د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

خپرې ملغلرې

رښتینی
21.10.2011

خپرې ملغلرې


وایې ښه خبره هغه ده چې لنډه ، معنی لرونکي او ستړې کوونکي نه وې
عمرو بن العاص رضی الله عنه مشهور صاحابی دی ، دده په مجلس کې یوه
ورځ یوه سړي اوږدې خبرې وکړې نوده وویل : که یې لنډي خبرې کړې وی دده
له پاره به ښه وه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلې دې چې
ویل یې : زه دا مناسب بولم یاماته دا امرشوی دی چې په خبرو کې به لنډوالی
او اختصار غوره کوم ځکه لنډه او مختصره خبر غوره وې ،

عَمْرَو بن الْعَاصِ رضي الله عنه قال يَوْمًا وَقَامَ رَجُلٌ فَأَكْثَرَ الْقَوْلَ فقال عَمْرٌو: لو قَصَدَ
في قَوْلِهِ لَكَانَ خَيْرًا له، سمعت رَسُولَ الله صلى الله عليه وسلم يقول: «لقد رأيت
أو أُمِرْتُ أَنْ أَتَجَوَّزَ في الْقَوْلِ فإن الْجَوَازَ هو خَيْرٌ». رواه أبو داود

دا خبره ثابته شوې ده چې د متاخرینوعلماو په نسبت د مخکینیو یاقدماو خبرې ډیرې کمې وې
او دا کمښت یې د کم علمي نه بلکې دژور علم استازیتوب کوې اوپه دې اړه علامه عبدالفتاح ا
بوغده ډیره ژوره لیکنه کړې ده چې په قیمه الزمن عند العلماء (دوخت ارزښت او ساتنه) کتاب کې
شته نو دا خبره سپینه شوه چې لنډه اومختصره خبره ښه وې .

زه هم دلته داسي لیکنی را اخلم چې لنډې به وې خوږې به وې او له معني به ډکې وې ددې لړۍ
پیل له نبوي سیرت نه کوو او همداسي به ګام په ګام لاندې راځو اودا لړۍ د (خپرې ملغلرې) په نامه
سره نوموو الله دې وکړې تریوه ځایه یې ورسوم ستاسو د دعاو په هیله .

حامد


رښتینی
21.10.2011

(۱)


جریر بن عبدالله البجلی رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی ،رسول
الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسې کور کې ناست و چې هغه له صحابه کرامو ډک و
جریر په دروازه کې و دریدی ، کله چې دی رسول الله ولید نو یوه بل لورته یې وکتل
او خالي خاي یې ترسترګونشو نو یې خپل څادر تاو کړ او جریر رضی الله عنه ته یې
ور وغورځاوه او ورته ویې ویل چې په دې څادره باندې کینه .

جریر ضی الله عنه درسول الله څادر راواخیست له سیني سره یې ولګاوه او ښکل یې کړ
بیرته یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړ او ورته ویې ویل :یارسول الله الله دې ستاداسې عزت وکړې لکه زما عزت چې دې وکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :کله چې تاسو ته کوم قوم عزتمن مشر راشي نوتاسو دهغه عزت کوئ .
( حیاه الصحابه ج۲ ص ۵۶۳)

جریر بن عبدالله البجلي رضی الله عنه د بجیله قبیلي مشرو په لسم هجري کال په
رمضان کې مسلمان شوی دی ویل کیږې دی ډیر زیات ښایسته و او دده د ښاست
په اړه عمربن الخطاب رضی الله عنه وایې چې جریر ددې امت یوسف دی .
(البدایه والنهایه اتم ټوک)


رښتینی
04.11.2011

(۲)

درسول الله صلی الله علیه وسلم خادم انس بن مالک رضی الله عنه وایې : سلمان فارسي رضی الله عنه عمر بن الخطاب رضی الله عنه ته راغی ، عمر رضی الله عنه په تکیه باندې څنګ وهلی و ، کله یې چې سلمان رضی الله عنه ولید هغه خپله تکیه یې هغه ته کېښودله ، سلمان رضی الله عنه وویل : الله جل جلاله او دهغه رسو ل صلی الله علیه وسلم رښتیا ویلې دې ، عمر رضی الله عنه ورته وویل : ابو عبدالله د الله جل جلاله او دهغه درسول دا خبره موږ ته هم وکړه ! سلمان رضی الله عنه ورته وویل : یوځل زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم هغه یوې تکیې ته څنګ وهلی و او هغه یې ماته کېښودله ، اوبیا یې ماته وویل : سلمانه ! کوم مسلمان چې دخپل مسلمان ورور خواته ورشې او هغه کوربه د دې میلمه دعزت په خاطر هغه ته تکیه کیږدې نو الله جل جلاله به هغه ته خامخا بښنه کوې . (حیاه الصحابه ج ۲ ص ۵۶۱)


رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي چې دجنت دريوكسانوته شوق كيږي على اوعمار اوسلمان رضی الله عنهم ،دى په رسول الله صلي الله عليه وسلم دومره ګران و اودومره ورته نږدې و چې د شپې به يې له ده سره خاص خبرې لرلې اوله ډېرو اوږدوپورې به يې خبرې ورسره كولې تردې پورې چې حضرت عايشه رضي الله عنها وايي : سلمان به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دشپی له مخی دومره مجلسونه کول چی نږدی وه پرموږ(امهات المؤمنین)غالب !! ، شی مؤرخين ليكي چې سلمان درې نيم سوه كاله ژوندكړى دى كه څه هم په درې نيم سوه كې ځينې مؤرخين شك كوي خوپه دووه نيم سوه كاله كې څوك شك نه كوي دى په (35) هـ كې وفات شوى . ( دشمائل ترمذي پښتو شرحه ج ۱ ص ۱۸۷)


رښتینی
04.11.2011

(3)

حذیفه بن الیمان رضی الله عنه وایې : ما د روژي په میاشت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم
سره لمونځ وکړ له لمانځه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دغسل له پاره ولاړ شو کله چې
ده غسل کاوه ما پرده ورته برابره کړه له غسل وروسته په لوښې کې یوڅه اوبه پاتي شوې رسول
الله صلی الله علیه وسلم راته وویل : که غواړې په همدې اوبه غسل وکړه او که نورې اوبه همدې
اوبوته ورزیاتوې هم ستا خوښه . ما ورته وویل : یارسول الله ماته همدا ستا له غسل نه زیاتې شوې

اوبه خوند راکوې اوپه همدې اوبو غسل کوم . نوماپه هغو اوبو غسل کول پیل کړل او رسول الله
صلی الله علیه وسلم زما له پاره پرده جوړه کړه . ما ورته وویل یارسول الله زه ځان ته په خپله پرده
برابروم ته یې مه برابروه ده راته وویل لکه څنګه چې تا زما له پاره برده برابره کړه داراز به خامخا
زه هم ستا له پاره برده برابروم .
( حیاه الصحابه ج ۲ ص ۸۶۷)

