]فنادى بلال بأعلى صوته الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621]فأقرت في أذان صلاة الفجر قال أبو محمد يقال سعد القرظ

[color=white:0b8593a621]سنن البيهقي الكبرى ج: 1 ص: 421[/color:0b8593a621]
باب التثويب في أذان الصبح 1831 أخبرنا أبو عبد الله الحافظ أنبأ أبو بكر بن إسحاق الفقيه أنا أبو المثنى ثنا مسدد ثنا الحارث بن عبيد أبو قدامة عن محمد بن عبد الملك بن أبي محذورة عن أبيه عن جده قال قلت ثم يا رسول الله علمني سنة الأذان وذكر الحديث وقال فيه حي على الفلاح حي على الفلاح [color=yellow:0b8593a621]فإن كان صلاة الصبح قل الصلاة خير من النوم الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621] الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله

[color=white:0b8593a621]السنن الكبرى ج: 1 ص: 498[/color:0b8593a621]
الأذان في السفر 1597 أخبرني إبراهيم بن الحسن قال ثنا حجاج عن بن جريج عثمان بن السائب قال أخبرني أبي وأم عبد الملك بن أبي محذورة عن أبي محذورة قال ثم لما خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم من حنين خرجت عاشر عشرة من أهل مكة نطلبهم فسمعناهم يؤذنون بالصلاة فقمنا نؤذن نستهزئ بهم فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم قد سمعت من هؤلاء تأذين إنسان حسن الصوت فأرسل إلينا فأذنا رجلا رجلا كنت آخرهم فقال حين أذنت تعال فأجلسني بين يديه فمسح على ناصيتي وبرك علي ثلاث مرار ثم قال اذهب فأذن ثم البيت الحرام قلت كيف يا رسول الله فعلمني كما يؤذنون الآن بها الله أكبر الله أكبر الله أكبر الله أكبر أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن محمدا رسول الله أشهد أن محمدا رسول الله أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن محمدا رسول الله أشهد أن محمدا رسول الله حي على الصلاة حي على الصلاة حي على الفلاح حي على الفلاح [color=yellow:0b8593a621]الصلاة خير من النوم الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621] في الأول من الصبح الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله قال وعلمني الإقامة مرتين الله أكبر الله أكبر أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن لا إله إلا الله أشهد أن محمدا رسول الله أشهد أن محمدا رسول الله حي على الصلاة حي على الصلاة حي على الفلاح حي على الفلاح الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله قال بن جريج أخبرني عثمان هذا الخبر كله عن أبيه وعن أم عبد الملك بن أبي محذورة أنهما سمعا ذلك من أبي محذورة

[color=white:0b8593a621]مصنف ابن أبي شيبة ج: 1 ص: 189[/color:0b8593a621]
من كان يقول في الأذان الصلاة خير من النوم 2157 حدثنا أبو بكر قال نا حفص بن غياث عن حجاج عن عطاء عن أبي محذورة وعن عطاء عن سويد عن بلال أنه كان آخر تثويبهما [color=yellow:0b8593a621]الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621] 2158 حدثنا أبو بكر قال ثنا وكيع عن سفيان عن عمران بن مسلم عن سويد بن غفلة أنه أرسل إلى مؤذنه إذا بلغت حي على الفلاح [color=yellow:0b8593a621]فقل الصلاة خير من النوم فإنه أذان بلال [/color:0b8593a621] 2160 حدثنا أبو بكر قال نا عبدة عن عبيد الله عن نافع عن ابن عمر أنه كان يقول في أذانه [color=yellow:0b8593a621]الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621]2162 حدثنا أبو بكر قال نا عبدة عن محمد بن إسحاق عن الزهري عن سعيد بن المسيب قال جاء بلال إلى النبي صلى الله عليه وسلم يؤذنه بالصلاة فقيل له أنه نائم فصرخ بلال بأعلى صوته [color=yellow:0b8593a621]الصلاة خير من النوم[/color:0b8593a621] فأدخلت في الأذان 2163 حدثنا أبو بكر قال نا أبو أسامة عن هشام بن عروة أن أباه كان يقول في أذانه [color=yellow:0b8593a621]الصلاة خير من النوم الصلاة خير من النوم[/color:0b8593a621] الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله 2164 حدثنا أبو بكر قال نا وكيع عن إسماعيل بن أبي خالد عن القاسم بن أبي مخيمرة أنه كان يقول في أذانه في التثويب[color=yellow:0b8593a621] الصلاة خير من النوم الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621] 2165 حدثنا أبو بكر قال نا ابن إدريس عن هشام عن الحسن ومحمد قال كان التثويب عندهما أن يقول حي على [color=yellow:0b8593a621]الصلاة الصلاة خير من النوم [/color:0b8593a621]

