د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

هرکلې سره له مننې

tandar
12.09.2011

سلامونه
زه فرد فرد افغان ورور ته چه د حجرې په غونډو کې برخه اخلې او دخپلو وروڼو سره په حجره کې ناستې خوند ورکوي دزړه له کومې، سره له مننې هر کلې وايم٠
له وطنمل صيب څخه هم مننه کوم چه دپښتنو دديرې تاريخې نوم ې په جهانې معيار بيرته ژوندي کړو اود حجري دروازې ې چه دپښتنو په کلتور کې نه قلف او نه کيلې لرله تل دهر چا په مخ خلاصې وي بيرته خلاصي کړي ، نن بياپه کې چراغ روښانه شو ، چه په هر ځاې کې يو مګر په ليکلو او لوستو سره موخپلې ديرې او حجرې دخيالونو په جهان کې سترګو ته نيغې نيغې کيږې
دغه لحظه کې خپل شملور مشران را ته په کټو کې ناست دې چلم ولاړ دې او دخاور سور منګې ،،ګړې،، له يخو اوبو ډک سره له خاورو سور کنډول يوي خواته ايښې دې
مشرانو ته دقدر اوعذت په سترګو کتل کيږې او په ديره کې بر او ځوانان ښکرته خوا کې ناست دې
دشپې له خو ا ځوانان له خدايه غواړې چه مشران ژر خپلو کورو ته شې او دوې ته ضمينه د ستار او منګې برابره شې چه غزل ،داستانونه وواې او تر نيمو شپو پورې دزړه بړس وباسې
دخپل کلتور ساتنه د هر چا ډنډه ده ،روحې غذا ده ټول بايد په کې برخه واخلو٠
دپښتو،پښتنو،کلتور ،ديره ،حجره او نور ټول صفات دغه لاندې لنډۍ کي پراته دي
مسافري په قرارې کړه
......................زه پښتنه يم په نامه دې ناسته يمه
که سړې داحساس له رويه ددي لنډۍ معنې ته ښه زير شې نو په خداې چه سړې ته په سترګو کې دغيرت اوښکې راپيدا کوې او پوهيږو چه مونږ دجهان په قومونو کې څرنګه يو قوم يو او څرنګه سپيڅلې صفات لرو
ستاسووخت مې و نيولو بښنه غواړم
مننه


رښتینی
21.09.2011

دټول افغان ټولو ګډونوالو او محترم مشر تندر صیب ته ددې
حجرې د پرانستلو ممبارکي وایم خوشاله شوم چې دا حجره
می بیا پرانستې ولیده او په دې لا ډیر خوشاله شوم چې مدیر
یې هم دروند باوری صیب ټاکل شوی دی له محترم ډاکټر صیب
وطنمل نه مننه

او له دې تبریک لیک سره دخپل غیاب معذرت هم مل کوم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more