د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تصوف د حقيقت په پلوشو کي

وصيل پېروز
02.09.2011

د اسلامي تاريخ زرينې پاڼې زموږ په وړاندي له ګڼو پټو حقيقتو پرده پورته کوي او موږ له يو شمېر داسي حقايقو خبروي چي تر ننه موږ ترې خبر نه وو ، د تاريخ پاڼې موږ ته له داسي دسيسو پلو اوچتوي چي د مسلمانې ټولنې لپاره په اصطلاح وژونکي زهر بلل کېدای شي ، د تاريخ پاڼه موږ ته پروني حقايق د نن په هنداره کي داسي ښکاره کوي لکه چي هماغه پېښې همدا اوس زموږ په وړاندي ترسره کېږي او موږ يې عيني شاهدان يو.
د همدې تاريخي حقايقو په لړ کي نن غواړم د تاريخ په پاڼو کي د يوې داسي لانجمنې موضوع له څېرې پلو پورته کړم چي وخت پر وخت د خلکو تر منځ لانجمنه پاتي شوې او خلک يې تر خپل منځ پر منونکو او نه منونکو وېشلي دي .
دا موضوع د تاريخ په پاڼه کي هغه وخت خورا ارزښت مومي چي کله د ګڼو اديانو د يوې ګډولې په توګه په اسلامي ټولنه کي د تصوف په نوم رواج پيدا کوي او ورپسې د مسلمانانو په ملاتړ خپل ځواک پياوړی کوي او د يوې مستقلې لارې او مستقلې عقيدې يا ګروهي په نوم تظاهر کوي .
د تاريخ په پاڼه کي له همدې بابه را په دې خوا تصوف د اسلامي تاريخ يو جز ګرزي او د تاريخي بحثونو په لړ کي د يو مهم برخوال ونډه ورکول کېږي . د ونډې وزن يې هغه مهال نور هم درنېږي چي د ګڼو په نوم روحانينو او چارواکو ملاتړ تر لاسه کوي او د يو ځواک په توګه د عمل ډګر ته را وړاندي کېږي ، په عملي ډګر کي د دې مبارزې پهلوان منصور حلاج ګڼل کېږي چي په لومړي ځل يې د تصوف له اصليت او ماهيت څخه پرده پورته کړه او د دې نوې لارې پټو کږلېچونو ته يې نغوته وکړه .
نوموړي په لومړي ځل په مسلمانه ټولنه کي د وحدة الوجود فلسفې بنسټ کېښود او دې عقيدې ته يې د يو داعي په توګه دعوت پيل کړ چي د خپلې مبارزې په دوران کي یې سر وخوړ او له نيمګړي ارمان سره یې دنيا پرېښوده ، مګر د ده په تلو دا کاروان تم نه شو بلکي نوي ملګري یې وموندل او خپل سفر ته يې د تموالي پر ځای دوام وباخښی چي د همدې سفر په دوران کي يې د خپل رسوخ لمن خورا پراخه کړه او ځان يې د يوې مطرحې قوې په توګه را څرګند کړ.
غواړم د همدې ګروهي په اړه ځيني هغه حقايق له حق پلټونکو سره شريک کړم چي لا تر اوسه هم د دې لارې له کږلېچونو ناخبره پاتي دي او غواړي وپوهېږي چي پر دې لاره په سفر کي به له څه سره مخامخېږي او څوک چي پرې تللي څه يې پرېيښي او څه پرېږدي؟. يا په بل عبارت د صوفي عقيدې په اړه د يو لړ حقايقو رادبره کول غواړم ، هغه چي په اسلامي قاموس کي ځای نه لري او له يوې پردۍ ټولنې مسلمانې ټولنې ته د اسلام په رنګ را ننويستل شوي دي .
نور بيا ...


پتوال
02.09.2011

د وحدت الوجود سکالو د تصوف سره د ګڼ شمير تړل شويو برخو څخه صرف يوه برخه ده، د اسلامي تصوف په هغې پورې محدودول يا آن ورپورې تړل
يې بې غرضه نه ښکاري . د تصوف عملي اسلامي برياوې د وحدة الوجود سره څه تړاو نه لري او د تصوف اغيز د وحدت الوجود
له فلسفې څخه سرچينه نه اخلي . په هر سيستم کې انحرافي اجزا هم ليدل کيږي د وحدة الوجود فلسفه هم شايد د تصوف له اصل څخه انحراف وي نو بايد
مسوليت او نيمګړتيا يې هم د تصوف په غاړه ونه غورځول شي .


وصيل پېروز
03.09.2011

[quote:0a45118027="پتوال"]
د وحدت الوجود سکالو د تصوف سره د ګڼ شمير تړل شويو برخو څخه صرف يوه برخه ده، د اسلامي تصوف په هغې پورې محدودول يا آن ورپورې تړل يې بې غرضه نه ښکاري .
[/quote:0a45118027]
د تصوف په نوم چي موږ ته څه کوم څه وړاندي شوي په هغو کي وحدة الوجود يو مرکزي حيثيث لري او دا خبره به ان شاء الله د ليکنې په راتلونکي برخه کي وڅېړل شي .
صوفيان د خپلې عقيدې په اصولو کي د اتحاد ثلاثه په نوم يو اصل لري چي د صوفي عقيدې ټول اړخونه له همدې ځايه سرچينه اخلي ، په اتحاد ثلاثه کي وحدة الوجود هم يو بنسټيز اصل دی نو له همدې کبله تصوف د وحدة الوجود له فلسفې څخه بې اثره بلل او يا هم د وحدة الوجود او تصوف تر منځ د اړيکو د ربط کړۍ کمزوري ګڼل به بې ځايه وي .
[quote:0a45118027="پتوال"]
د تصوف عملي اسلامي برياوې د وحدة الوجود سره څه تړاو نه لري او د تصوف اغيز د وحدت الوجود
له فلسفې څخه سرچينه نه اخلي .
[/quote:0a45118027]
لومړی بايد دا ثابته شي چي صوفيانه افکار اسلام دی که نه ؟ تر دې وروسته به په عملي ميدان کي د تصوف برياوو ته کتل کېږي او که تصوف د پرديو تر اغېز او اثر لاندي يوه نوې ګروهه وي نو که برياوې وهم لري د ګټې پر ځای يې زيان زيات دی . که تاسو تصوف او وحدة الوجود دوې بېلي مفکورې او دوې بېلي لارې ګڼئ نو لومړی بايد د هغو کسانو نومونه هم له صوفيانه ليست څخه وويستل شي چي دې ګروهې ته ژمن پاتي شوي او بلنه یې ورته کړې ده او يا هم په نورو الفاظو کي ويلای شو چي که تصوف د وحدة الوجود له اغېز څخه خوندي پاتي شوي وي نو څه فکر کوئ چي وحدة الشهود او حلول هم د تصوف برخه ده که نه؟.
[quote:0a45118027="پتوال"]
په هر سيستم کې انحرافي اجزا هم ليدل کيږي د وحدة الوجود فلسفه هم شايد د تصوف له اصل څخه انحراف وي نو بايد مسوليت او نيمګړتيا يې هم د تصوف په غاړه ونه غورځول شي .
[/quote:0a45118027]
که تاسو د وحدة الوجود فلسفه اسلام نه ګڼئ نو بيا بايد له يوې داسي لارې په امکاناتو (شونتيا وو ) دفاع ونه کړئ چي په اړه يې درسره کره او بشپړ معلومات نه وي ، ستاسو په جمله کي د شايد کلمه تر سترګو کېږي يعني تاسو په دې اړه لا تر اوسه هم ډاډه نه ياست چي د تصوف او وحدة الوجود تر منځ ربط څومره پياوړی دی؟.
ستاسو دا خبره چي د وحدة الوجود مسئوليت او نيمګړتياوې بايد د تصوف پر غاړه ونه غورځول شي هغه وخت د منلو وړتيا مومي چي لومړی دا په ثبوت ورسول شي چي د تصوف او وحدة الوجود تر منځ په رښتيا هم هيڅ ربط نه شته بلکي د صوفيانه افکارو په کتار کي ورته د تائيد پر ځای د ترديد په سترګو کتل کېږي .
په مينه او درنښت


وصيل پېروز
03.09.2011

په تېر پسي ...

لومړی بايد د احسان په اړه يو لنډکی بحث وکړو ځکه صوفيان د اسلام له احسان اصل څخه د خپلې عقيدې په اثبات کي ګټه اوچتوي او احسان د تصوف دويم نوم ګڼي .
الاحسان : ان تعبد الله کانک تراه فان لم تکن تراه فانه يراک . ( صحيح البخاري ، کتاب الايمان )
ژباړه : احسان دادی چي د الله داسي عبادت کوه لکه ته چي يې وينې ، که يې ته نه شې ليدلای نو بيا دا تصور کوه چي تا ويني .
له همدې ځايه صوفيان د خپلې رايې د اثبات په لار کي خورا ناوړه ګټه پورته کوي او د همدې اصل په رڼا کي يې د خپل سفر يو پړاو د احسان مرتبه ښودلې ده ، لکه دوئ چي وايي د تصوف په لار کي د احسان مرتبه تر هغو نه شي تر لاسه کېدای څو چي له يو پير او مرشد سره بيعت ونه کړي :
" يو داسي پير چي په خپله هم کامل وي او نور هم کامل کولای شي ، د داسي مرشد په لاس کي لاس ورکړئ او خپل نظر د نوموړي په نظر کي متصور ساتئ او د صوفيانو بوختيا يعني په ذکر ، فکر او فناء تام کي مشغول اوسئ ... موږ او زموږ مشائخ د داسي ښاغلو په بيعت کي داخل يو ، د هغوئ د اشغال شاغل او د ارشاد و تلقين لارويان يې يو. " ( عقائد علماء ديوبند ، ص ۲۲۷ )
د احسان مرتبه د مومن هغه حالت دی چي جبرائيل عليه السلام یې په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په ځواب کي پورتنۍ جمله وويله ، مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم د احسان مرتبې د تر لاسه کولو هيڅ بله ځانګړې لار نه ده ښودلې ، د عبادت په اړه يې صرف دومره ويلي چي لمونځ داسي کوئ لکه ما چي وينئ او کوم يې ، پر همدې په قياس سره د نورو عبادتونو د ترسره کولو لپاره هم همدا تګلاره غوره شوې ده ( په يو بل حديث چي بخاري او مسلم روايت کړی دی د ديني چارو په اړه ويل شوي چي کوم کار ما نه وي ترسره کړی هغه بدعت دی او د بدعت پايله يې سخته زيانمنه ښودلې ده ) . احسان په حقيقت کي د غوره کړنو د کمال درجه ده او له دې مراد اخلاص ، خشوع و خضوع او د زړه د تړاو کلک ربط دی .
د " مرتبه احسان " واقعيت همدا دی مګر دا " کامل " کېدل او کول څه معنا لري؟ د "اشغال " حقيقت څه دی؟ " فناء تام " څه شی دی؟ ايا د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په لارښوونو کي داسي څه شتون لري؟ که د قرآن او حديث په رڼا کي د دې پوښتنو د ځواب لټه وشي نو ځواب به هرو مرو نفې وي .
الهي وينا ده :
وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ ( النحل : ۳۶ )
ژباړه : او موږ هر امت ته رسولان لېږلي چي د الله عبادت وکړئ او له طاغوته ځان وساتئ!.
طاغوت :- هر هغه شی طاغوت ګڼل کېږي چي خلک يې د الهي مرتبې برابر وګڼي او د حق په لار کي يو خنډ وي که څه هم شيطان وي ، د انسان خپل نفس وي ، ديني يا دنيوي شخصيت وي ، مال ، دولت ، مرتبه او منصب وي او ...
رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د همدې هدف د تکميل په موخه او له يوه اسان دين سره چي بنسټ يې پر پنځو شيانو دی رالېږل شوی:
( ۱ ) د دې خبرې شاهدي ورکول چي له الله پرته هيڅ ( داتا معنا ور کوونکی ، دستګير ، مولا ، مشکل کشا، غوث ، غوث الاعظم ، ژغورونکی ، روزي ورکوونکي او ... ) نه شته او محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول ( وروستی نبي ، رهبر ، رهنما ، قائد اعلی ، قائد اعظم ، امام اعلی او ...) دی .
( ۲ ) د لمانځه اداينه . ( په ورځ کي پنځه ځله )
( ۳ ) د زکاة ادا کول . ( په کال کي يو ځل )
( ۴ ) د بيت الله حج . ( د وس په شرط او په ټول عمر کي يوځل )
( ۵ ) د رمضان روژه . ( په کال کي يوه مياشت )
څومره سا ده دين وو چي د دې پنځو شيانو پيروي کېده او د نبوي ډېوې اتباع کېدله چي د ټول انسانيت لپاره يوه غوره بېلګه ده ، همدا شريعت وو له دې پرته هر څه مردود ، د غندنې او تعجب وړ دي . غواړم د يوه ساده صحرايي هغه غوڅه پرېکړه درسره شريکه کړم چي په همدې اړه يې کړې وه او د دې پنځو اصلونو تر زده کړې وروسته يې په غوڅه لهجه وويل :
والذی نفسی بيده لا ازيد علی هذا شيئا ابداً ولا انقص منه .
قسم په الله ! چي زما روح يې په لاس کي دی نه به پکي څه زيات کړم او نه کم .
کله چي هغه سړی ځي رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهم ته وويل :
من سره ان ينظر الی رجل من اهل الجنة فلينظر الی هذا ( مسلم ، کتاب الايمان ، باب بيان الايمان )
که په تاسو کي جنتي ته د کتلو مينه وي نو ده ته وګورئ!
په يوه بل روايت کي داسي الفاظ راغلي :
افلح ان صدق . ( صحيح البخاري ، کتاب الايمان )
که رښتنی وي بريالی شو.
زموږ لپاره هم د همدې صحرايي عرب مثال کافي وو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خولې راوتلې لارښوونې يې ځان ته بس وګڼلې او له ځان څخه يې هيڅ هم په ګډ نه کړل بلکي د الله له لوري د نازلې شوې وحې په رڼا کي يې ارشاد او تلقين غوښت .
رسول الله صلی الله عليه وسلم همدا پنځه شيان جنت ته د تللو ذريعه ښودلې ده . شريعت هم دادی ، بايد منګولې ورباندي ټينګې شي مګر يو شمېر مسلک پرستو خلکو ته دا شريعت بشپړ ښکاره نه شو او د شريعت په مقابل کي يې طريقت رامنځ ته کړ.
نوربيا ...