---------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
23.10.2004

حکم قول صدق الله العظيم
ماحکم قول صدق الله اعظيم بعدالفراغ من قرا‌‌ء ة القران ؟
بيا په ځواب کښي ورته ليکي
قول صدق الله العظيم بعدانتهاء من قراء ‌‌ة القران بدعة ،
لانه لم يفعله النبي ( ص ) ولا الخلفاء الراشدون ، ولا سائرالصحابة رضی الله عنهم ، ولا أئمة السلف رحمهم الله ،مع کثرة قراء تهم للقران ، وعنايتهم ومعرفتهم بشأنه ، فکان قول ذلک والتزامه عقب القراء ة بدعة محدثة ٠ وقدثبت عن النبي صلی الله عليه وسلم انه قال : (( من احدث في أمرناهذا ماليس منه عمل عملا ليس عليه أمرنا فهورد )) (((( فتاوی اللجنة الدائمه 3303 ))))

ګرانه اسلام دوسته سلام ٠ ډير ښه زکر دی صدق الله العظيم
عظمت تعريف کوه هر وخت ٠ دالله اورسول د دوئ اچت مقام زکر کوه ٠ زکر هم فرض دی ٠
دا د وهابيانو خبري دي ٠ سر مه په ګرځوه ٠



Adil watanmal
23.10.2004

[quote:a0f3fec99a="Adil watanmal"]محترم مولوي صاحب طالب جانه او ګرانو لوستونكو
-----------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم مولوي صاحب طالب جانه ستاسي څخه ډيره مننه كوم چې زما د بريلويانو په اړوند ليكنه مو لوستي او خپل نظر مو پري څرګند كړي خداي پاك دي وكړي چې د شمس الهدى ورور پوښتونو جواب پكي پوره شوي وي.
[/quote:a0f3fec99a]

تصحيح:
د محترم وروره شمس الله همدرد نوم پرځاي مې په غلطي كي شمس الهدى ليكلي نو هيله لرم چې ګران لوستونكي دي متوجه وي.


