د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالب که مجاهد؟

نړیوال
10.07.2011

دا طالبان له آسمانه را کښته شوې پرښتې دي او که په ځمکه کوم بل ډول مخلوق؟ جهاد یوازې دې دوی کار دی او که هر څوک جهاد کولی شي؟ یوازې د طالب تر نوم لاندې جهاد کول روا دي او که هر څوک مجاهد کیدی شي؟ یاني طالبان مجاهدین دي او که مجاهدین طالبان؟


عادل عادل
10.07.2011

السلام علیکم

نړیوال صاحب نن سبا خو ډول ډول مجاهدین دي، مجاهدین په پارلمان کې، مجاهدین په کابینه کې، ..... ډول ډول جهادونه کوي،.... جهاد له ملالی جویا سره، جهاد له مخدره توکو سره، ..... جهاد د چوکی لپاره، ..... جهاد د شهرت لپاره ..... جهاد د قدرت لپاره، ....... جهاد د اصلاح لپاره .....جهاد په وینه کې له کلوسټرولو سره ...... جهاد د وینې له لوړ فشار سره ......... جهاد د تنظیم لپاره ، ..... جهاد د دنیا لپاره ............ طالب مسکین خو په دې یوه کې هم نشته :)


م . ق
10.07.2011

السلام علیکم ورحمة الله

نړیواله انډیواله،
هرڅوک مجاهد نه شي کیدلاﺉ ترڅو یې د پنجاب کلمه نه وي ویلي، مجاهد هماغه دی چې پنجاب ورته په تندي د طالب ټاپه ووهي او په سر ورته د غلامۍ انعامي لونګۍ وتړي.

مجاهد تالیب نه دي، او تالیب مجاهد نه دي.
البته هر طالبعلم مجاهد دی ځکه چې من خرج فی طلب العلم فهو فی سبيل الله
خو هغه یوه ډلګۍ چې ځان طالبان بولي په حقیقت کې طالب نما تالي بان دي، یعنې لباس د پاک طالب او په عمل کې د اغیارو او غلیمانو تالي څټي.
نو تالي بان هیڅکله مجاهدین نه دي او مجاهدین هیڅکله تالي بان نه دي، ددوي په مینځ کې د ځمکې او اسمان فرق دی.

هغه طالبعلمان چې واقعي مجاهدین دي هغوي د تالي بانو د ډلګۍ سره هیڅ تړاو نه لري ځکه چې په هغې ډلګۍ کې د واقعي مجاهدینو ځاﺉ نشته، هلته هغه څوک راغونډ شوي چې په ابتدایي زده کړو کې وران شوي دي، نشه یې شروع کړې ده او بیایې نشه سر ته ختلې ده، اوس نو د دښمن او دوست فرق نه شي کولی، امریکایانو او صلیبیانو سره د ډالرو معاملې کوي خو مظلوم خوار مسلمان ولس وژني او هغه هم د پنجاب په اشاره ځکه که امریکایان ووژني نو امریکابه مستقیما د پنجاب او تالي بانو اډې داسې بمبار کړي چې د ژوند اثار به په کې هم پاتې نه شي او د بلې خوا نه به پرې ملیاردونه ډالر بند کړي ځکه نو پنجاب د امریکا د ویرې نه تالي بانو ته په امریکایانو د حملې قومانده نه ورکوي او یواځې د مظلوم خوار افغان مسلمان ولس سره یې دښمنۍ عناد او د وژلو لوي پروژې ته په مکارۍ او مداریتوب هڅوي.

نو چیرته مجاهد او چیرته تالي بان، دا نو هم د مقایسې وړ دي چې تا مقایسه کړي دي؟ الله دې انصاف روزي کړه

نه شي نه شي د تالي بانو سره کلي
چیرته د پنچاب په غوړو مست لیوان
او چیرته خوار ملنګ مجـــــاهد جان

مرده باد د پوچو تبلیغاتو، ښکرورو دروغو، غولونکو شعارونو، ړندو تهمتونو، دسپکو سپورو او د جهالت ګوډي
لعنت دې وي د افغانیت، اسلام ، جهاد ، د طالب او عالم د نوم په غلو باندې


عادل عادل
10.07.2011

السلام علیکم

قراني صاحب ستاسو ارتجاعیت هم د ډېر تعجب وړ دی ، په حقیقت کې ستاسو شخصیت اصلا پخپله یو بېل او پراخ بحث ته اړتیا لري، ....... ..... خدای مو لره که مو هدایت په نصیب کېدونکی وي.