وصيل پېروز
04.09.2011

په تېر پسي ...

په قرآن او حديث کي هیڅ ځای د طريقت لفظ نه دی استعمال شوی بلکي دا يوه اختراع ده چي د محدثاتو په کتار کي ځای لري .
د صوفيانو په اند د طريقت لومړۍ ځينه معرفت او بيا حقيقت دی .
موږ پوهېږو چي د شريعت بنسټ پر دوو ستنو ايښودل شوی دی قرآن او سنت ، تر دې وروسته د قرآن او سنت په رڼا کي د اجتهاد نمبر دی . د طريقت په دين کي هم د دې اصولو په مقابل کي درې اصول وضع شوي دي چي اتحاد ثلاثه بلل کېږي يعني حلول ، وحدت الوجود او وحدت الشهود.
حلول دې ته ويل کېږي چي يو صوفي په غير معمولي رياضتونو په الهي ذات کي فنا شي او الهي ذات له عرش څخه په کښته کېدلو په ده کي حلول وکړي چي همدا خلک يې د لاهوت ( الهي ذات ) په ناسوت ( بنده ) کي پناه کېدل او د موجد ( رب ) په موجود ( بنده ) کي څرګندېدنه بولي . صوفيان د دې مرتبې د حصول لپاره پر وښو ګوزاره کوي ، په ځنګلونو کي ګرزي ، پر قبرونو څلوېښتۍ تېروي ، کلونه پټ اوسېږي او نور و نور ...
دا هر څه په داسي حال کي ترسره کېږي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم له ژوند څخه هيڅ يوه داسي بېلګه نه شي وړاندي کولای چي هغوئ دي د داسي اعمالو کولو ته لاس اچولی وي ان په صحيح البخاري کي حديث دی چي يو څو صحابه کرامو رضی الله عنهم دا اراده وکړي چي ټوله شپه به عبادت کوي ، تل به روژه نيسي او نکاح به نه کوي ، کله چي دا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورسېده نو ويې وېرول او ویې ويل : زه روژه نيسم مګر ماتوم يې هم ، د شپې عبادت کوم او ارام هم ، همداراز نکاح کوم نو په تاسو کي هيڅوک تر ما وړاندي کېدای نه شي او نه په تاسو کي هيڅوک له ما تر الله زيات وېرېږي ، همدا زما سنت دي څوک چي زما سنت پرېږدي هغه زما له سنتو انحراف کړی دی . مګر د تصوف تاريخ د داسي مجاهدو او رياضتونو ټولګه ده .
( دا پېښه په صحيح البخاري ، کتاب النکاح او کتاب الاعتصام کي روايت شوې ده )
هر څوک پوهېږي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنت څخه انحراف يوه ابدي بدمرغي او د ضلالت پيل دی ، که قرآن او سپېڅلي صحيح احاديث مطالعه کړای شي نو دا حقيقت به ترې په ډاګه وفهموئ چي يوازي د کتاب او سنت اتباع لار ورکو ته لار ښيي او نا ارامو زړونو ته ډاډ ورکوي .
راشئ ! په دې هم پوه شو چي له سنت څخه انحراف څومره کرغېړن عمل دی ؟ او د کتاب وسنت اتباع څومره اړينه ده؟.
الهي وينا ده :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ ( سورة الأنفال : ۲۰ )
ژباړه : اې مومنانو! د الله اود هغه د رسول اطاعت وکړئ له هغه مه اوړئ په داسي حال کي چي اورئ .
بل ځای وايي :
وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ( النور : ۵۶ )
ژباړه : لمنځونه کوئ ، زکاتونه ورکوئ او د رسول اطاعت کوئ د دې لپاره چي رحمت درباندي وشي .
همدا راز الهي وينا ده :
مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ( النساء : ۸۰ )
ژباړه : چا چي د رسول اطاعت وکړ نو بې شکه د الله اطاعــت يې وکــړ او چـــا چـــي مــخ واړاوه نو موږ ته پر هغوئ څارونکی نه يې لېږلی .
د کتاب وسنت د پيروۍ په اړه يو بل ځای الهي فرمان دی :
وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ( آل عمران : ۱۳۲ )
يو بل ځای وايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً ( النساء : ۵۹ )
ژباړه : اې مومنانو! د الله ، رسول او خپلو چارواکو اطاعت وکړئ که مو په يوه شي کي جنجال راغی نوالله او رسول ته يې وسپارئ که تاسو پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان لرئ دا ښه او پايله يې ډېره غوره ده .
همدا راز الله تبارک وتعالی وايي :
فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا ( النساء : ۶۵ )
ژباړه : نو ستا په رب قسم دوئ به تر هغو ايمان رانه وړي چي ته يې په خپلو اختلافاتو کي فيصله کوونکی نه يې ټاکلی بيا ستا په فيصله په زړونو کي تنګي احساس نه کړي او پوره تسليم شي .
يو بل ځای وايي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلاَ تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ ( محمد : ۳۳ )
ژباړه : اې مومنانو! د الله او رسول اطاعت وکړئ او خپل عملونه مه باطلوئ .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لازمي اطاعت په اړه الله جل جلاله يو بل ځای وايي :
وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ( الحشر : ۷ )
[color=green:6ca42134b5] د رسول الله صلی الله عليه وسلم پيروي د برياليتوب ضمانت دی :[/color:6ca42134b5]
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ( النور : ۵۱ )
ژباړه : کله چي مومنان د الله او د هغه د رسول لور ته د دوئ په منځ کي د پرېکړي لپاره وبلل شي نو د دوئ وينا يوازي داوي چي واموورېدله اوومومنله او همدوئ بريالي دي .
[color=green:6ca42134b5] د الله جل جلاله مينه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اطاعت کي ده : [/color:6ca42134b5]
قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ( آل عمران : ۳۱ )
ژباړه : ورتــه ووايــه کــه تاســولــه الله ســره مينــه کــوئ نو زما اتباع وکړئ الله به درسره مينه وکړي ، ګناهونه به مو وبخښي او الله ډېر بخښونکی او پوره مهربان دی.
[color=green:6ca42134b5] د الله او رسول د اتباع کوونکو پايله : [/color:6ca42134b5]
وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا ( النساء : ۶۹ )
ژباړه : چا چي د الله او د رسول اطاعت وکړ نو دوئ به له هغو کسانوسره وي چي الله پرې انعام کړی چي نبيان ، صديقين ، شهداء او نېکان دي اود دوئ ملګرتيا ښه ده .
[color=green:6ca42134b5] په عمل کي د الله او رسول حکم نه منل ايمان نه دی :[/color:6ca42134b5]
وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ * وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ ( النور : ۴۷ ، ۴۸ )
ژباړه : او دوئ وايي چي موږ پر الله او رسول ايمان راوړی او اطاعت مو يې قبول کړی دی خو بياد دوئ يوه ډله تر دې وروسته مخ اړوي او دوئ مومنان نه دي . کله چي دوئ د الله او د هغه رسول ته د دوئ تر منځ د پرېکړي کولو لپاره را وبلل شي نو يوه ډله يې مخ اړوي.
[color=green:6ca42134b5] د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مقابل کي د هيچا د خبرې منلو جواز نه شته :[/color:6ca42134b5]
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلاَ مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً مُّبِينًا ( الأحزاب : ۳۶ )
ژباړه : هيڅ نر او ښځې مومن ته روا نه ده چي کله الله او د هغه رسول په يو کار کي پرېکړه وکړي نو دوئ دي په خپل کار کي اختيار ولري چا چي د الله او د هغه د رسول نافرماني وکړه نو بې شکه په ښکاره ګمراهۍ ګمراه شول .
[color=green:6ca42134b5]په حيلو او بانو د الله او رسول له احکامو سرغړونه کول : [/color:6ca42134b5]لاَ تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاء بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ( النور : ۶۳ )
ژباړه : تاسو په خپل منځ کي د رسول را بلنه داسي مه ګرزوئ لکه په تاسو کي ځينو ته د ځينو بلنه بې شکه الله هغه کسان پېژني چي په تاسو کي غلي وزي نو هغه کسان دي ووېرېږي چي د رسول له امره سرغړونه کوي له دې چي دوئ ته به فتنه او يا دردوونکی عذاب ورسېږي .
په دې ګردو اياتونو کي موږ د کتاب او سنت پيروۍ ته بلل شوي يو او په ځينو اياتونو کي خو موږ په څرګندو ټکو وينو چي د کتاب او سنت اتباع د ايمان شرط بلل شوی دی او په ډاګه دا ترې څرګندېږي چي که څوک د کتاب او سنت له لارې منحرف شي نو له شک پرته د حق لار يې خوشي کړې او د ضلالت و ګمراهۍ ملګرتيا يې په برخه شوې ده ، د کتاب او سنت نافرماني د ايمان ستر زيان بلل شوی دی او مسلماني يې يوازي په همدې کي را حصاره کړې ده . همدا راز هغو کسانو ته بلنه ورکول شوې چي تل د الهي او نبوي مينې چيغې وهي ، هغوئ دې ته هڅول شوي چي که تاسو په رښتيا هم له الله او رسول سره مينه لرئ نو پر کتاب وسنت منګولې ټينګې کړئ ځکه بريا يوازي له همدې دوو لارو تر لاسه کېدای شي . مګر راځئ ! دا الهي اصل په صوفيانه طريقت کي ولټوو چي تر کومه ځايه يې الهي اوامر منلي او تر کومه ځايه يې پر شريعت منګولې ښخې کړې دي .
شيخ عبدالقادر جيلاني صاحب وايي :
" ما د عراق په ځنګلونو او صحراوو کي پنځه ويشت کاله دنيا داسي پرېښودله چي نه ما څوک پېژندل او نه زه چا پېژندلم ، رجال غيب او پېريانان ما ته تلل – راتلل او ما ورته د حق زده کړه ورکوله . څلوېښت کاله مي د سهار لمونځ د ماخوستن په اوداسه ادا کړی دی . پنځلس کاله مي د ماخوستن تر لمانځه وروسته يو ځل قرآن کريم ختماوی او پر يوه پښه په درېدلو به مي پر دېوال په لاس نيولو په عبادت کي سهار کړ ، داسي وخت هم راغلی چي درې يا څلور ورځې به مي خوراک ونه کړ . يوولس کاله مي د بغداد په برج کي پر الهي ذکر تېر کړل ، هلته زما د اوږدو پاتي کېدلو له کبله هغه برج ته عجمي وايي . کله چي ما په عجمي برج کي الهي عبادت کاوی نو له الله سره مي ژمنه وکړه چي تر څو غيبي خوراک تر لاسه نه کړم زه به هيڅ خوراک ونه کړم ، دې حالت ډېر وخت دوام وکړ مګر ما خپله ژمنه ماته نه کړه له دې پرته چي ما له الله سره کومه وعده کړې ده هيڅ وخت مي نه ده ماته کړې." ( اخبار الاخيار ، ص ۲۹ )
اشرف علي تهاني صاحب د شاه عبدالقدوس قول نقلوي ليکي :
" الحمدلله زموږ په زمانه کي يو داسي بزرګ دی چي ښايي په متقدمينو کي به هم داسي مجاهده کوونکی نه وي ، له څلوېښتو کلونو راهيسي هره ورځ يو بادام خوري او پر همدې ګوزاره کوي ، له دې پرته د دنيا هيڅ شی هم نه خوري . " (حکايات اولياء ، ص ۲۸۵ )
نور بيا ...


