د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

نني ورځ هم نه هيروندونکي ورځ ده

tandar
07.10.2011

نني ورځ هم نه هيروندونکي ورځ ده
هغه کرښي چه په لاندي ليکنه کي رنګه شوي ،،دافغان دبچو په ډله کي راځي،، داچه دخپل ملت په وژلو کي خپل نظر څنګه او په چاعملي کولو او ولي؟ ماته دتبصيري وړ موضوع ښکاري٠
راتلونکي تاريخ به پري قضاوت کوي
مننه

د اکتوبر اوومه ، د ولس په غمیزه کی یوه بله توره ورځ

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : قریب الرحمن سعید
نېټه : ١٤ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-10-06

نن د اکتوبر داوومی هغه ورځ ده چی د ۲۰۰۱ ز کال په همدی ورځی دافغانستان مظلوم او معصوم ولس د امریکایی ولسمشربوش د قهر او غضب لاندی په داسی حال کی راغی چی نه یی دامریکایانو د لوړو برجونو د راپرزیدو په اړه معلومات درلودل او نه په هغه کار کی شریک وو چی سزا یی دوی ته ورکول کیده . دطالبانو رژیم په داسی حال کی را وپرځول شوچی دامریکایانو څخه یی غوښتل د بین المللي اصولو سره سم دی دهغوی څخه دهغو عربي دوستانو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړی چی د نیویارک په پیښو کی یی متهم ګڼي ، دطالبانو نظام د امریکایانو ترراکټی اوهوایی حملو لاندی راغې ، ولسمشر بوش غوښتل نړۍ ته و ښئی چی په امریکا باندی یرغل کول به بی ځوابه پاته نه شی ، په دی خاطر یی د خپل دغه غضب او قهر د سړیدو له پاره دافغانستان د ولس په څیر مظلوم او بی دفاع ولس انتخاب کړ . نوی او تازه جوړی کړل شوی وسلی یی پری ازمیښت کړی ، د شمال ټلواله یی کرایه کړه تر [color=red:114af902ca]څو دهغوی د پیاده فوځونو رول ولوبوي . د شمال د ټلوالی مسؤلینو هم که هغه عبدالله و او که هغه مرحوم استاد ربانی ، دواړو دخپل ولس په وژلو کی د امریکایانو هغسی لاس وکړ چی پخپله امریکایانو به هم نه و کړی . دعبدالله دا خبره چی ویل یی : هغه کلی زمونږ دی او دا بل د دښمن ، ددښمن کلی بمباري کړئ ....اودمرحوم استاد دا خبره چی : دا بمونه کوچني دی غټ غټ پری را و اوروئ .... د افغانستان دتاریخ یوه مهمه برخه وګرزیده . [/color:114af902ca]
دادی لس کاله تیرشول ، امریکایان او ناټو چی په کوم غرور سره افغانستان ته راغلی و ، هغه غرور یی مات شو . دلسو کالو وروسته اوس دهمغو خلکو پسي ګرځی چی لس کاله دمخه یی خپل ټول ځواک دهغوی د له منځه وړلو له پاره استعمالوو .

غواړی د طالبانو مسؤلین راپیدا کړی ، دی مسئلی دوی د سترو سترو رسوایی ګانو سره مخ کړل. د طالب په نوم یی کویټی څخه دوکانداران راوستل په سلګونه زره ډالر یی ورته ډالۍ کړل خو هغوی وروسته همغسی بوګس و ختل لکه څنګه چی د یوناما ټولټاکنې .

امریکایان د لسو کالو هلو ځلو وروسته بری و موند او خپل ذ اتي دښمن اسامه بن لادن یی په ایبټ اباد کی وموند او د مئ په دویمه یی هغه په غلچکي برید کی له منځه یوړ .

ډیرو دا سی انګیرله چی امریکایان به ددی موقع نه استفاده وکړی او نور به دسیمی څخه خپل فوځی ځواکونه بیرون کړی . او دافغانستان د ولس سره به د یوه داسی نظام په جوړښت کی بسپنه وکړی چی د افغانستان د ولس راتلونکی پری جوړه شی ، او ولس دخپلی خوښی د نظام د جوړولو جوګه واوسي . اما بدبختانه چی هغوی مونږ ته د یوه تقلب نه په تیریدو سره دبل تقلب لاره را وښودله .

ددی لسو کالو په دوران کی زمونږ ولس د مافیایی عناصرو په لاسو کی ولوید. د هیروینو قاچاقبران پری مسلط شول . جنګی سالارانو دولس په ریښو باندی خپلی منګولی ښخې کړې ، دمخدره موادو استعمال په دغه فقیره ټولنه کی د میلیونو انسانانو ژوندونونه د تباهۍ سره مخ کړل ، ناروغتیا، فقر اوبدبختۍ د یو شمیر محدودی طبقي پرته ټول ولس په خپل ځان کی رانغاړلی دې . دبین المللی ټولنی دراپورونو له مخی دادی یواځې سږکال دژمی په رارسیدو د افغان ولس نیمایی و ګړی د قحط سره مخکیدونکی دی . فحشا ، لواطت تر هرو خت زیاته وده کړی . دهرزه اوګمراه کونکو سي ډي ګانو ، فحش فیلمونو او ..... زمونږ ځوان نسل دتباهۍ سره مخامخ کړې او .......

