د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډاکټر نجیب چا وواژه او ملا خاکسار څوک وو؟

محمود سعيد
18.08.2011

د رزاق مامون د (رازهای خوابیده) په نوم کتاب کې لوست، چې پکې ېې پاکستان د شهنواز تڼي او غرزي خواخوږي په مرسته د ډاکټر نجیب الله وژونکي معرفي کړي دي. د کتاب په پاڼو کې د غرزي خواخوږي پیژند کارډ چې د آی اس آی له لوري ورکړل شوی او د طالبانو له لوري د هغه تحقیق پاڼې هم کاپي شوې دي.
په دې لړ کې داسې په ډاګه شوې چې ګویا ملامومن د طالبانو د استخبارتو معاون او ملا خاکسر د کورنیو چارو مرستیال وزیر د مسعود د استخباراتي شبکې غړي وو او بیا وروسته ملا خاکسار په ۲۰۰۵ کال د نامعلومو کسانو له لوري په کندهار کې ووژل شو.
په دې سندونو کې د پاکستان پراخه لاسوهنه څرګنده شوې او ورسره دا هم په ډاګه شوې چې ګواکي د طالبانو ټول لوړپوړي غړي د ای اس آی غړي وو او د هغوی کارډونه ېې له ځانه سره درلودل؟
په دې اړه د طالبانو د خواخوږو سپیناوی څه دی؟


larghonay laraway
18.08.2011

څو ورځې وړاندې مې د غرزي خواخوږي له خوا د رازق مامون په ځواب کې چاپ شوی کتاب وليد.
ما فکر کاوه چې ګنې غرزی خواخوږی به رښتيا هم قاتل نه وي او په کتاب کې ګوندې داسې کومه خبره وي چې غرزی خواخوږی خپله صفايي ورکړي او دځان دفاع وکړي.
خو کله مې چې کتاب ولوست نو په کتاب کې ټولې هغه ليکنې راټولې شوې وې چې په انټرنيټ کې د غرزي خواخوږي په غوښتنه يو شمېر ليکوالو کړې وې او تشې تبصرې وې.
نه په کې دليل ؤ، نه منطق او نه هم داسې څه چې د رازق مامون ځواب ووايي!
باور وکړه دغه کتاب چې هرڅوک ولولي نو په خپله دا ثابتوي چې کرزی خواخوږی هيڅ دليل نه لري او د ډاکټر نجيب قاتل دی!
(دا چې طالبانو د ISI نفر وو کنه؟ نو طالبانو کله انکار کړی چې نه يو؟)


عادل عادل
18.08.2011

السلام علیکم

[quote:d5b180b7f2]په دې اړه د طالبانو د خواخوږو سپیناوی څه دی؟[/quote:d5b180b7f2]

مګر تاسو د طالبانو خواخوږي نه یاست ؟ :? :shock:

زما په نظر د مسلمان لپاره د یوې داسې پېښې څېړل او د هغې د اسبابو مالومول چې اسلام او مسلمانانو ته پکې زیان نه وي اوښتی، د وخت ضیاع ده.

د مثال په ‌ډول د مجرم نجیب په دار کول، د خاین مسعود، مولانا سیدخیلي، جنرال داوود داوود، انجنیر عمر، د کرزي ورور، جان محمد خان ،،، او وطنوال وژل ،،، او یا تر ټولو مبهمه د سپتمبر 11 مه، او داسې نورو پېښو د کوایفو مالومول د یوه مسلمان لپاره ځکه بې ګټې دي، چې په دې پېښو کې اسلام او مسلمانانو ته زیان نه دی پېښ، او حقیقت هم دادی چې نه خو څوک پرې ویرجن او نه هم غمژن شوي دي.

که په ټوله کې په یادو پېښو باندې مسلمانان خوښ شوي هم نه وي نو غمژن شوي هم نه دي.

ددې پر ځای د سردار داوود د شهادت جزیات مالوم کړی، د شهید عبدالله عزام قاتلین په ګوته کړی، د سړي تښتوونکو، رشوت اخستونکو، د اخلاقي فساد خورونکو، د وطن او خپلواکی پلورونکو، عامو او خاصو لاسپوڅیو، او داسې نورو ښکاره او پټې څېرې لا پسې بربنډې او بربندې کړی، د ړندو بمباریو، ډلییزو قبرونو اصلي عاملین، جاسوسان او مرسته کوونکي چې ستا ټول وولس یې ویرجن کړی دی، په ګوته کړی، تر څو مو له یوې خوا مسلمانانو ته خدمت کړی وي او له بلې خوا مو د خالق ج په وړاندې یو څه ثواب ګټلی وي،،،،،،،،،،،،،،،،،،

،،،،، د مجرم او کمونست نجیب د قاتل په مالومولو به خدای خبر که تاسو ته زمونږ لوستونکو له خوا ،،،،کوم شاباسی،،،،، او هم د خدای ج په وړاندې ،،،،، یوه ذره ثواب ،،،، په نصیب شي؟


ډاکتر څپاند
18.08.2011

ډاکتر نجيب يو افغان وو،که مجرم وو نو دافغانانو مجرم وو او که هرڅه وو دافغاني جامعې محصول وو٠
که دا واقعيت ولري چه ډاکتر د ISI په لاس وژل شوی وي،لکه څنګه چې شواهد او مدارک ګواهي ورکوي،نو زه ديوه افغان او مسلمان په توګه افتخار کوم چې شهيد ډاکتر نجيب،دومره مهم شخصيت وو چې CIA او ISI دګډو،توطو ،منافقت او شېطانئ په مقابل کې داسې سپر وه چې چلسټان د هغه سره دمقابلې لپاره انګريزان او امريکايان يو ځل بيا پر خپله ادې سپاره کړل٠

