د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

اختر.

محمود سعيد
27.08.2011

دازما لومړی اختروو چه باید په کابل ښار کې مې تیرکړی وای، تیراخترونه په کلي کښې ډیرپه خوښۍ تیریدل که به څوک هرڅومره غریب هم وو خو په اخترکښې به یې هڅه کوله چه دادرې شپې په خوښۍ تیرې کړي که به په کوم کورکښې په تیرونژدې وختونوکښې د ویرکومه پیښه شوې وه نو په اخترکښې به ټول خلک یوځل بیا د خواخوږۍ لپاره ورتلل،همدا شان به که ددوو تنو تر منځ کومه ترینګلتیا پاته وه نو د اختر په ورځ به پخلا کیدل ...په کورکښې تریو څه خوږو خوړلو وروسته ښارته ووتم،زماپه خیال کښې همغه دکلي خوشحاله اختروو چه دلته به هم وي...څوک به هګۍ جنګوي،څوک به په غوزانولوبه کوي اوڅوک به هم دخپلوخپلوانوکره داخترمبارکۍ لپاره ځي...خودباندې په وتلوسره له یوې هیښنده پیښې سره مخ شوم...دښار د لویې څلورلارې پرسر ډله په خاورو او دوړو لړلي خلک په دې تمه ولاړ وو چه که څوک یې د خوارۍمزدورۍ لپاره بوزي هاخوا هغه بوټ ګڼډونکي هم خپله کوچنۍ هټۍ پرانستې وه...دقصاب پردوکان لاترنوروورځوډیرخلک راټول وو،لږوړاندې مې مخې ته یوکوچنی هلک او یوه ورسره کوچنۍ نجلۍ مخې ته ودریدل او د یو څه ورکولو په تمه یې کوچني لاسونه زماخواته را اوږده کړل...پوه نه شوم چه په مابه څه تیرشوي وي،په بیړه کورته ستون شوم اوله یوه نړۍ غمونو سره په فکرکښې ډوب شوم،باوروکړی چه دامې په ژوندکې یوه له ډیروترخو پیښو اوناخوالو څخه ده...اوس هم چه ملګري راته مخکې له مخکې داخترمبارکي راکوي اویاراته ډالۍ رالیږي نو مخې ته مې همغه پیښه او اختر ترسترګو سترګو کیږي اوځواب یې نه شم ورکولی...دټولې نړۍ مسلمانانو ته په تیره بیا افغانان وته دنیکمرغیو دبې شمیره کیدو او خوشحاله اختر په هیله.
محمود سعید
ــــــــــــــــــــــــ
ملګرو راتلونکی اختر مو مبارک شه، له الله نه درته له خوښۍ ډکې او رنګینې شیبې غوړم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more