د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

احمد ولي کرزی او سلمان تاثیر - ولې؟!

حلیم
21.07.2011

ترهګري ډیره ښه پلمه او ډیره ښه وسیله ده چې پدې انډوخر کې هر څوک پرې خپلې سیاسي موخې پوره کړي. او طالبان هم د ښه لاسپاک دنده په غاړه اخلي.

چا او ولې سلمان تاثیر وواژه؟
- افغان دولت او ددې لپاره چې ناپاکستان ته وښيي چې زه هم کولای شم طالبان اسعتمال کړم، او ستا کور ته هم دا خوګلن اور در وړم چې پخپله ته پکې وسوزې.

احمد ولې کرزی چا مړ کړ او ولې؟
- پنجاب او د خپل مخور سیاستوال غچ یې واخیست، او دا یې وښوده چې زه ستاسو کور آن چې ارګ هم ورانولی شم که وغواړم، اې افغانه ځان خبر کړه، د پنجاب سره ډغرې مه وهه!.

(بیا دې ته خو یې نه ګورې چې د ټولو لمړی د خواخوږی پیغام ورسره نور تشریفات لکه فاتحه اخیستل او نور هم د پنجابیانو له لوري ښه په درز سره لمانځل کیږي)

الله پاک دې زموږ احمق خلک و پوهوي!، چې نور د اسلام په نامه د سیاسي لوبو ښکار نشي لکه نن.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more