د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

سید جمال الدین افغاني، علامه محمد اقبال او پان اسلامیزم

ahmad bilal
19.11.2011

سید جمال الدین افغاني، علامه محمد اقبال او پان اسلامیزم

تحقیقي لیکنه: شیرین اسلم
ژباړه : احمد بلال نهاد

د علامه محمد اقبال د سیاسي فعالیتونو او د هغه په سیاست کې برخه اخستنه، د مسلمانانو سیاسي لحاظه په راویښولو کې ، باید له دغه ځاې څخه پیل شي چې علامه محمد اقبال سیاستمدار نه ؤ. هغه شعرونه جوړول او په نثر کې یې هم ډير لیکل وکړل. هغه یو شاعر او سیاسي فلسفي و؛ په دواړو ځایونو کې هغه نړیوال شهرت حاصل کړ. که څه هم په اقبال ادبي فعالیتونه زیات غالب ول، او د هغه پایه شخص به ولې د خپل چاپیریال څخه نه خبریده ،چې پکې څه پيښیږي؟ په سیاست کې د هغه برخه اخیستنه یوازې د هغه د ژوند په آخرني لسیزه کې پيل شوې ده [۱]

اقبال په سیالکوټ کې په ۹ نومبر ۱۸۷۷ کال کې دغه نړۍ کې سترګۍ پرانیزلې [۲] ، دغه وخت د پان اسلامیزم خوځښت دویمه مرحله وه. پان اسلامیزم یا ټول یو موټې مسلمانان د اقبال د شاعرې سوچ ستره خوا وه. د پان اسلامیزم تاریخ ته په کتلو موږ دې ته رسیږو چې دغه خوځښت موږ په دریو برخو وویشو، که څه هم دغه ویش موږ اختیاري اخستې ترڅو زموږ د مقالې لپاره مفید ثابت شي.

اوله مرحله د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه تر ۱۸ پيړۍ پورې وه، دغه مرحله د مسلمانانو د ستر قوت جوړیدا څخه نیولې تر زواله پورې ده.

دویمه مرحله کومه چې په ۱۸ پيړۍ کې پیل کیږي او اختتام يې بیا په مارچ ۱۹۲۴ کې کله چې د ترکي نشنل اسمبلي خلیفه عبدالماجد برطرفه او خلافت یې ختم کړ ، ختمیږي[۳]. دغه مرحله د وهابیزم په پورته کیدنه او اسلامي نړۍ د اروپایانو سیاسي او معنوي خلاف د بغاوت څخه بحث کوي. دغه وخت ډیر اهم ده ځکه په دې وخت کې مسلمانان د پان اسلامیزم مفکورې له وجهې د یووالي شاهدي ویلې وه. د هند په مسلمانانو کې هم په مجموعي توګه ویښتابه زیږيدلې وه، په دغه وخت کې د علامه محمد اقبال رحمة الله علیه نوم د پان اسلامیزم خوځښت سره یوځاې اخستل کیده. په حقیقت کې بعضو خلګو دا عقیده درلوده چې د اقبال پیغام د سید جمال الدین افغاني د خوځښت جریان و او یا د سید جمال الدین د خوځښت معراج ته رسیدل!، سید جمال الدین [۴] څوګ چې د نوي پان اسلامیزم خوځښت لارښود وه.

دریمه مرحله د ۱۹ او ۲۰ پيړۍ سره ربط لري کله چې ناسونالیستانو د پان اسلامیزم ځاې ونیوه [۵] زما د دغه تحقیقي مقالې موخه دا ده چې موږ د پان اسلامیزم فکر یا د ټول مسلمانان یو دي نظریه د اقبال په لیکنو کې مطالعه کړو.

