د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ولسواکې که الله واکې ؟

رښتینی
22.09.2011

مسلمان به ولسواکې ته غاړه ږدې که الله واکې ته ؟

الله جل جلاله وایې : واک اوحکم یواځي دالله ده ( ان الحکم الا لله )
موجوده غربي دجالي ولسواکې موږ ته دامریکا او ناټو ځواکونو
راوارده کړې ده او څه دپاسه لس کاله کیږی چې دافغاني ولس په
سریې تپي خو لایې دخیر کوم لوری نه ترسترګو کیږی
پخوانیو جنایتکارانو اوجګړه مارانو ته یې دیموکراتیک پرتوګونه جوړ کړل
خولایې دولسي باور پرتوګاښ ندی ورته موندلی خدای وربللی رباني یې دسولي
څلی وټاکه او هغه یې مرادته له رسیدلو مخکي ونړاوه .
موخه مې داده چې مسلمان داسې ولسواکې نشي منلی چې په پایله کې یې
وضعي نظام رامنځته کیږی او که په اسلامې نظام کي دشورایې سستم خبره
مطلب وې نو هغه خو ولسواکې نشو بللی بلکې هغه دولس په خوښه اومشوره
اللهی نظام بلل کیږې او الله واکې ورته ویلی شو نو مسلمان ولسواکان څه مطلب ؟


pattang
22.09.2011

ريښتنی صيب ښه شوه چې را مالوم شوې !
اولسواکي دشيطاني ، لټي ، بې نظمي ا واخلا قي فساد ځاله ده٠


پتوال
22.09.2011

درنو  ورونو  ته سلام  مينه او درناوی !

رښتينی صيب  د الله حکم  ايت +حديث  دی ،  قياس اواجماع  پرې  سربېره ، نو هغه ولسواکي چې  ددې څلورواړو  واکمني  اوحکم ته اولويت 
 ورکوي او خپل ډګر  مستحبات او مباحات  ګڼي چې د شورايت  او انتخابي حکومت  په مټ يې تتنظيموي  او اداره کوي يې ايا دا د الهي 
حاکميت سره څۀ تناقض  لري ؟  او که دا هغه بشپړاوی دی چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول يې پخپله امر کړی  دی ؟؟؟


رښتینی
23.09.2011

پتنګ صیب مننه
څه موده په سفر وم ایله اوس پرځای شوم
اوپتوال صاحب ستاسو تشریح شوې ولسواکی باید شورائیت وبلل
شې نه ولسواکې ځکه ولسواکې پردی اصطلاح ده اوستاسو پر تشریح
شوې معنی یې کم خلک مرادکوې ډیری خلک یې په خپله معنی کې مراد کوې
اودې ته موهم باید پام وې چې اصطلاحات خپلول هم اتیات غواړي شرعا هم
اصطلاحات باید پاموړ وې لکه په دې اړه ما یو وخت په ټول افغان کې یوه
تفصیلی لیکنه همم کړې وه اوشاید اس به هم وې


پتوال
23.09.2011

رښتينی صيب هرکله راشې ، د شورايت اصل بايد په منجمد شکل پاتې نشي چې ګواکې انتسابي شوری د انتخابي شوری ځای ونيسي

او د يوۀ ديکتاتور بړيڅي وکولای شي چې د مسلمان ولس برخليک وروټاکي (!)
مهم د انتخابيت پرينسيپ دی چې خليفه، ولسمشر،
سيمه ييز اُوللامر ، مرکزي او ولايتي شورا پرې ټاکل کيږي ! که دې ته ملي امت واکي وايې او که ملي خلافت ، هغه ستا خوښه ، خو زه يې اسلامي
ولسواکي بولم چې په سزايي مسوليت سره د ديني فرايِضو او واجباتو له عملي کولو او د حرامو څخه د ځان ساتلو له شرعي احکامو وروسته
چې د قضی او محاکمو له خوا تضمينيږي
په ګډ ژوندانه کې د اجرائيه او تقنيني ځواک له خوا د قانون په بڼه پلي کيږي !

د اصطلاح په برخه کې يې هم هېڅ مشکل نشته ، ځکه ولسواکۍ ته چې د ([color=blue:19fe0b353a]اسلامي[/color:19fe0b353a] ) قيد ور وغورځول شي
بالکل روښانه کيږي چې مطلب څشی دی ! د ولس واک د اسلامي احکامو په وړاندې فلج ، خو د هغه څه د بشپړاوي له پاره چې
اسلام معروف بللي اړين دی، اسلامي اخلاق، سنت، مستحبات په لمن کې رانغاړي او د ژوندانه مباح پرکتيک او اداري چارې
هم ټولې تنظيموي او په دې توګه اسلامي اداري سيستم ته عصري بڼه او د جامعې
د رهبري کولو توان او ظرفيت وربخښي !
ددې اصطلاح مفهوم په اسلام کې نوی نه دی، بلکې د خلافت د اصل او پرينسيپ کيفي پراختيا ده د ملي چوکاټ په کمّي محدوده کې !

والسلام


طالب ISI
03.12.2011

[quote:a0fe639c2c="pattang"]ريښتنی صيب ښه شوه چې را مالوم شوې !
اولسواکي دشيطاني ، لټي ، بې نظمي ا واخلا قي فساد ځاله ده٠[/quote:a0fe639c2c]

ښه پتنګ صاحب نو ته ځکه په جرمنې کې پروت یې چې یو اولسواک نظام دی.


م . ق
04.12.2011

السلام علیکم ورحمة الله،

درنو ورونو،
زه یوه پوښتنه لرم: ولسواکي او جمهوریت یوشی دی او کنه فرق لري؟ څه فرق لري کوم یو یې په کومو دلایلو ښه دی؟
منتخبه شوری او منتخب امیر په ولسواکۍ یا جمهوریت کې راتلاي شي؟

په درنښت


م . ق
07.12.2011

ربنا ظلمنا انفسنا وان لم تغفرلنا وترحمنا لنکونن من الخاسرین.


م . ق
08.12.2011

استغفر الله العلی العظیم من کل شیطان رجیم

رب أعوذ بك من همزات الشياطين وأعوذ بك رب أن يحضرون.



ع کريم حليمي
08.12.2011

السلام علیکم و رحمة الله
درنو ملګرو (والدینو ) توجه مو غواړم ! دزشتو جملو او الفاظو څه خوداري وکړئ ، زشت الفاظ د اولادونو په مقابل کښي مه کاروئ ،او مه ئې د دوئ په مخ کښي نورته ، هرکله چه تاسو د زشت القاظو کار اخلئ او پر خوله ئې راوړئ نو ستاسو اولادنه ئې سریعاً حافظې ته سپاري ، او ډېر دا امکان لري چه زموږ او ستاسو اولادونه به په همداسي زشتو الفاظو وژغېږي
چه خوښ مو نه دي
نوټ : ستاسو لیکني د ړنګولو وړ دي ولي چه :‌علم لاینفع

اللهم انی اعوذ بک من علم لاینفع.


عادل عادل
08.12.2011

[quote:47c5aaae6d]تاسو خو لمانځه کې هم لاسونه په خټو او پرتوګ غاښ دپاسه ایښي وي چې چیرته دا سست پرتوګ مو د کونې څخه ونه وځي.
پخې مو داسې تنګې نیولي وي لکه یا چې غل درغلي وي اویا څوک په کونه څه درمنډي،تاسو چې په خپله کونه اعتماد نه لرﺉ بیا لګیا یې نورو ته اوښان وایئ، اوښانو کې تر خرو او ټټوانو ډیر غیرت دی.
[/quote:47c5aaae6d]

ډاکټر وطنمله ! دا پوړته خو یې تا!! ته هم ویلي دي !!!؟؟؟

او فرقاني صیب تاسو خو له علم سره سره له هغه مطلق جاهل نه هم بدتر یاست چې په ناپوهی او جهل کې د یوه هزاره د ښکنځلو ځواب حضرت علي کرم الله وجهه ته په ښکنځلو کې ورکوي.

وطنمل ته دې خدای هدایت وکړي چې تاسو علامه یې د خره د ---. په توګه د ټول افغان د بحثفورمونو په تندي باندې ځړولی یاست،،، خدای خبر څه خیر یې درکې لیدلی دی!!