که اجازه وي چې له هر ډول تعارف نه پرته، مو د هر ګډونوال د شخصیت ارزونې بیل بیل بحث پرانستی وی؟ تر څو مونږ ټولو ته د خپلو هډونو صافوالی یا ناصافتوب دواړه رامالوم سوي وای؟


م . ق
10.07.2011

وعلیکم،
ملګریه، دومره ړوند تعصب،ضد او عناد چې ستا په وجود کې راجمع دی، غټ غټ فراعنه او ابالسه هم ورته ترزنې ناست دي.
د تالي بانو نه بغیر تاته په دنیا کې هیڅوک نه مسلمان ښکاري نه انسان.
د حزب اسلامي مجاهدینو سره ته ضد او عناد لرې، جمیعت او شوری نظار ستا دښمنان دي، د افغان ملتیانو د وینو په څکلو نه مړیږې، د پښتونپاله او وطنپاله خلکو سره ته وران یې، د جمیعت اصلاح سره دې حسد ثاني نه لري، اخوانیانو ته هم د ټینګې نه یې او د سلفیانو سره خو همیشه لاس او ګریوان یې، تبلیغیان خو درته بیخې د سړي زامن نه ښکاري.
اوس نو ځان سره فیصله وکړه چې مرتجع، حاسد او معاند څوک دی؟
ایا ستا د دې مرتجعې جاهلې مطلقې ډلګۍ نه د باندې نور طالبان او عالمان نشته؟ ایا مسلمانان ټول په همدې ډلګۍ کې راټول دي؟ ایا د جهاد معیار او تله یواځې ستا همدغه د نویمې لسیزې د نصیرالله بابر کرنیل امام او حمیدګل نومولوده ډلګۍ ده؟

خیر ستا د مجهول مشر او نورو حقیقي قایدینو مقایسه او موازنه به نه کوم ځکه چې زغمل به یې درته ډیر ګران پریوځي.

که زه دې یواځې په دې یوه پوښتنه قانع کړم نو سم دستې به مې ستا په لاس بیعت کړی چې:
تالي بان ولی امریکایان او انګلیسان نه وژني؟ ولې خواري کښ او کسب ګر خلک وژني؟
د هغه وژنو حواله به نه راکوې چې د نورو حقیقي مجاهدینو په لاسو وژل شوې دي او یا د عام ولس د انتقامي برید لاندې راغلي دي.

د چا په شخصیت غږیدل سالم او معقول ځواب نه دی او د اصلي موضوع نه تیښته ده، د حضرت علی کرم الله وجهه د قول مطابق حق په رجالو نه شي پیژندل کیدلاﺉ بلکه رجال په حق پیژندل کیږي.

څوک چې د باطلې ډلې سره ولاړ وي نو معلومه ده چې د شیطان لکۍ یې نیولي ده.

والسلام علی من اتبع الهدی
ومن یهدیه الله فلا مضل له ومن یضلله فلا هادی له


Re: طالب که مجاهد؟

pattang
10.07.2011

نړۍ وال صيب !
هرڅوک جها دکولی شي په خاصو شرائطو کې او مجاهد ورته وېل کېږي ، دسارې
په توګه د شورای نظار لنډغر هم ځانو ته مجاهدين وايې دپرون ورځې مجاهدين ،
دنن ورځې لاسپوڅي ددالرو غله !، خو هر څوک طالب نشي کېدی څکه چې
طالبي ډېر پاک ايمان او په خپل نفس باندې کنترول غواړي٠
دطالبانوسوچه اخلاق ، له پاکو خبرو ډک ، خبرې يې مستقيمې له رزالته پاکې
دي٠

