د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

استاذ عبد ا لشكور رشاد سره زمونږ مركه!

شاكر الله
29.08.2004

له ځلانده ستوري
استاذ عبد ا لشكور رشاد سره زمونږ مركه!
د غبرګولي۲كال ۱۳۸۳كابل مركه كوونكى سيدالله تڼى په بهير چلوونكې
پوښتنه: په خپل فن كې مو د تحقيق په ځاى ولې تخليق ته مخه نه كړه؟
ځواب:تاسو به غالباْ هغه اثار ، چې ما د تخليق په برخه كې ليكلي دي، لږ مطالعه كړي وي-زما د شعرونو مجموعه ،” د زړه وينې “ په نامه باندې په ۷۰ وم كال كې ، چې د اوس څخه ۱۳ كاله مخكې كېږي چاپ شوې ده-او بيا تر هغه وروسته په ۸۳ كال كې “د افغانستان بدې ورځې “ ، زما يوه مجموعه ده د شعرونو چې د فطور په زمانه كي ،د فطور په اوله دوره كي ما ويلي ده- زه د فطور زمانه د ۱۳۵۷كال د ثور د اوومې څخه راهيسې د فطور زمانه يادومه . نو هغه وقايع ، چې ما نظم كړي دي، لومړى ټوك يې ملحد شاهي دى او هغه د ملحد شاهي برخه يې په ۸۳ سنه كې چاپ شوې ده-هغه يوه مجموعه ده د اشعارو. بيا تر هغه وروسته» لولپه پيغله « بله رساله ده- هغه پښتنه نجلۍ ، چې په ډېلي كې يې د ملل متحد د دفتر ومخې ته په ځان تيل وپاشل او ځان يې وسو احتجاجاْ ، نو هغه كيسه ما د لولپه پيغلې په نامه باندې نظم كړې او اوس چاپ شوې ده- او بله مجموعه مې دغه امريكايانو ، چې پر افغانستان باندې د B-52 په وسيله حملې وكړلې د هغو په باب مې ليكلې او چاپ شوې ده، چي هغه” د پښتنو غميزه “ نوميږي- او تر هغْه وروسته مې بله مجموعه د امريكايانو د دغه روش ، چې د پښتنو سره يې كوي ، د هغه په باب په نظم ليكلې ده، چې هغه عنوان يې دى “د تودو وينو حمام افغانستان شو”- دا خو تر اوسه چاپ شوي دي – “ د رڼو اوښكو” ترنامه لاندې مې اوس يوه مجموعه په كندهار كې تر چاپ لاندې ده- هغه به امكان لري په يوه هفته دوو كې راووځي- نو دونه كار خو مې كړى دى په تخليق كې هم- او اوس هم څه رسالې او كتابونه په تخليقي ادب كې راته پاته دي او هغه به ممكن امكان د چاپ پيدا كړي ، هغه به ستاسو دغه سوال ته ځواب ووايي-
پوښتنه: محترم رشاد صب! د څو كالو به ياست او تحصيلات مو تر كومه دي؟
ځواب: زه خو د ۱۳۰۰ ه ش كال د عقرب په ۲۳ مه په كندهار كې زوكړى يم او دغه د تير كال د عقرب ۲۳ مه چې راغله ، ۸۲ كاله مې پوره شو او اوس مې د ۸۳ كال شپږ اوه مياشتې تيرې شوىې دي-. او تحصيلات مې په هندوستان كې په ډيلي كې كړي دي-. د هغه ځاى سسټمونه او د دې ځاى سسټمونه د تحصيل څه فرقونه لري-نو د هغه ځاې په اصطلاحاتو د اديب فاضل تر رتبې پورې مې هلته تحصيلات كړي دي.
پوښتنه: استاذه! ستاسو ټول عمر د ادب په نړۍ كې تير شوى ، له سياست سره دې هم جوړه ده او كه نه؟
ځواب: زه خو خپله په سنه ۲۷ يا ۲۸ كي اوس مې حافظه ښه كار نه كوي، د ويښو ځلميانو د حركت غړى وم- هغه يو سياسي حركت و، چې د الحضرت امان الله شاهي غازي تر دورې وروسته په افغانستان كې لومړى سياسي حركت بلل كيږي-. هغه د هغه وخت د منورو او ديموكراتو شخصيتونو د ټولنې څخه جوړ و- كوم وخت چې د كندهار دويښو ځلميانو مشران بنديان شول او په كابل ، بغلان او كندهار كې ونيولاى شول بيا نو مشرتوب د ويښو ځلميانو په كندهار كې زما په غاړه باندې شو- - او په هغه دوران كې تقريباْپه اعتراف د هغو ملګرو، چې په بند كې واو، اوس يې اثار نشر شوي دي، چې زما د دغه فعاليت ستاينه يې كړي ده، نو زه د سياسته څخه بيګانه هم نه يم پاتې شوې-.
