د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د شپې ماشوم شمه زه

Laraway
08.02.2003

د شپې ماشوم شمه زه

کله چې لمر په کلي سر ووهي

او شپه د وړانګو په خنجر ووهي

په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي

زرين ﻻسونه پرګودر ووهي

چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونه

تورې تختې راواخلي

په ببلي ژبو الف ووايي ،بي ووايي،تي راوخلي

ماته رايادې شي ماشومې شيبې

کلی،ګودر او د ګودر له غاړې

اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار

د چنار لاندې يو وړوکی جومات

جې محراب و اوبو وړی او ممبر بې نه و

کولپ او زنځير خو يې پر ځای پريږده چې ور يې نه و

فرش يې د خوړ پستوکې شګې وې ټغر يې نه و

چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل

وړانګو غشي

د چنار لاندې په اوبو کې به خورې شوې

د طاووس بڼکې

مونږ به هم راغلو لکه سيل راشې د شنو طوطيانو

د چنار ډډې ته پر توره تخته سپين ليکونه

پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګيدل

زړه راته وايي پاڅه بيا ماشوم شه

ما په کتار د ماشومانو کې پريږدي کله څوک

غواړم ماشوم شم او پر توره تخنه

نوم مې د هغه جانان وليکمه

چې اول ټکی يې اخيستی دی د خدای له نامه

غواړم ماشوم شمه او ټولي تختې

د خپل جانان په نامه ډکې کړمه

خو زه له خپل عمر شرميږم

ماشومانو ته ورتللی نه شم

په جګو سترګو ماشومانو ته کتلی نه شم

ځکه زما همزولي

د ماشومانو کوټڼی ړنګوي

قلم تختې او مشواڼۍ ماتوي

او په لوی لاس ترينه ماشومه دنياګۍ ړنګوي

په سپينه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تيريږم

خو شپه!.....قربان يې شمه څومره پرده پوښه ده شپه

ماشومان ټول په خوب ويده وي او زه

له ماشومانو نه په غله

او پټ په پټه په ماشوم بدل شم

او زه ماشوم شمه د اوښکو په ماشومو ګوتو

د سپينو ستورو تباشير را واخلم

د شپې پر توره تخته

نوم د جانان وليکم

افغانستان وليکم

پير محمد کاروان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more