عادل صيب،تاسې په نړېواله سطحه داسې يو ملت را په ګوته کړې چه هغو حتی دخپل دکور کثافات،دخپل ملي او تاريخي دښمن(دلته مطلب پاکستان دی)دمنافعو نه ځار کړي وي٠

نابود دې وي ISI اوپه کابل کې د هغه غلام ،کرزی٠
بريالي دې وي اسلامي،ملي ا و ولسواک ځوکونه

دپاکستان دنوکرو او افغان دښمنو ځواکونو مو ر دې بوره شي

[img:c119d8c08b]http://www.payamewatan.com/images/Dr.Najibullah_praying-II.jpg[/img:c119d8c08b]


عادل عادل
18.08.2011

السلام علیکم

محترم ډاکټر څپاند صیب

هر څوک په خپل خپل ځای او دور کې مسوول دي، ما کله هم په دې ځای کې په پرتلیزه یا مقایسوي توګه نجیب مجرم ندی معرفي کړی، تاسو ډېر وبښی که د نجیب په غندلو مې ستاسو احساسات خدشه دار کړي وي، که فرض کړو تاسو د نجیب د مرګ په خبر سره اوښکې تویې کړې وي، نو دا هم لږ محسوسه کړی چې د نجیب په ژوند او واک کې د لسو کالو په هره ورځ او ساعت کې به داسې شیبې ډېرې کمې وې چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کليو او بانډو کې به په لسهاوو میندو، خویندو، کونډو او یتیمانو د هېڅ په ګناه اوښکې نه تویولې، یو ورغوی کابل څراغان او په لوڅو لپړو ښایسته وو،،،،، خو په درست افغانستان کې خلک د اور په تبی پاخه شول،،،، د ورځڼي ژوند د یوې برخې او اجبار په توګه د واده او جنازې ظاهري بڼه به یو شان ته وه او دواړه به د شپې په تیاره کې سرته رسېدل!

د یوې خپلواکه عادلې افغاني واکمنی د قیام او پایښت په تمه چې مړه او ژوندي مجرمین او جنایتکاران ټول یو یو محکمه کړي،،،، په همدي هیله


larghonay laraway
18.08.2011

عادله تاسو خو د طالبانو پلوي کوئ او هغوی ګواکې شرعيت غواړي نو ايا په شرعيت کې د يو بندي مجرم وژل په همدې ډول وي؟


عادل عادل
18.08.2011

السلام علیکم

لاروی لالا

زه د شرېعت ملا نه یم، خو نجیب معلوم الحاله او له شک نه وتلی مجرم، وطن پلورونکی، دین پلورونکی، او د مسلمانانو قاتل وو، مجازات یې په هر افغان باندې لازم ول، د حقوق بشر د دوه مخو ټېکه دارانو زړونه که درد کوي نو ستا په قول دا ګز او دا میدان، همدا اوس دې یې د عادلې محکمې غوښتنه وکړي، که له مرګ نه په کمه سزا محکوم شو، نو بیا دې منم چې په حقه یې، ،،،،،، لاسپوڅی کرزی چې د شهید داوود خان هډوکي موندلای شي، نو قاتلین یې ولې نشي محکمه کولای ؟ مالومه خبره ده چې پدې کار کې یې هدف د شهیدانو وینې نه بلکه د وولس په سترګو کې ننوتل وو.

نجیب که ای-اس-اي وژلای نو د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه به یې وژلای وای چې زمونږ او تاسو د یوې لسیزې هیلو په ملتیا یې کابل کې، تر نن پاتې، نفوذ وکړ.


پتوال
18.08.2011

[quote:09fc4934ae]نجیب که ای-اس-اي وژلای نو د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه به یې وژلای وای چې زمونږ او تاسو د یوې لسیزې هیلو په ملتیا یې کابل کې، تر نن پاتې، نفوذ وکړ.[/quote:09fc4934ae]
عادل صيب نجيب د ملګرو ملتو په نمايندګۍ کې تر څارنې لاندې و، خو ببرک کارمل ښکاره په ميکرويانو کې اوسېده چې
د ټول افغاني ناورين اصلي عامل و، داسې خو ISI هم نشو کولای چې کارمل دې په سر ګرځوي او نجيب دې اعدام کړي ! دا کار مسعود
او صبغة الله مجددي او هېڅ غير پښتون سياستوال نشو کولای، ځکه هغوی له پښتون قام نه ويرېدل ، خو په پښتنو يې دا کار کولو !


pattang
18.08.2011

انډيواله ځيني وخت داسې چېټيات ليکې چې دخندا وړوي :
نودا اوس يې ولې له پښتنو شځې جوړې کړې دي، غير له طالبه به بل کوم نر پښتون
غږ پورته کړی ! ، دغه تهمت او غلطه لار دې په جېب کې واچوه !