حذیفه رضی الله عنه مشهور صحابی دی اوپه صاحب سر رسول الله سره یادیږې ځکه رسول الله
صلی الله علیه ووسلم ده ته دګڼ شمیر منافقانو نومونه ښوولې و او داخرت دفتنو او نښو په اړه
یې ډیر خبرې ورته کړې وې عمربن الخطاب رضی الله عنه له ده نه پوښتنه وکړه چې زه خو به له
منافقینو څخه نه یم ده ورته وویل نه . او بیا یې زیاته کړه چې له تا وروسته به دهیچا تزکیه ونکړم
دی اوپلاریې یمان دواړه د احد په غزا کز برخوال وو خو پلار یې دخپلو صحابه کرامو له خوا په
خطایې سره ووژل شو او د بدر په غزا کې په لاره کې کفارو ونیول او وعده یې ځنی واخیسته چې
د محمد (صلی الله علیه وسلم ) له لورې به زموږ سره په جګړه کې برخه نه اخلئ دوی چې رسول الله
ته داخبره وکړه هغه ورته وویل له هغوی سره په وعده وفا وکړی دی دعثمان رضی الله عنه له شهادت
څلویښت ورځې وروسته وفات شوی دی .
(سیر اعلام النبلاء )


رښتینی
12.11.2011

(۴)

امام ترمذی په شمائل کې له علی بن ابی طالب رضی الله عنه څخه یو روایت راخیستی دی هغه
وایې : چابه چې ناڅاپه رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدیابه یې دلومړي ځل له پاره ولید نو هغه
کس به ورنه وویردی اوچې یوڅه وخت به یې ورسره تیرکړ او وبه یې پیژاند بیا به پرې ګران شو :
(الشمائل للامام الترمذي )
دابوداود او ابن ماجه په یوه روایت کې راغلې دې ابومسعود الانصاري رضي الله عنه وایې
موږ به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست و، رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه سړې
سره خبرې وکړې خو په هغه سړې باندې له ویرې نه لړزه راغله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور
ته وویل :هون علیک، فإنی لست بملک، إنما أنا ابن ا مرأة من قریش کانت تأکل القدید)
یعنی مه ویریږه ! زه خو څه باچا نه یم زه دقریشو دیوې داسې ښځي زوی یم چې وچه غوښه
به یې خوړه !!
(رواه أبو داود، وابن ماجه)

دحدیثو شارحینو وایې : دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم دانتهایې زیاتې عاجزي څر
ګندونه کړې ده او هغه داسې چې یو خو یې ځان دقریشو دیوې ښځي زوی یاد کړی دی او د
پلار یادونه یې نده کړې اوبل یې خپله مور بیا داسې عاجزه معرفی کړې ده چې هغې به وچه
غوښه خوړه او وچه غوښه شتمن نه بلکي غریب خلک خورې .
دلویدیځ ځیني مستشرقین او ختیځپوهان وایې : چې محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کې
پیغمبرو خو چې مدیني ته ولاړ نو بیا یې پیغمبري ته شاکړه او باچا وګرځیدی !! دوی بیځایه
ختیځپوهان بلل کیږې که دوی د رسول الله دژوند له حالاتو په تفصیل سره خبر وی نو داسې
خبرې به یې نه وې کړې خو اصلا دوی دافترائاتو اوپوچو تورونو زمریان دې .


رښتینی
13.11.2011

(۵)

مشهور مؤرخ اومفسر ابن جریر الطبري (۲۲۱هـ-۳۱۰)په خپل تاریخ :تاریخ الامم والملوک کې
یو اوږدروایت راخیستی دی په دې روایت کې درسول الله صلی الله علیه وسلم دنبوت دپیلیدو
په اړه خبرې شوې دې ، دبنوعامر دقبیلي یو سپینږیری رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی
دی هغه لا مسلمان ندی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه هغه ته دنبوت د ورکړي په اړه
پوښتنې کوې اورسول الله صلی الله علیه وسلم یې په خوږه لهجه او پسته ژبه ورځوابوې . د
پوښتنوپه پیل کې سپینږیری عامري رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې چې اجازه راکوې
څو پوښتنې وکړم ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وایې :( سل عنک )یعني ته چې کومې پوښتنې لرې هغه
وړاندې کړه دلته راوي زیاتوې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې له دې مخکې یوچاته
دپوښتنو اجازه ورکوله نو ورته ویل به یې : سل عما شئت یا سل عما بدالک خو ددې سپینږیرې
عامري له پاره یې لهجه بدله کړه او دبنوعامر په لهجه یې ورته وویل : سل عنک .

(تا ریخ الطبري . ج ۲ ص ۱۶۴)

درسول الله صلی الله علیه وسلم په دې چلند کې دنن ورځي د داعي له پاره ډیر په زړه پورې
درسونه اوعبرتونه پراته دې بنوعامر هم اصیل عرب دې البته د قریشو له لهجي سره به یې
لهجه یوڅه توپیر لرې خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه دمراعت کولواو خوشالولوله
پاره دهغه لهجه غوره کړه . اوله داډول چلند نه مدعو او مخاطب ډیر اغیزمن کیږې او د داعي
خبروته ښه ځیر کیږې . او له دې روایت نه داهم معلومولی شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم
دخپل مخاطب د کوچني لهجوي توپیر لحاظ هم کاوه او دهغه لهجي ته یې په درنه سترګه کتل .


رښتینی
13.11.2011

(6)
دډیرو علمي کړیواودارازپه اصطلاح دځیني مهذبواوماډرن ژوندلرونکوخلکو دژوندپه
مختلفواړخونوکې پریمانه تکلفات لیدل کیږې دهغوی ناسته ولاړه ، خبرې اترې ، چال
چلند،لیکنې او ویناوې او....کې ډیره تصنع او تکلف وې اوزموږپه څیر ساده کلیوال وګړي
یې په مجلسونواوناستوپاستوکې ستومانه اوتردوه سپوږمو شې .

انسا ن په فطري توګه اساني خوشوونکی دی اوداډول تکلف اوتصنع خلک د داسې موخو له
پاره غوره کوې چې هغه نه سپیڅلې دې اونه له انساني فطرت سره سمون لرې نوځکه قراني او
نبوي لارښووني د تصنع او تکلف خلاف دې او دانسان دپنځ او فطرت موافقه لارښوونه کوې .
علماء لیکې چې په ټولیزه توګه دټولو انبیاو خبرې اترې اوچال چلند له تکلف او تصنع نه
پاک وو ،دهغوی خبرې دخوږو اوپاکواوبوپه څیر وې چې هرچا کارولی هم شوی او هرچا
اړتیا هم ورته لرله .
قرانکریم وایې :
قل ما اسالکم علیه من اجر وما انا من المتکلفین ﴿سوره ص 86﴾
التكلف قدرٌ زائد عن الطبيعي ، ونسبة تحوّل الفطرة إلى افتعال ، والصحة إلى اعتلال
ته ورته ووایه ! زه له تاسو په خپل کارمزدوري نه غواړم اونه زه دتکلف خوشوونکوله ډلي
نه یم .په ایت کې د تکلف نفي کولوته بلیغه اشاره شتون لرې .

