د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا څه فکر کوئ چې دالمپيک په لوبو کی پښتنې نجونې ولی نشته ؟

Azad Nazer
16.08.2004

زما تصوور دادې :

څوفيصده پښتانه خپلو لورګانوته اجازه ورکوي چې مکتب ته ولاړی شي ؟ دپښتنو دمېرمنو او کوچنيانو دروغتيا او حفظ الصحې لپاره څومره پښتنې ډاکټرانې اونرسانې وجود لري ؟
دپښتنو ښځودتعليم اوتربيې لپاره څومره ښځينه استاذانې شته ؟
په داسې حال کی چې دغوپوښتنو ته قانع کوونکې ځواب نه شوويلای ځنګه کوولای شو دپښتنو نجونو دبدني روزنې اودپښتنوددماغي پالنې په هکله فکروکړو ؟
فرض کړه که په پکتيا اوکندهار کی دنجونولپاره د جودو او تايک-وان -دو ښوونځۍ جوړې شوې وای ، عاقبت به يې څه وو ؟

څه سربه پرې خوږوو، رښتياويلوته هم سړې نه پريږدي ٠ که پښتون ليکوا ل يا شاعر يې نو قدر به دې هله وشي چې خپل وخت په دې مصرف کړې چې دپښتون دشملې اودغېرت صفتونه وکړې ٠ ترټولو لوی غېرتي پښتون هغه دې چې ډېر يې وژلي وي ٠
دپښتنو دپاچاهۍ درېسوه کاله تېرشول خو هيڅ يې ونه کړل ، حتا خپله ژبه اوخپل نوم يې په چا ونه شوپېژندلې ٠ پښتانه دځمکی پرسر هغه ((هزارخېل )) قوم دې چې نه يې دنړۍ خلک پېژني اونه دوی پخپلو منځو کی سره يوبل پېژني ٠

په درنښت

ازادنظر


Re: دالمپيک په لوبو کی پښتنې نجونې ولی نشته ؟

ډاکتر وطنمل
22.08.2004

[color=yellow:feccbcca01]درنو لوستونکو ، ګرانو ورونو سلامونه مې بيا هم ومنئ!
محترمو، دغه موضوع تر هر چا مخکې زمونږ لوستونکو و ليکونکو خويندو نظر څرګندونې غواړي، خو مونږ په پلو شخصي ناندريو سره هغوی ته هډو حق او چانس نه ورکوو چې دوی خپل اند په دې اړه بيان کړي. نو
ددې له پاره چې بحث ګټور او هدفمند مسير ته داخل شي، او زمونږ پتمنې خويندې هم پرې نظر څرګند کړای شي ، يو بل ته له شخصي ځوابونو څخه صرف نظر اړين بريښي او د هوتک جان خبره ماله يې په سر راښکل شوه. صرف له همدې کبله به ما وبخښئ او له ما څخه نه خفه او نه هم راته په غصه شئ ! که په دې بخښنه وتوانېدئ ، نو بيا ددې توان هم لرئ، چې پر اصلي موضوع هم بي غصې او پوره آرامۍ سره خپل تحليلي نظرونه وړاندې کړئ. که ځير شو په موضوع کې صرف دغه ټکي او جالبې پوښتنې په ډيره بي طرفه توګه مطرح شوي او ځواب هم په بالکل بيطرفانه توګه غواړي: [/color:feccbcca01]

[color=blue:feccbcca01]
١ ــ څوفيصده پښتانه خپلو لورګانوته اجازه ورکوي چې مکتب ته ولاړی شي ؟ دپښتنو دمېرمنو او کوچنيانو دروغتيا او حفظ الصحې لپاره څومره پښتنې ډاکټرانې اونرسانې وجود لري ؟

٢ــ دپښتنو ښځودتعليم اوتربيې لپاره څومره ښځينه استاذانې شته ؟

٣ــ په داسې حال کی چې دغوپوښتنو ته قانع کوونکې ځواب نه شوويلای ځنګه کوولای شو دپښتنو نجونو دبدني روزنې اودپښتنوددماغي پالنې په هکله فکروکړو ؟

٤ــ فرض کړه که په پکتيا اوکندهار کی دنجونولپاره د جودو او تايک-وان -دو ښوونځۍ جوړې شوې وای ، عاقبت به يې څه وو ؟

٥ ــ څه سربه پرې خوږوو، رښتياويلوته هم سړې نه پريښودل کيږي ٠ که پښتون ليکوا ل يا شاعر يې نو قدر به دې هله وشي چې خپل وخت په دې مصرف کړې چې دپښتون دشملې اودغېرت صفتونه وکړې ٠ ترټولو لوی غېرتي پښتون هغه دې چې ډېر يې وژلي وي ٠

٦ــ دپښتنو دپاچاهۍ درېسوه کاله تېرشول خو هيڅ يې ونه کړل ، حتا خپله ژبه اوخپل نوم يې په چا ونه شوپېژندلې ٠ پښتانه دځمکی پرسر هغه ((هزارخېل )) قوم دې چې نه يې دنړۍ خلک پېژني اونه دوی پخپلو منځو کی سره يوبل پېژني ٠ په درنښت ، ازادنظر[/color:feccbcca01]
[color=yellow:feccbcca01]څومره ښکلې موضوع ګانې دي، په هره ګڼه چې څوک معقول او ګټور څه وړاندې کول غواړي ، نو د لوستونکو له پاره به د قدر او مننې وړ وي . الله تعالی دې مونږ ا و تاسوته ددې نيک کار توفيق راکړي .په مينه او درناوي. ستاسې يو ورور . وطنمل [/color:feccbcca01]


salam

لونګين
22.08.2004

ګران ازاد نظر صيب !
لمړی د وطنمل صيب نه ډيره مننه چې جنجالي شيان ئې لري کړل .
دغه مشکلات نه يوا ځي په پښتنو کې بلکې دنړۍ په ډيرو هيوادو کې ليدل کيږي
او مسال ئې دريمه نړۍ ده.
کلتورې شيان او دهغوي ډير ژربدلون اسانه کار ندي او ډير وخت غواړي .
په کابل کې هم ډير پښتانه اوسي چې دهغوی کورنې اړکي داطرا في پښتنو
ځخه فرق لري .يعني ټول وا ړه ئي ښونځي ته ځي له برق ،تلويزيون اوبرښنا
سره اشنا دي. دغه مشکلات مونږ هلته حل کولا ي شو چې په افغانستان کې
يو له ملې غرور ډک ، په اسلام او په مسبتو عنعناتو ولاړ دولت راشي
او بيا دهرشي لپاره يو نورم کيږدي ترڅو چې د کلتور، اسلا م او علمي
مخبو ونې تر منځ کړ کچ رانشي .