د بین المللی ادارو دراپورونو له مخی یواځی په دی تیر کال کی د افغانستان امنیتي حالات تر څلویښتو سلمی زیات خراب شوی ، دښځو د حقوقو په اړه انګلیسي غیردولتی اداره وایی چی په دی لاره کی ستونزي تر هر وخت پخوا زیاتی شوی دی .

جنګ او ناامني په ټول ولس کی خپره شوی ، هیڅ کور او هیڅ ځای ددی ناامنۍ څخه خوندي نه دی . په میلیونو او بیلیونو ډالر د یوی محدودی طبقی له اړخه په یوه نوم اوبل باندی حیف ومیل کیږی . هغه امریکا چی ویل یی افغانستان ته د جرمنی په څیر یو مارشال پلان جوړوی ، دخپل د اړتیا وړ څو سرکونو او هوایی ډګرونو پرته نوری هیڅ مثبتی لاسته راوړنی نه لری .
[color=darkblue:114af902ca]
د امریکایانو د دی بربنډی مداخلی وروسته تر اوسه پوری زمونږ د ولس شرقی ، جنوبي شرقی او نور پښتون میشته ولایتونه د زرګونو مصیبتونو او غمونو سره مخ شوی دی ، کورني هجرتونه صورت نیسي ، دشپی له اړخه بمباری کیږی ، هیڅو ک ددی توان نه لري چی کوم څوک ځان سره میلمه کړی ، هرڅوک په خپل غولی کی دخپل مرګ شپی شماري ..... ولسمشر کرزي ورته ژاړی خو یوناما او امریکایان د افغانانو په وژلو سره جشنونه نیسي .امریکایی عسکر دخپلې ساعتیرۍ له پاره دټوپک خوله په معصومو افغانانو راګرځوي... اوبیا په یوه «ساري » یی هرڅه خلاص شي . دا ځکه چی عبدالله ورته د بهرنیو چارو د وزیر په څیر د ازادۍ سند ورکړی او کرزي هغه توشیح کړی .[/color:114af902ca]
د اسامه بن لادن د له منځه وړلو وروسته امریکایانو د موقع او حالت نه ګټه پورته نه شوه کړای ، اوس نو په افغانستان کی رانښتی دی ، کله د حقانی شبکه او کله هم د هغی القاعدی پاته شونی چی دوی یی د پنځوسو او سلو ترمنځ وګړي ګڼی ، په خلاف دعملیاتو پلانونه لري .....

دهمغه لمړۍ ورځی را پدیخوا ایرانیانو او پاکستانیانوته ګواښونه کوی ترڅو د امریکایی فوځونو دمخالفینو دملاتړ څخه لاس واخلی . ایرانیانو خو دادی یواځی څو اونۍ مخته د طالبانو عالی رتبه هیئت د بیدارۍ هغه کنفرانس ته چی مرحوم استاد ربانی یی هم میلمه ور بللی و ، چی ښاغلی ارسلارحمانی یی په کتلو حیرانتیاهم ښکاره کړی وه . وایی چی د طالبانو دیو ستر چارواکی ، نیک محمد ، په کتلو سره حیران پاته شو ، دهغه سره یی دښه راغلاست له پاره لاس ورکړ خو نور څه یی ورسره و نه ویل .

ایران د طالبانو د مولوی منصور د ډلی کلک ملاتړ کوی ،ځکه پخپله مولوی منصور د ایرانیانو سره نژدی اړیکی درلودل اواوس دهغه زامن اوخپلوان دهمغو اړیکو څخه په ګټی اخستلو سره دادی د ایران څخه دایران دشرایطو په مطابق ګټه پورته کوی . او ایران هم دخپلو دوستانو د خوندي ساتلو په خاطر هغوی ته هر ډول بسپنه ورکوی . دا خبری په مطبوعاتو کی هم ډاګیزه دی او نړیوالوته هم .

[color=indigo:114af902ca]پاکستان په زغرده وایی چی دحقانی دشبکی سره اړیکی لری اودا اړیکی یوازی دوی نه بلکه امریکایان یی هم لري ، همدا اوس اوس که له یوه اړخه دامریکا حکومت دحقانی شبکه یوه تروریستي شبکه بولي خو دبله اړخه د مولوی جلال الدین حقانی د زوی سره پټی اړیکی لری اوغواړي دا اړیکی همداسی جاري و ساتی .[/color:114af902ca]
د دوو مخالفو ډلو تر منځ د اړیکو نیول نیک شوګون دی اوهر هغه څوک چی په ریښتیا هم غواړی سوله او امن منځته راشي باید دا ډول اړیکی سره کلک کړی . امریکا نن دی ته اړتیا لري او تر هغو چی دغسی معامله ونه کړی ، ددی بن بست څخه یی بیرون کیدل شونی نه بریښي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more