د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

څوک چي دخلګوپه حضورکي دخبروجرأت نه لري

وزیري
07.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

نن سحر می چی کله د بینوا ویب پاڼه لوستله نو په (پوښتني او جوابونو) برخه کی می دا پوښتنه ولیدله:

مستفتي : حکمت الله
محترم مولوی صاحب زما عمده مشکل د جرأت نشتوالی دی. حتی نه شم کولی د محدودو کسانو تر مخ اوغگیزم .وسلام
ستاسو د جواب په انتظار یم

الجواب وهوالموفق للصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره دغه ستاپوښتنه ترعلم الاسرارپوري تعلق لري،دعلم الاسرارخبري په عام ډګرکي زه وچاته نه کوم،خوالبته دونه قدربه درته ووايم چي په قرآن کريم کي پنځه اياتونه دي چي په هغوي کي قافونه ډېرراغلي دي اوايات الخمس ورته ويل کيږي دغه ایاتونه پيداکړه چي په دغوکی اول آيت ددوهمي سيپاري دوه سوه شپږڅلويښتم آيت دئ چي اول ددغه آيت دادئ « الم ترالي الملاء من بني اسرائيل .الخ » اوبيايې څوورځي وظيفه کوه اوبيايې پرځان باندي چوپ کوه انشآءالله تعالي دامشکل به دي ختم سي ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نه پوهیږم چی جناب ابوالفضل صیب ولی د مکمل جواب ورکولو نه ډډه کړیده. په هر حال په دی فورم کی یو ورور چی د فاضل په نامه لیکنی کوی او د مولانا ابوالفضل صاحب نیزدی کس معلومیږی، له هغه نه دا خواهش کوم چی دی پخپله (فاضل) او یا دی له مولانا صاحب نه هیله وکړی چی ددی سوال جواب دی پوره ووایی ترڅو خلک ترینه استفاده وکړی. که دوی ته په دی څه تکلیف رسیده نو بیا دی ماته اجازه راکړی چی زه یی خلکو ته ولیکم.

والسلام


وصيل پېروز
07.08.2011

سلامونه
وزيري صاحب ! د جرأت په اړه پوښتنه يو لنډ او ساده ځواب غواړي ، دا رواني او يا سايکالوجي مشکل دی ځکه نو بايد په دې اړه له يوه متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي په اياتونو او حديثونو دا ستونزه نه حل کېږي او نه اياتونه او حديثونه د دې ستونزو درفع کولو لپاره نازل شوي دي .
دا د علم الاسرار نوم خو مي اوس واورېد نو لطفا تشرېح يې کړئ چي دا بيا پر کومه موضوع را څرخي ، څه وايي او د اخذ سرچينه يې څه ده؟.
په دې اړه بايد زه يوه تجربه هم وليکم ، له ډېر واخت راهيسي دا ستونزه ما هم درلودله مګر هله حل شوه چي ما په داسي غونډو کي د خبرو جرأت وکړ چي ګڼ کسان به پکي ناست وو ، زه به مجبور وم چي د هغوئ په مخ کي وږغېږم ، په بيا - بيا تکرار سره وتوانېدم چي دا ستونزه ختمه کړم او اوس کولای شم چي هر څومره لويي غونډې ته له کوم تردد او سام پرته خبرې وکړم . الحمدلله
د سام ستونزه عموماً له دې را پيدا کېږي چي يو سړی پر ځای باور نه لري چي خود اکتفا هم ورته وايي . دا دننه په سړي کي د کمۍ يو احساس دی ، هغه سړی ځان حقير ،کمزوری او خوار ګڼي يوازينی علاج يې دادی چي لومړی له متخصص ډاکټر سره وويني او بيا د سام لرې کولو او جرأت پيدا کولو لپاره په عامو مجلسونو کي خبرې او ويناوې وکړي .
په مينه او درنښت


عادل عادل
07.08.2011

السلام علیکم

[quote:4b15233d84]دا رواني او يا سايکالوجي مشکل دی [/quote:4b15233d84]

کاش چې یا خو دې پورتنی تشخیص نه وای کړی ،،،،،

او یا خو دې لاندینی،،، زما په ګومان،،، خپله شخصي نظریه پکې نه وای راتوغولې.

[quote:4b15233d84]په اياتونو او حديثونو دا ستونزه نه حل کېږي او نه اياتونه او حديثونه د دې ستونزو درفع کولو لپاره نازل شوي دي [/quote:4b15233d84]

ستا د پورته خبرې په منلو کې ځان او ټولو لوستونکو ته تر هغه پورې د صبر بلنه ورکوم تر څو چې تاسو ثابته کړی چې د قران کریم ایاتونه د روحي او رواني ستونزو په حل کې اثر نلري او یا خو خپله خبره،،، زما د ګومان له مخې،،، خپل شخصي نظر وګڼی.

په دې اړه د ښاغلو او عزتمندو دین پوهانو د رایو او نظریو په هیله


وصيل پېروز
07.08.2011

سلامونه
فکر کوم زما په مطلب سم نه یې پوه شوی زما هدف دا نه دی چي د قرآن اياتونه او نبوي احاديث د ستونزو په کمولو کي موثر نه دي بلکي موږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېري داسي دعاګانې راښودلې چي د داسي ستونزو په له منځه وړلو کي اغېز لري زما هدف دا وو چي د دې علاج لپاره مشخص وړاندي شوي اياتونه څه ثبوت نه لري ځکه دا يو ديني علاج دی او په ديني علاج کي لازمه ده چي له شارع څخه يې ثبوت او لاسوند موجود وي .
که څوک په دې اړه سند لري نو له موږ سره دي شريک کړي .


