د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

فري میسن freemasons

ahmad bilal
29.08.2011

(فري میسن: دجالي ریاست لپاره کارکوونکې یهودي تنظیم!)

فري میسن یو نړیوال یهودي تنظیم ده. په هر هیواد کې د دې تنظیم مرکزونه شته، کوم چې د لاج په نوم یادیږي. دې تنظیم کې د رکنیت حاصلولو ډیر مدارج دي چې د ډګري په نوم یادیږي، د هر ډګري لپاره ځانګړي شرائط وي او د هر ډګري غړي یوازې د خپل ډګري والاو سره تعلق او ربط ساتلی شي. په دې درجه بندې په داسی سخته توګه عمل کیږي چې د یوی ډګري غړۍ د بل ډګري د غړۍ د مقصد او پټو منصوبو څخه نه شي خبریدلائ. د لوړو درجو غړیو مقاصد نورو ارکانو ته، خواه که هغوي ټول عمر هم په فري میسن تنظیم کې تیر کړې وي، د هغوي مقاصد هم هغه رنګه پټ او په راز کې پاتی کیږي.
د دې تنظیم طریقه کار خو دومره پټ ده چې د دې په هکله معلومات حاصلول تقریباً ناممکنه دي، د لاجونو روئدادونه په غیر معمولي طریقه پټ او په راز کې ساتلی کیږي، یوازې د هم هغه لاج نه علاوه نورو ته د دې خبرې په هکله هیڅ معلومات هم نه وي او نه ورکول کیږي.

د ډیر تحقیق او د ډیرو ذرایعو نه پس چې کوم معلومات زموږ لاسونو ته راغلې دي، د هم هغه معلوماتو په بنسټ، د دغه لاجونو ارکان د یو بل سره په شفر کې غږیږي او هغوي یو بل د خپلو پټو اشارو او الفاظو څخه پيژني. دوي که د نړۍ کومې حصې ته هم لاړ شي نو دوي یو بل ډیر په آسانۍ سره پيژندلی شي. که کوم فري میسن بهرني هیواد ته په سفر لاړ شي نو هغه خپل ملګري سره د پیژندګلاو هیڅ ضرورت نشته. په اجتماع ،جلسو یا په تقریباتو او یا که دوي کوم بل هیواد ته ولاړ شي نو دوي بغیر د څه ستونزۍ او بغیر د یو لفظ ویلو څخه، یوازې د خپل لاس او یا د خپل جسم په کومی مخصوصی اشاری یو بل پیژني. د مثال په توګه د دوي یوه عامه اشاره د مثلث نښان ده، کوم ته چې سترګه ویل کیږي. که کوم اجنبي ماحول کې کوم فري میسن دا معلومول وغواړي چې دلته د هغه د تنظیم څومره غړۍ دي نو هغه د خپل لاس د کوټ یا د واسکټ تکمو (بټنۍ) په منځ کې ږدي ترسو یو مثلث جوړ کړي نو بیا د هغه لاج، فري میسن، ټول غړي چې هلته موجود وي هغه به وپيژني، او هغوي به بغیر د کوم لفظ ویلو څخه وپیژني.

په عامه توګه فري میسن د هیواد افسران خپل غړي جوړول غواړي او یا د کوم بهرني هیواد د لویو لویو کمپنیو (تجارتي شرکتونو) مالکان. د غړي جوړیدلو لپاره د کوم خاص رنګ، مذهب، نسل او یا قومیت ضرورت نشته بلکه د هغه هیواد جنسیه لرونکۍ تشویقیږي ، او د دی څخه وروسته بیا هغوي د خپلو پروګرامونو لپاره په کار اچوي.

دغه خلګ یا دوي خو داسی استعمالوي چې هغوي ته د دې خبرې معلومات هم نه کیږي چې دوي د کوم مقصد لپاره استعمالیږي. د غړیو منځ کې د همدردي او د ورورولۍ زبردسته جذبه ورکول کیږي. یوازې د لاج غړیتوب، افسر د دې قابل جوړوي چې د نورو په مقابل کې هغه ډیر ضر ترقي وکړي.

