د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

خبرتیا

عبدالله خان
04.08.2011

د ملی اسلامی ولسواک غورځنګونو په خونه کی غورځنګی قرانی زما په نوم خپلی لیکنی کوی

او د (پاکستان داسلام کلا ده) او (خلافت ) لیکنی زما نه دی بلکی غورځنګی قرانی له خپل موقف نه غیر ی قانونی استفاده کړی او زما په نو م د ملی اسلامی ولسواک غورځنګونو په خونه خپلی لیکنی کړی دی


-
04.08.2011

دا خو ډیر د بې غیرتۍ کار دی چې یو سړی د خپل مسئولیت څخه ناوړه استفاده کوي او په پردي نوم لیکنې کوي.

خو فکر کوم دا کار غورځنګي نه دی کړی، هغه وخت چې لا د غورځنګي درک هم نه وه یو وخت زما د لیکنې سره هم همدا چم شوی وه خپله لیکنه مې ړنګه شوې وه او پرځای يې نور څه لیکل شوي وه.


۰
04.08.2011

اف دا څه ګورم
که داسي وي نو چي سر له سبا نه خپل اکاونټ وتړو هسي نه زمونږ په اکاونټ کي یو څوک د منطق ګل لیکنه کیدي بیا به ورسره څه کوو.
که ټول افغان داسي غیر محفوظ وي نو دا بیا ډیر دخطر نه ډک ځاي دي
زه خو والله وویریدم.
عبدالله وروره هغه ځاي کي مي چي ستا لخوا لیکنه ولیده چي ملامحمدعمر د
پنجاب خلافت جوړوي ډیر په غصه شوم او سره دروژي مي یو څه ترخه ولیکل
نو که هغه لیکنه بیا ستا نه وي زه ډیره بخښنه غواړم .
او د وطنمل صیب نه په جدي توګه ددي کار پلټنه کوو چي که دا کارنه وي شوي نو هم چي د ټول افغان ګډونوال خبر کړي او ډاډ ورکړي او که شوي وي نو چي دقیقه پلټنه يي وشي او ددي کار فاعل ته داسي سزا ورکړي چي ښه مفعول تري جوړ کړي او له مفعول به هم ډیر بدتر وي چي داسي کړنه يي کړي وي که هرڅوک وي.
د وطنمل صیب د تحقیق په هیله
مومندافغان


رښتینی
04.08.2011

عبدالله صاحب اونورو وروڼو سلامونه اونیکې هیلی

زه هم دیوڅو فورمونو مدیریم خو دیوچا په نوم مستقیما لیکنې نشم کولی
هوکه یوچا لیکنه کړې وې هغه پوره ړنګولی شم او یایې پوره تغیر کولی شم
دپوره ړنګولو صلاحیت هم یوه نیم مدیر ته ورکول شوی وې اوکله خو
مدیرته یواځې دتغیر واک ورکړل شوی وې نو زه نه پوهیږم چې غورځنګې صیب
ته به څه ډول صلاحیت ورکړل شوی وې

په هرصورت مستقیما دیوچا په نوم لیکنه نشې ثبت کیدلی

په مینه


pattang
04.08.2011

حاجي وطنمل خپل لاندی په څوسماره پشو ساتي او پتوال يې تماشې کوي ، حاجي صيب خبر ندی چې دزمي قطرې يې ټولې پشو وخوړلې ، خدای پاک دې حاجي صيب بيداره کړي٠


م . ق
04.08.2011

[quote:932167ee55="رښتینی"]عبدالله صاحب اونورو وروڼو سلامونه اونیکې هیلی

زه هم دیوڅو فورمونو مدیریم خو دیوچا په نوم مستقیما لیکنې نشم کولی
هوکه یوچا لیکنه کړې وې هغه پوره ړنګولی شم او یایې پوره تغیر کولی شم
دپوره ړنګولو صلاحیت هم یوه نیم مدیر ته ورکول شوی وې اوکله خو
مدیرته یواځې دتغیر واک ورکړل شوی وې نو زه نه پوهیږم چې غورځنګې صیب
ته به څه ډول صلاحیت ورکړل شوی وې

په هرصورت مستقیما دیوچا په نوم لیکنه نشې ثبت کیدلی

په مینه[/quote:932167ee55]
ډیره مننه محترم ورور رښتینی صاحب، رښتیا دې ویلي دي او دروغجن، تهمتي دې شرمولی دی، همدغه هم زما دلیل دی چې هیڅ مدیر نشې کولاي د بل چا په نوم لیکنې انټر کړي، دا هیڅ امکان نه لري او بیا زما سره دومره اختیارات نشته. رښتیني صاحب ماته صرف د تغیر اجازه راکړل شوې ده او بس.