وصيل پېروز
04.09.2011

په تېر پسي ...
بير ته د بحث سر ته ګرزو او د اتحاد ثلاثه د درو صوفيانه اصولو له څېرې په لاندينۍ توګه پلو پورته کوو.
غواړم دا بحث په دې تمهید پرانيزم :
د طريقت د دين په اړه د نړۍ والتوب دعوه له دې وجې نه کېږي چي په هغه کي نړۍ والتوب او هر اړخيزتوب پروت دی چي بشريت ته د راتلونکو ټولو ستونزو حل لاره ور ښيي بلکي دا ادعا له دې کبله کېږي چي دا دين يو لرغونی تاريخ او د نړۍ په ټولو اديانو او مذاهبو کي شتون لري .
اهل کتابو د طريقت د دين پيروانو ته سينټ ويل چي قرآن د رهبان په لفظ ياد کړي دي ، په هندوانو کي داسي خلک د جوګي ، ګرو ، سادهو ، رشي او مُنی په بېلابېلو نومونو يادېږي ، بدهـ مت بيا داسي خلکو ته د بهګشو نوم ورکړی دی ، سيکان يې په ګياني يادوي او په مسلمانانو کي په بېلابېلو نومونه شهرت لري مثلا پير ، صوفي ، مرشد ، دروېش ، فقير ، خدا رسيده ، بزرګ ، عارف ، مجذوب ، واصل بالله ، واصل بحق ، قطب ، ابدال ، غوث نور او نور چي ځيني نومونه د دوئ د مرتبو او مقامونو له کبله ورته ځانګړي شوي دي .
د دې مذهب بنسټ پر مکاشفو او مشاهدو ولاړ دی مګر هو ! په دې مکاشفاتو او مشاهداتو کي له فروعي اختلاف سره – سره څو داسي خبرې هم شته چي ټول اديان ورباندي متفِق دي ، داسي متفـَق عليه خبرې د طريقت په دين کي د نظرياتو او عقايدو حيثيت لري چي لاندي د مرتبو په لحاظ داسي بيانېږي :
( ۱ ) وحدت الوجود :- يو انسان د څلوېښتيو ( چلو ) او رياضتونو په مټ دې مرتبې ته رسېږي تر دې چي د کائناتو په هر څه کي يې الله تر سترګو کېږي بلکي دی هر څه د الله د ذات برخه ګڼي . د همدې مشترکيت له کبله يو بدکار انسان او يو بزرګ ، يو شين باغ او يوه د مردارو ذخيره ، يوه ونه او يوه ډبره ان هر څه سره برابر دي ځکه په دې هر څه کي الله شته دی . نعوذ بالله
( دا موضوع به وړاندي مفصله او مدلـله څېړل کېږي ، ان شاء الله ) .
( ۲ ) وحدت الشهود :- کله چي انسان له دې پوړۍ وړاندي لاړ شي نو د ده ذات په الهي ذات کي ډوبېږي او دواړه يو کېږي ګواکي دا نظريه الهي ذات له کائناتو يوه بېله هستي ګڼي خو د زيات روحاني ترقۍ او پرمختګ له کبله په خپله په الهي ذات کي مدغم کېږي .
( ۳ ) حلول :- تر دې وړاندي مقام بيا دادی چي يو انسان د خپل زړه هنداره دومره پاکه او سپېڅلې کړي چي الله په خپله د ده په تن کي داخل شي او يا حلول وکړي ګواکي په وحدت الشهود کي انسان د روحاني پرمختګ په کولو – کولو په الهي ذات کي مدغمېږي مګر په حلول کي الله له خپلې مرتبې په کښته کېدلو د انسان په جسم کي داخل او مدغم کېږي .
يا هم په نورو الفاظو دا ويلای شو چي وحدت الشهود او حلول د وحدت الوجود دويم اړخ او يا هم پرمختللې بڼې دي مګر اصل الاصول وحدت الوجود دی .
د طريقت د دين په پيروانو کي زيات وکم پورتني درې عقائد موندل کېږي . دا بېله خبره ده چي يو څوک يوه ځانګړې نظريه زياته ښکاره کوي او د هغې علمبردار جوړېږي . مګر د طريقت د دين د مراتبو او مقاماتو له پلوه هماغه ترتيب سيي دی چي موږ يې وړاندي بيان وکړ خو لکه څرنګه چي په اسلامي ټولنه کي لومړی د حلول نظريې ظهور کړی دی همدې ترتيب ته په پام موږ لومړی د حلول په اړه د حقايقو لټه کوو.
نوربيا ...


پتوال
06.09.2011

وصيل صيب مننه چې د وحدة الوجود ، -شهود او حلول مزخرفات دې په ګوته کړل .
داسې بريښي چې د ولايت او کرامت د مقام له پاره چې اصلا لرونکی
مؤمن ترې پخپله خبر هم نه وي او يواځې د الله ورکړه او احسان دی چې مظاهر يې هم له ولي يا کرامت لرونکي سره نه وي
او نه خبر وي چې د الله په دربار کې دئ کوم مقام لري ، څه کولی او څه نشي کولی . دا د قرب او نږدېوالی يوه درڅه ده چې يو متقي عابد او
پرهيز کاره مسلمان ته د الله تعالی له خوا ورکول کيږي ، بې له دې چې نوموړی
پخپله تر خبر هم ولري او يا په دې اړه څه حس او احساس کړای شي !
دغه وحدت ثلاثه کوښښ کوي چې له دغه کرامت سره روحاني امتيازات وتړي او بيا يې ادعا وکړي چې ګواکې دوی يې لري ،
څو په ټولنه کې خپل مقام لوړ او خپل امتيازات ډير کړي(!)
په بله خوا کې هم ورته هڅې ليدل کيږي ، ډير ملا يان دخپل موقف د لوړولو او نفوذ ډيرولو له پاره له ديني ملا او عالم پرته د بل هر څومره عابد او
متقي مؤمن مسلمان ولايت او کرامت نشي زغملی او په هرقيمت د ولايت او کرامت د امکان او وجود په ضد تبليغ وکړي !


وصيل پېروز
07.09.2011

[quote:d8c5e5c339="پتوال"]
دغه وحدت ثلاثه کوښښ کوي چې له دغه کرامت سره روحاني امتيازات وتړي او بيا يې ادعا وکړي چې ګواکې دوی يې لري ،
څو په ټولنه کې خپل مقام لوړ او خپل امتيازات ډير کړي(!)
[/quote:d8c5e5c339]
دې په نوم روحانينو د کرامت ، کشف او ... په نوم هغه نادودې وکړې چي د يو رښتني احساس درلودونکی مسلمان به يې هيڅکله هم هېر نه کړي ، دوئ د دين په نوم د شيطان هغه ور په ټولنه کي پرانيست چي زموږ ټولنې ته یې د نېکيو پر ځای بدۍ راوړې ، دې روحانينو د زيارت او ملنګتوب په نوم داسي کرغېړن اعمال ترسره کړل چي يادول یې د قلم او ژبې پېغور ګڼل کېږي .
له همدې کبله اړيو چي داسي چټليات په ګوته کړو او خلک وپوهوو چي د دې هر څه رېښه بايد غوڅه شي او رېښه يې تصوف او د تصوف اصول دي .
دې روحانينو تل د د دين په ټېکه کولو په ټولنه کي د هغه مقام د تر لاسه کولو کوشش کړی چي مادي ګټې يې پراخې او ډېري وي ، دا روحانين که له يوې خوا له احساس او دردمن ضمير څخه بې برخې دي له بل پلوه يې په داسي افعالو سره له ايمان او روحاني ايمان څخه هم لاسونه وينځلي دي .
[quote:d8c5e5c339="پتوال"]
په بله خوا کې هم ورته هڅې ليدل کيږي ، ډير ملا يان دخپل موقف د لوړولو او نفوذ ډيرولو له پاره له ديني ملا او عالم پرته د بل هر څومره عابد او
متقي مؤمن مسلمان ولايت او کرامت نشي زغملی او په هرقيمت د ولايت او کرامت د امکان او وجود په ضد تبليغ وکړي !
[/quote:d8c5e5c339]
ولايت او کرامت دوې الهي ورکړې دي چي نه د مسلمان او مومن په اختيار کي دي او نه هم واک پرې لري ، دا الهي پېرزوينې يوازي هماغه څوک تر لاسه کولای شي چي په کلک ايمان او باور سره يې په الهي دربار کي داسي مقام تر لاسه کړی وي چي د ځانګړي امتياز وړ وي له دې حقیقت څخه انکار يوه ناوړه ناروغي ده .


السلام عليکم وعلينا

عبدالحميد/افغ
24.09.2011

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :
محتزمووروڼوزه هم اوس غواړم چي خپله نظريه وړاندي کړم هغه داډول ده :
تصوف يوداسي چي دهغه اصلي مطلب دانسان تصفيه اوتحليه ده ، دتصوف پرحقيت باندي دامت مسلمه سواداعظم ولاړدئ ، اودامعلومه خبره ده چي څوک له سواداعظم څخه مخالفت کوي نوبېشکه خپل ځان په اورکي اچوي (فمااصبره علي النار) ـ
قـال الـــله تعالي : «ومن يتبع غيرسبيل المومنين نوله ماتولي ونصله جهنم وسآءت مصيرا ـ ط
صدق الله العلي العظيم ـ

اوکومه خبره چي دوحدة الوجودکيږي نودوحدة الوجودپه هغه حقیقت باندي څوک ندي خبر دوحدة الوجوداصلي مطلب دادئ چي صوفي داخيال وکړي چي موجوديوازي الله پاک دئ اونورټول معدوم دي ځکه که څه هم نورمخلوقات هم موجوددي خوهغه ټول ختمېدونکي اوفاني دي ، نوپه دې معني کي خوکوم شرعي ممانعت نسته ـ

والسلام


Re: السلام عليکم وعلينا

وصيل پېروز
24.09.2011

[quote:e14c09b20b="فاضل"]السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته :
محتزمووروڼوزه هم اوس غواړم چي خپله نظريه وړاندي کړم هغه داډول ده :
[/quote:e14c09b20b]
ښاغلی فاضل ! بحث ته ستاسو په راتګ خوښ شوم او هرکلی مو کوم .
[quote:e14c09b20b="فاضل"]
تصوف يوداسي چي دهغه اصلي مطلب دانسان تصفيه اوتحليه ده ، دتصوف پرحقيت باندي دامت مسلمه سواداعظم ولاړدئ ، اودامعلومه خبره ده چي څوک له سواداعظم څخه مخالفت کوي نوبېشکه خپل ځان په اورکي اچوي (فمااصبره علي النار) ـ
قـال الـــله تعالي : «ومن يتبع غيرسبيل المومنين نوله ماتولي ونصله جهنم وسآءت مصيرا ـ ط
صدق الله العلي العظيم ـ
[/quote:e14c09b20b]
بايد ووايو چي زه د تصوف له لفظ او کليمې سره اختلاف نه لرم مګر د هد او تقوی لفظ بيا هم تر هغه غوره ګڼم ځکه دا په قرآن او حديث ثابت لفظ دی زه له هغه څه سره مخالف يم چي د تصوف تر نوم لاندي ترسره کېږي . ستاسو له وينا سره سم که د تصوف هدف تصفيه او تحليه ده يعني صفا کول او ښايسته کول نو دا څه مطلب ؟.
که مو هدف دا وي چي تصوف غواړي مسلمان له نفساني ناروغيو لکه : دروغ ، غيبت ، کينه يا حسد ، حرص او ... له منځه وړل وي او پر ځای يې د غوره روحاني صفاتو لکه رښتيا ، مينه ، له الله وېره ، د دين په خپرولو کي ونډه اخيستل او داسي نورو راوستل وي نو دا خو په قرآن کريم او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحيحو احاديثو کي په پوره تفصيل بيان شوي نو بيا دې ته څه اړتيا ده چي له ځانه نوې طريقې او نوې لارې جوړي کړو؟.
د سواد أعظم خبره دي له کومه ځايه اخيستې او په څه شي ثابته ده ؟.
که حدیث وي نو لومړی يې له متن او سند سره يو ځای د اړوند کتاب په مکمله حواله ذکر کړه وروسته به پرې وږغېږو او پاتي شو ايت نو هلته الله جل جلاله مومنان ياد کړي راځه لومړی به پر دې وږغېږو چي ايمان او مومن څه ته وايي؟.
[quote:e14c09b20b="فاضل"]
اوکومه خبره چي دوحدة الوجودکيږي نودوحدة الوجودپه هغه حقیقت باندي څوک ندي خبر دوحدة الوجوداصلي مطلب دادئ چي صوفي داخيال وکړي چي موجوديوازي الله پاک دئ اونورټول معدوم دي ځکه که څه هم نورمخلوقات هم موجوددي خوهغه ټول ختمېدونکي اوفاني دي ، نوپه دې معني کي خوکوم شرعي ممانعت نسته ـ