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : موږ له تکلف نه منعه کړل شوې یو
( صحیح البخاري ۷۲۹۳)


رښتینی
13.11.2011

(7)
دسیرت پیژندني له پاره مهمه ده چې په ځینې شرعي کتابونوکې دسنتوپر محدودشمیر
بسنه ونکړل شي اودا فکر ونکړل شي چې یواځي همدا سنت دې بلکي ځینې داسي سنت
عملونه هم شته چې هغه په صحي روایاتو سره ثابت شوې دي او هغه ډیر مهم سنت بلل
کیږې دبيلګې په توګه بخاري ، مسلم اونوروډیرو کتابونو یوصحي روایت راخیستی دی
او هغه عمل درسول الله صلی الله علیه وسلم یومهم سنت دی :
عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : " مَا خُيِّرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ أَمْرَيْنِ قَطُّ إِلا اخْتَارَ أَيْسَرَهُمَا "

يعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې د دوو کارونوپه منځ کې اختیار ورکړل شوی دی
نو ده خامخا اسانه یو غوره کړی دی اوسخت کاریې پري اېښی دی .

له دې حدیث نه معلومه شوه چې په شرعي چاروکې دسخت او اسانه کارونوپه منځ کې اسانه
کارغوره کول یومهم سنت ده او سخت کار غوره کول دسنت خلاف ده خوڅرنګه چې داکارزمو
ږ په عاموکتابونوکې د محدودشمیرسنتوپه لړ کې ندی راغلی نو خلک فکر کوې چې له دې
پرته نور سنت نشته او ددې تیروتني په ترڅ کې په شریعت کې دسخت کار غوره کول دثواب
او اجرکاربولي ! اوپه حقیقت کې هغه دسنت خلاف اوناسم کرده . او اسانه کار غوره کول
مهم سنت ده .


رښتینی
15.11.2011

8

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایې : دبدر غزا ته په سفر کې له صحابه کراموسره اوښان
او سپرلی کمي وې په دریو کسانو به یو اوښ و له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ده
دوه ملګرې ابولبابه او علی بن ابی طالب رضی الله عنهما ووکله به چې په دوی دواړوکی د
کوم یوه په اوښ دسپرېدلو نوبت راغی رسول الله صلی الله علیه وسلم به پیاده روان و نو
هغوی به ورته وویل : یارسول الله موږ ستاپه ځای پیاده تګ کوو ته له اوښ نه مه ښکته
کیږه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :

ما انتما باقوی علی المشي مني
وما انا باغني عن الاجر منکما

( مسنداحمد لومړۍ ټوک مخ ۳۲۲)

یعنی تاسو دواړه په تګ کې له ما څخه نه یئ تکړه
او زه هم ستاسوپه څیر اجر او ثواب ګټلوته اړیم

درسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو سره له دي چلند نه هغه مضمون ښه پتېیلی
شو چې په کتابونواولیکنوکې یې اسلامي مساوات اوبرابري بولي داد بدر مبارکي غزاته
دروانو غازیانو هغه لشکر ده چې په منځ کې یې دخدای جل جلاله سپیڅلی پیغمبراود
انسانیت لارښود هم روان دی اودی په خپل دي عاجزانه چلند سره خپلو ملګرواوټول امت
ته دا پیغام ورکوې چې ټول مسلمانان باید په خپلو کې له یوه بل سره دبرابري اومساوات
چلند غوره کړې او درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک سیرت کې داډول دمساوات اوبرابري خبرې نوري هم شته


رښتینی
25.11.2011

(9)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم
ویلي دي : په اخیري زمانه کې به داسې مکار او ټګان خلک پیداشي چې د دین په
نامه به دنیا ګټي دوی به دمسکنت او درویشي په پوښاک اولباس کې دخلکو دمتاثر
کولو له پاره پوستکي اغوستې وې د دوی ژبي به ډیرې خوږې وې خو په سینوکې به
یې دلیوانو زړونه وې ، ددوی په باره کې الله جل جلاله وایې : ایا دا خلک زموږ له خوا
په مهلت ورکولو سره په دوکه کې لویدلې دې ؟ایا له موږ سره د مقابلي اراده لرې ؟
زما دي قسم وې چې زه به دا ټګان په داسي فتنه اخته کړم چې ډیر هوښیار خلک به
هم دوی ته حیران پاتې شي . ( جامع الترمذي)


دا هغه ډول ریاکاري اوټګي ده چې ترټولو خطرناکه او ویروونکي ده دوی د دنیا ګټلو په موخه د نیکانواوصالحو انسانانو ژوندود او خبرې غوره کړې اوبیا د خدای جل جلاله ساده اوسپین زړي مسلمانان دروهي یعني دوی دالله دین د پناه کیدونکي دنیا دګټلو له پاره ذریعه وګرځوې اودا ټګان به له مرګ نه مخکي الله جل جلاله په داسي فتنه اخته کوې چې ډیر هوښیار خلک به ورته هک حیران پاتي وې .
( معارف الحدیث ج ۲ ص ۳۳۴)

موږ دخدای درښتیني پیغمبر دا وړاندوینه نن سبا دځیني انسانانو په شکل کې دسرپه سترګووینوهغوی په دین کې په مختلفو حیلو اوبهانو سره ځیني داسي کارونه پیل کړې وې چې نه یې له قران نه کوم دلیل اوبرهان په لاس کې وې او نه له نبوي سنت څخه اوپه ځیني رمزي او په اسرارو پوښلو خبرو سره ساده او پاک مسلمانان دروهي .

------------------------------------------------------------


رښتینی
25.11.2011

(10)

خزیمه بن ثابت الانصاري رضي الله عنه خوب ولید چې په خوب کې درسول الله صلی الله علیه وسلم په ټنډه مبارکه سجده کوې نو یې په دې خوب باندې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر کړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډډه ولګوله او ورته ویې ویل : خوب دي پوره کړه !نو خزیمه رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم په ټنډ ه مبارکه سجده ولګوله او دخوب تعبیر یې ترلاسه کړ !! له دې روایت نه له صحابه کراموسره درسول الله صلی الله علیه وسلم مینه ښه معلومولی شو.