الله دې دروغجنان، تهمتیان او شازشیان همداسې مختورن او شرمیدلي لري. آمین.

په درنښت


رښتینی
05.08.2011

غورځنګي صیب سلامونه اونیکې هیلې مې ومنه

ګرانه دایو نصیحت یاد ورور ولی زاری اوجیګی یې وبوله
ستاسو درانه حضورته وړاندی کوم اودمشر ورور مومند
صیب په شمول نورو وروڼو هم په مکرره توګه درته کړی دی
او هغه ستاسو دنظر نرمول دې تاسو دمخالف لورې زغم په
ځان کې پیدا کړئ وروره خپل قوې استدلال او ښه پوهه مو
په همدې سخته لهجه دې حد ته رسولې دې چې خلک مو له
بحث نه ډډه کوې لطفا خپله لهجه یوڅه نرمه کړئ

په مینه


م . ق
05.08.2011

[quote:6a56009069="رښتینی"]غورځنګي صیب سلامونه اونیکې هیلې مې ومنه

ګرانه دایو نصیحت یاد ورور ولی زاری اوجیګی یې وبوله
ستاسو درانه حضورته وړاندی کوم اودمشر ورور مومند
صیب په شمول نورو وروڼو هم په مکرره توګه درته کړی دی
او هغه ستاسو دنظر نرمول دې تاسو دمخالف لورې زغم په
ځان کې پیدا کړئ وروره خپل قوې استدلال او ښه پوهه مو
په همدې سخته لهجه دې حد ته رسولې دې چې خلک مو له
بحث نه ډډه کوې لطفا خپله لهجه یوڅه نرمه کړئ

په مینه[/quote:6a56009069]

وعلیکم السلام ورحمة الله،
ډیره مننه ستاسو د نیکو هیلو او مشورو څخه، ستاسې خبرې سمې دي او زه ورسره موافق یم خو بیا هم انسان ضعیف دی، بعضې وخت که زما په لهجه کې تریخوالی راځي نو تاسو راته عفو کوﺉ، زه به خپل کوښښ کوم خو د دین او وطن دښمنانو سره به زما په تریخ برخورد نه خفه کیږﺉ ځکه چې دښمن هیڅکله د احترام قابل نه وي بلکه هرڅومره چې ورټل شي بیا هم کمه ده.
الله پاک دې مونږ ټولو ته د نیک عمل، سالم فکر او مثبت سلوک توفیق راکړي.

په درناوۍ


عبدالله خان
05.08.2011

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
غورځنګی جانه هغه دپتوال صاحب خبره
چتکی چې د شپې په ځاله کې سملي نو پښې په دې خيال آسمان ته نيسي چې که اسمان راولويږي نو په پښو به يې ونيسم
اوس ته هم دا فکر کوی چی ګواکی ته زما په مقابل کی خنډ یی ،
څنګه کیدای شی چی ته زما په مقابل کی خنډ وګرځی په داسی حال کی چی زه حتی نه غواړم ستا سره بحث وکړم ځکه چی ته بحث نشی کولای صرف کنځا دی زده دی

او بیا ته دا دروژی په مبارکه میاشت کی دروغ وایی چی زه په مختلفو نومونو لیکنی کوم ، ما په هیڅ بل نوم لیکنی نه دی کړی زما ټولی لیکنی دعبدالله خان چی زما نوم ده کړی دی ، او چی ته دا وایی شاید هغه لیکنی به هم تا کړی وی ، زه څه ضرورت نلرم چی په بل نوم لیکنی وکړم

او ته ولی نشی کولای چی ستا دنظر مخالف نظر وزغمی ، او چی ستا دنظر مخالف څوک څه ولیکی نوبیا ته کنځا پوچ او رد بد شروع کړی

