د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

دافغانستان په (اسلامی!!!) جمهوریت کې دخدایی دعوی

موفق افغان
04.12.2011

دخدایی معنی یوازې دا نده یو کس دې راپاڅیږی او ودې وایي چې زه خدای یم او یاهم مخلوقات ما پیدا کړي دي بلکه که چیرې څوک خپل ځان ته دالهي احکامو دتغییر او تبدیل حق ورکړي نو دده دا کار دخدایی ددعوی په معنی دی ځکه چې پې له الله تعالی څخه بل هیڅوک حق نلري چې دهغې ثابت او محکم احکام تغییر او تبدیل کړي.
یوه ورځ می دعبد الرسول سیاف له یوه مقرب کس سره دصلیب په صف کې دسیاف دریدل شاربل، ده ادعا درلوده چې که سیاف نه وای نو نن به د(اسلامي) کلمه دافغانستان له نامه سره نه وه تړلې، سیاف وو چې داساسي قانون په لویه جرګه کې یې دا وړاندیز وکړ او دنورو په ملاتړ سره هغه تصویب شو او دافغانستان نو دافغانستان اسلامي جمهوریت کیښودل شو. اما په لویه جرګه کې دکوچینانو استازي حشمت غني احمدزي چې یو غربی او شرابی کس دی را پاڅید او ویې ویل چې سیافه د (اسلام) په نوم لوبې مه کوه، مونږ پوهیږو چې ددې هیواد نوم اسلامي هم وګرڅول شي مونږ نشو کولای اسلام نافذ کړو، نو غوره داده چې نوم یې دافغانستان دمواکراتیک جمهوریت کیږدو ښه به وي ترڅو نفاق صورت ونه مومي.
هغه غربي شراب خور ریښتیا ویلي وو او اګر چې سیاف هم پدې پوره یقین او باور درلود چې پدې حکومت کې به اسلام نه نافذ کیږي ولې دخپل ځان له تلپاتې عادت سره یې غوښتل دې هیواد ته هم دځان په شان دنفاق جامې ورواغوندي.
سره لدې چې له موضوع څخه لرې ځو ولې څرنګه چې دحشمت غني یادونه وشوه غواړم د په اصطلاح (مجاهدینو) په وړاندې یې یو بل شهامت هم بیان کړم هغه دا چې په همدې لویه جرګه کې دجهاد او اسلام مدعیانو رباني، سیاف ګیلاني او نورو په شمول دا ومنله چې لدې وروسته به ددوی بابا (ظاهر شاه) وی ځکه دوی ومنله چې ظاهر شاه ته (بابای ملت) لقب ورکړل شی، به همدې ځای کې همدا شرابی بیا راپورته شو او ویې ویل چې زه دبابای ملت له لقب سره مخالف یم ځکه زه مې مور رالیږلی یم چې اساسی قانون تصویب کړم نه دا چې نوی میړه ورته غوره کړم.
ډیر دتعجب ځای دی چې دې غربي دا درک کړې وه چې خپلې مورته به بل میړه نه راوړي ولې پروفیسرانو او مجاهدینو!!! دا درک نه کړه او په ډیره خوښۍ سره یې هغه څوک دبابا په حیث ومنلو چې یوه ورځ به یې دکافر لقب ورکولو.
راځو اصلی موضوع ته، همدا راز دیو مجلس شاهد وم چی صبغت الله مجددی دڅلور میاشتني استراحت وروسته له کوم اروپایي هیواد ځخه راستون شوی وو هم حاضر وو، په دقیقه توګه دا هغه اونۍ وه چې مرتد عبد الرحمن دمخدوم رهین په لاس خوشی شوی او کوم اروپایی هیواد ته تښتول شوی وو، او په مجلس کې همدا موضوع یاده شوه، صبغت الله مجددی دمخدوم رهین ډیره ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه یو ډیر نیک او دخانقاه ګانو او خراباتو خدمتګار سړی دی، صبغت الله مجددی زیاته کړه چې ما کرزی او رهین او ټولو ته وویل دخدای په خاطر که زه څو ورځى دلته نه وم ټول هیواد به کافر شي. ما امریکایانوته هم ویلي چې وروڼو!!! مونږ له تاسې سره ترهغې پورې مرسته کوو ترڅو مو چې زمونږ په دین کار نه وي درلودلای او زمونږ په دین کار ولری بیا نو له مونږ څخه ګیله مه کوی.