په درناي ستاسو لونګ



Adil watanmal
23.08.2004

ګرنو لوستونكو سلامونه او نيكې هيلې مې ومنې
د ازد نظر پدى موضوع كې ليكنه ئې كه په غور سره ولولو نو په ليكنه كې ئې د پښتون قوم ډير زيات سپكاوي كړي او دده په اند پښتون قوم يو جاهل وحشي او بيرته پاتي قوم دى او غټ سبب ئې دا په ډاګه كړي دى چې پښتونو خپلي ښځي په كورونو كې كينولي دى ولي د نڅا و ميدانو ته نه راباسي ولي اجازه نه وركوي چې د حيواناتو په څير چې د كوم پټي نه ئې خوښه شي څه وخوري او ولي دا حق نه وركول كيږي چې د چا سره ئې خوښه شي د هغه سره د خوشحالي يو څو شپي او ورځي تيريكې او ولي ئې پلرونه اجازه نه وركوي چې پداسي لوبو كې شركت وكړي چې د بدن هر غړي ئې تماشبين وګوري او ......... او زه فكر كوم چې ازاد نظر صاحب چې كله د ځانونو د بربنډولو په ميدانونو كې او د نڅا په تالارونو كې پتمني پښتني افغاني پيغلي ونه ګوري نو د غيري افغاني ملګرو په منځ كې به څومره خيجالت كيږي او زړه به ئې ملايانو اود پښتنو جينكيو وپلارانو ته څومره ازار كوي . الله دى درته اجر او صبر دركړي ازاد نظر صاحبه. اوپښتانه وائې چې د صبر مڼي خوږي وي. خو فكر نه كوم چې په خپل ژوند دى دا ارمان پوره شي ځكه هر قوم خپل ثقافت او عنعني لري او هر قوم چې كله خپل ثقافت او ژبه پريښودله نو په لنډ وخت كې د قوم بنياد ختميږي او د پښتون قوم ثقافت په اسلامي وصولو ولاړ دى كه ته غواړي چې پدغه وصولو كې څه بدلون راولي نو دا كار هغه وخت ممكن دى چې يا د پښتون قوم له اسلام نه وباسي او په يو بل باطل دين كې چې دغه كارونه پكې جواز لري دا خل كړي او يا خو ټول د غرب غوندى چاپيريال كې ميشته كړي چې ده ټولو نظر ستاسي غوندي مبارك شي.
او كه ته غواړي چې د ويدا په شان دى پښتني جينكي خپل ځانونه لوڅ كړي نو كه دغه خبره په افغانستان كې كومې پيغلي ته وكړي چې ځان د ويدا په شان بربند كړه نو پښتانه خو لا څه كوي جنكې به دى خوله تر غوږو وشكوي. خو همدغه خبره كول وه يوي پيغلي ته په هغسي جاپيريال كې چې ته پكې وسيږي ډيره يوه عادى خبره ده او هغه كولي شي د خپل پلار او مور او ورنو په مخكې دا كار وكړي ځكه چاپيريال او كورني تربيه ډير رول لري او يو چوپان ده كتابخاني په ارزښت څه پويهږي لكه څنګه چې يو خړ پښتون د لوڅو جينكود ليدلو په خوند څه پوهيږي.
زه ډير افسوس كوم چې ستا په شان انسانان هم د پښتون په قوم كې شته چې د خپل قوم عزت او ناموس وه كفارو ته ډالي كوي. او فخر هم پري كوي. او خپل قوم ته ښكنځلي هم كوي. ډيره د افسوس خبره ده.
خو زما دا خبره هيڅ كله هم هيره نكړي چې پښتني پيغلي چې تر څو په اسلام كې وي نو دغه ارمان دى نه پوره كيږي ځكه په اسلام كې دحجاب كول فرض دي او منكر د فرضونه كافر كيږي دا يوه متفق عليه مسئله ده او د اولمپيك په اكثرو لوبو كې برخه اخيستونكې جينكې بايد په خپل بدن باندي د نيم ګز ټوټي نه زياته ونلري. نو ته د كومي پښتني پيغلي لپاره دا خوښه وي چې هغه دى په داسي لباس وي؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زما داليكنه د هغه چا لپاره ده چې پدي قانع وي چې اسلامي فلسفه د انسان د ټولو مشكلاتو د حل لاره ده او ديمكراسي يو ډاګيز كفر دى چې غواړي يو انسان د بل انسان په عبادت كولو مجبور كړي او د خداي د عبادت نه ئې وباسي.
نو د ځانونو لوڅول د زرګونو انسانانو په منځ كې د اسلام په هنداره كې حرام دى. د زياتو معلوماتو لپاره په اسلام كې د حجاب مسئله وګوري. او د يمكراسي په هنداره كې كومه ګناه يا جرم نه دي نو څوك چې مسلمان وي بايد د اسلام وقانون ته غاړه كيږدي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل


عادل وطنمل صيب مننه

حيات الله
23.08.2004

دآزادنظر وروراودۍ ته ورته داخلاقونه دۍ بربنډۍ ليكنو ته دۍ خداي همداسي قلمونه باقي لري...خوښ اوبريالي اوسي....


azad nazar

pattang
23.08.2004

سلام عليکم عادل وطنمل صيب!

وروه ازاد نظر زه له ډيره وخته را هسې له نورو فورومونو څخه پيږنم اوهغه ډيرمسلمان په
پښتنواوننګ او ناموس ولاړ سړی دي. کوم شيان چې ازاد نظر دجهاد په وختوکې ليدلي
دي هغه ورته ډير زور ورکوي او دغه ډيرې بيعدالتۍ او بيناموسيګاني , کومې چې
نوموړي ليدلي دي اغيزه لري،نوڅکه ئي دزړه له درده داسي يوه ليکنه کړي ده،چې يوڅه
احساساتي ده خو جنائي نده ، او کوم يو افغان احساساتي ندي ؟
وطنمل صيب ته دي خداي خير ورکړي چې دهغه ليکنه ئي په ښکلي ډول سره تحليل کړي ده.
وروه ولي ددوهم ځل لپاره دي موضع ته نجس رنګ ورکوي او هدف دي څه دي٠؟
ته خودومره هم پام وکړه چې اوس پښتنې ښځې دامر يکا ئي عسکرو له خوا څخه تلاشي
کيږي اوپه ځان ئي لاس ور وهي داسي يوه پيښه د افغانستان په تاريخ کي نده شوي
اوروسانو هم داکارندي کړي اود پښتنو لپاره دغه کار مرګ دي !!!.
وروره فکر وکړه امريکايان ولي افغانستان ته راغله ؟؟ داد ي چا جهالت وو؟؟
وروره زه په ١٢٠٩٠٢٠٠١ تاريخ ديوه غټ طالب سره ناست وم او سياسي خبري
مو کولي دخبروپه ترځ کښې په ښځو خبره راغله او هغه داسي راته وويل :
( له مونږ نه غټ بينا موسان نشته ، مونږ له ښځو ځخه کار او بار واخيست او پري بند مو کړ
او هغوي اوس په پنجاپ ، کراچۍ کې بد کارونه کوي زه ددي دوسي زور نور نلرم خپل
معاش مي واخيست کارنور نکومه اوصبا ورځ پاکستان ته ځم که له ما سره ځي نو زه به
دي په خپل موټرکې تر پيښوره پوري ورسوم).
عادل صيب ! زه شکر په کور کې هره ورځ لونځ کوم خو داسلام سره بايد سياسي شعور وي
اومکتبي علم ورسره څنګ په څنګ روان وي او دا ځګه چې اوس نړي سرحدونه له منځه
وړې اوديوه شريک کلتور دپيداکدلو خواته کوشش کيږي او مونږ او تا سو دي تحول ته بايد
بيدار , چمتو او تياري ولرو او دا کار هلته ښه کولی شو چې دجهالت په ځاي علميت ولرو
اوله چټي احساساتو ځان لريونيسو٠.خداي پاک دي وکړي چې خفه نشي.
په درنا وي ستاسو ورور پتنګ



