د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د جنت کیسې!

محمود سعيد
20.09.2011

خپله خاوره خو جنت دی که نه؟
ماته خو جنت دی، ماشومتوب، خړپړ کورونه، ستړیا....مې ډیر یادیږي، په همدې لړ کې خپل یادونه له تاسې سره شریکوم...که تاسې هم ورته یادونه او د وطن ښکلی انځور لرئ راسره شریک ېې کړئ.
لومړۍ برخه: شپونکی:
د شنې درې ختیځ لورته په کورونو لا د غره سایه پرته وه خو له شنو باغونو او بهیدونکي سیند هغه لور ته په کلي لمر خپلې زرینې وړانګې غوړولې وې.
د غره له سره مې لاندې وکتل، ځای ځای د خټینو کورونو او کلاوو له دیوالونو شین دود جګیده، د درې له منځه یو ډول زوږ د غره په خاموشۍ کې ښه اوریدل کیده، داسې ښکاریده چې خلکو یو ځل بیا ژوند ته غیږ ورکړې وه.
د غره هوا هم ښکلې وه، د شپې له بارانه وروسته د غره تورو ډبرو یو ډول زړه وړونکې ځلا درلوده، تر مخ مې د میږو او وزو کوچنۍ رمه په آرامۍ څریدله، شا او خوا خاورینې غونډۍ تاندو او شنو وښو پوښلې وې، د ښیزو نارونه لوړ شوي وو او له سره تر پایه زیړو ګلونو پوښلي وو.
د غره بل لور ته ژوره دره او بیا لوړ او جګ غر وو، د غره په ډډه کې د لویو ډبرو په ولاړو اړخونو کې ډول ډول الوتونکو الوت کاوه، داسې ښکاریدل چې دوی هم د شپې له خوبه د پاڅیدو سره سم د ژوند د مخته بیولو لپاره پوره هڅه کوله، ځینې خوږ آوازه الوتونکو سندرې ویلې او بیا د غرونو تر منځ تشې او د غږونو انعکاس یوه زړه وړونکې موسیقي جوړوله.
د دې نږدې پرتو غرونو تر منځ په ژور خوړ کې شنې شګې پرتې وې، لږ کښته د اوبو یوه ښکلې او پاکه چینه وه، د دې چینې پر غاړه زموږ د کلي یوه سپین ږیري شپانه څو چنارونه کرلي وو، هغه په لږ لوړ او هموار ځای ډبرې راڅرخولې وې او بیا ېې د خوړ شنې او نرمې شګې پکې هوارې کړې وې، د دې څلورګوټه ځای مخته د لویدیځ لور ته څنډه لږ څه ګرده شانته وه، ګواکي د قبلې لوری پکې څرګند وو...
پاته لري...


محمود سعيد
03.10.2011

د ټولګي په څلورو ګوټونو کې د لرګیو ستنې دریدلې وې. چت له شنو وښو او لښتو جوړ وو. پر غولي نرمې او پاکې شګې غوړیدلې وې او له پاسه پرې ټوټې ټوټې پلاستیکي فرش غوړیدلی وو. د جغرافیې درسي ساعت وو او ښوونکي په توره تخته چې په یوه ستنه راځوړنده وه، په غټو تورو لیکلي وو:
افغانستان د آسیا په زړه کې لږ څه جنوب لور ته پروت هیواد دی.
ښوونکي په مینه زما په سر لاس راښکود او وېې ویل: بچیه آفرین! نن دې ټولې پوښتنې سمې ځواب کړې دي، هلکانو لاسونه ورته وپړکوئ...
زما غوږونه له ولولو او خوښۍ نه ګرم شول او په زړه کې مې د خوښۍ ټکانونه حس کړل، له دې سره د سات تیرۍ (تفریح) د زنګ کړنګ شو.
د کتابونو په کڅوړه کې مې لاس وردننه کړ. د شړومبو بوتل او د تناره په خوږه ډوډۍ کې پیچل شوي کوچ مې راوایستل او په خوړلو مې پیل وکړ. نورو ماشومانو هم ما ته ورته د خوړو توکي راوړي وو. هغو شړومبو او ډوډۍ بل شان خوند درلود.
د ښوونځي د څپرو ښکته لور ته له پخوانیو جګړو راپاته ویجاړ ټانک ولاړ وو. دا ټانک د ښوونځي د ماشومانو د لوبې اصلي ډګر وو. د ټانک میل یوه لور ته جګ ولاړ وو او د اوږده زنګ وهلي میل په سر کې په راځوړند ټال د ماشومانو نوبت نه کیده.
...


