د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

آیا زموږ ټول مشکلات طالبان دي؟!

حلیم
21.07.2011

هغه ورځ مې له یو پښتون ځوان سره چې ځان یې د خپلو خلکو خواخوږی او د دوی په غم غمجن باله خبرې درلودې.
ما به چې د هرې برخې نه پوښتنه وکړه ده به ویل چې زموږ خلک ټول در بدره دې، ډلې ډلې دي، او هیڅ ښه زعامت او مشرتابه نلرو.

د سیمې د ماشومانو د تعلیم پوښتنه مې ترې وکړه، ویل یې چې ترڅو د طالبانو او دولت خبره یو طرفه نشي ماشومان تعلیم نشي کولای.

د زراعت او د خلکو د مالداری می ترې و پوښتل، ویل یې: هیڅوک د سبا لپاره امید نلري، ورځ تیروو او شپه؛ وچګالي هم ښه فصلونه تر تهدید لاندې را وستي دي.

دده د خپلو پروګرامونو او پرمختیاوو می ترې و پوښتل، ویل یې: زه څه نشم کولای تر څو چې طالبان او دولت یا روغه ونکړي یا خبره یو طرفه نشي.
* ستاسو پروګرامونه سیاسي دي که څنګه؟، نه!، خو زه اوس د یو اقتصادي پلان لپاره هم کار نشم کولای، د زراعت او کروندې لپاره هم څه نشم کولای، د ماشومانو د تعلیم لپاره هم څه نشم کولای ....
------------------------------------------------------------------
ددې ځوان خبرو زه بیخي ګیچ کړم چې نن نو باید موږ لاس تر زنې کښینو تر څو چې سیاسي حل را ووځي.

نه!، که پښتانه نن سیاسي پرمختګ نه نلري دا پدې معنی نده چې موږ باید د ژوند ټول ډګرونه یوازې د سیاسي پرمختګ لپاره تر شا کړو، اقتصاد، تعلیم او تربیه، کرهڼه او مالداري، او نور ټولنیز کارونه ټول هغه ضرورتونه دي چې کیدای شي زموږ خلک نن پرې هوسا او د سبا سیاسي پرمختګ هم ددې پوسیله لاسته راوړوو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more