وروره که ته غواړی چی په بحث کی ګډون وکړی نو دنورو ورڼو په څیر دپښتنی نزاکتو سره سم ،اوداسلامی اخلاقو سره برابر بحث کوه
او دلته خو خامخا زه ستا دافکارو مخالفی لیکنی کوم که ما چیری ستا او ستا دانډیوالانو افکار منلی نو لیکنو ته څه ضرورت نه وو نو بیا ستاسی لیکنی کافی وی
او چی څوک ستا دنظر مخالفی لیکنی وکړی نو دا دا معنا نلری چی ته هغه ته په کنځاوو پیل وکړی او اتهامونه چی هغه د ای اس ای جاسوس دی پری وروتپي
تا له څه نه دا خبره را واخیسته او له کوم ځایه ته خبر یی چی زه دی ای اس ای جاسوس یم
او کله چی زه ستا د افکارو مخالف څه لیکم دا دا معنا نلری چی ته زما لیکنی ړنګی کړی او په ځای یی خپلی لیکنی ولیکی
ګوره غورځنګی تا زما لیکنی د( ملی اسلامی ولسواک غورځنګونو ) په خونه کی د (اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) په بحث کی قیچی کړی ، لوستونکی کولای شی د (اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) کی وګوری چی زما لیکنی قیچی شوی
ما څو ځله کوښښ وکړ چی خپلی لیکنی په مکمل ډول هلته کیږدم خو هر وار ستا لخوا قیچی شوی
او بعد له هغه ما دوه ځله وغوښتل چی د (ملی اسلامی غورځنګونو) په خونه کی احتجاجی لیکنه ولیکم چی هغه هم ستا لخوا ړنګی شوی او په ځای یی د (اسلامی خلافت ) او د (پاکستان داسلام کلا ده) لیکنی ستا لخوا ځای په ځای شوی او زه مجبور شوم چی د (ناندریزو موضوعاتو) په خونه کی خپل احتجاج لیک ولیکم
او زه ولی په تا باندی دا دعوه لرم چی زما لیکنی ړنګوی اوپه ځای خپلی لیکنی لیکی

هغه ځکه چی ته ما د ( اسلامی امارت که اسلامی دارالخلافه) له بحثه وشړلی اودرته ومی لیکل چی نه غواړم ستاسره بحث وکړم بعد له هغه دا لیبه شروع شوه ، نو دا واضح خبره ده چی تا دا شوع کړه


م . ق
05.08.2011

عبد الله ملتواله،

پدې خبرو اوس ځان ته پرتوګ نشې کولی، ما ثبوت وړاندې کړی چې تا ټولې لیکنې د یوې IP څخه کړي دي، دا مې ثابته کړې چې ستا اوسنۍ او مخکینۍ
لیکنې یو شان دي، ددې خبرو څه ځواب کوي؟؟ هسې په اخوا دیخوا خبرو ځان مه تیرباسه، پدې ټول مدیران پوهیږي چې ته په شپږو نومونو لیکنې کوې.

که زه ستا په مقابل کې خنډ نه وم نو بیا دې راسره ولې بحث نه کولو د (اسلامي امارت که اسلامي خلافت) په موضوع کې دې ولې زما سوالونه ته ځواب ونه ویلو؟؟ هلته خو درته ما هیڅ ښکنځلې نه وې کړې بلکه سوالونه مې درنه کړې وو ټول ملګري یې لیدلاي شي، هلته دې هم ځان د بحث څخه پدې
بهانه خلاص کړو چې ته ښکنځلې کوې، دا ځکه چې د ملتوال په نوم بحث کې پاتې راغلی وی او هلته درته خپل ایمان معلوم شوی وو.
که ته وایې چې زه بحث کوم نو زما سوالونه اوس هم هلته پراته دي د (اسلامي امارت که اسلامي دارالخلافه) په موضوع کې، د هغې ځواب راکړه.
بحث ته نشې کولی ځکه بار او بار د ښکنځلو بهانې کوې، زما په بره لیکنه کې ما تاته کوم ځای ښکنځلې کړي دي؟ اول خو زما د بره لیکنو ځواب راکړه بیا نو د بحث خبرې کوه، ځواب درسره نه شته او په باټو باندې خلک تیرباسې.