د پان اسلامیزم لفظ لویدیځوالو مستشرقینو په ۱۹ پیړۍ کې وکاروه [۶] خو ډیر لږ په تعریفي کلماتو کې(!). پان اسلامیزم څه دا رنګه تعریفیږي، د محمدي هیوادونو یوه داسې ټولنه چې د مسلمانۍ عقیدې دفاع وکړي [۷] . مسلمانانو کې د یووالي احساس هر وخت نورو د تعصب په معنی ټاکلې او دغه یې بیرته د عیسویانو سره دښمني پالل ګڼلې ده [۸]. وروسته، د پان اسلامیزم لفظ د مسلمانو لیکوالانو لخوا د مسلمانانو ترمنځ د ورورولې لپاره وکارول شو [۹] پان اسلامیزم د مسلمانانو ترمنځ د وحدانیت او یووالي نښه ده پرته د کوم نژادپالنې او یا د کوم قومیت . دغه اصطلاح په نړیوالی کچه په عملي توګه د یو مشترګ لارښودنې لاندې د یو واحد حقیقي وجود خواهش ده.

د پان اسلامیزم ریښې د اسلام د پيل څخه شروع کیږي. د اسلام مقصد دا وه چې د نژاد پالنې، رنګ، قوم او د ځاې تعصب له منځه بوځي. قرآن پاک او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم احادیث د برخه وال ویش خلاف د حکم او لارښودنې څخه ډک دي. قرآن پاک کې دغه مقصد په لاندې توګه بیان شوې ده:

عقیده لرونکي خلک هیڅ نه بلکه ورونه دي [۱۰]

همدغه رنګه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د یو حدیث مطابق: مسلمانان د یو دیوال په مثال دي، یوه برخه یې بل سره مرسته کوي، ټول مسلمانان د یو وجود په هیڅ دي، که سترګه زخمي وي نو درست بدن ترې متاثره کیږي؛ که پښه زخمي وي نو بیا هم درست وجود متاثره کیږي [۱۱]

دا د تاریخ یوه معامله ده چې په پیړیو پیړیو به مسلمانان د نړۍ د یوځاې څخه بل ځاې ته په آزادانه توګه سفر کاوه، بغیر د کومې ویزې او د کومې ستونزې څخه. هغوي چې چیرې زړه وه هلته یې هستوګنه اختیارولې شوه او حتی یو عزت داره سطح یا محلي لوړ پوړې چارواکې هم کیدای شول، ګروين بام هم دغه حقیقت ذکر کړی ده، هغه وايي:

د مسلمانانو د قانون مطابق، مسلمانان په ښه پوره توګه په هغه ځاې کې ښاري وه کوم ځاې به چې هغه اوسیده پرته د کوم بیګانتوب[۱۲]

خو البته د اروپایانو لخوا مسلمانې سیمې نیول لومړي دغه مقصد ته زیان ورساوه. اروپايي طاقتونو علاقايي بندیزونه ولګول او مختلفو سیمو ته یې مختلف نومونه ورکړل، هغوي باندې یې د یوځاې څخه بل ځاې ته، په سفر او تللو راتللو کې بندیزونه ولګول، د وخت تیریدلو سره په ورو ورو مسلمانه نړۍ په ویش کې اخته شوه او له دغه ځاې څخه د مسلمانانو ترمنځ د یووالي مقصد ضایع کړای شو، او کله چې مسلمانانو سیاسي آزادي هم د لاسه ورکړه ،نو دغه سره د مسلمانانو نړیوالیتوب (یو رنګه توب) تاریخ هم وران شو [۱۳].

مسلمان نړیوالتوب به دا معنی ورکوله چې د خلیفه واکمني، د چا چې روحاني او سیاسي لاس بري به مسلمانه امپراطورې کې لوړتیا لري. درسته امپراطوري د عقیده لرونکو یوه عظیمه هستي وه، چیری به چې یووالي او اتفاق د خدايي قانون لاندې د ټولنی او د افرادو چارې سمبالولې، خو وروسته د دینداره او پرهیزګاره خلفاء اسلامي نړۍ د یوی ترخې تجربې څخه تیر شو. د ۱۹ پیړۍ په دویمې پنڅوسۍ کې اسلامي نړۍ او د مسلمانانو سیاسي پیښې ډیر په تیزې بدلون وموند او ورسره مسلمانان د ډیرو سیاسي سیمو څخه رخصت شو[ ۱۴].