[quote:7b11802171="نړیوال"]دا طالبان له آسمانه را کښته شوې پرښتې دي او که پېدی
ځمکه کوم بل ډول مخلوق؟ جهاد یوازې دې دوی کار دی او که هر څوک جهاد کولی شي؟ یوازې د طالب تر نوم لاندې جهاد کول روا دي او که هر څوک مجاهد کیدی شي؟ یاني طالبان مجاهدین دي او که مجاهدین طالبان؟[/quote:7b11802171]


باتور
10.07.2011

سلامونه او احترامونه

ګرانه عادله وروره ته هماغسې د پخوا په شان عادل او متوازن پاته يې

له قرانيانو او بعضي نورو خلګو سره د بحث کولو لپاره بايد لږ له خپل عقلي توازن څخه را ښکته شې

کنه بيا بری د دوی کېږي

او که د بريا غم درسره نه يي بيا نو ميدان دوی ته ور پرېږده او په شا شه

پاته شوه خبره د دې چې جهاد يواځې طالب ته ور په غاړه ده او که نور خلګ هم حق لري

زه به دومره درته ووايم چې

خپله پښتو در خپله کړئ . . دغه تر ټولو لوی جهاد دی

په درنښت


عادل عادل
11.07.2011

السلام علیکم

[quote:8adc3e4e57]د حزب اسلامي مجاهدینو سره ته ضد او عناد لرې، جمیعت او شوری نظار ستا دښمنان دي، د افغان ملتیانو د وینو په څکلو نه مړیږې، د پښتونپاله او وطنپاله خلکو سره ته وران یې، د جمیعت اصلاح سره دې حسد ثاني نه لري، اخوانیانو ته هم د ټینګې نه یې او د سلفیانو سره خو همیشه لاس او ګریوان یې، تبلیغیان خو درته بیخې د سړي زامن نه ښکاري[/quote:8adc3e4e57]

وروره شکره وخوره، د یوه افغان او مسلمان په صفت به کوښښ کوو چې د پورته یادو په منځ کې خدای ته خوښ داسې یو اشتراک ته لار پرانیزو چې له مخې یې په واحد افغانستان کې ګډ او سوکاله ژوند وکړو، متاسفانه چې زمونږ ظرفیتونه په داسې ټیټه کچه عیار شوي چې که ملتپالي دې په وجود کې ځای کړه، نو مذهبپالنه به درنه وزي، که دې مذهب خپل کړ، بیا به په ټولو ټاپې وهې، او که سیاسي شوې نو بیا به اولس او دین دواړو ته شا کوې، .... خو د باظرفیته اشخاصو په وجود کې د یوه په زیادت سره بل نه کمیژي، بلکه یو د بل رغوونکې مکملې ګرځي.

هیله ده چې هر چا ته له خپلو ړندو عینکو ونه ګورې او د خدای په خاطر نور دې په خوله کې سپي مه تړه ..... کنه په دې حال به........ نه د چا کور شې او نه کلی! همدا زما درته ګفت دی!! په یاد یې ساته!!!

چهل سال عمر عزیزت ګذشت .... مزاج تو ز حال طفلی نګشت
---------------------------------------------------------

محترم باتور وروره، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

دا چې له اوږده غیاب وروسته راڅرګند شوی، زمونږ سترګې مو رڼې کړې، خیرونه مو په نصیب سه، خدای ج دې وکړي چې د غیاب اسباب مو ټول په خیر وي، په بحثفورمونو کې ستاسو او نورو وروڼو ځورونکې تشه په مستمره توګه محسوسه ده.

تاسو چې د پښتو او پښتونولی د خونې چلوونکي یاست په خپل حسن نیت سره وښوده چې د قراني صاحب چرندیات، چې وایي عادل له پښتونولی سره وران دی، متنفي دي.


