د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

کابل: وچکالۍ ځپلو ته مرسته وغوښته

عبد السلام
07.10.2011

دافغانستان سوالګرې ادارې د بیوزلو په نامه د نړیوالې ټولنې نه د ۱۴۲ میلونو خیرات غوښتنه وکړه !
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/10/111003_hh-afg-drought-aid.shtml

تا سو يې دې شرم ته وګورئ !

ریښتیا خبره خو دا ده چې دا خیرات هم دکابل غله اداره دخپلو جیبونو د لا ډکولو له پاره غواړي ! ما ته خو په دې بیکاره اداره کې دوجدا ن اوضمیر خاوند څوک نښکاري چې واقعاً دې دبیوزلو له درده خبر وي او یا ورته مطرح وي ، که دهیواد بیوزله ورته مطرح وای، دوي به خپلې خیټې دومره نپړسولای . !!!
دوي په داغټو خیټو ، نکتایانو ، عبا‌او قبا نشرمیږي چې اوس هم دخپلو هیواد والو دخوراک دپاره د ۱۴۲ میلیونو ډالرو ګدايي کوي ؟

دادوغژن غله به کله مړیږي ؟ تاسو پکې څه وايئ ؟


pattang
07.10.2011

تر څو چې دا فاسد رژيم او دهغوی صليبي ساتونکي په افغانستان کې وي
لوټ، زور، رشوت، بې ديني ، بيې کلتوري ، زنا، وژنه اونورټول هغه کارونه
چې د لوط (ع) قام کړي دي ، په تکرار تکرار به کيږي ٠

دارژيم د انسانانو دحقوقو او دبشري حرمت او عزت غټ دوښمن دی چې ستنې
او ساتنکي يې صليبي اشغالګر دي٠

خدای پاک دې افغانانو ته قدرت ورکړي چې دا مفسدين په خپله جزا ورسوي٠
او خپل هېواد ترې خلاص کړي٠


حلیم
10.10.2011

که موږ ټول ورسره یو لاس وای، او د نیوکو پرځای مو ریښتیا خپل هیواد او خلکو ته خدمت غوښتی، زه باور لرم چې نه به فساد پدې پیمانه و او نه نا امني.
پدې که له یوې خوا مرکزي (بیواکه) اداره پړ ده، له بلې خوا موږ هم په هیڅ شي زړه ندی سوزولی. د هیواد ریښتیني بچیان چې په ریښتیا یې د خدمت لپاره مټې را نغښتې وي او فکر کوي چې ګوندې هیڅ افغان به د دوی د خیریه کار مخه نه نیسي، مګر مزدور او خرڅ شوي یې بیا د نوکر، مرتد او ډالر خور په نوم وخته تر تیغ تیر کړي.
چې داسې صادق او ریښتیني خدمتګاران موږ ور ووژنو، خود به میدان وحشت او بربریت ته پاته وي، هغوی چې هرڅه کوي بیا به یې د (باش!) څوک نه وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more