د افغانیت په ضد لیکنو ته د افکارو او نظر د مخالفت نوم مه ورکوه، دا چالاکي دې دلته نه چلیږي، ځکه دلته ډیر خلک زما د نظر او افکارو مخالف دي او بیاهم ما زغملي او علمي او سیاسي بحثونه ورسره کوم، تا د افغانیت په مخ مخامخ ګزار کړی دی، هغه د ملتوال په نوم دې چې څه لیکلې او ما په اقتباساتو کې راغیستي دي، هغه یواځې زما د نظر مخالفت نه دی بلکه د ټول افغانیت سره دښمني ده چې هر افغان یې مخالفت کوي، ځکه نو اوس خپلو افغان دښمنه کړنو ته د نظر مخالفت رنګ مه ورکوه.
ته د ای اس ای جاسوس ځکه یې چې هغه بره خبرې چې ما اقتباس کړي دی تا لیکلې دي او اوس هم په هماغه نهج روان یې او دا کار هیڅ افغان نه کوي، د ای اس ای او د پاکستان د فوځ څخه کلکه ننګه او په افغانانو تورونه او پیغورونه صرف د یو جاسوس کار دی.

د اسلامي غورځنګونو په خونه کې د اسلامي امارت که اسلامي دارالخلافه د موضوع لاندې هیچا ستا لیکنې نه دي قینچي کړي بلکه تا خپله تغیر کړي دي، دا لاندې یې ثبوت دی:

[quote:584fb7781c]وروستی ځل بدلون عبدالله خان په ٤ شنبه اګست 03, 2011 8:05 pm ورکړی دی , د بدلون شمېره 1[/quote:584fb7781c]

او دا زما لپاره ثبوت دی چې دا ټوله ډرامه تا خپله کړې ده، تا د خپلو دعوو لپاره تر اوسه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړي ځکه چې دا کار دې پخپله کړی دی، خو ما ددې لپاره چې دا کار تا کړی ډیر ثبوتونه وړاندې کړي دي چې هر عاقل او بالغ پرې پوهیږي، د فورم یو مدیر ښاغلي رښتینی صاحب هم ددې خبرې واضح تاید کړی دی چې هیڅ مدیر نشی کولاي د بل چا په نوم لیکنې وکړي. دا د تا لپاره غټ شرم دی خو که په تاکې شرم وی، واقعا چې جاسوسان په هیڅ هم نه شرمیږي او په سپینو سترګو د هرشي څخه انکار کوي.

ستا لیکنې ما مخکې ولی نه قینچي کولی چې اوس مې قینچي کړې، کچیرته ماسره ستا د خبرو ځواب نه وایې او د بحث څخه عاجز واي نو ما به دا کار کړی وو خو د بحث څخه خو زه نه بلکه ته تښتیدلې او سوالونه ماکړي وو چې تاسره یې ځواب نه وو نو پداسې حال کې چې زه برلاسی وم دې ته مې څه اړتیا وه چې ستا لیکنې قینچي کړم.
د دې کار کولو خو په هغه صورت کې امکان وو چې تا ماڅخه سوالونه کړي واي او ما سره یې ځواب نه واي او یا داچې زه ستا د بحث څخه عاجز واي.

تا د اسلامي غورځنګونو په خونه کې هیڅ احتجاج نه دی کړی، تا چې هلته دومره ډیرې لیکنې کړي دي او احتجاج دې نه لیکلو نو غرض دې پکې همدا وو چې د خپل بهتان لپاره توجیه پیدا کړې، تاسره پدې څه ثبوت دی چې هلته تا احتجاج کړی وو، د هغې خونې خو یواځې زه مدیر نه یم، نور مدیران هم شته، او دلته نور بې شمیره لیکوآلان او لوستونکې شته چا ستا احتجاج هلته لیدلاي دی؟؟؟ دا دې ډیره منافقانه او شیطاني توجیه ده چې هیڅ امکان او ثبوت نه لري.

اسلامي خلافت او د پاکستان فوځ د اسلامي خلافت لپاره زینه ده، دا ستا خبرې دي چې مخکې دې هم کړي دي او ما دا د اسلامي غورځنګونو د خوني په سر عنوان کې (جنرال حمید ګل : افغانستان کې باید طالبان ایتلافي حکومت ونه مني) او هم د (اسلامي خلافت) د عنوان لاندې ستا د خبرو څخه په اقتباس دا ثابته کړې چې داسې خبرې یواځې ته عبدالله ملتوال کوې چې داسې خبرې د هیڅ افغان د خلې څخه نشي راوتلې.

د ښکنځلو په بهانو ځان مه خلاصوه، زما د ټولو خبرو او ثبوتونو صحیح او مدلل ځواب وکړه. نیغ د خلکو په سترګو کې مه ورننوځه، دومره بې شرمي او سپین سترګي ولاکه هیڅ افغان کړي وي البته په پاکستانیانو کې دا کار ما لیدلی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more