[quote:0124a87a03="پتوال"][quote:0124a87a03]نجیب که ای-اس-اي وژلای نو د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه به یې وژلای وای چې زمونږ او تاسو د یوې لسیزې هیلو په ملتیا یې کابل کې، تر نن پاتې، نفوذ وکړ.[/quote:0124a87a03]
عادل صيب نجيب د ملګرو ملتو په نمايندګۍ کې تر څارنې لاندې و، خو ببرک کارکل ښکاره په ميکرويانو کې اوسېده چې
د ټول افغاني ناورين اصلي عامل و، داسې خو ISI هم نشو کولای چې کارمل دې په سر ګرځوي او نجيب دې اعدام کړي ! دا کار مسعود
او صببغةدالله مجددي او هېڅ غير پښتون سياستوال نشو کولای، ځکه هغوی له [color=darkred:0124a87a03]پښتون قام نه ويرېدل [/color:0124a87a03] ، څو په پښتنو يې دا کار کولو ![/quote:0124a87a03]


ډاکتر څپاند
18.08.2011

عادل صيب سلامونه ومنئ،

والله چې دهر انسان په مړينه شديدا متاثر شوی يم ،دډيرو په مرګ م ژړلي او ديو لږ شمير افرادو لکه جنرال ضياالحق،نصير بابر او ورته شياطينو په مرګ که خوښ نه وم نو خفه هم نيم٠

که جنګي جرم دقضاوت معيار وي نو تر رشيد دوستم،جنرال معلک،احمدشاه مسعود ملا حقاني ،ملا سياف ،جنرال تڼي او ورته افرادو،نه ستر مجرمين په نړۍ کې لږ ليدل شوي دي٠

ما دمرحوم صدام حسين په اعدام چې د زرګونو په مرګ متهم وو هم ژړلي او که نن صبا قذافي،بشر ال اسد،ملا نصرالله او حتی احمدي نژاد د غرب په لاس ووژل شي نو زه به بيا هم اوښکې توئي کړم٠

دافغان ولس د څلورو لسيزو دغميزي عاملان کم نه ول او ندي،خو دډاکټر نجيب مرګ د صدام دمرګ پشان يو اثتثناي مرګ وو٠
اول خو زه دا درسره منلی نشم چې ډاکتر نجيب د افغان ولس دشهيدانو مسؤل ګڼل کيږي٠نجيب ديوه سياسي ګوند غړی،عسکر،افسر او رهبر وو٠
ددې ګوند د ناوړه کړنو په وجه يواځې ډاکتر نجيب نه بلکه په لسګونو زره
روښان انده او تعليميافته افغانان په غلطه لاره روان ول٠
خو ډاکتر نجيب ديوه با شهامته افغان په توګه ،په علني ډول د خپل ګوند او دولت پر ناوړه اعمالو اعتراف وکړاوحاضر شو چې په سوليز ډول دولتي واک دافغان ملت ناپييلو سياسي ځواکونو ته انتقال کړي٠معلومداره خبره وه چې داپاليسي دده شخصي ابتکار نه بلکه په نړيوال ډګر کې د قواوو دتوازن دبدلون په وجه رامنځ ته شوه٠

که نن نجيب ژوندی وی دافغان ولس په سياسي فضا کې به ديوې سترې تشې احساس نه کيده،دې نطاق،جذاب،مرکچي، تکړه سياستپوه،محبوب اوکرازماتيک لارښود وو٠دده په نشت کې دافغان ولس سترګې په هيڅ چا نه ډکيږي٠له ډيرې مجبورې ورځې د ډاکتر فاروق اعظم نوم هم په احتمالي مشرانو کې ياديږي،مګر دده کومه وينا يا کړنه دنجيب دپښو خاورې ته رسېدلی شي٠
ملا محمد عمر مجاهد چه څه دی هغه دده دشخصيت په وجه نه بلکه دده دسپېڅلې اسلامي عقېدې په وجه دی٠که نن ملاعمر وفات شي صبا ته به لس نور ملا عمره راپيدا شي،دا ځکه چې ولس په اسلام کلک ايمان لري٠خو نن ورځ دنړۍ په سطح،دسياسي پوهې،درايت،هوښيارتيا،مهارت او دملي ګټو پر بنسټ معامله ګر، ملي لارښونکو ته ضرورت دی نه يواځې مذهبي رهبرانو ته٠
همدا علت وو چه غرب او پاکستان په ګډه دنجيب دمرګ توطه طرحه او عملي کړه٠

او بيا،که ډاکټر نجيب مجرم وو نو دافغان ولس مجرم به وو،که هره سزا ورکوله هغه به دې افغان ولس د شرعي يا عرفي قوانينو پر بنياد  عملي شوی وی٠
خو ډاکتر نجيب د ISI ،زموږ دتاريخي دښمن ،پاکستان په لاس ووژل شو!


عبدالله خان
19.08.2011

السلام علیکم
زه نه غواړم چی دنجیب په ښه والی یا بدوالی څه ولیکم ، ظاهراّ نجیب د سولی او وطن پرستی خبری کولی خو باطن به یی الله (ج) ته معلوم وی
زه غواړم ددنیا داستعمارګرو ابرقدرتونو په توطیو وغږیږم چی څنګه کله چی زموږ نادان خلګ ژوندی وی ژوندی یی د خپلو خلکو په ضد استمعالوی او کله یی چی مړه کړی بیا یی نوم هم استمعالوی
نجیب څوک وو ؟

نجیب لکه زموږ نور په لس هاوو زره وطنوال چی د استعمارګرو په تبلیغ له خپلی نادانی غولیدلی وو د حزب دمکراتیک خلق افغانستان د پرچم د خاښی د پښتنو پرچمیان د ډلی غړی وو
شوریانو له خپل یرغل وروسته چی په افغانستان یی وکړ دپښتنی پرچمیانو په غاړه دوه ډیر مهم کارونه کیښوده

