د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

دملت پر دشمنانو دي لعنت وي

tandar
06.12.2011

دملت پر دشمنانو دي لعنت وي
نني مرګ او ژوبلي دکابل په ښار کي شخصا زه خپله ډير خواشيني کړم
تفرقه واچوه او حوکمت وکړه دغه نني جنايت ې غټ مثال دي
ولي ديوالي غږ نه پورته کوي ټول وروڼه يو ديو او بل په غم او خوښي کي بايد ځان شريک وګڼو
څومره کورني به نن په سرو سترګو اوښکي تويوي؟
افغان کشه ته به تري لذت وړي ؟
نور مي اعصاب دغه جنايت ته واړه شوي او خپله دټولو شهيدانو او زخميانو کورنيو ته له لوي خدايه تسلئيت او صبر او حوصيله غواړم
نور دا ملت دوژلو نه دي نيم وطن مو هديره شوه، خداي ته وګوري چه دغه غريب ملت نور په ارامه پريږدي
ديو متحد او ازاد لوي افغانستان په هيله
دشمنان دي نابود وي
تندر


پښتون.
06.12.2011

طالبانو په کابل او بلخ کي ننني بريدونه وغندل
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر
نېټه : ١٥ / ٩ / ١٣٩٠ | 2011-12-06

طالبانو هغه دوه بريدونه چي نن په کابل او مزارشريف کي د عاشورا په مراسمو کي ترسره سول په سختو ټکو غندلي دي . دغه پېښي نن غرمه رامنځته سوې ، د کابل د پوليسو مشر وايي پېښه د ځانمرګي بريد په ترڅ کي رامنځته سوه ، عيني شاهدانو د پېښي په ځای کي تر ۲۵ زيات مړي او تر سلو کسانو زيات زخميان ليدلي دي .

د مزار شريف د امنیت امر عبدالروف تاج په وينا په مزار شريف کي هم په ورته مراسمو کي ځانمرګی بريد وسو چي درې ملکي کسان يې ووژل او درې نور زخميان سول .

بله خوا بيا دطالبانو لخوا لراوبر ته په دې اړه په رسېدلې خبرپاڼه کي دا بريدونه له مخکي ځای پر ځای سوي چاوديدونکي توکي بلل سوي ، ذبيح الله مجاهد وايي چي بهرنيان د عامو خلکو د ذهنيتونو خرابولو لپاره چاودني کوي بيا د ځانمرګو بريدونو نوم ورکوي چي په اساني يې پر طالبانو ور تاوان کړي . طالب وياند دغه پېښي د اسلام او افغانستان ددښمنانو کار بللی او په کلکه غندلئ دی .


پښتون.
06.12.2011

د کابل برید تنظيم لشکر جهنګوی العالمي کړی و
خپروونکی : سجاوند
ليک : نذیر احمد نذیر
نېټه : ١٥ / ٩ / ١٣٩٠ | 2011-12-06
په کابل کې د برید مسولیت پاکستاني میشتي (تنظيم لشکر جهنګوی العالمي) په غاړه اخیستی دی.
د محرم د لسمې ورځې په مذهبي مراسمو کې چې تر ډيره یې شعیه ګان په افغانستان او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې نمانځي نن پرې د ځانمرګي برید له کبله په لسګونو کسان مړه او تر سلو ډير پکې ټپیان شول.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی، همدارنګه ولسمشر حامد کرزی هم برید غندلی او ویلي یې دي چې دا لمړۍ ځل دی چې د عاشورا په ورځ ځانمرګي بریدونه کیږي.
په کابل سربیره په مزار او کندهار کې هم بریدونه شوي خو د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه یې ویل کیږي چې مزار کې څلور کسه مړه او تر لسو ډير ټپیان دي.
تنظيم لشکر جهنګوی العالمي تر ډيره د شعیه ګانو په مخالفت کې په دا ډول بریدونو لاس پورې کوي. دا تنظیم ملکي وګړي په نښه کوي، څه موده وړاندې یې پښتونخوا کې د کډوالو د مرستو په ویش ځای کې هم ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلی و.
په تنظيم لشکر جهنګوی العالمي باندې تور دی چې د پاکستان حکومت پر خوښه بریدونه کوي. ددې تنظیم مشر ملک اسحا ق سره له دې چې پاکستان کې د شعیه ګانو په وژنو تورن او خپله یې اقرار کړی هم وو بیرته خوشې شو، پاکستانۍ محکمو پریکړه وکړه چې د ډيرو شواهدو د نه درلودلو په اساس نشو کولای ملک اسحاق په بند کې وساتو.
همدا ډول ویل کیږي چې ددې ډلې ډیری غړي ورسته له نیولو بیرته زر تر زره خوشې کیږي.
د معلوماتو له مخې دا لمړۍ ځل دی چې کابل کې د برید پړه پاکستان میشتی تنظيم لشکر جهنګوی العالمي په غاړه اخلي


سلامونه

tandar
06.12.2011

سلامونه
مونږ ديوي سپږي لپاره ټول پوستين په اور نه شو اچولي ،هزاره، تاجک ،اوزبک ،بلوچ ، هندوان او نور قومونه دا زمونږ وجود او تن دي دوي افغانان او انسانان دي
دبي ګناه انسان وينه تويونه يو غټ او نه بښونکي جنايت دي
دشمن غواړي چه په مونږ کي نفاق قومي او نژاد پرستي او داسي عاملونه ميځ ته راوړي چه دا ځپلي ملت په خپل مينځ کي سره په دښمني واچوي او بس٠
لعنت دي په هغه چا وي چه ددي جنايت دعملي کيدو پلان جوړ او تطبيق ې کړو
دوطن ددشمنانو په سر تندر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more