د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

حجره او جومات يعنې دا پښتانه يو کول غواړي

پښتون.
25.11.2011

[size=24:8a43e3da63]مولانا محمد طيّب[/size:8a43e3da63]
[color=blue:8a43e3da63]د پښتنو افغانانو نماينده جرګه[/color:8a43e3da63]
[color=red:8a43e3da63]حجره او جومات يعنې دا پښتانه يو کول غواړي[/color:8a43e3da63]
[color=violet:8a43e3da63]سيدحسين پاچا[/color:8a43e3da63]
[color=blue:8a43e3da63]نوټ :[/color:8a43e3da63]
[color=red:8a43e3da63]دا ليکنه مې ګرانو لوستونکيو ته د مولانا محمد طيّب د يوټوب له هغه وينا څخه رااخېستې چې يو څه موده مخکې په پېښور کې ((د پښتنو افغانانو نماينده جرګې)) د ښاغلي افضل خان لالا په نوښت او ابتکار جوړه شوې وه او ډېرو مخورو او پوهانو پکې برخه اخېستې وه، نو مولانا صاحب ته هم پکې بلنه ورکړل شوې وه چې ده هم پکې خپله علمي څرګندونه کړې وه او ملاتړ ترې هم اعلان کړی وو. پاتې دې نه وي چې مولانا صاحب د فقيد مولانا محمد طاهر پنجپير زوی دی. [/color:8a43e3da63]
زه اوس يو ډېر مشهور عالم ته دعوت (بلنه) ورکوم چې د هغه خلک په دې ډېر قدر کوي او هر عالم د قدر وړ وي. او د هغه قدر په دې وجه باندې ډېر زيات کيږي چې هغه اسلام په ډېرو دلايلو باندې، په اسلامي موضوعاتو باندې بحث کولای شي او خلک يې له نورو علماو نه په همدې وجه باندې ډېر ممتاز ګڼي، نو زه مولانا صاحب طيّب د پنجپير راغواړم.