له درنو عامو لوستونکو او ښاغلو ګډونوالو څخه ډېره زیاته بښنه غواړم.

اللهم انی اعوذ بک من علم لاینفع،،،،،، آمین آمین ثم آمین



ع کريم حليمي
09.12.2011

سلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو ملګرو بحث به خپل مسیر ته برابر کړو ، کوم ورور پښتلي وه چه :
[quote:098150a299]مسلمان ولسواکان څه مطلب ؟ [/quote:098150a299]
ولسوال یا ټولواک مسلمان هغه چاته ویل کیږي چه : د عصر أهل الحل والعقد
خلګ راټول کړي او د اسماني اخلاقو تر نظارت لاندي آیین ولیکي او د هغه آیین په اساس محکمه جوړه کړي ، او محکمې ته ًقاضي وټاکي ، او قاضي
ئې حکم کوونکی وي (وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ)
[quote:098150a299]مسلمان به ولسواکې ته غاړه ږدې که الله واکې ته ؟ [/quote:098150a299]
ولسواکۍ ته غاړه کښېږده ، د ولس نه یو درباندي آمر وي !!! له آمر ،حاکمه سرغړونه بد اخلاقي ده ، ذالجلال فرمايي چه : ياأيها الذين ءامنوا أطيعوا الله وأطيعوا الرسول وأولي الأمر منكم

شرعاداسي ده : هرکله چه ولسمشر یو فرد و ملت ته د حاکم او قاضي په صفت ور وپېژندلئ ، دغه سړی د حکم حق لري (وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ) ، هو ! فهم مو وي چه د دغه حاکم و پلار ته داسي كنيه ورنه کړي
د حاکم پلاره دغه کنیة ممنوع ده !!
نوټ : هر ولسمشر باید په خپلو خبرو کښي ځان په خادم ونوموي ، او ملت
يې باید او ضرور ولسمشر ونوموي


khoshalkhan
09.12.2011

((مسلمان به ولسواکې ته غاړه ږدې که الله واکې ته ؟))
ددې خبرې ځواب دې څه شی دی ?
امريکايانو اولس واکانو ته غاړه ژدې او که مسلمانانوته !
ايا اولسواکي الله واکي دی ?
په اولسواکې کې خو غېرې اسلامي کلتور پروت دی ، داددې پر مانا چې په اولسواکې کې ټوله فردي ازادي پرته ده او په الله واکي کښې داسې نده
نو ته ولې ستر ګې پرې پټوې !

[quote:b1e9a0e37a="ع کريم حليمي"]سلام علیکم و رحمة الله و برکاته
درنو ملګرو بحث به خپل مسیر ته برابر کړو ، کوم ورور پښتلي وه چه :
[quote:b1e9a0e37a]مسلمان ولسواکان څه مطلب ؟ [/quote:b1e9a0e37a]
ولسوال یا ټولواک مسلمان هغه چاته ویل کیږي چه : د عصر أهل الحل والعقد
خلګ راټول کړي او د اسماني اخلاقو تر نظارت لاندي آیین ولیکي او د هغه آیین په اساس محکمه جوړه کړي ، او محکمې ته ًقاضي وټاکي ، او قاضي
ئې حکم کوونکی وي (وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ)
[quote:b1e9a0e37a]مسلمان به ولسواکې ته غاړه ږدې که الله واکې ته ؟ [/quote:b1e9a0e37a]
ولسواکۍ ته غاړه کښېږده ، د ولس نه یو درباندي آمر وي !!! له آمر ،حاکمه سرغړونه بد اخلاقي ده ، ذالجلال فرمايي چه : ياأيها الذين ءامنوا أطيعوا الله وأطيعوا الرسول وأولي الأمر منكم

شرعاداسي ده : هرکله چه ولسمشر یو فرد و ملت ته د حاکم او قاضي په صفت ور وپېژندلئ ، دغه سړی د حکم حق لري (وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ) ، هو ! فهم مو وي چه د دغه حاکم و پلار ته داسي كنيه ورنه کړي
د حاکم پلاره دغه کنیة ممنوع ده !!
نوټ : هر ولسمشر باید په خپلو خبرو کښي ځان په خادم ونوموي ، او ملت
يې باید او ضرور ولسمشر ونوموي[/quote:b1e9a0e37a]


م . ق
09.12.2011

[size=24:af2fd6e604]مروج جمهوریت او اسلامي نظام:[/size:af2fd6e604]
د پاکستان، افغانستان او ایران په جمهوریتونو او اسلامي نظام کې فرق:

په اسلامي نظام کې ضروري نده چې هر قوم، ولسوالي یا ولایت دې یو نماینده ولري بلکه د ټولو مسلمانانو څخه به نخبه کسان شوری جوړوي.
په اسلامي نظام کې هیڅوک خپل ځان شوری یا امارت ته نشي کاندیدولاي.
په اسلامي نظام کې شوری یا امیر د معلوم وخت لپاره نه وي.
په اسلامي نظام کې شوری نوی اساسي قانون نه جوړوي بلکه اسلامي قانون یې اساس وي.
په اسلامي نظام کې امیر دټول ولس لخوا نه بلکه د منتخبې شوری لخوا ټاکل کیږي.
په اسلامي نظام کې د مشرانو او کشرانو مجلسونه نه وي.
د امیر ټاکلو نه وروسته شوری د نوي قانون جوړولو لپاره رایې نه اچوي، شوری یواځې امیرته مشوره ورکولاي شي، مقننه قوه قضات او مفتیان وي نه شوری.

او جمهوریت ددې ټولو برعکس دی چې هلته که اکثریت د هرچا شو هغه نوی قانون هم جوړولاي شي، ولو که دا اکثریت د ښځو شو یا دمعیوبینو یا د مزدورانو او یا د فنکارانو او یا د یوخاص قوم.

نو دغه مروج اسلامي جمهوریت د اسلام په نظام کې هیڅ اساس او ثبوت نه لري ،دا یو حقیقت وو چې ما درته روښانه کړو، زما شخصي نظر نه وو.

په درناوۍ



ع کريم حليمي
09.12.2011

السلام علیکم
ان شاء الله جوړ به یاست ، او الله مو جوړ لره
[quote]په اولسواکې کې خو غېرې اسلامي کلتور پروت دی ، داددې پر مانا چې په اولسواکې کې ټوله فردي ازادي پرته ده او په الله واکي کښې داسې نده نو ته ولې ستر ګې پرې پټوې ! /quote]
اولسوالۍ دوېٖٖٖٖٖ دي ، یوه دمسلمانانو هغې ده ، او بله د سکلرانو هغې ده
زموږ به محکمه کښی خو شریعت چلېږي ، زه د پاکستان د محکمې په باره کښي خبری نه کوم !!! دا خو تر لمر روښانه ده چه هلته الأحكام الشرعية
نه چلیږي ، اورېدلی مي وي چه وايي‌ چه د باکستان قاضي تر دغه
[color=white:b4180edf93]وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ[/color:b4180edf93]
حکم لاندی دي !!!
او بیان ازادي خو موږ حق دی ، هر څوک چه له مونږ نه د بیان ازادي اخلي هغوئ هغوئ فاسقان دي ، هغو اصلا زما پر خوله لا رانیسي او د
[color=blue:b4180edf93]امر بالمعروف ونهي عن المنكر[/color:b4180edf93] څخه مي منع کوي
د بیان پر ازادۍ سر ورکړه ، قریشانو زموږ سرادار عالم ته وویل چه بیان مکوه موږ به پیسې درکړو



ع کريم حليمي
09.12.2011

محترم مبارز قرآني صاحب ، دلته چه تاسو لیکني کوئ ، د دغه ځای نو بحث فورم نومېږي ،‌د بیان فورم نه نومېږي ، که بحث کول غواړئ نو ضرور به
زما له لیکني څخه زما غلطه او د شریعت نه مخالفه جمله را اقتباس کړه
که اقتباس تری ونکړي نو کوم اصول چه مالیکلی معنیٰ ئې دا ده چه رد کړيدي دي نه دي ، نو موافق يي‌ !!!!
کله چه مي ستاسو جواب ترلاسه کړو نو بیا به زه ټولي هغه نادرستي جملې به دي درته اقتباس کړم او تصحیح به یی درته وکړم


پتوال
09.12.2011

محترم استاد مولینا حليمي صاحب، منلو دوستانو او ګرانو لوستونکو
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !

"مبارز قرآني صيب ليکي :
[quote:df6d3608d2]مروج جمهوریت او اسلامي نظام
په اسلامي نظام کې ضروري نده چې هر قوم، ولسوالي یا ولایت دې یو نماینده ولري [/quote:df6d3608d2]
که ضرورري نه وي نو منع به هم نه وي، نو که ټولنه ورته اړتيا ولري بايد ولسټاکلي استازي ولري ! ولې زما په اند خو اسلام يې هم اړين بولي په دې معنی چې :
اهل حل او عقد موندل او مشورو ته يې رابلل اړين دي ، دغه ښاغلي ديني مجتهدين هم نه وو او نه د ديني مسايلودحل له پاره راغوښتل کېدل،
بلکې د لويي جرګې په شان يې د ولس د ژوندانه مسائيل ، ستونزې او شخړې يې [color=blue:df6d3608d2]حلولې[/color:df6d3608d2] او خبره يې [color=red:df6d3608d2]غوټه[/color:df6d3608d2] کولی شوه ، چې هم [color=blue:df6d3608d2]حل [/color:df6d3608d2]اوهم [color=red:df6d3608d2]عقد [/color:df6d3608d2]ورته وايي .
مثلا ً د امير ټاکل يې غوټه (عقد) او نورې پرېکړې يې ښايي د مسايلو دحل پريکړې ګڼل کېدلې !
راځو دېته چې هغه وخت ژوند ساده او او ناغوړېدلی و ، د امير په ټاکلو او واک ورکولو چې هغه په اصطلاح خپله کابينه يعنې حکام وټاکي بسنه کېدله .
د ميرويس خان او وروسته د احمد شاه بابآ ټاکل هم د شېرسرخ په لويه جرګه کې په ورته ډول شوي دي . د وخت په تيرېدو، له تکامل او پرمختګ
سره همدغه اصل او پرينسيپ هم وغوړېدۀ د حل او عقد خاوندان هم د پلويانو له خوا په رايو ټاکل اړين شول ، ځکه پخوا هم
د حل او عقد خاوندان د امير له خوا په انتساب کېدل چې د نفوذ خاوندان به وو او د نېک شهرت ، ټولنيز موقف ، تجربې په مټ به يې په خلکو کې پلويان لرل ،
نن ورځ هم د همدغو نېکو او غوره صفاتو له مخې د پلويانو لرل مطرح دي ، خو داچې پلويان تر پلويانو فرق لري، نوهغه څوک بايد د حل او عقد د اهل په توګه غوره شي چې په شفافيت سره تر ټولو ډيرې رايي وګټي . د شفافيت معيار د دې
امکان رامنځته کوي چې پوه با تجربه او خير غوښتونکي د وکيل = اهل حل او عقد يا نخبه کسانو په توګه ډيرې رايي وګټي او وکيل شي !
داچې پخپله بايد کانديد نشي بلکې نور يې کانديد کړي ددې له پاره هر يو له ځانه سره د کانديد کونکو د ټاکلي شمير لاسليکونه راوړي څو ثابته کړي چې پخپله نه ، بلکې د نورو له خوا کانديد شوی دی او په دې توګه يې کانديد ول هم ومنل شي !
نو په جمهوري نظام کې هم لکه [color=yellow:df6d3608d2](( په اسلامي نظام کې هیڅوک خپل ځان شوری یا امارت ته نشي کاندیدولاي.))[/color:df6d3608d2]
داچې [quote:df6d3608d2]په اسلامي نظام کې شوری یا امیر د معلوم وخت لپاره نه وي.[/quote:df6d3608d2] که ددې جملې وروستی توری (ي) ترې حدف کړو نو حقيقت
به يې بشپړ او ويلی شو چې
يو شی چې نه و نو دا معنی نه لري چې تل دې نه وي ، که د معلوم وخت له پاره څوک بيا بيا هم کانديد کېدلی او ټاکل کېدلای شي نو تر څو چې د ټاکونکي ولس
خوښ وي ټاکي به يې ، په دې ډول ترې تقريبا ق هماغه يوه نتيجه پلاس راځي .
فرق يې همدومره دی چې د ټاکونکې شورا نور خوښ نه وي ، له قانون څخه منحرف وي نو بيا نشي پاتې کېدای ، د کوم انحراف مخه چې پڅوا لا نشوه نيول کېدای !

باور لرم که د رايو د اکثريت او مطلًيت اصل همغه وخت او همدارنګه د امير د وخت محدوديت وضع شوی وای د حضرت عثمان ، حضرت علي او حضرات حسن او حسين رضی الله عنهم د وژلو مخه به نيول شوې او
د ورته کړکېچونه جرړه به هم وتلې وه ! سلطنت به نه رامنځته کېده او غربي او يا يو ناني دموکراسئ به نه چانس درلود او نه بۀ
پخپله په لوېديځ کې هم دومره پراخه شوې وای !
[quote:df6d3608d2]په اسلامي نظام کې شوری نوی اساسي قانون نه جوړوي بلکه اسلامي قانون یې اساس وي.[/quote:df6d3608d2]
اسلامي قانون شرعه ( ايت ، حديث ، اجماع او قياس دی) چې په اسلامي جمهوريت کې يې پلي کول لومړی خوندي کيږي ، دشورا موضوعات هغه قوانين دي چې په اسلامي شرعې سر بېره او له هغې سره
په بشپړ تطابق او توافق کې بايد د اهل حل او عقد وکيلانو له خوا تصويب شي
که نه فسخ کيږي !
[quote:df6d3608d2]
اسلامي نظام کې امیر دټول ولس لخوا نه بلکه د منتخبې شوری لخوا ټاکل کیږي.[/quote:df6d3608d2]
نو که ولسمشر (=امير) د ملي شورا له وټاکل شي پارلماني ولسمشر لکه په اکثرو فدرالي نظامونو کې او که په ټولټاکنو کې مستقيما د ولس له خوا وټاکل شي رياستي ولسمشر ورته وايي چې هم په فدرالي او هم عير فدرالي جمهوريتونو کې شته . په رياستي نظام کې حکام (واليان) د ولسمشر (امير) له خوا ټاکل کيږي
او اسلامي امارت ته نږدې کيږي ، او په پارلماني نظام کې امير او حکام دواړه د ملي او ولايتي شورا ګانو له خوا ټآکل کيږي ، چې په لومړي کار کې اسلامي امارت ته نږدې او په دويم او دريم (ولايتي او سيمه ييز ) حکامو په ټاکلو کې له اسلامي امارت سره فرق لري !. دلته به ووايو چې د خلافت اصول يو طرزاعمل و چې داصحابو له خوا رامنځته شو، نو بشپړولو ته يې اړتيا رامنځته کېدله ، که خلافت دوام کړی وای حتما ق به يې بشپړاوي صورت نيولی وای او د اسلامي جمهوريت سره چې مونږ يې په پام کې لرو سمون او مشابهت موندلی وای !
يو اساسي قانون چې د اسلام اصول او شرعي قوانين نشي نقضولای خو د ژوند چارې ښې تنظيمولای شي بالکل د اسلامي شورايت غوښتنه او
ورسره تطابق او توافق لري اړين او د اسلامي ټولنې ساتونکی او ژغورونکی تما ميږي !
[quote:df6d3608d2] د امیر ټاکلو نه وروسته شوری د نوي قانون جوړولو لپاره رایې نه اچوي، شوری یواځې امیرته مشوره ورکولاي شي[/quote:df6d3608d2]
ددې جملې متن يو تاريخي فکت دی نه يو تاريخي قانون او د فکت په ډول يې داسې جمله بندي کول پکار دي چې :
د امیر ټاکلو نه وروسته شوری د نوي قانون جوړولو لپاره رایې نه اچو[color=red:df6d3608d2]لې[/color:df6d3608d2]، شوری یواځې امیرته مشوره ورکولاي [color=blue:df6d3608d2]شوه[/color:df6d3608d2]
او دا فاکت ددې مخه نه نيسي چې شورا د امير له ټاکلو وروسته دقانون د جوړولو له پاره رايي اچوي او په امير اسلامي تنقيدونه نيسي تر څو چې د له قانون څخه د امير د عدول او انحراف مخه ونيسي !
له قانون جوړونې سربېره نور د شورا واک څشی دی ، اغيزمن تنقيد او بس ، کوم چې په اسلام کې ډېر لوړ ارزښت لري او د جمهوري انتخاباتو
او مطبوعاتي آزادۍ کې دغسې تنقيد يو د يو عام اصل په توګه پلی کيږي ، صرف بڼه يې بايد په واقعي توګه د اسلامي تنًيد شي او بس ! والسلام !
[quote:df6d3608d2]مقننه قوه قضات او مفتیان وي نه شوری.[/quote:df6d3608d2]
په اسلامي جمهوريت کې هم د قًوانينو مسوده او هم يې وروستۍ بڼه د سترې محکمې له هوکړې او توافق وروسته تصويبيږي او
دا کار په ظاهرشاهۍ کې ډير او دقيق او په داود شاهۍ کې هم مراعات کېدۀ !
په درنښت !