اول - دااستخباراتو (خاد) ریاست
چی همدی ریاست دشوروی درهبری او خلق دګوند درهبری په منځ کی د پله حیثیت لاره او دهمدی ریاست په واسطه شورویانو خپل ستراتیژیک اهداف په افغانستان کی عملی کول
او دهمدی ریاست يه واسطه شورویانو خپل ستراتیژیک سیاستونه د خلق ګوند رهبری ته بیانول
نو له همدی کبله نجیب او بعضی نور پښتانه پرچمیان په ډیرو مهمو رازونو پوهیدل
او دوهم
شورویانو دسرحد ها غاړی پښتنو لپاره پلان لاره چی د عوامی نشنل پارټی په واسطه دا پښتانه د پاکستان په ضد استعمال کړی او ددوی په واسطه پاکستان تجزیه کړی
چی دا کار یی هم د پښتنو پرچمیانو په غاړه ور اچولی وو
دمسکو څخه به مستقیمی پیسی د همدی پښتنو پرچمیانو په ادرس راتلی او وروسته به ددوی لخوا عوامی نشنل پارټی محمود خان او داسی نورو ته ورکول کیدی

کله چی دشوروی اتحاد سیاست په جهانی سطحه تغیر شو نو په دی سیاستونو کی یی هم تغیر راوست او د افغانستان په باره کی هم خپل سیاست تغیر کړ
شورویانو داسی تحلیل وکړ چی دغونډ افغانستان په نیولو کی ناکامه شوی دی خصوصاّ په جنوبی افغانستان کی یعنی دپښتنو په سیمو کی
خو دشمالی افغانستان لپاره دوی لا امید لاره دوی فکر کاوه چی دوی کولای شی چی په شمالی افغانستان کی ځان ټینګ کړی او هلته دځان دخوښی حکومت جوړ کړی
ددی پلان لپاره دوی خپل پخوانی پروتوکولی او جاسوس احمدشا مسعود په نظر کی نیولی وو
نور نو دشوروی او وروسته دروسیی ټول ستراتیژیک پلانونه د احمدشا مسعود په وجود کی عملی کیدل او په (ک ج ب ) د مسعود په نوم نوی شعبه پرانیستل شوه او پخوانی شعبه چی پښتنو پرچمیانو یی دارتباط دنده په مخ وړه په ټولویدو شوه
شورویانو ددی له خاطره چی پښتانه پرچمیان څه خطر ورته جوړ نکړی نجیب یی دافغانستان جمهور ریس کړ چی نجیب خپله دروغی جوړی برنامه شروع کړه
او نور غیر پښتانه پرچمیان او غیر پښتانه مجاهدین ازبک او هزاره ګان یی د مسعود په وجود کی را ټول کړه تر څو ددوی دوهم پلان عملی کړی
خو دهمدی ورځی نه د (ک ج ب ) لخوا د پښتنو پرچمیانو ترور شروع شو ځکه چی ابر قدرتونه خپل جاسوسان چی وخت یی تیر شوی وی یا یی خپل هیواد ته راولی او تر اخر د عمره یی ساتی او یا یی وژنی

د خاد په لسم ریاست کی چی دنجیب ورور یی ریس وو یو مدیریت وو چی مستقیم د (ک ج ب) لخوا اداره کیده
ددی مدیریت وظیفه دا وه چی چی ددولت اوحزب رهبرانو او لوړ رتبه مامورینو ته به یی بادی ګاردان تربیه کول او کنترولول

او زیاتره همدا پښتانه پرچمیان د خپلو باډیګاردانو لخوا ترور شول

که چیری صرف نجیب وژل شوای وای نو موږ به شاید دا منلی وای چی نجیب ای اس ای وژلی خو دا صرف دنجیب مرګ نه وو بلکی ټول د پښتنو پرچمیانو مشران د ک ج ب لخوا ترور شول
او په نجیب کودتا هم د ک ج ب لخوا ترتیب شوه خو نجیب دخپلی زیرکی له وجهی نه څو کاله تری ژوندی پاتی شو خو ک ج ب خپل جاسوسان چی وخت یی تیر شوی وی ژوندی نه پریږدی خصوصاّ چی ددوی نا فرمانی یی کړی وی
نجیب په ډیر مرموز شکل مړ شو چی معلومه نه شوه چی چا دا کار وکړ
خو( ک ج ب) دخپلو جاسوسانو لکه رازق مامون او نورو په واسطه غواړی چی اوس د نجیب له مرګه هم ناوړه استفاده وکړی او دخپل عمومی تبلیغ چی د پاکستان په ضد یی کوی جز وګرځوی


ډاکتر څپاند
19.08.2011

کيسه ده چې وائي: چا دګيدړې نه ديوې ادعا په هکله د شاهد پوښتنه وکړه،ګېدړې خپله لکۍ را پورته کړه چې دادی ځما شاهد :lol:

زه نپوهيږم چې په ځينو خلکو ISI څرنګه جادو کړې ده چې دنجيب دمرګ په هکله هم د ISI طرفداري کوي٠

درازق مامون ليکنه ما نده لوستې،مګر هغه څه چې دکابل ښار اوسېدونکو(ځما پشمول)پخپلو سترګو ليدلي دي،په دې مطلقه ګواهي وروي چې ډاکتر دطالب
دراتګ سره سم دطالب په لښکرو کې د ISI دافسرانو په امر او هدايت اعدام شو٠
داادعاچې ګواکې KGB دومره نفوذ درلود چې د طالب تر کنترول لاندې کابل کې، څوک ووژني،دخندا وړ ډرامه بريښي او بس!
دوژلو توان لري