ziauddin
23.10.2004

ا محترمو لوستونكو او خصوصا طالب جان صاحب او عادل صاحب او اسلام دوست صاحب
اسلام عليكم ورحمة الله وبر كاته
محتر مو او عزتمندو زه ?ه وخت مسافر وم چه راغلم نو ستاسي محترمينو زياتي ليكني مي وليدلي
او س زه ستا سي توجه دغو څو ټكو ته را ګزوم (اول) طالب جان صاحب ليمي بدعت د لغت په اعتبار سره هر نوي شي ته ويل كيږي مگر په شريعت كي بيا ځانگړي معنى او مفهوم لري.دشريعت له مخي د بدعت معنى داده چي په دين كي له خپل خيټي نه يوداسي امر ورزيات كړل شي چي له قران ،سنت او دسلفو له منقولي طريقي سره په ښكاره ټكر كي وي)) محترمه بدعت رأسا جايز نشي نو دسلفو طريقه چه دلته دسنت په مقابل كي تاسي ذكر كړي هم جواز نشي لرلاي اوبل علمأ غټ لستوڼي او مدارس دينيه بدعت حسنه بللي او همدارنګه عليه السلام پر مايي (ماراه المومنون حسنا فهو عند الله حسن )) (((دوهم))) اسلام دوست صاحب ليكي له بلي خواڅرنګه چي داخترونواوجنازې مونځونه لپاره شريعت کښي اذان نه ټاکل شوی نوهيڅوک نه شي کولای چي ووايی اذان خونيک کاردی الله اکبر پکښي ويل کيږي راځئ چي داخترونوياجنازي مونځونولپاره اذان وکړو ايادبدعت حسنه په ډول څوک کولای شي چي ددي مونځونولپاره اذان شروع کړي ؟؟؟ محترمه له اذان ځخه داختر دلمانځه دپاره يا جنازي لره دا ممنوع شوي دي په شريعت كي صراحة نو له صلوة سره يي مقايسه كول مشكل دي او ته راته وه وايه چه صلوة يو مسلمان خفيه او سو كه وه وايي مخكي تر اذان يا ورسته دا به بدعت وي او ګناه يه شميري ((دريم )) اسلام دوست ليكي اواوس په تعويزونوپسي يوه قيصه رايادشوه هغه په دي ډول چي زمايوطالب ملګري راته ويل چي ددطالبانوپه وخت کښي په خوست کښي يوکوډګرووچي دقران کريم اياتونه به يی سرچپه ليکل
محترمه يو اشخاص دي او بل دتعويذ جواز او نه جواز دي اشخاص بد او سالم هر ځاي شته او خپله تعويذ ثبوت شرعا لري قال عليه السلام اذا فزغ احدكم في النوم فليقل اعوذ بكلمات الله التامه من غضبه وعقابه ومن شر عباده ومن همزات الشيطين وان يحضرون فانها لن تضره , فكان عبد الله بن عمر يلقنها من بلغ من ولده ومن لم يبلغ منهم كتبها بي صك ثم علقها في عنقه )ترمذي جلد ثاني ابواب الدعوات صفحه
214 , او همدالته محشي ليكي وهذا هو السند فيما يعلق في اعناق الصبيان من التعويذات
تاسي خپله په ترجمه حديث پو هيږي نو ضرورت ژبا ړي ته نشته (((څلورم ))) طالب جان صاحب ليكي
. بريلويان عقيده لري چې رسول عليه السلام ته علم الغيب وه. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب خالص الاعتقاد صفحه ٣٣ كې داسي ليكلي دي.
(( إن الله تبارك و تعالى أعطى صاحب القرآن سيدنا ومولانا محمد صلى الله عليه وسلم جميع ما في اللوح المحفوظ)). محترمه دلته اول بايد وه وايم چه الله جل جلا له فرمايي (وما كان الله ليطلعكم علي الغيب ولكن الله يجتبي من رسله من يشأ )او بل اية كي فرمايي (وما هو علي الغيب بضنين ) (((دوهم با يد وهوايم
چه په دي مسأله كي زيات احطياط لازم دي ((دريم)) بايد وه وايم چه احمد رضا خان په خپل كتاب الدولة المكية كي ويلي دي چه علم دوه قسمه دي يو ذاتي دي او بل عطايي دي ذاتي هغه دي چه مصدر يي ذات دعالم وي دغير مدخل په كي نوي او عطايي هغه دي چه په عطأ دغير سره وي اول يعني ذاتي مختص دي په الله جل جلا له پو سي بل هيچا لره يي امكان نشته او څوك چه يه ډيره كمه كمه كمه زره ويو چاته دعالمينو ثابت كړي هغه كافر او مشرك دي او دهم يعني عطأ يي مختص دي په مخلوق پوسي او كه چا يو شي له دغه قسمه الله جل جلاله ته ثابت كړي هغه كافر دي او تر شرك زيات دي او په بل اي كي ددغه كتاب احمد [

color=darkblue]رضا خان وايي (( علم الله ذاتي وعلم الخلق عطأي علم الله واجب لذاته وعلم الخلق ممكن له علم الله ازلي سرمدي قديم حقيقي وعلم الخلق حادث لان الخلق كله حادث [/color]او دوخت دكمي له وجهي په اخير كي با يد وه وايم چه احمد رضان يو صوفي مزاج عالم دي تاسي محتر مين دهغه په اقوالو كي لږ عميق نظر وكړي او هغه بعضي لا علم بريلويا نو ته مه ګو ري اوزه خپله نه ده ديوبند مقليد مطلق يم او نه دبريلوي وسلام
ستاسي ديني ورور ضيأالدين غفرله ربه المتين


