د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

موږ ولي داسي یو؟ - ډاکترفاروق اعظم

طالب ISI
15.08.2011

موږ ولي داسي یو؟ - ډاکترفاروق اعظم
Sunday, 08.14.2011, 11:30am (GMT)

فاروق اعظم
کله چی احمدشاه بابا د یوې لويي امپراتورۍ تر جوړیدو وروسته د کندهار په توبه کی وفات سو (۱۷۷۳ میلادی)، سلطنت يې دده د زامنو د بی اتفاقۍ په وجه له اولی ورځی بیخونده سو.احمدشاه بابا ۸ زامن درلودل:تیمورمیرزا، سلیمان میرزا، شهاب میرزا، سنجر میرزا، یزدان بخش میرزا، سکندرمیرزا، داراب میرزا و پرویز میرزا. د احمدشاه بابا ځای ناستی (تیمور میرزا) د پلار د وفات په وختکي په هرات کی وو. هغه وخت لاري خرابی او د حمل و نقل وسائل حیوانات وه؛ د خبر رسولو ذرائع هم کمزوري او ابتدائي وه. سلیمان میرزا په کندهار او تیمور میرزا په هرات کی ځانونه پاچاهان اعلان کړل. تیمور میرزا د پلازمیني (کندهار) پرخوا حرکت وکړ.کله چی تیمور کندهار ته ورسید، سلیمان یی بندی او د پلار د لوی وزیر (شاه ولیخان) په شمول یې ډیر مهم مشران مړه، بندي او یا فرار کړل.هرځای بغاوتونه ورته جوړ شول. څرنګه چی نور یې په کندهار کی ځان مطمئن نه ګاڼه او د پلار پر ملګرو یې باور نه درلود ولو هرڅومره پوه، تجربه کار او لائق جنرالان وه، نو پلازمینه یی له کندهاره کابل ته نقل کړه ترڅو هلته نسبتا مطمئن وي. خو بیاهم تیمورشاه خپل د پاچهی اکثره وخت د بغاوتونو په ټکولو تیر کړ او په کال ۱۷۹۳ وفات سو.د تیمورشاهله لسو ښځو څخه ۲۳ زامن پاته سول: همایون میرزا (له سدوزۍ موره)؛ محمود میرزا او فیروزالدین میرزا (له پوپلزۍ موره)؛ .عباس میرزا او کهندل میرزا (لهاسحاقزۍ موره)؛ زمان میرزا او شجاع الملک میرزا (له یوسفزۍ موره)؛ احمد سلطان میرزا، محمد سلطان میرزا او یزدان بخش میرزا (له نورزۍ موره)؛ کشورمیرزا، سلطان علی میرزا او نادر میرزا (د نادرافشار له لمسۍ څخه)؛ ایوب میرزا او حسن میرزا (له پوپلزۍ موره)؛ اشرف میرزا، مظفر میرزا او جهان والا میرزا (له اڅکزۍ موره)؛ محمد مراد میرزا، میرانی میرزا او حسین میرزا (له محمدزۍ موره)؛ هاشم میرزا او شاپورمیرزا (د محمد شاه کورګانۍ له لور څخه). تیمورشاه په داسی حال کی مړ سو چی ولیعهد یې نه وو معلوم کړی، که څه هم مشر زوی یې همایون وو.

د تیمورشاه تر مرګ سمدستی وروسته د هغه دوه ویشت کلن او پنځم زوی (زمان میرزا) خپل ټول وروڼه، په استثنا د فیروزالدین او محمود چی هغه وخت په کابل کی نه وه، بندیان کړل. ده خپل مشر ورور(همایون میرزا) ړوند کړ او له نورو یې بیعت واخیست اوځان یې په ۱۷۹۳ کی د افغانستان پاچا اعلان کړ. پاینده خان او ډیر نور مشران یې هم مړه او یا بندیان کړل. پاینده خان د جمال خان زوی وو؛ جمال خان د احمدشاه بابا په پاچا کیدو کی مثبت کردار ادا‌ کړی وو نو ځکه شاه ته محترم وو. د احمدشاه بابا په حکومت کی د جمال خان د زامنو(رحیمدادخان، بهادرخان، هارون خان) کار ښه جوړ وو.د احمدشاه بابا زوی (تیمورشاه) هم د جمال خان د کورنۍ احترام کاوه او د جمال خان بل زوی (پاینده خان) ډیر ورته نژدې او ارشد وزیر یې وو. خو شاه زمان هغه مړ کړ.

شاه زمان د فیروز میرزا، محمود میرزا او فتح خان (د پاینده خان زوی) څخه په آرامه پاچهی ونکړای سوای. بالآخره، محمود میرزا هغه ونیو او ړوند یې کړ او ځان یې پاچا اعلان کړ. شاه محمود هم دخپل ورور(شجاع الملک میرزا) له لاسه چی د شاه زمان سکه ورور وو په آرامه پاچهی ونکړای سوای. په ۱۸۰۴ کی شاه شجاع وتوانیدی چی شاه محمود ونیسی، بندي یې کړي او خپله پاچا شي. شاه محمود له بنده وتښتید او بیا یې بغاوت وکړ او له شاه شجاع څخه یی په کال ۱۸۰۹ کی پاچهی ونیول. خبره دلته ختمه نشوه بلکه د پاچهی پر سر د شاه زمان او شاه محمود د زامنو (قیصر میرزا او کامران میرزا) ترمنځ جنګونه وه. د شاه محمود د زوی (کامران میرزا) د خپل پلار د ارشد وزیر (فتح خان) څخه ښه نه راتله. خو فتح خان د پلار او نیکه څخه په وطن کی پراخ نفوذ درلود. هغه هوښیار او بانفوذه سړی وو او شاه محمود ته یې پاچهی ګټلې وه.فتح خان د خپلو خدمتونو په بدل کی د شاه محمود لخوا ارشد وزیر مقرر وو. هغه خپل ۲۱ وروڼه د دولت پر حساسو ځایونو مقرر کړیوه. د دوی ټولو پسې اخیستل څه آسانه کار نه وو. کامران، لومړی د خپل پلار نظر واړاړوه او په یوه بهانه یي فتح خان ړوند او بیا یې بند پر بند پرې کړ. د فتح خان وروڼو بغاوت وکړ او د سدوزو سلطنت یې نسکور کړ (۱۸۲۶ میلادی). په دغه ډول د احمدشاه بابا اولاد د عدم تفاهم، بی اتفاقۍ او خپلمنځی جنګونو په وجه پراخ سلطنت له لاسه ورکړ.