پوښتنه: قدرمن رشاد صيب! دا چې تاسو د ويښو ځلميانو يادونه وكړه، نو كه دا راته ووياست، چې هغه كتاب، چې بڅركي صيب چاپ او ويښ ځلميان نوميږي، رښتيا نى دى واقعتونه پكې دي او كه څنكه؟
ځواب: د بڅركي كتاب ما لوستى دى -د ده دغه كتاب ټول حقايق دي-


پوښتنه: د نوي اساسي قانون د شپاړسمې مادې په هكله چې د ژبو په اړوند ده، ستاسو نظر څه دى؟ ايا د دغې مادې په تصويب سره به په افغانستان كې د ملي هويت جړه غوټه لا پسې جړه نه شي؟
ځواب: افغانستان خو د ژبو په ګودام مشهور دى-پخوا مونږ ويل چې په افغانستان كې ۳۱ ژبې دي بيا وروسته يوه بله ژبه خلكو پيدا كړه، چې ۳۲ ژبې شوې-. مګر يوه هفته د مخه مې په راډيو د افغانستان كې واوريدل، چې يوې ښځې په دې موضوع باندې بحث كاوه، ويل ېې چې په افغانستان كې ۴۲ ژبې دي-ماته پخپله تر اوسه پورې دا نورې لس ژبې نه وې معلومې اوس هم راته نه دي معلومې- ما ويل زه به پوښتنه وكړمه ورپسې، چې دغه ښځې دا تحقيق څنګه كړى دى چې دغه لس ژبې نورې پر زياتې شوي دي.-
نو دې ته د ژبو ګودام وايي-او هلته هغه ژبې چې فقط په يوه كلي كې ويلې كيږي هغه خو به نه وايم اما دا ،چې په يوه سيمه كې ويل كيږي، زه هغو ته دا حق وركوم ، چې د دوى تحصيل دې د هغوئ په ژبه باندې وي، او دا د هرې ژبې د خلكو حق دى-ازبك ته دې په ازبكي د تحصيل موقع ميسره شي،البته په ابتدايي مكاتبو كې او تركمن ته دې په تركمني ، بلوڅ ته په بلوڅي، پښتون ته دې په پښتو او فارسيوان ته دې په فارسي او نورستاني ته دې په نورستاني ژبه تهيه شي، اما په هغه مهمه لهجه چې په نورستان كې ويل كيږي.
ښه به دا وي چې مونږ د تحصيل له پاره ډېرې ژبې ولرو-ځكه ژبه خو وسيله ده د علم د حاصلولو او علم غايه ده ، نو دغه اووه كلن هلك چې ځي په مكتب كې كيني او دى په پردۍ ژبه باندې تحصيل كوي، هغه وسيله به اول حاصلوي، بيا به نو غايې ته رسيږي، چې علم دى.-
زۀ په دې ډير راضي يمه كه د افغانستان معارف دا استعداد ولرلى شي، چې په داسې ژبو كې ، چې تقريباْ يوه سيمه يا يو قوم ټول په هغې باندې خبرې كوي او دى شرايط د تحصيل په هغه ژبه كې مهيا كړي ، دا به د افغانستان د معارف له پاره يو ډير لوى مفيد قدم وي- زه د دغه كار سره بيخي موافق يم اما دا چې د افغانستان اقتصاد د دې له پاره ښايي چې اجازت ورنكړي- مګر په دغو كې تقريباْ اوه _ اته ژبې داسې دي، چې دهغو د پاره بايد دولت شرايط اماده كړي-كمكونه واخلي د بين ا لمللي موسساتو څخه او د دوى د تحصيل ابتدا په دغو خپلو محيطو يا قومي ژبو باندې وي او كرار كرار بيا دوئ له نورو ژبو سره ، چې په مملكت كې عموميت لري، اشنا شي- زه د رسميت موضوع ته دومره د اهميت په نظر نه ګورم او د تعليمي ژبې له پاره زما هڅه دا ده او كوشش مې دا دى، چې بايد د افغانستان د معارف وزارت دا شرايط مهيه كړي- البته د ابتدايي تحصيلاتو وروسته نو بيا چې كله دوى سواد زده كړي، بيا په نورو ژبو كې تحصيل ورته دومره سخت نه وي.
