د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ولی غورځنګی ما د ای اس ای جاسوس بولی

عبدالله خان
04.08.2011

ګرانو ورڼوالسّلام ُعليکم و رحمة ُالله
غورځنګی قرانی د ( ملی اسلامی ولسواکو غورځنګونو ) په خونه کی د ( اسلامی خلافت ) په بحث کی چی زما په نوم ده لیکلی داسی لیکلی

[color=red:08871ce11a]کلیوال صاحب، ته خو ماته ډیر هوښیار سړی ښکاریدلې، ته اوس د ISI د ښکاره جاسوس چې مخکې یې د ملتوال په نوم لیکنې کولې څخه ننګه او دفاع کوې، چې دا د یو افغان لپاره ډیر د شرم ځاي دی، ملتوال یا عبدالله ډیر پوخ او ارامي جاسوس دی چې زما مدیریت نه شی زغملاي او دایې زما په وړاندې غټه دسیسه په کار اچولی، تاسو پوهیږﺉ چې ملتوال ما مخکې شړلی وو او رسوا کړی مې وو چې ښاغلی پتوال صاحب یې شاهد دی، اوس چې دلته د عبدالله خان په نوم راننوتلو نو هم ما وشرمولو چې دا هماغه ملتوال دی ځکه چې ماسره یې IP ده، نو اوس دې بدنام جاسوس د بلې توطئی نه کار واغیستو ترڅو ما د خپلې مخې نه لرې کړی ځکه چې زه یې په مخ کې خنډ یم.
تاسو پوهیږﺉ چې زه په بحث کې د هیچا نه پروا لرم او نه د چانه ویریږم ځکه چې د هرې خبرې په دلیل او استدلال پوهیږم او هم خدای یوڅه ناڅه پوهه راکړې نو زه بیا ولی دومره کمزوری او کم ظرفیته شوم چې د هغه نه وویریږم او د شا خوانه پرې ګزار وکړم. تاسو خو که هر رنګه وي افغانان یاست، او زه هم یو افغان او مسلمان یم، د هیچا طرفداري نه کوم خو سیاسي او د نظرونو اختلافات یوه طبعی خبره ده، تاسو ته نه ښایی چې صرف د سیاسی اختلاف د وجې نه د خپل افغان او مسلمان ورور په مقابل کې د یو بهرني جاسوس د دسیسې طرفداري وکړﺉ، دې ملتوال چې مخکې په بحث کې پړ شوی وو ماته ډیرې پوچې ښکنځلې کړې وې چې بیا د طوفان خان په ځوابی غبرګون یې هغه ښکنځلې ړنګې کړې او دادې اوس یې څرمن بدله کړې او په بل شکل راننوتو.
الله پاک دې د حق او حقیقت مل شي.[/color:08871ce11a]

اول خو زه نه پوهیږم چی ولی غورځنګی ما د ای اس ای جاسوس بولی ، زما په اند دا خو واضح خبره ده چی کله څوک دلایل ونلری نو د ای اس ای د جاسوسی اتهام خو بیا ډیر اسانه دی ، ځکه چی نه منطقو او نه دلایلو ته ضرورت شته ، نو له غورځنګی نه هم چی زور تیر شی نو بیا ددروغو اتهامونه تپی

ایا داچی زه وایم

چی دپاکستان خلګ زموږ غوندی مسلمان خلګ دی ، او زموږ او دپاکستان خلګ باید په ګډه دغرب داستعمار په ضد ودریږی ، او په پاکستان او افغانستان کی باید هغه کړی چی دمختلفو نومنو لاندی د غرب لپاره کارکوی باید له منځه لاړ شی
ایا دا د ای اس ای جاسوسی ده ؟
که چیری دا دا د ای اس ای جاسوسی وی نو بیا سعید جماالدین افغانی چی دټولو مسلمانانو اتحاد یی غوښتی د ای اس ای ډیر غټ جاسوس وو