۰
07.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
موضوع ښه موضوع ده او هسي يي ګډه وډه کوۍ مه!
وصیل پیروز صیب ښه ځواب ویلي اوهغه دا چي علم الاسرار مسرار نشته او نه قران کي کوم بل پټ علم دي چي د هرچا لپاره ندی بلکي هرهغه ایتونه او مسنونی دعاګاني چي د کوم خاص ناروغۍ لپاره دي او که عام ټولي رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته راښودلي دي او په احادیثو کي خوندي دي اودي نه ور اخوا بل کو داسي شی نشته چي په قران کي وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم مؤمنانو ته نه وي بیان کړی او بیا نورو خلکو تري په خپل سر راویستلی وي او علم الاسرار نوم يي ورکړی وی چي ګوندي دا اسرار او پټ شیان دي چي هرڅوک پري نه پوهیږي،
که چیرته داسي وي نو معنا به يي دا وي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته کامل دین ندی راسولی او اوس يي خلک پکي د علم الاسرار او یا کوم بل نوم باندي راوباسي نعوذ بالله من هذا القول.
یوه بله مجربه نسخه:
هر هغه څوک چي په عام محضر کي خبري نشي کولاي نو داسړی خو یا شرم محسوسوي چي په لږو لږو خبرو کولو سره اخر بلد شي او بیا د ډیرو خلکو په منځ کي داسي خبري کوي لکه دا چي لوی عالم وي اګر که په ټکي هم نه پوهیږي.
او یا دا سړی بیخي په احساس کمترۍ کي واقع دی اعني دا انګیري چي بیخي په څه شی نه پوهیږي او که څه وواي نو هسي نه غلطه خبره وکړي او خلک ورپوري وخاندي او یا يي ودګي.
نو پداسي صورت کي ښه او لنډه لاره داده چي د قرآنکریم ترجمه وکړي او هسی نه هم د روژي میاشت ده هرځاي کي ترجمي شروع دي او چي دقرانکریم علم یاد کړي او دکوم ښه عالم نه ترجمه وکړي نو بیا به دومره ډاډمن شي چي چاته به دخبرو وار هم نه ورکوي او که بل څوک خبري کوي نو هم به اعتراضونه پري کوي چي ګوره داخبره دي د قرآني منهج نه مخالفه ده.
ځه دا تجربه دي وکړي که تاوان يي وکړ زه به ناغه ورکړم !!!
ملحوظه: ځیني خلک د تبلیغیانو سره هم ووځي او دي سره هم جرأت زیاتیږي خو هغه به بیا چټ امي وي په ټکي پوهیږي نه او دهرچا مخکي به ښه په جرأت سره لګیا وي .
نو وروره ښه چاره يي همدا ده چي د قرانکریم ترجمه وکړي او بیا کورکي خپلو ماشومانو او میرمني ته هماغه ایتونه چي تاسو له استاذه ترجمه کړي وي دوی ته ترجمه کوي نو ان شاءالله دي سره به ستاسو سره علم او جرأت دواړه پیدا شي او بیا به نو هر قسم لوي او وړو مجامعو ته ښه تقریر کولاي شي ان شاءالله.
مومندافغان


Kamil
07.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د جرات د زیاتولو لپاره یو نسخه دا ده چی هدېرې ته دی لاړ شي او هغوی ته دی ښه جذباتي تقریر وکړي په څو څوځله کولو سره به ان شاء الله جرات زیات شي.
دوهمه دا په کوم مجلس کی چی غواړي خبری وکړي نو دی چپې خپی ته دی زور ورکړي ان شاء الله چی کوم رعب پرې وي هغه به ختم شي.
دا دواړه ما تجربه کړيدي او کار یی هم ورکړې.
مننه


وزیري
07.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

محترمینو ستاسو د ټولو نظریات د ستاینی وړ دی او ډیره مننه کوم.
په دی کی هیڅ شک نشته چی قرآن کریم د اسرارو هغه پټه خزانه ده چی تر اوسه پوری هیڅ داسی بشر په دی نه ده توانیدلی چی په ټولو اسرارو ددی باندی وپوهیږی ولی د لوی رب ذوالجلال په فضل او کرم سره بعضی له اسرارو ددیو نه یی خپلو اولیاؤ ته په یو طریقه نه یو طریقه ورښودلی دی.
بیا دی اولیاؤ دا دعاوی او یا اسرار خپلو مخلصینو ته رسولی او رسوی یی.
نو فلهذا، دا داسی یو علم نه ده چی هر طالب دی په اسانی سره وکولای شی لاسرسی ورته ولری.
دا خبره چون ستاسی له ذهن سره نه ده سمه او هیڅکله به یی هم ونه منۍ خو دا به ددی خلکو له خوا هم غټ ظلم وی چی په تاسی باندی یی د منلو کوشش وکړی ځکه چی ددی ویل خپل یو راز ده. او په ثبوت رسول یی بل راز سپړلو ته ضرورت لری. (سِر، خفی، اخفی)
بښنه غواړم چی په دی پټ راز لیکلو باندی می ستاسی طبیعت په غصه که.