امیر دوست محمد خان (د فتح خان ورور) د سدوزو څخه حکومت ونیو. هغه شل وروڼه درلودل او دوی هم د سدوزی شاهانو پشان د پاچهۍ پرسر یو د بل سره سخت وډزول؛ ځینی وروڼه په جنګو کی مړه او ځینی یې په بندیخانو کی خاوري شول. د امیر دوست محمدخان تر وفات وروسته د سلطنت پر سر د هغه د ۲۴ زامنو ترمنځ هم ډیر خونړي جنګونه وشول؛ امیر شیرعلی خان وروڼو آرام ته پرینښود او پاچهي به ددوی په منځکی د توري په زور لاس په لاس کیده، ترڅو ځینی ولاړه.

په ۱۹۲۹ کی نادرخان په افغانستان کی پاچا سو.څلور کاله ورسته هغه ووژل شو او وروڼو یې د هغه ۱۹ کلن زوی (محمد ظاهر) پاچا کړ (۱۹۳۳). خو حکومت عملا تر ۲۰ کالو پوري د ظاهرشاه اکاګانو کاوه. په ۱۹۵۳ کی د شاهي کورنۍ زاړه نسل ځای خپل نوي نسل ته پریښود. ظاهرشاه همهغسی پاچا پاته شو؛ داؤدخان صدراعظم، نعیم خان وزیر خارجه او سردار ولی د مرکز د عسکري قواؤ مشر وټاکل شو. قدرت نوي نسل ته وسپارل سو خو د صلاحیتونو پر وېش یی تجدید نظر ونکړه شو. کله چی نادرخان پاچا وو نو ورور یې (محمد هاشم خان) چی تر نورو وروڼو مشر وو، صدراعظم وو. کله چی نادرشاه مړ شو او پر ځای یې ځوان او بی تجربه (ظاهر خان) په کورنۍ کي د اتفاق ساتلو په خاطر پاچا وټاکل شو، د ظاهرشاه اکاګان مجبور وه د پاچهی کارونه ترهغو خپله سمبال کړی ترڅو اولادونه یی تجربه حاصلوي. په دی ډول محمدهاشم خان د صدارت په چوکۍ کی د پاچاهی په صلاحیت کار کاوه چی ټوله کورنۍ ته قابل قبول وو. کله چی محمد هاشم خان استعفی وکړه، د هغه ورور شاه محمودخان صدراعظم شو. هغه هم د صدارت پر چوکی د هاشم خان پشان د پاچهی په صلاحیت کار کاوه او په کورنۍ کی د کشرانو ورباندی اعتراض نه وو؛ دا ځکه پاچهی همدغو مشرانو نیولی وه. کله چی شاه محمودخان استعفی وکړه او داؤدخان صدراعظم شو (۱۹۵۳)، هغه د دوو اکاګانو په صلاحیت د صدارت پر چوکۍ کار کاوه چی دا په کورنۍ کی نوی نسل ته په زړه کی د قبول وړ نه وه. داؤدخان د ظاهرشاه په شان دوهم نسل او ترهغه په عمر او رتبه کم وو. ظاهرشاه او سردار ولی د داؤدخان بی حد او حصر صلاحیت په زړه کی نسوای زغملای. څرنګه چی په افغانانو کی د تفاهم ژبه ډیره کمزوره ده نو د ظاهرشاه کورنۍ هم، حتی مشرانو یې لدې ویري هسي نه چی خوابدی رامنځته شی پردغه مشکل پخپل منځکی غور ونکړ. دوی د صلاحیتونو تجدید نظر ته یا حاضر نشول او یا اصلا متوجه نشول. بل لوی مشکل داوو، څرنګه چی زموږ شاهانو ته د هیواد ګټی لومړیتوب نه درلود بلکه خپل اقتدار ورته لومړۍ وو نو په کورني نزاکتونو کی به تل راګیر وه. موږ ډیر وخت د یو کوچني نزاکت او خوابدۍ د مخنیوی په خاطر لویی تباهی ته تللي یو. د آل یحیی د کورنۍ په مورد کی همداسی وشوه. ظاهرشاه دا موضوع په کورنۍ کي نشوای مطرح کولای چی د صدارت د صلاحیت پر حدود دي غور وشي، هسی نه چی څوک ووایی د ځان لپاره ډیر قدرت غواړي خو عملا راضي نه وو.په ۱۹۶۳ کی یی داؤدخان ته وویل چی هرځای ولسی انقلابونه دی او موږ هم له هغو څخه په امان نشو پاتیدای.ددی لپاره چی اقتدار تل زموږ سره پاته وی موږ باید په نظام کی تغییر راولو. موږ باید په ولس کی کار وکړو او د ولس (پارلمان) له لاری هم قدرت خپل کړو چی په دی ډول به هم پاچهی زموږ په لاس کی وی او هم به حکومت. پاچا به د ملی وحدت د سمبول په حیث او اجرائیوي واک به د صدراعظم سره وی. داؤدخان چي نه غوښته ټول عمر یې د خاندان خولۍ پر سر او دهغه په موافقه د صدارت پر چوکۍ ناست وي او د ظاهرشاه سره یې پر صلاحیتونو کشمکش وي، موافقه وکړه چی استعفی وکړي، نوی اساسی قانون جوړ او مشروطه شاهی ته لار هواره کړي. داؤدخان خودخواه سړی وو او په دی فکر يې استعفی وکړه چی اساسی قانون به ژر جوړ شی او دی به د ولس لخوا تر اوس په ډیر واک صدراعظم شي. د اساسی قانون جوړیدل دوه نیم کاله وځنډول شو؛ په فوج او حکومت کی د داؤدخان طرفداران ټول لیری کړل شول او چی ظاهرشاه ښه متیقین شو چی نور د داؤدخان وزرونه وتړل شول، اساسی قانون یی لویی جرګی ته وړاندی کړ. په اخیره کی یي یوه ماده اساسی قانون ته داخله کړه چی د شاهی کورنۍ څوک نه وکیل او نه وزیر کیدای شی. دلته داؤد خان په ځان پوه شو چی دا ټوله پروژه دده په مقابل کی یوه دسیسه وه.هغه عقده واخیسته او فیصله یې وکړه چی په هرقیمت وی قدرت به نیسی او ظاهرشاه به عزل کوي. هغه اوس یوازی وو او په فوج کی یی پخوانی ملګري نه وه. په فوج کی بیله روس پلوه کمونستان بل داسی منظم قوت نه وو چی دی لاس پر تکیه کړي. د هغوی مرسته یی پدی فکر وغوښته چی کار به ځینی واخلی او بیا به یې خوشي کړي؛ داځکه دی پوهیدی چی د افغانستان خلک مسلمانان دی او کمونیزم نه منی. هغه پدې هم پوهیدی چی د کمونستانو ترشا شوروي اتحاد ولاړ دی خو بله چاره یی نه لیده او ویل یی چی اوس خو به کار ځینی واخلم بیا به ګورو.