داروایت امام احمد په خپل مسند کې د خزیمه له زوی نه چې هغه له خپل تره نه کړی دی داسې راخیستی ده :أن خزيمة بن ثابت الأنصاري رأى في المنام أنه سجد على جبهة رسول الله صلى الله عليه وسلم فأخبر النبي صلى الله عليه وسلم بذلك فاضطجع له رسول الله صلى الله عليه وسلم وقال صدق بذلك رؤياك فسجد على جبهة رسول الله صلى الله عليه وسلم .(مسنداحمد)

یو وخت یوه اعرابي په درسول الله صلی الله علیه وسلم باندي أس خرڅ کړ وروسته یې انکاروکړاو خزیمه بن ثابت رضی الله عنه دشاهد په توګه راغی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :ته په څه شي شاهدي وایې ؟ خزیمه ورته وویل : ستاپه صداقت . نورسول الله صلی الله علیه وسلم دده شاهدي د دوو کسانو په شاهدي ومنله او په دي سره خزیمه رضی الله عنه په صاحب الشهادتین سره یادیږې . رضی الله عنه .


رښتینی
27.11.2011

11

عبدالرحمن بن ابزی رضی الله عنه وایې : یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبي ته پورته شو , دالله حمد اوثنا یې وویله ، بیایې دمسلمانانو ځیني طایفې یادې کړې او هغوی یې وستایل بیا یې وویل : ولې ځیني قومونه خپل ګاونډیان نه پوهوې ؟! او نه علم ورزده کوې ؟! اونه وعظ اونصیحت ورته کوې ؟! نه په ښوامر ورته کوې اونه یې له بدو منعه کوې ؟! او ولې ځینې قومونه له خپلو ګاونډیانو علم نه زده کوې ؟! اونه ځانونه ورنه پوهوې ؟! او نه وعظ اوپند ترې ترلاسه کوې ؟!
په خدای سوګند یاخوبه خامخا داقوم خپلوګاونډیانوته علم ورزده کوې ، اوپوهوې به یې ، او وعظ به ورته کوې ، په ښوبه امر ورته کوې اوله بدوبه یې منعه کوې ، اوپه خدای سوګند یاخوبه داقوم له خپلوګاونډیانو علم زده کوې ، اوځانونه به پوهوې ، او وعظ به ترې ترلاسه کوې اوکه داسې ونکړې نوپه په دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم ،
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له منبر نه راښکته شو او کورته ننووت ، ځیني خلکو وویل :
تاسوڅه فکر کوئ په دې خبرو سره درسول الله صلی الله علیه څوک مراد وو ؟ چاوویل درسول الله صلی الله علیه موخه اشعریین دي هغوی پوه دي اود دوی په ګاونډ کې ځایې اوکوچې ناپوه خلک اوسې ، په دې خبره اشعریین خبر شول نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ویې ویل : یارسول الله تا دځیني خلکو ستاینه کړې ده او موږ دي بد یاد کړې یو موږ څه کړې دي ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
په خدای سوګند یاخوبه خامخا داقوم خپلوګاونډیانوته علم ورزده کوې ، اوپوهوې به یې ، او وعظ به ورته کوې ، په ښوبه امر ورته کوې اوله بدوبه یې منعه کوې ، اوپه خدای سوګند یاخوبه داقوم له خپلوګاونډیانو علم زده کوې ، اوځانونه به پوهوې ، او وعظ به ترې ترلاسه کوې او
که داسې ونکړې نوپه دنیا کې به ډیر ژر عذاب ورکړم ،
اشعریینو وویل : یارسول الله ! ایا موږ بل چاته پوهه ور وښیو؟رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا خپله خبره تکرار کړه ،دوی بیا خپله پوښتنه تکرارکړه ، هغه بیا خپله خبره وکړه نودوی وویل : یا
رسول الله ! موږ ته یوکال وخت راکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته یوکال وخت ورکړ
څوخپلوګانډیانوته علم ورزده کړې ، او هغوی پوه کړې او وعظ ورته وکړې ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تلاوت کړ :
لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون .(المائده 78-79)
یعنی د داود او عیسي بن مریم علیهم السلام په ژبو دبني اسرائلوپه کافرانو لعنت ویل شوی و
داځکه چې هغوی سرکشي او ګناه کړې وه او تیرۍ یې کاوه ، دوی په خپلوکې یوبل له بدوکارونو نه منعه کول ، دوی ډیر بد کول .

دا حدیث الهیثمي په مجمع الزوائد کې ،الطبراني په معجم الكبيرکې او المنذري
په الترغیب والترهیب کې روایت کړی دی . دحدیث په سند کې که څه هم ځیني محدثینوخبرې کړې دي خو حافظ المنذري له خپلي څیړنې وروسته وایې چې دا حدیث حسن او یا حسن ته نږدې دی .


رښتینی
27.11.2011

12

په پیل کې په مدینه منوره کې له مسلمانانو سره یهود هم اوسیدل ، یو وخت رسول الله صلی
الله علیه وسلم یوځای ناست واوهلته یوه جنازه تیرېدله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې
جنازه ولیدله نو احتراما ورته ولاړ شو ، داوخت له ده سره څو صحابه هم ناست وویوه صحابي
ورته وویل : یارسول الله ! داد یوه یهودي جنازه وه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:
الیست نفسا . ایا هغه انسان نه ده .( صحیح البخاري کتاب الجنائز وصحيح مسلم )

له دې روایت نه داسي معلومیږې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر انسان احترام کاوه
که هغه به له هر قوم او ملیت نه و ،هغه دکوم ځانګړي قوم او ملت له پاره پیغمبر نه و هغه دټول
انسانیت له پاره الله جل جلاله پیغمبر رالیږلی و نو له ټولو انسانانو سره یې مینه لرله له ځیني
ځانګړو حالاتو پرته باید په ټولیزه توګه له هر انسان سره مینه وکړل شې ځکه دمیني په صورت
کې موږ کولی شو هرانسان ته دالله پیغام ورسوواو هغه دالله دین ته راوبولو .

له کفارو سره دانساني غوره چلندپه اړه قرانکریم هم موږ ته لارښووني کړې دي :
وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَأُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (العنکبوت۴۶)

یعني داهل کتابوله ظالمانو پرته له نورو سره خامخا په ښه توګه مجادله کوئ او ورته وایئ موږپه
هغه څه ایمان راوړئ دی چې موږاوتاسوته رانازل شوی دی اوزموږ اوستاسو خدای یو دی اوموږ
هغه ته غاړه ایښې ده .