Adil watanmal
23.08.2004

د عزت وړ پتنګ صاحبه او ګرانو لوستونكو سلامونه اونيكې هيلې مې ومنې.
پتنګ صاحبه د قلم ژبه دى راته توتله ښكاري ځكه په خپله ليكنه كې دى ډير خبري مجهولي پريښيدى او ستا ليكنه په ښكاره ده ازاد نظر صاحب د ليكنې سره په بعضي برخو كې تضاد لري او زه مو په سوچ كې واجولم ځكه ته وايې چې ((وروه ازاد نظر زه له ډيره وخته را هسې له نورو فورومو څخه پيږنم اوهغه ډيرمسلمان په پښتنواو ننګ او ناموس ولاړ سړی دي)) او ازاد نظر ليكنه په ډاګه كوي چې هغه له پښتون قوم نه ډير بيزاره دى ځكه د هغه په نظر پښتون يوجاهل خوني او ازاري قوم دى او زه فكر قوم چې ازاد نظر صاحب به ځان په داسي قوم كې شميري هم نه. او خبره دى د ننګ او ناموس كړي زه نه يم خبر چې دا كوم قسم ننګ او ناموس ته يادوي چې يو انسان د خپل قوم پتمنې پيغلي د زرګونو خلكو په منځ كې په داسي جامه ليدل غواړي چې ټوله له نيم ګز ټوټي نه جوړه شوي وي او پدى فخر كوي چې د هيواد د پيغلو هر غړي ئې تماشبين وه ګوري نو ګران پتنګ صاحب هيله لرم چې ده داسي قسم ننګ او ناموس په اړوند معلومات راكړي.
او دوهمه خبره د جهاد پر وخت ازاد نظر صاحب چې كومي بي ناموسي او بي عدالتي ليدلي . وروره اول خو مي پدي وپوهوه چې ازاد نظر صاحب د جهاد پر وخت په كوم صف كې ولاړ وه د مجاهدينو او كه د كمونستانو او دغه بي ناموسي او بي عدالتي ئې په كوم صف كې ليدلي دى او همدا رنګې مهرباني وكړه چې يو څو بيلګې هم راته بيان كړه چې زمونږ د معلومات د اضافوالي سبب وګرځي او تر څو د خلقو اصلي څيري راته بربنډي شي.
د ازاد نظر ليكنې ته چې وطنمل صاحب كوم رنګ وركړي زه فكر كوم چې توره شړي به په صابون منځلو سره سپينه نه شي او ما په خپله ليكنه كې د ازاد نظر صاحب په ليكنه خپل نظر څرګند كړي د هغه علم په رڼا كې چې الله پاك ما ته راكړي خو څه مي چې ليكلي فكر كوم چې د ازاد نظر صاحب هم دغه مقصد وه او ما خو فقط د نوموړي د ارمان د پوره كيدو لار ورته په ګوته كړيده.
د پاي ټكي: پتنګ صاحب ډير زيات به دى ممنون شم كه ددغه غټ طالب چې كومه خبره درته كړي په باره كې ئې لږ شانته معلومات راكړي چې تر څو ګران لوستونكې دغه مباركه څيره وه پيژني.
پتنګ وروره له ياده ونه باسي چې د ازاد نظر ورور د قلم ژبه تر دي دمه لنده ده.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


نه داسي نه ده

احمد
23.08.2004

پتنګه وروره! موفق اوسې خوزه داوايم جي تا تراوسه ازادنظر نه دي پيزندلي هغه يو بې وجدانه اوبې ضميره افغان دي.
هيله ده جې خبر مې ومني او رانه خپه هم نه شې.


Azad Nazer
23.08.2004

((پتنګه وروره! موفق اوسې خوزه داوايم جي تا تراوسه ازادنظر نه دي پيزندلي هغه يو بې وجدانه اوبې ضميره افغان دي. ))

لومړې بايدپه وياړ ووايم چې سرلوړې افغان يم اودغه تاپخپله تصديق کړه اودادې هم په ډاګه کړه چې ته يو نجس اوبې وجدانه او بې هويته جاسوس يې٠
که زه درته ووايم چې په ټولو کوايفو به دې رڼا واچووم اووبه وينو چې بې ضميره ته يې که زه :wink:
بداخلاقه اوبې وجدانه نور څنګه وي ؟

دلومړي ځل لپاره دلته ليکنه کوې اوسم له لاسه خپل اصليت ښيې چې څومره پښتون اوڅنګه مسلمان يې ٠

بې مورده په چا پسې بدويل ، دبل چا سپکاوې ، په سپکه ژبه غږېدل او شکنځا کوول نه باضميره خلک کوي ، نه پښتانه درته ښه سړې يا ښه ښځه وايي ٠

ازاد نظر


Azad Nazer
23.08.2004

(( د جهاد پر وخت ازاد نظر صاحب چې كومي بي ناموسي او بي عدالتي ليدلي . وروره اول خو مي پدي وپوهوه چې ازاد نظر صاحب د جهاد پر وخت په كوم صف كې ولاړ وه د مجاهدينو او كه د كمونستانو او دغه بي ناموسي او بي عدالتي ئې په كوم صف كې ليدلي دى او همدا رنګې مهرباني وكړه چې يو څو بيلګې هم راته بيان كړه چې زمونږ د معلومات د اضافوالي سبب وګرځي او تر څو د خلقو اصلي څيري راته بربنډي شي. ))

عادل وطنمل وروره !

ما پخپله مسلح جهاد نه دې کړې خود مهاجرت په وخت کی مې خېر ښېګړې دډېروافغاني کورنيو سره کړي ٠ دومره به کافي وي چې ووايم چې په هر جهادي تنظيم کی يوڅوک ضرورپېژنم ٠ او له دې څخه انکار هم نه کووم چې په خلقيا نو او پرچميانو اونورو کی به څوک نه پېژنم ٠ زما پلار په داسې وخت کی مهاجرت ته مجبور شوې چې په ټول پاکستان کی به له 1000 څخه زيات افغاني کډوال نه وو ٠
زه هغه سړې هم يم چې د سپتمبر د يوولسمې نېټې څخه مې د پښتنو دحقوقو څخه دفاع کړې اودتنکي غولېدلو طالبانو قتل می وغانده ٠ دا هغه وخت وو چې دبرکونج طالبان په سوړو ننوتي وو٠ خو هغه سړې هم يم چې دطالبانو درهبرۍ پاليسي هم غندم ځکه چې دومره بدنامي اوتاوان چې طالبانواوددوی عربي انډيوالانو اسلام او پښتنو ته ورساوه نه د نړۍ په تاريخ کې سارې لري او نه دافغان په تاريخ کی ٠
تاته د خپلې ډلې کوايف ټول ښه معلوم دي :wink:

لکه څنګه مې چې پخوا ذکر کړې دادې بيا وايم چې په يوه لوري پورې نه يم تړلې ، يو ازاد اوخپلواک افغان يم اوستاسو غوندې ځان ته حق ورکووم چې خپل نظر څرګند کړم که څوک فکر کوي چې زما پوښتنې اونظريات پر ځای نه دي ، بې علمه او بې منطقه دي نو څوک چې علميت ، منطق اود لوړتهذيب څښتنان دي هغوی بايد په خپل علميت اواخلاقوماته قناعت اوزده کړه راکړي نه داچې زما نفرت دځان سره نورهم زيات کړي ٠ ما داادعا نه ده کړې چې زه له هررنګه ګناه پاک يم خو تاسو دهررنګه امتياز او بې ګناهۍ دعوه کوۍ نو چې په ټولو کړووړو پوره اوکره ياست بايدپه ثبوت يې هم ورسوۍ :!:

په هغه سيمه کی چې مونږ اوسېږو هر څوک مو پېژني ٠
که غواړې چې ما په زور اوزېر وپېژنې نو ماته دی د تلېفون نمبراواصل نوم زما د e-mail په ادرس راواستو ه اوزه به درسره خبرې وکړم ٠ که دغه کارنشې کوولای اود علمي او معقول بحث اهليت نه لرې نو ته دخپلې پښتو سره پرځای کښېنه اوزه به دخپل افغانيت سره ٠ په دې توګه به دواړه په ابو کی پاتې شو که څنګه ؟

نور دی په خدای سپارم

ازادنظر


pattang
23.08.2004

وروڼو سلام عليکم !
زه دمشر او کشر ورور غوندي په مرکه درته کينم ، چې په پښتنو کې يو منل شوئي پاکه
لاره ده او له ټولو ځخه د ا دي ورورۍ په توګه غوښتنه کوم چې په راتلونکې وخت کې له
دي موضع نه تير شۍ او په خپلو منځو کې يو شۍ ،ترڅو چې دښمن ګټه وانخلي او دهغو
ټکيو مراعات وکړۍ کوم چې وطنمل صيب دبين المللي قانون له مخي مونږ ټولو ته
ليکلي دي او په غيری مستقيم صورت سره ئي يواخلاقي اخطار مونږ ټولو ته راکړي دي٠

ستاسو نيکبختي زما نيکبختي او ستا سو خفګان زما خفګان دي٠

ومن الله توفيق
ستا سو ورو پتنګ



Adil watanmal
24.08.2004

ازاد نظره وروره هيله لرم چې په تن بدن باندي روغ او جوړ وي.
وروره الله پاك دى ستاسي خدمتونه د افغان قوم لپاره په خپل دربار كې قبول او منظور وه ګرځوي.

وروره زه پښتون يم او زما كورني هغه وخت هجرت كولو ته مجبوره شوه چې زما عمر له يو كال څخه هم كم وه او اوس زه ده ٢٧ كالو په عمر يم او د كورني څو غړو مې د روسي وحشي لښكرو سره په وسلواله مبارزه كې د شهادت جام نوش كړي او والد صاحب مې څو ځلي زخمي شوي خو مرګ په نيټه دى او د روسي يرغلګرو او بوډاګيانو د ماتي خوړلو نه ورسته ئې نه د مجاهدينو په حكومت كې اونه ده طالبانو په حكومت كې كار كړي. نو زما تربيه په يوه پښتنه مجاهده كورني كي شويده.

(((تاته د خپلې ډلې کوايف ټول ښه معلوم دي))))
ګرانه زه پدى فورم كې د طالبانو د حكومت نماينده ګې نه كوم نو هيله لرم چې طالبان راته ډير مخكې مخكې مه كوه او دا عادت دى پريده چې هر اسلام اند ليكوال ته تاسي د طالبانو حكومت مخكي مخكي كوي. زه په خپله د طالبانو د ډيرو كارونو سره موافق نه وم او نه يم. او همدارنګه زه د طالبانو د حكومت پر وخت په يو نړيوال اسلامي پوهنتون كې په خپله زدكړه بوخت وم. او كله چې له پوهنتون څخه فارغ شوم نو صلبي يرغلګرو زمونږ په ګران هيواد باندى د استعمار جال غوړولي وه خو په خداي پاك دا يقين لرم چې دغه يرغلګر به ډير زر د افغانستان پريښودو ته مجبور شي او حال به ئې د وحشي روسانو او بوډاګيانو څخه بد شي.

(((تاسو دهررنګه امتياز او بې ګناهۍ دعوه کوۍ نو چې په ټولو کړووړو پوره اوکره ياست بايدپه ثبوت يې هم ورسوۍ)))
ازاد نظر صاحب په درناوي درڅخه هيله لرم چې خپله دغه خبره دى بيرته واخلي ځكه زما په ليكنو كې به ددى خبري ثبوت پيدا نكړي. ځكه زه پدي يقين يم چې هر انسان په ګناه كې واقع كيږي او په خپلو نظرونو كې سهوه كيږي. او كامل يواځي الله پاك دى انسان په خپلو ټولو كړو وړو كې ناقص دى.
د زړه سره په بحث كې دى د علميت او عقليت خبره كړي ده. زه كه څه ووايم شايد تاسي رانه خفه شي خو زه ما خو داسي خوښه ده چې يو دريمګړي اسلام اند ليكوال دي زما او ستا د ليكنو ته په نظر سره فيصله وكړي چې زه ما او ستا دعقليت او علميت امپير په كومه درجه ولاړ دي. او دا كار مشكل نه دي ځكه زه او ته دلته د قلم په ژبه سره غږيدلي يو.
وروره زه په هغه وخت وتاته خپل د ټيليفون نمره دركړم چې تاسي وماته د خپل ځان په باره كې لږ معلومات راكړي.چې ستا اصلي نوم څه دى؟ او اوس كوم ځآي كې وسيږي؟ كه لنډ وي راسره نو انشاء الله چې زر به ستاسي مبارك شخصيت سره ليده كاته وكړم.

په اخر كي يوځل بيا په ډاګه كوم چې زه يو افغان ، پښتون او اسلام اند ليكوال يم او د هيڅ كومي سياسي ډلي سره تعلق نلرم. او همدارنګه د پښتون قوم په لمن هيڅ يو تور داغ لږول نه پريدم.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


صيي ده خوصرف....

احمد
24.08.2004

پتنګه وروره اوقدرمنو ورڼو لومړي مۍ نيكې هيلي اوسلامونه ومني!
ستا خبره به ومنم او كه نه ازاد نظرورور ته ما خپل عقلې جواب تياركړي وو.
صرف سلام ورته كوم او دغه دالله قول ورته ډالۍ كول غواړم چي الله داسۍ كسانو ته فرمايي:(...وإذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما).