داؤدخان د کمونستانو په مرسته کودتا وکړه او پاچهی یی ونیول. کمونستان هوښیار او د شورویانو مشوره ورسره وه، پخپل وار یې له داؤدخانه اعظمی استفاده وکړه. په یوه اونۍ کي یی دوه سوه خلقی معلمان ولسوالان مقرر او په فوج کی یی هم خپل کمونستان پر لوړو چوکیو ځای پرځای کړل؛ ملي او مسلمان مفکرین یې مړه، بندیان او فرار کړل او په دی ډول یی عملا ټول هیواد په کنترول کی راوست. څه وخت وروسته چي داؤد خان د ملت د فشار په وجه مجبور سو چی له کمونستانو څخه لار بیله کړي، ویې نکړای سوای. همهغه دده ملګرو او اعتمادي کمونستانو دی او دده د کورنۍ نور شپاړس تنه ښځي، نر او ماشومان په ډیره بیرحمۍ قتل کړل.حکومت او مملکت ټول د تباهی سره مخ سول چی تراوسه یی لړۍ روانه ده.

لکه وزیر فتح خان او وروڼو یې چی شاه محمود ته پاچهی وګټل، داسی ببرک او کمونست ملګرو یې هم داؤد خان ته حکومت ونیو. لکه وزیر فتح خان چی د موقع څخه په استفاده خپل وروڼه ددولت پر حساسو منصبونو مقرر کړل، همداسی کمونستانو هم وکړه. لکه شاه محمود چی وروسته غوښته ځان د فتح خان له نفوذ څخه خلاص کړي خو ویې نکړای سوای، سر او پاچهی یی دواړه پکښی ولاړل؛ همداسی داؤدخان د کمونستانو او روس له جاله د ځان په خلاصولو ونه توانیدی او سر، کورنۍ او پاچهی یی ټول ولاړل.لکه هلته چی شاهی کورنۍ پخپل منځکی تفاهم نه درلود، یودبل سره یی ووهل، پاچهی یی له لاسه ورکړه او ذلیل شول، دلته هم ظاهرشاه او داؤدخان د عدم تفاهم په نتیجه کی خپل ځانونه، کورنۍ، قوم او وطن ټول خوار او تباه کړل.

څورلس کاله وروسته (۱۹۹۲ میلادي) د افغانستان د مؤمن او مجاهد ملت د جهاد له برکته د شوروی سرې لښکري او کمونزم دواړه مات او مجاهدین بریالی شول. خو د جهاد مشرانو د خپل هیواد د تاریخ څخه پند وانخیست او همهغه پخوانی دردناکه ناخوالي یې تکرار کړې. دجهاد دغو مشرانو چی ځانونه یی پوهان، اسلامی علماء، مفکرین، استادان، مبارکان، مجاهدین اعظم، د اصیل خط پیروان او ..... بلل د یو بل پر سر راکتونه و اورول. د هر بیدینه، لامذهبه، ګمراه، پردي او ددین او وطن د دښمن سره یې د خپل اقتدار لپاره سازشونه وکړل؛ د جهاد اهداف او د مجاهدینو ارمانونه یی د خاورو سره خاوري کړل. خپل ځانونه یې هم د ملت په وړاندي دومره ذلیل کړل چی اوس یې ډیر نژدې دوستان په مجلس کی په نوم اخیستو شرمیږي.

ځینو خلکو ویل چی که غرب ته تللي زموږ تعلیمیافته خلک راسی نو ګوندی غرقه بیړۍ مو د نجات ساحل ته لار ومومي.دادی اوس د امریکایانو سره یوځای په غرب کی میشت تعلیمیافته افغانان ښه ډیر راغلي دي. خلکو چی دوی ولیدل، په پخواني کفن کشانو پسې ارمان کوي. تاسي وګورۍ چی په افغانستان کی اوس نه د متخصص کمی دی او نه د پیسو. خو وطن تباه او برباد دی؛ دادی لس کاله د نړیوالي ټولني په مرسته غله، داړه ماران، د بشر د حقوق ناقضین او د مخدره موادو قاچاقبران د افغانستان د خلګو پر مقدراتو مسلط دي. یوی خواته یوسل و پنځوس زره د نړۍ تر ټولو مسلح او مجهز فوج(ناټو) چی د شوروی اتحاد د مقابلی لپاره جوړ سوی وو اوس په افغانستان کی دی. سربیره پردغه ناټو، دری نیم سوه زره افغانان د عسکر او پولیس په شکل استخدام کړیدی.پدی ډول، نیم ملیون د نړۍ تر ټولو مجهز فوج شپه او ورځ زموږ په کلیو کی د پښتنو په وژلو لګیا دی. له بلي خوا په دولت کی په ډیره جګه سطحه پردو ته کار کول او په پراخه پیمانه چور روان دی او څوک وطن خپل نه ګڼي. زموږ تعلیمیافته ګانو هم په ډیر بد شکل تیر دردناکه تاریخ بیا تکرار کړ؛ د استعمار رویباران او د غلو ملګري سول. چی خارجیانو ورته وویل چی غوږ دي سپي یووړ نو ده پسې وزغستل – چی خارجیانو ددوی ورور ته ترهګر ووایه، دوی هم ترهګر ورته ووایه او چی چاته یې حواله کړل چی مړ یې کړي نو همهغسی یې وکړه.