او بیا نو سعید محمد قطب خو هم د ای اس ای جاسوس وو

او ما د غورځنګی سره مطلقه نه غوښتل چی بحث وکړم ، ځکه چی ما دغورځنګی بحث له نعیم ملت وال سره لوستی وو چی ټول له کنځاوو ډک وو ، نو په دی خاطر چی خپل حیثیت راباندی ګران وو او نه می غوښتل چی ماته هم کنځا وکړی
نو په ډیر نرمی می ورته لیکل چی له ما مه خفه کیږه زه نه غواړم چی بحث درسره وکړم
نو ده خپله سر تمبګی چی تاسی ته معلومه ده شروع کړه ، او زما په نوم یی لیکنی شروع کړی

او داچی ده لیکلی

[color=green:08871ce11a][size=18:08871ce11a]ملتوال یا عبدالله ډیر پوخ او ارامي جاسوس[/size:08871ce11a][/color:08871ce11a]

ما دهمدی لپاره نه غوښتل چی دده سره بحث وکړم ، ځکه چی د غورځنګی بغیر له کنځاوو بل څه نه دی زده

څوک چی بل چاته حرامی وایی نو هغه پخپله حرامی ده
او ده لیکلی چی دی زما په مخ کی خنډ دی
پداسی حال کی چی ما حتی نه غوښتل دده سره بحث وکړم نو بیا څنګه دی کیدی شی زما په مخ کی خنډ وګرزی


م . ق
04.08.2011

بسم الله الرحمن الرحیم

عبدالله یعنې پخوانی ملتوال ددې څخه انکار کوي چې هغه ملتوال دی بلکه ځان راته نوی کس رامعرفي کوي:
[quote:b65fc87652]ځکه چی ما دغورځنګی بحث له نعیم ملت وال سره لوستی وو[/quote:b65fc87652]
اول ددې ثبوت چې عبدالله خان هماغه پخوانی ملتوال دی.
د ملتوال د IP لاندې د ټول هغه نومونه چې هغه ورڅخه لیکنې کړي دي.

[color=white:b65fc87652]د دې IP څخه نور ليکونکي
عبدالله خان [ 16 ليکنې ]
Beparwa [ 2 ليکنې ]
k [ 2 ليکنې ]
فاطمي [ 1 ليکنه ]
عماد [ 1 ليکنه ]
نعیم ملت وال [ 1 ليکنه ][/color:b65fc87652]

تاسو وګورﺉ دا دوه مخې په شپږو نومونو لیکنې کوي، که زه دروغ وایم نو ټول افغان ويسایټ خو دروغ نه وایې ټول مدیران پدې پوهیږي او لیدلاي یې شي.

اوس راځم ددې ثبوت وړاندې کوم چې عبد الله / ملتوال زما د مدیریت څخه په تنګ دی او غواړي چې زما مدیریت ختم شي ځکه یې راباندې دا تهمت تړلی چې زه د هغه لیکنې تغیروم ترڅو پدې توګه ما بدنام کړي، زه د خپلې دعوې لپاره د هغه د خپلو خبرو څخه ثبوت وړاندې کوم:
د ټوکو په فورم کې هغه زما په خلاف داسې عنوان لیکلې چې "د غورځنګي مدیریت" او بیا یې ددې عنوان لاندې یو کړپاوه شعر لیکلی چې:

لو یه خدایه ته مو د کرزی له جمهوریته خلاص کړی
په ټول افغان کی مو دغورځنګی له مدیریته خلاص کړی
غورځنګی صاحب نن پر موږ نخری کوی
له هغه وخته چی مدیر شوی نو مزی کوی
موږ مظلومان یو ربه ته مو دظالمانو له عذیته خلاص کړی
په ټول افغان کی مو د غورځنګی له مدیریته خلاص کړی

دلته ګورﺉ چې زما د مدیریت سره څومره تضاد او عناد لري او دا یې ارمان دی چې زه ورڅخه خلاص شم، همدا زما د دعوی ثبوت دی چې دی غواړي په خپلو منافقانه شازشونو سره ما بدنام او د مدیریت څخه بې برخې کړي.

داچې دی وایې زه ښکنځلې کوم نو دایې هسې د ځان خلاصولو یوه بهانه ده ځکه ما ورته څو ځل د خلافت او طاغوت په اړه د بحث بلنه ورکړې خو دی ځان وباسې ځکه دی پدې پوهیږي چې ما په پاکستان کې تعلیم کړی او د پاکستان په ټولو رازونو خبر یم.

