د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

یوه اونۍ وروسته به مو د بیغیرتۍ ټاپه په تندي ولګي

حلیم
12.11.2011

سلام،
ارمان د پښتنو هسکې شملې،
اې پښتونه، د وچې سپورې سره د ګزاره کوله خو چاته د سر نه تیټاوه،
څلویښت کاله، ته او بچی دې په تورو غرو کې ددې په خاطر چې خپل هیواد، ناموس او خپل عزت وساتې، تیر کړل، لاس او پښې مات مات او ټول بدن د ټوکر ټوکر شو.
له تعلیم پاته شوې،
له تمدن او مدنیت پاتې شوې،
د افراطیت به اور کې ور ګزار شوې،
خو،
بیا د هم هغه څه چې غوښتل دې، تر لاسه نکړل،
بیا هم د همغه سرنویشت سره مخامخ شوې چې پرون درباندې مقرر و،

آخر دا ستا دا دومره ترپکې د څه لپاره؟
اخر ستا د دومره منډو ترړو څه جوړ شول؟

یو ځل خو د وخت قدرت طلبو ستا وطن په منځ اره کړ، بل څه مطلب نه و، یوازې داچې (...) خان په خپل امارت کې پاته شي.
بیا دادی نن هم د همدغسې یو بچي د لاسه ستا وطن په امریکا خرڅیږي.
دلته هم څه مطلب ندي، یوازې داچې یو خرڅ شوی پښتون د بل خرڅ شوي پښتون له عذابه خلاص شي.

---------------------------------------------------------------------------
ای پښتونه، په تا کې د څه شي کمی دی چې دا ټولې نادودی تاته راځغلي او نیکمرغۍ درنه تیښته کوي؟
غیرت نلرې؟!
قرباني او ایثار د ندی کړی؟!
عقل او منطق نلرې؟!
.
.
.
زما په نظر هر څه لرې، خو د هیڅ شي وخت او کار ځای نه پیژنې!.

د پښتون ویښتابه په هیله


پتوال
12.11.2011

[quote:8952aa1d51]ای پښتونه، په تا کې د څه شي کمی دی چې دا ټولې نادودی تاته راځغلي او نیکمرغۍ درنه تیښته کوي؟
غیرت نلرې؟!
قرباني او ایثار د ندی کړی؟!
[color=red:8952aa1d51]عقل او منطق نلرې؟! [/color:8952aa1d51]
.
.
.
زما په نظر هر څه لرې، [color=blue:8952aa1d51]خو د هیڅ شي وخت او کار ځای نه پیژنې!. [/color:8952aa1d51][/quote:8952aa1d51] د وروستۍ جملې نتيجه داچې لهذا : [color=white:8952aa1d51]نه عقل لرې او نه منطق ![/color:8952aa1d51]


عادل عادل
13.11.2011

السلام علیکم

پښتانه غښتلي خلک او له هیڅ چا هم کم نه دي،،، خو

خو له یو بل سره،،، خپلمنځی واحد محور نلري،،، نیم منئ پکې نشته،،، او هر یو یې یو یو من ،،، او په يو بل باندې د اسمان تندر دی،،،

خو له پردیو سره ،،،بیا من او نیم منی څه چې له پاو، خورد او مثقال څخه هم ځانونه سپک تلي او ښه په خوند ګوزاره کوي،،،

همدا پورته لومړی سبب دی چې چېرته نه رسي!


محمود سعيد
15.11.2011

د ناندریو پکې څه نشته. ټول رښتیا او رڼې خبرې دي.
هیله ده ټولو ته ورسیږي او د زړه په غوږونو ېې واوري.



ع کريم حليمي
18.11.2011

[quote:63f6a35718]دلته هم څه مطلب ندي، یوازې داچې یو خرڅ شوی پښتون د بل خرڅ شوي پښتون له عذابه خلاص شي.[/quote:63f6a35718]
پښتنو قومونه
نه ! دائیمي اډېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ نه شي جوړولي ، چه ډېر پاته شي نو تر ۷۰۰ کاله اضافه نشي پاته کېدلی :shock: :shock: :shock:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more