له بلي خوا که وګورو نور قومونه ټول داسي ندي.زموږ ګاونډیانو ته وګوری. تاسی سعودی عربستان ته وګوری. ملک عبدالعزیز هلته پاچا وو او له ډیرو ښځو څخه یی ډیر زامن پاته سول. د ده تر وفات وروسته (۱۹۵۳ میلادی) د ده د زامنو په منځکی د پاچهی پر سر زموږ پشان اختلاف پیدا نشو چی یو ورور بل ورور ړوند او مړ کړی، بالښت یې پر خوله ورکښیږدي، پر سر یې میخونه ورټکوهي، راکتونه پر واوروي او په مړي یې رقص مرده وکړي، پولیګونونه او دښتونه په ډک کړي. هلته تر ملک عبدالعزیز وروسته د هغه مشر زوی (سعود)پاچا سو. تر هغه وروسته فیصل، خالد، فهد او عبدالله (اوسنی پاچا) پخپل نوبت پاچاهان سول.سعودي شاهی کورنۍ ډیره غټه کورنۍ او د مختلفو میندو وروڼه دي خو یو ورور راپورته نسو چی ووايي زه خپل نوبت ته انتظار نشم کولای او یا د پردو په لمسون د پاچا کیدو لپاره په شاهي کورنۍ کی شر جوړ کړي، ولس تباه، وطن کنډواله او پردو ته په هیواد کی د مداخلې لاره هواره کړي.

اوس سؤال دا دی: نور ولي نسبتا سم دي او موږ ولي په پیړیو داسی خوار، ځبلي او دربدره یو؟ ولي یو ناورین مو ختم نه وي، پر بل اوړو؟پیغمیر (ص) فرمائي چی مسلمان له یوه غاره دوه واره نه چیچل کیږي. موږ ولی بار بار چیچل کیږو، غلطي تکراروو او له تاریخ څخه پند نه اخلو؟ جواب یی دادی چی موږ وطن، په رشتیا خپل وطن نه دی بللی؛ موږ پردی پردی نه دی ګڼلی؛ موږ دښمنان لرو خو پیژندلي مو ندي نو ځکه ورڅخه د ځان د ساتلو لپاره کار نه کوو؛ موږ نه پخپل منځ کی او نه مو د نورو سره د تفاهم ژبه موندلې ده او موږ صادقانه تلاښ ندی کړی چی ملی زعامت پیدا او د خپل مستقبل لپاره یو روښانه تصویر جوړ کړو

_______________________________________________________________________________

دا یوه ښه لیکنه ده، هیله وروڼه په دې تبصره وکړي، چې مونږ څنګه بدل شو، زه به د ملا برادر په نامه د یوه ورور ځواب را نقل کړم.

ډاکتر صاحب ډیره ښه لیکنه مو کړې، هیله دا هم اوس ولیکې چې څنګه ښه شو، د احمد شاه بابا څخه تر نن پورې باید کومو عاداتو ته تغیر ورکړو تر څو ښه شو.

زما خپل وړاندیزونه:

۱. لیس للانسان الا ما سعی : چې کوښښ ونه کړو، له آسمان څخه من او سلوا مونږ ته نه راځې، که هغه دنیوي کار دی که اخروي.

۲. ملان باید خلکو ته ووایې چې همدا دنیا وخوری هم هغه بله ،داسې نه چې خپله ټمبلې کوو، بیا وایو کفار ځکه ښه ژوند لري چې هغوی خو همدغه دنیا کې ژوند لري.
ځکه مونږ وینو چې د یوه بینګالې مسلمان او د دوبی او صعودي د یوه مسلمان ژوند ډیر فرق لري، همدارنګه د اروپا د کافر او افریقا د کافر ژوند ډیر فرق لري، پس هر څه په زحمت پورې اړه لرې.
د بنګالیانو نفوس ۱۶۵ میلیونه دی، او وړکی هیواد لري، او د هالنډ هیواد چې عین مساحت لري، ۱۷ میلیونه نفوس لري، او پنځوس کاله وروسته به هم ۱۶ میلیونه وي، او ۵۰ کاله وروسته به بنګالیان څومره وي؟ مسایل به یې څومره وي؟

نو ځکه مسلمانان ددې په ځای چې شپږ اولادونه راړوي ، دری یا دوه د وزیږوي تر څو یې والدین تر مړولو، تعلیم، ښونځې او مدرسې پورې ورسیږي، او په راتلونکې کې د یو ښه اخلاقو مسلمان ترې جوړ شي، تر څو په ریښتیا بیا حضرت محمد ص پرې فخر وکړي، په هر فاسق، غله، فکر نه کوم چې دی مبارک فخر وکړي.

په وړو دینو مسایلو باید نور ډیر ټینګار ونه شي، پریږدی چې هر څوک هر ډول غواړي همغسې د واوسي. مطلب د طالبانو غوندې سختې نوره ونه شي،

بل دا چې هره سیاسې ، اسلامي، مذهبي نظریه باید ددې حده په مونږ ګرانه نه شي، چې د هغې نظریه د مخالف په وژلو تمامه شي.

مطلب که یو څوک داسې عالم وي، چې دده او صحابې خبره سره نیږې وي، مونږ باید دده په خوله د خلکو وینه تویې نه کړو.

که یو چا په کمونیزم کې د نوبل جایزه اخیستې وي، او د مثال په توګه دا ثابته شوې هم وي، چې دغه سړی د کمونیزم په وسیله د افغانانو ژوند ته تغیر ورکولای شي، باید دده په خوله څوک مړه نه کړو، نور خدای د وکړې چې شپه ورځ یې په صفت لګیا وو، هغه شخصي خبره ده.