ع کريم حليمي
09.12.2011

السلام علیکم
[quote:e21ca96be7]په اسلامي نظام کې ضروري نده چې هر قوم، ولسوالي یا ولایت دې یو نماینده ولري بلکه د ټولو مسلمانانو څخه به نخبه کسان شوری جوړوي.[/quote:e21ca96be7]
داچه په اسلامي نظام کي د هري ولسوالۍ نماینده نه ؤ ضرور !!!
دغه نن نن ضرور ده !! ولي چه اسلامي سیاست قابل د تکامل دی یعني ممکن ده چه سبا! اسلامي سیاست بل پړاو ته تکامل وکړي
په اسلام کښي یوازي اخلاق تکمل دي او بـــــــــس ، د اسلام دین تکمل :
معنیٰ اخلاق ئې تکمل کړه (اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي )
مسلمانان د ژوند په هره برخه کښي تکامل کولای شي ( او اخلاق ئې رب العزت ور تکمل کړه ) نو اخلاق مو قابل د تکامل نه دي
[quote:e21ca96be7]په اسلامي نظام کې هیڅوک خپل ځان شوری یا امارت ته نشي کاندیدولاي[/quote:e21ca96be7]
هو ! هیڅوک خلاقاً دا حق نلري ، چه خپل ځان و نوموي و ولس مشرۍ ته!
یو حزب به را ولاړېږي او له یو فرد څخه به خواهش کوی چه زموږ دي و ولس کشرۍ ته معرفی کوو
[quote:e21ca96be7]په اسلامي نظام کې شوری یا امیر د معلوم وخت لپاره نه وي.[/quote:e21ca96be7]
هو ! څلور یاران ټاکلي اشخاص وه ، و رسول الله ته !!
هر کله چه حب د مال او دنیا او د قدرت ډېر شو ، لازم ده چه وخت ئې معلوم وي !!! چه ډیر وخت پر چوکۍ پاته شي امیر فاسد کیږي
مفسدات القلوب ( حب المال) د نبي د امة فتنه مال ندي ؟تاریخ شاهد دئ

[quote:e21ca96be7]په اسلامي نظام کې شوری نوی اساسي قانون نه جوړوي بلکه اسلامي قانون یې اساس وي.[/quote:e21ca96be7]
دا څه معنیٰ چه قانون نه جوړوي ؟ مطلب دی دا دئ چه قرآن مو قانون دی ؟ . نه ورور جانه ، په قران کښي د ګوټو په تعداد قانون دی ، نور ټوله
اخلاق دي ، تاسو ته لازمه بولم چه داخلاقو او قانون په فرق ځان و پوهوۍ
[quote:e21ca96be7]په اسلامي نظام کې امیر دټول ولس لخوا نه بلکه د منتخبې شوری لخوا ټاکل کیږي.[/quote:e21ca96be7]
ددغي خبري جواب ویل شویدی
[quote:e21ca96be7]په اسلامي نظام کې د مشرانو او کشرانو مجلسونه نه وي.
د امیر ټاکلو نه وروسته شوری د نوي قانون جوړولو لپاره رایې نه اچوي، شوری یواځې امیرته مشوره ورکولاي شي، مقننه قوه قضات او مفتیان وي نه شوری.[/quote:e21ca96be7]
ترافکی ، او د مواصلاتو ، او د copyright ،له پاره لازمه ده چه قانون ولیکل شئ ، دا چه د داسي موضعاتو له پاره په تاریخ کښي څه نه لرو ، او ًپه نص کښی هم داسي څه نشته !!! نو لازمه ده چه قانون يې په مصلحت او سلا سره ولیکي ، که د ملت بېله مصلحته قانون ولیکی ، ملت د بلوا حق لري
[quote:e21ca96be7]او جمهوریت ددې ټولو برعکس دی چې هلته که اکثریت د هرچا شو هغه نوی قانون هم جوړولاي شي، ولو که دا اکثریت د ښځو شو یا دمعیوبینو یا د مزدورانو او یا د فنکارانو او یا د یوخاص قوم.[/quote:e21ca96be7]
زموږ نیم دین ښځو مبارکانو راته رارسولی دی ، ښځي! د دین د کامیابۍ له پاره خپله سرمایه و سردار عالم ته کېښودل ، دا څه وائئ څه وايي
معیوبین !!! نشي نقبه کېدلی ، پاته سوه جاسوس مزدوران ، نو وټ مه ورکوه ، او که بله د حال لاره در معلومه وي چه څرنګه د جاسوس مخه ونیسو ، ملت ته نظر ورکه

[quote:e21ca96be7]نو دغه مروج اسلامي جمهوریت د اسلام په نظام کې هیڅ اساس او ثبوت نه لري ،دا یو حقیقت وو چې ما درته روښانه کړو، زما شخصي نظر نه وو.
[/quote:e21ca96be7]
هو ! ښه نظرونه وه ، د بعضو نظریاتو دي زمانه نېستي ده ، عیب نسته پکښي ، دا اصول مه ورکوه ! هر کله چه عیسي َ راسي ، کار به ځندي واخلي ، عیسي ع حب د دنیا نه پېداکوي ، او د چار طرف خلګ يې هم منتخب او ورټاکلي خلګ به وي!! ، هغه وخت د انتخاباتو اصول له منځه ځي
درنښت



ع کريم حليمي
09.12.2011

السلام علیکم و رحمة الله
دروند او مکرم او محترم او دانشمند پتوال صاحب ، ان شاء الله چه صحتین به لرۍ ( دل جم ، عافیت )
کله چه ما خپله لیکنه تېره کړه ، ستاسو لیکنه مي ولیدل ، دغه سبب دی چه
زما په لیکنه کښي تاسو ته احترامات نه وه تقدیم شوي

داسي رامعلومه شوه چه احساساتي مبارز د دوو محجروخلګو په منځ کښي شو ګورو به چه :قرآني صاحب مونږ او تاسو ته څه ولیکي ، زه خو مذهبي یم ، او قرآني صاحب خو ځان داسي بې مذهبه بې مذهبه ښووي ؟
درنښت


م . ق
10.12.2011

سلامونه او نیکې هیلې،

درنو مشرانو، ماچې کوم فرقونه بیان کړې وو د اسلامي اصولو او معیار له مخې وو اوس داچې د نن دیموکراسي ورسره سمون نه خوري نو مونږ دې ته اړ نه یوچې د دیموکراسۍ لپاره خپل اسلامي معیارونه او اصول تحریف او یا تاویل پکې وکړو.

هغه څه چې ما بیان کړه د اسلام هغه نظام وو چې د نبي صلی الله علیه وسلم او صحابوو څخه مونږ ته د یو ثابت اصل او معیار په توګه راپاتې دي.