پوښتنه: ښاغلى رشاد صيب! يو بل سوال ، چې ما ډير ځوروي، هغه دا چې پښتو ژبه ولې دربار او رسمي ادارو ته لاره نشي پيدا كولې؟ موږ خو ستاسو د ځوانۍ پر مهال ډير تكړه تكړه استاذان او اديبان درلودل؟
ځواب: د ژبو موضوع خو داسې ده ،چې ژبه تر خپل شا بايد پشتيوانه ولري- كله كله نظامي پشتيوانه هم باعث د يوې ژبې د رسمي كيدو او قبول ګرځي- تاسو وينۍ عرب دلته راغلل او تر دوئ د مخه زمونږ د مملكت ژبه عربي هم نه وه او كله چې دوئ راغلل ادارې او دفاتر يې په عربۍ واړول، خو د سلطان محمود غزنوي د واكمنۍ پر مهال څه دفاتر په فارسۍ باندې واوښتل او فارسي ژبې د غزنويانو په دربار كې داسې قبول پيدا كړ ، چې شپيته زره طلاوې د شپيتو زرو بيتو په مقابل كې فردوسي ته توس ( طوس) ته ورواستول شوې( توس اوسنى مشهد دى) او يو بيت يې په يوه طلا رانيول شو-نو په فارسي داسې نازونه وچليدل د افغانستان په دربارونو كې، چې د افغانستان د بيت المال ۶۰ زره طلاوې په شپيته زره بيتونو وركړل شوې-
عماره مروزي په مروه كې يوه رباعي د بنفشي وويله چې د سلطان محمود خوښه شوه، نو يو فيل يې په سپينو سيكو وربار كړ ، شرنګه شرنګه شرنګه د غزني څخه په څو مياشتو كې مروي ته ورسيد او د عماره مروزي د كور مخې ته ودريد او طلايې د مروزي په كور ننيستله-
دا مې درته د فارسي د ادب د نمانځلو دوه نمونې وويلې او دا د زروكلو مخكې خبره ده . نو دا زر كاله دا نازولي ژبه په دربارونو كې وه په ادارو او حرامسرايونو كې وه- كله چې تيمور شاه د كندهار څخه پايتخت رانقل كړ او دلته د فارسيوانو سره محشور شو نو د حرامسراى ژبه هم پسې فارسي شوه- او هغه روش تر دا اوس بابا(ظاهر شاه) پورې راورسېد، چې چا به يې لس جملې په پښتو په څلويښت كلنه باچا يي كې نه وي اورېدلي-پښتو خو د درباره شړلې شوې ژبه ده، د حرامسرايونو څخه شړلې شوې ژبه ده- د كلو او بانډو ژبه پاتې شوې ده- دا هم د پښتنو همت دى،چې پر دومره ډيره بې قدرۍ كې يې بيا هم دې ته توجه كړي ده، اثار يې پكې ليكلي دي او ديوانونه يې پكې پيدا كړي دي-
دا چې ستا پوښتنه دا ده، چې ولې يې دربار ته لاره پيدا نه كړه ؟ نو دربار ته يا په دربار كې د قبول د پاره خو شرايطو ته ضرورت شته- هغه شرايط چې د قبول د پاره په دربار كې پكار وو، هغه شرايط د پښتو بې چاره او بدبختې ژبې په نصيب نه وو-.