والسلام


۰
07.08.2011

السلام علیکم
محترم وزیري صیب د یو مسلي ښکاره کولو باندي باید هڅوک خفه او غصه نشي.
دا دبحث فورمونه دي اوبحث د یوي مسلي دقیقي لټوني ته واي چي د مطالعي اخص دی ، نو فلهذا ستاسو نه ډیره مننه چي دي کار خیر کي برخه اخلي ترڅو یو څوک درڅخه څه یاد کړي او تاسو د بل نه څه یاد کړی او بیا دا نور لوستونکي هم ددي بحث نه څه اخذ وکړي نو خیر به يي ور ورسیږي.
وزیري صیب دا به څوک درسره بي دلیله [دلیل الشرعي] ونه مني چي قرانکریم کي داسي مسایل دي چي څوک پري نه پوهیږي ځکه چي قرانکریم همدي مؤمنانو ته نازل شوی نو بیا ولي داسي مسایل پکي وي چي عام مؤمنان ولو که ښه عالمان د علوم القرآن استاذان هم وي پوه نشي او یو خاص طبقه خلک دي خپل خاص طبقه شاګردانو ته پټ په غوږ کي وواي!!!
ایا دا به د دین سره لوي خیانت نه وي اوبیا به داخیانت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کي او اصحاب الرسول په حق کي لوي ظلم نه وي ؟
ایا مونږ څنګه ویلي شو چي قرانکریم کي داسي مسایل دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو مؤمنانو ته ندي ښودلي اوپټ کړي يي دي او بیا يي چي چاته ښودلي نوهغوي پکي بخل کړی او هرچاته يي نه دی ښودلی نعوذبالله من هذا الاعتقاد.
نوربیا
مومندافغان


وزیري
07.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

مومند افغان وروره دا خبره اوس بیا بحث ته غورځی او په ښاخو کیږی. خو ستا د خبری په جواب کی به صرف دومره ووایمه چی:
تاسو ویلی چی دا به څوک درسره ونه منی چی په قرآن کی داسی مسائل شته چی څوک پری نه پوهیږی. خبره په مسئله کی نه ده، خبره په اعجاز او اسرار د قرآن پاک کی ده.
تاسو داسی اشاره کړی چی قرآن مومنانو ته راغلی او دوی باید په ټول قرآن پوه شی. نو بیا ولی په حروف مقطعاتو باندی نه پوهیږی؟ آیا دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دین او مونږ سره خیانت ده. نعوذباالله.
بل تاسی د خیانت او بخل خبره کړیده. د خیانت او بخل په الفاظو خو نه بلکی هو دا خبره شته چی رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل سِری ملګری حضرت حذیفه رضی الله عنه لاره او هغه ته به یی پټی خبری کولی. ولی یی دا خبری نورو صحابه وو سره نه شریکولی؟ آیا دیته ته خیانت وایی؟
او بیا حضرت حذیفه رضی الله عنه هغه خبری چاته نه کولی، نو آیا دیته ته بخل وایی؟
حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه چی په غار ثور کی له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره دری شپی وکړی. آیا په دی باره کی روایتونه له حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه شته چی د غار ثور خبری وکړی؟ که داسی یو یا دوه خبری یی بیان کړی وی نو آیا په دی دری شپو کی یی همدا دوه خبری کړی وی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم چی وایی: زما د سینی ټول انوار حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه ته ورغلی نو آیا د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه نه داسی کوم حدیث شته چی ددی انوارو کیفیت او تاثیرات یی بیان کړی وی؟ آیا دیته ته بخل وایی؟

والسلام


۰
07.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
قال عرباض بن ساریة رضی الله عنه: .
وعظنا رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم موعظة ذرفت منها العيون ووجلت منها القلوب فقلنا يا رسول الله إن هذه لموعظة مودع فماذا تعهد إلينا ؟ فقال : تركتكم على البيضاء ليلها كنهارها لا يزيغ عنها بعدي إلا هالك ، ومن يعش منكم فسيرى اختلافا كثيرا فعليكم بما عرفتم من سنتي وسنة الخلفاء المهديين الراشدين . وعليكم بالطاعة وإن كان عبدا حبشيا عضوا عليها بالنواجذ فإنما المؤمن كالجمل الآنف كلما قيد انقاد
عرباض رضی الله عنه نه روایت دی دی واي چي رسول الله صلی الله علیه سلم یوه ورځ داسی بیان وکړ چي د خلکو سترګي نه اوښکي وبهیدی او زړوه ولړزیدل نو مونږورته وویل چي ای رسول الله دا خو ستاسو اخري بیان معلومیږي نو ته مونږ ته په څه شي باندي د کول او راټینګولو امر کوي؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ماتاسو په یو سپین اوروښانه دین باندي پریښودی چي شپه يي هم د ورځي په څیر ده یعني هره پټه خبره يي هم د ورځ په څیر روښانه ده او څوک به ورنه سرغړونه ونکړي مګر هلاک به شي برباد به شي اوکه تاسو نه څوک روسته ژوند ته پاتي شي نو ډیر اختلاف به وګوري خو تاسو بیا هغه څه چي مانه مو زده کړي وي او ځما دصحابه وو نه مو زده کړي وي لازم دی واجب دی فرض دی[علیکم]
اوتاسو د یو مؤمن امیر اطاعت وکړی الخ
بل ځاي کي فرماي:
ماترکت شیئاً مما امرکم الله به الا و قد امرتکم به، و لا شیئاً مما نهاکم عنه الا و قد نهیتکم عنه
ما هڅ داسي شی ندی پریښی چي الله تاسو ته پري امرکړی مګر ما تاسو ته پري امرکړی اونه مو هڅ شی پریښی چي الله منع کړی مګر ماتاسو تري منع کړی يي.

