د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

درغليز کمپاین = درغلیز اعتصاب

عادل عادل
09.10.2011

السلام علیکم

د بینوا په لاندیني لینک کې ویل شوي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا بې صلاحیته پېژندل شوې آغلې بارکزی د نه خوړلو په اعتصاب کې د ۸ شپو شوه،،،، د صحت عامې پر ځای د اوبو او برښنا وزیر پوښتنې ته ورغلی:-

http://www.benawa.com/details.php?id=45164

پوښتنه دا ده چې ایا داسې څوک دریمګړی خپلواک جهت/طرف به وي چې د آغلې بارکزی د نه خوړلو په اعتصاب باندې له نږدې نظارت ولري ؟،،،، د دوی د درغلیو شرمناک تاریخ ته په کتو سره به کېدای شي نوموړې آغلې د نیمې شپې یو ښه غټ ګیلاس د کېلې/عمو جوس وهي،،،، تر څو سبا ورځ پرې وپایي او په خپل درغلیز کمپاین کې له لاسه وتلي ډالر بیرته کمایي کړي،،،،، داسې درغلي چې مصرف نه غواړي،،،، خو د حق په جانب غږ یې د ډول په شان لیرې ځي،،،،،،،،

دا آغلې دې خدای په توپ وولي،،،، تاسو ووایی آآآمین،،،

د سرلیک په کتو سره مې فکر وکړ چې دې آغلې به کېدای شي د اشغال د یوې لسیزې په مناسبت له سکاره اوباما څخه د اشغالګرو وتل غوښتي وي،،،،، یا به یې کم تر کمه د شپې د ړندو چاپو او بم وریو د بندښت غوښتنه کړې وي،،،، او یا به یې د ګوانتانامو د وحشي زندان د بندښت او یا کم تر کمه د افغاني اتباعو د ازادېدو غوښتنه او غږ پورته کړی وي،،،،،


حلیم
10.10.2011

عادل صیب، نیوکه دې سل په سلو کې درسره منم،


پتوال
13.10.2011

د سيمين بارکزۍ غوښتنه صرف د عدالت د پلي کول دي، هغه غواړي چې ددې رايې دې له سره وشميرل شي او ددې کار له پاره دې يو کمېسيون
وټاکل شي چې پر نورو غړو سربېره د عدل او انصاف د نړيوالو سازمانونو ٣ تنه استازي او٢تنه د بارکزۍ له خوا ټاکلي
دملي شورا وکيلان په کې شامل وي ! د عدل او انصاف غوښتنه يو تلسټی اسلامي او بشري حق دی ، په تيره بيا د مېرمنو ، خويندو او ميندو له پاره !!!!!!
که حکومت او د ټاکنو خپلواک کميسون غل نه وي
د بارکزۍ غوښتنه دې په دواړو لېمو ومني ، او که هغوی غله وي نو پرېږده چې دا ګيدړ هم له سوړې راووځي او رسوا رسوا شي اود بارکزۍ اتلولي
پرځای ثابته شي ! و من الله التوفيق


عادل عادل
13.10.2011

السلام علیکم

[quote:7e41216f84] اود بارکزۍ اتلولي پرځای ثابته شي ! و من الله التوفيق[/quote:7e41216f84]

وروره د "ځانمرګي" اصطلاح چې مونږ او تاسو یې دا لس کاله غلطه استعمالوو،،، د بارکزی په اړه صدق کوي،،، د بارکزی په ځانوژنه کې تاسو ته څه شي د اتلولی ښکاري،،،،؟

دا ټولې ډرامې دي،،، د دیموکراسی مدعیان غواړي پدې توګه نړیوالو ته وښایي چې د دوی شنډې دېموکراسی بنسټونه په افغانستان کې نصب او روی کاره شوي دي،،،،

د انتخاباتو ټولو کاندیدانو ته که شرم نلري نو مرګ ښه دی،،، که نه مري نو د بارکزی په توګه دې خیمې ووهي،،، پدې هیله چې مرګ یې میلمه شي،،، ځکه چې د فساد او درغلیو تعفن او ډډوزې یې ټولې نړی ته ورسېدې،،،

د انصاف او عدل غوښتنه خو هغه وخت اړینه وي چې په عدل کې جزوي غدر، غصب او غبن شوی وي،،، نه دا چې فساد، غصب او غبن د چارو په راس کې عدل تر مری نیولی او ژوندی یې نوش جان کړی وي،،،

بارکزی نن سبا د خپل ضایع شوي غبن په غم کې ځانمرګی کوي،،، او ځان ورته ځکه حق په جانب او مظلوم بریښي چې دا نور ټول کاندیدان په لومړي سر او په بیا کتنه او چڼ وهلو کې ټول یوازې په غبن او فساد سره کامیاب شول،،،،

د دیموکراسی خدایان دې له دې راضي شي،،،، زمونږ خپل خدای ته توبه ده


رښتینی
13.10.2011

په فیسبوک کې یوچا دهمدې بارکزۍ د اغتصاب ....په اړه دځانمرګي
په باره کې پوښتنه کړې وه موږ یې ځواب ته حیران وو نو پتوال صیب ددې
آغلي کړنه اتلولي بولې او داتلولې په لاره تللي خو شهیدان وې نو که
خدای چیرته دا اغلي ورخپله کړه یانی شهیده به وې ....؟ :)


محمود سعيد
15.10.2011

دا آغلې به هله اتله وای چې:
د ناپاک له لوري د راتوغول شوو راکټونو په غبرګون کې ېې اعتصاب کړی وای.
د بهرنیو یرغلګرو د ناروا ظلمونو پر وړاندې ېې اعتصاب کړی وای.
د ملي داړه مارانو د محاکمې غوښتنه ېې کړې وای...
دا هسې ډرامې دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more