د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

پښتانه علم دوست که پیسه دوست؟!

حلیم
27.08.2011

سلام،
زموږ ټولنه د هر اړخه ډیره وروسته پاته ده، اخلاقي، سلیقه (صلیقه)ي، تعلیمي، او د ژوند په نورو برخو کې چې یادول یې دلته ضرور ندي.
ما مخکې داسې فکر کاوه چې دا ځنې پښتانه (په افغانستان کې دننه) چې علم او تحصیل لري، دا یې د شخصیت جوړونې او یا د یو ضرورت له مخې چې یوه ټولنه یې ورته لري، لاسته راوړي؛ مګر اوس د یو ډیر متفاوت ځواب سره مخامخ شوم. ډیری باسواده پښتانه هم پدې نظر دي چې دوی علم او تحصیل ته د یو ښه اقتصادي مدرک په سترګه ګوري، نه د ځان جوړونې او یا پورتنیو یادو نیمګړتیاو د لرې کولو په په سترګه.

له بلې خوا ډیری پښتانه ځوانان او ماشومان ولو نسبتا ښه اقتصاد لري د تعلیم شوق نه لري (هغه څوک چې کلو او بانډو کې اوسي)، او هغوی دیته ترجیح ورکوي چې ډرایور شي، د پلار سره کروندو کې مرسته وکړي، سوداګري وکړي، بهر ته د مزدوری لپاره لاړ شي، او داسې نورو کارونو ځان بوخت وساتي او دیته ډیره په درنه سترګه هم ګوري.
لدې نه ماته دا پته لګي چې پښتانه علم دوسته ندي، بلکه پیسه دوسته دي.

ددې پخاطر چې نن د ضرورت له مخې د خپلو پښتنو کورنیو ذهنیت د علم او تحصیل کولو لور ته را واړو، هغوی یې په اهمیت وپوهوو، ستاسو په اند څه کول پکار دي؟
پدي هیله چې خپلې نظریې راسره شریکې کړئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more