محترم ورور وزیري صیب بحث همدي لپاره وي چي مسله ښکاره شي او که همداسي مسلي پټي کړو نو دا به داسلام د البیضاء لیلها کنهارها دین منافي وي پکارده چي مسله ښکاره شي او بحث پري وشي که ستاسو مقصد جدال وي نو بیا خو ښه کار ندی او که نه نو بحث ښه کار دی که اوس زه یا بل کوم بل سړی نه پوهیږي او دي بحث کي پوه شي نو دا ښه کارندی؟
ښه نواوس به راشو اصلي بحث ته:
په قرآنکریم کي تاسو حروف مقطعات ښودلي دي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چي خپلو اصحابو ته اوهغوی بیا مونږ ته څه راښودلی دا اضروري خبري دي او باید یادي يي کړو اوعمل پري وکړو اوس چي حروف مقطعات څه معنی لري نو نه رسول الله صلی الله علیه وسلم ددي کوم صریح وضاحت کړی اونه مونږ دي ته الله مجبور کړي یو چي خامخا دي له ځانه ورته معاني ولټوو او د کشف یا اسرار په نوم دي د اسلام په البیضاء شریعت کي له ځانه بل دین ګوټی جوړ کړو او که داسي وکړو نو الله مکړه په ورکه لاربه تلي یو.
بل تاسو د حذیفه رضی الله عنه خبره کړي وه نو هو هغه رضی الله ته يي دمنافقینو نومونه ورښوولي وو او دهغه سره راز وو حو دا بیا ددین د مسلو پوري څه اړه لري؟
پدي سره د شریعت کوم نقص دی خو کوم چي شریعت دی هغه کامل او مکمل دالله جل جلاله لخوا نازل شوی اورسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته رارسولی او پدي باندي الله هم په قرانکریم کي ګواهي ویلي چي اعوذبالله من الشیطان الرجیم[الیوم اکملت لکم دینکم واتممتم علیکم نعمتي ورضیت لکم الاسلم دینا] نو اسلام بیا هغه دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته راسولی نه علم الاسرار.
او کوم چي د غار حرا خبره ده نو ترکومه ځایه د پند ونصیحت او فایدي خبري دي هغه ټولي بیان شویدي او کوم چي ددین پوري مربوطي ندی نو دهغي خبرو دبیانولو ضرورت ندی پیښ شوی نو بیان کړي يي هم ندی او په بخل او خیانت کي هم نه راځي .
اوکه یو څوک واي چي نه غار بیا کومي خبري کړي وي او تیږي کومي خبري کړي وي او یا د هغه منافقینو نومونه څه وو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل صحابي حذیفه رضی الله عنه ته ورښودلی وو نو دا بیا هغه د یوسف علیه السلم قمیص څه شو ؟ د ابراهیم علیه السلام د ذبحه کړي پسه غوښه چا وخوړه داسي پوښتني دي چي دین سره هڅ ډډه نه لګوي او نه يي کومه فایده شته که څوک ورته علم الاسرار واي اوعلم المسرار واي د اسلامي شریعت المحجةالبیضاء لیلها کنهارها نه غیر خبري دي.
خو کوم چي اصلی دین دي او دالله بندګان يي د اوامرو په کولومکافات اونه کولو مجازات او همدا راز له نواهیوو نه پرهیز باندي مکافات او نه پرهیز باندي مجازات کیږي کوم اشکال نه لري او نه کوم مخفي امر ونهي لري بلکي ټول رسول الله صلی الله بیان کړي او صحابه وو رضوان الله علیهم مونږ ته رارسولی دي.
که ضرورت پیښ شو نو
نوربیــــــــــــــــــــــا
مومندافغان



ع کريم حليمي
07.08.2011

درنو او قدرمنو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
بسم الله تعالی . يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ . سورة البقرة ۲۶۹

هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ . سورة ال عمران ۷

زه په اسرارو او حکمت او په کرامت د اولیاء الله باندي ایمان لرم
[color=green:d5e014ca90] د قوي عقل خاوند (بصیرت )[/color:d5e014ca90] او لوړي تقوا خاوند ته چه رب العزت علم ورکري دغه اولیاء الله خلک حسابیږي په هغو
خلکو کښي چه أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ( په اسرارو خبر شي )
ندي ضرور چه اسرار دی په مجلسونو کښی بیان شي‌ او اسرارو ته غیب نه ویل کيږي

بعضي خلک ډېر هوښیاران وي اما د أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا مهربانی نه پر شویٖ
ټګۍ کوي له عقل نه کار اخلي

د 'أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ' او د ټګ فرق څرنګه کېدایشي ؟ چه روپۍ اخلي که یا ( پیسۍ ئې محق دي )
رنښت


مومن مهاجر
07.08.2011

ټولو لوستونکوپه ځانګړي ډول مومند افغان صاحب ته ځانګړي سلامونه !
ښاغلی حلیمي ! لومړی موږپه دې اسرارو، حکمت او داولیاوو په کرامت پوه کړه چي ماهیت یې څه دی؟ کوم امتیازات لري او له تاسره یې دمنلو دلیل څه شی دی؟ هسي ستا په منلو او نه منلو یو شی ددین برخه نه ګرزي . تا چي کوم ایتونه نقل کړي لومړی یې ترجمه کړه اوبیا دخپل استدلال ټکي پکي روښانه کړه څو موږ پوه شو چي ستا موخه اوهدف څه دی ؟ خو ګورئ په هسي خبرو دبحث ګډوډولو او پر بل لور دبوولو هڅه مه کوئ!