رښتینی
27.11.2011

13
یو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدیني له یوه تاجر نه یوڅه قرض واخیست
څه موده وروسته هغه تاجر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او دخپل قرض
غِوښتنه یې وکړه . د خبروپه مهال تاجر یوڅه سختي خبري وکړي تردې پوري چې هغه
وویل : دعبدالمطلب دکورنۍ ټول کسان پورښه نه پرې کوې .
له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست صحابه دي سړي ته په غوسه شول او غوښتل
یې چې له دي سړي نه غچ واخلي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : دعوه فان
لصاحب الحق مقالا . یعني څه مه ورته وایئ پرې یې ږدئ ځکه پوروړۍ او دحق څښتن
دشکایت حق لرې . ( داروایت بخاري ، مسلم اوترمذي راخیستی دی )

له دې کیسي نه موږ دنزاعي پیښو په مهال درسول الله صلی الله علیه وسلم چلند معلومولی شو
په داسي پیښو کې هرڅوک دخپل ځان په غم کې وي اودخپلو حقوقواو ځان د دفاع په فکر کې
وي او دمقابل لوري د حقوقو، جذباتو او احساس په فکر کې نه وي ، رسول الله صلی الله علیه
وسلم ته که څه هم دي سړي دادب او اخلاقو خلاف خبري وکړې اوپه داسي حالت کې هرڅوک د
خپل شخصیت دخوندیتوب په فکر کې وي خو رسول الله دمقابل لوري حقوق په نظر کې نیولې
وو هغه یې دحق څښتن وباله او په دې یې اقرار وکړ چې دحق څښتن دشکایت حق لري .


رښتینی
27.11.2011

14

محب الطبري رحمه الله په خپل سیرت کې لیکلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په
شالوڅ خره سپور و اوقباته روان و ابوهریره رضی الله عنه هم ورسره ورسول الله صلی الله
علیه وسلم ابوهریره ته وویل : له ماسره په خره سپریږي ؟ ابوهریره ورته وویل چې ستا څرنګه
خوښه وې . هغه ورته وویل : راځه راسپورشه ! ابوهریره خره ته ورټوپ کړه خو ویې نشوی
کولی چې سپورشي (ابوهریره یوڅه دروند و) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ونیو او
دواړه له خره نه لاندې راولوېدل ، بیارسول الله صلی الله علیه وسلم سپور شو او ابوهریره ته
یې بیا وویل : له ماسره په خره سپریږي ؟ ابوهریره ورته وویل چې ستا څرنګه خوښه وې . هغه
ورته وویل : راځه راسپورشه ! ابوهریره خره ته ورټوپ کړه خو ویې نشوی کولی چې سپورشي
نوپه رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې یې ځان تم کړ او دواړه له خره نه لاندې راولوېدل .
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا سپورشو او ابوهریره ته یې وویل : راسپور شه !
ابوهریره ورته وویل : نه په هغه خدای مې دي سوګند وې چې ته یې په حقه رالیږلی یې
چې دریم ځل دي له خره نه اچوم !
( سیرة النبي للمحب الطبري )

زما مور اوپلار دي له داسي پیغمبرصلی الله علیه وسلم نه ځارشي چې هغه له دومره ستر شان اوعظمت سره له خپل یوه ملګرې سره دومره خوږ چلند او داسي بی تکلفه برخورد لرې !!
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې غوره چلند کې دنن ورځي دکبرجنو پوهانو او مغرورو
مشرانو له پاره څومره ستر عبرتونه او پندونه پراته دي ! نو سترګور خلک دي عبرت واخلي .


رښتینی
30.11.2011

15

دهجرت په شپږم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم دمکي له مشرکانو سره سوله وکړه چې د حدیبیي سوله یې بولي ویل کیږې چې کله د سولې په مادو موافقت راغی نو داپه یوه کاغذ ولیکل شوې او دا سوله لیک علی بن ابی طالب رضی الله عنه ولیکی او دسوله لیکیا موافقت نامي په پای کې یې ولیکل : هذا ما صالح علیه محمد رسول الله ............................
(سیرة ابن کثیر۳ټوک ۳۲۰مخ)

دمشرکانو مشرانو له دې خبرې انکار وکړ او ویې ویل : زموږ اوستاسوداختلاف اساسي ټکۍهمدا دی چې موږ محمد دپیغمبر په توګه نه منو که مو منلی نو دې جګړو اوسولوته بیا کومه اړتیاوه دلته باید ولیکل شي : هذا ما صالح محمد بن عبدالله ...........

رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی سره دا خبره سمدستي ومنله خو علی بن ابی طالب رضي الله عنه وویل :زه دمحمد له نامه څخه د (رسول الله ) توري نشم ړنګولی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل لاس د(رسول الله ) توري ړنګ کړل او علی ته یې وویل دلته (ابن عبدالله )ولیکه ،

داډیره نازکه موضوع وه درسول الله صلی الله علیه وسلم دټولي مبارزي اساسي ټکی همداواو ددي تورو ړنګولو داشکوک پیدا کول چې ګواکي دی په خپله دعوه کې دوه زړۍاوشکمن دی ځکه خو هغه مهال عمر رضی الله عنه ابوبکر رضی الله عنه ته د غوسې په حالت کې ورغی او ورته کړه یې : الیس برسول الله ؟!!یعنی هغه دالله رسول ندی ؟!!
(سیرت ابن کثیر۳- ۳۲۰-۳۲۱)

خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دې خبرو ته هیڅ اهمیت هم ورنکړ ځکه هغه یو دومره لوړانسان و چې دحقایقوپه نړۍ کې یې ژوند کاوه هغه کولی شوی دهرشي له ظاهري شکل پرته دهغه حقیقت درک کړي دهمدې روحیاتوپراساس هغه محسوسه کړه چې په کاغذ هرڅه لیکلې وې هغه دي وې خو په اخره کې چې کوم شی غالب شې هماغه حقیقت دی . ده پرخپل نبوت پوخ یقین لاره او داسي شیانو ته یې اهمیت نه ورکاوه چې هغه به یوه ورځ خامخا دحقیقت په ځواک سره له منځه ځې .