والسلام[/quote:e14c09b20b]
ښاغلی فاضل !
تاسو چي د وحدة الوجود کومه معنا بيان کړې لومړی خو د وحدة الوجود له الفاظو سره (د لغت له مخې ) سر نه خوري ځکه وحدة الوجود يو اضافي ترکيب دی چي په پښتو کي يې معنا ده د وجود يووالی او که يې ستاسو په شان معنا وکړو بيا به يې ترکيب داسي وای ( الوجود الواحد ) معنا يو وجود چي توصيفي ترکيب دی ، د وجود د يووالي او يوه وجود تر منځ ډېر فرق شته که د صوفيانو هدف ستا معنا وه نو ضرور به يې ترکيب هم هغه ډول جوړاوی چي تاسو اشاره ورته کړې ده مګر داسي نه ده .
همدارنګه که ستاسو معنا ترې مراد شي نو په دې خو د مسلمانې ټولنې له کوچني نيولې تر لويه ټول پوهېږي چي الله جل جلاله ازلي ، ابدي او د ټولو کايناتو خالق دی ، هر څه د هغه په اراده او مشيت پيدا کېږي ، هيڅوک په خپله خوښه څه نه شي کولای يوازي هغه څه به کوي چي الله يې اراده وکړي نو د داسي يوه حقيقت د پېژندنې لپاره صوفيان ولي د دوئ په اصطلاح دومره رياضت او مجاهدې ته ضرورت لري ؟ که زموږ د ټولنې له يوه نالوستي سړي پوښتنه وکړې چي چا پيدا کړی يې ، سترګې ، غوږونه او د بدن نور غړي چا در کړي ، څوک عزت ، دنيا ، زامن او نور نمعتونه درکوي نو وبه وايي چي الله . د داسي يوې څرګندې معنا لپاره بيا صوفيان ولي داسي نادودو ته اړ دي؟.
او بله خبره دا ده چي د وحدة الوجود دا تعبير هم غلط دی چي تاسو کړی ځکه انسان ، غر ، ځمکه ، اسمانونه او نور کاينات هر يو وجود لري ، دا چي وجود يې د بل چا له خوا رامنځ ته شوی او بيا يو وخت پناه کېږي مګر موږ دا نه شو ويلای چي وجود نه لري . د بېلګي په توګه که يو ځای واښه شنه وي او موږ ووايو دا هيڅ وجود نه لري ځکه شل شپې يا مياشت وروسته به له منځه ځي نو دا مو غلط قضاوت دی ځکه هغه مهال چي موږ د دوئ په اړه داسي خبره کوو د هغو وجود شته خو موږ يې نه منو. همدارنګه په قرآن او حديث په ګڼو نصوصو کي انسان او کاينات موجود بلل شوي ، په هيڅ قراني او حديثي نص کي داسي نه دي ويل شوي چي دا کاينات بايد بې وجوده وبلل شي بلکي الله بيا – بيا وايي چي ما تاسو ته صورت ، وجود ، لاسونه ، غوږونه او نور درکړل . اوس که موږ وايو چي هيڅ يې نه دي راکړي بيرته يې راڅخه اخلي ايا دا قضاوت به سم وي؟.
تاسو چي واياست د وحدة الوجود معنا هغه نه ده چي خلک يې تعبيروي بلکي دا ستاسو وړاندي کړې معنا يې ده نو د لويو صوفيانو په ځينو اقوالو کي يې بايد ثبوت او شواهد وړاندي کړئ !.
زه خو به د دوئ په اقوالو کي درته په ګوته کړم :
ابن عربي وايي :
فإن العارف من يرى الحق في كل شيء، بل يراه عينَ كل شيء فصوص الحكم (فص حكمة إمامية في كلمة هاوونية)، (ص:192).
ژباړه : عارف يا الله پېژندونکی هغه دی چي په هر څه کي حق (الله) ويني بلکی هر شی الله ورته ښکاري .
همدا راز وايي :
والعارف المكمَّل من رأى كلّ معبود مجلى للحق يُعبد فيه، ولذلك سموه كلهم إلهاً مع اسمه الخاص بحجر أو شجر أو حيوان أو إنسان أو كوكب أو ملك الفصوص، (ص:195).
ژباړه : مکمل الله پېژندونکی هغه دی چي د هر معبود عبادت کېږي دی يې حق وګڼي له همدې کبله دوئ ټولو خپل معبودان الهه ګڼلي دي که څه هم يو خاص نوم یې ورکړی وي لکه ډبره ، ونه ، حيوان ، انسان ، ستوری او ملائکه .
د ابن عربي په دې وروستۍ وينا کي هر معبود پر حق بلل شوی او ويل شوي چي د کوم شي عبادت کېږي ټول صحيح دي او دا هغه نظريه ده چي قرآن ، حديث او ټول امت يې په کفر کي يوه ذره شک هم نه ويني .
عبدالکريم الجيلي وايي :
صفات الله فرقان وذات الله قرآن
( الانسان الکامل ۱ / ۱۱۳ )
ژباړه : د الله صفات بېلتون دی او د الله ذات قرآن (يو ځای والی ) دی .
دلته چي جيلي کوم فرقان ذکر کړی مطلب يې دادی چي د الله صفات د مخلوقاتو بېلابېل ډولونه او انواع دي خو د الله ذات قرآن دی معنا دادی چي خالق او مخلوق سره يو ځای شي همدې ته د تصوف په اصطلاح کي وحدة الوجود وايي .
بايد يادونه وکړم چي د تصوف په اړه زما د روانې ليکنې په راتلونکو برخو کي د وحدة الوجود پر ګروهه مفصل بحث را روان دی چي په دې اړه به زيات معلومات همالته ان شاء الله وړاندي کړم .


وصيل پېروز
24.09.2011

همداراز دا لاندينی پيوند يا لينک کولای شي چي د صوفيانو په اند د وحدة الوجود په تعريف کي مرسته درسره وکړي :
http://islamiyat.tk/mazameen/Deobandiat/AqidaWehdatulwujudOrDeoband.htm
ويې ګوره او د انصاف له مخې پرېکړه پرې وکړه


وصيل پېروز
25.09.2011

په تېر پسي ...

[color=cyan:3c036713ce]( ۱ ) د حلول نظريه او په بېلابېلو ډلو کي ددې ګروهي شتون :- [/color:3c036713ce]
په انسان کي د الله د حلول عقيده په يهودو او نصاراوو کي هم تر سترګو کېږي ، الهي وينا ده :
وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ وَقَالَتْ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِؤُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبْلُ ( التوبه : ۳۰ )
ژباړه : او يهود وايي چي عزير د الله زوی دی او عيسايان وايي چي مسيح د الله زوی دی ، دا د دوئ د خولو خبرې دي وړاندينيو کافرانو هم دې ته ورته خبرې کولې .
له دې ايت څخه دوې خبرې په ثبات رسېږي :
• د حلول عقيده تر يهودو او نصاراوو وړاندي هم په نړۍ کي موجوده وه يعني د موسی عليه السلام تر بعثت وړاندي يې هم څرک ليدل کېږي .
• حلول يوه داسي عقيده ده چي هيڅ علمي بنسټ نه لري بلکي دا صرف د خولو او خېټو خبرې دي چي صريح کفر دی .
په يوه بل ځای کي د دې عقيدې په اړه نور وضاحت هم موندل کېږي ، الهي فرمان دی :
لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَآلُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ( المائدة : ۱۷ )
ژباړه : له شک پرته هغو کسانو کفر کړی چي وايي : د مريمې زوی مسيح الله دی .
دا هم اړينه نه ده چي الله يوازي د نبي په جسم کي حلول وکړي بلکي د نورو پيرانو او فقيرانو په جسم کي هم حلول کولای شي ، وګورئ ! يو عيسايي راهب ( سينټ پال ) خپلې ذاتي تجربې او مشاهدې داسي بيانوي :
" موږ په الهي ذات کي په پر له پسې ډول تحليلېږو ( حلول کوو ) ، کله چي يو شی په بل کي مدغم شي نو تر منځ یې هیڅ امتياز نه پاتېږي ، زه هم په الله کي حلول کوم او هغه پر حق ذات هم له ما سره همغږی کېږي ، په هماغه ژوندي رب مي دي قسم وي ! چي اوس زما او د کائناتو د خالق تر منځ هيڅ امتياز نه دی پاتي شوی ، اوس موږ دواړه يَو يُو. "
" هغه سترګه چي زه پرې په الهي ديدار خوند اخلم په هماغه سترګه هماغه بصير او عليم ذات زما انتظار کوي ، زما او د الله سترګې يو دي . "
( سينټ پال د منځينو پېړيو يو مشهور صوفي او فيلسوف دی ، پورتني اقتباسونه له مذهب و تجديد مذهب نومي کتاب څخه اخيستل شوي چي د پروفيسور عبدالحميد صديقي له لوري کښل شوی دی ، وعظ ۳۵ ، ص ۲۱۳ )
په پورتنيو اقتباسونو کي د حلول تر څنګ د وحدت الوجود صاف څرک ليدل کېږي .
د عيسايي راهب سينټ پال په څېر يو مسلمان صوفي عبدالکريم جيلي ( م – ۸۲۰ هـ) د حلول په اړه خپله ذاتي تجربه داسي بيانوي :
" ما خپل وجود له لاسه ورکړ بيا هغه ( الله ) زما له لوري په ما کي ځای پر ځای شو ، دا ډېر غوره عوض وو بلکي بعينه زه وم ، هغه زه وو او زه دی وم ، وجود مفرد وو چي د هغه لپاره هيڅ جګړه کوونکی نه وو ، زه له هغه سره په هغه کي پاتي شوم او زموږ له منځه توپير والووت بلکي زما ماضي ، حال او راتلونکې يوه غوندي شوه مګر ما خپل نفس بېل کړ او زموږ له منځه حجاب پورته شو ، زه د خپل خوب له نړۍ راووتم او ويده نه وم ، ما د حقيقت په سترګو په خپله حق وليد." ( انسان کامل ، ص ۱۰۸ )
فکر وکړئ ! ايا د يو عيسايي راهب او مسلمان صوفي د بيان په طرز او فکر کي کوم توپير شته؟.
... * ... * ...
په هندوستان کي هم دا نظريات خورا لرغونې تاريخچه لري. په هندوانو کي داسي خلکو ته چي په تنونو کي یې الله ننوزي اوتار وايي ، رام چندرجي او کرشن د دوئ اوتار دي چي دا خلک يې د الهي ذات حامل ګڼي .
مسلمانان هم د دې لارې لارويان دي :
وهی جو مستوی عرش تها خدا هوکر ... اتر پړا هی مدينه مین مصطفی هوکر
ژباړه : څوک چي د عرش مستوي وو هغه په مدينه کي د مصطفی په بڼه را څرګند شو.
... * ... * ...
همدا راز که د حلول د عقيدې په لټه د شيعه ګانو کتابونه وپلټو نو راته جوته به شي چي دا يوه نړۍ واله نظريه ده چي په هر دين او هر مذهب کي پلويان لري لکه څرنګه چي د علي کرم الله وجهه په اړه په دروغو داسي وايي:
" زه او محمد يو نور يو چي د الله له نوره پيدا شوی دی ، زه د الرجفې او اياتونو څښتن يم، زه هماغه يم چي وړانديني قومونه مي هلاک کړل ، زه هماغه ستر خبر يم چي په اړه یې خلک مختلف دي ، زه کتاب يم ، زه لوح محفوظ يم ، زه قرآن کريم ، زه محمد او محمد زه دی ، زموږ مړي نه مري او زموږ وژل شوي نه وژل کېږي ، نه زموږ اولاد کېږي او نه موږ د چا اولاده يو، نوح ما وژغوری ، د عيسی عليه السلام په ژبه په ماشومتوب کي ما خبرې وکړې ، ادم ، شيث، نوح ، ابراهيم ، اسماعيل ، موسی ، عيسی ، محمد او زه ټول يو ، زه خلک مړه کوم او ژوندي کوم ، زما له اولاده راتلونکي ټول امامان همداسي کوي لکه څرنګه چي موږ ټول يو شی يو نو له همدې کبله په هره زمانه کي راڅرګندېږو." ( زهر المعاني باب ۱۷ ، ص ۷۴ د عماد الدين ليکنه )
جعفر بن باقر څخه یې نقل کړی وايي :
" زه د الله نور يم ، په ماشومتوب کي د عيسی عليه السلام په ژبه ما خبرې وکړې او همداسي د پای تر کفرياتو ، له پورتنيو خبرو سره کوم توپير نه لري. " ( بيت الدعوة الاسلاميه ص ۱۰ )
راشد بن سنان السوري چي يو مشهور اسماعيلي رهبر دی له نوموړي دا قول نقل شوی:
" د نوح عليه السلام په زمانه کي زه را څرګند شوم او ټول مخلوق مي غرق کړ ، د ابراهيم عليه السلام په وخت کي زه پر درو ځايونو را څرګند شوم ما کښتۍ ډوبه کړه ، غلام مي وژغوری، دېوال ته مي تکيه ورکړه او ومي دراوی ، بيا زه د عيسی عليه السلام په بڼه را څرګند شوم ما په خپل بخښونکي لاس خپل بندګان د ګناهونو له دريابه را وویستل ، همداراز د شمعون په شکل راښکاره شوم ... الخ " ( اجزاء عن عقائد الاسماعيليه ، مطبوعه نيشنل پريس ۱۷۸۴ م )
دا روايات په څرګنده وايي چي دوئ د حلول او تناسخ عقيدې ته ژمن دي او د دوئ امام له الهي نور څخه پيدا شوی دی چي هيڅ ډول تغير او تبديل نه مني ، مګر هو ! دا نور په مختلفو ادوارو کي په مختلفو بڼو را څرګندېدی او يو نوی شکل يې غوره کاوی ، له هر نوي شخص سره دې څېرې نوی نوم خپلاوی ، کله ادم ، کله نوح ، کله ابراهيم ، کله موسی ، کله عيسی او کله هم د محمد په بڼه کي را ښکاره کېدی خو دا نور د خپل جوهر له لحاظه يو دی.
بعينه دې ته ورته عقائد صوفيان هم لري دوئ دا نور ازلي نور ګڼي چي کله يې د جوهر اصلي، که يې د محمدي حقيقت او کله یې د محمدي صورت په نومونو يادوي . حقيقت دادی چي کوم څه په مختلفو جسمونو او بېلابېلو وختونو کي حلول کوي او بيا د جسم په مناسبت نوی نوم اختياروي ، د زمانې او جسم له پلوه د هغه نوم بدلېږي را بدلېږي يو روح دی لکه چي عبدالکريم الجيلي وايي :
" اې سړيه ! الله دي ستا ساتنه وکړي پوه شه چي انسان کامل هغه قطب دی چي دا اسمان ورباندي ولاړ دی ، له پيله تر پايه تر ده د دې کائناتو وجود تړلی دی ، هغه له ابد الاباده نيولې تر اوسه يو دی . په بېلابېلو بڼو کي راڅرګندېږي مګر د لباس او جسم له پلوه یې نوم معين او ټاکلی وي ، کله چي لباس او جسم بدل شي نو نوم هم ورسره بدلېږي ددې ار نوم محمد ، کنيت يې ابو القاسم ، صفت يې عبدالله او لقب يې شمس الدين دی چي د مختلفو بڼو او جسمونو له کبله يې نومونه هم بېل او مختلف دي په هره زمانه کي په هماغه نوم يادېږي چي د ده له بڼې سره ورته والی لري . دا ټولي بڼې د محمد په سپېڅلي ذات کي راټولي شوې او همدا شکلونه يا بڼې زما په شيخ شرف الدين اسماعيل الجبرني کي راڅرګندې شوې ، زه نه پوهېدم چي دا نبي دی زما ګومان دا وو چي دا زما شيخ دی دا هغه نېکمرغه مشاهده ده چي ما په ( ۷۹۶ ) کي تر لاسه کړه . ما ته دا راز افشا شو چي دا نور په مختلفو بڼو څرګندېږي ، له همدې کبله که کوم څوک دا نور په محمدي بڼه تر لاسه کړي په هماغه شکل لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند پر مهال نو نوموړی يې په محمد نوموي ، مګر کله چي يې په يوه بل صورت کي ويني او پوهېږي چي دا هم محمد دی خو دی يې په هماغه نوم يادوي چي په کوم جسم کي دی ، دا نوم په حقيقت کي د محمدي صورت او محمدي حقیقت لپاره ويل کېږي . تاسو نه پوهېږئ چي کله رسول الله صلی الله عليه وسلم د شبلي په شکل کي را څرګند شو نو شبلي خپل شاګرد ته وويل: ( اشهد انی رسول الله ) يعني زه د دې شاهدي ورکوم چي د الله رسول يم. لکه څرنګه چي د ده شاګرد هم د معرفت څښتن وو نو ويې پېژاند او زياته یې کړه ( اشهد انک رسول الله) يعني زه شاهدي ورکوم چي ته د الله رسول يې ، دا يوه داسي خبره ده چي نه منونکي نه لري. د کشف تر ټولو وړه مرتبه داده چي يو انسان په ويښه هغه څه وويني چي په خوب کي يې ويني مګر د خوب او کشف تر منځ توپير شته . توپير يې دادی په خوب کي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په کوم صورت کي څرګندېږي په ويښه د دې صورت لپاره حقيقت محمدي لفظ نه شي استعمالېدای ځکه چيري چي د يو صورت تمثيل وي نو د هغه تعبير کېږي ، د حقيقت محمدي تعبير به هغه وخت کېږي چي کله په ويښه هماغه تصوير وويني . په کشف کي چي کله رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوه بل انسان په شکل کي را څرګند شي نو ته بايد هرو مرو د دې صورت لپاره د حقيقت محمدي لفظ استعمال کړې او ستا لپاره اړينه ده چي د هماغه سړي داسي درناوی وکړی لکه د رسول الله چي کوې ځکه ته د کشف په واسطه پوهېدلی يې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې بڼه څرګند شوی دی . په دې بڼه کي د رسول الله تر ظهور وروسته بايد ته له هغه سړي سره داسي چلند ونه کړې چي تر دې وړاندي دي ورسره کاوی . ته بايد پوه شې چي زه د تناسخ د عقيدې منونکی نه يم ، حاشا و کلا زما هيڅکله هم مطلب همدا نه دی بلکي رسول الله په خپله د دې اختياراتو څښتن دی چي هغه په هره بڼه کي څرګندېدای شي . د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کار اسلوب دادي چي هغه په هره زمانه کي د هغې زمانې په کامل شخص کي ظهور کوي څو يې مرتبه لوړه کړي او د خلکو پام ور واوړي چي په ظاهره دا خلک د رسول الله خلفاء او په اصل کي حقيقت محمدي وي ." (الانسان الکامل ۲ / ۷۴ ، ۷۵ د عبدالکريم الجيلي ليکنه )
همدا راز ډاکټر ابو العلاء العفيفي د ابن عربي پر کتاب " فصوص ابن عربي" په تفريع کولو ليکي :
" د اسلام له پيله د رسول الله د ازليت خبره مشهوره شوه يا په بدلو الفاظو ويلای شو چي د محمدي نور د ازليت خبره له پيله مسلمه پاتي شوې. تر ټولو وړاندي دا خبرې د شيعه ګانو له خولو راووتلې چي وروسته اهل سنتو هم اخذ کړې ، د دې خبرو د اثبات په لړ کي چي کوم احاديث وړاندي کېږي د حديثو د فني څېړونکو له لوري د موضوع (له ځانه جوړ شويو ) په کتار کي درول شوي دي ، يو څو بېلګي يې دادي. رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : (انا اول الناس فی الخلق ) د انسانيت په تخليق کي زه لومړی انسان يم . همدا راز ويل کېږي (اول ما خلق الله نوری ) تر ټولو وړاندي الله زما نور پيدا کړ. همدا راز ( کنت نبيا و آدم بين الماء والطين ) يعني زه هغه وخت هم نبي وم چي ادم تر لومړي خلقت تېر شوی وو او د اوبو و خټې تر منځ وو. له دې پرته نور هم ډېر احاديث شته چي دوئ پرې دا ثابتول غواړي چي تر ټول مخلوق وړاندي هم رسول الله وجود درلود، د رسول الله تر زماني وجود وړاندي دی په مختلفو بڼو کي موجود وو ، همدا راز دا چي د محمد وجود حادث نه بلکي قديم دی يعني فنا کېدونکی نه بلکي له ازله تر ابده دی چي دې ته نور محمدي هم ويل کېږي .
شيعه ګانو د نور محمدي په اړه بې شمېره اقوال نقل کړي دي لکه څرنګه چي دوئ دا باور لري چي دا محمدي نور په هره زمانه کي بېلابېلي بڼې خپلوي ، دا محمدي نور د ادم ، نوح ، ابراهيم ، موسی او نورو په شکل را څرګند شو چي په وروستيو کي نور محمدي د خاتم النبيين محمد په بڼه را ښکاره شو. دوئ غواړې په دې ثابته کړي چي وړانديني ټول انبياء د محمد د ذات مظهر وو ، که دا مفکوره په ژور نظر وڅېړل شي نو د عيسايت بوی ترې راځي.
د داسي خبرو بېلګي موږ د ابن عربي په کتابونو کي هم تر لاسه کولای شو ، ابن عربي د دې لپاره د کلمه محمديه ، حقيقت محمدیه او نور محمدي الفاظ استعمالوي . کله چي دی د کلمه محمديه لفظ وايي نو مراد یې محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم نه بلکي حقيقت محمديه وي چي نوموړی يې د کائناتو تر ټولو کامل شی ګڼي .
نور بيا ...
[color=green:3c036713ce][/color:3c036713ce]