په څو ځایونو کې ده دا دعوه کړې ده چې :

[quote:b65fc87652](پاکستان د اسلام کلا ده) او (خلافت) دا زما لیکنی نه دی ، بلکی دادغورځنګی لیکنی دی چی زما په نوم یی کوی[/quote:b65fc87652]

زه وایم: ټول مدیران او مدیراتور پدې پوهیږي چې هیڅ مدیر په تخنیکي توګه نشې کولاي چې د بل چا په نوم لیکنې انټر کړي، البته د نورو لیکنې تغیرولاي شي، نو دا دده یو بل ښکاره دروغ او الزام دی او د ده د شازش یوه کړۍ ده خو د درواغو مزل لنډ وي او دروغجن لره حافظه نه وي، د ده دې ته فکر نه وو چې زه به په تخنیکي توګه د ده درواغ ثابت کړم.

اوس راځم د ملتوال د لیکنو څخه هغه دلایل وړاندې کوم چې د پاکستان د ګټو د ساتنې لپاره یې کړي دي. هغه څوک چې د خپلو ملي او افغاني ګټو په ضد د بل چا لپاره تبلیغات کوي او د هغوي د هر موقف څخه په کلکه ننګه کوي پداسې حال کې چې ځان افغان هم بولي نو چې هغه جاسوس یا د استخباراتو مامور نه وي نو څه به وي؟ تاسو څه فکر کوﺉ د الله لپاره څوک داسې کار کوي؟ د الله لپاره څوک دومره اوږدې لیکنې کوي او دومره سر خوږوي؟ ایا دا کس ټوله ورځ د الله لپاره انټرنټ ته ناست دی او دهغه د رضا لپاره د پاکستان په نفع اوږدې لیکنې کوي؟ دا به کوم عقل او منطق ومني.

[u:b65fc87652]د هغه د لیکنو څخه اقتباسات:[/u:b65fc87652]

۱. [quote:b65fc87652] اودا خبری چی ای اس ای زموږ دښمن ده اوکه هرڅه کوی نو زموږ په دښمنی یی کوی زه دا یو همیشنی تبلیغ بولم چی دبیسواده خلکو لپاره کییږی[/quote:b65fc87652]

ایا کوم افغان به دا ومنې چې ای اس ای زمونږ دښمن نه دی؟؟

۲. [quote:b65fc87652]دافغانستان موضوع یوه بین المللی موضوع ده٠
دپاکستان متقاید یا نا متقاید لوړ رتبه مامورین مجبور دی چی ، پدی بین المللی جنګ کی برخه واخلی[/quote:b65fc87652]
ومو لیدل پاکستاني جنرالانو ته په افغانستان کې نه یواځې د مداخلې حق ورکوي بلکه د هغوي لپاره یې ضروري بولي، ایا کوم افغان به داسې غدار فکر وکړي؟

۳. [quote:b65fc87652]اوداچی پاکستان له امربکا ډالری اخلی او ملګرتیا ورسره کوی دا ټول پوچ تبلیغات دی پاکستان په اصل کی په دی منطقه کی هم روسانو ته او هم امریکا یانو ته ماتی ورکړه
او ما او تا باید پدی خوشحاله اوسو[/quote:b65fc87652]

تاسو څه وایاست چې پاکستان د امریکې څخه ډالر نه اخلي؟ او ایا امریکایانو او روسانو ته ماتې پاکستان ورکړه؟؟ او مونږ پدې خبره باید خوشحاله هم شو، د یو افغان د خولې څخه داسې خبرې راوتل ناممکن دي.

۴. [quote:b65fc87652]نو پاکستان مجبور دی چی مداخله وکړی او دایی قانونی حق دی چی له منطقی دفاع وکړی[/quote:b65fc87652] ومو لیدل دې ته وایې سپین سترګي او بې شرمي، د پاکستان مداخله قانوني حق دی، کوم قانون د ای اس ای قانون به ښایې نو ځکه افغانان خو داسې قانون نه مني.