رښتینی
30.11.2011

16

یو وخت رسو ل الله صلی الله علیه وسلم دخپلي میرمني ام سلمه رضي الله عنها په کورکې و
اودهغې مینځي ته یې دڅه کار امر وکړ مینځه ووتله او په هغه کار پسې ناوخته شوه ام سلمه رضي
الله عنها ور ووتله او خپله مینځه یې ولیدله چې په څه شي یې لوبي کولې ،را ویې غوښتله اوورته ویې ویل : ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په کارپسې لیږلې وي او اوس دلته په لوبو بوخته یې !
هغې ورته کړه چې ما ندي اوریدلي ، دمینځي په تاخیر رسول الله صلی الله علیه وسلم یوڅه په
غوسه شو اوپه رنګ کې یې تغیر راغی نو یې مینځي ته وویل :
لَوْلا خَشْيَةُ الْقَوَدِ ، لأَوْجَعْتُكِ بِهَذَا السِّوَاكِ .
یعني که له دې نه ویریدلی چې په قیامت کې به الله جل جلاله بدل رانه واخلي نوپه دي مسواک به
مې دردولې (وهلي) وي .
(الادب المفردللبخاري ومسند ابویعلي الموصلي وحلیه الاولیاء )

درسول الله صلی الله علیه وسلم له دي لوړو جملونه دوه مطلبونه ترلاسه کولی شو یو دقیامت له ورځي نه دده ویره اوبل یوې خادمي ته دده دغوسي څرنګوالی . ده لکه څنګه چې مسلمانان دقیامت له ورځي ویرول په خپله هم په واقعي توګه هماغسي دقیامت له ورځي نه ویریدی که څه هم دی دخدای جل جلاله نازولی او سترپیغمبر و خو خلکوته یې په مساوي او
برابره توګه له اخرت نه دویري احساس ورکاوه .
اوبل ښکاره خبره ده چې دمسواک په وهلوانسان دومره نه دردیږي خورسول الله صلی الله
علیه وسلم خادمي ته وایې چې په دي مسواک به مې دردولې وي !
سبحان الله داد ستراوخواږه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغوسي دحالت هغه ترخه اوسخته
خبر ده !! : لَوْلا خَشْيَةُ الْقَوَدِ ، لأَوْجَعْتُكِ بِهَذَا السِّوَاكِ .


رښتینی
30.11.2011

17

په یوه روایت کې راغلې دي چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي له وخته مخکي
د سپیږیرتوب نښي ښکاره شوې ځیني صحابه کراموپوښتنه وکړه : یارسول الله ماشیبک ؟
یعني څه شي سپینږیرۍ کړې یارسول الله ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : شیبتني
هود واخواتها یعني سورت هوداودهغه په څیر نوروسورتونو سپینږیرۍ کړم .
(سیراعلام نبلا، ابن عساکر ، الدارالقطني ...)

په سورت هودکې هغه کومه خبره ده چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دومره زیات
اغیز کړی وچې له وخته مخکې دسپینږیرتوب نښې پکې پیداشوې وي ددې خبري اندازه له دي
ایت نه کولی شو :{ ولا تركنوا إلى الذين ظلموا فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون } (هود:113) یعني تاسو ظالمانو ته دزړه میلان مکوئ ،کنه اورته به ولویږئ ،اوبیا ستا
سودوستان نه وې ،او بیابه څوک ستاسو مرسته نشي کولی .

په دي ایت کې دهغه وخت یادونه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل دعوت ښکاره
کړ اوله ډیرو هڅو وروسته هم ډیرۍ خلک اوپه ځانګړې توګه مشران او قومي سرخیلان په کفرولاړ پاتي وونورسول الله صلی الله علیه وسلم فکر وکړ چې که د دعوت په ځیني نکاتو بیا
غور وکړي اویوڅه تبدیلي پکې راولې نو دکفاروله پاره به دمنلو وړ وګرځې دافکر قرانکریم
په (رکون ) او میلان سره ونوماوه . خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دي فکرڅخه په سختي
سره منعه کړل شو ځکه دالله د دین په باره کې دا ډیره مهمه ده چې هغه رکون ،میلان ، اومصلحت
نه مني اود وختونو او وختي غوښتنو له پاره مصلحت او له وخت سره داسي تطبیق چې اصول
متغیر کړل شي هیڅکله نه مني .

دمصلحتونو او د وخت دغوښتنو پر اساس په دین کې تغیرات یا په اصطلاح اصلاحات
د دین د بنیاد نړولو په معنا ده او همدا وجه ده چې معاصر طاغوت مسلمانان او آن مسلمان
پوهان په دوه ډوله کړې دي یوه ډله یې سخت دریځي بولې اونور ازادخیاله یا ماډریټ
مسلمان . په اصطلاح سخت دریځي یا رښتیني مسلمانان باید په دي پوه شي چې په دین
مستقیم پاته کیدل اسانه نه بلکي سخت کار ده او دومره سخت چې په رسول الله صلی الله
علیه وسلم کې یې له وخته مخکي دسپینږیرتوب نښې راښکاره کړې وي .


رښتینی
02.12.2011

18

مالک بن الحویرث رضی الله عنه وایې : موږ څو همځولي ملګرې رسول الله صلی
الله علیه وسلم ته راغلو اوشل شپي مو له ده سره تیري کړې ، رسول الله صلی الله علیه
وسلم ډیر مهربان او نرم و، کله چې دی پرموږ پوه شو چې بیرته خپلوکورونو ته ستنېدلو
ته لیوال یو پوښتنه یې رانه وکړه چې شاته موڅوک پرې ایښي دي موږ په خپل حال خبر
کړ نو یې راته وویل :
خپلوکورونوته ولاړشئ ، هلته څه وخت تیرکړئ ، هغوی ته علم ور زده کړئ او پرښو
امر ورته وکړئ ، اوزماپه څیر لمنځونه کوئ ، کله چې دلمانځه وخت شي نو ستاسویو
تن اذان وکړئ ، اوپه تاسوکې چې کوم یو مشر وې هغه دي دجمعي لمونځ درکړې ،
(البخاري کتاب الاذان ، المسلم کتاب المساجد)

له دي روایت نه دا سي معلومیږې چې صحابه کرام به ډلي ډلي رسول الله صلی الله
علیه وسلم ته دعلم اوعمل دزده کړې له پاره راتلل او له ده سره به یې وخت تیراوه له ده
څخه به یې علم ، اخلاق او اداب زده کول ،اوله دي روایت نه داهم معلومولی شو چې
باید دعلم دزده کړي له پاره سفرونه وکړل شي او چیرته چې ښه پوهان موندل کیږې له
هغوی نه علم ترلاسه کړل شي ځکه دصحابه کراموداډله ځوانان وو او پلرونه یې هم
صحابه و نو له هغووی نه یې هم زده کړه کړې وه او دلازیاتي زده کړې له پاره رسول
الله صلی الله علیه وسلم ته هم راغلل .

اوله دي روایت نه دا هم معلومولی شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو
صحابه کرامواوشاګردانو څومره مهربان او څومره وررسره نرم و ځکه دوی خپله ددي خبري
یادونه کړې ده : وکان رسول الله رحیما ورفیقا ،اودا چې دهغوی لیوالتیاو او رغباتو ته یې
پوره توجه کوله او او بل دا چې هغوی یې په دي هم پوهول چې له په خپأه پوهه سره نوروته
هم ګټه ورسوئ او دمشراوکشر حقوق مراعت لرئ .