محمود سعيد
06.10.2011

...
پر کلي چوپه چوپتیا خپره وه. د سهار خړه وه او له وریځو په ډک آسمان کې روښنايي پیکه غونې وه، خو پر ټوله سیمه د سپینې واورې د پلو غوړیدو له کبله یو ډول سپین پړک سترګې تخڼولې.
له کوټې د باندې ووتم. د ګام له اخستو سره مې بوټونه ته مې وواره راتوی شوه. پارو مې واخیست او تر مسجد پورې مې منډ وکړ. تر اوسه لا څوک پر لارو نه وو تیر شوي. داسې ښکاریده لکه ژوند چې نوی پیل شوي وي. زاړه هر څه واورې په خپل پلو کې رانغښتي وو. له کورونو لږ لاندې د ونو پر لغړو څانګو هم واوره پرته وه او له لږ شمال سره به دا درنې څانګې وخوځیدې او اوبلنه واوره به لاندې راپریوته. د دې له اوبو ډکې واورې پریوتو به پر ځمکه د نورې پرتې واورې پر سر په ژورو کرښو د غالۍ ګلانو ته ورته نقاشي کوله.
د سیند د غاړو اوبه کنګل شوې وې او اوبو له پاسه د کنګل وړې او غټې ټوټې رالیږدولې. دې کنګلونو هم خپل ښایست درلود، سیند ته د ونو ورځوړندو ښاخونو هم کنګل نیولی وو او دا راڼه کنګلونه هم له ښکلا ډک وو.
د مسجد د تبۍ سر به ښه تود وو او د کلي خلکو به پرې ګردۍ کړۍ جوړوله. د مازدیګر له آذان سره به مو له مسجده د سیند لور ته ودانګل او په یخو اوبو له اودس کولو سره به مو د یخنۍ له لاسه زامې کړپیدې او له دې سره به مو په یوه منډه د ګرمې تبۍ سر ته د رسیدو هڅه کوله.
...


محمود سعيد
10.10.2011

...
تر پښو لاندې مې د توت د ونې راپریوتلو وچو پاڼو ژغ، ژغ کاوه. دا ږغ د باغونو په چوپتیا کې ښکلی وو. ونې لا ټولې نه وې لغړې شوې. د نورو لوړو ونو او چنارونو له سرونو راجلا شوې پاڼې په ځانګړې ګډا او دانه دانه راپریوتلې. د لوی پټي په څو برخو کې د خاورو لوېې لوېې ډیرۍ تر سترګو کیدې، تر دې ډیریو لاندې له پټي څخه تر لاسه شوي کچالو ځای پر ځای شوي وو.
له ملګرو سره مې د پټي له وچو لوټو کوچنۍ شانته کوټه جوړه کړه او د وچو لرګیو په اور مو تکه سره وګرځوله. په شمار مو ۴۰ دانې لږ څه کوچني کچالوګان پکې واچول او بیا مو خونه پرې ورانه کړه. لږ ګړۍ مو د پولو پر سر منډې رامنډې وکړې او بیا مو کچالو راو ایستل. د ډیرو پوستکي ېې زیړ رنګه شوي او کلک شوي وو. هغه ټول خوندور وو. د قلوخکې له میلې وروسته د سیند لور ته ولاړو او مخونه او لاسونه مو ومینځل.
د سیند اوبه اوس ښې یخې او رڼې وې. په څښلو ېې د اوبو ریښتینی خوند څرګندیده. د همدې سیند پر دواړو غاړو د سنځلو، ولو او چنار ونې ولاړې وې. د سنځلو د ونو پاڼې توی شوې وې خو ځینې څانګې لا په سرو سنځلو ښکلې وې. یو ملګری مې د سنځلې ونې ته پورته شو او هغه ېې وڅنډله. سنځلې راتوی شوې او موږ جیبونه ترې ډک کړل. دا سنځلې پوره خوږې او پستې وې. له دې کبله چې لوېې او نرمې وې نو خلکو خرمايي سنځلې بللې.
...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more