عبدالله خان
19.08.2011

څپاند صاحب ک ج ب ته دومره په ټیټ نظر مګوره ک ج ب په افغانستان کی ډیر پراخ لاس لری

د افغانستان په ننی دولت کی هم ک ج ب ۳۰٪ حق لری د ملی امنیت وزارت نن هم ددوی لخوا اداره کیږی

ای اس ای پر ما جادو نه دی کړی بلکی زه دومره ساده نه یم چی په ساده تبلیغاتو غلط شم


جهانګیر خان
19.08.2011

[quote:8b1de5b958="ډاکتر څپاند"]
او بيا،که ډاکټر نجيب مجرم وو نو دافغان ولس مجرم به وو،که هره سزا ورکوله هغه به دې افغان ولس د شرعي يا عرفي قوانينو پر بنياد  عملي شوی وی٠[/quote:8b1de5b958]

ډیره ښه په ځاي خبره.که ګهنګار و د خپل هیواد او خلکو ګهنګار و .
[quote:8b1de5b958="ډاکتر څپاند"]

خو ډاکتر نجيب د ISI ،زموږ دتاريخي دښمن ،پاکستان په لاس ووژل شو![/quote:8b1de5b958]
سل فیصده صحیح خبره ده.
چټلستان په اصل کې اوس د یو غچ قراضداره دي.


پتوال
19.08.2011

[quote:2ceb332876]نودا اوس يې ولې له پښتنو شځې جوړې کړې دي، غير له طالبه به بل کوم نر پښتون غږ پورته کړی ![/quote:2ceb332876]

پتنګه څه ړوند خو به نه يې ، آيا ته د هغه وخت او دې وخت تر منځ فرق هم نشې ليدای ، هغه وخت په هيواد کې نه شوروي اشغالګر او نه امريکايي اشغالګر د
نن غوندې د حکومت تر څنګه موجود و ، افغانستان آزاد و ، نو آيا په آزاد افغانستان کې څوک د پښتنو له ملاتړ پرته حکومت کولی شي (؟) او
چې نه يې شي کولی نوله پښتون قام نه به دومره هم نه ويريږي چې څه يې زړه وغواړي هغه ظلم ورسره وکړي ؟؟؟؟
نجيب د ملل متحد د نمايندګۍ مصونيت درلود او د ملا رباني حکومت پخپله د سقوط په حال کې و نود نجيب داعدام جرئت به يې څنګه کړی وای
خو تر هغه وخته يې نجيب (هغه هم له ملل متحد سره ) وساته تر څو چې په بل پښتون يې ووهي !
دا کار دوی ته ډير آسانه دی چې يو پښتون په بل پښتون ووهي ( لکه تره کی په امين او امين په شوروي وهل) خو دا کار پښتنو ته ډير سخت ښکاري چې
په خپلو منځو کې دې د قدرت په سر هم يو بل ونه وهي (!!!!! )
او بيا چې داخلي خاينانو بهرنيو استخباراتو يې هم په کونه کې ګوتې وراچوولې وي (!!!!) .


محمود سعيد
20.08.2011

عادل صیب لیکلي:
[quote:e5ec028f21]مګر تاسو د طالبانو خواخوږي نه یاست ؟ [/quote:e5ec028f21]
کوم طالبان عادل صیب؟
هماغه طالبان چې د نصرالله بابر د لاریو په کاروان کې چې له کوټې نه ترکمنستان ته روان وو، راوټوکیدل او بیا ېې د برچې په زور پښتون اولسونه له یوې مخې بې وسلې کړل او تړلي لاسونه ېې د لیوانو په خوله کې واچول!؟

او که هاغه چې زموږ له مسجدونو او مدرسو څخه د اسلام د سرلوړۍ لپاره له دوی سره یو ځای شول او بیا په ډله ایزه توګه په لیلی دښته کې له خاورو لاندې شول؟؟؟
هو د دوهمې ډلې او ورسره د هغو زړورو مجاهدینو چې د لویدیځ د ښکیلاک پر وړاندې یوازې د الله لپاره جګړه کوي، کلک خواخوږی او ملاتړی یم.

[quote:e5ec028f21] او یا تر ټولو مبهمه د سپتمبر 11 مه، او داسې نورو پېښو د کوایفو مالومول د یوه مسلمان لپاره ځکه بې ګټې دي، چې په دې پېښو کې اسلام او مسلمانانو ته زیان نه دی پېښ[/quote:e5ec028f21]
ولې د عراق او افغانستان په زرګونه بیګنا مسلمانان شهیدان کیدل د همداسې شیطاني پلانونو پایله نه وه؟ او که نه هغه پیښه هم له شهید اسامه سره تړئ؟
زه له یوه اړخه خپله نجیب د یوه قاتل، وینې څښونکي او غلام په توګه پیژنم، خو له بل لوري ېې د هغه دا رنګه قتل او هغه هم د ناپاکستاني وژونکو له لوري په هیڅ توګه د بښنې وړ نه بولم، طالبانو تر پایه په خوښه او یا ناخوښه د نجیب د وژلو پړه منلې وه او مني ېې، خو دا باید معلومه شي چې د دې لوبې اصلي لوبغاړي څوک وو؟
عبدالله خان لیکلي:

[quote:e5ec028f21]او په نجیب کودتا هم د ک ج ب لخوا ترتیب شوه خو نجیب دخپلی زیرکی له وجهی نه څو کاله تری ژوندی پاتی شو[/quote:e5ec028f21]
ظالمه دا څه ډول ژوندي پاتې کیدل وو، هغه مهال خو د مسعود په چاپیریال کې هسې هم د ک ګ ب واکمني وه، څه فکر کوئ چې ک ګ ب په طالبانو کې تر مسعودیانو زیات اغیز درلود؟
هو که داسې ووایاست چې دا د ک ګ ب او آی اس آی ګډه لوبه وه نو سمه ده.