پوښتنه: ستاسو نظر د پښتو د راتلونكې په اړوند ؟
ځواب: زه خپله په دې نظر يم، چې ژبه بايد د غنا په قوت باندې په خلكو ومنل شي-كه موږ ژبه غني كړو او دغسي فقيره ژبه نه وي لكه دا اوس چې ده او د خلكو علمي ضرورتونه پر رفع شي نو بيا په خپله په خپل قوت باندي دا په خلكو باندې ځان مني-
يو وخت زۀ په بمبايې (بمبيي) كې وم او هلته مې د آل انډيا راډيو د فارسي او د پښتو خبرونه په پوره دقيق ډول اورېدل، ځكه د وطن څخه ليرې وم او هغه وخت زمونږ راډيوكانې په نورو ځايونو كې چندانې نه اوريدل كيدې- نو يوه شپه ما راډيو ته غوږ نيولى و- او په راډيو كې يو فارسيوان د كابل ، چې عبدالاحد نوميده او هلته يې خبرونه ويل- د يوې مقالې عنوان يې ووايه، چې (زبانهاي افغانستان) – زه ډير ورته ملتفت شوم، چې دا سړى چې زه پيژنم ، په دغه علمي بيضاعت-- چې دى يې لري ، دى څنكه كولې شي، چې د افغانستان د ۳۱ ژبو په اړوند وغږيږي – هغه وخت ما ته د افغانستان ۳۱ ژبي مالومې وې- خو دۀ لس دقيقې وخت لكه چې درلود- اته دقيقې يې په فارسي خبرې وكړې او دوې دقيقې يې پر پښتو خبرې وكړې- او زبانهاى ملي افغانستان خلاص شول-نو ما قلم راواخېست او ورته ومې ليكل ، چې عبدالاحد جانه! ستا د مقالې عنوان مې واوريد، زۀ په دې فكر كې وم چې ته به اوس ۳۱ ژبې د افغانستان تشريح كړې، خو تا اته دقيقې په فارسي بحث وكړ او دوه دقيقې د پر پښتو بحث وكړ-، ښه به دا واى چې عنوان او معنون سره يو شى واى او تا ويلي واى ، چې په افغانستان كې پښتو او فارسي ژبې- او عنوان د وركړى واى ( زبانهاى پشتو و فارسي در افغانستان) بيا نو لازمه وه چې پينځه دقيقې په پښتو او پينځه دقيقې په فارسي خبرې كړي واى-خو كه دې هغه پر وس نه وه پوره دا هم بده نه وه، چې اته دقيقې په فارسي او دوې دقيقې پر پښتو غږيدلى واى-دا خط مې وروليږه بيا يې نو زه د ځواب په اخستو نه شم موافق، خو د ډيلي څخه اوازې راورسيدې چې عبدالاحد پر دې خوابدى شوى دى-نو ما ويل- دا چې دى خوابدى شوى ، بيا به يې يو وخت ووينم او په خولا به يې كړم-په دې وخت كې د خان غازي كابلي خداى دې پرې ورحمېږي، مكتوب راغېى ماته، چې موږ په ډيلي كې د خوشحال خان سيمينار جوړوو او ته بايد راشې، د مقالې سره او په سيمينار كې ګډون وكړې- ما ځواب وركړ، چې ښه ده درځم- ورځ معينه شوه- زه د بمبيي څخه ډيلي ته راغلم دا خبره ، چې زه درته كوم د دې ۵۲ كاله تير شوي دي- فكر كوم دغه سيمينار په ۱۹۵۲ كال او يا ۵۱ كې وه- نو زه چې راغلم د افتتاح په ورځ مې د افغانستان سفير هم وليد.-هغه وخت كې سفير نجيب الله توروايانه و- څو تنه نور سكرتران د افغاني سفارت هم موجود و او دغه عبدالاحد خان هم و - له ټولو سره مي روغبړ وكړ له افتتاح څخه وروسته دوى لاړل او زه درې ورځې پاتې شوم -د سيمينار له ختمه څخه وروسته زه سفارت ته ولاړم چې سفير ووينم ،چې دفتر ته ورغلم دوئ وويل چې سفير صاحب د يو خارجى ميلمه سره په خبرو اخته دى زه په دفتر كي كيناستم دلته اتفاقاْ هغه عبدالاحد خان هم ناست وو .توره باز خان چې دلته يې يوه چهارراهى هم په نامه ده په كابل كي قوماندان امنيه وو د هغه يو زوى هلته په سفارت كې لومړى سكرتر وو. هغه غوښتل چې يو موضوع پيدا كړي . ما ته يې وويل ،چې تا عبدالاحد ته يو خط راليږلي وو او په هغه كې دې دى خورا سپك كړى وو او دى ناراضه دى او خپه دى درڅخه . ما ويل نو ما خو څه بده نه ده ورته ليكلى . ما ورته ليكلى وو چي كاشكې عنوان دې له معنون سره برابر واى. لومړي سكرتر راته وويل ،چې له دې څخه د هغه حريفانو بده استفاده كړي ده. او د ده پر ضد باندې يې دا خبره خپره كړې ده چې رشاد صاحب داسې يو ليك ده ته راليږلى دى نو دى ناراضه دى. نو ما عبدالاحد خان سره خبرې وكړې او په دى ضمن كې مې ورته وويل ،چې څه پروا كيږي چي تاسو فارسى زده كړئ او پښتو هم په څنګ كي يو څه زده كړئ . تاسو وينئ عبدالهادى خان داوي په فارسي كي بهتر ترين شاعر د فارسي دى او اثار چې يې ليكلي دي ټول په فارسي دي او دى پښتون دى او په كور كې هم پښتو وايي او تاسو يې ټول پيژنئ او داوى صاحب يې بولئ او د حبيبي صيب تقريباْ سل ۱۰۰ اثاره په هغه وخت كې چاپ شوي وو او له دغې جملې څخه اتيا ۸۰ اثاره په فارسي دي او شل په پښتو دي . زمونږ پښتانه خو دغسې رواداري لري، وسعت نظر لري تاسو ولې دا نه كوئ .