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم، اما بعد :
خوږو، درنو، عزتمندو وروڼو مسلمانانو پښتنو!
زما نه مخکې ډېرو وروڼو د پښتو خبرې به کړې وي، د پښتنو خبرې به يې کړي وي او د پښتون قوم د يووالي خبرې به يې هم کړې وي، خو زه لنډې او مختصرې يو څو خبرې کوم چې پښتون او مسلمان دا څوک دي؟
دې کې هېڅ شک نشته چې ټول انسانان د حضرت آدم عليه الصلوة والسلام اولاد دی او فضيلت د انسان دا په تقوی او پرهېزګارۍ باندې دی، خو الله رب العزت په هر يو دور او په هره زمانه کې قومونه پيدا کړي دي. په دې قومونو کې يو قوم پښتون هم دی چې هغې ته پښتون او پشتون ورته وايی. د هر يو قوم څه خصوصيت وی، څه رواجونه وي، نو د پښتنو هم څه خصوصيت او رواجونه شته.
تاسو وګورئ په کوم ځای کې لس – دولس کورونه د پښتنو اوسيږي، نو دوه څيزه (شيان) لازمًا په هغه ځای کی وي چې يو ته يې حُجره او بل ته يې جومات وايی. دا دوه څيزونه چې يوه حجره وه او بل جومات وو. دا د پښتنو مشرانو د دې لپاره جوړ کړي وو چې کوم يو سړی ښه پښتون وي، نو هغه به ښه مسلمان وي او لازمي خبره ده کوم سړی به چې په حجره کې کېناسته، نو هغه به په جومات کې هم کېناسته او کوم سړی به چې په جومات کې وو، نو هغه به حجرې ته هم راته.، خو د اغيارو د لاسه د حجرې او د جومات په مينځ کې خرنډان (خنډان) کېښودی شول. څه يې د جومات کړل او څه يې د حجرې کړل.
کوم خلک چې په جومات کې کېناستل، نو د حجرې خلکو ته هغوی په بد نظر وکتل؛ او کوم چې حجره کې کېناستل، نو هغوی د جومات خلکو ته په بد نظر باندې وکتل.
نتېجه دا راووته چې د جومات خلکو د حجرې پر خلکو باندې د قوميت الزام ولګولو او په دې الزام يې هغوی بدنام کړل او د مسلمانانو له صف نه يې وويستل.
کوم خلک چې حجره کې کېناستل، نو هغوی ملا داسې بدنام کړ چې ګويا که د دې ملا هېڅ غيرت او هېڅ پښتو هم نشته،او دا څه نوی خبره نه وه. علامه اقبال هم په يوځای کې وايی :
[color=blue:8a43e3da63]افغانيون كې غيرت دين كا هې يه علاج
ملا كو اس كې كوه ودمن سې نكال وو[/color:8a43e3da63]
ملا د حجرې سړي ته بد وکتل او د حجرې سړي د جومات سړي ته بد وکتل
حالانکه داسې نه وه.
په اسلام کې د قوميت ذکر او قوميت دا شته. که دا نه وای، نو په يو مقام نبي عليه السلام ولاړ دی او اواز کوي :
[color=blue:8a43e3da63]انا النبي لا کذب انا إبن عبدالمطلب[/color:8a43e3da63]
زه پېغمبره يمه، دروغجن پېغمبر نه يم، او زه د عبدالمطلب له خاندانه يم او خپل خاندان ښيي.
يو بل پېغمبر چې موږ او تاسو پښتانه چې څوک وايی چې آرين دي او څوک وايی چې بني اسرائيل دي، خو د بني اسرائيلو يو مشر حضرت يوسف عليه السلام په جيل کې ولاړ دی او چې تقرير کوي، نو هغه وايی چې :
[color=blue:8a43e3da63]واتبعت ملة آبائي ابراهيم واسماعيل واسحاق ويعقوب ...
[/color:8a43e3da63]
اول خپل خاندان ښيي، خپل نسب ښيي او له هغې نه وروسته اواز د توحيد کوي او مساله د توحيد بيانوي. موږ چې کليمه وايو، نو موږ وايو چې :
[color=blue:8a43e3da63]لااله الا الله محمد رسول الله[/color:8a43e3da63]
عبده ورسوله هم وايو، اول عبد وو او وروسته رسول وو. کله چې يو سړی اول پښتون وي، وروسته هغه ملا شي، نو هغه د قوم نګهباني هم کولای شي او هغه د ملک نګهباني هم کولای شي.
د انبياء عليهم الصلاة والسلام تقارير سورة اعراف او سورة هود کې ذکر کوي : نوح عليه السلام، هود عليه السلام، صالح عليه السلام او شعيب عليه السلام هر يو اواز کوي :
[color=blue:8a43e3da63]قال يقوم اعبدوا الله ما لکم من اله غيره واتبعه[/color:8a43e3da63]
و زما قومه، و زما قومه، و زما قومه! که د قوم اواز ناروا وای، نو انبياء عليه السلام به دا اواز نه کولو. په حيواناتو کې کمزوری شی - وړوکی شی مېږی دی او سليمان عليه السلام په لاره راروان دی. ميږيان خاوره راوباسي. د هغوی يو مشر دی، وړوکی غوندې دی، نو هغه ميږيانو ته وايی چې :
[color=blue:8a43e3da63]قالت نملة يايها النمل ادخلوا مساکنکم لايحطمنکم سليمن وجنوده وهم لايشعرون[/color:8a43e3da63]
ميږيانو سوړو ته دننه شئ! د سليمان عليه السلام فوج راغی داسې نه چې په پښو کې مو دل نه کړي.
د هغه په زړه کې د قوم جذبه وه. د هغه په زړه کې د قوم مينه او نګهباني وه، نو هغه الله ته دومره محبوب شو چې د هغه ذکر يې په قرآن کې وکړ.
يو قوميت دی او بل عصبيت دی. په دې دواړو کې فرق دی. قوميت د خپل قوم خيرخواهي راټولول او عصبيت د پردي قوم ته بد کتل او د خپل قوم صفت کول. عصبيت په مسلمان کې نشته او قوميت په مسلمان او په پښتون کې شته. خبره مې دا کوله چې يوه حجره او يو جومات وو. د حجرې او د جومات په مينځ کې خرنډان (خنډان) کېښودی شول. ملا او پښتون جدا – جدا شول. نتېجه دا راووته چې د پښتون زوی به په جومات کې بانګ (اذان) ووايی، خو پلار به کور ته نه پرېښوده او ورته به يې چې :
ماشرموې چې له ځانه د ملا جوړ کړی دی.
د الله تعالی احسان وو، نن بيا زه ګورم[color=blue:8a43e3da63]چې هغه پښتون قام او هغه ملا يوځای کيږي او هغه حجره او جومات بيا سره يوځای کيږي[/color:8a43e3da63] او کله چې دا حجره او جومات يوځای شول، نو زما مطلب دا دی چې هغه ډلې هغه جماعتونه چې هغه د دين علمبردار وي او د دين خدمت کوي.
هغه ډلې چې هغوی د قام، ژبې او د پښتو خدمت کوي، کله چې دا يوځای شي، نو دا په ټوله دنيا حکمراني کولای شي.

