د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

انالله واناالیه رجعون

Kamil
06.08.2011

[color=white:bd3a96d906]السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته
يو ډېرزړه ته نیږدی ملګری می چې د ويرژن کليوال صيب سکنی ورور و نن د ننګرهار ولایت دسرخرود په ولسوالۍ کی شهید شویدی هیله ده چی د هر لمونځ څخه ورسته ورته د زړه له اخلاصه دعاء وکړۍ.
په درنښت
[/color:bd3a96d906]


۰
06.08.2011

انا لله وانا الیه راجعون
الله جل جلاله دي شهادت قبول کړي او ورثه ووته دي صبر او اجر ورکړي
لله ما أعطی وما أخذ وکل شیء بمقدار فالتصبر والتحسب الله تعالی دي تاسو ته هم و خپل ملګري په شهادت اجر درکړي آمین


پتوال
06.08.2011

[color=blue:9f7d2987c7]انا لله وانا الیه راجعون
الله جل جلاله دې د روژې په دې مبارکه مياشت کې دده شهادت قبول کړي او زمونږ ويرزن ورور کليوال صاحب او ټولو ورثه ووته دي الله سبحانه وتعالی صبرجميل او اجر ونه ورکړي ، آمين امين ثٍم امين ، برحمتک يا ارحم الراحمين .[/color:9f7d2987c7]


م . ق
06.08.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

ولنبلونکم بشئ من الخوف والجوع ونقص من الاموال والانفس والثمرات وبشرالصابرین.

زه هم په خپل وار سره د شهید ورثؤو او متعلقینو ته غمرازي او تعزیت وړاندې کوم او په څنګ کې ورته د صبر او دعا تلقین کوم.

الله پاک دې په خپل عظیم دربار کې پدې مبارکه میاشت کې د هغه شهادت قبول کړي او د هغه اهل وعیال ته دې صبر جمیل، اجر عظیم او نعم البدل ورکړي.

اللهم آمین


هوتک
06.08.2011

انالله واناالیه راجعون!
کامل جانه الله تعالی دې ستا دملګرې شهادت قبول کړې آمین، او الله تعالی دې دشهید کورنۍ ته دزړه صبر ورکړې؟


رښتینی
06.08.2011

کامل صاحب الله تعالی دې ستا دملګرې شهادت قبول کړې ، او الله تعالی
دې کورنۍ ته دزړه صبر ورکړې


پښتون.
06.08.2011

السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته!
انالله واناالیه راجعون
الله جل جلاله دي په خپل لوی دربار کې د هغه شهادت قبول کړي او کورنۍ ته دي الله جل جلاله اجر او صبر جمیل ورکړي. آمین


محمود سعيد
07.08.2011

انالله واناالیه راجعون
الله د ېې کورنۍ او ملګرو ته زغم او اجرونه ورکړي او نوموړي ته جنتونه غواړم.


شبيراحمد
07.08.2011

انالله وانااليه راجعون
الله جل جلاله دي يې شهادت قبول کړي اوالله جل جلاله دي عالي درجات ورپه نصيب کړي.
ددې مبارک شهيدکورنۍ اوپه ځانګړي ډول کليوال صاحب ته تسليت وړاندي کوم
په غم کي يې ورشريک يم ځان دي يواځي نه احساسوي.
الله دي کليوال اوکورنۍ ته جميل صبر،عظیم اجراونعم البدل ورپه نصيب کړي.
امين ثم امين


-
08.08.2011

السلام علیکم
د دنیا نه تګ حق دی او هیڅوک د تل لپاره نه پاییږي ډیر خلک وي چې ژوند یې د اسلام لپاره افتخار وي، خو داسې خلک چې مرګ او ژوند دواړه یې د اسلام لپاره ویاړ او افتخار ګرځي ډیر کم پیدا کیږي، بختور خو ځکه وي چې الله جل جلاله یې پخپله د بندګانو له منځ او ډلې څخه غوره کوي او دا اوچت منزلت ورپه برخه کوي، او د (یتخذ منکم شهداء) معنی هم دا ده چې ددې ویاړلې درجې لوریینه الله تعالی په هرچا نکوي، او ولې به اوچت مقام نه وي چې د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې هم هیله او ارمان کړی.

خو بیا هم د ورور په فراق درمنیدل او زړه خوږیدل طبیعي شی دی، خو دا زه په ښکاره وایم چې ستاسو غمرازي او تعزیت ماته دومره حوصله او زغم راکړ چې زه یې د تعبیر څخه رښتیا هم عاجز یم. ستاسو غمشریکۍ ماته د صبر او زغم یوه بله دنیا رابښله او ځکه مې ستاسو د هره یوه تعزیت په څوڅو ځله لوستلی دی.
زه مو له غمرازۍ څخه ډیر زیات ممنون یم او ټولو هغو دوستانو نه د زړه له تله مننه کوم چې یا یې د فورم له لارې (چې شهید ورور به مې شاخص باله او همیشه به یې په ټوکه کې ویل چې ته یې او شاخص یې بل کار دې نشته)، او یا یې د شخصي پیغام له لارې ما او کورنۍ سره په دې غم کې ځانونه شریک بللي، د الله جل جلاله د دربار څخه ورته په دارینو کې اجرونه غواړم.

الله مو مه کموه، الله مو پتمن او عزتمن لره.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more