د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

افغانستان ته تر ټولو لوی خطر پاکستان دی

ویښ
07.09.2011

امریکايي سناتور: د افغانستان تر ټولو لوی خطر پاکستان دی
Wednesday, 09.07.2011, 02:49am (GMT)

سناتور کیرک:ما پخوا د پاکستان په باب بل ډول فکر کاوه خو اوس نور په دې باور نه یم.
تاند(چهارشنبه/سنبله۱۶) یوه امریکايي سناتور، چې تازه د افغانستان او پاکستان له سفره خپل هیواد ته ستون شوی، پرون خبرداری ورکړ چې پاکستان د افغانستان لپاره تر ټولو اصلي خطر دی او د دغه هیواد استخباراتي اداره (آی ایس آی) د کابل د حکومت لپاره تر ټولو لوی خطر دی.

د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور مارک کیرک دا خبره د سیمې له دوه اوونیز سفره وروسته وکړه.

تر دې لږ مخکې د امریکا د سمندري زخیره استخباراتو قومندان په یوه وینا کې تور لګولی و چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی د حقاني شبکې ملاتړ او ساتنه کوي.

سناتور کیرک وویل:«د دغو خبرو په وړاندې د پاکستان د حکومت د چارواکو څرګندونې چورلت درواغ دي.»

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی له اوږدې مودې راهیسي له هغو سخت دریځو ډلو او ترهکرو سره اړیکې ساتي چې د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې په قبایلي سیمو کې ځای پر ځای دي او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو پرضد جنګېږي.

سناتور کیرک وویل:«اجازه راکړئ چې اعلان وکړم؛ ډېر امریکایان په افغانستان کې د پاکستان د آی ایس آی له لاسه وژل شوي، اعلان کوم چې هغه وخت راغلی چې اسلام اباد ته د امریکا مرستې بندې کړو.»

ده همداراز وویل:«پاکستان د افغانستان لپاره پر اصلي خطر بدل شوی.د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان د حکومت لپاره تر ټولو خطرناکه ده.دا اداره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ژوند ته هم لوی خطر پېښوي.»

له طالبانو سره تړلې د حقاني شبکه هم د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي پوځیانو لپاره تر ټولو خطرناکه ګڼل کېږي.

دا شبکه جلال الدین حقاني تاسیس کړې وه او اوس یې سراج الدین حقاني مشري کوي چې دواړه د امریکا له لوري د نړیوالو ترهکګرو په لیست کې شامل شوي دي.

سناتور کیرک وویل:«ما په ۲۰۰۸ کال په افغانستان کې محافظه کاري کوله.باور مې کاوه چې پاکستان پېچلي دی، موږ په دغه هیواد کې ډېره دلچسپی لرو او له دیپلوماتیکو لارو ستونزې ورسره حل کوو، خو اوس نور په دې باور نه یم.»

دغه امریکايي سناتور دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې د پاکستان پوخ د امریکایانو د اعتماد د جلبولو لپاره په کوټه کې د القاعده شبکې د یوه مهم مشر الموریتاني په شمول درې تنه ونیول. پاکستانیانو په عملیاتو کې د سي آی آې غړي هم ورسره شریک کړل څو په ایبټ اباد کې د بن لادن د موجودیت په وجه د شکونو له کمولو سره مرسته شوې وي.


خراسانی
08.09.2011

سلام

دوست عزیز!
موضوعی را که شما نقل کرده اید شاید خواسته اید که دشمنی پاکستان با افغانستان را مهم جلوه دهید...!؟
اما نظر من این است که این کارشناس امریکای جنایت کار که شاید یهودی و یا هم عیسوی باشد و از طرف یک شرکت تجارتی استعماری در منطقه نیز توظیف شده باشد چرا برایش به این اندازه اهمیت بدهیم که از آن طرف دنیا بیاید و یک همسایه من و تو را که دین و مذهب مشترک هم داشته باشیم برای ما دشمن معرفی کند...؟
درست است که با پاکستان مشکلاتی داریم اما حالا غرب صلیبی به جنگ اسلام آمده است...
استعمار غربی به استحصال آسیا آمده است... بریطانیا به انتقام از افغانها آمده است...
و ما ساده لوحان ....
آزرده نشوید.....................


پتوال
29.09.2011

[quote:ac8d55f457="خراسانی"]
سلام
دوست عزیز!
موضوعی را که شما نقل کرده اید شاید خواسته اید که دشمنی پاکستان با افغانستان را مهم جلوه دهید...!؟.....................[/quote:ac8d55f457]
صرف نظر از قول امريکا يي آيا به نظر خراساني صاحب دوشمني پاکستان با افغانستان مهم نيست ؟؟؟؟ و در عين زمان بمباردمان افغانها
و اشغال افغانستان برای خراساني صاحب خيلې مهم و انرا بحيث دوستی
افغان ها با امريکا تلقي ميکند ، دقيق طوريکه پرچميها همچو عمال اشغالګرانۀ شوروي در افغانستان بحيث دوستي افغان - شوروي معرفي ميکرد !
روشن است که اين دوستي خراسانيها با امريکايي ها و همبستګي شان با پاکستانيهای پنجابي ازکجا نشت ميکند ، چنانچه خراساني صاحب
همبستګي خويشرا با پنجابيها چنين وانمود ميسازند :
[quote:ac8d55f457]یک همسایه من و تو را که دین و مذهب مشترک هم داشته باشیم برای ما دشمن معرفی کند...؟[/quote:ac8d55f457]
خراساني صاحب بجز از افغانها هر مداخله ګر خارجي را مانند امريکا و پاکستان در افغانستان تحمل ميکند و يک حرفي را
عليه اشغالګران امريکايي بکار نمي برد ولې حمايت غرض الود خويشرا از مداخلۀ ISI - اين همسايګان نيک و برادران اسلامي شان اعلام ميدارد (!!!)


