د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

یو څو جاپاني متلونه درواخلئ!!

حلیم
15.10.2011

سلام،
د جاپان د خلکو ژوند له پخوا څخه ډیر غښتلی او د نیکونو د پرځای، او مناسب نوښت او هڅو له کبله په هره برخه کې ډیر پرمخ تللی دی. د ژبې ادبیات یې سره ددې چې مغلق ښکاري مګر ډیر جالب او په زړه پوریوالی هم لري.
راځی یو څو جاپاني متلونه درسره شریک کړم:

۱- نې کُ ني کو بَ ن.
لفظي مانا: پشی ته پیسې ورکول.
معنی: ارزښتمن شی، داسې چاته ورکول چې هغه یې په قدر نه پوهیږي.

۲- نَنَکُرُبِي یه اُ کي.
لفظي مانا: اوه ځلې ولویږه، اته ځلې پاڅه.

3- اَنزُو رُو یُو رِي اُو مُو ګه یه سه شي.
لفظي مانا : د بچي زیږون یې له ډاره اسان دی.
معنی: ځنې وخت د یو خطر څخه د هغه ډار ډیر وي.

4- دِ رُو کُو ی وه اُوتِ رُو.
لفظي مانا: هر لرګی چې سر پورته کړي، په ځمکه ټکوهل کیږي.
معنی: کچیرې د یو کار لپاره وَلاړ شې، نور درباندې نیوکې کوي، او ځپي دې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more