ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې
عجیبه پښتانه او عجیبه اسلام
حلیم
15.07.2011
سلام
تر څو چې مې یادیږي، د ملا صاحب په ژبه د قوم پرستۍ، تبعیض او خپل منځي یوالي څخه لرېوالی او د ټولې نړی مسلمانانو ته په یوه سترګه کتل هغه د خپل ځان ورور ګڼل او داسې نور را ته په غوږ شویدي.
**
خو له بلې خوا چې ګورم هیچا موږ ته ورور ونه ویل، پښتون که لر یا بر دواړه خدای په دواړه هیوادو کی خوار کړیدي.
-----------------------------
- پښتون په پاکستان کې د پنجاب له شفقت څخه بې برخې او له واکه شړل شوی
- پښتون په افغانستان کې د تاجیکو او نورو له احترام څخه بې برخي او له سیاست څخه شړل شوی
-----------------------------
چیرې هغه ملا او دده ماغزه چې نن دا ومني چی پښتانه ریښتیا هم د همدې ملایانو د پاکو او عالمانه ویناوو قرباني دي؟
چیرې هغه ملا چې نن په پنجاب غږ وکړي او د پښتون ولس حق ترې واخلي، او چیرې هغه ملا چې نن تاجیک ته ووایي چی تاسو تر خپل برید زیاتې پښې را ایستي دي، پښتانه دلته محکوم او رټل شویدي؟ -- د قوم پرستی له مخې دې نه وایي، د عدالت غوښتنه دې وکړي.
---------------------------------------------------------------------------------
** ژوندی مثال یې: غوښتل مو د خپل ولایت په کچه یوه شورا جوړه کړو - راته وویل شول دا د اسلام خلاف کار دی. ما ورته وویل چې پدې سره غواړو د خپل ولس (د هغه برخه چی خدمت یې زموږ تر وسه پوره دی) خدمت وکړو، خو دوی به ویل چی دا خدمت ټول هیواد ته ولی نه کوی؟ - بیا مو ورته وویل: چی په هر ولایت کې یې اړونده خلک کوي - ویل یې: پدی سره فرقه پرستي او سمت پرستي رامنځ ته کیږي او داسې نور.
خو پوره څلور کاله وروسته همدغه ډلې راته وویل: انجینره!، راځی په ولایت کې د ځوانانو د تعلیم او تربیې په برخه کې د کمک لپاره یو ټولنه جوړه کړو. چي بیا مې ورسره ومنله.