وصيل پېروز
07.08.2011

سلامونه
ښاغلی وزيري صاحب ! تاسو د اصل موضوع پر څرنګوالي تم نه شوئ او نه غواړئ چي دا موضوع وڅېړئ ځکه ستاسو په اند دا محرمات دي او لاس ور وړل ښه کار نه دی ، مګر دا هر څه له کوم شرعي دليل پرته ترسره کېږي . د علم الاسرار شتون که يوه ديني مسئله وي نو بيا بايد دا شی د دين په اصولو ثابت کړای شي چي دا هم په رښتيا وجود لري او په قرآن کي لا تر اوسه داسي پټ اسرار شته چي مسلمان علماء ترې خبر نه دي .
ستاسو شبهاتو ته ښاغلي مومند په زړه پوري ځوابونه ويلي وو مګر دا لاندينی مطلب لا هم د بحث سترګکونه وهي .
[quote:f8bdbe9255="وزیري"]
رسول الله صلی الله علیه وسلم چی وایی: زما د سینی ټول انوار حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه ته ورغلی نو آیا د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه نه داسی کوم حدیث شته چی ددی انوارو کیفیت او تاثیرات یی بیان کړی وی؟ آیا دیته ته بخل وایی؟
[/quote:f8bdbe9255]
لومړی بايد دا په ثبوت ورسول شي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم چيري ويلي چي زما د سينې ټول انوار ابو بکر صديق رضی الله عنه ته انتقال شوي ، د دې تر تشخيص وروسته بايد دا وڅېړو چي دا حديث څومره د جرحې او تعديل په وزن پوره ختلای شي؟.
وزيري صاحب ! تاسو بايد دا نقطه په پام کي ولرئ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه خبره منسوبول هسي يوه هوايي پټاکۍ نه ده چي خوشي دي کړه بلکي دا يو ستر مسئوليت دی او حق يې بايد هغه ډول ادا شي لکه څومره چي ورته اړتيا وي ، مګر متاسفانه د دې ستر مسئوليت په سيي ادا کولو کي زموږ د ټولنې پوه قشر ډېر وروسته پاتي دی او د حديث په نوم هر څه ورته طلا ښکاري . !!!
دا موضوع مي ځکه تر جدي پوښتنې لاندي ونيوله چي له بحث سره په يو نه يو ډول خصوصي تړاو لري ، هر وخت چي د بحث په دوران کي پر ثابتو لاسوندونو اکتفا وشي نو بيا جانبين کولای شي چي په ډېره اسانۍ سره د خپلو خبرو تومنه را وباسي، که وزيري صاحب د خپلو خبرو په اثبات کي قوي لاسوندونه راوړي نو کولای شي چي تر يو څه حده د بحث مېزان د ځان لور ته دروند کړي اعنی محکم دليل د هرې ستونزې وروستی حل دی ، همدې اصل ته په پام مي دې خبرې ته د خلکو ځانګړې توجو جلبوله چي د بحث په دوران کي بايد پر داسي مدارکو استناد وشي چي ثابت او د منلو وي .
د بحث د سالم تيا په تمه ....
په مينه او درنښت


عادل عادل
08.08.2011

السلام علیکم

خدای ج مو روژې قبولې وګرزوه ،،، آمین

بحث د جرات په اړه وو، خو خبره د قران کریم اسرارو ته ولاړه، زه د مکرم حلیمي صاحب او د ښاغلي وزیري صاحب د خبرو په تایید، او د خپلې تجربې له مخې، ویلی شم، چې:-

په یوه ټولګي کې یو یو درسي کتاب، په لسهاوو زده کوونکي وایي، د ټولو په لاس کې ورته نسخه پرته وي او د یوه معلم څخه یې زده کړه کوي، خو په کتاب باندې د هر زده کوونکي د آخذې کچه بیا فرق کوي، نو په دې ځای کې ثابتیژي چې ابهام په درسي کتاب کې نشته او نه هم معلم یوه ته یو ډول او بل ته بل ډول ښوولی دی، بلکه د هر یوه زده کوونکي تر عقلي او فقهي ظرفیت پورې اړه لري، همدارنګه د یوې پوهنځي یا مسلک نه فارغ شخص د خپل مسلک انساني تالیفات کله هم کما حقه او سل په سلو کې نشي لوستلی/زده کولای، ځکه چې پوهنځي یا فاکولته د استاد په مټ هغه لنډمهاله دوره ده چې طالب ته پکې کتاب ور زده کیژي نه بلکه صرف ور معرفي کیژي، او تر فراغت وروسته طالب کولای سي د کتاب نه استفاده وکړي، ځکه چې د بشپړې زده کړې لپاره د پوهنځي/فاکولتې لپاره کېدای شي څلوېښت کلونه هم کم وي.

