د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

په پښتو یو بل ګذار!

محمود سعيد
30.10.2011

دبن له کانفرانس نه پښتو ژبه وایستل شوه

30 Oct 2011, 3:59
خپرونکي : زرغونه دلبر
دډسامبر میاشتي پر ۵ نېټه دبن په شوني کانفرانس کې پښتو ژبه ایستل شوې ده . هلته به رسمي ژبي انګلیسي

، دري ،روسي ،عربي ،الماني او فرانسوي ژبي وي . دافغانستان یوه لوړرته چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دبن به کانفرانس کې پښتو ژبي ته ځای نه دی ورکړل شوی . دغې سرچینې خبریال ویبپاڼې ته وویل چې پښتو ژباړونکو ته هم غوڅ ځواب ورکول شوی دی . هلته به له افغانستان نه یوازي دري ژباړنکي شته وي .
په کابل کې دخبریال ویبپاڼې همکاره زرغونه دلبر وايي چې تر اوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده شوې خو هغې ته ځیني داسي برېښنالیکونه په لاس ورغلي دي چې پښتو ژباړنکو ته ورکي پرېکنده ځواب وکول شوی او ویل شوي دي چې هلته به یوازي دري ژباړنکي شتون لري .
یوه افغان ژباړونکي چې په ټوله کې په نړۍ واله کچه ژباړنه کوي هم ددغې خبري پخلی وکړو .
که څه هم دا دافغانستان برخلیق ټاکونکی کانفرانس دی او هلته دافغانستان ملي ژبه هیرول دیوه ملت دهیرېدلو په معنا بلل کېږي خو افغان چارواکي په دې برخه کې تر اوسه پوري ډېر بې پروا ښکاري .
خبریالان او دحالاتوڅارونکي وايي چې که چېرته ولسمشر کرزی دغې موضوع ته جدي او بېړنۍ پاملرنه ونکړي دا به په افغانستان کې دلوی ټبر غبرګون را وپاروي .
پښتو چې دافغانستان یوه ملي او دلوی ټبر ویونکې ژبه ده له داسي برخلیق ټاکونکي کانفرانس نه یې ایستل داسي یوه معنا لري چې ګواکې دا کانفرانس کې دپښتنو شتون په هیڅ حساب دی .
کارپوهان وايي چې په افغانستان کې جنګ جګړه او تاوتریخوالی دپښتنو په سیمه کې شته دی او پکاردادي چې پښتو ته په دغه کانفرانس کې تر بلي هري ژبي زیات وخت او ځای ورکړل شي .
http://www.khabaryal.com/%D8%AF%D8%A8%D9%86-%D9%84%D9%87-%DA%A9%D8%A7%D9%86%D9%81%D8%B1%D8%A7%D9%86%D8%B3-%D9%86%D9%87-%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%DA%98%D8%A8%D9%87-%D9%88%D8%A7%DB%8C%D8%B3%D8%AA%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%87/


عنوان

tandar
30.10.2011

سلامونه
په کلونو کلونو دافغانستان په اداري اموراتو کي زياته کومه ژبه استعمال او حمايه شوي ؟
چه نن په بن کي څوک ارزش ورته ورکړي٠
دپښتو دژبي د ورکيدلو مسئوليت دچاپه غاړه و او دي ؟
در حاليکه چه دافغانستان اکثريت نفوس تشکيلوي
پښتون فقط غلامي نه مني ،وطن ازادولو باندي خپله وينه تويوي ،نور دمملکت ټوله اداره او امورات جټ او جولا ته ورخوشي کوي ځکه چه دهغوي ظاهري پوزيشن سره له نيکټاې او کالاې خواب سره برابر، او دخارجي ممالکو دسياستمدارانو په خوي او بوي بلد اوپوهيږي
اوپښتون پريږده چه غټه پګړي وټړي او د خپلي ديري په کټ کي بالښت ته تکيه وکړي او بل ورته چلم ډک کړي
پښتون هغه پښتون دي چه خپل غيرت نه يواځي په توره او توپک بلکه دسياست له مخي هم ټول جهان ته ښکاره کړي چه ددي هدف لپاره يواځي او يواځي دانش اومتانت په کا ر دي
له پخوا نه دشمن دپښتون دورکيدلو په هڅه کي و چه نن ې عملي په سترګو وينو
[color=red:f211a0137a]دژبي ورکيدل دهويت ورکيدل دي[/color:f211a0137a]
[color=darkblue:f211a0137a]پښتانه دي ددي انتظار وباسي چه يوه ورځ دخرما دونو پاڼي لکه دپنجاب جټان په لاس کي واخلې او دکابل دښار سرکونه او کوڅي پري جارو کړي [/color:f211a0137a]
که همدغسي ويده او بي اتفاقه پاتې شې دپورتني مثال وعهده ورسره کوم
ددشمنانو په سر تندر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more