پتوال
11.07.2011

عادل صيب دغه مو څومره ښه خبره کړې چې :
[quote:c8b98cb2fc]ظرفیتونه په داسې ټیټه کچه عیار شوي چې که ملتپالي دې په وجود کې ځای کړه، نو مذهبپالنه به درنه وزي، که دې مذهب خپل کړ، بیا به په ټولو ټاپې وهې، او که سیاسي شوې نو بیا به اولس او دین دواړو ته شا کوې، .... [color=red:c8b98cb2fc]خو د باظرفیته اشخاصو په وجود کې د یوه په زیادت سره بل نه کمیژي، بلکه یو د بل رغوونکې مکملې ګرځي. [/color:c8b98cb2fc][/quote:c8b98cb2fc]
که پښتو په ملتپالنې کې مدغمه وشمېرو، له لومړي معيار اسلام څخه وروسته يې دويم معيار وبولو او سياست د حکومت په ملي اسلامي ولسواک
حکومت په شکل محدود کړو او دريم معيار شي ، نو آيا ستا له پورتنۍ غوښتنې څخه ټيک د افغان ولس ملي اسلامي ولسواک قدرت نه جوړيږي ؟
چې ته يې نه غواړې ؟ که جوړيږي بيا مو ولې
ددې په ځای چې دريواړه خواوې وحدت ته راوبولئ يواځې طالبان او د هغوی ريښې ( القاعده + ISI ) په پام کې نيولې دي او نه پريږدئ چې
له القاعدې او ISI پرته طالبان له اسلامي ملتپالانو او ملي اسلامي ولسواکانو سره وحدت وکړي او افغان ولس له دغه درې اړخيزه ناورين څخه
خلاص کړي چې د همدې درې قوتونو له بيلوالي او ضديت
څخه دوښمنانو رامنځته ګړی او تاسې يې خپله اساس ته ګوته ونيوله (= چې دريواړه يو د بل په ضد دي) ؟؟؟؟؟
زما په اند خو لنډپاره مبارزه نور هېڅکله نه ده په کار چې د يوې يا بلې ډلګۍ ځانله بری وغواړو او روان ديرش کلن ناورين نور هم وغځوو . آيا
دا د مرلوم ولس سره سخته نه بښل کېدونکې جفا نه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[color=blue:c8b98cb2fc]
لعنت په ملتپال چې ولسواک ورسره نه وي
....................................................په دواړو شه لعنت چې ددين ځواک ورسره نه وي

طالب نه لنډغر دی چې دئ نه وي ملتپال
.................................................... د خپل ولس د واک چې څه ادراک ورسره نه وي [/color:c8b98cb2fc]


باتور
12.07.2011

سلامونه او احترامونه

داسې راته ښکاري چې کرار کرار بيا بيا راتګ ته مجبورېږم

پتوال خانه ستا نيمه خوا بېت دې ليک ته واستولم

ته څنګه دا ادعا کوې چې

لعنت په ملتپال چې ولسواک ورسره نه وي؟؟

که د ملتپال ګناه راته بيان کې او بيا د لعنت لزوم او بيا داچې ولس څنګه ولسواکي ته رسوې او بيا يې په ملتپال غريب لوروې او يا نه

لږ تفصيل که را دوري کې منندوی به دې يم

په درنښت


حلیم
13.07.2011

زما په اند بل هیڅ ندي یوازې د پښتنو لوی حرس او بې ظرفیتي ددې مظلوم ولس د کړاو لامل شویدی

او هغه د عادل ورور خبره زموږ ظرفیتونه ټیټ دي. خو دې ته مو هم فکر وي چې په جنګ کی ښکیلې ډلې هیڅ نه غواړي خپل ظرفیت پدې باندې لوړ کړي چی خپل بل ملګری د ځان سره قبول کړي. هر پښتون دا وایي چی باید یوازې زما خبره او رما نظر ومنل شي.

دا وطن به تر هغه جوړ نشي تر څو ټول تور او سپین په یو دسترخوان راټول نشي، د تور تور نظر او د سپین سپین نظرونو ته پوره درناوی ونشي.
نن یو کمیونست د ملا وژل غنیمت بولي، او ملا بیا د یو دهري وژل حق بولي، یو ملتپال بیا د ملا لخوا محکوم وي، آخر حل به یی څه وي؟ تر څو به یې سره غچوو؟
-------------------------------------------------------
آخري حل:
سني = شیعه = هندو = بی دین =۱
طالب = خلقی= شعله يي = حزبی = سیاستمدار=۱
پښتون= تاجیک= هزاره= ازبک= پشه یي =۱
اسلامپال= ملتپال= ولسپال= خادم=۱

زما احترام= ستا احترام =د بل احترام = تل احترام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more