په پورتنیو مثالونو کې طالب او کتاب دواړه د خدای مخلوق دي، نو که اوس د مخلوق کتاب ځای د خالق جل جلاله کتاب ونیسي، نو تاسو یې قیاس کړی چې انساني ماغزه به څنګه وکولای شي، کما حقه، او سل په سلو کې په قران کریم باندې پوهه حاصله کړي، کمه پوهه یا لږ اخذ،کله هم په قران کریم کې د ابهام او څه شي پټ پاته کېدو دلیل نشي کېدای، بلکه دا زمونږ لنډ او ګنډ فکر دی چې په یوه وخت کې د الله ج د کلام پر ټولو اړخونو احتوا نشي کولای،،،، د تقوی او عقل اثر تنها تر دیني زده کړو پورې نه دی محدود بلکه تقوی/عقل د عصري علومو په فقاهت کې هم زښت ډېر رول لري، لږ تقوی داره ډاکټر او ډېر تقوی داره ډاکټر په مسلکي کچه ځمکه او اسمان فرق کوي،،،، او داسې نور ......

هېڅوک به هم و نه وایي چې قران کریم روښانه کتاب نه دی، بلکه تر کومه چې په ..... اوتی خیرا کثیرا ...... پورې اړه پیدا کوي، مستشرقین چې د یوه عادي مسلمان په تناسب په قران کریم ډېر پوه دي، د همدې ،،،، اوتی خیرا کثیرا ،،،، په رڼا کې په عین تناسب تر عادي مسلمان ډېر بې برخې او محروم دي، او کېدای شي دوی ته به د یوه عادي تالیف شوي کتاب او قران کریم اثر یو ډول برېښي،،،،،

تر ټولو ښه بېلګه یې زمونږ خوږ نبي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله و سلم دی چې د عبدالله د صفت تر څنګ ،،، چې د عبد په صفت کې مونږ هم ورسره شریک یو، الله ج د خپلې لورینې له مخې په خپل دین/کلام کې د اوچتې پوهې لورینه پرې کړې ده، چې د ورته پوهې دعوی بل هیڅ عبد او انساني ماغزه نشي کولای.......

نتیجه دا چې انساني ماغزو ته نه ښایي چې د خپلې خدای ورکړې برخې له عینکو څخه قران کریم ته نظر وکړي،،،

هیله ده چې د عقیدې په تله کې به د چا تر ګوزار/ټاپې لاندې رانشم :)


۰
08.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي دروند عادل صیب تاسو ویلي دي چي د وزیري صیب او حلیمي صیب دخبري په تأید !!
خو بیا مو تأید ټول زمونږ کړي! ، مونږ خو هم همدا وایو چي قرانکریم دالله جل جلاله را لیږلی کتاب دی او په کوم چا يي چي رالیږلی هغه مونږ ته پوره رارسولی او خپل غاړه يي خلاصه کړي اوس مونږ د قرآنکریم کومه ترجمه له ځانه نشو کولاي اونه يي کوو خو همدغه نبي کریم صلی الله علیه وسلم اصحابو ته ورښوولي اوله هغوي رضوان الله علیهم نه مونو ته را رسولی اوس هغوي د [ومایعلم تأویله الا لله والراسخون فی العلم یقولون امنا به کل من عندالله] ترجمه څنګه کړي؟ ایا هغوي الراسخون فی العلم په اسم جلاله باندي عطف کړي؟ که يي کړی وي نو ځه عادل صیب ته يي کوم دلیل راوړه د قرانکریم او حدیث یا د صحابي قول او یا هم کوم دتابعي اثر ؟!!!
دا خو زمونږ مدعا ده خو دوی واي چي نه ستاسو په ورکړی مثال : ددي درسي کتاب يي تاسو عامو شاګردانو ته یوه معنی کړي او مونږ ته يي پټ په غوږ کي بله معنی کړي او دا يي مونږ سره راز دی او مونږ يي بیدون دخپلو خاص شاګردانو بل چا ته نه کوو!!! فتأمل!!!
ایا داسي کیدی شي؟
ته يي مني؟
د قرآنکریم په باره کي ستا هم همدا عقیده ده؟
د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په او دهغه صلی الله علیه وسلم د اصحابو باره کي ستا همدا باور دی؟
ددي سوالونو ځوابونه ووایه بیا به نوري خبري کوو.
نوربیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا

مومندافغان


وزیري
08.08.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

مومن مهاجر ورور ته ښه راغلاست وایمه. مهاجر صاحب! تاسو له حلیمی صیب نه دری پوښتنی کړیدی چی: اسرار، حکمت او د اولیاؤ کرامت ده.
ګر چی تا په ډیره اسانۍ په دی باره کی معلومات غوښتی، خو دا دومره اسانه خبره نه ده چی څوک به یی تاته په یوه لیکنه کی خلاصه کړی. خو بیا هم زه به یی په خلصه درته ووایم.
اسرار: حروف مقطعات اسرار دی.
حکمت: د حکمت لپاره پورتنی ذکر شوی آیت کافی بولم، د لازیات معلوماتو لپاره ته پخپله کوشش پسی وکړه.

