د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

دنيمي شپي لنډي

tandar
23.10.2011

دنيمي شپي لنډي
سپوږمۍ يو سوال مي قبول کړه
..........................په وريځ کي پټه شه اشنا ديدن ته ځمه
خدايه ګورګري توري مکړي
...........................جينکي سري شونډي وروړي توري راوړينه
تربيا


عنوان

tandar
26.10.2011

مخ دي چاينک خوله دي پياله ده
........................................ژبه دي چاي شونډي دي کيک ورسره خورمه ههههها
تربيا


Re: عنوان

پښتون.
27.10.2011

[quote:8215da3af1="tandar"]مخ دي چاينک خوله دي پياله ده
........................................ژبه دي چاي شونډي دي کيک ورسره خورمه ههههها
تربيا[/quote:8215da3af1]
واه واه ،تندر صیب نوشې جان مو شه.
خو دا مخ یې ښه دې چې چاینک دی ،که چایبر یاچایجوش وی نو بیا خو زما او ستا مخونو هم ورته واړه و.ههههههه ها ها


عنوان

tandar
11.11.2011

چه دټول افغان حوجري ته راشم
..........................دخيال فکرو کي دننګرهار چکر وهمه
دمسافرو خدايه مل شي
..........................په ځنکدن کي يادوي خپل وطنونه
تربيا


پښتون یار
16.11.2011

تندر صاحب دا ګورګرې څه ته وایی؟


سلامونه

tandar
16.11.2011

سلامونه
ګورګري دپکتيا په غرو کي دونو ميوه ده اول سور رنګ لري چه پخي شې توري واوړي
يو ه بدله هم شته چه واې،، ګورګري ټولومه .........
يوه لنډي خو به دي ورتوغولي وه ؟
که ملا شوي ې هههها
مسافري په قراري کړه
...........................زه پښتنه يم په نامه دي ناسته يمه
تربيا


پښتون.
16.11.2011

سلامونه ګران او محترم تندر صیب او ښاغلي پښتونیار صیب !
تندرصیب هیله ده چې زه او پښتونیار صیب مو سره بیل کړي وي :lol: یعنې پښتونیار صیب د هرات ولایت څخه دا لیکنه کړې ده او فکر نکوم چې ملا به اوسي.
خو په هر صورت د پښتونیار صیب د معلوماتو لپاره مې یو کرخه د ګورګورې په هکله راټول کړل که په دې کرخه یې تنده ماته نشوه بیا به ورله نور معلومات د ګورګورو په هکله د نورو دوستانو په مرسته ورکړو،او که چیرې په هرات کې ورسره د هغو ولایتونو کسان وي چې په ځاي کې یې ګورګورې کیږي او له هغوي یو څه معلومات راټول کړي او زمونږه سره یې شریک کړي ،مونږه به هم خوښ شو.

[color=darkred:82bf8adbfb]خدایه ګورګورې تورې مکړې
جینیکۍ سرې شونډی ورځي تورې راځینه[/color:82bf8adbfb]

[color=darkred:82bf8adbfb]زړه مې په یوه ولې ولاړ دې
لکه ګورګوره په ګړنګ ولاړه وینه[/color:82bf8adbfb]

ګورګوره د تودو سیمو خوږه غرنۍ میوه ده چې اکثرً د اوړي په سر کې پخیږي،میوه ئې د ګیلاسو میوی ته ورته ده.په افغانستان کې د کنړ،پکتیا او پکتیکا په غرونو کې ډیره پیدا کیږي.،،،،،

تربیا والسلام


پښتون.
17.11.2011

هاهاهاهاهاهاها
لکه چې ګورګورو خوند در نکړ،،،، :D :D :D

زه خیر دا وګورئ.

دپېغلو هيلو سپېرو شونډو ته مې رنګ ورکړه بيا
سپرليه ؛ راشه له ګورګورو او مماڼو سره
دزمانې ديوه رنګين ګودر پر غاړه باندې
لکه يو دنګ چنار وﻻړ يم له بکياڼو سره

سخته یخني ده،،،ههههههههههههه :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


پښتون یار
19.11.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
مشر تندر صاحب او قدرمند ورور پښتون صاحب تاسو نه یوه نړی مننه چې د ګورګورو په اړه مو معلومات را کړه
ولی مجبوره یم خاص د ګورګورو لپاره ګرم سیرو ولایتو ولاړ شم.

او دا ستاسو په اجازه یوه لنډي

يار مي خوله په خوله کي راکړه، ماناري کړي چه لړم خوړلي يمه.