او یوه بله خبره!

په افغانستان کې په خصوصي توګه د ۲۰۰۱ څخه مخکې که به چا ته د دوبی د کار ویزه ورسیده ، دومره به خوشحاله وو، ته وایې د امریکا ویزه یې اخیستې، تر څو هلته مزدوري وکړي، هلته به لاړ، یوه هوټل کې به یې کار کاوه، هوټل کې به شراب وو، روسی نجونې به وې، زنا پکې وه، ډانس وو، ځکه د هوتل څښتن پوهیږې چې دده هوټل ته خو ټول ملان نه ورځي، نو باید هوټل په هر شکل چې وي، وچلوي، نو ځکه یې هر څه ته پکې ځای ورکاوه. او همدغه کار او بار له کبله چې یوه برخه یې غیر شرعي کارونه هم وو، یو څو د افغانستان ، پاکستان او بنګال مسلمانانو ته کار هم پیدا شوی دی، څوک همغه کافر په ټکسي کې راوړي، څوک د همغه کافر اطاق پاکوي، څوک هم په پتنوس کې شراب وروړي..... مطلب په یو شکل پکې مصروف دي، اوس که همدغه مسلمان خپل کلي ته پیسې را لیږې، نو پلار هم خوشحاله، مور هم خوشحاله، ملا هم خوشحاله، ډم هم خوشحاله، کلیوال هم خوشحاله، وایې د فلاني زوی په دوبی کې کار کوي. که مړ شي، ملا هم وایې چې مسافر وو، شهید دی.

اوس که همدغه هوټل څوک کابل کې جوړ کړې، همغه ملا، همغه مور او پلار به خپل زوی ته راکټ ورکوي، چې وله بچیه ، د فساد مرکزونه یې جوړ کړي، عیاشي ده، شراب دي،.......

اوس په دواړو حالاتو کې ښه سوچ وکړ، چې مونږ افغانان کم عقلان یو که له دین سره مینه لرو؟

هیله ده ډاکتر صاحب به نور دلایل وړاندې کړي، چې څنګه ښه شو
له تاند والو څخه هیله کوم، تر څو دغه لیکنه تر ډیر وخته پورې د عمومې صفحې پر مخ پریږدي


عادل عادل
18.08.2011

السلام علیکم

په نن ټکي اېشیا www.nunn.asia کې مې د ډاکټر صاحب فاروق اعظم د لیکنې په تړاو لاندې لیکنه پورته کړې چې دلته یې هم رانقلوم:-

ښاغلي ډاکټر صاحب فاروق اعظم )خدای ج دې اوږد عمر ورکړي( د وطن او خپل وولس په درد دردمند شخصیت دی، په دې لیکنه کې د هر چا ذهن په دې مشغولوي چې د افغانانو د بدبختی په عواملو فکر وکړي.

زه له ډېره وخته په ورته عواملو فکر کوم، ګاونډي او د سیمې نورو هېوادونو ته په کتو سره مې مخې ته ټول هغه سوالونه کتاروم چې مونږ ولې داسې یو او ولې هسې نشو کېدای؟

لکه څنګه چې ښاغلي ډاکټر صاحب د حجاز )سعودي( د حکامو سره افغان حکام پرتله کړي، ما په ورته توګه د حکامو نه لاندې ولسونه هم سره پرتله کړي دي، د مثال په توګه مالیزیا په نننی اسلامي نړی کې هغه یوازینی هېواد دی چې د پرمختګ پړاوونه یې وهلي، په اسلامي اقتصاد او بانکي سیسټم کې عربي هېوادونه ترې تقلید کوي او په واک کې هم مسلمانان دي، خو که د دوی قومي جوړښت ته ځیر سو، نو د دریو داسې نژادونو څخه جوړ دی چې نه مشترک دین لري، نه مشترک مذهب لري، نه مشترکه ژبه لري، او نه مشترک کلتور لري،،،،، مالې په خټه مغول او مسلمانان دي او په مالې ژبه خبرې کوي، چینایان بودست دي او چینایي ژبه غږوي، او هندیان هم یا خو هندوان دي او یا مسیحیان چې ژبه یې له دواړو څخه مختلفه ده،،،، دا درې واړه نژادونه یو د بل سره واده نکوي، یو د بل خواړه نه خوري، او نه هم یو د بل په ژبه تکلم او خبرې کولاس شي ،،،،، خو نننی مالیزیا ،،،زمونږ بدبختو افغانانو او افغانستان خلاف،،، د دوی د هماهنګی او تفاهم څخه راټوکېدلی هېواد دی چې ټول یې د سر په سترګو مشاهده کوو.

اوس پوښتنه داده چې ایا مونږ افغانان نااهله، ټنبل او بې کفایته یو که څنګه؟

نه ! کله هم بې کفایته نه یو، نه هم ټنبل یو، او نه هم نااهله یو،،،، که مونږ او تاسو په افریقایي وچه کې مېشت مسلمانان یا په ټوله کې هلته د مېشتو انسانانو ژوند له نږدې څخه وګورو نو له یوې خوا به مو د انساني همدردی له مخې زړه پرې وسوزي خو له بلې خوا به مو د دوی کاهلیت، ټنبلی، طفیلي ژوند، او په ځپونکې خواری باندې قناعت ته، غصه راشي، هغوی دومره ټنبل او غافل مخلوق دی چې د خپل چاپېریال له خاورو، بوټو او کاڼو څخه د ځان لپاره د سر سیوري د جوړولو په فکر کې هم ندي، پاته خو لا دا چې د سبا او ښه ژوند د جوړولو خوبونه وویني،،،او داسې نور ،،،،،خو مونږ افغانان ددوی خلاف زښت دېر زحمت ایستونکي خلک یو، د خپل ژوند د لاسمون په مسیر کې هلې ځلې کوو ، ربړونه ګالو او داسې نور

ایا افغانان جګړه مار او متشنج خلک دي؟

نه ! کله هم نه

دا چې د تېر دېرش کلن ناورین په اوږدو کې په ګڼ شمېر کې افغانان د نړی ګڼو هېوادونو ته پناه وړې ده، هلته هستوګن شوي دي، نو که د کوربه هېوادونو په ټولنیزو مطبوعاتي هندارو کې افغانانو ته وګورو نو په یقین سره به ودې نتېجې ته ورسیژو چې افغانان تر ټولو ټیټ یا د صفر مساوي اجرامي/جنایي ریکارډ لري، علاوه لدې افغانان د انساني نیرو په توګه د کوربه هېوادونو په بیاجوړونه، پرمختګ او اقتصاد کې محسوسه برخه اخیستې او د خپل وولس څخه یې تر خپلې وسې نسبتا سمه نمایندګي کړې ده.