۵. [quote:b65fc87652] اوته چی له پاکستان نه ګیله لری چی امریکایانو ته یی هډی ورکړی اول دا ډیر وچ دروغ دی ځکه چی د پاکستان په خاوره کی یوه امریکایی یا کومه بله خارجی هډه هم نشته[/quote:b65fc87652]
ومو لیدل دومره په سپینو سترګو وچ انکار، هغه د جیکب اباد او د بلوچستان د شمسي اډه چې ډرون بې پیلوټه الوتکې ترینه راپورته کیږي، د هغې څخه په کومو سترګو انکار کوې؟؟ ایا مونږ بوس خورو چې په هیڅ نه پوهیږو؟؟
ددې څخه خو یو پاکستانی هم انکار نه شي کولی مګر یو جاسوس یې کولاي شي.

۶. [quote:b65fc87652]او دمحکمو په باره کی درته ووایم چی په پاکستان کی حنفی فقهه جاری ده داسلام پاک دین دپاکستان ددولت رسمی دین دی[/quote:b65fc87652]

هغه ورونه چې په پاکستان کې وسیږې د الله لپاره دې ووایې چې ایا په پاکستان کې حنفي فقه جاري ده؟؟ ایا هلته د لارډ میکالی انګریزي قانون نه دی جاري؟؟
او د اسلام دین څنګه رسمي دین دی چې په عمل کې ټول نظامونه د انګریز په قانون دي.
دومره بې شرمانه دروغ خو ولاکه یهود هم وایې لکه دا پنجابي ایجنټان یې چې وایې.

۷. [quote:b65fc87652]په ټوله اسلامی نړی کی یواځنی اسلامی ملت دی چی د اسلامی هویت لپاره له خپل ملی هویته تیر شوی او اسلامی هویت خپل رسمی هویت بولی[/quote:b65fc87652] دا به څوک ومني؟ او کوم جاهل به داسې فکر کوي، پاکستان خو د سب سی پهلی پاکستان لپاره دین او ایمان هرڅه جار کړي دي، عرب مجاهدین د ډالرو لپاره چا خرڅ کړل؟

۸. [quote:b65fc87652]وایم په افغانستان کی عقل کم دی[/quote:b65fc87652]
خه په افغانستان کې عقل کم دی ځکه ته پاکستانی شوې او اوس ورڅخه په ړندو سترګو دفاع کوې، د هرې ناوړې او غیراسلامي کړنې څخه یې په درواغو او سپینو سترګو انکار کوې.

نور دلایل هم لرم چې بیا به یې ذکر کړم انشاء الله.

هیله ده چې اوس به درته د دې منافق دوه مخې څیره بربڼده شوې وي.

نور بیا...........


عبدالله خان
05.08.2011

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
غورځنګی جانه هغه دپتوال صاحب خبره
چتکی چې د شپې په ځاله کې سملي نو پښې په دې خيال آسمان ته نيسي چې که اسمان راولويږي نو په پښو به يې ونيسم
اوس ته هم دا فکر کوی چی ګواکی ته زما په مقابل کی خنډ یی ،
څنګه کیدای شی چی ته زما په مقابل کی خنډ وګرځی په داسی حال کی چی زه حتی نه غواړم ستا سره بحث وکړم ځکه چی ته بحث نشی کولای صرف کنځا دی زده دی

او بیا ته دا دروژی په مبارکه میاشت کی دروغ وایی چی زه په مختلفو نومونو لیکنی کوم ، ما په هیڅ بل نوم لیکنی نه دی کړی زما ټولی لیکنی دعبدالله خان چی زما نوم ده کړی دی ، او چی ته دا وایی شاید هغه لیکنی به هم تا کړی وی ، زه څه ضرورت نلرم چی په بل نوم لیکنی وکړم

او ته ولی نشی کولای چی ستا دنظر مخالف نظر وزغمی ، او چی ستا دنظر مخالف څوک څه ولیکی نوبیا ته کنځا پوچ او رد بد شروع کړی