عادل عادل
20.08.2011

السلام علیکم

سعید صاحب پوښتلي:-

[quote:27723b85a9]کوم طالبان عادل صیب؟ [/quote:27723b85a9]

هغه طالبان چې پرون یې په کابل ښار کې د انګستان هېواد په فرهنګي خونه کې د افغانستان د خپلواکی د استرداد 92 یمه کلیزه په مېړانه سره ولمانځله!!

محترم سعید صاحب

ددې پر ځای چې سیاسي بحث وکړو، ولې د خپلو عامو خلکو په ملاتړ کې حقایق ونه وایو:-

زه ای-اس-آی غندم،د شیطان زامن اود افغانانو دښمنان یې ګڼم، خو دا به هم زمونږ او تاسو سادګي وي، چې د خدای ج ټول کارونه د ای-اس-آی د لاس محصول او ابتکار وګڼو.

زه به د نجیب د وژلو په اړه یو مثال درته تېر کړم،

یو فوځي کمونست پښتون چې لاسونه یې د خپلو کلیوالو او سیمې د بې ګناه خلکو په وینو سره او له شک نه وتلی پېژندل شوی سړی وو، په لسهاوو ځله یې پخپله پلرنی سیمه بمونه اورولي وو، او په سلهاوو ولسي وګړي یې شهیدان کړي وو، نوموړی د رباني په وخت کې د شورای نظار سره د ایتلاف په ډله کې پاته شوی مهم افسر وو، حکمتیار صاحب چې په چاراسیاب کې سنګر نیولی وو، هڅه کوله د راکټ-باران تر څنګ د کابل په ایتلاف کې پښتانه کمونستانو سره اړیکه ټینګه کړي، په دې لړ کې یې له نوموړي سره هم اړیکه ټینګه کړه، د خدای کارونه دي )نه د ای-اس-ای( ، د همدې مجرم فوځي کمونست یو عادي کلیوال د مشر په دفتر کې حوالدار دی، او مشر ته ددې مالومات نشته، خبره داسې شوه چې مشر له کمونست افسر سره مستقیما ټلیفوني خبرې کوي، د سر تضمین یې کوي او چهاراسیاب ته یې رابلي، په یوه مشخص وخت کې هغه د لومړی کرښې دې غاړې ته یوې مشخصې نقطې ته رابلي تر څو د مشر د خاص ګروپ موټر ورشي او د جلسې لپاره یې په ټاکلي وخت مشر ته راولي، کلیوال حوالدار ته چې پته لګي نو په عین وخت کې د خپلې سیمې مجاهدین پرې خبروي، کلیوال مجاهدین د مشر د لیګلي موټر نه مخکې ځای ته رسي، او جنرال صیب اوچتوي، ساعت وروسته د مشر له خوا لیګلی موټر ناهیلی او تش لاس راګرځي، او په دوهم ساعت کې هماغه کلیوال مجاهدین منتظر مشر ته د یوه شاباسي تر څنګ خبر ورکوي چې دده مېلمه یې د خپلو شهیدانو په غچ کې د ریشخورو په غار ننه سیمه کې چانواری کړی دی.

په همدې ډول ټولو ته به په یاد وي چې په همدې توګه یو بل مجرم هم یاسر وردګ په خپله تومانچه وویشت او د خپلو تېرو اعمالو په سزا یې ورساوه.

زما مطلب دلته دا دی چې نجیب که هر څو هم یو شخصیت وو، خو کله هم د لبنان د سعید حریري په شان یو بې ازاره مرغه نه وو، چې لاسونه یې د هېڅ انسان په وینو نه وو ککړ او نړیواله محکمه یې نن سبا د قاتلینو مالومول غواړي،،،،،بلکه نجیب د خپل واک په اوږدو کې په زرهاوو کورنی د غم په ټغر کېنولې وې، نو محاله برېښي چې دده تر مظلومو افغان پوروړو وړاندې به د ای-اس-ای لاس دده و مری ته رسېدلی وي.

دروند پتوال صیب

چې وایي پښتانه په پښتنو وهل، رباني باید هم نجیب نه وای وژلای، ځکه چې نجیب د افغانستان په شمالي سیمو یو بم هم ندی اورولی، خو په خپله پکتیا یې د بمونو بارانونه کړي، په لنډ عبارت نجیب د پښتنو د وینو پوروړی وو.

او ښاغلی ډاکټر صاحب څپاند

قاتل او جنایتکاره دوستم چې تر اوسه ژوندي ګرزي ، ما هم ځوروي، خو دده د ژوندي پاته کېدو سبب دادی چې د نجیب خلاف یې نه خپل قوم وژلی نه یې بمونه پرې اورولي او نه یې خپل ازبکان او ترکمنان د زندان د پنجرو تر څټ په وحشي توګه شکنجه کړي دي.