په تېرو لسو کلونو کې چې د نړی سم نیمایي یرغلګرو هېوادونو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول زمونږ په هېواد وحشي او ناروا یرغل راوړی، نو پکار خو داوه چې مونږ افغانانو هم د نړی په ګوټ ګوټ کې دوی ته سرخوږی او مزاحمت جوړ کړی وای، خو سره لدې چې افغانان القاعدې ته په پناه ورکولو هم تورن دي، خو د نړی د ګوټ ګوټ په انجام شوو په اصطلاح ترهګریزو بریدونو کې افغانان د خپل شهامت، زړورتیا او سرتېری سره سره کله هم ندي سهیم شوي، په ټوله اروپا او غربي نړی کې داسې په اصطلاح ترهګریز برید نه دی ریکارډ شوی چې افغان به سر ته رسولی وي، دا او دې ته ورته نور مثالونه ښیي چې افغانان سوله خوښوونکي او حقوقي خلک دي، خپل حد او د بل حق او احترام په ښه ټوګه پېژني او تفکیک یې کوي،،،،، خو افسوس چې د افغانانو د ښه نیت خلاف، ظالمې نړیوالې ټولنې وخت په وخت پر مونږ باندې جنګونه تپلي او د اور په لمبو کې یې سوزولي یو او لامو پسې سوزوي، او همدا وروستی ټکی د روان بحث په ارتباط ، د مکث او تامل وړ دی، چې ولې او تر کومه؟؟.

غواړم د پورته پوښتنې په ادامه کې خپل شخصي هغه تشویش هم د لوستونکو سره شریک کړم چې لس کاله وړاندې یې د روان وحشي اشغال په پیل کې زما زړه او ماغزه دواړه ځورول او تر اوسه مې هم په ورته توګه ځوروي؟ دا تشویش به څه وي؟ ایا د خپلواکی مسله ده؟ نه،،،، ایا زمونږ تش لاس او قوي نړیوال وحشي دښمن دی ؟ نه،،،، ایا زمونږ افغانانو نفاق او پاشلی حالت دی؟ بیا هم نه ،،،،، او داسې نورې ډېرې پوښتنې چې کېدای شي د هر لوستونکي په ذهن کې به راڅرخي؟ چې زما ځواب به کېدای شي بیا هم احتمالا نه وي،،،،،، نو پس دا کوم تشویش دی چې د حالاتو پدې لس کلن او تاریخ جوړونکي هسک او ټیټ پړاو کې په خپل ځواک باقي پاته دی؟؟

ځواب:- ................ د بري او خپلواکی څخه وروسته پړاو!!!!

خبرې دېرې سر یې یو:-

د مقاومت تر څنګ د بري نه ورسته پړاو تر ټولو مهمه مسله اقتصادي وده او وولس ته د یوې مړی حلالې ډوډی تدارک دی، غواړم په همدې ځای کې د ډاکټر صیب فاروق اعظم د لیکنې له هغې برخې سره مخالفت څرګند کړم چې له مخې یې د سعودي د آل سعود او ابدالي احمد شاه د واکمنو کورنیو پرتله کړې ده، که همدا پتروشېخان د افغانستان په شان وچه کې محاصره وطن بچیان وای نو په همدې کچه به یې یو تر بله سره خوړلي وو، د ملي وحدت نه خالي او عاري وولس به یې درلود، د تاریخ په اوږدو کې به یې زمونږ په شان د خپل منځیو جګرو تاریخ درلود.

دا چې اقتصادي وده او یا د یوې مړی حلالې ډوډی د تدارک په اړه وړاندیز کوم، مطلب مې دا نه دی، چې په خپلو اصولو کې انعطاف وښیو، بهرنیانو ته د سوال لاسونه اوږده کړو، مشروطې مرستې یې جلب کړو، د یرغلګرو په حضور کې خپل بخت ولټوو، او یا د دوی له شړلو وروسته په دوی اتکا وکړو،،،، هدف مې دا هم نه دی چې د تشویق او ترغیب تر محدودې پورې عام خلک تعلیم، کار، کروندې او صنعت ته تشویق کړل شي، دا ټول حتمي او د وولس همت او ظرفیت یې پخپله ایجابوي،،،،اصلي مطلب مې د عمان سمندر ته د بلاقید او شرط رسېدو مبارزه ده، چې کولای شي افغانانو ته تلپاتې سوکالي ا وملي وحدت په برخه کړي او پدې توګه به وکولای شو دنړیوالې ټولنې خپلواک او په ځان متکي سیالان جوړ شو.

په دې لړ کې د پاکستان هېواد وروري پخپل ځای، خو دا زمونږ ضرورت دی، لدې پرته نه خو د نړی سره د سیالی جوګه کېدای شو، او نه هم په خپلو منځونو کې یو موټی او له جنګ جګړو څخه منزه ملت پاییدلی شو، روانو حالاتو او ځمکنیو حقایقو ته په کتو سره چانس د افغانانو په انګر کې سترګې غړوي، دا چې څنګه یې په لنډ یا اوږدمهال کې پخپله ګټه وڅرخوو، تر ډېره بریده په طالبانو وروڼو او د دوی په متین او حکیم قیادت پورې اړه پیدا کوي. د شهیدانو یادبود، پالل، اسلامي امارت یا په ټوله کې خپلواکه افغانشموله واکمني قایمول په خپل ذات کې ورته سرنوشت جوړونکې لویې سوبې ته اړتیا لري چې د معیاري" اسلامي امارت" په معاناتو کې هم د پیل ډېره ناچیزه خو تر ټولو سپېڅلې او جایزه لاسته راوړنه ده.