Adil watanmal
24.08.2004

پتنګ وروره غټ غټ لكه غرونه او روان لكه سندونه سلامونه مې ومنه.
د عزت وړه له نظر څرګندوني څخه دى مننه كوم او زه درسره موافق يم چې مونږ سره يو شو او دښمن ته د خبري كولو وخت ورنه كړو خو زه له ټولو ليكوالانو څخه هيله لرم چې په خپلو ليكنو كې دى هيڅ يوقوم ته په بد نظر نه ګوري او په خپلو ليكنو كې د اسلامي اخلاق وه پالي او له جزبي څخه دي كار نه اخلي.

پتنګ وروره ما په مخكينې ليكنه كې درڅخه هيله كړي وه چې يو څه معلومات د هغه غټ طالب په هكله راكړي چې تاته ئې ويلي وه (( له مونږ نه غټ بينا موسان نشته ، مونږ له ښځو ...........))) او يوځل بيا درڅخه هيله كوم چې د نموړي په اړوند معلومات راڅخه ونه سپموي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


islam dost
24.08.2004

دسلا م وړلوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ښاغلئ ازادنظرصيب داولي اودوهمي اودريمي پوښتنې ځواب دياخوله ماسره نشته اوياراته دومره ضروري نه بريښي خودڅلورمي پوښتنې ځواب دښايی لږڅه په دي ډول وي چي :
٤: عاقبت يی ښکاره دی هغه دا چي اوس به دپکتيا اوقندهارانجونو هم داولمپيک په لوبوکښي ګډون کولای اوستاسوپه څيرکسانودوياړسبب به ګرځيدلی وی ٠
داوالمپيک په لوبوکښي دپښتونوانجونوګډون غيراسلامي اودپښتاني کلتورخلاف کاردی چي هيڅکله هم ديوباوجدان مسلمان ته دمنلووړنه دی ٠دافسوس خبره په دي کښي ده چي ځيني خلک داډول غيراسلامي کارونوباندي وياړکوي ٠ اوپه ګناه باندي وياړکفردی ،
له بده مرغه چي زمونږځيني ليکوالان کله کله داسي ليکني کوي چي په لوی لاس ځان دکفرترسرحده رسوي ٠چي يواځينئ سبب يی داسلامي زده کړي کموالئ دی ٠لږترلږه دومره ديني علم خوپه نراوښځه فرض دی چي دهغه پواسطه خپل ايمان وساتلئ شي اوداسلام کفرترمنځ حدود وپيژني ٠ښايی يوتن به ډيرلوړتحصيلا ت اوعصري زده کړ ي کړي وي خوهغه فرضي اوضروري علم څخه به بي برخي وي چي زده کول يی په هرمسلمان فرض دي ،دروا اوناروا اوداسلام اوکفرترمنځ سرحدات پيژندل له ضروري اولازمي علم څخه شميرل کيږي لکه چي ديوحديث شريف په يوې برخې کښي راځي چي : ( ٠٠٠ يوسړئ به سحرمؤمن وي خوبيګا ته به کافر،يا به بيګايی مؤمن وي خوسحرته به کافرشوئ وي ٠٠٠) ،
په اسلام کښي عمومي قانون دی چي : روا ته ناروا ويل اوناروا ته روا و يل سړئ له ايمان څخه خلاصوي ،
زمونږاستاد ( خدای جل جلاله دوبخښي ) به کله کله زمونږ څخه داډول ذهني پوښتنې کولي چي : هغه کوم سړئ دی چي له يوپټي څخه دپياز پاڼې په راشکولوکافردی اوپيازدبيخ څخه په راويستلوګنهګاردی ،بيا دپوښتنې حل په دي ډول وو چي دپياز پاڼې راشوکاوونکئ داپيازپاڼه لږشئ ګڼي اودافکرکوي چي داحرام نه دی ځکه ورباندي کافرکيږي اودبيخ راشوکاوونکئ دپيازغلا کول حرام بولي له همدي امله هغه يواځي ګنهګا رګڼل کيږي ٠
نواوس ويلئ شوچي په اولمپيک لوبو کښي دښځوګډون ناروا ده اورواګڼونکئ ياپه هغو وياړل په خپله وپوهيږئ چي په کومه درجه کښي ده ، زما په اندخوپه دي لوبوکښي نارينه هم غيراسلامي لباس اغوندي ا نودښځولپاره په دي کښي ګډون دمنطق څخه لري خبره ده ٠
داسلام دبدني روزني او ورزش مخالف نه دی خوالبته داسلامي حدودوپه چوکاټ کښي ٠داچي دورزش سره سړئ قوت پيداکوي اواندامونه يی مظبوط کيږي اودکفارومقابلې لپاره تکړه روزل کيږي ځکه خوقوي مؤمن ترکمزوري مؤمن غوره بلل شوئ ٠
اوپه پای کښي دپتنګ صيب ددي ليکنې په ځواب کښي چي طالبانو له ښځوکارونه واخستل اوهغوی بياپه پاکستان کښي غلط کارونه شروع کړل ٠
پتنګه وروره خفه مه شي بدکارونه بدوښځوکول اوچي طالبانوهغه پري بندکړل خودبه يی بيا پاکستان کښي هغه بدکارونه تکراره ول ،نه د ي اوريدلي چي علت ځي اوعادت نه ځي اوس بيرته بياله هغو بدکارو ښځو څخه کابل ډک شوئ ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

اسلام دوست
______________________
نه پوهيږم زه چي تاته له څه سره تشبيه درکړم ____ ګل سره اغزي دي دسپوږمئ پرمخ داغونه دي



طالب خان
24.08.2004

درنو اومحترمو وروڼو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
وروڼو په اولمپيك كي دبرخه اخيستلو نه مخكي دابايدوكتل شي چي اياهلته زموږميرمنو ته هغه چاپيريال په لاس ورځي چي هغوي وكولاي شي په پوره اسلامي ماحول كي له خپلو همجنسانوسره په لوبو كي برخه واخلي.گومان كوم چي ميرمني به پخپل منځ كي كولاي شي چي په مثبتو ورزشي فعاليتونوكي برخه واخلي البته دلته هم بايد دستر اوپردې پوره خيال وساتل شي.
بله داچي ايامسلماني ميرمني كولاي شي چي دنامسلمانو ميرمنوپه وړاندي په ورزشي لباس كي تيري شي.
هيله ده چي زموږدفورم عالمان داسلامي شريعت له مخي په دغه موضوع ليكني وكاندي.
بله داچي ديونان په اوسني اولمپيك كي دگډون لپاره تلونكي ميرمني اياخوندي گڼل كيداي شي؟؟؟
اياهلته دهغوي په عزت باندي دتيري چانسونه له صفرسره برابردي؟؟؟ نه هيڅكله نه.داحقيقت په تجربى سره ثابت دى چي پدغه ډول محيط كي دهغوي عزت خوندي نه شي پاتي كيداي.
داخبري خو ماهسي دمحترم ملگري ازادنظرصاحب ترڅرگندونو پوري وكړى كنه موږ ته اصل خپل دين دى.
دين ميرمنو ته بى له محرمه اوبى له شرعي موجبه له كوره دوتلو اجازه نه وركوي.اوكه احيانادكوم شرعي سبب يا ناگزيرمجبوريت له امله وزي نوداسي په ساټ باټ كي به نه وي لكه چي ويداصمدزۍ وه.
خوددى هرڅه برسيره كه بياهم يوڅوك دخپلي لورياخور لپاره مصلحت پدي كي ويني چي هغه دي ديونان داولمپيك په لوبوكي برخه واخلي نوهيچا يى هم مخه ندي نيولي البته بيادي نوځان داسلام په صف كي نه بولي............والله تعالى اعلم بالصواب...............
پاتي شوه داچي داموضوع بايدله علمي پلوه تحليل اوتجزيه شي نوومو نه كتل چي ددى موضوع له ړنگيدا مخكي دموضوع محركينو څومره له نازك تخيل،دقيق علمي تحليل اوسليس انداز بيان نه كاراخيستى وو.
خداي پاك دي موږټول له رذائلوپاك وساتي اودحقي لاري خواته دي هدايت راته وكړي اورب المتعال مودي له داسي گمراهي وساتي چي اراجيف اواباطيل راته حق ښكاره شي اوبياپه هغوباندي ټينګ هم يو...نعوذبالله من ذلك.....................
زماپه اند داولمپيك لوبي نن دي كه سباختمي به شي.وروڼه بايدخپل وخت په دغه باطل بحث ضايع نكړي...............والسلام...........................


