د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د نیټ سیکس په کلي - د کلي سیکس په نیټ کې

حلیم
25.09.2011

سلام،
درنو لوستونکو، ډیر د خفګان ځای دی، او ډیره د شرم خبره ده.
پخوا به کلیوالو ویل چې د ښاریو خلک له دین څخه لرې او په اخلاقي فساد کې نسبت کلیوالو ته ډیر لړلي دي. کیدای شي ریښتیا هم وي.
خو،
نن راشه دیته یې ګوره، د کلي هر ځوان داسې یو مبایل لري چې هغه فلم ډکولی شي، لوستلی یا پلې کولی شي، او داسې نورې کانې یې هم له وسه پوره دي.
د کلي ډیر احمق یا بیسواده او یا هم د عشق لیوني د خپل کور، یا خپلې معشوقې او یا هم د بلې نجلی فلمونه ډکوي او بیا بې لدې چې دی یا دا پرې خبر شي هغه وخته تر انټرنیټ پورې رسیدلي وي.
له بلې خوا، د کلیوالو سیمو ډیری ځوانان سره ددې چې د طالبانو د فدایې حملو ویدیوګانې ورسره وي ډیر یې د کابل یا نورو ښارونو څخه د سیکس لنډ فلمونه په خپل مبایل کې اچوي او بیا یې په کلي کې نورو تنکي ځوانانو او همزولو ته ښایي.
---------------------------------------------------------------------------
ډیر د افسوس ځای دی،
زما په هغه خور لور زړه سوزي چې یو بې غیرته یې فلم ډک کړي او بیا یې آګاهانه یا غیر آګاهانه تر انټرنیت پورې ورسوي.
هغه نجلی به خدایږو نیټ پیژني کنه، خو ددې بیچاره ویډیو ګانې به تر زرګونو زیاتو کسانو لیدلي وي.
- پښتنو د خدای پار دی دا جهالت بس کړی.
- د نني تخنیک په ښه او مؤثره کارونه ځانونه پوه کړی،
----------------------
له دوبی نه یو ملګري راته زنګ وواهه ویل یې چې د فلاني د تلفن نه مې د ... فلم د بلو توث د لارې واخیست هغه هیڅ خبر نشو.


طالب ISI
26.09.2011

حلیم صاحب پدې هکله که چیرې د ټول افغان اداره له بې، بې،سې سره اړیکه ونیسې او هغوی کوم پروګرام پرې جوړ کړي، نو شاید ډیر موثر تمام شي. یا هم آزادي رادیو.

ځکه که څوک سکس فلم ډک کړي، او په تصادفي توګه موبایل ترې ورک شي، بیا د چا په لاس ورشي، نو بیا هم امکان لري، سکس فلم انترنیت ته لار پیدا کړي.

ځکه اوس انترنیت که د پښتو سکس کلیپونه پریمانه پیدا کیږي.


حلیم
26.09.2011

شهیر وروره، تاسو ښه خبره کړېده،
ډیری پښتانه ځوانان داسې کارونه کوي او لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، د دا لوڅ فلمونه یا کلیپونه کیدای شي د هغوی د خپلې معشوقې یا ماندينې وې او د مساپرت په خاطر یې له ځانه سره په مبایل کې اخلي، مګر زموږ ټولنیز نزاکتونه کله دې مرحلې ته رسیدلي چې د یو چا سره کوم سِر وي او موږ په زور، غلا، چل او فریب هغه ځانته را ونه سپړو.

ستاسو وړاندیز چې باید له بي بي سي یا آزادی راډیو سره پدې اړه خبرې وشي ښه خبره ده.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more