د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

اشغالګرنه ازادي ملي قيام غواړي

tandar
24.09.2011

....................اشغالګرنه ازادي ملي قيام غواړي

راښکرته شي له غرونو،راوځي له ښارونو
..................شي دننګ ميدان کي ،يواواز لکه د وروڼو
..................هيواد مو له دشمنه انتقام غواړي
............... اشغالګرنه ازادي ملي قيام غواړي

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
وايم تاجک اوزبک هم ترکمن ته.............
.................................هزاره پښتونه سره يو شي نن دشمن ته
.................................يرغلګر مو بي اتفاقه تل مدام غواړي
............................... اشغالګرنه ازادي ملي قيام غواړي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
٨٠ فيصده کي اوربل دي سري لمبي دي
.............................٢٠ قصمته کي ودونه سازونه دچمبي دي
.............................يو شهيد بل نکاح لره امام غواړي
...........................اشغالګرنه ازادي ملي قيام غواړي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دهرات هلمند او قندهاره
............................وکړه نظر له پکتيا تر ننګرهاره
...........................هر خوا انسان وژنه نور انجام غواړي
...........................اشغالګرنه ازادي ملي قيام غواړي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
شي پورته دافغان نوم او نشان وګټي
...........................دامو نه تر اټکه افغانستان وګټي
.........................باوري دايوالي، صبح او شام غواړي
........................اشغالګرنه ازادي ملي قيام غواړي


حلیم
25.09.2011

زه خو یې نه منم.
----------------------------------------
ازبک تاجیک هزاره ټول سره بیل دي ---- د هر چا خپلې ګټې او پلانونه بیل دي.
یو پښتون نن هم د پرون په مزو خوښ دی ----- نورو خپل کورونه جوړ، خو زموږ کورونه بیل دي.
-------------------------------------------------------------------------------
پښتونه!، علم زده کړه، که په غلامۍ، مزدورۍ، او هر زغم او زحمت وي.
پښتونه!، خپل سکه د ورور کړه، که مسلم، که نشنلیست، او کمیونیست وي.
-------------------------------------------------------------------------------
ته چې تور او سپین په منځ کې تر څو ګورې!، په والله چې هم مسلم، هم نیشنلیست ټول کم او نیست شي.
----------------------------------------
د پښتون ویښتابه په هیله!!
-------------------------------------------------------------------
-------------------------------------------------------------------
علم، پوهه، او عامه پوهاوی که د غلامۍ، بیوزلۍ، او خلاصه په هره بیه کیږي پښتانه تر بل هر اصل زیاته اړتیا ورته لري.
------------------------------------------------------------------
------------------------------------------------------------------


سور سالو مې بيرته کړه

پښتون.
30.10.2011

[size=24:6d3dc1dcb2]سور سالو مې بيرته کړه[/size:6d3dc1dcb2]

سور سالو مې بيرته کړه
توره په سروم مورې
تور وربل مې مه ګوره
نه يې جوړوم مورې
زړه کې درد د قوم لرم
سرې سترګې مدام لرم
زه کله ارام لرم
دا د غيرت اوښکې دي
زې چې تويوم مورې
دا دهوس شپې نه دي
ډول کې څه فايدې نه دي
وه مورې په دې نه دی
قوم دی درپه در زما
نه يې هيروم مورې
نشته پخواني ياران
هغه غيرتي ځوانان
نه ودوم چاته ځان
کور کې ناسته ښه يمه
صبر به کوم مورې
سر به نذرانه کړمه
وربې اعانه کړمه
ځان به نارينه کړمه
ځم د ملنګ جان ملنګ
اوښکې پاکوم مورې
[quote:6d3dc1dcb2="tandar"]که دځلمو نه پوره نه شوه
.......................خدايږو وطنه جينکي به دي ګټينه
نن زمونږ دناموس ويني په جوش راغلي دي ،افغانه که غيرت او ناموس ګټنه غواړي ددي لاندي عملي مثال نه عبرت واخله
نور څه نه دي پاتي او خپلو مورګانو ،خورګانو او ماندينو ته دسترګو غړولو ځاي نه دي پاتي فقط يوالي او يو ملي قيام او دوطن ازادي او ناموس ګټنه غرب او شرق دي په درد نه خوري که دي اولاد ته او دنيکو روح ته ارامي او افتخار بخي نو دملي قيام بيرغ جيګ کړه او په عمل کي
دوطن ددشمنانو په سر غيبي تندر
[color=red:6d3dc1dcb2]سی ان ان زیاتوی چی د کونړ ولایت په مرکز کی هم یوې ۲۵ کلنی ښځی چی په ځان پوری بمونه تړلي وو او غوښتل یې چی د استخباراتو ریاست ته ننوزی خو مؤظفینو وویشتله خو هغې خپل بمونه وچاودل او له منځه ولاړه او څلور کسان یې زخمیان کړل .[/color:6d3dc1dcb2][/quote:6d3dc1dcb2]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=56703&highlight=#56703


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more