وصيل پېروز
06.10.2011

په تېر پسي ...
تېري خبرې او لاسوندونه موږ ته راښيي چي د حلول او تناسخ عقيده يوازي په تصوف کي نه بلکي په شيعيت ، يهوديت او عيسايت کي هم موندل کېدای شي بلکي بې ځايه به نه وي چي ووايو صوفيانو خپل اکثره عقائد له شيعه وو کافي ( نقل ) کړي دي ، د تصوف او شيعيت مشهور څېړونکی شهيد احسان الهي ظهير رحمه الله هم په دې اند دی او نوموړي په خپل کتاب کي د دې حقيقت په سپيناوي کي خورا کره دلايل راوړي دي چي پورتني ډېری اقتباسات د ده له کتاب (تصوف تاريخ او عقايد ) څخه اخيستل شوي دي .
اوس غواړم دا عقيده په خپله له صوفيانه عينکو وارزوو چي دوئ پر دې لاره په سفر کي تر کومه ځايه اسلامي اصولو ته ژمن پاتېږي .
[color=green:d19cb9f151]منصور حلاج او د حلول عقيده :- [/color:d19cb9f151]
د ( شريعت او طريقت ) نومي کتاب ليکوال عبدالرحمن کيلاني رحمه الله هم په دې اند دی چي د صوفيانو د عقايدو ماخذ او سرچينه شيعيت دی نوموړی د حسين بن منصور حلاج د پېژندنې او نظريې د تشرېح په لړ کي کښلي :
" د عبدالله بن سبا دا عقيده د ده له پيروانو نصيريه ، کيسانيه ، قرامطيه او باطنيه څخه په نقل صوفيانو ته ولېږدول شوه ، حسين بن منصور حلاج ( مړينه ۳۰۹ هـ) د دې عقيدې د سر سړی ګڼل کېږي ، تر ده وړاندي هم داسي خلک تېر شوي چي د ده هم نظره وو مګر خپله عقيده يا نظريه يې پټه ساتله ، دې عقيدې ( حلول ) هغه وخت شهرت تر لاسه کړ چي منصور حلاج په ډاګه دعوه وکړه چي الله په ده کي حلول کړی دی ." ( شريعت و طريقت ص ۶۸ )
له همدې کبله منصور حلاج د انا الحق ناره اوچته کړه ، د نوموړي له ځينو اشعارو په ډاګيز ډول څرګندېږي چي دی په دې اړه له هر راز حقايقو خبر وو او پوهېدی چي د ده دا دعوه له اسلامي اصولو سره سر نه خوري مګر بيا هم د شريعت بر خلاف د طريقت دې ستر لاروي خپله تګلاره خوشي نه کړه .
نوموړی په خپلو اشعارو کي وايي :
عقد الخلائق فی الاله عقائد
وانا اعتقدت جميع ما اعتقدوا
کفرت بدين الله والکفر واجب
لدی وعند المسلمين قبيح
ژباړه : د الله په اړه خلک د بېلابېلو ګروهو منونکي دي زه ټول هغه څه منم چي دوئ يې مني ، مګر زه د الله په دين کفر کوم او کفر زما لپاره واجب دی ، په داسي حال کي چي دا کار د مسلمانانو په اند ډېر ناوړه دی .
د حلاج لانديني اشعار بېخي مشهور دي :
سبحان من اظهر ناسوته
سر سنا لاهوته المثاقب
ثم بدا فی خلقه ظاهرا
فی صورة الاکل والشارب
حتی لقد عاينه خلقه
کلحظة الحاجب بالحاجب
ژباړه : هغه ذات پاک دی چا چي خپل بنده (حسين بن منصور حلاج ) د لاهوتي ثاقب د رڼا راز کړ او څرګند يې کړ . وروسته دی په خپل مخلوق کي د يو څښونکي او خوړونکي په بڼه را څر ګند شو . تر دې چي د ده مخلوق داسي وليد لکه يو ليدونکی چي بل ليدونکی ويني .
( تاريخ بغداد للخطيب بغدادي ۸ / ۱۲۹ )
حسين بن منصور حلاج د ځان په اړه له دينه د ارتداد او کفر ټاپه په خپله پر ځان وهلې نور نو دې ته اړتيا نه شته چي موږ يې کارونه او کړنې هغه څه وبولو لکه صوفيان چي يې ګڼي ، بلکي د صوفيانو بر خلاف حسين بن منصور حلاج په ډاګيز ډول وايي چي زه الهي دين نه منم او دا نه منل زما لپاره خورا اړين دي .
اوس دي د عقل او هوښ خاوندان د شريعت په رڼا کي دا پرېکړه وکړي چي ايا يو داسي سړی مسلمان بلل به ګناه نه وي؟؟؟.
مګر صوفيان بيا هم په ډېري سپين سترګۍ پر دې حقايقو خاورې اړوي او د ده په ستاينه کي کاږي :
روا با شد انا الحق از درختی * چرا نه بود روا از نيک بختی
يادونه :- دلته چي په کومې کړنې دليل نيول شوی دی هغه هم حقيقت نه لري او د یوه صوفيانه فکر زېږنده يې بللای شو.
[color=green:d19cb9f151]عبدالکريم جيلي او د حلول ګروهه :- [/color:d19cb9f151]
د ( الانسان الکامل ) نومي کتاب ليکوال او مشهور متصوف شخصيت عبدالکريم الجيلي (مړينه ۸۲۰ هـ) په خپل همدې کتاب کي د ( د سمع تجلی صفت ) تر عنوان لاندي د دې کفري عقيدې د اثبات لپاره له قرآن څخه دلايل ويلي او تر همدې عنوان لاندي داسي کاږي :
" او د دې ( د سمع حقيقت) په تجلی الله له خپلو ځينو بندګانو سره له حجاب پرته خبرې کوي او ځيني کلام کوونکي بيا داسي دي چي حقيقي ذات ( الله ) له هغوئ سره د دوئ له نفسه راز شريکوي ، بيا هغه بنده له کوم جهت او جارحه (غوږو) پرته خبرې اوري او د کلام دا اورېدنه يې له خپل کليت سره وي نه له غوږو. بيا هغه ته ويل کېږي چي ته زما حبيب يې ، ته زما محبوب يې ، ته مراد يې ، ته په عبادت کي زما مخ يې ، ته مقصد اسنی او مقصد اعلی يې ، په اسرار کي ته زما سر ، په انوارو کي ته زما نور، زما سترګه ، زما ښکلا ، زما ښايست ، زما کمال ، زما اسم ، زما ذات ، زما نعمت ، زما صفات يې او زه ستا نوم ، ستا رسم ، ستا نښه يم ، ته د موجوداتو خلاصه او حدوث ومقصود يې ، ته زما شهود لور ته را نژدې کېږي، زه په خپل وجود تا ته نژدې کېږم ، ته لرې نه يې ، بيا نه زه هماغه يم لکه ويلي چي مي ( نحن اقرب اليه من حبل الوريد يعني موږ ده ته د غاړې ترګ هم ډېر ور لنډ يو ) د عبد په نوم مه مقيد کېږه (يعني اوس تا ته زما د بنده پاتي کېدلو اړتيا نه شته ) که رب نه وای بنده به هم نه وو ، تا زه ظاهر کړم لکه ما چي ته ظاهر کړې که ستا عبوديت نه وای نو زما ربوبيت به هم نه وای څرګند شوی ، تا زه وپنځولم لکه ما چي ته وپنځولې نو که ستا وجود نه وای زما وجود به هم نه وو." (الانسان الکامل ص ۱۱۳ )
د اسرارو او رموزو په ژبه د (نحن اقرب اليه من حبل الوريد) تر تشرېح لوستلو وروسته ديو شاعر دا بيتونه را يادېږي :
من تو شدم تو من شدی من جان شدم تو تن شدی
تا کس نه گويد بعد ازان من ديگرم تو ديگری
نور بيا ...