islam dost
25.10.2004

درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
قدرمن ورورضيأؤالدين خانه خدای جل جلاله دله مونږسره روغ اوجوړلره
ډيره قدرمنه داچي وخت راسره په دقيقودی نولنډ ډول به ستاسوليکنې يوڅه ځواب وليکم
هغه په دي ډول چي بدعت په دين کښي ديوداسي شي ياطريقې اضافه کولوته وايی چي په خيروالقرون کښي يی مثال نه وي موجود په دي کښي شک نشته چي داصحاب کرام رضی الله عنهم اجمعين دامت ترټولوپاک مخلوق اوبهترين خلک وواصحاب کرام رضی الله عنه اجمعين هغه پاک مخلوق دی چي لوی خدای جل جلاله درسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم دصحبت لپاره دوی خوښ کړي اوغوره کړي وو
اوس که يوڅوک ټول عمرروژه وي اودشپې په لمانځه کښي وي کبيره خوڅه چي صغيره ګناهونوڅخه ځان ډير لري ساتي نوهيڅکله هم ده ته په دونيا کښي داسند نه ورکول کيږي چي له ده څخه خدای جل جلاله راضي دی خوداصحابوکرام رضی الله عنهم په باره کښي خدای جل جلاله فرمايی : رضی الله عنهم ورضوعنه ))
دلته اصحابوکرام رضی الله عنهم اجمعين دتقوا اوپرهيزګاري خوله دي څخه معلوميږي چي کله به تکبيراولی ورڅخه فوت شونودومره به خفه اوغمژن وو چي تردري ورځوپوري به خلک کورته دتسلئ لپاره راتلل اوکه دجمعي مونځ به ورڅخه فوت شونو اوو ورځوپوري به خلک دده کورته دتسلئ لپاره ورتلل
خيرپه لنډ ډول وايوداچي داصحابه کرامودينداري تقوا اوله خدای جل جلاله څخه ويره اوډارله مونږاوتاسوڅخه زيات وو نوبيا خوبه يقين وکړه دومره ډير بدعت حسنه يی درته جوړکړي وی چي اوس به مونږ تاسو نه شو پسي رسيدی اوياکه داذان نه مخکښي او وروسته درودشريف ويل دثواب کاروی نوهغو ی به خامخا له مونږڅخه مخکښي دا کارکړی وی اوپه دي شک نشته چي له کفراوشرک وروسته لويه ګناه بدعت دی بيا هم که تاسوبدعت حسنه ورته وايی نوزه دا پوښتم چي بدعت سيئه يی کوم يودی ؟؟؟ کولای شی مثال يی راته وښاياست ؟؟؟
بل پلوضيأالدين خانه تاسوليکلي چي : داخترونواوجنازې مونځونه لپاره خواذان منع راغلئ نوزه دا پوښتنه درڅخه کوم چي اياکولای شي له [color=blue:5d629205aa]فعلي [/color:5d629205aa]حديث شريف پرته [color=yellow:5d629205aa]قولي [/color:5d629205aa]حديث شريف راته په ګوته کړي چي په هغه کښي داخترونواوجنازې مونځونولپاره اذان منع ګڼل شوی وي
په داسي حال کښي چي تاسوته به دا حديث شريف معلوم وي چي : عن النبي صلی الله عليه وسلم انه قال : [color=green:5d629205aa](( من احدث في أمرناهذا ماليس منه عمل عملا ليس عليه أمرنا فهورد))
[/color:5d629205aa]ترکومه ځايه چي دتعويزونوخبره ده نوضيأالدين خانه وروره دتعويزونومخالف نه يم تاسوزما په ليکنه پوهه شوي نه ياست هغه قيصه دموضوع ارتباط له امله ده نه دتعويزونومخالفت په بنا ٠
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته



طالب جان
25.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره ضياءالدين صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

امابعد!له ليكني دي يوه نړۍ مننه دقدر وړه : (ماراه المومنون حسنا فهو عند الله حسن )دا هاله دي ترڅو چي انسان پخپله په ځانګړي ډول عمل ورباندي كوي ليكن كه ددې حسن لپاره دى دخلكو رابلل پيل كړي او په لوډ سپيكرونو كي اعلانو نه وكړي چي دا حسن حسن دى نو وروروه هغه بيا حسن نه بلكه د بدعت څيره غوره كوي .