وروره که ته غواړی چی په بحث کی ګډون وکړی نو دنورو ورڼو په څیر دپښتنی نزاکتو سره سم ،اوداسلامی اخلاقو سره برابر بحث کوه
او دلته خو خامخا زه ستا دافکارو مخالفی لیکنی کوم که ما چیری ستا او ستا دانډیوالانو افکار منلی نو لیکنو ته څه ضرورت نه وو نو بیا ستاسی لیکنی کافی وی
او چی څوک ستا دنظر مخالفی لیکنی وکړی نو دا دا معنا نلری چی ته هغه ته په کنځاوو پیل وکړی او اتهامونه چی هغه د ای اس ای جاسوس دی پری وروتپي
تا له څه نه دا خبره را واخیسته او له کوم ځایه ته خبر یی چی زه دی ای اس ای جاسوس یم
او کله چی زه ستا د افکارو مخالف څه لیکم دا دا معنا نلری چی ته زما لیکنی ړنګی کړی او په ځای یی خپلی لیکنی ولیکی
ګوره غورځنګی تا زما لیکنی د( ملی اسلامی ولسواک غورځنګونو ) په خونه کی د (اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) په بحث کی قیچی کړی ، لوستونکی کولای شی د (اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) کی وګوری چی زما لیکنی قیچی شوی
ما څو ځله کوښښ وکړ چی خپلی لیکنی په مکمل ډول هلته کیږدم خو هر وار ستا لخوا قیچی شوی
او بعد له هغه ما دوه ځله وغوښتل چی د (ملی اسلامی غورځنګونو) په خونه کی احتجاجی لیکنه ولیکم چی هغه هم ستا لخوا ړنګی شوی او په ځای یی د (اسلامی خلافت ) او د (پاکستان داسلام کلا ده) لیکنی ستا لخوا ځای په ځای شوی او زه مجبور شوم چی د (ناندریزو موضوعاتو) په خونه کی خپل احتجاج لیک ولیکم
او زه ولی په تا باندی دا دعوه لرم چی زما لیکنی ړنګوی اوپه ځای خپلی لیکنی لیکی

هغه ځکه چی ته ما د ( اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) له بحثه وشړلی اودرته ومی لیکل چی نه غواړم ستاسره بحث وکړم بعد له هغه دا لیبه شروع شوه ، نو دا واضح خبره ده چی تا دا شوع کړه


م . ق
05.08.2011

عبد الله ملتواله،

پدې خبرو اوس ځان ته پرتوګ نشې کولی، ما ثبوت وړاندې کړی چې تا ټولې لیکنې د یوې IP څخه کړي دي، دا مې ثابته کړې چې ستا اوسنۍ او مخکینۍ
لیکنې یو شان دي، ددې خبرو څه ځواب کوي؟؟ هسې په اخوا دیخوا خبرو ځان مه تیرباسه، پدې ټول مدیران پوهیږي چې ته په شپږو نومونو لیکنې کوې.

که زه ستا په مقابل کې خنډ نه وم نو بیا دې راسره ولې بحث نه کولو د (اسلامي امارت که اسلامي خلافت) په موضوع کې دې ولې زما سوالونه ته ځواب ونه ویلو؟؟ هلته خو درته ما هیڅ ښکنځلې نه وې کړې بلکه سوالونه مې درنه کړې وو ټول ملګري یې لیدلاي شي، هلته دې هم ځان د بحث څخه پدې
بهانه خلاص کړو چې ته ښکنځلې کوې، دا ځکه چې د ملتوال په نوم بحث کې پاتې راغلی وی او هلته درته خپل ایمان معلوم شوی وو.
که ته وایې چې زه بحث کوم نو زما سوالونه اوس هم هلته پراته دي د (اسلامي امارت که اسلامي دارالخلافه) په موضوع کې، د هغې ځواب راکړه.
بحث ته نشې کولی ځکه بار او بار د ښکنځلو بهانې کوې، زما په بره لیکنه کې ما تاته کوم ځای ښکنځلې کړي دي؟ اول خو زما د بره لیکنو ځواب راکړه بیا نو د بحث خبرې کوه، ځواب درسره نه شته او په باټو باندې خلک تیرباسې.

د افغانیت په ضد لیکنو ته د افکارو او نظر د مخالفت نوم مه ورکوه، دا چالاکي دې دلته نه چلیږي، ځکه دلته ډیر خلک زما د نظر او افکارو مخالف دي او بیاهم ما زغملي او علمي او سیاسي بحثونه ورسره کوم، تا د افغانیت په مخ مخامخ ګزار کړی دی، هغه د ملتوال په نوم دې چې څه لیکلې او ما په اقتباساتو کې راغیستي دي، هغه یواځې زما د نظر مخالفت نه دی بلکه د ټول افغانیت سره دښمني ده چې هر افغان یې مخالفت کوي، ځکه نو اوس خپلو افغان دښمنه کړنو ته د نظر مخالفت رنګ مه ورکوه.
ته د ای اس ای جاسوس ځکه یې چې هغه بره خبرې چې ما اقتباس کړي دی تا لیکلې دي او اوس هم په هماغه نهج روان یې او دا کار هیڅ افغان نه کوي، د ای اس ای او د پاکستان د فوځ څخه کلکه ننګه او په افغانانو تورونه او پیغورونه صرف د یو جاسوس کار دی.