اسلامي اصول او معیار مونږ د نبي صلي الله علیه وسلم او د صحابوو د عصر څخه پیژنو ځکه چې هغه خیرالقرون وو او د نبي صلی الله علیه وسلم د ارشاد مطابق چې علیکم بسنتي وسنة خلفائی الراشدین نو مونږ ته دنبي صلی الله علیه وسلم او صحابوو د سنتو پیروي پکار ده، او د اسلام معیار او کیفیت به د هغوي د اعمالو څخه پیژنو.

نو داخبره چې هغه صرف یو تاریخ وو او یا هغه پروسه تکمیل شوې نده ترڅو چې دحلیمي صاحب غوندې ملایان یې د دیموکراسۍ مطابق تکمیل کړي نو دا د اسلام نه ډیره لرې خبره ده، ځکه حلیمي صاحب خپله وایي چې قرآن مجید مکمل قانون نه دی او نه شریعت کامل دی، صرف اخلاق یې کامل دي نو د الیوم اکملت لکم دینکم دغه ترجمه چې حلیمي صیب یې کوي هیڅ مفسر نده کړې.

نو که اسلامي نظام غواړﺉ خو هغه دی چې مونږ ته رسول الله علیه الصلاة والسلام او صحابوو راښودلی دی چې هرڅه یې واضح او معلوم دي او که جمهوري نظام غواړﺉ نو دا بیا اسلامي ځکه ندی چې اسلام مونږ ته دغه سیستم نه دی راښوولی بلکه دا داسې نظامونه دي چې طاغوت یې بللاي شو ځکه چې بما انزل الله باندې پکې عمل نشته ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون.

او حلیمي صاحب غواړي د مذهبي او غیرمذهبي په اصطلاح خلک وغولوي ترڅو خلک صرف د مذهبي په نوم د هغه خبرې ومني او د نورو خبرو ته غوږ نه شي، ټول مسلمانان مذهبیان دي، زمونږ د ټولو مذهب اسلام دی، مذهب یعنې دین، ورضیت لکم الاسلام دینا، ان الدین عند الله الاسلام.

حلیمي لیکلي چې زه د دوو محجرو خلکو ترمینځ شوم، نو حلمیي صیب زه د هیچا مطلق مقلد نه یم، دهرچا خبره چې حق ته نزدې وه هغه به منم اوکنه وه نه یې منم.
د سیاسي نظریاتو اتفاق او اختلاف طبعي خبره ده خو د اسلام په اساسي اصولو کې دچا سره تساهل یا تسامح نه شو کولاي.

مننه او درنښت


Sangar Watan
11.12.2011

دښاغلي رښتيني دا ليکنه:

[quote:22cd5caa36]الله جل جلاله وایې : واک اوحکم یواځي دالله ده ( ان الحکم الا لله )[/quote:22cd5caa36]
دټولو نظرياتو او ليکنو ځواب دی٠

خو الله جل جلاله د اسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ص تر وفات روسته،دګنهکار عاجز او ضعف النفسه انسان سره خپل مستقيم علايق
قطع کړي دي٠
زه اوس پدې نه پوهېږم چې په الوتکه کې سفر جايز دی؟
دکافر په لاس جوړ شوی تشناب او بيت الخلا نه استفاده جواز لري؟
استنجا او ورته کارونه دتشناب د کاغذ په وسيله ،څنګه ده؟
او زه چپ يا ښي لاس ته موټر وچلوم؟

ښاغلی پتوال ليکي:
دلوی خدای ج ايت ،حديث،اجماع او قياس

پوښتنه:
دقراني اياتو دتفسير په هکله مختلف نظريات وجود لري(دشعيه اوسني
تفاسير)،داحاديثو د رښتينوالي په باب ډير اختلاف شتون لري!
اجماع اوقياس ؟
پرون به څو تنه ملايان سره کيناستل او د يوې مسلې په هکله به ئي
دخپلو معلوماتو! او شواهدو! پر بنسټ فيصله وکړه،خو ننی انسان دې
مېډيا د مختلفو ډولونو په وسيله ديوبل سره ټړل شوی دی٠

زما نه خو لاره ورکه ده :shock:



ع کريم حليمي
11.12.2011

محترمو مکرمو , دانشمند پتوال صاحب ، ګران مبارز صاحب ، او ګران سنګر
صاحب ، او درنو پتمنو لوستونکو تر هر څه نه مخکي ، ستاسو سلامونو ته وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاتهُ
خدای دي وکړي چه تاسو ټول دوستان مي صحیت او عافیت ولرۍ
محترم مبارز صاحب !
دانشمند پتوال و مونږ لوستونکو ته او په خاص ډول تاسو ته ، ستاسو لیکنه په تفصیل واره ، هر جز د لیکني تشریح کړي ، او تاسو فاصله ونیوله .
ما په خپل وارسره هم جوابي لیکنه وکړه ، ستاسو نادرسته او ناسازه جملی
مي درته اقتباس کړلې ، او تاسو غوږ هم په ؤ نه ګراوه ، او بیا د تیر په
شان خپل بیان مو ولیکلۍ ، دا چه زمونږ له جوابي لیکني څخه !! فاصله
نیسې ، او زمونږ د یوې جملې جواب نه لرۍ ، نو
افتــــــــــــــــــــرا ته دي لاس ورواچاوه لکه دا لاندي تهــــــــــــــــمت
[quote:d85570c57f]نو داخبره چې هغه صرف یو تاریخ وو او یا هغه پروسه تکمیل شوې نده ترڅو چې دحلیمي صاحب غوندې ملایان یې د دیموکراسۍ مطابق تکمیل کړي نو دا د اسلام نه ډیره لرې خبره ده، ځکه حلیمي صاحب خپله وایي چې قرآن مجید مکمل قانون نه دی او نه شریعت کامل دی، صرف اخلاق یې کامل دي نو د الیوم اکملت لکم دینکم دغه ترجمه چې حلیمي صیب یې کوي هیڅ مفسر نده کړې. [/quote:d85570c57f]

لیکنه هم فکر دواړه ستاسو دي! په ما هیڅ اړهاو تعلق نه لري ، پر دې ټولو سربېره هم جواب درته لیکم
حترما ّ! اوله درجه تفسیر هغه تفسیر ته ویل کیږي چه یو آیت شریف په بل آیت شریف سره ترجمه او تفسیر شي ، او دوهمه درجه تفسیر هغه ته ویل کیږي
چه آیه کریمَ د سردار عالم په حدیث مبارک سره تفسیر شي ، حال داچه تاسو ته هم ښه معلومه ده !!!! اما داچه تجاهل عارف کوۍ بېله خبره ده

الیوم اکملت لکم دینکم = إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ
رب فرمايي چه دین می درپوره کړی ، او نبي کریم فرمایی چه د اخلاقو د پوره کېدلو لپاره راغلی یم

اوس دي رښتیا ته دروم !! او خپل مذهب به عمل کوېٖٖٖٖٖ ، تاسو ویلی چه
[quote:d85570c57f]زه د هیچا مطلق مقلد نه یم، دهرچا خبره چې حق ته نزدې وه هغه به منم [/quote:d85570c57f] ووایه !!ما تفسیر حق ته نزدېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ دی که نه !