دوهم . (وما كان الله ليطلعكم علي الغيب ولكن الله يجتبي من رسله من يشأ ) وروره يو علم الغيب دى او يو انباءالغيب دي نو علم الغيب له خدايه پرته هيچاته هم نشته لكه په همدې آيت كر چي راغلي دي او يو انباءالغيب دي او انباء چي خداي وغواړي نو انبياو ته يي هم ورښيي لكه همدا آيت پرې دليل دى ،و وروره بريلويان علم الغيب رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ثابتوي نه انباْ له انباء نه خو هيڅو ك انكار نشي كولاي خبره دعلم الغيب ده . نور كه څه پو ښتنه لرۍ نو مطرح يي كړۍ .


ziauddin
26.10.2004

محترم طالب جان صاحب او ملګرو نيكي هيلي او سلا مونه مي ومني محترم او دعزت وړ ملګري طالب جان صاحب تاسي دعلم غيب او انبأ الغيب فرق ته اشاره كړي كه مهرباني وكړي تفصيل دفرق او تشريح وك?ي ?ه بوي او په دي باره ك?ي نصوص داسي راغلي
( بسم الله الرحمن الرحيم)

لا يظهر علي غيبه احدا الا من ارتضي من رسوله )2) وماهو على الغيب بضنين (3) تلك من انبأ الغيب نوحيها اليك ) اوبل په دي كي مشكل ?ه شى دى چه دالله جل جلا له جانبه دي رسول عليه السلام ته
د?و لو شيانو اجمالي علم ورك?ي ؟؟؟؟؟,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
اوبل محترمه كم چه دتداعي او ده خلكو دراغوښتلو خبر ده بالكل جواز نه لري
ما مخكي هم دا ويلي دي چه درود كه دلته يو مسلمان دثواب په نيت وه وايي دابه له ثوابه خالي نه وي
او كم چه اسلام دوست خان صاحب دجنازي او داختر دلمانځه دپاره داذان دممانعت دليل غوښتي دي
دلته محترمه بايد وه وايم چه دفقهأو ټول كتا بونه په دي ډك دي هر يوه ته چه مراجعه وكړي درته كافي بوي
او كم چه بعضي ملګري دا وايي چه بدعت هغه دي چه دخير القرون په وقت كي نه وي دخير القرون ?خه يي
څو ك مراد دي دلته هم تفصيل مناسب دي
وسلام (ضيأالدين )


ziauddin
26.10.2004

د كتابت دبعضي غلطيو معذرت غواړم هليده چه په پوشي
وسلام ضيأالدين


شمس الله همدرد
26.10.2004

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکات
له ټولو ورونو نه دزړه له کومی مننه چی زما سوال ته یی په ډیر ښه شان جواب کړی وه پاک الله(ج ) دی ټولو ته جزأ خیرورکړی .