نقاد
24.08.2004

محترمه روره عادل صاحب له سلام نه وروسته ستاسو دا ﻻندينۍ ادعاګانې د ښاغلي آزاد نظر په ٦ فقره يي ليکنې له جملې څخه په کومه يوه فقره کې ليدل کيږي؟ که دا هلته نه موندل کيږي نو بيا به دا پخپله د عادل صاحب اند وي که اختراعات ؟
ستاسې ادعاوې هم بيل بيلې ليکل کيدای شي: تاسې ليکلي د ازاد نظر په اند
١ـ پښتون قوم يو جاهل وحشي او بيرته پاتي قوم دى .
٢ـ پښتانه خپلي ښځي ... ولي د نڅا و ميدانو ته نه راباسي ولي اجازه نه وركوي چې د حيواناتو په څير چې د كوم پټي نه ئې خوښه شي څه وخوري
٣ـ ښځو ته ولي دا حق نه وركول كيږي چې د چا سره ئې خوښه شي د هغه سره د خوشحالي يو څو شپي او ورځي تيري كې
٤ ـ او ولي ئې پلرونه اجازه نه وركوي چې پداسي لوبو كې شركت وكړي چې د بدن هر غړي ئې تماشبين وګوري

که تاسو د ازاد نظر د ليکنې وروستۍ دوه ګڼې (٥ او ٦ فقره ) منظور وي نو هغه هم داسې وايي:

[quote:aa3e77ad85]٥ ــ ..... که پښتون ليکوا ل يا شاعر يې نو قدر به دې هله وشي چې خپل وخت په دې مصرف کړې چې دپښتون دشملې اودغېرت صفتونه وکړې ٠ ترټولو لوی غېرتي پښتون هغه دې چې ډېر يې وژلي وي ٠

٦ــ دپښتنو دپاچاهۍ درېسوه کاله تېرشول خو هيڅ يې ونه کړل ، حتا خپله ژبه اوخپل نوم يې په چا ونه شوپېژندلې ٠ پښتانه دځمکی پرسر هغه ((هزارخېل )) قوم دې چې نه يې دنړۍ خلک پېژني اونه دوی پخپلو منځو کی سره يوبل پېژني
[/quote:aa3e77ad85]
وروره لطفأ وښاياست چې ستاسو له له دې څلورو ادعاو څخه کومه يوه د ازاد نظر په کومه يوه ګڼه کې شته ؟ او هغه قومي سپکاوی چيرې دی چې تاسو په نوموړي ورتپلی دی ؟
او که تاسو يې دا جمله په پامکې نيولي وي چې (( ترټولو لوی غېرتي پښتون هغه دې چې ډېر يې وژلي وي ))
نو وروره دا خو هغه ناوړه حقيقت دی چې افغان سيدجمال الدين لا په ١٩ پيړۍ ورته ګوته نيولې وه چې (( پښتانه بي کرکې مرګونه کوي او صرف په دې يوه ټکي يې سره اتفاق کړی چې اتفاق به هيڅکله نه کوو.)) آيا دا ته پښتون قوم سپکاوی بولې که د هغوي پيژندنه ؟ ايا همداسې نه ده ؟ او آيا پښتانه يواځې ستا قام دی ، که د ازاد نظر زما او دبل او دبل قوم هم دی . له تاسونه پرته به بل څوک دې ته دپښتنو سپکاوی ووايي؟ تاسو يې هم په زړه کې سپکاوی نه بولئ ، ځکه يواځې د پارولو او فساد راپورته کولو له پاره سړی داسې انګيرنې او پلمې او د مچ له وزر څخه سلامت غر جوړولی شي ، خو نه د يو حقيقت د ادعا په توګه .
که تاسو حقيقت لټولی داسې شک به نه درلويده، خو بدګماني له حق او حقيقت څخه د انحراف سبب ګرځي ، خو بيا هم کولی شوچې له ازاد نظر څخه مو د يوې بر حقې پوښتنې په توګه جمله بندي کړې وای ، نه پر هغه باندې د يو ناحقه حکم په توګه . حقيقت ډېر ساده شی دي خو ورسيدل يې ډير پيچلي وي ، په تيره بيا د يو بل انسان په برخه کې !


Azad Nazer
24.08.2004

احمد صاحب په لومړي ځل داسی وستايلم :

(((((پتنګه وروره! موفق اوسې خوزه داوايم جي تا تراوسه ازادنظر نه دي پيزندلي هغه يو بې وجدانه اوبې ضميره افغان دي.)))))

په دوهم ځل يې په خپل عقلې جواب داسې وستايلم :

((( صرف سلام ورته كوم او دغه دالله قول ورته ډالۍ كول غواړم چي الله داسۍ كسانو ته فرمايي...وإذا خاطبهم الجاهلون قالوا سلاما)))

زه نورڅه نه وايم خو دغه د خدای کلام دی ولی دشيطان له کلامه وروسته کړ؟
که دالله په کلام دی نازولې وای مابه هم دهغه د کلام تقدس ته کتلي وای مګر متاسفانه چې تا د شيطان ومنل نوځکه مجبور شوم چې دشيطان عمل ورټم ٠

هيله ده چې په راتلونکي کې چې کله زما غوندی جاهل سره مخ کېږې د خدای د امر اطاعت وکړې او د شکنځا پر ځای سلام راته وکړې ٠

سلام عليکم

ازاد نظر


Azad Nazer
24.08.2004

Rakia Al Gassra of Bahrain runs in a qualifying heat of the 100m at the 2004 Olympic Games Friday, August 20, 2004 in Athens, Greece. (AP Photo/Thomas Kienzle)
Email to a Friend | View Popular

وطنمل صاحب سلام !