قاصده یوه بله ځواني هم راسه نن وکړه
د زړه اواز مې د اشنا تر غوږو ورسوه

د ټولو ګډونوالو او لوستونکو وروڼو او خویندو د اظهار نظر په تمه


حلیم
24.08.2011

سلام،
د اعظم صیب ښه لیکنه ده، او د وروڼو څرګندونې هم ډیرې ښې او په زړه پورې دي.

«تر څو چې کندهاري خیلونه د واک پر سر یو پر بل پسې سوټي ګرځوي، یو په واک او بل یې د پردو په زور له واکه غورځوي، نه یوازې کندهار بلکه ټول افغان ولس به پدې ناروا دوزخ کې یو ځای ورسره سوزي»

ځنې وروڼه به زما ددې نظر کلک مخالف او یا ددې خبرې په لوستو هک پک شي، یا به ډیر راته په غوسه شي. خو واقعیت واقعیت دی.

که څوک ددې خبرې رد وایي، ښه راغلاست!، او که یې دلیل غواړي خپل څو لسیزې وړاندې تاریخ د ولولي او که یې قناعت حاصل نشو بیا به یې زه ورته ووایم.
===================================================
راځم د عادل ورور خبرو ته،
عادل صیب، تاسو د مالیزیا د هیواد په اړه ډیر ښه مالومات وړاندې کړي، ریښتیا چې په اسلامي نړۍ کې ( بی له پترو شیخانو) مالیزیا د پام وړ پرمختګ کړیدی، او لا پرمخ روان دی. که څه هم چې سیکیولر نظام لري چې تاسو یې یادونه نده کړې.

د مالیزیا هیواد، چینایانو ته چې د هیواد اقتصاد یې په لاس کې دی، د هیواد د دوهم کتګوري اتباعو په ډله کې ځای ورکړی او همدا راز هندیان. خو:
د مالیزیا هیواد بیا د ډیرو عقیدتي خرافاتو هم پاک دی کوم چې نن زموږ خلک په تیره بیا پښتانه پکې غرق دي. چې یو یې هم د علم او پوهې خوراوی دی (نر وي که ښځه)، هلته یو مسلمان په خپل نر او ښځه غږ کوي چې: اې خلکو!، د هیواد رهبریت مو له لاسه وځي، خپل ځانونه په علم سمبال او خپل اقتصاد مو قوي کړئ. له همدې امله په خټه مالي تبع ته تعلیم او تحصیل وړیا دی، پداسې حال کې چې د هندي یا چینایي تبع لپاره د پیسو په بدل کې دی.

آیا زموږ مشرانو د علم پوهې په برخه کې داسې کار کړی؟، نه!، ولې؟، ځکه چې د هغوی نه د جنګي سپو جوړول د دوی د موخو لاسته راوړو لپاره ښه وسیله کیدای شي. او دا تریخ واقعیت تر نن پورې دوام لري چې ستاسو د مقدس امارت یوه ستراتیژي هم همدا ده.

په مالیزیا کې د شرق او غرب په خټه مالي یوازې د علم او پوهې له مخې ځای لري، مګر ستاسو امارت تر ۹۰٪ زیات یوازې په غلځي قوم کې وړ سړي موندلي و.
نو ته ووایه، څنګه به افغانستان د مالیزیا په قدم روان شي؟

تاسو چې له ۲۰۰۱ څخه وروسته د کومو ننګونو په اړه له ځانه پوښتلي او ځوابونه مو یې هم نه! ورکړيدي، ځواب یې یوازې هغه څه دی چې ما په لمړي سر کې درته په ګوته کړیدی.

سمندر ته د رسیدو په اړه به دومره درته ووایم چې دا خوب دی خو واقعیت ته رسیدل یې تر اوسه ډیر ناشوني ښکاري، کچیرې یعقوب خان او عبد الرحمن خان غوندې مشران ولرو خو سبا یې وبوله.

په لوی کندهار کې د قومونو د ورورۍ او د پوهې د اهمیت پیژندلو په هیله.[u:a774324fff][/u:a774324fff]


عادل عادل
25.08.2011

السلام علیکم

محترم حلیم صاحب

زما هدف پدې لیکنه کې هغه مهم سبب روښانول دي، چې زمونږ په منځ کې یې "د فرار قوه له مرکز " څخه ډېره پیاوړې کړې ده.

که تاسو د مصر حالات له نږدې څاری، نو دا اوس د مصري وولس تر ټولو زیاته د تشویش مسله د مدني او حقوقي ټولنو په نوم مصر ته له بهر څخه د نقدو مرستو راتګ دی، خو ورته مسله نه تنها چې په افغانستان کې د تشویش وړ خبره نده بلکه د کامیابه حکومتداری، سیاست، وطن دوستی، او حسنه روابطو نتیجه یې نوموو.

زه ستاسو سره سل په سلو کې منم چې علم او سواد ډېر اړین او حیاتي څیزونه دي، خو وروره ستونزه بل ځای ده، زمونږ او تاسو د واک او حکومت خلک بې سواده نه بلکه سل په سلو کې لوستي/ تعلیم یافته/جهاندیده دي، نو ولې ملي وحدت نشي راوستلای، ولې خپلواک عمل نشي کولای؟ ولې خلکو ته شا کوي؟؟ ولې له خلکو فاصله نیسي؟؟ ولې باور ته رسېدلي خلک خرڅیژي؟؟؟

که مونږ سمندر ته لار درلودای، د دنیا سره به مو راکړه ورکړه، کاروبار، او سیالي پیل شوې وای، او چې سیالي پیل شي، نو د تعلیم او پوهې ضرورت به مو محسوس کړی وای، او چې بیا مو تعلیم/تحصیل کړی وای نو موثر خپلواک پرمختګ به مو کړی وای او د ټولنې د نورو قشرونو په تناسب به مو ، د نني تریخ او دردونکي حالت خلاف!!، ډېر کم د پردیو غلامی/ لاسپوڅی او بین الافغاني جګړو ته زړه ښه کولای.