طالب جان
27.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره ضياء الدين صيب اونورو ټولو دوستانو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دقدروړه :داچي تاسي له مونږ سره پدې بحث كي دومره په دلچسپي سره ګډون كوۍ يوه نړۍ مننه درنه كوم .
دقدرڅښتنه :دعلم الغيب او انباءالغيب تر منځ دتوپير په اړه ښايي ووايم چي :پخپل پوره ځواك سره دټولو شيانو دوقوع ,ناوقوع ,ژوند او مړيني معلوماتو درلودلو ته علم الغيب وايي ,لكه خداي جل جلاله چي دپنځو شيانو په اړه دقرآنكريم په سورة لقمان كي فرمايلي دي چي’’إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَداً وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ {34}‏ ,,
ژباړه :بيشكه الله خاص له همده څخه دى علم (دقيام) دقيامت او نازلوي الله باران (او دنزول په وخت يي هم علم لري) او معلوم دي الله ته هغه شى چي په ارحامو (دميندو په ګيو) كي وي (نرتوب او ښځينه توب يي) او نه پوهيږي هيڅ نفس چي څه كاربه كوي سبا او نه پوهيږي هيڅ نفس چي په كومه ځمكه كي به مري بيشكه الله دى ښه عالم (په دغو شيانواونورو ټولو اقوالو )ښه خبردار( په ټولو احوالو) دى .
په حديثو كي دې پينځو شيانو ته (مفاتيح الغيب) ويلي دي او په حقيقت كي په دې پينځو شيانو كي دغيبيه و اكوانو ټولو ډولونو ته اشاره ده .
او انباءالغيب ياخبارالغيب دې ته وايي چي دبل چا له لوري انسان ته دځينو مغيباتوښكارندوينه وشي معنا داچي دبل چا په ځواك باندي دځينو مغيباتو معلوماتو حاصلولو ته انباء الغيب وايي .لكه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته چي دالله تعالى له لوري دځينو مغيباتو خبر وركړل شوى وو لوي خداي جل جلاله په سورة الجن كي فرمايي ’’ عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَداً {26} إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ . آيت 27,,
ژباړه :الله عالم دى په غايبو (شيانو) باندي نو نه خبروي په غيبو خپلو باندي هيڅوك مګر هغه څوك چي راضي وي ترېنه (او غوره كړى يي وي په اطلاع دغيبياتو)له رسول خپل څخه .
نو له پورتني آيت شريف څخه څرګنده شوه چي رسولانو ته خبر وركوونكى الله تعالى دى نو كله چي الله تعالى خپلو هغو رسولانو ته چي دخبر وركولو لپاره يي غوره كړي وي خبر وركړي نو له هغه وروسته رسولانو ته دهغه شي په اړه خبرالغيب يا نبأالغيب حاصل شي .
نژدې ټول علما پدې متفق دي چي چيري چي هم رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دغيب خبره شوي نو له هغه څخه انباءالغيب مراددي , او انباءاو علم الغيب پخپل منځ كي يواځي دغيب په ټكي سره ګډدي كه نه نو درسول الله صلى الله عليه وسلم په اړه چي چيري هم دغيب تورى راغلى له هغه څخه انباء الغيب مراددى او دخداي جل جلاله په اړه چي راغلى له هغه څخه بيا علم الغيب مراددى . والله اعلم باالصواب
پتمنه !ستاسي دخبري په تائيد ښايي ووايم چي د درودشريف ويل ډير فضيلتو نه لري رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي څوك چي په ما باندي يو ځل درود ووايي نو ملايكي په هغه باندي لس ځله درود وايي .
خو بريلويان چي داڅه كوي په هغه كي دوه مفسدې دي . لومړى داچي دوي چي كوم درود شريف د درود په بڼه وايي ( الصلوة والسلام عليك يانورالله) يا(الصلوة والسلام عليك يا رسول الله ) نو دحديثو نژدې په ټوله ځيرمه کي دپورتنو تورو سره سم كوم حديث نه ليدل كيږي .دوهم داچي-دوي ددرو شريف ويلو لپاره له اذانه وروسته او مخكي وخت ځانګړى كړى له دې مهالونو څخه ورمخكي يي درود شريف په ياد هم نه وي بس داذان په مهال ور په ياد شي او دا خبره خو به تاسي ته هم ښه جوته وي چي دنيكو كارونو لپاره ځانګړى وخت ټاكل او بيا دا نيك كار يواځي په هغه مهال كي ضروري او سنت بلل اوخلك په هغه ځانګړي مهال كي هغه نيك كارته رابلل بدعت نه دي نور څه دي ؟؟
همداراز بريلويانوخو اوس په زيارتونو باندي دډول ډومبكي پروګرامونه هم پيل كړي چي په هغوي كي ددوي وتلي قوالان دقوالي په نامه باندي سرودونه كوي او درسو ل الله صلى الله عليه وسلم په مبارك ذات پسي داسي القاب تړي چي په ويلو يي سړى شرك ته رسيږي آيا په ډولونو كي درسول الله صلى الله عليه وسلم نوم اخيستل روا دي ؟؟؟
دعزت څښتنه : تاسي پورته داحتياط كولو خبره كړي اما ستاسي په ليكنو كي بې احتياطي له ورايه څرګنديږي ځكه چي : مونږ كه ځان ديوبندي ونه بولو نو ددې دا معنا هم نه ده چي دبريلويانو په بدعتونو دي سترګي پټي كړو .او ستاسي له ځينو ليكنو څخه داسي انګيرنه كيږي (ممكن دا انګيرنه به بې ځايه وي او خداي دي وكړي چي بې ځايه وي ) چي ګواكي تاسي دبريلويانو ناوړو او نامشروعو كړو وړو ته دشرعي كارونو په سترګه ګورۍ .
پتمنه وروره :مونږ ښايي تل حق ته حق , باطل ته باطل ,او مبتدع ته مبتدع ووايو .
كه نوري پوښتني لرۍ نو هيله لرم چي مطرح به يي كړۍ .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته .


ziauddin
28.10.2004

محترم طالب جان صاحب له ليكني دي ډيره مننه هميشه اوسي برلاسي داسلام پر دښمنانو محترمه دلته تا داسي ليكلي دي
[color=brown:86e5186e33]او انباءالغيب ياخبارالغيب ديته وايي چي دبل چا له لوري انسان ته دځينو مغيباتوښكارندوينه وشي معنا داچي دبل چا په ځواك باندي دځينو مغيباتو معلوماتو حاصلولو ته االغيب وايي))))) [/color:86e5186e33]
نباء جناب خبر ده غيب چه چا ته وشي دالله له طرفه ايا دغه خبر علم علي الغيب نه لازموي ايا خبر متواتر دعلم سبب نه دي د الله جلجلا له اخبار دټولو اخباراتو ځخه عالي نه دي بالكل دي
پر دغو مذكراتو زه اوته او ټول مسلمانان يقين لرو نو محترمه دلته علم عطأي علي الغيب نه شو ثابت
لكه څنګه چه مخكي ما ليكلي ول چه قا يلين دعلم غيب د عليه السلام داسي وايي چه الله جل جلا له
ورسول الله ته علم وركړي دي پر مغيبات هيچ دعليه السلام دغه علم ذاتي نه دي اومحترمه تا ليكلي
او معلوم دي الله ته هغه شى چي په ارحامو (دميندو په ګيو) كي وي نرتوب او ښځينه توب يي وروره دا كه څه دجلالين شريف تفسير دي خو زه ورسره موافق نه يم څكه چه په موجوده دنيا كښي دطبي الاتو په واسطه حاذق اطبأ دغه تعين كولاشي كه ظن غالب شي هم علم ورته ويل كيداشي كه داسي وهويل شي چه هغه ارحام دلته مراددي چه له هغو سره هغه خاصه علاقه نوي سا تل شوي بيا لازما په فكر سمه خبر ده او بل محترمه تا ليكلي
خو بريلويان چي داڅه كوي په هغه كي دوه مفسدې دي . لومړى داچي دوي چي كوم درود شريف د درود په بڼه وايي ( الصلوة والسلام عليك يانورالله) يا(الصلوة والسلام عليك يا رسول الله ) نو دحديثو نژدې په ټوله ځيرمه کي دپورتنو تورو سره سم كوم حديث نه ليدل )) محترمه د درود طرقي ډيري دي بعضي زياتي افضل وي خو په مذكوره طريق كښي هم خلل او نقصان نه ښكاري او كم چه ديا نور الله كلمه ده هلته هم له بشريت انكار نشته اوكم چه بعضي عامو بريلويانو تعين وركړي هغه مسًله زما په خيال له زديته را پورته شوي
بعضي وها بيان له دروده داسي زغلي لكه بعضي ډيموكراسان چه له اسلامه زغلي مقصد دا چه دا عوامي كار دي زما په فكر نه علمي او محترمه زه بالكل دچا غير مشروع كاروته دشرعي كارو په نظر نه ګورم ستا دا انديښنه بي څا يه بولم مګر كه زه خطأ او سوه شم بلكه زما مقصد دلته دادي چه زيات تشدد بايد وهنه شي او زما ليكنه دمسلمانانو دتفريق سبب نه شي ) محترمه ليكنه مي دوه ځلي وكړه ځكه زما كمپټر
كښي پښتو مكمله نه شي ليكل كيداي هم دلته په ټول افغان پاڼه كي ليكنه كوم نو ځكه ليكنه را نه بي زوقه شوه او زما هليه داده چه دارنګه بحثونه بايد ډير وه نه څيړو په موجوده حالاتو او شرا يطو كښي
وسلام ستاسي دبرياليتوب په هيله ضيأالدين



طالب جان
30.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره ضياءالدين صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
امابعد:عزتمنه ! خورا خوښ يم چي له ما سره پدې بحث كي په څيړنيز ډول ګډون كوۍ .
پتمنه : له آياتونو څخه داسي ښكاري چي علم الغيب يواځي او يواځي دالله تعالى ځانګړى صفت دى ځكه نو نه ښايي چي دهغه سپيڅلي ذات په دې صفاتو كي دي نور څوك ورګډ كړاي شي .دوهم داچي خداي جل جلاله ته داعلوم دخپل پوره ځواك پواسطه حاصل شوي او داسي كوم ځواك له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره نشته ځكه خو هم پداسي ټولو امورو كي دوحي انتظاركيده و كله چي به لوي خداي جل جلاله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خبر وركړ نو بيا به هغه څه رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندي بيانول ,نو كه مونږ اوس راولاړيږو او علم الغيب رسول الله صلى الله عليه وسلم ته هم ثابت كړو نو بيا دعلم الغيب په وصفيت كي د دواړو تر منځ ګډون راځي حال داچي دا دعقل او نقل خلاف خبره ده چيري خالق او چيري مخلوق ؟
پاتي لري