بله له حق نه لیری خبره دي کړېده !! خپل ځان ته تاوان رسولیدی
[quote:d85570c57f]حلمیي صیب زه د هیچا مطلق مقلد نه یم[/quote:d85570c57f]
زه خو په ښکاره نارې وهم چه زه مقلد یم ، د سردارعالم ، چه ته نه ئې مقلد ما ته د تعجب خبره ده !! نو په حشر به په کومو سترکو ګوریٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ و
(سید المرسلین امام المتقین خیر خلق الله اجمعین ) تــــــــــــــــــــه

[quote:d85570c57f] اسلامي اصول او معیار مونږ د نبي صلي الله علیه وسلم او د صحابوو د عصر څخه پیژنو ځکه چې هغه خیرالقرون وو او د نبي صلی الله علیه وسلم د ارشاد مطابق چې علیکم بسنتي وسنة خلفائی الراشدین نو مونږ ته دنبي صلی الله علیه وسلم او صحابوو د سنتو پیروي پکار ده، او د اسلام معیار او کیفیت به د هغوي د اعمالو څخه پیژنو.[/quote:d85570c57f]
ماشاء‌الله ، څومره ښه مثال مو راوړئ ، داخو د سرادار عالم د یارانو نو
کړه وړه دي او مونږ ته يې درس راښولی ، ګوره چه : خلفاء الراشدین
و موږ څرنګه درس راکوي ، read between the lines
څلورو یارانو په څلور جلا شکله حکومتي میکانیزم نه کار اخستی وو
موږ دا زدکړه ورڅخه کوو چه : هر میکانیزم چه معررف وي او مقبل وي
هغه دولتي میکانیزم مشروعیت لري
[quote:d85570c57f]جمهوري نظام غواړﺉ نو دا بیا اسلامي ځکه ندی چې اسلام مونږ ته دغه سیستم نه دی راښوولی بلکه دا داسې نظامونه دي چې طاغوت یې بللاي شو ځکه چې بما انزل الله باندې پکې عمل نشته ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون. [/quote:d85570c57f]
نظام ته ، ریاضي‌ته ، موتر ته ، الوتکي ته ، بایسکل ته طاغوت نشو ویلې ،
code of conduct ، او اخلاقو ته ویلی شو چه د فلان قوم یا فرد code of conduct او اخلاق طاغوتي دي !!!

[quote:d85570c57f]دچا سره تساهل یا تسامح نه شو کولاي[/quote:d85570c57f]
په داسي حال کښي چه زمونږ خوږ سردار عالم فرمائي چه :يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا إِنَّمَا بُعِثْتُمْ مُيَسِّرِينَ وَلَمْ تُبْعَثُوا مُعَسِّرِينَ

أن الغلو في الدين من أسباب هلاك الأمم قبلنا!!!!! اساني وکړۍ ، إفراط او غلو مه کوۍ ،

نو ستاسو او د سیاسي طالبانو تر مینځ فرق څرنګه وکړو ، تاسو هم ښځي
د سلواغې يه لبړ وهئ ، او یوټیوب په توت ځړوۍ ،
موږ مذهبیان مجبوره یوو چه د سردارعالم تقلد وکړو !!! ملامتیا مه رابندي اچوۍ ، زه له تقلد نه لاس نه شم اخستلی ، که لاس واخلم نو بیا د جــــــــــــــــــــــحود په قطار کښي حسابېږم او داسي هم راغلی چه أَيُّ الْأَدْيَانِ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ ؟ قَالَ : [color=white:d85570c57f]الْحَنِيفِيَّةُ السَّمْحَةُ[/color:d85570c57f]

[color=cyan:d85570c57f]نوټ : زه د افغانستان د حکومت د نظام د چپه کیدلو مخالف یم ، او د هر خارجي ملک د هجوم او تعرض او Invasion کلک مخالف یم دا که لیري همسایګان وي او که نزدی [/color:d85570c57f]
درنښت


م . ق
11.12.2011

یوځلې بیا ښې چارې،
[quote:f5626f72f1="ع کريم حليمي"]
دانشمند پتوال و مونږ لوستونکو ته او په خاص ډول تاسو ته ، ستاسو لیکنه په تفصیل واره ، هر جز د لیکني تشریح کړي ، او تاسو فاصله ونیوله .[/quote:f5626f72f1]
چې کله تفصیل او تشریح وه نو بیا یې زما ځواب ته څه ضرورت وو؟ اما کوم یو یې چې اعتراض وو هغه ما دخپلې لیکنې په ضمن کې ځواب کړی دی چې پتوال صاحب پرې پوهیږي.
[quote:f5626f72f1="ع کريم حليمي"]ما په خپل وارسره هم جوابي لیکنه وکړه ، ستاسو نادرسته او ناسازه جملی
مي درته اقتباس کړلې ، او تاسو غوږ هم په ؤ نه ګراوه ، او بیا د تیر په
شان خپل بیان مو ولیکلۍ ، دا چه زمونږ له جوابي لیکني څخه !! فاصله
نیسې ، او زمونږ د یوې جملې جواب نه لرۍ، [/quote:f5626f72f1]
لومړې خو ته دریمګړی نه یې چې د نادرستۍ حکم پرې وکړې اونه تا زما جملې نادرسته ثابتې کړې دي بلکه هغه دې خپل نظر وو او ما ستا دټولې لیکنې مرکزي نقطې په خپله لیکنه کې ځواب کړې دي، اما د نورو تیتو پرکو جملو دې چندانې خونده نه وه ځکه نو په بیله بیله توګه د ځواب وړ نه وې اما په خلصو ټکو کې ما ستا د لیکنې ټول مفهوم ځواب کړی دی. خیر الکلام ما قل ودل.
[quote:f5626f72f1="ع کريم حليمي"]افتــــــــــــــــــــرا ته دي لاس ورواچاوه لکه دا لاندي تهــــــــــــــــمت
[quote:f5626f72f1]نو داخبره چې هغه صرف یو تاریخ وو او یا هغه پروسه تکمیل شوې نده ترڅو چې دحلیمي صاحب غوندې ملایان یې د دیموکراسۍ مطابق تکمیل کړي نو دا د اسلام نه ډیره لرې خبره ده، ځکه حلیمي صاحب خپله وایي چې قرآن مجید مکمل قانون نه دی او نه شریعت کامل دی، صرف اخلاق یې کامل دي نو د الیوم اکملت لکم دینکم دغه ترجمه چې حلیمي صیب یې کوي هیڅ مفسر نده کړې. [/quote:f5626f72f1]
لیکنه هم فکر دواړه ستاسو دي! په ما هیڅ اړهاو تعلق نه لري ، پر دې ټولو سربېره هم جواب درته لیکم [/quote:f5626f72f1]

