د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د پنجاب د پالش وهنې شرف يي د لوی افغانستان وياړونو ته غپوي!

M Tahir
08.09.2011

دا ویډیو وګورئ
http://www.facebook.com/l.php?u=http%3A%2F%2Fwww.facebook.com%2Fphoto.php%3Fv%3D1974094114507&h=nAQBqmRoy.

د پنجاب د پالش وهنې شرف يي د لوی افغانستان وياړونو ته غپوي!
تاسې څۀ واياست؟


جهانګیر خان
08.09.2011

السلام علیکم طاهر وروره!
ما بیګاه شپه دا پنجاب وهلې بې شرمه انسان چې د یو څو نورو بې پښتو بې شرمه پنجابیانو مخکې خپله مرداره خوله خوځوي ولیده واو اوس چی تاسو دلته رانقل کړی نو یو کاپي یې د ټول افغان په لر او ډر پاڅون کې هم ایښودل لازم دي.
دا خلک نور زمونږه پښتانه او یا افغان ورونه نشی کیدلاي. زمونږه سپین ږیری او ځوانان د لراوبر د آزادی چغی وهي او دوی ټوله ورځ د پنجاب د غلامۍ چغې وهي.په عصری علم باندی رسیدلي خلک یې د پنجابیانو تالي څټی او دابی سواده چڼایان یې د ملا پضلو تالي څټی.او پخپله ملا پضلو بیا د کوم کوم پنجابې او یا سندې څه څه ندي څټلي.
دوی هم خوشحاله دي چې ورته د پنجابیانو چوکیداری په میراث رسیدلې ده او پنجابې ورته د ریشخند نه خان صاب وایې.
نور ورونه دی هم خپل نظر صادقانه وړاندی کړي.
مننه.


محمود سعيد
10.09.2011

د ولا حول ولا قوة الا بالله العلی العظیم، دا کس خو په رښتیا هم د ذلت وروستي پوړ ته رسیدلی دی، د ویډیو په یوه برخه کې وګورئ مچان پرې ګرځي او شکل ېې هم مسخ شوی غوندې دی له پښتونتوبه وتلی دی، دا ډول کسان له پنجابۍ موره زیږیدلي دي او باید د هغو لرو پښتنو نوم پرې بد نه شي چې د لوی افغانستان د رامنځته کولو او د پښتنو د یوالي لپاره هڅې کوي، دا ډول حرامیان په هره ټولنه کې د ګوتو په شمیر شته، موږ ېې هم لرو هغه چې تړلي لاسونه ېې د پاکستان او امریکا رحم ته اچولي یو، که په پښتونخوا کې په رښتیا هم کوم نر پښتون وي نو لومړی باید د دې لاسپوڅي ژبه ورلنډه کړي.

تراب صیب وايي:
پرون چې څوک ؤ نن هم لوبه د هغوی تر منځ ده

اوسنۍ لوبه د CIA اوISI ترمنځ ده

پاکستان دا وارې يو بل اسلام آباد جوړوي

هغوی درګر دی زمونږ په وينو اقتصاد جوړوي

هغوی کابل کې د پښتون د حق غوښتنه کوي

خو خپل پښتون ته بيا د خپل منګي اوبه نه ورکوي

پښتون پرون لاس په نامۀ دکرملېن مخې ته

نن يې ټيټ کړی د ملا تير د واشنګټن مخې ته

پټ له بارانه تر ناوې پورې همدۀ راوستې

پښتونستان د خلکو پوزې تر نامۀ راوستې

هغه په وينو کې لت پت په پت کې څوک پروت دی

هغه په تخت باندې بې پته پت کې څوک پروت دی

د وينو بوی دې پر دښمن لکه پلېل لګيږي

په کوزه خاوره م د پښتون د وينو تېل بليږي

د ازادۍ پر جل وهلي مورچل ګل غاټوله

ځه کنه خېژه تر پټکي او تر کاکل غاټوله

زه جل وهلی له شمشاد سره په ملا راکوږ يم

زه ستا له غمه پر تا ژاړمه په تا راکوږ يم...
ګرېوان مې پرېږده که په ځان دې خپل ګرېوان لوريږي

دومره مې ووهه چې څومره دې په ځان لوريږي

واه يوسف مخيه چې تۀ تور او که سپين يوړې

پښتونه نور چې يو ځای نه شوې اباسين يوړې

کوز پښتانه هم ته وا يو د بل په پل نه ځي

خلکو پردي کړله راخپل مونږ پسې خپل نه ځي

نو خوشال خان او غفار خان درته له کومې کړمه

ميرزاعلي خان او عجب خان درته له کومې کړمه

څيرې ګرېوان د دروېزه اخون په عذر لاړم

د سمندر او صنوبر کاکا په قبر ژاړم

زما ازاد افغانستانه ومې نه ليدلې

زما په ژوند پښتونستانه ومې نه ليدلې...


حلیم
13.09.2011

سلام،
ریښتیا هم چې دا سپین سترګی او بې پلاره تش په نوم پښتون د افغانستان د پښتنو ډیر بد، او د پنجاب یې ډیر ښه ویلي دي.

خو،
ځنې واقعیتونه یې ښه هم ویلي دي، چې هغه باید موږ په خپل ځان کې عملي کړو.

زه ستاسو څخه د پوره حوصلې غوښتنه کوم، او دا درته وایم چې د یو بې طرفه کس په توګه یې واورئ، کیدای شي ځنې مشکلات چې موږ یې ان تر اوسه لرو، د حل کولو په فکر کې شو.

د دې رذیل شخص د شخصیت په اړه به زه څه نه وایم.

خو په ویډیو کې ځنې ترخه واقعیتونو ته اشاره شویده هیله ده په سړه سینه یې واورئ.


پوښتنه

خلیل الرحمان
30.10.2011

دا تاسو دچا خبره کوی؟ ما هم لږ پوه کړی چه څه خبره شوې؟
رښتیا که اووایم نو مونږ ته دویډیو دکتلو اجازه نشته. همداسې مې خبر کړئ چي څه شوي
په درناوي
خلیل الرحمان محمد خیل


pattang
30.10.2011

داسې پښتانه هم شته !
http://www.facebook.com/photo.php?v=1974094114507


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more