سلامونه

tandar
19.11.2011

سلامونه
که مي داستاپه شانته [color=red:fae8b67cef]څټ[/color:fae8b67cef] وي ؟
..............................ما به[color=red:fae8b67cef] ارټ[/color:fae8b67cef] تر ماسپښينه ګرځولي هههها
تربيا


پښتون.
19.11.2011

وعلیکوم سلامونه.پښتونیار وروره د ګورګورو خوړو ته مې درله پورته ځایونو ښودلې دی بیا له خیره ورشه او ګورګورې وخوره،خو مونږه په یاد ساته چې ځانته یې نوشې جان نکړې.
تندر صیب د د پیړ څټ خاوند خو راته سم غوئي ښکارې ،دا ارټ دې که څه بلا ده دا خو نو فکر نکوم چې څوک ئي یو ساعت هم وګرځوي او تاسو پوره ماسپښین یاد کړې.:lol:

راشه دنوې دې خبر کـــــــــــــم»»»»»»»»»»««««««««««« زړه بوډۍ په خره سوره سترګک وهینه
ما په فیسبوک کې پرون ورک کړی»»»»»»»»»»»»««««««««««پرون راهسی دی ګوګل کې لټومه
اخرنۍ لنډۍ دې دا وي »»»»»»»»»»«««««««««««««««««دا سیا ست د دروغجنو کسب وینه


محمود سعيد
20.11.2011

خبره د نیمې شپې د لنډیو ده نو:

سپوږمیه کړنګه وهه راخیژه.
یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه.

د نیمو شپو سندرې خوند کړي.
څوک به مین وي څوک به ورک وي د وطنه.


سلامونه

tandar
20.11.2011

سلامونه
دنيمي شپي خوبونه خوند کړي
..........................چه ته ګيلي کړي او زه دي شونډي ښکلومه هههها
خوبونه= ديدنونه
تربيا


عنوان

tandar
23.11.2011

په نيمه شپه ورونه مات شول
...........................خاونده خير کړي اشغالګر راغلي دينه
تربيا


عنوان

tandar
26.11.2011

په خپله حوجره کي دکلي دځوانانو سره دځواني په وخت کي چه ستار او منګي غږيده ديوه ښکلي ځوان له خولي يوه لنډۍ نن تازه کوم
اميد دي چه دغه ځوان هم ژوندي وي
[color=red:1b96122ba3]سيل خو پس له نيمو شپو وي
........................څوک چه بړستني تودوي هغه دي ځينه[/color:1b96122ba3]
يوه مرغي چه له سيل څخه بيله شي هغه زر مري
زه شخصا خپله دهغي مرغي په حالت کي قرار لرم ، روحا له ډيره وخته په مړو ځان حسابوم ځکه نه کلي شته،نه دکلي خلک شته نه خپله ژبه شته نه دکلي ميا صيب ،پاچا صيب او ملا صيب شته او نه هغه ځوانان شته چه دزړه له خلاصه به مي ور سره ټوکي کولي او ديو او بل له ليدلو به مو لذت وړلو٠
خپل وطن جنت دي اونن هغه خړ څادر کي دخړو څپليو سره مي خپل خلک نه هيريږي
خدايه دوطن ازادي،امنيت او په کي دخپلو خلکو لوي عمر اوخوشبختي درڅخه غواړم
تربيا


پښتون.
26.11.2011

سلامونه تندر صیب!
دا حجره او هغه جومات دواړه اوس به تاسو ته ښه معلومیږي چې له چا لخوا اباده وی.
یووخت ما هم داسې فکر کاوه چې هغوي متعصبه دي ،هغوي خندا نه خوښوي ،هغوي شعر نه خوښوي او لنډۍ نه خوښوي ،خو نـــــــــــه غلط وم.
اصل کې سیاست متعصبه دې اود دروغژن سیاست په زړه کې مهر او محبت نه وي
،که وي هغه د نفاق اچول وي او یو ورور له بل وروره ،یو ملګرې له بل ملګري بیلول وي.

الله دې ژر تياره ماښام کړي ــــــــــــــــــــ چې کچکول واخلم د يار در ته ودرېږمه
د نيمې شپې راتګ دې ورک شه ـــــــــــــــــــ زه په توده بړستن کې نېغه کيناستمه
کټ د بلۍ سیوري ته یوسي ــــــــــــــــــــــ سپوږمۍ نامردې شرمول را خیستي دینه
سپوږمۍ ژر شه سوری راکه ــــــــــــــــــــ د دیوال شاته یار ته غیږه ورکومـــــــــــــــــــه
[color=red:f3bcbf7a13]رب دې په مخ ږيره ښکاره کړه ـــــــــــــــــ چې د غرور کنډول دې دړې وړې شينه [/color:f3bcbf7a13] :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


سلام

tandar
26.11.2011

سلام وروره
که دزړه حال مي درته وويل
...........................خندا به پريږدي په ژړا به شي مينه
سپوږمۍ دخداي روي مي دروړي
............................ په دوه مينو پسي مه وړه مشعلونه
ياره په عمومي صورت ليکني لږ شوي چه دي ساختګي غونډي ټول ګنګس کړيدي او که کومه بله خبره ده؟
تربيا


عنوان

tandar
07.12.2011

لږ دغنمو لو ته راشه
...................زه به ريبل کړم ته وږي ټولوينه
پردي کورونه دوزخونه
...................نادانه نجونې په کي عمر تيروينه
تربيا


پښتون.
07.12.2011

سلامونه!
پدې غرمه کې دې د شپې لنډۍ راباندې ولوستلې،ښکلې لنډۍ دې او ډیر خوند ئی وکړ.