دا هم ممکنه ده چې د لاج غړي دې یهود وي او یا دې یو یهود هم نه وي خو د دې تنظیم جوړښت یې داسی کړې چې بالاخره دا د نړیوال صهیونیزم د مقاصدو خدمت کوي.
دا تنظیم په لومړي ځل په ۱۷۱۷ء کې انګلستان کې قائم کړائ شو. وروسته بیا دا تنظیم په څلورو لاجونو او یو ګرینډ (ستر) لاج کې تقسیم کړای شو، او ورسره د پټو اشارو یو نظام شروع کړای شو، د لندن ګرینډ (ستر) لاج یې د لندن د ټولو څانګو مشر وټاکه.

د صهیونیزم د مشرانود دستاویزاتو د مطالعې څخه معلومیږي چې تر کومه حده د دې تنظیم د کار تعلق ده نو د دې تنظیم قیادت یوازې او یوازې د یهودیانو په لاسونو کې ده.
دا دستاویزات د ډیرو حقائقو څخه پرده پورته کوي، مثلاً چې د دې تنظیم ریښۍ د سرطان د مرض په شان هر هیواد کې خپریږي او د دوي لاسونه خو دومره اوږده دي چې اندازه لګول یې مشکل ده.
عام طور خلګ دا یو عام کلب یا ټولنه وګڼي او د دې تنظیم غړۍ شي، په اول اول کې د هغوي په ساده توب هغوي ته دا احساس هم نشی کیدالائ چې هغوي کوم مقصد لپاره استعمالیږي.

ډاکټر حبیب الرحمان علوي په خپل کتاب، جادو کي حقیقت (د جادو حقیقت) کې په فري تنظیم څه دا رنګې رڼا اچوي:

خدای پاک یو څو شیطانان هم د حضرت سلیمان ع تابع ګرځولي ؤ، یهودیانو چې هر ځای ډیر معنوي او لفظي تحریفونه وکړل نو له دې سره دوي بدبختو حضرت سلیمان ع ته د جادوګر لفظ ولیکه او د شیطان تابع کولو جواز یې هم پیدا کړ، او د دې عقیدۍ په بنا هغوي په درسته نړۍ کې د فري میسن ځال خپور کړی، فري میسن ته په همدې وجه جادوګر هم ویل کیږي.

د یهودیانو له دې تنظیم څخه اصل مقصد په مختلفو هیوادونو کې طوطیئ او جاسوسي کول دي، خو هغوي دا مشهوروي چې دوي یو ټولنیزه او تفریحي کلب ده او د دې تنظیم غړي د یو بل ډیر زیات خیال او مرسته کوي. دا بیا د عامو خلګو لپاره بیا د راجذبولو کشش لري او په خصوصي توګه که د دې تنظیم غړي کوم بادشاه، نواب، راجه، اعلی فوځي افسران او ښاري حکام وي، نو ځکه خلک هم بیا د دې تنظیم غړۍ شي. په ټولنه کې هم دا کسان د خپلو هیوادونو د رازونو څخه خبر وي. د مثال په توګه د انګلستان جارج پنځم سپریم او ګرینډ ورشيپفول ماسټر ؤه
Supreem and grand Worshipful master
د افغانستان امیر حبیب الله خان ګرینډ ورشيپفول ماسټر ؤه،
Grand worshipful master
د پټیالۍ مهاراجه او نواب رام پور، سر رضاعلی خان وغیره هم د خپلو لاجونو ګرینډ ورشپ فل ماسټر ول.
د لاج غړي خصوصاُ د شراب د استعمال پلو ته مایل کوي ځکه د شرابو د نشۍ په حالت کې بی تکلفي پيدا کول کیږي ترسو له دوی څخه رازونه وباسل شي.
د دې تنظیم غړیو او یا لوړه درجه لرونکو غړیو ته
Worshipful master
د پرستش قابل آقا او
Grand worshipful master
عظیم د پرستش قابل آقا وغیره ویل کیږي
(جادو کي حقیقت، صفحه ۱۹-۹۸)