[color=red:8a43e3da63]*** *** ***[/color:8a43e3da63]
او داسې قوم چې سکندر اعظم ته مور خط راليږي چې ته افغانستان ته ولاړې او تا پته ونه کړه ولې؟
يو لس کسه راولېږه!
لس کسان يې ورته لېږلي دي، نو هغه ترېنه تپوس (پوښتنه) کوي چې تاسو کې مشر کوم يو دی؟
يو پاڅېد او ويې ويل چې : زه مشر يم.
ما په پلاني جنګ کې فتحه کړې ده.
ما پلاني جنګ کې مېړانه کړې ده.
بل پاڅېد او ويی ويل چې : زه مشر يم.
ما پلانی ځای فتحه کړی دی. ما پلانی کار کړی دی.
بل پاڅېد او ويی ويل چې : زه يم.
لس تنه وو او يو هم پاتې نه شول، ټول پاڅېدل.
سکندر اعظم ته مور خط راولېږه او ورته يې وويل چې له داسې يو قوم نه په شا شه چې هر يو د ليډينګ او د مشرۍ دعوه کوي. او هر يو ځانته کمانډر (قوماندان) او ځانته جرنيل (جنرال) وايی.
د پښتنو مشرانو! د بُزدلۍ خبره مه کوئ!
نه زه غلام يم او نه زما قوم غلام دی. کوم قوم چې هغه غلامي نه قبلوي هېچېری هم هغه غلام نه شي کېدای. غلام هغه څوک وي چې هغه خپله خبره ازاده نه شي کولای. الحمد لله موږ داسې قوم يو چې هم مسلمانان يو او هم پښتانه يو. خپله خبره په هر ډګر، هر ميدان او په هرځای کوو او ازاده يې کوو[color=blue:8a43e3da63]خو يوه خبره ده چې : ((دا پښتانه يو کول غواړي او کله چې پښتانه يوځای شي، له مينځه دا نښې او خرنډان (خنډان) لېرې شي، دا به يو مضبوط قوت وي، او له دې خراسانه به يوځلې بيا د اسلام جنډې وچتيږي او ان شاء الله چې بيا به په ټول ملک او ټوله دنيا باندې بيا حکمراني کوي))[/color:8a43e3da63]
او دا يو دور راروان دی، همت مه غورځوئ او خپل کار وکړئ او مخکې ځئ. او چې څومره مخکې ولاړئ، ان شاء الله څنګه چې تاسو روان يئ، نو مونږ به هم درسره روان يو او څنګ په څنګ او يوځای به ولاړ يو او جنګ به کوو. او خپل قام (قوم)، ايمان او خپل اسلام به مخکې کوو.
زه د خان لالا او د نورو مشرانو ډېره شکريه اداء کوم چې ما ته يې دعوت راکړی وو، ورنه دې ورځو کې زما درس قرآن دی او تقريبًا اته زره پښتانه په هغې کې شريک دي. تر ماسپښينه درس وو، او د درس نه بعد تش د دوی خوش رضايۍ لپاره او د دې لپاره چې حجره او جومات يو کوو، راغلی يم. الله دې ما او تاسو ته توفيق راکړي.

نوټ : لينکونه دلته کتلای شئ.
http://www.youtube.com/watch?v=jCq_H_TdT7Q&feature=related
http://www.youtube.com/watch?v=zk1dC3FJuVY

[url]http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=6769[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more