دى راپورته شو او لاس يې داسې راته وښوراوه ويل يې ( ده پشتو چه است كه اورايادبيګيرم) .دا خبره په ما څه درنه خو پرېوته مګر چې له ځانه سره مې فكر وكړو ما ويل دغه سړي رښتيا وويل . پښتو خواركۍ خو شړلې شوې ژبه ده . څه لري فارسي خو هر څه لري چې دا خلك يې زده كړي .
نو دا خبره مې ددې د پاره درته وكړه چې نور خلك هم دا استدلال كوي .چې موږ چې پښتو زده كړه څه شى به پرې زده كړو . نو زما په فكر هر څومره چې موږ نيك نيت پښتو ته ولرو هغه بايد د پښتو په غنا كې وپالو. او په پښتو كي دا استعداد پيدا كړو چې خلك د علم حصول په دې وسيله باندې وكړاى شي- دا اردو چې ده دا د پنځو سوو كالو ژبه ده خو په دې موده كې دومره غني كړي شوي ده چې اوس ددې ژبې ويونكى په سلو كي اتيا ۸۰ مشكلات پكې حل كولاى شي. نو د پښتو په اړوند زما نظر دا دې چې تاسو كوشش وكړئ چې تحقيقي ادب ، ترجمې ، تخليقىي ادب زيات كړئ چې د خلكو ضروريات رفع شي.
پوښتنه : استاده! په خوست كې چې څوك كله كله سره مخامخ كېږي يو له بله پوښتنه كوي ، چې فلانكيه څه خورې،چې دومره ښكلى او ځوان پاتې شوى يې نو كه پټ راز نه وي ستاسود دومره ګلالۍ حافضې دليل څه دى څه شى خورئ ؟.
ځواب: كټ كټ خندا. دا زه نه شم ويلاى ، چې څه شى خورم . دا ستاسوحسن نظر دې.
پوښتنه:استاده! ستاسو پيغام هغو افغانانو ته ،چې د روسيې په فدراسيون كې اوسيږي څه دى؟
ځواب: زه تاسو او ټولو هغو افغانا نو ته ، چې په روسيه كې اوسېږي ښه ژوند غواړم او دا ويل غواړم ،چې تاسو د پښتو ژبې غنا له پاره كار وكړئ . هلته د موادو كمى نشته له روسي څخه پښتو ته ترجمي وكړئ .
زه خپله په رسمي مجالسو كي او په ټولو غونډو كې په لوړ اواز دا خبره كوم او كړې مې هم ده ،چې كه پښتانه غواړي ،چې ژبه يې نورو ته د قبول وړ وګرځي ، ژبه بايد غني شي.نو كه تاسو غواړئ ،چي پښتو ژبه يوه منلى ژبه شى ليڅي راونغاړئ او كار وكړئ .
نو كه تاسو غواړئ ،چي پښتو ژبه يوه منلى ژبه شى ليڅي راونغاړئ او كار وكړئ . روسي ژبه خورا مړه ژبه ده او ډير اثار لرى. تاسو كولاى شئ. روسي ژبه خو ر مړه ژبه ده او ډېر اثار لري. تاسو كولاى شئ هغه راترجمه كړئ پښتو ته ، بيا به يې دلته امكانات د چاپ ورته پيدا كړو . ژبه خو ورو ورو په تكاملى شكل غني كيږي دا خو د يويې ورځې كار نه دى. نو هغه څوك چې په روسيه كې دي له روسي څخه څوك چې په انګلستان ،فرانسيه ، جرمني او نورو هېوادو كې دي له هغو ژبو څخه ترجمې وكړئ-تر څو خلك د غنا په بنياد دې ته اړ شي چې پښتو زده كړي . او د هغوئ علمي تنده بايد په پښتو كې ماته شي.-
استاده ! ستاسو له مركې نه زښته زياته مننه.
_ستاسو څخه مننه، چې ماته راغلئ، پېژندګلوي مو سره وشوه.له كاروان صيب څخه مننه، چې تاسو يې ماته راوستلئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more