ما کوښښ وکړ چې د پورتنۍ مسلمانې عربې چې داولمپيک په لوبو کی ګډون لري عکس د Yahoo څخه دلته راکاپي کړم خو ومې نه شو کړای ٠ بايد يادوونه وکړم چې د افغاني نجونو سربېره د ايران داسلامي دولت څخه ، له پاکستان او نورو ډېرو اسلامي هېوادونو څخه مسلمانې نجونې په يونان کی دالمپيک دلوبو ګډونکوونکی دي ٠ له معززوتنقيد کوونکو څخه هيله کيږي چې په دې هکله به هم خپل دريځ څرګند کړي ٠

په درنښت

ازاد نظر


pattang
24.08.2004

http://www.marca.com/edicion/noticia/0%2C2458%2C455202%2C00.html

عکس اچول بند دي خو لينک (link) سړي ليکلي شي او دا هم کفا يت کوي

داپورته دي د Rakia Al Gassra لينک .
عکسونه ډيرځاي مصرفه وي ځکه بند دي
په درناوي پتنګ

[quote:e733e6e76f="

Azad Nazer"]Rakia Al Gassra of Bahrain runs in a qualifying heat of the 100m at the 2004 Olympic Games Friday, August 20, 2004 in Athens, Greece. (AP Photo/Thomas Kienzle)
Email to a Friend | View Popular

وطنمل صاحب سلام !

ما کوښښ وکړ چې د پورتنۍ مسلمانې عربې چې داولمپيک په لوبو کی ګډون لري عکس د Yahoo څخه دلته راکاپي کړم خو ومې نه شو کړای ٠ بايد يادوونه وکړم چې د افغاني نجونو سربېره د ايران داسلامي دولت څخه ، له پاکستان او نورو ډېرو اسلامي هېوادونو څخه مسلمانې نجونې په يونان کی دالمپيک دلوبو ګډونکوونکی دي ٠ له معززوتنقيد کوونکو څخه هيله کيږي چې په دې هکله به هم خپل دريځ څرګند کړي ٠

په درنښت

ازاد نظر[/quote:e733e6e76f][img][/img][img][/img][url][/url][size=7:e733e6e76f][/size:e733e6e76f][size=7:e733e6e76f][/size:e733e6e76f]


lljhbkjhkj

pattang
24.08.2004

lhttp://www.marca.com/edicion/noticia/0%2C2458%2C455202%2C00.html[/list][/code]



ع کريم حليمي
25.08.2004

http://www.marca.com/edicion/noticia/0%2C2458%2C455202%2C00.html

ښاغلو درنو هريو نقاد صاحب ، ازاد نظر صاحب ، پتنګ صاحب او ټولو درنو لوستونکو سلامونه درته وايم
خدای دي وکي چه و ئې منۍ
غواړم چه څه وليکم ٠ نه ددې لپاره چه څوک بد او رد راته ووائې ٠ او که چيري ئې راته ليکۍ ٠
پوه سۍ چه ستاسو په قلم ليکل کيږي ٠ او که ايمان پر يوم الحساب لرۍ ٠ لَهُمْ عَذَابٌ شدِيدُ بِمَا نَسوا يَوْمَ الحِْسابِ٠ (عذاب شديدى به خاطر فراموش كردن روز حساب دارند)٠ که زموږ د حساب ورځ پياد وي
توا نو يو چاته به ښکنځل و ليکو ٠ نه نه ٠ چه ښکنځل ليکې زما دي په الله قسم وي چه دحساب ورځ د ليکلو
په وخت کي هېره ده ٠
او ازاد نظر خو اخلاقأ حق لري چه د ښکنځلو جواب په ښکنځلو در کي ٠ الله ويلي دي
بسمه تعالی ٠ و جزا ؤسيئته سيئته مثلها فمن عفا و اصلح فاجره علی الله انه لا يحب الظلمن
او هر ليکوال ته ضرور ده ٠ او فرض کيږي چه د ښو جواب په ښو ور کي ٠ الله فرمائي (....................)
دغه ګړۍ ايه راڅخه هيره سوه چه وئې ليکم ٠
نو عادل وطنمله وروره کوښښ وکړه چه داسي جملې کار نکړې چه د خليفه سره وړ نوي ٠ تاته الله د خليفه مقام درکړۍ ٠ داګيله درته کوم ٠ ولي چه نه دي پېږنم ٠ که مي پېږندلای نو ګيله مي نه کوله ٠ که مي عوض اختلای
سوای نو ګيلې ته ځای نه پاتېدی ٠ د هر چا په خپل ځان خوا بديږي ٠ موږ پښتانه ټوله خپلوان يو
چه پښتنه سره و کړو ٠ دوستان او خېښان سره را وځو ٠ افغانستان يو قومي جامعه ده ٠ موږ خو پاکستانيان نه
يو ٠ هنديان نه يو ٠ موږ يوه تنه ده هر ښاخ د درختي له تنې راجلاسوۍ دۍ ٠ نو چيري ته شړشم سوې او زه چنار
که يو پښتون چنار وي نو ټوله پښانه چنار دي او که يو شړشم وي ټوله شړشم دي ٠
زما قوم له قندزه نيولۍ بيا تر کوچلاغه تر پښينه پروت دۍ ٠ موږ او تاسو ټوله دغه سي يو
نو ما او تاته دا لازمه ده چه د داسي قلم خوندان سو ٠ په پښتو وليکو ٠ مانا داچه په پښتو زبه کي چنداني
ښکنځل نسته ٠ ټوله ښکنځل مو له عربي ژبي اخستي دي ٠ او عرب ډير بد خلګ در لوده په تاريخ کي
چه تردوی بد خلګ خدای د خدای په مخلق کي نه وه ٠ چه ښه ئې په ښو نه ګډيډل او به ئې په بدو ٠
پخوا چه به اصحابو خلک و اسلام ته راغوښتل ٠ نو به چا ورته وويل چه څنګه خلک سو ٠ صحابي به ورته
وويل داسي سه لکه دازه ٠ نو هغه کافر چه به صحابي ته وکتل نو په زړه کي به ئې دا ور وګرځېدل ٠
چه په دغه سړي کي خوڅه نه ويل کيږي ٠ نو مسلمان به سو ٠ ايا که زه يا داسي يو نفر چه خوله خلاصه کړم ښکنځل کوم که قلم راواخلم ښکنځل ليکم ٠ او بيا هغه چاته و وايم چه هغه نه ښکنځل کوي نه پر چا د بدو ګمان
کوي ٠ چه مسلمان سه ٠ که ئې پښتنه راڅه وکړه ٠ چه څنګه مسلمان ٠ او زه ورته ووايم چه لکه دازه ٠
هغه به په زړه کي ووايي چه دا اوس حال مي ترتاښه دۍ ٠
ښه خدای دي رحم وکړي ٠
پښتنې سځي ولي اولمپک ته نه ځي ٠ ؟؟؟
تاسو فکر کوۍ چه اولمپک به ښه وي ٠ اوکه اول خپل د سرنوشت له پاره کار وکړي ٠
نن د پښتنو سرنوشت په خطر کي دۍ ٠ د پښتنو د غټو برېتو سره خپل حق نسي اختلای ٠ او موږ نعرې پورته
کړي ٠ چه پښتنې کمه دي په اولمپک کي ٠ پښانه لور هغه چاته نه ورکوي چه د لور ئې خوښ وي ٠ عيب ئې
ګڼي ٠ که لور ئې پخپله خوښه مېړه وکۍ ٠ پلار ئې بيا مخ په کفن کيدنه ګوري ٠ او پلار ئې د سادګۍ وطن پرېږدي ٠ دومره ساده سړی چه قرأن طلاوت کوي په معنا ئې شک نوي ٠ لمنځ کوي خبر نه دۍ چه څه وايي
په لمانځه کي ٠ او دغه ساده سړي چه لور لو کړې ٠ نو ته فکر وکړه چه هغه به په کومه اندازه تعلم کړۍ وي ٠
ايا تاسو فکر کوۍ چه دا اولمپک داسي يو دهقاني کار دۍ ٠ هسي ځغستاده ٠ او بس نه
هره هغه سپورټ مېنه تا سپورټ مېن چه اولمپک ته ځي ٠ له کچنيوالي نه ئې په سپورټ ښروع کړې وي ٠
د سپورت ځای ته ځي ٠ دسپورټ معلم لري ٠ مخصوصه ډوډۍ خوري ٠ چه وزن ئې ډېر نه سي ٠
هر ورځ ضرور ده چه لس مايله وځغلي ٠ په کوڅه کي نه ٠ بايد په جم کي وي ٠ او معلم ئې بايد د هري ورځي
د ځغاستي سراعت وليکي اوتر نن ئې سبا سراعت ډير وي ٠ او تر ټولو ضرور شئ دا دۍ چه ٠ ټوله فاميل ئې
ورسره موافق وي ٠ له يو نفر د فاميل ئې خوښه نوي ٠ والله که د زرو مډال يوسي ٠
ترنه پوري په تاريخ کي يوه افغان هم د اولمپک د زرو مډال نه دۍ وړۍ ٠ نو يوه بېچاره پښتنه به ئې څنګه وړي ٠
هغه مصرف چه په يوې يايوه افغان کيږي چه اولمپک ته ئې ټرېن کي ښه پوهيږم د يوه کالدپه مصرف ئې
زرو نجنو ته درس ويل کيدای سي ٠
زموږ دخلګو حقوق نن تر پښولاندي دي ٠ نو موږ غواړو چه دښځو حقوق ورکو ٠ ياالعجب
ايا دغه لوی مشکل دۍ چه پښتنې په اولمپک کي نسته ٠ که دا لوی مشکل دی چه پښتانه رايه نه ور کوي
ايا زما څه د کلاوې سر ورک دی او که له نور څخه
پښتانه تر چاړه لاندي دي ٠ تاريخ پر دابله خوا را اوړي ٠ نن پښتنې نسته زه داسي بد خوبونه وينم چه سبادبه
پښتانه نوي د اولمپک په لوبه کي نوي٠ رشتيا هم که نن له يوې پښتنې څه پښتنه وسي چه اولمپک لوبي ته
ځې ٠ زه فکر کوم چه دهغې به ئې نوم نوي اوريدلۍ ٠ (کندهار، خوست ، فراه ، هيلمند،غزني )
او زه فکر نه کوم چه په يورپ او امريکا کي هم افغانان (پښتانه) دې ته اماده وي چه لوڼي اولمپک ته واستوي ٠
هو په خوله او قلم موزړه غواړي ٠ چه درشتيا ځای راسي تاسو ئې هم والله واستوی ٠
تاسو ليکوالانو کي داسي څوک سته چه لور واستوي اولمپک لوبي ته ٠ هو زه لور لرم ٠ چه زه ئې د زمري
پر شاکښينوم ٠ زما لور نځي ٠ او زه يو ليبرال پلار يم ٠ (پښتون ليبرال د پنچاب متعصب ترين سره يودۍ)
هو پر سړکانو چه ګرځو داسي يو لکه يوروپيان خو دننه په کورو کي هغه پښتانه يو ٠
د امريکا تورې چه اويا واره ووايي چه امريکايي يم ٠ بيا هم فکر ئې تور دی ٠ سپين فکر نسي کولای
پښتون چه سل کاله په يورپ کي تېر کي ٠ نو ايله که ئي داسي ئې فکر وکړۍ لکه سپينې ٠
او په داخل کي موږ 400 کاله د اسلام ترشايو ٠