فري میسن یو نړیوال یهودي تنظیم ده، مقصد یې نړۍ کې د دجال او دجالي ریاست لپاره هلې ځلې کول دي، دې تنظیم کې شلو کلنو څخه زیات عمر لرونکي خلګ غړي جوړیدلائ شي. د ظاهري جوړښت څخه خو دا یو خیراتي، فلاحي، د روغنتونونو، یتیمانو او تعلیمي ادارو یو تنظیم ده خو په حقیقت کې دا د همدې خیراتي کارونو په جامه کې د مسلمانانو خلاف دښمني ده او دوي تل دا هڅه کوي چې مسلمانانو ته زیات نه زیات نقصانان ور ورسوي، همدا مقصد د دې تنظیم لومړنۍ مقصد ده.

د امریکا استخباراتي اداره سی ائ ای کې هم یهودیان بلکه په خصوصي توګه د فري ماسیون غړیو اکثریت زیات ده، او ورسره هغه امریکايي فوځونو کې کوم چې په بهرنیو هیوادونو کې تعینات دي لکه عراق، بوسنیا، چیچنیا او افغانستان، دې کې هم د فري ماسیون اکثریت زیات ده ترسو دوي د خپل مذهبي انتقام په تحت زیات نه زیات ثواب وګټي، موږ بلکه ټوله نړۍ دا ګوري چې په همدې هیوادونو کې څه روان دي او دوي لګیا دي لا څه کوي!

----------------------------------------------------------

----------------------------------------------------------
نوټ:

د فري میسن په هکله یو وړوکۍ کتاب یا دستاویزات په لومړي ځل په ۱۹۰۵ کال کې یو روسي، پرفیسر سر جي نارائیس، لیکلې ؤ، د دې کتاب یوه نسخه بریټیش کتابتون ته په کال ۱۹۰۶ کې ورکړل شوه، د دې کتاب څخه د پروفیسر دا مطلب ؤ ترسو د صهیونیزم ټولو مقاصدو څخه پرده پورته کړل شي. دا کتاب نړۍ ته د روسي کمونستي انقلاب نه پس ورسید کله چې روسي مهاجرینو دا کتاب ځان سره اروپا ته ورسوه، او د دې کتاب اهمیت هغه وخت لا زیات شو کله چې کمونیستي انقلاب کې هغه خبری ریښتیا شوې کوم چې دې کتاب کې بیان کړل شوې دي. بیا بلژویکي روس کې د دې کتاب یو چا سره پیدا کیدل یو جرم ګڼل کیده.

د دې پخواني کتاب په لوستلو سړۍ دې ته اماده کوي چې بین الملل، نړیوال بانک او نورې ادارې د یهودیانو په لاس کې دي.............


ahmad bilal
18.06.2012

د دغه کتاب(ُThe protocols of the elder zion) په لوستلو چې کومې خبری ذهن ته راځي ، هغه دا دي:

۱- په ټولنه د بی خدایې(Pagan or godless society) رجحان زیاتول
۲- د واده فطرتي اړیکه ماتول، فامیلي نظام ختمول، په ټولنه کې نفساني خواهشات زیاتول او پېروي یې کول، همجنس پرستي(homosexuality)، زنا او لواطت زیاتول او اجازت یې ورکول.
۳- د هېوادونو اقتدار اعلی(sovereignty) ته زیان رسول او یا په مکمله توګه د هغوي آزادي سلب کول.
۴- په نړۍ کې یو-حکومت(one-world government) منځ ته راوستل چې د (Illuminati) ټولنې لخوا رهبري شي، نور درست مقاصد د دغې موخې په مقابل کې د هېڅ سره برابر او یا د دوهمتوب درجه لري.
۵- د ماشومانو تعلیم د هغوي د والدینو څخه واخلئ. یو د دغې پټې ټولنې موخه دا ده چې یو داسې تعلیمي نظام رامنځته کړي چې د دغه ځای څخه وتونکي هر یو شخص د دوي د موخو لپاره استعمال او په راتلونکې کې د دوي نظام چیلنج نشی کړای.
۶- د ښونځي څخه هر ډول دعاګانې، بائبل (مذهبي کتابونه) او هدایات لېری کول او پر ځای یې فحاشي یا بربنډتوپ (vulgarity)او (Pornography) خپرول او په تعلیمي نظام کې سکس د یو مضمون په توګه شاملول.
د دغه کتاب په اند : که چېری مونږ د کوم قام کوم نسل په بی اخلاقۍ او فحاشۍ یا سکس کې اخته کړو نو مونږ په ډېره آسانې بیا په دغه قام خپل د تسلط او واک رپندي خښولي شو.
۷- هر ډول حب الوطني(د وطن سره مینه) قامي آزادي، او شخصي کاروباري سیسټم ختمول.
۸- بربنډتوپ، فحاش لټریچر (ادب) او انځورونه په ټولنه کې خپرول، د دغه څېزونو نه ایسارېدونکي خرڅول، او د شرابو یو عمومي استعمال رامنځته کول ترڅو ځوان کهول کمزورۍ او بی لیارې کړي.
۹- خلک جنګونو ته پارول، جنګونه رامنځته کول، د جنګ د دواړو خواو سره مرسته کول ترڅو دواړه خواوی Bankrupt شي او داسې هغوي د دوي مرستې ته اړ او بیا هغوي دې ته مجبور کړې ترڅو یو نړیوال حکومت رامنځته شي. لکه څه ډول چې دغه خلکو د ناپیلیون او انګریزانو سره په معاملې کې وکړل!
۱۰- یو نړیوال حکومت منځ ته راوړل. د دې په هکله ډیرکي یې د ملل متحد یا United Nations مثال ورکوي، او د دې لپاره خپل دلیلونه هم لري.
۱۱- درست نړیوال اقتصاد په خپلو لاسونو کې اخستل؛ ډېرکي دلته بیا په دې اند دي چې نړیوال بانک (World Bank)، آی ایم ایف (IMF) او یا پخوانې د بریټن ووټ تړون د دغې موخې د چتر لاندې راځي!
۱۲- نړیوال مطبوعات د خپل څرخیز څخه تاؤول، او داسې بیا په نړۍ کې هر څه په خپله خوښه، د خلکو ذهنونه د خپلو خوښ کړل شویو مطالبو ته اړول، یا پروپاګند کول.


اکرم
18.06.2012

احمد بلال صاحب!
پدې غیر مؤثقه او مشبوهه خبرو دې وخت مه ضایعه کوه ،
دا هسې ددسیسې تیورۍ دي (conspiracy theory) !!!
بس ترجمه دې پرې تیزوه ، نوره ګټه خو نلري نلري بلکې تاوان هم لري !!!
دې خرافاتې تیوریو د ډیرو یهودانو او مسیحیانو ذهنونه هم مغشوشه کړي،
داهسې هغه دکمبيوتر وایرس ته ورته وایرسی خبرې دي .

چې خفه نشې دا یوه یادونه وه.

والسلام علیکم ورحمه الله


ahmad bilal
19.06.2012

محترم اکرم صیب.....

د یهودو او د پټو خوځښتونو تاریخ ته په کتلو یوه خبره جوتیږي او په قرآن کې هم مونږ ته داسې ویل شوي چې دغه یهود به له تاسو سره په خوله خواږه وي خو دوي دي ستاسو ستر دښمنان.....

ډېر داسې کتابونه شته لکه همدا کتاب، چې د یهودو د دغې پټو خوځښتونو هغه پلانونه یې بیان کړي کوم چې د دې کتاب څخه وروسته بشپړ شول.... یهود د ازل څخه ماده پرسته (یعني د پېسو او سود سره مینه لرونکي) خلک دي. د دی هکله خپله انګریزانو او امریکايي مفکرینو او څېړن پوهانو خپلې لیکنۍ او څېړنۍ ترسره کړي چې دوي په څه ډول نوي پېسۍ منځ ته راوړي، څرنګه یې د سرو زرو backing power ختم کړ، او دوي په څه ډول په نړیوال تجارت کې ګوتې وهي....