د اولیاؤ کرامت:
اول:
الله جل جلاله ځانته دوستان لری چی په عربی ورته اولیاء الله وایی، قرآن پری شاهد ده:
أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّـهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُون (یونس، ۶۲)

دوهم:
حدیث شریف هم په دی باندی شاهدی وایی چی اولیاء الله شته.
عن ابی هریرة رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان الله قال: من عادی لی ولیا، فقد آذنته بالحرب ......
اخرجه البخاری فی الصحیح، کتاب: الرقاق، باب التواضع
ابن حبان فی الصحیح، ۲، ۵۸

دریم:
اولیاء الله فراست لری، قران شاهدی وایی:
ان فی ذلک لآیات للمتوسمین (الحجر ۷۵)
په تفسیر جامع البيان في تفسير القرآن/ الطبري کی ددی آیت لاندی لیکی:
حدثنـي عبد الأعلـى بن واصل قال: ثنا يعلـى بن عبـيد، قال: ثنا عبد الـملك بن أبـي سلـيـمان، عن قـيس، عن مـجاهد، فـي قوله: { إنّ فـي ذلكَ لآياتٍ للْـمُتَوَسِّمِينَ } قال: للـمتفرّسين.

حدثنا ابن وكيع، قال: ثنا ابن فضيـل، عن عبد الـملك وحدثنا الـحسن الزعفرانـي، قال: ثنـي مـحمد بن عبـيد، قال: ثنـي عبد الـملك، عن قـيس، عن مـجاهد: { إنّ فـي ذلكَ لآياتٍ للْـمُتَوَسِّمِينَ } قال للـمتفرّسين

په تفسير الجامع لاحكام القرآن/ القرطبي کی بیا لیکی:
فيه مسألتان:
الأولى: قوله تعالى: { لِلْمُتَوَسِّمِينَ } روى التّرمذيّ الحكيم في (نوادر الأصول) من حديث أبي سعيد الخُدْرِيّ عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال: " للمتفرسين " وهو قول مجاهد. وروى أبو عيسى التّرمذيّ عن أبي سعيد الخُدْرِيّ قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: " اتّقوا فِراسة المؤمن فإنه ينظر بنور الله ـ ثم قرأ ـ «إِن فِي ذلِك لآياتٍ لِلمتوسّمِين» " قال: هذا حديث غريب. وقال مقاتل وٱبن زيد: للمتوسمين للمتفكرين. الضحاك: للناظرين. قال الشاعر:
أوَ كلّما وردَتْ عكاظَ قبيلةٌ بعثُوا إليّ عريفَهم يتوسّم
وقال قتادة: للمعتبرين. قال زهير:
وفيهنّ مَلْهًى للصديق ومنظَرٌ أنيقٌ لعينِ الناظر المتوسّمِ
وقال أبو عبيدة: للمتبصرين، والمعنى متقارب. وروى الترمذِيّ الحكيم من حديث ثابت عن أنس بن مالك قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: " إن للَّهِ عز وجل عباداً يعرفون الناس بالتوسُّم ". قال العلماء: التوسّم تفعّل من الوَسْم، وهي العلامة التي يستدلّ بها على مطلوب غيرها. يقال: توسّمت فيه الخير إذا رأيت مِيسَم ذلك فيه؛ ومنه قول عبد الله بن رَوَاحة للنبيّ صلى الله عليه وسلم:
إني توسّمت فيك الخير أعرفه والله يعلم أني ثابت البصر
آخر:
توسمته لما رأيت مهابة عليه وقلت المرء من آل هاشم

څلورم:
الهام شته، متفق علیه حدیث په دی شاهد ده.
عن ابی هریرة قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لقد کان فیما قبلکم من الامم ناس محدثون، فان یک فی امتی فانه عمر ای ملهمون.
(اخرجه البخاری فی الصحیح، کتاب: فضائل الصحابة، باب مناقب عمر بن خطاب)
له دی حدیث نه دا معلومیږی چی د الهام په نامه کوم شی شته.

وفی روایة: عن ابی سعید الخدری رض: قالوا: یا رسول الله، کیف محدث؟ قال: تتکلم الملائکة علی لسانه. (رواه الطبرانی واسناده حسن)

په عین حواله بل حدیث په بخاری شریف کی داسی راځی.
عن ابن عمر رض قال: ما سمعت عمر لشیء قط یقول: انی لاظنه کذا الا کان کما یظن. رواه البخاری.

پنځم: د اولیاء الله خبره الله جل جلال ځمکی ته نه غورځوی. متفق علیه حدیث پری شاهد ده.
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: ان من عباد الله من لو اقسم علی الله لأبره.
اخرجه البخاری فی الصحیح، کتاب: الصلح، باب: الصلح فی الدیة.

عن ابی هریرة رض قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: رب اشعث مدفوع الابواب، لو اقسم علی الله لابره. رواه مسلم، کتاب: البر والصلة والادب.

شپږم: اولیاء الله کرامت لری، متفق علیه حدیث پری شاهد ده.
عن عبد الرحمن بی ابی بکر رضی الله عنهما فی روایة طویلة: فدعا (ای ابوبکر رض) بالطعام فاکل و اکلوا فجعلوا لایرفعون لقمة الا ربا من اسفلها اکثر منها، فقال: یا اخت بنی فراس، ما هذا؟ قالت: لا وقرة عینی، لهی الآن اکثر منها قبل ذلک بثلاث مرات، فاکلوا و بعث بها الی النبی صلی الله علیه وسلم فذکر انه اکل منها. متفق علیه.