پتوال
20.08.2011

ښاغلی عادل صيب ليکي
[quote:791d36d293]رباني باید هم نجیب نه وای وژلای، ځکه چې نجیب د افغانستان په شمالي سیمو یو بم هم ندی اورولی، خو په خپله پکتیا یې د بمونو بارانونه کړي، په لنډ عبارت نجیب د پښتنو د وینو پوروړی وو. [/quote:791d36d293]
په دې کې هېڅ شک نشته ، په خپل ګوند کې يې هم خلقي پښتانه ډير وژلي وو ، د مجيب دوښمنان دير و ، نو په اعدام يې عجله ولې، د څه له پاره او د چا له خوا کېدله چې له محاکمې پرته يې چارماري کړ ؟؟؟؟
په عجله کې يې د چا ګټې خوندي وې ؟؟؟؟؟ لکه د امين په وژلو کې چې عجله د KGB کار و او د اشغالګرو له خوا اعدام شو د نجيب په وژلو کې هم ضرور د بهرني استخباراتو لاس و، غالبا د KGB اندازه د اشغال په حالت کې !
که نه له محاکمې پرته په دومره عجله د نجيب وژل نشي توجيه کېدای .
وايي غل په غلا او ايجنټان په جاسوسۍ کله اعتراف کوي، که نه د نجيب په اعدامولو کې د ISI لاس ، له القاعدې سره د طالبانو تړاو او دالقاعدې اوه ISI همکاري( اسامه په ايبټ آباد کې پټ ساتل) د ISI په لاس طالبانو ته مرستې وېشل، او دISI د هر ظلم او هر جنايت په وړاندې د طالب مشرانو خب چوپ
پاتې کول او نور ډير شواهد ټول ثابتوي چې لږ تر لږه د طالبانو هر قوماندان خدای مکړه د ISI غړيتوب لري .
څنګه چې د کرزي د حکومت لوړ پوړي او منځپوړي چارواک، د نجيب او کارمل د حکومتوتونو لوړ پوړي او منځپوړي پرچمي ګونديان ،
لوړ پوړي خلقيان او مجاهدين ټول د بهرني حاميانو د استخباراتو غړيټوب درلود، يوې خوا د KGB او بلې خوا د ISI په غړيتوب کې
ښکېل وو ، نو طالب لوړ پوړي او منځپوړي به ولې او په کوم کمال له دې څخه استثنا جوړوي او بيا به
د پاکستان مرسته ورسره آن د امريکا ددوستۍ په قيمت هم روانه وي ؟؟؟؟؟
د پاکستان ټول پښتانه پوځي کارکارکونکي دISI غړي دي ، نوڅه فکر کوئ چې لر اوبر لوړپوړي او منځپوړي پښتانه طالبان به يې له دې
خدمت څخه مستثنی پرېښودې وي ؟؟؟؟


عادل عادل
21.08.2011

السلام علیکم

محترم پتوال صاحب

ما پخپله پورته لیکنه کې د خلکو په کردار رڼا اچولې وه، پدې مانا چې که سیاسي تنظیمونه د خلکو د ارادو سره سم او په خپل وخت عمل ونکړي، نو خلک به د چانس په وخت کې خپل کار کوي.

له بلې خوا دا چې نجیب د خپل شرمېدلي زوال څخه تقریبا پنځه کاله وروسته له محکمې پرته ووژل شو، نو دې ته تاسو بیړه او عجله ویلې ده، نو که نه وای وژل شوی، نو ایا ستاسو د بیړې/عجلې قید به تر اوسه هم، چې دادي 15 نور کلونه هم پرې اوښتي، معتبر یا valid نه وای پاته؟

ایا همدا نه بیړه او د معلوم الحاله قاتلینو او جنګي جنایتکارانو په اړه زمونږ د عادلې محکمې خوبونه، چې خدای خبر کله به رښتیا کیژي، ددې سبب نه دي شوي چې جنګي جنایتکاران زمونږ او تاسو په وړاندې لا زړور او د چارو واک او ځواک دواړه په لاس کې واخلي، لکه چې دا اوس دي؟؟؟

نو په داسې یو ناهیلي حالت کې، زما په نظر د ورته معلوم الحاله مجرمینو، ملي خاینینو، او جنګي جنایتکارانو محض ورکېدل مطلوب دي، هغه که په صحرایي محکمه وي، که په اسماني آفت او يا هم په طبیعي ځنګدن سره.


ډاکتر څپاند
21.08.2011

عادل صيب بيا هم سلامونه،
لوی خدای ج دې د پرديو نوکرو دولتمدارانو ته دومره عمر ورکړي چې لااقل ديوۀ دعادلانه محکمې زېری راباندې وشي٠ 8)


larghonay laraway
22.08.2011

عادله ګله !
زه پوهېږم او ستا د ليکنو له مخې په دې بېخي یقيني يم چې ته د شرعيت ملا نه يې!
ما هم دا نه دي ويلي چې نجيب مجرم نه ؤ، يا کمونيست نه ؤ.
خو ايا د يو کافر جنګي بندي مجرم وژنه په شرعيت کې همدسې وي لکه د نجيب؟
زه بيا هم پوهېږم چې ته په شرعيت نه پوهېږې او ځواب نه لرې خو تاسو ته په کار ده چې د داسې وژنو ملاتړ هم ونه کړئ ځکه چې نه پوهېږئ هسې نه چې ګنهګار شئ!
مننه


عادل عادل
22.08.2011

السلام علیکم

محترم لاروی صاحب

لکه چې روژې وار خطا کړي یاست، خیر دومره نه ده پاتې، خدای ج مو عبادتونه پکې قبول کړه او دخیر دعاوې مو هم مستجابې شه، آمین