په هر حال لدې مقدمې څخه مې هدف دا دای چې دسیاف دموجودیت او دهغه داسلامی جمهوریت او دصبغت الله مجددی او دهغه دامریکایی وروڼو!!! او ددوی له دې تعهد سره سره چې دصبغت الله مجددی په دین به کار نلري بیاهم داسې پیښې وشوې چې دشریعت له مخې هغه له دین څخه وتل او له الهی شریعت څخه سرغړونه او په هغه باندې تیری او دخدایۍ دعوی بلل کیږي مګر نه پوهیږو چې دا به دسیاف او صبغت الله مجددي په اند داسې وی کنه؟
دپنجشنبه په ورڅ ددسمبر په لومړۍ چې دقوس له لسمې سره سمون خوري دکابل دمزدورې ادارې دفتر یوه اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې دالله تعالی په احکامو کې دکرزي لاسوهنه یاده شوې وه، په هغه کې راغلي وو چې کرزی میرمن ګلنار چې دزنا دجرم مرتکبه شوې وه او دمحکمې لخوا په پنځلس کاله بند محکومه شوې وه وبخښله. لومړی سوال دلته دی چې دزنا لپاره دبند سزا په کوم دین کې ده؟ که چیرې ددې نظام دین اسلام وي نو په اسلام کې داسې حکم نشته، ځکه چې په اسلام کې دواده شوي (محصن) زانی لپاره دسنګسار او ناواده (غیر محصن) زانی لپاره دسلو دورو وهلو جزا ده، او که چیرې ددې نظام دین دموکراسي وي نو دا ددموکراسۍ حکم هم ندی ځکه چې په دموکراسۍ کې هر بالغ نر اوښځه کولای شي چې له هر چا سره یې زړه وي په خپله خوښه جنسي روابط ولري او لدې کبله بند او یا زندان پدې دین کې هم نشته.
که چیرې نورو دینونو لکه یهودیت او نصرانیت ته پام وکړو داسې حکم نه پکې تر سترګو کیږي نو له دې ټولو روښانه ده چې دا سیافی او صبغتی دین دی چې دوی اسلام ورته وايي او اسلام ورڅخه بری دی. دا ددوی هغه اسلام دی چې دصلیب ترځنګ دریدل جهاد او خاینان او خرڅ شوي ټوبک سالاران وروڼه ګڼي. دا ددوی هغه اسلام دی چې اجازه ورکوي صلیبی نواکګر ته چې داسلام دریښو ایستلو او ددې اسلامي ټاټوبي په آبرو، عزت او ناموس باندې دتیري لپاره راغلی دی (ورور) ووایي.
نو وروسته لدې چې پوه شوو دا څرنګه اسلام دین دی وینو چې پدې اسلام کې لاسپوڅی ولسمشر حق لري دزنا حکم بدل کړي او زانی وبخښی کوم چې په اسلامي شریعت کې یو محکم حکم دی حتی انبیاوو هم ددې دبخښلو حق نه درلود.
لدې ټولو مالومه شوه چې ددوی دا دین سربیره پرهغه څه چې مخکې یاد شول لاسپوڅی او مریی ولسمشر ته حق ورکوي چې دخدایۍ دعوی وکړي، ثابت احکام بدل کړي، دحق دین عالمان، مولویان، ملایان او مجاهدین ترورستان وبولي او هغوی زندانونو ته واچوي او په مقابل کې یې زانیان، فاحشې، غله او رهزنان ونازوي او هغوی ته د شهید، قهرمان او مجاهد لقبونه ورکړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more