ملګرو خاندۍ خوشحليږۍ [color=red:a7d4175b6a]************[/color:a7d4175b6a]د پښتنو پښتو ژوندۍ شوه خوند کوينه

په لیلا هــــــر سړی مئین دی [color=red:a7d4175b6a]************[/color:a7d4175b6a] بخت د هغو دی چې لیلا پرې شي مئینه

اخـــــر به توره شپه سبا شي [color=red:a7d4175b6a]************[/color:a7d4175b6a] مـــدام به نه وي د خــــزان سپیره بادونه

خدایه دا څومره ښه دې وکړل[color=red:a7d4175b6a]***********[/color:a7d4175b6a]چې دې خوشحال کړل بیلتانه رټلي زړونه


عنوان

tandar
08.12.2011

په سينه يو لالي ځايږي
.................حجره خو نه ده چه غويمنډ پري جوړومه ههههها
تربيا


سلامونه

پښتون.
09.12.2011

سلامونه تندر صیب!
د لنډیو ویل ډیر خوند کوي خو ماته ښکاري چې دا لنډۍ زیاتره د ښځو لخوا ویل شوی دي ،که سړو هم لنډۍ جوړې کړې وي نو د ځان نه ﺉی پکې ښځه جوړه کړې. [color=red:06abe93bc2]ههههههههههههههها[/color:06abe93bc2]
نو پدې خاطر هم څوک په لنډیو کې ګډون نکوي .حتې هغه کسان چې دلته معلوم دي چې د شاعرې او لنډیو ویلو خاص استعداد لري،نو نه پوهیږم چې هغوي ﺉی خرڅوي او که څه اچار پرې اچوي، په افغانستان کې خو هسې هم سندرغاړي او یا سندرې جوړونکی د شاعر نه د شعر اخیستلو کې اجازه نه اخلي او یو شعر ۵۰ شلو سندرغاړو ویلې وي او د بعضو شعرونه بیا بعد له مرګه ﺉی غلا کیږي.نو ولې پرې په ژوندینه دومره بخیلتوب کوي .

نو لنډې خو بل څوک نه لیکې،همدا تاسو او کله کله هم زه ﺉی لیکم.بیا ولې په یوار یو شپږ اوه دانې لنډۍ نه لیکۍ.

نارې وهم غږ راته نه کړې ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بيابه جهان راپسې ګورې نه به يمه
کټ د بلۍ سیوري ته یوسي ــــــــــــــــــــــــــ سپوږمۍ نامردې شرمول را خیستي دینه
سپوږمۍ ژر شه سوری راکه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د دیوال شاته یار ته غیږه ورکومه
سر یې په سور دسمال تړلی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ خدایه ناروغه لیلی روغه کړې مینه
د یار په کلي کې مې شپه وه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ زما تپوس یې په دریمه میاشت کاوونه
یاره د کلي په کوڅو کې ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دا ستا یادونه راته منډې را کوینه
زما په تمه نه شې ګرانه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ زه چې لوییږم ستا ځواني به تیروینه


سلامونه

tandar
10.12.2011

سلامونه ياره
دليکني خوند دي له ههههها سره نور هم زياتيږي
دلته خو فعلا دنرانو کمبودي هم زياته ده مجبور يو چه کله کله ډبل رول هم ولوبوو ههههها
په جينکو کي پټه کيږي
.............................ددله لوري زه دي پوندي پيژنمه ههههها
تربيا

[quote:aeceae62a1]سلامونه تندر صیب!
د لنډیو ویل ډیر خوند کوي خو ماته ښکاري چې دا لنډۍ زیاتره د ښځو لخوا ویل شوی دي ،که سړو هم لنډۍ جوړې کړې وي نو د ځان نه ﺉی پکې ښځه جوړه کړې. ههههههههههههههها[/quote:aeceae62a1]


خیریوسی
10.12.2011

تندر او پښتون صاحبانو جوړ روغ او خوشحاله اوسئ
دعنوان مطابق به زه هم یوه لنډۍ درته ولیکم
خو دسیلابو په اړه نه پوهیږم چي څنګه به وی
دتندر صاحب حوجره ده موږ هم په ډاډه زړه راځو

کوز کومنډی ګودر ته راسه
نن څورلسمه زه دشپی اوبه راوړمه

په درنښت


سلامونه

tandar
10.12.2011

سلامونه وروره
که دراتلونو نه دي مخکي خبر وي مونږ به له خوښي درته پسه حلال کړي وي
داديره په تاسو ښکلي ښکاري بي له تاسو داديره سپيره اوځان راته ملنګ ښکاري
که ددنيا شرمونه نه وي
.......................تابه منګي وړو زه به تش درسره تلمه
تربيا


خیریوسی
12.12.2011

تندر صاحب سلامونو ته وعلیکم السلام وایم
خدای دې وکړی چي په صحت روغ یی
کور دې ودان میلمستیا دې راورسیده خدای دې مو دمشرانو دشفقت څخه نه بي برخی کوی
ښاد اباد او خوشحاله اوسئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more