رښتینی
03.12.2011

19

ابورفاعه العدوي رضي الله عنه وایې : زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال
کې ورورسیدم چې ده خطبه ویله ، ابورفاعه وایې ماورته وویل : ای دخدای رسوله ! یومسافر
سړی راغلی دی او دخپل دین په اړه پوښتنه کوې ، په دې نه پوهیږې چې دده دین څه شی دی ؟

دی وایې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم متوجه شو ، خطبه یې پرېښودله اوماته راغی
، ده ته یوه کرسۍ راوړل شوه ګومان کوم داوسپني پښې یې وي ، دی وایې رسول الله صلی الله
علیه وسلم په هغه کرسۍ کیناست ، اوده ته چې الله جل جلاله کوم علم ورکړی و له هغه نه یې
ماته راښودل پیل کړل ، بیا بیرته ولاړ اوپاتي خطبه یې پوره کړه .
( الادب المفردللبخاري ص۵۱۱،صحیح مسلم ۱۶۵:۶،سنن النسائي ۲۲۰:۸)

ابورفاعه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د دین په اړه په داسي حال کې پوښتنه وکړه
چې هغه په خطبه لګیاورسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه او روته ناست ټول خلک پرېښودل
او ده ته مخته ورغی او هلته ورسره کیناست او څه چې هغه پوښتل ده یې خوابونه ورکړل له دي
روایت نه موږ له مسلمانانو سره درسول الله صلی الله علیه مینه او پرهغوی شفقت ښه معلومولی
شو اوداچې له هغوی سره یې څومره نرم چلند لاره !!
شارحین وایې دابورفاعه سوال د دین داساسیاتوپه اړه واو څوک چې داډول پوښتنه لرې اواسلام
ته دننوتلوار اده لرې باید دهغه غوښتنواوپوښتنو ته سمدستي ځواب وویل شي او په هرشي کې بایداهم کار مخته کړل شي دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم دابورفاعه پوښتنوته ځواب له
خطبي نه هم اهم بللی دی .

دابورفاعه رضی الله عنه نوم تمیم بن اسید دی اوځینو یې نور نومونه ښوولې دي مورخین
لیکې چې دی له عبدالرحمه بن سمره رضي الله عنه سره دافغانستان په غزاکانوکې شریک
و او په کابل کی په شهداء صالحین کې دڅو صحابه کرامو قبرونه دي چې یو یې همدا ابو
رفاعه (تمیم بن اسید) دی .


رښتینی
03.12.2011

(20)

دمکي دفتحي په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم دمکي ښآرته په داسي حال
کې ننوت چې په خپله اوښه سپور و ، اسامه بن زید رضي الله عنه یې له شاسپور وپه خپل
څادره یې مول وهلی واوله ډیري عاجزي یې سرمبارک دومره ټیټ کړی وچې د اوښي په
کته لګیدی ، سورت فتح یې تلاوت کاوه او دا کلمات یې ویلي :
لا اله الا الله وحده ، لاشریک له ، صدق وعده ، ونصرعبده ، وهزم الاحزاب وحده ،
یعني هغه یواځي د بندګې وړ الله دی ، شریک یې نشته ، خپله وعده یې رښتیني کړه ، دخپل
بنده مرسته یې وکړه ، اوپه یواځی یې ډلو ته ماتي ورکړه .
(السیرة الحلبیه )

دجګړو او معرکو ډیرۍ فاتحان دفتحي او سوبي په نیشه کې دومره لیوني اومست وي چې
داکار ځان ته منسوب کړي او داوخت یې دالله مرسته او دهغه رحمتونه له یاده وتلي وي اولیدل
شوي دي چې د داسي مستي او لیونتوب په مهال دخپلو هڅو او هاند پایلي هم دداسي لیونیوپه
پښو کې دل او وځپل شي خو دالله ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم په داسي وخت کې دا کار
دالله مرسته او هغه ته منسوب بولي او دومره له تکبر نه پاک اوعاجزه وي لکه په دي روایت کې
چې راغلي دي : واضعا رأسه الشريف على رحله تواضعا لله تعالى،

کاش زموږ کړني او عملونه دنبوت پر منهاج او غوره لاره برابري وای متاسفانه زموږ په
شرعي کړنوکې موږ خپل نظرونه اوخواهشات دننه کړي وې نو ځکه یې له لسهاو کلونو وروسته
او ګڼ شمیره سرشندنو وروسته هم کومه مثبته پایله نشو ترلاسه کولی .


رښتینی
03.12.2011

(21)

انس بن مالک رضی الله عنه وایې : موږ به جومات کې ناست وو یو سړۍ له اوښ سره جومات
ته را ننووت او په جومات کې یې اوښ چو کړ ، بیا یې وتاړه او ناستو خلکو ته یې وویل : په تاسو
کې محمد کوم یو دی ؟ ( او رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوی په منځ کې ناست و تکیه یې وهلي
وه )موږ ورته وویل : داسپین سړۍ محمد دی چې تکیه یې وهلي ده ،

هغه سړي ورته وویل : ای دعبدالمطلب زویه! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : زه
اورم خبره کوه ! ، هغه سړي ورته وویل : ای محمده ! زه له تانه څو پوښتني کوم اوپه خپلو پوښتنو
کې په تاباندي یوڅه ټینګار کوم ، ته زما په دي ټینګار اوسختي خپه نشې ، رسول الله صلی الله
علیه وسلم ورته وویل : زه نه خپه کیږم چې څه دي زړه غواړي وپوښته ! هغه سړي وویل :

ستا دي په خپل رب او دمخکینیو په رب قسم وي ایا ته په رښتیا الله جل جلاله
دټولوخلکو له پاره رسول رالیږلی یې ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هوکي الله شاهد دی ،
هغه سړ ي وویل : ته اوخدای چې تاته الله جل جلاله امر کړی دی چې موږ به په شپه
او ورځ کې پنځه لمنځونه کوو ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هوکي الله شاهد دی ،
هغه وویل : ته او خدای ایا الله جل جلاله تاته امر کړی دی چې موږ به
دروژي میاشت روژه نیسو ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هوکي الله شاهد دی ،
هغه وویل : ته او خدای ایا الله جل جلاله تاته امر کړی دی چې زموږ له شتمنو نه
زکات واخله اوزموږ په خوارانو یې ووېشه ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : هوکي الله شاهد دی ،
هغه وویل : تاچې څه راوړې دي په هغو ما ایمان راوړی دی او زه دخپل قوم استازی یم
زه ضمام بن ثعلبه نومیږم او د بنو سعد بن بکر له قبیلي نه یم .