راځی چې لومړی د تعلیم او پوهې د ضرورت تشه ایجاد کړو، که دا تشه ایجاد نکړو نو په تعلیم او پوهې سره به د پردیو چوپړ ته اړ کیژو او عام وولس به رانه کرکه کوي.

د مثال په توګه د پوهې او تعلیم په پراخه غېږ کې زمونږ په ټولنه کې په خودکاره توګه څه ناڅه د طب او ساختماني انجینری د ضرورت تشې ایجاد شوې دي، ځکه خو یې خلک په اهمیت پوه دي، او مخه یې ورته کړې ده، خو ډېر داسې نور مسلکونه او علمي ساحې هم شته چې تر طبابت او ساختماني انجنیری یو په لسهاوو ځله مهم، او سرنوشت جوړونکي دي، خو زمونږ خلکو ته د یوه توت اهمیت هم نلري؟؟؟

زه او ته به هغه وخت د زراعت د انجنیری په ضرورت فکر کوو چې د کروندګر محصولات مو نړیوال بازار ته لار ومومي

صنعت او د معادنو استخراج هم داسې درقیاس کړی،،،، نور بیا


حلیم
25.08.2011

مننه عادل صیب،
ما مخکې وویل چې سمندر ته رسیدل خوب دی.
زموږ برحقه جهاد، ټولې ملي مبارزې، تنظمیونه، هر څه چې تاسو یې مثبت ارزوی د پنجاب نه سرچینه او اوبه اخلي. نو تاسو څنګه بیا داسې خوب وینی چې ریښتیا کیدل یې د انسان په نظر پدې شرایطو کې ناممکن ښکاري.

تاسو د سیاسي رهبرانو د سواد او ملي یوالي د نشتون خبره کړیده، دلته به زه بیا درته یادونه وکړم چې دا مردار خور کرزی د بې غیرته زوی خپل غچ له طالبانو، پښتنو یا په لنډو ټکو کې د غلجیانو څخه داخیستلو په نیت خپل حکومت پیل کړ، بیسواده احمدولي ته یې د کندهار واک ورکړ، ټولې ځمکې یې غصب کړې، قومونه یې سره په جنګ واچول، او .... چې هر با احساسه پښتون یې درک کولای شي. دلته د سواد خبره نه بلکه د تربګینت خبره ده چې کندهاري قومونه یې په خپل منځ کې سره پالي. او کچیرې همداسې دوام وکړي یو وخت به موږ په خپل منځ کې لګیا و افغانستان به ټوټه ټوټه راته پروت وي بیا به يې د خپلولو هم نه و، لکه نن چې پښتونخوا رانه پردی شوې.

تاسو د تعلیم د عامولو لپاره د تشې د رامنځته کولو خبره کړیده؛ زموږ هیواد تل د تعلیم تشه لري، زه ستاسو نه پوښتنه کوم چي: د کندهار امنیه قوماندان مو څومره تعلیم (او تحصیل؟) لري، اسدالله خالد مو د څه شي دی، چې بیا یې دومره دروند بار ور په اوږو کړیدی؟، نورزی (قوم فروشه د مسعود سپی) د څه شي دی؟ ګل آغا شیرزی خو یوازي عیاشۍ ته پریږده، مخکې به مو ویل چې د تاجکود عطا لپاره پښتون سیال والي ګل آغا شیرزی دی خو اوس مو دا خبره هم بې ځایه ده.
د پښتنو میرمنو د مرګ او میر کچه خو به نه درته یادم، چې په پکتیکا، کندهار، روزګان، غزني پښتون میشته سیمې، هلمند، او نورو برخو کې څومره لوړه ده.
په تخنیکي علم او تحصیل کې: زموږ ټول واړه لوی برقي ماشین آلات له پنجاب یاله چین څخه راځي، ولې يې موږ خپله تولید نه کړو؟

په سلګونو پنجابي تور کوني د کابل د ادارې په آی ټي برخه کې کار کوي ولې یې خپله افغانان ونکړي؟ همدا راز په ادراه او منجمنټ کې هیڅ وړ کسان نشته، له بهر څخه یې د زرګونو ډالرو په معاش را غواړي.
بیا هم په دې تش په نامه دولت کې وګوره چې ټول بشري ځواک د هزاره ګانو او تاجکو په لاس کې دی، نر او ښځو یې ځانونه رسولي، هره اداره او هر دفتر یې نیولی، خو پښتانه لا اوس هم د تعلیم په تشه کې فکر کوي.

اسلامي زده کړې، هیڅوک د اسلامي لمړنیو زده کړو لپاره لاس رسی نه لري، که ته وایې د مسجد ملا دا زه نه درسره منم. او هغه هم د هلک او نجلی لپاره. زه د هلک لپاره پوهنتوني ملا او د نجلی لپاره پوهنتوني معلمة غواړم، اوس ته ووایه چې موږ د علم او تعلیم تشه لرو کنه؟
ستاسو معیار د تعلیم لپاره د تشې رامنځته کولو لپاره ډیر لوړ دی. خو زه بیا وایم: موږ یو مصرفي خلک یو، یوازې د خپلو تولیداتو لپاره که تعلیم یافته خلک ولرو هم لویه خبره ده، پاته د بهر او صادراتو خبره شوه.

لدې نه علاوه، تعلیم د عامه ذهنیت د روښانه کولو لپاره غوره لار ده، ته وګوره دا مقدس او سپیڅلي طالبان د مچلغو د بند جوړولو مخالفت کوي، دا خپله لوی حماقت ندی؟ (دا یوه تاریخي تیروتنه ده)
که د بیا هم قناعت نه کیږي او زړه دې په دې دردیدلي ولس ډیر کړیږي پدغه لاندې ويدیو کې د جهاني تعریف له پښتنو څخه واوره زړه به یخ سي:
http://www.youtube.com/watch?v=1E5P8AFUorQ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more