بل د متفق علیه حدیث د کرامت په باره کی داسی ده:
عن ابی هریرة فی روایة طویلة: و کان خبیب هو قتل الحارث یوم بدر، فمکث عندهم اسیرا. و کان تقول من بعض بنات الحارث. ما رایت اسیرا قط خیرا من خبیب، لقد رایته یاکل من قطف عنب و ما بمکة یومئذ ثمرة، وانه لموثق فی الحدید، و ما کان الا رزقه الله. رواه البخاری.

والسلام


۰
08.08.2011

السلام عیکم ورحمةالله
چونکي دا پوښتني د مؤمن مهاجر ورور نه شوي نو هغه به يي ان شاءالله شافي او کافي ځواب درکړي.
خو زه یوه خبره کوم چي ددي شیانو په اصل کي اختلاف نشته خو تاسو يي تعبیر غلط کوی نو اختلاف دلته دی او دا ځای وڅیړۍ.
مثلا:دا څوک نه واي چي دالله دوستان نشته ! خو اختلاف دادی چي دا دوستان يي څوک او چاته ویل کیږي او کوم خواص لري ایا دالله په کارونو کي هم ګوتي وهلی شي اوکنه!
بل تاسو دکرامت ویلي نو دا همداسي دی مونږ وایو چي دا دالله جل جلاله لخوا وي او بل څوک پکي خپل اختیار نشي کارولی یا په لنډ عبارت د ولي په اختیار کي نه وي.
دلته خبیب رضی الله عنه ته دالله جل جلاله لخوا رزق ورکړی کیدو او دده په خپل اختیار کي نه وو.
نور مکمل ځواب به يي مؤمن مهاجر صیب وواي.

مومندافغان


وزیري
08.08.2011

السلام علیکم.

مومند افغان وروره، د حدیثو په لیدو سره به ان شاء الله اولیاء الله ومنی. خو دا منل یواځی شفاهی دی. آیا ته ماته ویلی شی چی تا په ژوند کی هم یو ولی الله لیدلی ده؟ که لیدلی دی وی نو نوم یی اخیستی شی؟ خصوصیت او کمالات یی ویلای شی؟
او که تراوسه ته په شک کی یی چی په دی زمانه کی به ولی الله نه وی.
د کرامت مو ویلی دی، دا متفق علیه مسئله ده چی کرامت د ولی الله په لاس کی نه وی، دا کوم اختیاری شی نه ده.
که ته په ریښتیا کرامت منی نو د نمونی په ډول د یو ولی الله کرامت راته ذکر کړه.

والسلام


۰
08.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
محترم وزیري صیب پدي ډیر خوښ شوم اوخوښ یم چي بحث په سړه سینه کوي دادي ښه کار دی نور دي پیري خپل کار دي ماته زیان نه رسوي.

ښه نو تاسود ولي الله ویلي دي مونږ کله دا انکار کړی چي دالله دوستان نشته؟!
خو اختلاف يي په تعبیر کي دي چي مونږ يي په هغه چا تعبیروو چي دالله نه ډیر ویریږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو پوره عمل کوي او لنډه دا چي مونږ دولایت او دالله جل جلاله دوستي درسول الله صلی الله علی وسلم په اتباع کي ګورو.
کرامت هماغه مثال کافي دي کوم چي تاسو د خبیب رضی الله عنه بیان کړي وو چي درسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره يي د کفارو ترصد کاوه او اسیرشو او بیا ورته دالله جل جلاله لخوا هرقسم میوي چي هغه وخت کي او هعه موسم کي مکه کي نه وي ورکړ کیدي د کرامت ښه مثال دی.
که چیرته تاسو هم پدي قایل یۍ چي کرامت د الله لخوا خپل نیک بنده سره مرسته او اعانت وي چي ددي نیک بنده په اختیار کي نه وي بلکه دالله جل جلاله لخوا یوه لورینه وي نو بیا خو مشکل نشته خبره مو یوه ده.
خو که تاسو دالله جل جلاله دوستان[اولیاءالله] دي ته واي چي دوي کوم خاص طبقه خلک دي او ورسره ددي محمدي شریعت نه سیوا یو بله طریقه ده او ددین اسرار ورسره دي چي په نبوي ارشاداتو کي نشته او مخفي علم دی نو داولایت درسره نشو منلی دا ولایت ندی بلکي وسواس الشیطان دی.
خفي اخفي اخف مخف په نوم د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم په بیضاء شریعت کي چي داسي یو روښانه دین دي چي شپه يي هم دورځي په شان روښان ده نشته بلکي داسلام دین واضح او دلمر په شان روښانه دي کوم پټ اسرار په دین کي نشته.
خو تاسو دوصیل پروز صیب پوښتني ته ځواب ولی نه ورکوۍ؟
مؤمن مهاجر صیب او وصیل پیروز صیب چي کومي پوښتني کړي هغه لطفا ځواب کړی او د نه ځواب په صورت کي به يي دا معنی وي چي تاسو سره يي ځواب نشته.
نوربیــــــــــــا
مومندافغان


-
10.08.2011

السلام علیکم
تر ټولو بهترینه لیکنه چې د ټولنیز بې زړه توب (الرهاب الاجتماعي) مرض د علاج په هکله ما لوستلې په لاندې لینک کې يې لیدلی شئ.
که چا پښتو ته راوژباړله ثواب به وګټي:
http://www.ahlalhdeeth.com/vb/showthread.php?t=154003


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more