pattang
29.09.2011

دافغانستان دجنګ اصلي علت صليبي اشغالګراودشمال غله او قاتلان دي
له پاکستانه سره هروخت خبرې کېږي ٠
دافغانستان داولس اوننګ دوښمنان اوس خوشې په خپلو مردارو خبرو دامريکې
له خواهغه غوښتل شوي استعماري ستراژيکي تړون ته لاره بر ا بر ول دي٠
:==> هر څومره چې د پاکستان ددوښمني او مدا خلې غږ دمېديا او ساده خلکو
له خوا پورته کېږي هغومره دې ناپاک تړون ته خبر ه نږدې کېږي ٠


م . ق
01.10.2011

بسمه تعالی
بعضې دوه مخي خلک داسې تصور ورکوي چې ګنې ناپاکستان د امریکې مخالف دی او د هغوي خلاف تالي بان حمایه کوي، د همدې پروپاګنډې او تبلیغاتو لپاره یې ظاهري میډیایي جنګ شروع کړی چې وښایي ګواګې دوي واقعا هم د یوبل مخالف دي او د امریکایانو جنګ د تاليبانو سره رښتینی دی خو داسې نه ده بلکه تالي بان په شمول د حقانی شبکې د امریکې او ناپاکستان ګډه پروژه ده.
دا ظاهري میډیایي جنګ هم د پردې تر شا په نورو پټو منافعو او امتیازاتو دی چې په ظاهره یې میډیا کې نشي څرګندولي او په میډیا کې هسې نور شیان بهانه کوي او اصلي د منافعو اختلاف پټوي، خو بیاهم د دوي د خلو څخه داسې څه راوځي چې پدې دلالت کوي چې حقاني شبکه د روسانو د وخت غوندې اوس هم د ناپاکستان او امریکې ګډه پروژه ده لکه رحمان ملک ویلي دي چې حقاني شبکه د امریکې لخوا جوړه شوې او دهغوي سره تعلق لري او بیا اشفاق کیاني هم ویلي دي چې مایک مولن پدې ښه پوهیږي چې د حقاني شبکه د کومو ملکونو سره تعلق لري یعنې اشاره یې دې ته وه چې دا خو د امریکې او ناپاکستان دواړو پورې تړلې ده نو بیا ولې یواځې مونږ یادوي، همدارنګې یوه خبره یوسف رضا ګیلاني هم کړیده چې زمونږ منافعو ته دې هم خیال وشي او د ملامتیا په وخت کې دې ټوله پړه په مونږ نه راچوي یعنې امریکه ولې خپل ځان پټوي او یواځې مونږ ته اشاره کوي.
خو اصلي خبره داده چې ناپاکستان د امریکې بعضې غوښتنې نه مني بلکه خپل امتیازات غواړي چې هغه ورسره امریکه نه مني نو امریکا یې په دې ډول په میډیا کې بدناموي او پدې توګه پرې فشار راوړي چې ناپاکستان د خپلو امتیازاتو څخه تیر شي او یواځې د امریکې منافع مد نظر ونیسي.

مننه


۰
05.10.2011

پاکستان د افغانستان لپاره لوي خطر دی یا وړوکی خو ویښه [نورزی جهاني] ستايي پکي څه؟
ته اوس افغان يي که پاکستانی يي چي پدي خبرو کي کار لري او بیا دا خو څه د امریکا ویبسایټ نه دی چي ته پکي لیکني کوي دا د افغانانو لپاره دی او هرافغان حق لري لیکني وکړي نه امریکاي.
تا خو نورزی په نوم لیکني کولی او چي مردود شوي نو خپل نوم دي هم پریښوده او لاړي اوس د ویښ او سنټکام په نوم لیکني کوي ولي مونږ دي ا شرانګیزه لیکني نه پیژنو؟
او ښاغلی وطنمل صیب تاسو نو ولي داسي ضد افغان او حتی ضد انسان خلکو [امریکایانو] ته اجازه ورکوئ چي دلته دافغانانو په فورم کي خپلي شرانګیزه او بدرنګه لیکني وکړي که نور څوک نه وي تاسو او محترم نوروزخان صیب ته خو معلومیږي چي دا ویښ څوک دی!
ایا دا هماغه نورزئ جهاني ندی چي تاسو يي مونږ ته دورکیدو زیري په شړل کیدو سره راکړی وو؟؟؟


-
05.10.2011

یاره مومند افغان صاحب زنده باد!
(د عادل صاحب خبره) په خدای چې په دا سپینو خبرو مې ډیر خوښ یې ولو که ماته دي هم کله مخامخ سپیني سپیني ویلي وي خو د خوابدۍ لامل مې نه دي ګرځیدلي.
او د سنټکام لاسپوڅي نورزي جهاني ته دا وایم چې افغانان خپل دوست او دښمن ښه پیژني خو امریکا هیڅکله د افغانستان دوست نشي جوړیدلی او نه امریکا حق لري مونږ ته زمونږ دوستان او دښمنان راوپیژني.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more