د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

برنډو،برنډو څه معنی؟

Sangar Watan
10.10.2011

برنډو،برنډو څه معنی؟

درنو هېواد والو سلامونه،

د ستر شاعر کاروان صيب په دې غزل کې:
مادې نوم په سپينو اوښکو په زيړي نرګس ليکلې***
ستا [color=white:fa63da132b]دبرنډو برنډو[/color:fa63da132b] سترګو عقابي غزل په څو دی
معني څه ده؟
اوکه چا له دا غزل معلوم وي،د ډيرې مهربانۍ له مخې ئي وليکئ،ډيره مننه٠

که څوک دموسيقئ سره خاصتاداستاد شاولي دغږ سره مينه لري،دنوموړي شعر برخې دلته په ګوت ټک سره کتلی شي:
http://www.youtube.com/watch?v=n3A-h8pP-5A&feature=related


larghonay laraway
11.10.2011

سلامونه!
که کاروان صيب رښتيا هم برنډه کارولې وي نو سمه نه ده. ځکه چې (برنډه) دالان يا د پاړسيوانانو په اصطلاح (بالکن) ته وايي.
کاروان صيب چې (برنډ) کارولی دا اصلً (برند) دی او برند کتل د ناز او نخرو کتلو ته وايي.
برنده د برند مغيره حالت دی.
سترګې دې ډېرې ښايسته دي
دا (برند) کاته دې په زړګي ويشتل کوينه
مننه


Sangar Watan
11.10.2011

لاروی صيب متقابل سلامونه ومنئ،
ډيره مننه،دا ځکه هم،چې کله ناکله ښايسته نجونې ماله هم په برند،برند کاته کوي چې زه پرې نه پوهيدم :P

اوس که څوک دکاروان صيب نوموړی شعر را په ليکه کړی شي،نو زه به
ورله دعاګانې وکړم چې ښايسته ښايسته پېغلې ورله برند کاته وکړي :wink:


پتوال
18.10.2011

برندې سترګۍ برند کتل = غړولې ټېغې سترګې او ايغ نېغ کتل !

لکه څنګه چې اېغ نېغ کتل هم له مينې کيږي او هم له غصې ، نو يوۀ ته يې محدودول سم نه دي . بس په خلاصو ، پرانيستو او
نيغو سترګو کتلو ته برند کتل وايي ، له مينې برند کتل يو څه بې حيايي لري، او د بې حيا مينې لومړۍ نخښه برندکتل دي !
نو د مړو سترګو په خلاف برندې سترګې د ښکلا پوهنې سره څه تړاو نه لري که په يو شعر کې استعمال هم شي !
شاعر نشي ويلی چې : ستا برندې سترګې زما ياديږي .
يو ماشوم چې نه ويدۀ کيږي نو هم والدين يې په قار کې ورته وايي (څه چل دی؟ خوب نه درځي چې سترګې دې برندې نيولي او ويده کيږې نه؟) .
يو بد سترګی اکٍثره برند سترګی هم وي .
قارجنې سترګې برندې وي .... که هر څو تنګې تنګې وي !
خو غربي هلکان او جوني خپله شهواني مينه هم په برند برند کتلو سره ښيي، چې اړونده بي حيايي ددوی په کلتور کې د صفر په ضريب محوه شوې
، بلکې څومره چې يې په برندو سترګوکې سپيتوب زيات وي هومره موفقتيا لري او څومره چې حيا ښيي هومره په ايجړاتوب ژباړل کيږي !
شرقيان په غرب کې په مينه کې په همدې له ماتې سره مخ وي چې د ميني حيواني يا طپيعي احساس پټوي او په ښودلو يې شرميږي ،
خو دوی شرم يوه حيواني ناتواني بولي او کرکه تري کوي ، نو برندې سترګي + عملي ابتکار ورته د مينې وړ او ډير ارزښتناک ښکاري!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more