وزیري
13.10.2011

محترم پیروزجانه، السلام علیکم

محترما! چون ستاسو مطالعه په تصوف کی له مانه زیاته ده نو یوه پوښتنه لرم هیله ده چی د تصوف یا نورو کتابونو په رڼا کی یی راته ځواب کړی. کوشش وکړی چی خپل نظر نه بلکی ددوی دلایل راته په ګوته کړی.
پوښتنه خو دا ده چی د چشتیه شریفی پیروان قوالي کوی کوم چی ساز او سرود لری. دوی دا ساز او سرود په کومو دلایلو روا بولی؟ حتما به دوی یوڅه دلایل لری اګر که ضعیفه او یا بالکل ناچیزه هم وی خو یو دلیل خو به لری.

والسلام



ع کريم حليمي
25.10.2011

سلام علیکم و رحمة الله
[quote:a57dbc6021] د چشتیه شریفی پیروان قوالي کوی کوم چی ساز او سرود لری. دوی دا ساز او سرود په کومو دلایلو روا بولی؟[/quote:a57dbc6021]
ولي چه:صریح دحرمت آیه ئې په قرآن کښي نشته، هو !‌‌‌‌‌‌‌‌‌له "لهو الحدیث"
او "قول الزور" نه اجتناب لازم دی ، او دا دوه مفهومه (لهو الحدیث ، الزور ) خورا وسیع دي ، چه مفهوم ئې ور محدود کړو نو د ساز او آواز معنا ورکوي‌
شیخ عادل الكلباني فتوا ورکړه چه موسیفي نده حرامه ، د مکې شریفي د جمعې د ورځي خطب ؤ ، د فتوا په سبب ئې خطابت د لاس ورکړو

درنښت


شبيراحمد
25.10.2011

پېروز صيب داويب سايټ خودي داسي پوچ اوپاش وايي.
دانه پوهېږم کوم اهل حديث دي اوکوم ډول مسلمانان دي؟
http://islamiyat.tk/mazameen/Hanfiyat/MuttaJaiz.htm
دلته فتاوی عالمګيري ويلي چې که ښځه اوسړی تريوې داسي معيني مودې پوري
چې ترهغې مودې پوري ددوئ ژوندي پاتي کېدل ممکن نه وي نونکاح يې سره کېږي.
اودوئ داسي مطلق تعبيرکړي چې حنفيان وايي متع رواده.
ياره داخووالله که ديونېک مسلمان کاروي ته پکي څه وايي؟؟؟
اياستاسوټولي نيوکي دې ته ورته نه دي؟؟؟
اياپه تاسودپاکوستان داهل حديثوچې په اصل کي له دې دعوی سره هيڅ برابري نه لري
تاثيرنه دی پرېوتی؟؟؟


وصيل پېروز
25.10.2011

[quote:97924603eb="شبيراحمد"]
پېروز صيب داويب سايټ خودي داسي پوچ اوپاش وايي.
دانه پوهېږم کوم اهل حديث دي اوکوم ډول مسلمانان دي؟
http://islamiyat.tk/mazameen/Hanfiyat/MuttaJaiz.htm
دلته فتاوی عالمګيري ويلي چې که ښځه اوسړی تريوې داسي معيني مودې پوري
چې ترهغې مودې پوري ددوئ ژوندي پاتي کېدل ممکن نه وي نونکاح يې سره کېږي.
اودوئ داسي مطلق تعبيرکړي چې حنفيان وايي متع رواده.
[/quote:97924603eb]
ښاغلی شبير احمد ! ښه راغلاست
پورتنی سايټ نه پوهېږم د چا له لوري او څه لپاره فعاليت کوي ؟.
دا پوښتنه ستاسو په څېر زما لپاره هم مبهمه ده .
مګر ستاسو دا خبره نه درسره منم چي د ويب سايټ د خپرونو مسئوليت مو ماته راجع کړی او غواړې د ويب پاڼې د مطبوعاتي پاليسۍ په اړه ما وپوښتې زه يې يوازي د هغه لينک مسئوليت له دې وجې منم چي ما استدلال پرې نيولی دی دا موضوع به لا ښايي ستاسو لپاره پوره نه وي روښانه غواړم د دې پېښي تاريخي شاليد ته راوسپړم ، غوږ شه !
بحث پر دې روان دی چي تصوف څومره له اسلام او اسلامي عقايدو سره سر خوري د همدې بحث په دوران کي وحدة الوجود ته ورسېدو او فاضل صاحب پر دې اعتراض وکړ چي د وحدة الوجود تعريف داسي نه دی لکه تاسو چي يې کوئ ما د يو شمېر نورو حوالو تر څنګ د همدې ويب پاڼې د هغې برخې لينک هم ورکړ چي د وحدة الوجود تعريفونه پکي شوي وو او په دې اړه د ديوبندي ډلې کتابونو ته حوالې ورکول شوې وې ان ځيني خو يې سکين شوي وو .
له همدې کبله مي د دې سايټ لينک له ښاغلي فاضل سره شريک کړ څو له نوموړي سره د وحدة الوجود په تعريف کي مرسته وکړي او وپوهېږي چي په دې اړه زما کړی تعريف غلط نه بلکي د صوفيانو له اند سره بالکل سم دی .
نور دا چي ويب پاڼه څه خپروي ، څه وايي او د چا له لوري خپرېږي ؟ دا پوښتنې د ويب پانې له مسئولينو وکړه ځکه زه له دې کسانو سره نه هيڅ ډول تړاو لرم ، نه يې له پاليسۍ دفاع کوم او نه يې د دعوت تګلاره تائيدوم .
دا چي دوئ پر حنيفي فقهې ردونه کړي او د عالمګيري د متن په سيي فهم کي تېروتي دي نو په دې اړه هم له دوئ سره خپل نظر شريک کړه ځکه لکه وړاندي چي مي وويل د دې ويب پاڼې د يوې برخې مسئوليت ته له دې وجې اوږه ورکوم چي ما يې د هغې برخې لينک د وحدة الوجود د تعريف په لړ کي د يو لاسوند په توګه راوړی وو ، نور ورسره نه تړاو نه لرم او نه مي تر اوسه له همدې مطلب پرته څه پکي لوستي دي .
[quote:97924603eb="شبيراحمد"]
ياره داخووالله که ديونېک مسلمان کاروي ته پکي څه وايي؟؟؟
[/quote:97924603eb]
زه نه شم ويلای چي دوئ د کوم دليل له مخې دې چارو ته ملا تړلې تاسو نيوکه پرې کوئ له همدې کبله دا قضاوت تاسو ته سپارو چي نېک مسلمانان دي او که بد .
[quote:97924603eb="شبيراحمد"]
اياستاسوټولي نيوکي دې ته ورته نه دي؟؟؟
[/quote:97924603eb]
زما ؟
که زما نيوکې دې ته ورته دي نو لطفا يوه وړه بېلګه يې راته بيان کړئ ايا په ليکنو کي مي تېروتنې کړې؟
ايا له سرچينو د صحيح فهم په اخيستلو کي خطا شوی يم؟
او يا که مي نيوکې و ليکنې نوري نيمګړتياوې لري؟
لطفا که زما نيوکې او نظرونه بې ځايه وي نو په دې حقيقت موږ هم وپوهي مګر که دا هسي د ځان ژغورلو يوه لار درته ښکاري نو بيا ستاسو دا پورتنۍ خبرې درسره تائيدوم ځکه ما ليدلي او وينم چي ځيني خلک په همدې خبرو د بحث اصل موضوع بدلوي او غواړي په داسي اوتو بوتو سره ځان د بحث له اصلي محوري ټکي بدل کړي ځکه پوهېږی چي د بحث پر محوري ټکي بحث د ده لپاره د ګټې پر ځای زيان لري .
که تاسو د همدې بحث په اړه زما ليکنې سيي نه بولئ نو موږ هم پوه کړئ چي په کوم ځای کي تېروتي يو او بايد څه وکړو؟.
مګر يوه خبره له ياده مه باسئ چي خبره به يوازي د دليل وي ځکه د هر چا او هر سړي خبرې موږ ته د منلو نه دي .
[quote:97924603eb="شبيراحمد"]
اياپه تاسودپاکوستان داهل حديثوچې په اصل کي له دې دعوی سره هيڅ برابري نه لري
تاثيرنه دی پرېوتی؟؟؟
[/quote:97924603eb]
که د يو چا د نظرياتو په اړه پوښتنې وکړو او غواړو يوې و بلې ډلې ته يې منسوب کړو نو کولای شو چي ستاسو نظر هم يوې خاصې ډلې او خاصې فرقې ته منسوب کړو مګر دا کار نه يوازي دا چي بد بېنۍ زياتوي نوره هيڅ ګټه نه لري . دا چي زه څوک يم ، د دې رايې په اړه له چا متاثره يم دا داسي پوښتنې دي چي زه يې په ځواب کي له دې پرته هيڅ نه وايم چي زما نظر هغه دی چي قرآن او حديث يې وايي .
که ما د قرآن او حديث مخالفه خبره کړې وي نو تيار يم چي د دليل له مخې ترې تېر شم مګر دا نه درسره منم چي زه له ډلو ډلبازيو سره تړاو لرم ، يا د يوې معينې فرقې له تګلارې اغېزمن يم زه په ډېرو مواردو کي له اهل حديثو سره مخالفت لرم او ستاسو د خبرې په څېر لومړی د همدې نوم په اړه توافق نه ورسره لرم نو څرنګه بيا ځيني خلک دا تور لګوي چي تاسو له دې او يا له دې نظرياتو اغېزمن ياست؟.
که ځينو وړو مسئلو ته توجو وکړو نو کولای شو چي په خلکو کي داسي اوصاف او يا په ډلو کي داسي ځانګړتياوې ومومو چي په بله ډله او يا شخص کي به هم موندل کېدای شي مګر موږ نه شو ويلای چي دا سړی او يا دا ډله له دې فلاني سړي او دې فلانۍ ډلې اغېزمنه ده .
په مينه او درنښت


شبيراحمد
26.10.2011

پېروزصاحب دومره اوږده ليکنه موکړي چې زه پرې لږلږراتېرشوم
که رښتياووايم اوږدې ليکني ته مي زړه تنګېږي نومي ځکه ستاسودليکني مقصودي ټکي
ولوستل.
نوګرانه ! کله چې تاسوددې پاڼي په اړه معلومات نه لرئ چې دچاله خوااودڅه له پاره چلول
کېږي اوپه دې يې هم نه ياست خبرچې ولي يې دحنفيت پسي دنه زغم وړبې ځایه، بې دليله
اوبې حقيقته نيوکي کړي اوپه دې چاره يې نه پوهېږئ نو په نوروموضوعاتوکي يې ولي
ددليل په توګه وړاندي کوئ.
اياتاسويې هغه ستاسورااخستل شوي ددليل ځايونه دې ته ورته نه ګڼئ چې مايې يادونه کړي؟
زه بحث په بله نه ولم اونه مي داچلونه زده دي مايوازي ستاسوله پاره يادونه کړي چې که
تاسوپه توصوف پسي هرڅوبدوواياست هيڅ به ورته ونه رسوئ، زماموخه تاسوته
دايادونه هم وه چې په ليکنوکي ددې ويب سايټونوددليل په توګه له راوړلوتېرشه ځکه چې
داخوراله کچي وتلي خلک دي، تاسوته ترماښه معلومه ده چې مذهب دګردي نړۍ علماء مني
خودغه دپاکوستان اهل حديث ( اهل حديث بېخي دي نه ) له يوې مخي دمذهب خلاف دي.
که تاسوله دوئ نه ياست نوچې څه ليکئ هغه وليکئ خوداخبره يادولره چې هيڅ به هم ترګورت نه کړئ.