Adil watanmal
25.08.2004

د زړه سره نقاد صاحب ګيډي ګيدي سلامونه مې ومنه
د ليكني څخه دى مننه كوم خو بايد په تآسف سره ووايم چې ډير ناوخته دى ودي طرف ته سر راښكاره كړو.
وروره زه نور څه ويل نه غواړم خو فقط دمره وايم كه وطنمل صاحب د ازاد نظر ورور په ليكنو باندي ګيل ماله نه وه راښكلي نو زما د ټولو خبرو ثبوت به دي پيدا كړي وه. او له ياده ونه باسي چې وطنمل صاحب دغه كار دوه ځل كړيدي او ما هغه ټولي ليكني لوستي دي او بيا مي دا ليكنه كړيده.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
25.08.2004

ښاغلي ازاد نظر صاحبه د نيكو هيلو او سلامونو څخه وروسته.

((ما کوښښ وکړ چې د پورتنۍ مسلمانې عربې چې داولمپيک په لوبو کی ګډون لري عکس........)))
[color=darkblue:9e24932ec0]وروره زه دين په افرادو نه پيژنم بلكې افراد په دين پيژنم[/color:9e24932ec0] ځكه كه مونږ دين په افرادو وپيژنو نو له ډيرو ستونځو سره به مخ شو. او هر قوم خپل ثقافت او عنعني لري. هليه لرم چې زما د خبري په مقصد به پوه شوي وي.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



Adil watanmal
25.08.2004

محترم او مكرم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو هيله لرم چې په تن بدن باندي روغ او جوړ وي.

د عزت وړ حليمي صاحب:

محترم زه چې هره ليكنه كوم نو دا قول د الله پاك راته سترګوته ولاړ وي [color=darkblue:ad035fb93b]((( مايلفظ من قول إلا لديه رقيب عتيد) دق سورة 26 پاره)))[/color:ad035fb93b] هر انسان له خپل ځان نه ددفاع حق لري نو وروره زه پښتون يم او د پښتون د ثقافت او عنعنونه ددفاع حق لرم. او زه دى ددي خبري سره بلكل موافق يم چې مونږ ديوي وني شاخونه يو خو كاشكي چې بعض ورونوه ودي خبري ته پام وكړي او همدغي وني ته په خپله تبر ونه نيسي ځكه په ختميدو سره ئې ټول ختميږو.
محترم حليمي صاحب د عربو په اړوند چې دي څه ليكلي دى. ده هغي په اړوند زه فقط دلته د الله پاك دا قول ستاسي په وړاندي ايږدم.
[color=darkblue:ad035fb93b]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا يَسْخَرْ قَومٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْراً مِنْهُمْ وَلا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْراً مِنْهُنَّ وَلا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلا تَنَابَزُوا بِالأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الإِيمَانِ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ (11) الحجرات
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنْ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلا تَجَسَّسُوا وَلا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (12) الحجرات
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (13) الحجرات[/color:ad035fb93b]

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more