د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

نيولوژي

پتوال
12.10.2011

په پښتو ژبه کې نومونه شاخص يا ارټيکل نه لري، راځي چې داسې ټکی پيدا کړو چې له صفت څخه اسم جوړوي !
زما په اند داسې ټکی شته خو صرف په يوۀ حالت کې يې له يوۀ قيد څخه د يو ۀ نوم
د جوړولو له پاره کارول شوی دی، خو دا دنده نيمګړې او
خورا محدوده دنده ورکړ شوې ده ، دا بايد تغير وخوري او له هر صفت څخه د نوم جوړ ولو له پاره ترې کار واخلو لکه :

وروسته + تاړی = وروستاړی
مخکې+ تاړی= مختاړی
- - - - - - - - - - - - - - - - - -

[color=red:3d2dd4c3c2]دبحث له پاره خام مواد :[/color:3d2dd4c3c2]
پوهيز + تاړی = پوهيزتاړی
لنډيز + تاړی = لنډيزتاړی
وييز+ تاړی = وييزتاړی
کړنيز+ تاړی = کړنيزتاړی (پرکتيک)
همدارنګه که له اسم يا مصدر سره يوځای شي
د اړونده وسيلې نوم ترې جوړيږي لکه :
ليکل + تاړی = ليکل تاړی = قلم
ليک + تاړی = ليکتاړی = قلم
رسنۍ يا رسنيز + تاړی= رسنتاړی يا رسنيزتاړی= رسنيزه وسيله
د تبصرو په هيله !


Re: نيولوژي

pattang
12.10.2011

انډيواله هر شی که مانا وي او که ماده => که objec وي او که subject خپل
دوديز طبعي او کلتوري جوړښت لري ، نو ته ولي اوس د الماني ژبې کلچر او
طبعي جوړښت يې په پښتو رواجه وې !! زه ګمان نکوم چې زمونږ په کلي کې څوک
تاړی ماړی درسره ومني ! پښتو بايد داقتصادا و دسياست ژبه شي په دفتر کې
ځای او لار پيدا کړي ، خو پښتون د بدبخته زوی چې عصري او مکتبي شي په
پاړسو خبرېکوي او پښتو دکندو شاته واچوي .
خبره يو څه راڅخه کږه شوه خو د پښتو د بقا او پالنې لپاره دغه دوه پښې:
اقتصاد او دفتر تر هر څه ضروري دي ٠
بياهم کور دې ودان زه پوهېږم چې غمخوريې خو په تسو لاسو !

[quote:c2102dd8b0="پتوال"]په پښتو ژبه کې نومونه شاخص يا ارټيکل نه لري، راځي چې داسې ټکی پيدا کړو چې له صفت څخه اسم جوړوي !
زما په اند داسې ټکی شته خو صرف په يوۀ حالت کې يې له يوۀ قيد څخه د يو ۀ نوم
د جوړولو له پاره کارول شوی دی، خو دا دنده نيمګړې او
خورا محدوده دنده ورکړ شوې ده ، دا بايد تغير وخوري او له هر صفت څخه د نوم جوړ ولو له پاره ترې کار واخلو لکه :

وروسته + تاړی = وروستاړی
مخکې+ تاړی= مختاړی
- - - - - - - - - - - - - - - - - -
پوهيز + تاړی = پوهيزتاړی
لنډيز + تاړی = لنډيزتاړی
وييز+ تاړی = وييزتاړی
کړنيز+ تاړی = کړنيزتاړی (پرکتيک)
همدارنګه که له اسم يا مصدر سره يوځای شي
د اړونده وسيلې نوم ترې جوړيږي لکه :
ليکل + تاړی = ليکل تاړی = قلم
ليک + تاړی = ليکتاړی = قلم
رسنۍ يا رسنيز + تاړی= رسنتاړی يا رسنيزتاړی= رسنيزه وسيله
د تبصرو په هيله ![/quote:c2102dd8b0]


پتوال
12.10.2011

پتنګ خانه که ما په لاندينۍ جمله صرف داسې مې ليکلی وای :
[quote:79760801d2]په پښتو ژبه کې نومونه شاخص نه لري، راځي چې داسې ټکی پيدا کړو چې له صفت څخه اسم جوړوي ![/quote:79760801d2]
نو تا به په کې څه ويلي وای ؟؟؟؟؟ هېڅ !!!!! ولې د الماني ارټيکل د شاخص په يوه معنی کارول دې بالکل الماني کلچر بللی چې ګواکې مونږ په خلکو اټيکل
بارول غواړو !
ليکنې متن ته دې هم پام نه دی کړی چې د مقدمي د دې ټکي په اړه يې بيا نور هېڅ نه دي ويلي ، ځکه چې ما ترې صرف نظر وکړ، خو تا ترې ونکړ
مخکې له مخکې دې د تورونو ټاپې شروع کړې ،
ولې زما ليکنه بالکل يواځې له صفت څخه د اسم جوړولو ته ځانګړې شوې ده !
زما مطلب له شاخص څخه د پېښوريانو
د [color=red:79760801d2]چيکوم دي [/color:79760801d2]
ناوړه کارول دي ، که پر ځای يې تاړی يا دې ته ورته بله کومه نښه له اسم سره وکارول شي او ورپسې [color=blue:79760801d2]چيکو م دی [/color:79760801d2]ورک
کاندي نو څومره ګټور به ولويږي ! نو دا د الماني ارټيکل نه ، بلکې زمونږ د خپلې ژبې يوه سيمه ييزه لهجوي نيمګړتيا ده چې پيښوريان
د اوردو او انګليسي ژبې له ترويج څخه ورسره مخ دي !
ولې ما دغه مسله ياده هم نکړه او ترې صرفنظر شوی وم !
د اقتصاد او سياست نيمګړتيا خو در باندې طالبان تحميلوي، نو هغوی ته ولې
دغه مشوره نه ورکوې چې خپلې
سياسي او اًتصادي ستونزي (= خپل ځانونه) په هېچا تحميل نکړي ؟؟؟؟ او افغان ولس له خپلو طالبانه نيمګړتياو څخه و بخښي !
جنګ او د ازادۍ جګړه به پوځي کار وي ولې له سياست او اقتصاد سره يې دپوځيانو څه کار ؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more