بحث د نجیب پر سر دی چې چا وواژه؟
د بحث ځای هم د اسلام او شریعت خونه نه ده؟
ما هم پر شرېعت د پوهې او بشپړ عمل دعوی نده کړې؟
نجیب د "بد ګرځي بد به پرځي" بلا وخوړ!
نو
له شرېعت او زما له پوهې نه مو په دې ځای کې مطلب څه دی؟

[quote:914c7b3c57]عادله ګله !
زه پوهېږم او ستا د ليکنو له مخې په دې بېخي یقيني يم چې ته د شرعيت ملا نه يې! [/quote:914c7b3c57]

خو ستاسو په اړه، د غبرګون په توګه یې نه درته لیکم، بلکه ستاسو د لیکنو له مخې، زه بیا په دې ښه یقیني یم چې تاسو یانې لاروی صاحب د مزیدې پوهې، ملاتوب، سیاستمداری، تحلیل، لیکوالی، خبریالی او پراخه تجربې سره سره تر اوسه متاسفانه نه خو خپل ځان پېژندلی او نه مو هم افغانان پېژندلي دي، او دا حالت مو ډېر اسباب لرلای شي چې یو یې هم په محروم ماحول کې د راټوکېدنې تر څنګ پر ځان نه باور دی چې د انسان وجود ته تلپاتې سرایت کوي.

ددې لپاره چې ګنهګار نشې، د جنګي جنایتکارانو د سر خیر غواړه، وبه ګورو چې خدای ج ستا خولې ته ګوري او که د مظلومو افغانانو سوو آهونو ته!


larghonay laraway
22.08.2011

سلامونه!
ګوره عادل صيب!
د روژې نوم به نه بدوو. خو تاسو کله کله له روژې پرته هم وارخطاکېږئ!
دا خو د نجيب د وژنې بحث دی چې چا وواژه؟
تاسو ليکلي وو:
[quote:6531aff6df]زما په نظر د مسلمان لپاره د یوې داسې پېښې څېړل او د هغې د اسبابو مالومول چې اسلام او مسلمانانو ته پکې زیان نه وي اوښتی، د وخت ضیاع ده.[/quote:6531aff6df]
دا چې د وخت ضياع ده نو بيا ولې بحث کوې؟

ما ځکه درته ليکلي وو چې شرعيت کې د يو بندي د وژلو او محاکمې حکم څه دی چې تاسو هر وخت د طالبانو ملاتړ کوئ او هغوی د شرعيت دعوه کوي!
له دې معلومېږي چې تاسو جناب تش د جنګ طرفدار يئ او د بس!
کنه نو هغه څوک چې له يو سياسي بهير سره ځان تړلی بولي نو بايد د هغه بهير يا خوځښت ټوله تګلاره ومني!
ضروري نه ده چې تاسو دې په شرعيت پوه شئ خو دا ضرور ده چې د خپل ګوند يا ډلې دفاع وکړئ چې د کومې محکمې، کوم قاضي او کوم شرعيت له مخې يې نجيب په دار وځړاوه.
زه دا نه وايم چې نجيب به کمونیست او مجرم نه ؤ. بلکې زه وايم نجيب کافر بندي ؤ خو په شرعيت کې د بندي د وژلو او ساتلو خپله طريقه ده او مسلمان بايد ترې خبر وي.

ټوکه:
عادل صيب که ځان هم نه پېژنم نو باور وکړه چې ستا دليل او منطق پېژنم)
راتلونکی اختر دې مبارک شه!


محمود سعيد
07.09.2011

د افغانستان اسلامي دولت
د استخباراتو لوی ریاست
پوښتنه: تاسې د یو سوال په ځواب کې ویلي چې دا کارت د یو تعداد کسانو سره دی چې نومونه مو هم واخستل خو دا کارت مربوط آی اس آی د نظامیانو پورې دی.
ځواب: زه دا درته وایم چې دا د پټې خبره نه ده، موږ هر یو ملا محمد حسن اخند، ملا رباني اخند، ملا عزت الله اخند، ملا غوث اخند، ملا عباس، ملا جلیل، قاري احمدالله، موږ ټول دا کارتونه لرو او دا رسمي خبره ده. هر چا چې زما د توقیف او تحقیق امر ورکړی هغه د تحریک طلبه اسلامي او د پاکستان دښمن دی او زه وایم چې د دې کار شاته د هغه پرچمیانو لاس دی چې د قاري احمدالله سره دي او غواړي چې د پاکستان او افغانستان دوستي خرابه کړي.
امضا: غرزی خواخوږی، د طالبانو د استخباراتو مرستیال
http://www.afghanasamai.com/Dscutions-poleticalcullture/afghanasamai-2011/secondFinalNajeeb.pdf


پتوال
10.09.2011

د سکالو دليکونکي اصلي پوښتنه دا وه او همدې پوښتنې ته بايد د طالبانو هر مدافع خپل ځواب ووايي :

[color=darkblue:77f04eaa42](( په دې سندونو کې د پاکستان پراخه لاسوهنه څرګنده شوې او ورسره دا هم په ډاګه شوې چې ګواکي د طالبانو ټول لوړپوړي غړي د ای اس آی غړي وو او د هغوی کارډونه ېې له ځانه سره درلودل؟
په دې اړه د طالبانو د خواخوږو سپیناوی څه دی؟)) [/color:77f04eaa42]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more