طالب جان
30.10.2004

په تير پسي
پتمنه :داچي له ما في الارحام څخه څه مراددي ؟ پدې اړه ښايي ووايم چي څومره ساينسي څيړني مخ په وړاندي ځي دومره دخداي جل جلاله په كلام باندي دانسان عقيده ټينګيږي يو مهال ساينسي تحقيقات نه وو نو ځكه خلكو له مافي الارحام څخه ظاهرهغه څه اخيستي وو څه چي دميندو په خيټو كي وي ليكن نننيوساينسي تحقيقاتو دا وښودله چي له مافي الارحام څخه هغه جرثومي مراددي كومي چي دميندو په رحمونو كي رايوځاي كيږي ,ځكه چي په لومړني ډول خو ددغو جرثومونوشميرپه ميليونو وي چي له هغوي څخه يي ډيرى مړه كيږي او يو څو يي دمورپه رحم كي دماشوم دعلوق لپاره پاتي كيږي نو كه اوس دټولي نړۍ ساينس پوهان رايوځاي كړې نو هغه دا نشي ثابتولاي چي پدې ميليونو ميليونو جرثومو كي به دغه مشخصي جرثومې دمور په رحم كي پاتي كيږي او دغه به يي مړې كيږي دعلوق ددغو جرثومو علم يواځي او يواځي پالونكي څښتن ته ښه څرګنددى او بس .والله اعلم باالصواب .
دريم :د( الصلوة والسلام عليك يانورالله) يا(الصلوة والسلام عليك يا رسول الله ) درودو نو اختراع بريلويانو كړي ده او په ويلو يي دثواب مرتب كيدو په اړه له دوي سره هيڅ دليل نشته خو ددې برخلاف هغه درودونه چي پخپله له رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابۀ كراموڅخه په احاديثو ثابت دي ويل يي ډير اجراو ثواب لري , بلكه كه له دوي نه وپوښتل شي چي ستاسي د درود ويل څه ثواب لري نو دوي به هغه فضايل درته وړاندي كوي كوم چي دثابتو درودونو په اړه راغلي دي نو اوس پوښتنه داده چي دوي له خپل مخترع درود نه ولي نه تيريږي ؟ اوولي هغه ثابت درودشريفونه نه وايي دكومو په اړه چي په احاديثو كي ډير فضيلتونه راغلي دي ؟ دا ددوي سرټمبكي ,ناپوهي او جهالت نه بولۍ ؟
دا دى دپورتنۍ مسألې سره دتړاو په توګه درته دفتاواوو حوالې ليكم چي په لنډه توګه يي دبريلوي ډوله عقائدو په اړه دبدعت حكم صادر كړى :
’’ وقد صح عن ابن مسعودرضي الله عنهما انه سمع قوما اجتمعوا في المسجد يهللونه ويصلون عليه (عليه الصلوة والسلام )جهرا فراح اليهم فقال ما عهدنا ذلك على عهده عليه السلام دما ادراكم الا مبتدعين فما زال يذكرذلك حتى اخرجهم عن المسجد .بزازيه على هامش الهنديه 378 مخ 6ټوك ,,
’’صح عن ابن مسعودانه اخرج جماعة من المسجد يهللونه ويصلون على النبي صلى الله عليه وسلم جهرا, وقال لهم ما اراكم الا مبتدعين ,,در مختار مع ردالمحتار 282مخ 5ټوك .
دقدر وړه : داچي ستاسي دليكني په اړه زما انګيرنه سمه نه وه نو ډيره ښه خبره ده . ماهم هلته ويلي وي چي (ستاسي له ځينو ليكنو څخه داسي انګيرنه كيږي (ممكن دا انګيرنه به بې ځايه وي او خداي دي وكړي چي بې ځايه وي ) .
عزتمنه : پدې اړه نوري پوښتني هم په ورين تندي باندي قبليږي كه كومه پوښتنه لرۍ نو هيله لرم چي وړاندي به يي كړۍ , دمبتدعينو دناوړو كړنو په اړه پټه خوله پاتي كيدل ماته ښه چار نه ښكاري .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more