نه افتراء او نه تهمت دی او نه زما شخصي فکر دی بلکه ستاسو خپل فکر او لیکنه ده چې تاسو پورې بشپړ تړاو لري، اوکنه نو دلاندې خبرو دې څه معنی ده؟
۱. [quote:f5626f72f1]دا څه معنیٰ چه قانون نه جوړوي ؟ مطلب دی دا دئ چه قرآن مو قانون دی ؟ . نه ورور جانه ، په قران کښي د ګوټو په تعداد قانون دی ، نور ټوله
اخلاق دي[/quote:f5626f72f1]
یعنې قرآن مکمل قانون نه دی د ګوتو په شمیر قانونه پکې دي او نور ټول اخلاق دي؟
۲. [quote:f5626f72f1]ولي چه اسلامي سیاست قابل د تکامل دی یعني ممکن ده چه سبا! اسلامي سیاست بل پړاو ته تکامل وکړي
په اسلام کښي یوازي اخلاق تکمل دي او بـــــــــس ، د اسلام دین تکمل :
معنیٰ اخلاق ئې تکمل کړه (اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي )
مسلمانان د ژوند په هره برخه کښي تکامل کولای شي ( او اخلاق ئې رب العزت ور تکمل کړه ) نو اخلاق مو قابل د تکامل نه دي [/quote:f5626f72f1]
ته وایې چې اسلام کې صرف اخلاق کامل دي او نور هرشی تکامل ته ضرورت لري او کیداي شي هرشی د اخلاقو نه پرته یو بل پړاو ته تکامل وکړي، نو ددې خبرې څه مطلب دی چې شریعت کامل نه دی او باید چې کامل شي؟
[quote:f5626f72f1="ع کريم حليمي"]حترما ّ! اوله درجه تفسیر هغه تفسیر ته ویل کیږي چه یو آیت شریف په بل آیت شریف سره ترجمه او تفسیر شي ، او دوهمه درجه تفسیر هغه ته ویل کیږي
چه آیه کریمَ د سردار عالم په حدیث مبارک سره تفسیر شي ، حال داچه تاسو ته هم ښه معلومه ده !!!! اما داچه تجاهل عارف کوۍ بېله خبره ده[/quote:f5626f72f1]
باالکل اوله درجه او دوهمه درجه تفسیر او هم دریمه درجه راته معلوم دی، لیکن ما نه تجاهل عارفانه کړی او نه جاهلانه بلکه ستا تفسیر ستا خپله رایې ده چې لسمه درجه تفسیر هم نه دی، ځکه تاچې د ایت په مقابل کې کوم حدیث راوړی دی یو د بل سره ارتباط نه لري بلکه دوه بیلې موضوع ګانې دي.
[quote:f5626f72f1]الیوم اکملت لکم دینکم = إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ[/quote:f5626f72f1]
د الیوم اکملت لکم دینکم تفسیر په لاندې ډول دی:
تفسیر طبري لیکلي:
يعني جل ثناؤه بقوله : " اليوم أكملت لكم دينكم " ، اليوم أكملت لكم ، أيها المؤمنون ، فرائضي عليكم وحدودي ، وأمري إياكم ونهيي ، وحلالي وحرامي ، وتنزيلي من ذلك ما أنزلت منه في كتابي ، وتبياني ما بينت لكم منه بوحيي على لسان رسولي ، والأدلة التي نصبتها لكم على جميع ما بكم الحاجة إليه من أمر دينكم ، فأتممت لكم جميع ذلك ، فلا زيادة فيه بعد هذا اليوم . قالوا : وكان ذلك في يوم عرفة ، عام حج النبي صلى الله عليه وسلم حجة الوداع . وقالوا : لم ينزل على النبي صلى الله عليه وسلم بعد هذه الآية شيء من الفرائض ، ولا تحليل شيء ولا تحريمه ، وأن النبي صلى الله عليه وسلم لم يعش بعد نزول هذه الآية إلا إحدى وثمانين ليلة.
حدثني المثنى قال : حدثنا عبد الله قال : حدثني معاوية ، عن علي ، عن ابن عباس قوله : "اليوم أكملت لكم دينكم" ، وهو الإسلام .
حدثنا محمد بن الحسين قال : حدثنا أحمد بن المفضل قال : حدثنا أسباط ، عن السدي قوله : "اليوم أكملت لكم دينكم" ، هذا نزل يوم عرفة ، فلم ينزل بعدها حلال ولا حرام .
القول في تأويل قوله ( وأتممت عليكم نعمتي )
قال أبو جعفر : يعني جل ثناؤه بذلك : وأتممت نعمتي ، أيها المؤمنون ، بإظهاركم على عدوي وعدوكم من المشركين ، ونفيي إياهم عن بلادكم ، وقطعي طمعهم من رجوعكم وعودكم إلى ما كنتم عليه من الشرك .
وبنحو الذي قلنا في ذلك قال أهل التأويل .
ذكر من قال ذلك :
حدثني المثنى قال : حدثنا عبد الله قال : حدثني معاوية ، عن علي ، عن ابن عباس قال : كان المشركون والمسلمون يحجون جميعا ، فلما نزلت"براءة" ، فنفى المشركين عن البيت ، وحج المسلمون لا يشاركهم في البيت الحرام [ ص: 522 ] أحد من المشركين ، فكان ذلك من تمام النعمة : "وأتممت عليكم نعمتي" .
حدثنا بشر قال : حدثنا يزيد قال : حدثنا سعيد ، عن قتادة قوله : " اليوم أكملت لكم دينكم وأتممت عليكم نعمتي " الآية ، ذكر لنا أن هذه الآية نزلت على رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم عرفة ، يوم جمعة ، حين نفى الله المشركين عن المسجد الحرام ، وأخلص للمسلمين حجهم

تفسیر فتح القدیر لیکلي:
قوله : اليوم أكملت لكم دينكم جعلته كاملا غير محتاج إلى إكمال لظهوره على الأديان كلها وغلبته لها ولكمال أحكامه التي يحتاج المسلمون إليها من الحلال والحرام والمشتبه ، ووفى ما تضمنه الكتاب والسنة من ذلك ، ولا يخفى ما يستفاد من تقديم قوله : ( لكم ) قال الجمهور : المراد بالإكمال هنا : نزول معظم الفرائض والتحليل والتحريم .
قالوا : وقد نزل بعد ذلك قرآن كآية الربا وآية الكلالة ونحوهما ، والمراد باليوم المذكور هنا هو يوم الجمعة ، وكان يوم عرفة بعد العصر في حجة الوداع سنة عشر ، هكذا ثبت في الصحيح من حديث عمر بن الخطاب ، وقيل : إنها نزلت في يوم الحج الأكبر .
قوله : وأتممت عليكم نعمتي بإكمال الدين المشتمل على الأحكام وبفتح مكة وقهر الكفار وإياسهم عن الظهور عليكم كما وعدتكم بقولي : ولأتم نعمتي عليكم .

تفسیر بغوي لیکلي:
قوله عز وجل : ( اليوم أكملت لكم دينكم ) يعني : يوم نزول هذه الآية أكملت لكم دينكم ، يعني الفرائض والسنن والحدود والجهاد والأحكام والحلال والحرام ، فلم ينزل بعد هذه الآية حلال ولا حرام ، ولا شيء من الفرائض . هذا معنى قول ابن عباس رضي الله عنهما ، وروي عنه أن آية الربا نزلت بعدها .
وقال سعيد بن جبير وقتادة : أكملت لكم دينكم فلم يحج معكم مشرك .
قوله عز وجل : ( وأتممت عليكم نعمتي ) يعني : وأنجزت وعدي في قول " ولأتم نعمتي عليكم " ( سورة البقرة ، 150 ) ، فكان من تمام نعمته أن دخلوا مكة آمنين وعليها ظاهرين ، وحجوا مطمئنين لم يخالطهم أحد من المشركين.
نو دادی هغه د اولې او دوهمې درجې تفسیر چې لویو او مشهورو مفسرینو کړی دی نو د اتمام نه مراد یواځې اخلاقیات نه دي بلکه پوره دین او اسلام او دهغې فتح په کفر باندې ځکه چې ایت هم د فتح مکې په وخت کې نازل شوی دی.
نو تا چې لیکلي:
[quote:f5626f72f1]ووایه !!ما تفسیر حق ته نزدېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ دی که نه ![/quote:f5626f72f1]
نه هیڅ نزدې نه دی بلکه ډیر لرې دی. ځکه د هغه حدیث معنی چې بعثت لاتمم مکارم الاخلاق یا په روایت چې إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاقِ داده چې د رسول الله د بعثت د مقاصدو څخه اتمام د صالحو اخلاقو دی چې مراد ترینه تزکیه د مؤمنانو ده لکه چې قرآن مجید فرمایي.
لَقَدْ مَنَّ اللَّـهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ.
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ .
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ .
نو د بعثت مقصد یواځې مکارم الاخلاق نه دي بلکه الله تعالی ټول رسولان د توحید لپاره رالیږلي دي چې هغه هم د عقیدې تزکیه ده لکه چې فرمایي:
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّـهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ .
نو هیله ده چې اوس به د بعثت او اتمام په مکمله معنی پوه شوي یاست.
ښه، دا لاندې خبرې دې هم د حق نه لیرې او د باطل سره همخوا دي.
[quote:f5626f72f1]بله له حق نه لیری خبره دي کړېده !! خپل ځان ته تاوان رسولیدی
[quote:f5626f72f1]حلمیي صیب زه د هیچا مطلق مقلد نه یم[/quote:f5626f72f1]
زه خو په ښکاره نارې وهم چه زه مقلد یم ، د سردارعالم ، چه ته نه ئې مقلد ما ته د تعجب خبره ده !! نو په حشر به په کومو سترکو ګوریٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ و
(سید المرسلین امام المتقین خیر خلق الله اجمعین ) تــــــــــــــــــــه [/quote:f5626f72f1]
د ځانه خبرې کول نه کوم دلیل دی او نه استدلال، د اتباع او تقلید موضوع ډیره لویه ده چې پوره کتاب لیکلو ته اړتیا لري او زه نشم کولاي دلته یې مختصره کړم خو په لنډه توګه دا راته ووایه چې ته چې د چا مقلد یې ایا هغه درته وییلي چې زما مقلد شه؟؟ ایا الله درته پدې حکم کړی دی؟ او کنه درته یې وییلي چې اطاعت او اتباع وکړه؟ ماڅخه یې تقلید نه دی غوښتلاي ماڅخه یې اطاعت او اتباع غوښتې او زه مطیع او متبع یم.