هند کې د ۱۸۵۷ء لومړې آزادۍ جګړې مغولي امپراطوري پای ته ورسوله. د ۱۸۵۷ء او ۱۸۶۴ء ترمنځ روسیه د قفقاز آزاده او خودمختاره اسلامي ریاستونه فتح کړل. په ۱۸۸۶ء کې ازبک خانیټس هم فتح کړای شو. برطانوي هند هم څو پیره د افغانستان خلاف جګړۍ وکړې. ایران د نړیوالو طوطیو بستره جوړه شوې وه. ملایا او اندونیزیا د لویدیځوالولخوا مستعمره شوي وو، په شمالي افریقا کې الجزائر د فرانسې لخوا په ۱۸۵۰ء کې قبضه کړای شو، تونس هم د فرانسی لخوا په ۱۸۸۱ کې ونیول شوه او یو کال وروسته مصر د برطانیې لخوا قبضه کړای شو. په ختیځه اروپاء کې د مسلمان عثمان سلطان له لاسه د بوسنیا په څیر د ډیره کي مسلمانانو نفوس، بلغاریه، او نور ډیر ځایونه د کفارو په لاسونو کې ولویدل، سوډان د برطانویانو لخوا ونیول شو، په دی توګه ټوله اسلامي نړۍ د سیاسي، مذهبي، ټولیزه او اخلاقي لحاظه د ویش ښکار شوه.

دغه پریشاني د لویدیځ واله عمل (ویسټرنائیزیشن) سره نور هم زیات شو ځکه لویدیځي چې څرنګه مخور کسانو ته زده کړه ورکړه له هغه امله دغه مخورو کسانو خپل مذهب او خپل ځان ته د شک په سترګه کتل. په دغو خواشینو او تریخوالي حالاتو کې او خصوصاً د ۱۹ پیړۍ په آخرنیو لسیزو کې د پان اسلامیزم خوځښت راپورته شو[۱۵].

د دغه خوځښت تر ټولو لوړ پایه هیرو، اقبال چې د چا څخه الهام اخستی، سید جمال الدین افغاني وه، چا چې په یوازې تن د دغه صلیبي جګړی مشري [۱۶] په خپل شریعتي علم او د فصحات او بلاغت په بی ساري استعداد سره ولوبوله. چیری به چې افغاني ولاړ، خپل شاته به یې مقناطیسي قوت پریښود ،کوم به چې بیا د هغه لارویو ،د هغه مشن، پوره کاوه. د هغه پان اسلامیزم په بنیادي توګه د اسلامي نړۍ یووالي او د یو قانون لاندې راتلل ول. د هغه لومړۍ موخه دا وه چې مسلمانان د لویدیځوالو امپریالیزم څخه خلاص کړي او مسلمانانو کې بیا د مینې، یووالي، او پرمختګ مشال بل کړي. ډیرو ته هغه په معصر وخت کې د اسلام ویاند وه.

د بعضو تاریخ پوهانو په اند سید جمال الدین افغاني کابل ته نیزدو په ۱۸۳۹ء کې دې فاني نړۍ ته سترګې پرانیزلي [۱۷] . نیکي کیډي بیا وايي:

جمال الدین یو ایرانې وه، د حمدان اسد اباد ته نیزدو په یو سید فامیل [۱۸] کې پيدا شو او تر لس کلنې پورې یې هلته په محلي ښونځیو کې خپله زده کړه حاصله کړه او بیا د فارس او افغانستان په مختلفو ځایونو کې يې زده کړه حاصله کړه. په اتلس کلنې کې هغه په عربي، فلسفه، د مسلمانانو تاریخ، صوفیزم، منطق، فزیک، ریاضي، طب او نور مضامین زده کړي وه [۱۹] او په همدغه سن کې هغه هند ته راغې او هلته پکې یو او نیم کال پاتې شو او په دغه دوران کې هغه د هند په مسلمانانو ستره اغیزه پیدا کړې وه [۲۰] د خپل عمر تر پایه پورې افغاني د مختلفو هیوادونو مختلفو سیمو ته تللې و لکه آسیاء، اروپاء او شمالي افریقا، هلته به سید جمال الدین افغاني د لویدیځې نړۍ په شکنجه کې ګرفتار او د استعمار خلاف غږید او د مسلمانانو په منځ کې د یووالي لپاره به یې ډیر ټینګار کاوه [۲۱] . هغه په قسطنطنیه کې په ۹ مارچ ۱۸۹۷ء کې وفات شو [۲۲] . په برصغیر پاکستان او هند کې د افغاني اغیزې سترې، ژورې او نه ختمیدونکي دي.
ویلفریډ شوا بلنټ په خپله یاداشتي کتابچه کې د افغاني په هند کې نفوذ څه دا رنګه لیکي:

جمال الدین لپاره هغوي(د برصغیر مسلمانان) د عبادت عقیده ښکاره کوي[۲۳]

افغاني یو عظیم لارښود وه او نیزدو د برصغیر په شلمه پیړۍ کې منل شویو مشرانو لکه محمد اقبال د هغه ستاینه خصوصاً د مسلمانانو په راویښولو کړې. افغاني دا عقیده درلودله چې عصري ریفارم خوځښتونه باید د اسلام اصل ته یا د قرآن او سنت مطابق وي، هغه دا عقیده درلودله چې بیګانه پلو ته مایل کیدل د اسلام خلاف دي [۲۴]

دویمه برخه، ان شاء الله بیا.....

ماخذونه:

[LEFT][1] Waheed-uz-Zaman, Towards, Pakistan, Lahore, Publishers United Ltd., 1978, p. 124.

[2] Faqir Syed Waheed-ud-Din, Roozgar-i-Faqir, Lahore, 1963, pp. 229-43 and Syed Abdul wahid "Date of

lqbal's birth" Iqbal Review, October, 1963, pp. 21-32.

[3] Khushwant Singh, "Pan Islamica", Journal of the Punjab University Historical Society, vol. IX. p. 31.

[4] Ibid. p. 36.

[5] Perveen Feroze Hasan, The Political Philosophy of Iqbal, Lahore, Publishers United Printing press, n.d., p. 209.

[6] Khushwant Singh, op. cit., p. 31.

[7] Naimur. Rahman Farooqi. "Pan-Islamism in the Nineteenth Century", Islamic Culture (Hyderabad) L. VII, No. 4, (October 1983, pp. 283-296) p. 284.

[8] M.N. Qureshi, "Bibliographic Soundings in Nineteenth Century Pan-Islam in South Asia", Islamic Quarterly, (London, 1980), pp. 22-24.

[9] Parveen Feroze Hasan, Op. cit., p. 209.

[10] Qur'an, 40:10.

[11] Muhammad Marmmaduke, Pickthall, The Cultural Side of Islam, Madras, 1927, p. 49.

[12] G.E.V. Grunebaum, Modern Islam, The Search for Cultural Identity, Berkeley, 1962, p. 211.

[13] Perveen Feroze Hasan, op. cit., p. 211.

[14] George, Lenczowaki, The Middle East in World Affairs, New York, 1962, pp. 21-25.

[15] Perveen Feroze Hasan, op. cit., p. 213.

[16] Ibid.

[17] Jacob M. Landau, The Politics of Pan-Islam: Ideology and Organization, New York, Clarendon Press, Oxford, 1990, pp. 13-14.

[18] Nikki R. Keddie, An Islamic Response to Imperialism, Los Angeles, (University of California Press, Berkeley) 1983, pp. 4-11.

[19] Charles Adams, Islam and Modernism in Egypt, (London, 1933), p. 4.

[20] Nikki R. Keddie, "Syed Jamal-ud-DIn Afghani, First Period", Middle East Journal, Autumn, 1966, pp. 517-533.

[21] Jacob M. Landau, op. cit., p. 14.

[22] Perveen F. Hasan, op. cit., p. 216.

[23] Wilfrid Scwan Blunt, India Under Ripon: A Private Diary, London, 1909, p. 112.

[24] Jacob M. Landau, op. cit., p. 14.[/LEFT]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more