د اسلامي غورځنګونو په خونه کې د اسلامي امارت که اسلامي دارالخلافه د موضوع لاندې هیچا ستا لیکنې نه دي قینچي کړي بلکه تا خپله تغیر کړي دي، دا لاندې یې ثبوت دی:

[quote:c947cf82b3]وروستی ځل بدلون عبدالله خان په ٤ شنبه اګست 03, 2011 8:05 pm ورکړی دی , د بدلون شمېره 1[/quote:c947cf82b3]

او دا زما لپاره ثبوت دی چې دا ټوله ډرامه تا خپله کړې ده، تا د خپلو دعوو لپاره تر اوسه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړي ځکه چې دا کار دې پخپله کړی دی، خو ما ددې لپاره چې دا کار تا کړی ډیر ثبوتونه وړاندې کړي دي چې هر عاقل او بالغ پرې پوهیږي، د فورم یو مدیر ښاغلي رښتینی صاحب هم ددې خبرې واضح تاید کړی دی چې هیڅ مدیر نشی کولاي د بل چا په نوم لیکنې وکړي. دا د تا لپاره غټ شرم دی خو که په تاکې شرم وی، واقعا چې جاسوسان په هیڅ هم نه شرمیږي او په سپینو سترګو د هرشي څخه انکار کوي.

ستا لیکنې ما مخکې ولی نه قینچي کولی چې اوس مې قینچي کړې، کچیرته ماسره ستا د خبرو ځواب نه وایې او د بحث څخه عاجز واي نو ما به دا کار کړی وو خو د بحث څخه خو زه نه بلکه ته تښتیدلې او سوالونه ماکړي وو چې تاسره یې ځواب نه وو نو پداسې حال کې چې زه برلاسی وم دې ته مې څه اړتیا وه چې ستا لیکنې قینچي کړم.
د دې کار کولو خو په هغه صورت کې امکان وو چې تا ماڅخه سوالونه کړي واي او ما سره یې ځواب نه واي او یا داچې زه ستا د بحث څخه عاجز واي.

تا د اسلامي غورځنګونو په خونه کې هیڅ احتجاج نه دی کړی، تا چې هلته دومره ډیرې لیکنې کړي دي او احتجاج دې نه لیکلو نو غرض دې پکې همدا وو چې د خپل بهتان لپاره توجیه پیدا کړې، تاسره پدې څه ثبوت دی چې هلته تا احتجاج کړی وو، د هغې خونې خو یواځې زه مدیر نه یم، نور مدیران هم شته، او دلته نور بې شمیره لیکوآلان او لوستونکې شته چا ستا احتجاج هلته لیدلاي دی؟؟؟ دا دې ډیره منافقانه او شیطاني توجیه ده چې هیڅ امکان او ثبوت نه لري.

اسلامي خلافت او د پاکستان فوځ د اسلامي خلافت لپاره زینه ده، دا ستا خبرې دي چې مخکې دې هم کړي دي او ما دا د اسلامي غورځنګونو د خوني په سر عنوان کې (جنرال حمید ګل : افغانستان کې باید طالبان ایتلافي حکومت ونه مني) او هم د (اسلامي خلافت) د عنوان لاندې ستا د خبرو څخه په اقتباس دا ثابته کړې چې داسې خبرې یواځې ته عبدالله ملتوال کوې چې داسې خبرې د هیڅ افغان د خلې څخه نشي راوتلې.

د ښکنځلو په بهانو ځان مه خلاصوه، زما د ټولو خبرو او ثبوتونو صحیح او مدلل ځواب وکړه. نیغ د خلکو په سترګو کې مه ورننوځه، دومره بې شرمي او سپین سترګي ولاکه هیڅ افغان کړي وي البته په پاکستانیانو کې دا کار ما لیدلی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more