مننه


۰
27.10.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ګرانو ورونو وصیل پیروز صیب او شبیر احمد صیب نیکي هیلي مي ومنئ
ورونو تاسو هسي په نه څه خبره ځانونه ستړي کړي دا تصوف په دومره خبرو نه ارزي ځکه چي تصوف یو غیر اسلامي کار دی چي د منطق په شان دا هم په مسلمانانو کي د نورو ادیانو لخوا ور ننوتي وو او پکي رواج شوي وو نو دا دهغه زماني یو مود او فیشن وو نه بل شئ.
اوس دا کار له موده غورځیدلی او هسي هم اوس څوک شوق نه وسره لري اوس اکثره خلک د شریعت مطابق کارونه خوښوي او دا خو نو صوفیان هم مني چي تصوف شریعت نه دی او چي شریعت نه دی تیرشئ ورنه نوم دي ورک شي څه پري کوی هسي پري خپل ماغزه مه خرابوئ او مه پري د خلکو سرونه خوږوئ چیرته د شریعت خبره وکړئ چي خلک هم تري مستفید شي او تاسو ته هم الله اجر در کړي دا نو څه شي شو صوفیت دی او تصوف دی او دا دی او هآآآآآغه دي تیر شی ددي فرسوده فیشن نه او دالله دین او محمدي شریعت ته منقادشئ.
والسلام علیکم ورحمةالله


وصيل پېروز
04.11.2011

په تېر پسي ...
[color=cyan:69560921ae]حلول معين او حلول مطلق :- [/color:69560921ae]
ورو – ورو صوفيانه افکارو د ترقۍ پوړۍ ووهلې او صوفيانه افکارو د خپلې ارتقا په لړ کي د حلول په اړه دا عقيده خپله کړه چي تر يوې مشخصې هستۍ د دې عقيدې قيدول ضروري نه دي بلکي حلول په هر سړي کي کېدلای شي چي دې ته یې د حلول مطلق نوم ورکړ.
د حلول مطلق له منونکو يو هم عبدالکريم جيلي دی ، نوموړی د خپلې دې نظريې د اثبات په لړ کي دعوه کوي او کاږي :
" په قل هوالله احد کي د هو ضمير مرجع په قل کي مستتر ضمير انت دی او له دې انسان کامل يا هم رسول الله صلی الله عليه وسلم مراد دی".
د دې بې بنسټې خبرې ماخذ په حقيقت کي د ابن عربي دا وينا ده ( سبحن من اظهر الاشياء وهو عينها ) يعني هغه ذات پاک دی چا چي شيانو ته د ظهور جامه ور واغوستله . له دې يې مراد دادي چي د اشياوو ذات يو دی .
عبدالکريم الجيلي په دې اند دی چي " عيسايان د حلول پر بنا نه دي کافران شوي بلکي د هغوئ د کفر وجه داده چي هغوئ عام شيان پرېښودل حلول يې يوازي تر مسيح عليه السلام پوري ځانګړی کړ که يې د الله حلول په هر څه کي منلی وای کافران شوي به نه وو."
[color=cyan:69560921ae] نوي – نوي خدايان :-[/color:69560921ae]

د اتحاد او حلول د عقائدو څرګند ملاتړ دا ګټه وکړه چي د راتلونکي زمانې په بېلابېلو دورونو کي نوي – نوي خدايان را پيدا شول او د دوئ خدايي ته هم د استحسان په نظر کتل کېږي ، دلته د يوولسمې پېړۍ د يوه بل خدای او د هغه د پايلې يادونه کوو.
د ( حديقة الاولياء) نومي کتاب ليکوال مفتي غلام سرور په خپل همدې کتاب ( ۱۹۷ ) پاڼه کي د حکيم سرمد دهلوي مقتول په اړه کاږي :
" دا بزرګ د جذب ، سکر ، مستی ، استغراق ، عشق او مينې څښتن وو ، لومړی يهودي وو او تورات به يې په مينه لوست وروسته يې اسلام راووړ او د ظاهري علوم زده کړې يې وکړې مګر ناڅاپه د عشق ملکې پرې وزرونه وغوړل او پر يوه هندو هلک مين شو تر ډېري مودې د هماغه د مينې په دام کي نښتی وو ، وروسته د حقيقي معشوق په ميني کي دومره ډوب شو چي ... او دی به بې هوښه او په ببر سر کله په بازارونو کله هم په ځنګلونو کي ګرزېد ، په همدې کي داسي حالت پرې راغی چي :
من خدايم من خدايم من خدا
کله چي د نوموړي د دې حالت په اړه علماوو ته څرک ولګېد نو د اورنګ زېب عالمګير په دربار کي يې په حاضرولو د ده د مرګ غوښتنه وکړه چي په ( ۱۷۰ هـ) کي د پاچا په حکم ووژل شو."
[color=cyan:69560921ae] د حلول د عقيدې رواني څېړنه :-[/color:69560921ae]
که د لږ وخت لپاره له فکر او تفکر سره تم شو او پر دې غور وکړو چي په دې نړۍ کي زموږ له "موږ" سره کومه اړيکه لري؟ نو د دې پوښتنې ځواب به هرو مرو نفې تر لاسه کړو ځکه په دې نړۍ کي زموږ له موږ سره هيڅ ډول اړيکه نه شته ، هيڅ شی هم زموږ خپل شی نه دی يعني دا جسم ، دا روح او دا ژوند ټول د بل امانت دي ، مراد مو د همدې کائناتو د رب امانت دی چي زموږ له خوښې پرته يې راکړ او زموږ له خوښې پرته یې بېرته راڅخه اخلي مګر که پر ذهن لږ نور زور هم راوړو نو څرګنده به شي چي يوازي دوه شيان داسي دي چي موږ يې خپل ګڼلای شو هو ! زموږ خپل ... يعني اراده او اختيار دوه داسي شيان دي چي يوازي او يوازي موږ ته اړ دي او موږ بشپړ کنټرول پرې لرو. تاسو به اورېدلي وي چي کله دوه مين يو بل ته د خپلې بې کچې مينې څرګندونه کوي نو مين خپلې محبوبې ته همدا الفاظ وايي چي زه تا ته خپل روح هم درکولای شم مګر دا خبره د عقل هم مخالفه معلومېږي ځکه که يو شی ستا نه وي نو ته يې څرنګه ضائع کولای شې؟ موږ وړاندي يادونه وکړه چي دا روح زموږ خپل نه بلکي د بل امانت دی نو موږ يې څرنګه دا ډول ضائع کولای شو؟.
نه ! هيڅکله هم نه دا به تر ټولو ستر خيانت او بې وفايي وي چي يو څوک تا ته امانت وسپاري او ته يې په داسي ډول ضائع کړې !!! مګر هو ! کوم شيان چي ستا خپل دي ته یې پر بل قربانولای هم شې . ته کولای شې چي د يو چا لپاره خپله اراده او اختيار قربان کړې مګر چا ته روح ورکول د روح له اصلي ورکوونکي سره سخته بې وفايي ده ځکه کله چی يو شی له يوې مخې زموږ نه وي نو موږ یې څرنګه پر بل قربانولای شو؟ البته خپله اراده او اختيار له کوم تزلزل پرته د بل چا لپاره قربانولای شو ځکه دا شيان زموږ ذاتي دي ... د خپل اختيار او ارادې قربانول کومه اسانه خبره نه ده بلکي غرور وژل کېږي ، د ځان پالنې جنازه وزي او انسان د بل غلامۍ ته اړ کېږي ... مګر هو ! که د همدې دوو شيانو قرباني د کائناتو د رب په لار کي ورکړل شي نو دا د هوښيارۍ او دانايي يو داسي عمل دی چي سيال موندل يې ناشونی کار دی . کله چي موږ د خپل رب د رضا په هدف خپله اراده او اختيار خوشي کړو نو يقينا د خپل رب قربت او رضا تر لاسه کولای شو ځکه موږ چي کله د خپل رب د رضا په هدف د بدۍ او ګناهونو ټولي ارادې او اختيارات پرېږدو نو يقيناً د خپل رب رضا او دوستي به مو تر لاسه کړې وي ... دلته به د يوه مشهور قدسي حديث يادونه بې ځايه نه وي .
مفهوم يې داسي دی :
" بنده چي کله د خپل رب نژدېکت تر لاسه کوي نو الله د خپل بنده لاس ، پښې ، سترګه ، ژبه او غوږونه ګرزي ."
دلته د لاس ، پښې ، سترګې او غوږ کېدلو مطلب هيڅکله دا نه دی چي هغه ذات په بنده کي حلول کوي ، داسي عقيده ساتل څرګند کفر دی چي خالق په مخلوق کي حلول کوي . د دې عقيدې بنسټ تر ټولو وړاندي د ايران لادين صوفي منصور حلاج په لاس کښېښودل شو ، دا اصطلاح هم د نوموړي خپل نوښت دی چي له اسلام سره هيڅ اړيکه او تعلق نه لري ځکه د ولايت اصل مقام د خپل رب د رضا په وړاندي د خپلې ارادې او رضا قربانول دي يعني په بشپړه توګه ځان د رب په وړاندي تسليمول . ولايت په حقيقت کي د دې لپاره دی چي ولي د الله دوست وي او هغه هم داسي دوستي چي يو دوست د خپل دوست د خوښۍ په هدف خپلې ټولې ارادې او اختيارات قربانوي څو د خپل دوست خوښي او رضا تر لاسه کړي او کله چي د خپل دوست خوښي لاس ته راوړي نو ټول وخت يې تابع او پيرو وي او د امر له سرغړونې و نافرمانۍ يې تل لرې اوسي مګر دلته دا څرګنده شوه چي د ده وجود او د ده د دوست وجود په هر حال کي دوه بېل اجسام دي نه يو ... ځکه موږ هيڅکله نه شو ويلای چي فلانی سړی د فلاني پير ډېر تابع دی او فلانی پير او مريد دواړه يو تن دي بلکي دا به دوه بېل اجسام ګڼو ... نو همدا فرق د خالق او مخلوق تر منځ هم دی ، کله چي موږ د پير او مريد جسم يو نه ګڼو نود الله او بنده تر منځ توپير ته ولي پام نه کوو او هېروو يې؟ ، د غلام او بادار تر منځ شته توپير ولي هېرېږي يعني بادار تل د يو بادار حيثيت لري او غلام تل د يو غلام نه بادار غلام کېدلای شي او نه غلام بادار کېدلای شي ...
دا هماغه توپير دی چي منصور يې په پېژندلو کي پاتي راغی او خالق و مخلوق يې يو وګڼل ، که خالق و مخلوق يو وبلل شي نو د رياضت او عبادت ټولي هڅې بې ځايه او خوشي بلل کېدای شي ځکه د مخلوق دنده يوازي داده چي د خپل خالق رضا او نژدېکت لاس ته راوړي نه دا چي په خپله خالق وګرزي . تاسو چي د پير او مريد جسم يو نه شئ ګڼلای نو خالق او مخلوق څرنګه يو بللای شو؟.
دا ټول کائنات د خالق او مخلوق تر منځ د امتياز تر احسان لاندي دي که د خالق او مخلوق تر منځ امتياز له منځه يو وړل شي نو د دې کائناتو د وجود هدف به څه وي؟. معاذ الله ! دا خو بيا يوه ډرامه ده چي د خالق او مخلوق تر منځ هيڅ توپير نه شته نو بيا د سزا او جزا تعين ، د جنت او دوزخ وجود او هر څه بې هدفه او لايعني ګرزي .
نو ولايت دې ته ويل کېږي چي د خپل رب د خوښۍ او رضا په وړاندي خپلې ټولي ارادې او اختيارات پرېښودل شي او کله چي د رب خوښي تر لاسه شي نو بيا د دې خبرې چي الله د انسان تر قربت وروسته د هغه غوږ ، سترګې ، ژبه ، لاس او... ګرزي مطلب دا راوزي چي زموږ په پښو ، لاسونو ، سترګو او غوږونو کي هغه يو داسي ځواک پنځوي چي له هغه به د ده د خوښې بر خلاف عمل صادر نه شي بلکي موږ به سر تر پايه د ده د اطاعت او پيروۍ يوه مجسمه وګرزو.
د پورتنۍ کرښو له ليکلو مي ار هدف او مقصد دا وو چي د صوفيانو د دې شک او شبهې ځواب په عقلي ډول ورکول شي ، که د دې پوښتنې او دې حقيقت د سپړنې په خاطر چي ايا الله او انسان يو کېدای شي نصوص وپلټو نو راته جوته به شي چي دا هسي يوه افسانه او د بې عقلو انسانانو د هغو فکرونو زېږنده فلسفه ده چي يا خو شيطان پرې بشپړ تسلط درلودی او يا يې هم د ماديت په خاطر دا ډنډورې غږولې . په دې لړ کي د دوئ پورتنی لاسوند يا دليل که له يوې خوا د حديثو د علماوو له لوري ضعيف بلل شوی نو له بل پلوه پورتنی عقلي ځواب هم ورکول کېدای شي مګر که د اصولو له مخې دا حديث و ارزوو نو په سند کی يې يو شمېر داسي راويان دي چي ډول - ډول تورونه پرې لګېدلي او د دې حديث په اړه د هغوئ روايت تر تنقيدونو لاندي دی ، په دې اړه به وروسته ان شاء الله خبرې وکړو .
نور بيا ...
په مينه او درنښت
پېروز