دغه هر څه یوازې د دې ټکي مستحق ندي لکه د اکثره امریکایانو چې کله د هغوي خلاف کومه خبره راشي نو هغوي وايي:

conspiracy theory!!!

هو! هغه بیا جلا خبره ده چې نن سبا اکثره خلک د دغو پټو خوځښتونو په هکله یو دوه ډاکومنټري وګوري نو بیا د ځانه تحلیلونه کوي او وايي چې دغه دری ګونۍ مثلث د یهودو هغه پایرامېډ او الیومینائډ دئ البته که دا انځور د کوم غریب او بیچاره په خر ګاړي هم نه وي، یو څوک به چاته کومه اشاره کوي دوي به ورته وایې چې دا خو د فري میسنري هغه پټ سامبولي خبری دي!!
هو! د همدغو خلکو له امله د دغو پټو خوځښتونو په هکله اصلي معلومات په ریښتیوني توګه د conspiracy theory بڼه اخستئ........

که تاسو د دوي او د دوي په هکله یوه لیکنه هم، نه په تیورۍ او نه په عمل کې منئ خو د مهاتیر محمد په هکله مو څه خیال دئ چې په خپل کتاب کې یې - که دا کیسه نه وي خو همدې کیسۍ ته ورته یوه کړۍ جوړوي - همدغه یهود ملامته کړي، همدغه یهود یې د ۱۹۹۷ South East crises په هکله ملامته کړي. او مهاتیر یوازینې واکمن وه چې د IMF څخه یې پور وانخست او پخپله یې خپل اقتصاد ته اوږه ورکړه او داسې یې د دغو Crises څخه په ډېره آساني وباسله...... د هغه په اند دا د یهودانو یوه طوطیه وه چې هغوي دا هڅه کوله چې د Asian Tiger یعني مالیزیا اقتصاد ته زیان ورسوي... تر ننه پوری هغه په خپلې هری تبصری، انټرویو او لیکنو کې د یهودو د دغو شیطانت په هکله لیکل کوي..... چې بیا دا هم د هغو تیوریو د څه نا څه ریښتینولي په هکله میخ ټک وهي.

پورته کتاب یو تاریخي کتاب دی او خپل یو تاریخي حیثیت لري، چې زما څخه یې ژباړه له بده مرغه پاتی شوه...

په درنښت......


اکرم
20.06.2012

السلام علیکم !
نورې خبرې مو په هر حال !

[quote:d07a4db1e8]دمهاتیر محمد په هکله مو څه خیال دئ[/quote:d07a4db1e8]
هم ماری هم کوکاری .
دمها تیر محمد مثال مو په خود خواهۍ او یواځې ځان پرستۍ کې هغه د چا خبره اسم علی مسمی مثال دی !
دمالیزیا مهاتیر محمد نړیوال سیاست او اقتصاد ته ددردازې په ځای دکړکۍ دلارې ننوت ، دمولانا خبره : ......... دیده بود کدورا نه ...!
مهاتیر محمد دمالیزیا دتیر اقتصادی بحران عمده لوبغاړی په خپله ؤ، دی هسې
بې مانا دځان د تبرءې په لټه کې دی .

مننه


حمید هڅــاند
23.06.2012

اکرم صیب او احمد بلال صیب، هیله لرم روغ به یاست.
تاسو دعوه کړې چې جنوب ختیځې اسیا د نویمو کلونو په اقتصادي کړکیچ کې د پیسو نړیوال صندوق او سوداګرۍ نړیوالې ادارې لاس نه بلکې پخپله د مهاتیر محمد د دولت ناتواني وه؛ ایا خپلې ادعا لپاره یوڅو دلایل هم لرئ؟؟ ښه به وي چې خبل دلایل مو په دوه ویشنو کې تشریح کړئ:
۱. د پیسو نړیوال صندوق په دې کړکیچ کې ګرم نه دی. له یو څو دلایلو سره مو خبره واضح کړئ؛
۲. مالیزیا او نور جنوب ختیځې اسیا هیوادونه پخپله ګرم ول؟؟ څنګه؟؟؟

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more