د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پښتنو خدای دې انصاف درکړي!

حلیم
04.11.2011

د جغتو هغه کلی چې پښتانه پکې اوسې (وردګ) هلته د سهاره نجونې د غوا پړی په شا غوا پټیو ته بیایې خو لږ اخوا د هزاه ګانو نجونې د ښونځې بکس په شا ښونځي ته ځي، له خیره پنځلس کاله وروسته به همغه پښتنه نجلی د معالجې لپاره په خره سوره وي ، پښتون به د خره پړی نیولی وي او د هزاره ډاکترې کلي ته به روان وي.

که چیرې د طالبانو دورې ته وکتل شي، هلته د ډیرو وړو پښتنو قومونو ( د شمیر په لحاظ) بې عزتې شوي، هیڅ دولتي چوکی نه ورکول کیده، اعتباره نه پرې کیده، په وړو قومونو پسې په کتابو کې ښکنځل کیدل خو پوښتنه نه وه، نو وردګ د طالبانو د کومې مرستې احسانمند دي چې نن یې ټول وطن ددوی په خاطر په سکروټه بدل کړی؟
بل طرف ته که د خوست خلکو ته وکتل شي چې د پوهنتون سره اوس د هوایې ډګر خاوندان هم کیږي، ګمرکونه ، سړکونه یې جوړیږي......دغه ټول ددغه قوم په هوښیارتیا دلالت کوي. دوه کاله وروسته به امریکایان نه وي خو خوستیانو به خپل وطن ښه پرې جوړ کړی وي.

....یواځې د وردګو ځوانان د خپل ولایت په ورانولو کې اوله نمره نه لري، د زرمت خلک هم ښه پاخه د خپل وطن دښمنان دي، په ځای ددې چې خلکو ته د ښونځې، سړک، روغتون غمه وخوري، لګیا دي آباد ځایونه هم ړنګوي ، لوګر، پکتیا او پکتیکا یې هم همداسې وبوله.

....دوی اکثره د خپلو کورو څخه شړل شوي، د پلار او موز آزار وهلي ځوانان دي چې د کندهارې طالب تر کوماندې لاندې کار کوي او هغه بیا د پنجاب او کوټې څخه امر اخلي.
خو آیا د خپل ژوند د ناکامیو قصد باید د خپل اولس څخه و ایستل شي؟
او که په ځلونو سوچ وشي چې زه څنګه د خپل ژوند مسیر ته تفیر ورکړم.

عنوان زما ښیرا نه بلکه ستاسو عمل دی، ما یوازې په الفاظو کې راوړی دی.
[color=white:23fc5ec19d] ښېرا نو سپینه وي که توره،،، ستاسو په ښېرا کې چې هیڅ قید مو نه وو ورته ټاکلی او ټول پښتانه مو پکې شامل کړي وو،،، اصلاح شوه،، هیله ده چې د احساساتو په مهال به له پوره سنجش څخه کار واخلی،،، په ډېر درنښت ، اداره [/color:23fc5ec19d]
لیکنه دلته ولولئ:
http://www.tolafghan.com/posts/23104


حلیم
12.11.2011

عادل صیب تاسو هم داسې اوږده قیچي راپسې اخیستې چې هیڅ شی او په هیڅ ځای کې مو نه پریږدې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more