د نورو خبرو ځواب ته دې بیا راځم، وخت راسره نشته ګنې اقتباسونه او ځوابونه ماته څه ګران کار نه دی بحثفورمونه پرې شاهد دی.
خو پدې یوه خبره کې دې هم ډیره غټه استاذي کړې ده چې زما خبره دې نیمه را اقتباس کړې ده.
[quote:f5626f72f1]دچا سره تساهل یا تسامح نه شو کولاي[/quote:f5626f72f1]
دا پورته ستا اقتباس دی او زما پوره خبره داسې ده:
خو د اسلام په اساسي اصولو کې دچا سره تساهل یا تسامح نه شو کولاي.
نو ما د اسلام اساسي اصول یاد کړې دي نو لاندې حدیث زما د خبرې سره منافات نه لري، د اسانتیا او سختیا نه مراد نور شیان دي چې بیا به یې درته ووایم.
نو د اسلام په اساساتو او اصولو عمل کول افراط نه دی او نه غلو ده، په اسلام باندې پوره عمل کولو او افراط ترمینځه فرق وپیژنه.
که رښتیا درته ووایم یو حدیث او ایت دې هم په خپل ځاي کې صحیح نه دی ویلاي بلکه د خپلې نظریې لپاره ترینه سوء استفاده کوې چې همدې ته علم لاینفع وایي.
د امریکا د پالیسۍ لپاره لګیا یې آیتونه او حدیثونه تاویلوې او غلط یې استعمالوې چې ناپوهه پرې وغولوې، او هسې زمونږ وخت ضایع کوې.
[quote:f5626f72f1]په داسي حال کښي چه زمونږ خوږ سردار عالم فرمائي چه :يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا إِنَّمَا بُعِثْتُمْ مُيَسِّرِينَ وَلَمْ تُبْعَثُوا مُعَسِّرِينَ
أن الغلو في الدين من أسباب هلاك الأمم قبلنا!!!!! اساني وکړۍ ، إفراط او غلو مه کوۍ ، [/quote:f5626f72f1]

نورو خبرو ته دې بیا راځم او د قرآن مجید په دلایلو به دې پدې پوه کړم چې حنیفیت څه ته وايي.
ته خو د کرزي امریکایي نظام چپه کیدل نه غواړې ځکه نو مجبور یې چې تاویلونه او حیلې وکړې.

والسلام.



ع کريم حليمي
12.12.2011

السلام علیکم و رحمة الله
ګران مبارز صاحب ، ښې هیلي
ډیره مهرباني او مننه چه : له اوله درجې تفاسیر څخه مو حوالې را نقل کړي
چه !! زما پر تأویل او تفسیر او تفصل دي مېخونه ووهل او زما خبري دي نور لا هم را کلکي او و حقیقت ته نزدی کړیدي
په تفسیر بغوي کښي راغلي ویلي ئې دي چه ( اليوم أكملت لكم دينكم )
د دین پوره کیدل او تمام او اکمال او کامل کېدل یعـــــــــــــني
الفرايض
السنن
الحدود الجهاد
الحلال والحرام
زه هم همدا وایم چه قرآن او سنت یوه مجموعه د اخلاقي احکامو ده ، خو !!! احکام دامعني نه چه قانون !! هو ! د ذالجلال ټول کلام او خبرو ته احکام ویل کیږي ، او هر حکم ئې امر نه دی ، د ذالجلال په احکامو کښي دګوتو په تعداد قانون هم سته یو څو مثالونه به درته راوړم وَالْعَيْن بِالْعَيْنِ ، لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتكُمْ فَوْق دغه دوه مثالونه قوانین دي او د اخلاق مثال داسي دی چه : وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضكُمْ لِبَعْضٍ

اوس نو داخبره درته کوم :
صمیمانه خواهش کوم یوه پوښتنه به راحل کړئ
خبره او بحث بر دغه راروان دی چه ( ان الحکم الا لله)
اوس نو پوښتنه دا ده چه احکام القرآن یوه مجموعه د اخلاقو او قوانینو نه ده ؟؟ او مونږ د اخلاقو او قانون ترمینځ فرق په څه شي کولی شو ؟؟؟ (داخلاقو او قانون تعریف ) څرګند کړئ ؟؟؟
[quote:bfc9c5dd4e]تفسیر بغوي لیکلي:
قوله عز وجل : ( اليوم أكملت لكم دينكم ) يعني : يوم نزول هذه الآية أكملت لكم دينكم ، يعني الفرائض والسنن والحدود والجهاد والأحكام والحلال والحرام ، فلم ينزل بعد هذه الآية حلال ولا حرام ، ولا شيء من الفرائض . هذا معنى قول ابن عباس رضي الله عنهما ، وروي عنه أن آية الربا نزلت بعدها .
وقال سعيد بن جبير وقتادة : أكملت لكم دينكم فلم يحج معكم مشرك .
قوله عز وجل : ( وأتممت عليكم نعمتي ) يعني : وأنجزت وعدي في قول " ولأتم نعمتي عليكم " ( سورة البقرة ، 150 ) ، فكان من تمام نعمته أن دخلوا مكة آمنين وعليها ظاهرين ، وحجوا مطمئنين لم يخالطهم أحد من المشركين.
نو دادی هغه د اولې او دوهمې درجې تفسیر چې لویو او مشهورو مفسرینو کړی دی نو د اتمام نه مراد یواځې اخلاقیات نه دي بلکه پوره دین او اسلام او دهغې فتح په کفر باندې ځکه چې ایت هم د فتح مکې په وخت کې نازل شوی دی. [/quote:bfc9c5dd4e]
درنښت


..Ahmadzai
12.12.2011

حلیمی صاحب هر وخت کوږ یې، نه پوهیږم چې شعوري داسې یې آو که ناشعوري؟

خو بیاهم.
ِاسلامي شریعت هر أړخیز قانون دی، یعني د انساني زوند أو خپل منځي معاملاتو ، راکړې ورکړې،د مجازاتو ، سزا أو جرم...أو نورو تنظیمونکي اجرأتو د مجموعې څخه عبارت ده.
دین ،قضأ، اقتصاد، سیاسیت، تجارت، أملاک، أو أمنیت یعني د حکومتداري ټول بنسټونو ته خپل آصول أو قوانین أو جوکاټونه لري، اسلام د زمکې پر مخ د وګړو زوند د الله تعالی د هدایت مطابق پرمخ بیول دي.

حدود یې یو ښه مثال دی، چې په کښې هر جرم ته مناسبه أو معلومه سزا ټاکل سوی.
همدا رنګه اقتصادي أو مالی راکړې ورکړې پکښې په روښانه توګه تقنین سوي، سود منع دی، زکات فرض دی، أو نورو مالی معاملاتو ته واضح أو پوره چوکاټ وضع سوی.
د اسې نورو ټولو مواردو کښې أصول وضع سوي، لکه حکومت جوړنه أو د مشر ټاکلو لارې، أو د خلع شروط، د هرچا صلاحیات أو واک ټاکلې پولې لري.

که کوم نوی شی منځ ته راځي چې د هغه لپاره په شریعت کې ‍ذکر نه وي، نو باید قیاس ته واچول سي أو یا د دیني علماو اجماع ته ترڅو شرعي نګاه څخه تنظیم سي.

نو محترمه اسلام نه تنها أخلاق دي بل حکومتداري ده، کله چې وایي ان الحکم الا لله نو معنا یې دا ده چې کوم نظام أو أصول(قانون) مونږ ته الله تعالی د اسلام په بڼه رالیږلی هغه چې تطبیق أو عملی سي نو مونږ به د الله تعالی حکم قایم کړی وي، أو د خلکو ترمنځ به د الله تعالی حکم چلیږي، أو کله چې مونږ د خلکو جوړ كړی قانون أو دستور حاکم کړو نو د الله تعالی حکم به معطل سوی وي، نو بیا په دې حکم کې راځو ( ومن لم یحکم بما أنزل الله فأولئل هم الكافرون).

د اسلامي نظام أو غیر اسلامی نظام فرق په دې کې دی، چې که څوک اسلامي نظام حاکموي هغه مسلمانان دي ، أو که څوک کفري یا بشري نظام قایموي أو خوښوي هغه کافردي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more