د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د لوی جرګې غړي څوک دي؟؟

ډاکتر څپاند
22.10.2011

درنو هېوادوالو،

داسې برېښي چې دکرزي ګوډاګې اداره او دده "جهادي شخصيتونه :D "
غواړي چې دامرېکئ داشغال ددايمي کولو لپاره "لويه جرګه" راوغواړي٠

پوښتنه :د لوی جرګې غړي څوک دي؟؟


محمود سعيد
24.10.2011

تیره شپه مې ولیدل چې د حضرت! صاحب په مشری د کمیسیون په پریکړه کې ولایتونه سره بیل شول او بیا د هرې ولسوالۍ څخه یو کس باید وټاکل شي.
معلومه خبره ده چې دا به هماغه غوړه مالان، چاپلوسان، وطن پلورونکي...او نور وي


حلیم
24.10.2011

سلام،
الله پاک د خیر پیښ کړي شرایط ډیر ترینګلي او پیچلي دي.
خدای مه کړه زموږ مشران ددې تاریخي پړیکړې سره داسې بې باکي ونکړې چې بیا هیڅکله او په هیڅ ډول نه جبرانیدونکي وي.
زه دا نه وایم چې دا ډول پریکړې دې یوازې په یوه لفظ، نه!، سره ځواب وویل شي، او ددې هم لیوال نه یم چې تر ابده پورې موږ د دې صهیونیستي وحشت (امریکا) په دام کې پریوزو، هغه که مخامخ وي او یا هم په بله بڼه.

ای کاش چې موږ داسې اسلامي تړون د دومره وړتیا سره درلودی چې زموږ د هیواد په څیر اسلامي هیوادونو کې یې د امینت ساتلو وس پوره وی. خو افسوس چې مسلمانان څوک له فقره مړه، څوک د چاغۍ مړه، څوک له عیاشۍ تر غرمې ویده، او څوک یو د بل په استعمالولو ژوند تیروي. بیا هم ډیر افسوسو ځای دی.

د همدې اسلامي نړۍ د لورینې له کبله زه شخصا د خپل غرور له مخې ددې مخالف یم چې امریکایان دې زموږ هیواد کې اډې جوړې کړي، خو ددې کلک طرفدار او غښتونکی یم، د مجبوریت له مخې، چې نړیوال ځواکونه دې د امریکایانو پرځای زموږ په هیواد کې لږ تر لږه څلویښت نور کلونه ځای پرځای شي.

خدای د وکړي د امریکایانو پرځای د نړیوالو ځواکونو د ځای پرځای کیدو پر سر یو فکر وشي.


ډاکتر څپاند
25.10.2011

دکرزي اساسي قانون داسۍ دی:

[quote:efa3a85cea]لويه جرګه
يوسلو لسمه ماده
لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې ترټولو ستر مظهر دى. لويه جرګه :
1. د ملي شورى له غړيو، 2. دولايتونواو ولسواليو دجرګو له رئيسانوجوړېږي.
وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي كولاى شي د لويې جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، ګډون وكړي.[/quote:efa3a85cea]

ددې معنی واضحه ده،يعني پدې جعلي لويه جرګه کې ګډون کونکي لا له پخوا
تعين شوی دی :shock:


محمود سعيد
26.10.2011

د حلیم صیب د خبرو په دوام...
زما په فکر د امریکایانو دایمي شتون زموږ په ګته نه دی. دوی به د خپل شتون د دایمي کیدو له قانونيتوب سره یو ځای خپلې لښکرې په نښه شوو ځایونو ته ورټولې کړي او په دې توګه به د خپلو رقیبانو لپاره د مناسب ګام اوچتولو په فکر کې شي.
له افغان حکومت سره د دوه مخي سیاست چلولو له لارې کولای شي تر ډیره په واکمنانو خپل اغیز وساتي او هغوی د خپلو ګټو لپاره ونڅوي.
د ناپاک له لوري د راکټونو په راویشتلو سره د دوی دریځ ښه روښانه شو او په راتلونکې کې به هم د افغانستان د داخلي خبرو په پلمه زموږ ځانګړی ملاتړ ونه کړي.
د دې تر څنګه به ایران او ناپاک زموږ پر ضد په خپلو شومو پلانونو کې تغیر او تیزوالی راولي او د افغانانو د پاته جرړو د ایستلو کوښښ به وکړي.
دا چې په نورو ملکونو کې ا امریکا اډې شته، زموږ هیواد له هغوی سره پوره توپیر لري. زموږ د هیواد جیوپولیتیک او ستراتیژیک موقعیت او ځانګړی اسلامي او پښتني هڅوب به دا اجازه ورنکړي چې دلته د تل لپاره دا ډول لښکرې ومنو.
په پای کې دا هم وایم چې په پوره غور سره باید داسې یو تړون رامنځته شي چې پکې د بهرنیانو د وتلو ځانګړې نیټه او ورسره له افغان حکومت او خلکو سره کلک او ګټور لاسنیوی روښانه وي...


د لوی جرګې غړي څوک دي؟؟

tandar
25.11.2011

سلامونه
څپاند صيب که مو له دي نوي ساختګي غونډي مطلب وي نو يو قاطع ځواب ې بدون له جرح او بحث نه دادي چه ددي غونډي ټول غړي په صورت عموم سره وطن فرشان وه اوکه کوم او يو په کي ځان وطنفرست بولي کولاي شول چه داعتصاب په توګه ې په غونډه کي ګډون نه وي کړي
ددي ټولو غړو په جيبو کي ډالر تخته شوي دي په بعضو باندي دنصوارو د نيشي نه خوب راغلي و او په چوکيو ويده وه له خدايه ې غوښتل چه جرګه زر خلاصه شي مقصد خپل لاس ورته پورته کړي او OK ورسره امضا کړي او خپل کور ته ډک جيبونه يوسي ، مګر په دي هم پوهيده چه دمملکت او ملت په سرنوشت ا وددايمي اشغال په هکله تصميم نيول کيږي
ټولو وطن فروشاو ته مرګ له خدايه غواړم
مننه
[color=red:2dd6581d14]

د لوی جرګې غړي څوک دي؟؟
4 ډاکتر څپاند [/color:2dd6581d14]


Re: د لوی جرګې غړي څوک دي؟؟

..Ahmadzai
17.12.2011

[quote:dbb6080ad8="ډاکتر څپاند"]درنو هېوادوالو،

پوښتنه :د لوی جرګې غړي څوک دي؟؟[/quote:dbb6080ad8]

د لوې جرګې غړي، یو څو خره أو نور ټول غوایي وول.

په درنښت


پښتون.
17.12.2011

احمدزۍ صیب ،یواځې خره او غوایان نه و،خرې او قچرې هم پکې ښه ډیرې وی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more