په یوه بل روایت کې راغلي دي : کله چې داسړۍ روان شو رسول الله
صلی الله علیه وسلم وویل : دا سړۍ پوه و او یا پوه شو .
( البخاري ، النسائي او سنن ابن ماجه )

عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چې څومره خلک راغلې دي په هغو ټولو کې موږ له ضمام نه غوره او ښه سړی ندی لیدلی .
عمربن الخطاب رشی الله عنه وایې : ما له ضمام نه پوه اوپه لنډه توګه پوښتونکی ندی لیدلی
ضمام بن ثعلبه دخپل قوم استازۍ و او دخبرو پختن یې مهم بلل څو یې خبره کره او زړه یې ډاډه
شي او ددي ډاډ ترلاسه کولو له پاره یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په مودبانه توګه اجازه
وغوښتله او لنډ و ټکو کې یې د دین د اساسي اصولو په اړه پوښتني وړاندي کړې .


رښتینی
14.12.2011

22

رسول الله صلی اله علیه وسلم په یوه سفر روان ویوکوچۍ یې مخې ته ودریدی
او دسول الله صلی الله علیه وسلم داوښي مهار یې تم کړ بیا یې وویل : یارسول الله او
اویا محمد ! هغه څه راوښیه چې جنت ته مې نږدې کړي او له دوزخ څخه مې لرې کړي
راوي وایې رسول الله صلی الله علیه وسلم سمدستي ځواب ورنکړ بلکي لیږځنډ غلی
پاتي شو، وروسته یې خپلو ملګرو(صحابه) ته وکتل او ویې ویل : دې سړي ډیره غوره
پوښتنه وکړه اویاداسړۍ په سمه لار روان دی ،

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته کوچي ته متوجه سو او ورته کړه یې : تاڅه وویل ؟
هغه خپله خبره بیا وکړه ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : دالله عبادت وکړه او
له هغه سره شریک مه جوړوه ! ، لمونځ کوه ، زکات ورکوه ، له خپلوانو سره خپلوي پاله
او اوښه پریږده !
(بخاري ، مسلم ، النسائي )

د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوړو اخلاق ، تواضع او عاجزي او له مسلمانانو سره بي
کچې مینه او دهغې کیسې بیخي هیښوونکي دې !! په لاره کې په نامناسب وخت کې یو
کس درسول الله صلی الله علیه وسلم مخته په دومره جرآت سره ورځي چې دهغه داوښي مهار
نیسي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هرڅه شاته غورځوي او له ځواب نه مخکي لومړۍ دپوښتونکي د حوصلي دلوړولو له پاره خپلو ملګروته وایې : دې سړي ډیره غوره
پوښتنه وکړه اویاداسړۍ په سمه لار روان دی ،
او بله دا چې ددې کوچي پوښتني دومره خوند ورکړ چې ورته وایې : تاڅه وویل ؟ او هغه بیا
خپله پوښتنه ورته تکراروې ! اوبیا دی ځواب ورکوې له دې کړني نه یې موخه داوه چې خپل
مخاطب او نور اوریدونکي ددي پوښتنې او ځواب اهمیت ته ځیر کړي او په خوندوره او له
میني ډکې لهجې سره خپلو اوریدونکوته پوهه ورسوې .


رښتینی
15.12.2011

23
انس بن مالک رضي الله عنه وایې : یوه ښځه چې په عقل کې یې یوڅه کمزوري وه
ویې ویل : یارسول الله ! زه تاته یوڅه اړتیا لرم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:
ای دفلانکي موري کومه کوڅه چې ستاخوښه وي درځه چې ستا اړتیا پوره کړم ، نو له هغي
سره روان شو او په یوه لاره کې ورسره ودریدی ، اوترهغوپورې له هغې سره و څو یې دهغې
اړتیا پوره کړه . (صحیح مسلم ، ابوداود ، الشمائل للترمذي)

په ټولنه کې اړ او محتاج کسان د ډیر ترحم او مهرباني وړ او مستحق دي او اسلام او داسلام
دستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ستر اخلاقي درسونه موږ ته لارښوونه کوې چې له داسې کسانو
سره خامخا باید مرسته وکړل شي دخدای پیغبر په ټولو انسانانو کې هغه انسان غوره بللی دی چې
دانسانانو په ښمر کیږې او له اړو خلکو سره مرسته کوې اود رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډیرو
رویایاتو کې له اړو خلکو سره په مرسته باندې ډیر ټینګار شوی دی او یوه بیلګه یې په دې لوړ
روایت کې تاسو ته بیان شوه .

یوه لیونی ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې چې زه څه اړتیا لرم که هغه را پوره
کړي رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل لوړ شان او نبوي مقام سره دهغي خبرې ته پوره لبیک وایې او ورته وایې : يا أم فلان أنظري أي السكك شئت حتي أقضي لك حاجتك ...! يعني : ای دفلانکي موري کومه کوڅه چې ستاخوښه وي درځه چې ستا اړتیا پوره کړم ....
د ا کیسه دالله جل جلاله د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم دلوړو انساني اخلاقو یوه بیلګه
ده چې هغه انسانانوته دلارښووني له پاره په خوله ، عمل او تقریر سره ثابت کړې دي .


رښتینی
16.12.2011

24
عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایې : یو صحابي زخمي و او هغه جنوب شو نوخپلو ملګرویې ورته وویل چې دجنابت غسل به کوې او هغه غسل وکړ ، او ددي غسل لامله وفات شو داخبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسیدله نوهغه وویل : دی تاسو مړکړ الله مو هلاک کړه !ایا دجهل اوناپوهۍ درملنه اوعلاج سوال اوپوښتنه نه ده ؟

(مصنف عبدالرؤاق ,سنن الدارمي , ابن ماجه ,مسندأحمد)

په دې کې شک نشته چې جهل اوناپوهي یو بیکاره او آن وژنکي ناروغي ده او دجهل په
ناروغي اخته قومونه او وګړي که په ټولنه کې ژوندي او ګړندي ګرځی هم خو مړه بلل کیږې
دناپوهي په پایله کې درامنځته شوې بدي پیښي په اوریدلو سره رسول الله صلی الله علیه و
سلم دي کسانو ته دخپل عادت په خلاف خورا سخته خبره کړې ده :قتلتموه قاتلکم الله یعني
داکس تاسو وژلی دی الله مو هلاک کړه !

دالله دستر پیغمبرصلی الله علیه وسلم ټول چلند له حکمتونو ډک و هغه به که یوه ټولنیزه ناروغي تشخیص کړه نو دهغي علاج او درملنه به یې هم بیان کړه او دا خبره موږ په دي روایت کې لیدلی
شو ځکه هغه وایې : دناپوهي علاج په سوال اوپوښتنه کې نغشتي ده إنما شِفاء العَيْ السوال .
سوال اوپوښتنه هغه ښایسته درمل دي چې دجهل او ناپوهي ناروغي له منځه وړې له دي روایت څخه اشارة داخبره معلومیږې چې دې کسانو که پوښتنه کړي وی دي ناروغ ملګري ته به یې
دغسل امر نه و کړی اودوی باید په پوښتنه سره دخپلي ناپوهي علاج کړی وی .

--------------------------


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more