تصوف د حقيقت په پلوشو کي / نهمه برخه

وصيل پېروز
05.12.2011

وړاندي مو د تصوف له بنسټيزو اصولو د حلول او تناسخ نظريه تر يو حده وڅېړله او د يو لړ اسنادو په رڼا کي مو دې خبرې ته د حقيقت جامه ور واغوسته چي د حلول او تناسخ صوفيانه نظريات اسلام نه بلکي له نورو غير اسلامي مفکورو اسلام ته راوړل شوي هغه مواد دي چي مسلمان امت يې په عقيدوي مبارزه کي له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان کړی دی .
اوس د صوفيانه اصولو دويم اصل ته راځو ، په دې بحث کي به ان شاء الله د وحدت الوجود نظريه له اسلامي او غير اسلامي ليدلورو ارزوو او هڅه به وکړم چي په دې اړه د نامسلمانانو نظريات هم نقل کړم څو د وحدت الوجود په تشرېح او تفسير کي له خلکو پټ شوی حقيقت را څرګند کړای شم . په دې اړه به ان شاء الله د په نوم مسلمانو صوفيانو له اقوالو هم تېر نه شو بلکي په اسلامي ټولنه کي د دې نظريې د بنسټګر ابن عربي هغه اقوال چي له وحدت الوجود سره يو ډول نه يو ډول اړيکه لري ځای پر ځای نقل کړم .
لومړی به دې ته راشو چي وحدت الوجود څه ته ويل کېږي ، په کومو مذهبونو يا دينونو کي ځای لري او په اسلام کي يې څرنګه رسوخ وموند؟.
وحدت الوجود دې ته ويل کېږي چي د کائناتو هره ذره د کائناتو له غوړېدلو برخو يوه حصه ده ، هيڅ شی له يوه بله بېل نه دي بلکي په ټولو کي بشپړ وحدت موندل کېږي ګويا خدای له کائناتو سره داسي اړيکه لري چي له يوه بله بېل نه شي بلل کېدای . يا په نورو الفاظو د مادې محدوده نړۍ له الله پرته هيڅ مستقل يا خپلواک وجود نه لري ، " همه اوست " د دې مفکورې دويم نوم دی . د دې نظريې ار هدف دا دی څو وښيي چي الله هر څه او هر څه الله دی ، دا کائنات له الله پرته هيڅ دي بلکي دا کائنات الله او الله دا کائنات دی .
د وحدت الوجود منونکي دا نظريه په يوه بېلګه سره داسي تشرېح کوي :
دا کائنات يو څپاند سمندر دی چي هر وخت پکي څپې او موجونه راځي او بيرته پکي ورکېږي ، همدا حال په دې کائناتو کي د پېښېدونکو پېښو دی هره شېبه نوي - نوي شيان رامنځ ته کېږي او بيرته پکي ډوبېږي .
د نړۍ هيڅ داسي مذهب يا دين نه شته چي د " همه اوست " دا نظريه پکي په يو ډول نه يو ډول وجود ونه لري ، په هندوانو کي د دې عقيدې ستر علمبردار ( شنکر اچاريه ) دی . په هندوانو کي د دې عقيدې ثبوت د ( اپنشد ) نومي ديني کتاب له لاندينيو کرښو کېدای شي :
" ( اې پر حق ذاته ! ) ته اور يې
ته لمر يې ،
ته هوا يې ،
ته سپوږمۍ يې ،
ته له ستورو روڼ اسمان يې ،
ته برهمن اعظم يې ،
ته اوبه يې ،
ته په حقيقت کي د دې ټولو پنځوونکی يې . ( اُپ نشد د سوامي ديانند ژباړه )
د هندوانو يوه ډله ( جين مت ) د کائناتو هر شی خدای ګڼي ، له همدې کبله يهودان د قدرت د مظاهرو لکه لمر ، سپوږمۍ ، ستوی ، ونه ، ډبره ... هر شی رب ګڼي او د خپلو بتانو تر څنګ يې لمانځنه يا عبادت کوي . دوئ د " همه اوست " پر ځای د وحدت الوجود لپاره بېله اصطلاح يعني " هر مين هر " استعمالوي .
په دې ځای کي بده نه ګڼم چي له بهګت ( هندو صوفي ) سره د يوه مسلمان موحد امير حمزه د هغې مرکې پښتو ژباړه وړاندي کړم چي نوموړي په خپل کتاب ( الله موجود نهين .....؟ ) کي نقل کړې ، نوموړی تر دې مرکې وړاندي د وحدت الوجود پر مشترکيت ږغېږي او کاږي چي ما له ګڼو صوفيانو هندوانو ، عيسايانو او مسلمانو صوفيانو سره کتلي په دوئ ټولو کي د وحدت الوجود ټکی مشترک دی او هيڅ يو هم له دې اصله سرغړونه نه کوي ، نوموړی ليکوال امير حمزه په دا ډول مرکو کي زيات شهرت لري ځکه دی يو سيلاني کس دی چي تر اوسه يې ګڼو تاريخي ځايونو ته تاريخي سفرونه کړي او د يو ژورناليست حيثيت لري . په دې لړ کي افغانستان ته د ده سفرونه هم د يادونې دي ، نوموړي له دې سره – سره د شوروي تر ماتې وروسته هغو سيمو ته هم سفرونه کړي چي روسانو په ګران هيواد کي تر ماتې وروسته پرېيښي وو او د دې سفر په لړ کي تر روسيې رسېدلی دی . دا يادونې مي ځکه وکړې چي نوموړی په پاکستان کي د يو مشهور ژورناليست او سيلاني په نوم پېژندل کېږي ليکنې ، مشاهدې او بيانونه يې د توثيق او باور وړ دي .
نوموړی د خپل کتاب ( الله موجود نهين ....؟ ) په ( ۱۵۲ ) پاڼه کي له يو هندو سره خپله مرکه داسي وړاندي کوي :
" د ( تهر ) له پراخې بېديا تر تېرېدلو وروسته چي کله زه د ( تهر ) ( عمر کوټ) ښار ګوټي ته ورسېدم نو هلته زما هندو ملګري ( پر بيت ) له يوه هندو صوفي ( بهګت ) سره زما ليده کاته وکړل ، له نوموړي سره مو تفصيلي خبرې وکړې ، ده په خپلو خبرو کي زياته کړه :
( حمزه صاحب ! تا چي له ما د بتانو د عبات په اړه کومه پوښتنه وکړه نو بايد ووايم چي زه د هغو عبادت نه کوم او ډبرې نه منم ، نور څوک چي عبادت کوي هغوئ غلط او تېروتي هم نه بولم ځکه دا ستر او ښکلی بت چي تراشل شوی دی دا يو آرټ ، يو فن دی او د فن بايد ستاينه وشي .)
امير حمزه وايي چي ما ورته وويل :
( له کوم فن څخه چي عقيده ورانېږي نو د ستاينې هدف خو يې دا ګرزي چي بايد په ستاينه يې د خلکو عقيدې ويجاړې شي ډبره خو هم د انسان بت دی ، انسان د الله يو داسي شاهکار دی چي ږغېږي هم او ښکلی هم د کمال تر حده دی نو ايا اوس به انسان د انسان لمانځنه يا عبادت پيلوي؟ دا خو يوه غير عقلي خبره ده .)
د دې په اورېدلو بګهت زياته کړه :
( په انسان کي هم هغه ( خدايي ) څرګندېږي ، له همدې کبله موږ وايو چي انسان ته څه حيوان هم بايد په تکليف نه کړای شي او دا شی په تصوف کي تر لاسه کېږي . د تصوف او روحانيت چي ستاسو صوفيانو ښه غوړولی دی مطلب هم دادی چي الله په هر څه کي جذبېږي ، زموږ عقيده او ګروهه همدا ده . ( ګرنتهـ صاحب ) چي د سيکانو ديني کتاب دی هلته هم دا شی تر لاسه کېږي او زه چي کله د شاه عبد اللطيف کلام لولم نو هغه هم دا رنګ لري او په لوست يې زه ډاډ مومم . حمزه صاحب ! تاسو چي د کوم جنت خبرې کوئ دې جنت ته زموږ د تللو اړتيا څه ده؟ که موږ هلته ولاړ هم شو نو څه به وکړو؟. زموږ هدف نروان ( ژغورنه ) تر لاسه کول دي چي وار پر وار موږ ته ژوند راکوي ، زموږ ځان به ډېر ژر له دې ازاد شي او بيا به موږ په خدای کي شامل شو اوبس . اوس هم په هر شي کي همدی جذب شوی دی خو يوازي موږ ته بېل – بېل شيان ښکاري چي په اخير کي به بيرته همدی ترې جوړ شي موږ به په دې کي په دننه تللو په هغه کي شامل شو ، له ده راوتلي يو په ده کي به شامل شو.)
ښاغلی امير حمزه صاحب د دې مرکې په پای کي کاږي :
درنو لوستونکو ! تاسو چي د هندويز هر څومره مطالعه وکړئ نو په لاس هغه به پايله درشي چي بهګت يې يادونه وکړه او هغه وحدت الوجود دی .
نور بيا ...


تصوف د حقيقت په پلوشو کي / لسمه برخه

وصيل پېروز
12.12.2011

په تېر پسي ...

لکه وړاندي چي مو يادونه وکړه د وحدت الوجود ګروهه يوازي په مسلمانو صوفيانو کي نه موندل کېږي بلکي وحدت الوجود يوه داسي عقيده يا ګروهه ده چي د نړۍ په ټولو اديانو کي په يو ډول نه يو ډول ځای لري ، که موږ د هندومت او عيسايت مطالعه وکړو نو راته څرګنده به شي چي دوئ هم دې عقيدې ته په کلکه ژمن دي او کوم په نوم مسلمان صوفيان چي د وحدت الوجود پر دې باطله ګروهه کوم باور لري هغوئ يا خو په حقيقت کي د اسلام په نوم تېر ويستل شوي او يا هم د اسلام دښمنو کړيو له لوري د اسلامي عقيدې د تخريب په هدف اسلامي ټولنې ته د مسلمان په جامه کي ننويستل شوي دي .

لکه وړاندي چي مو د ګڼو اسنادو په رڼا کي دا په ثبات ورسوله چي د وحدت الوجود عقيده په هندومت کي هم ځای لري په دې برخه کي به دا وڅېړو چي ايا په عيسايت کي هم وحدت الوجود ته ځای شته؟ او په دې اړه عيسايي صوفيان په څه اند دي؟.

راځئ ! نن له دې حقيقته هم ځان خبر کړو.

په عيسايانو کي د دې عقيدې د شتون اثبات د يوه عيسايي راهب له لاندينيو څرګندونو کېدای شي ، دی چي په خپل بيان کي کومو ټکو ته نغوته کوي له هغو پر حلول او وحدت الوجود دواړو رڼا لوېږي .

نوموړی وايي :

" ما ته تر ننه هغه شپه بلکي پر غره هماغه ځای ښه ياد دی چي کله زما روح په لامحدود کي ډوب شو او دواړه عالمونه يعني عالم باطني او عالم خارجي دواړه له يوه بل سره يو ځای شوي وو. لکه يو ژور سمندر چي بل ژور سمندر رابولي ، زما روح په ذات مطلق کي په بشپړ ډول ورک وو. زه له بهرنۍ نړۍ هيڅ خبر نه وم ، پر ما يو داسي کيف او مستي راغلې وه چي بيان يې هيڅ شونی نه دی ، ما د څو شېبو لپاره داسي محسوسه کړه چي زه ، کائنات او د کائناتو خالق په يوه بل کي داسي ډوب يو لکه د يوې ترانې مختلف وزنونه چي له يوې نغمې سره په يو ځای کېدلو د خپل انفراديت څرګندونه کوي . " ( Religious Experience p 144 by William James )

د عيسايانو يو بل مشهور ديني مخکښ سينټ اګسټائن د وحدت الود عقيده نوره هم واضحه کوي او په دې اړه داسي کاږي :

( O my lord went wordering like stranged sheep. Seeking thee with anxious reasoninhg without whilst thou within me … I sent rend the street and aquares of the city of world seeking thee and I found thee not. Because in vein I sought without for him who was within myself.

ژباړه : اې زما ربه ! زه ستا په لټه د يوې ورکې کښتۍ په څېر له مضطربو دلايلو سره سرګردانه وم په داسي حال کي چي ته په خپله په ما کي موجود وې . ما ته د دې نړۍ په ټولو ګوښو کي ولټولې مګر په موندنه دي بريالی نه شوم ، ما خوشي ته په خپل شاوخوا کي لټولې حال دا چي ته په ما کي موجود وې . ( معارف النفس د وحدت الوجود ايک غير اسلامي نظريه په حواله )

څه موده وړاندي د عيسايانو يوه صوفي ښځه (مدرټريسا ) مړه شوه ، کاتوليک عيسايانو دا په ولي يا سينټ ( Saint ) ونوموله ، دې په خپله يوه مرکه کي ويلي وو :

" ما ته د هر انسان په تن کي خدای ښکاري ، کله چي زه د يوه بې کسه ناروغ ټپونه پټۍ کوم نو داسي احساسوم لکه د الله خدمت چي کوم ، ايا دا ښه تجربه نه ده؟. ( روزنامه خبرين ۹۷ / ۹ / ۱۳ )

درنو لوستونکو ! د عيسايانو او نورو باطلو مذاهبو د متبعينو د انظريه الله په خپل سپېڅلي کلام کي داسي ترديد کړه :

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ *( سورة الاخلاص )

ژباړه : اې نبي ورته ووايه ! چي هغه الله يو دی ، الله بې نيازه دی ، نه دی له چا زېږېدلی او نه له ده څوک زېږېدلي او نه هم هيڅ سيال لري .

افسوس کوم څوک چي د مسلمانۍ دعوه کوي او د تصوف لار يې خپله کړې هغوئ د قرآن کريم زرينې لارښوونې له ياده ويستلې او د وحدت الوجود هغه پېچلې لار يې نيولې ده چي د وړاندينيو مذهبونو هلاک کېدونکي خلګ پرې تللي ول .

نور بيا ...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more