د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

the art of war, sun tzu پښتو کې لومړۍ فصل

ahmad bilal
28.06.2011

د نړۍ تر ټولو ستر نظامي نابغه، سن زوو، دچا کتاب چې تراوسه د نړۍ په ټولو نظامي مکتبونو کې، د لوبو ښودونکو لخوا، لوستل کیږي، دي آرټ آف وار کتاب د لومړي فصل ترجمه تاسو ته وړاندې کوم.
--------------------------------------------------------------------------

اول فصل
پلان جوړول

۱- سن ذو ویلي ؤ چې د جنګ فن د یو هیواد لپاره ستر اههمیت لري
۲- دا ده ژوند او مرګ خبره ده، یوه لیاره ده د تباهې پلو یا د امنیت طرف ته.
له دې امله دا د پلټنې او تحقیق موضوع ده، په هیڅ ډول ترې بی پروايي نشو کولائ
۳- د جنګ فن، بیا په پنځو عواملو باندې ټینګ ولاړ ده، باید چې یو شخص یې په سنجیدګې سره پخپل نظر کې ونیسي کله چې هم میدان کې د میدان شرائط معلومول وغواړي
۴- دغه پنځه عوامل (فکتورونه) په لاندې ډول دي
الف: اخلاقي قانون
ب: جنت (قدرتي عوامل)
د: ځمکه
ذ: کومندان (کمانډر)
ر: طریقې (میتود) او نظم و ضبط
۵- اخلاقي قانون پرګنې دې ته اړ کوي چې خپل واکمن سره موافق و اوسیږي، او پرګنې به بی پرواه د خپل ژونده او بی ډاره په خطر کې خپل رهنما پسې روان وي.
۶- جنت شپه او ورځ، یخني او ګرمي، وختونه او دوبۍ څرګندوي (ټول قدرتي عوامل ترې مراد دي)
۷- ځمکه فاصله، لرې او نیزدو؛ خطر او امنیت؛ همواره ځمکه او تنګ تنګي (تنګې درې)؛ د ژوند او مرګ چانسونو څخه جوړه شوې ده.
۸- کوماندان د هوښیارتیا یوه اغیزه، اخلاص، ترحم، زړه ورتیا او سختې لپاره ودریږي
۹- د طریقو (میتود) او نظم او ضبط څخه زموږ مراد د فوځ فرعي ویش په عسکري نظم برابرول، د فوځي افسرانو په ډلو کې درجه بندي کول، د هغه سړکونو خیال او ساتنه کول په کومو به چې فوځ ته د رسد کومک رسیږي، او د فوځي اخراجاتو څارنه کول دي.
۱۰- پورتني دغه پنځه فکتورونو (عوامل) سره باید هر جنرال آشنا وي
هر هغه جنرال چې دا وپيژني نو کامیاب (فاتح) به وي؛ او هر هغه شخص چې یې ونه پيژني نو ناکام به يي!!
۱۱- چې کله هم تاسو نظامي شرائط معلومول وغواړې باید دا پورتني عوامل په نظر کې ونیسۍ، تاسو دا پورتني عوامل د یو بل سره مقایسه کړې، په لاندې توګه
۱۲- (۱) کوم دواړه خپلواکونه د اخلاقي قانون څخه ډک دي؟
(۲) کوم یو جنرال زیات قابلیت لري؟
(۳) کومې خوا سره د جنت او ځمکۍ ګټې خوندي دي؟
(۴) کوم پلو ته نظم او ضبط په سختې سره تطبیقیږي؟
(۵) کوم یو فوځ قوي ده؟
(۶) کوم پلو ته افسران او فوځیان زیات تمرین شوې دي؟
(۷) په کوم فوځ کښې تر ټولو زیات د جزاء او سزاء اجر ورکول کیږي؟
۱۳- د دغه پورتنيو اوه دلائلو له وجهې زه د فتح او شکست پیش بیني کولې شم!
۱۴- کوم کومندان چې زما مشورې یا سلا ته غوږ او عمل پرې وکړي نو هغه به فاتح وي- دغه جنرال یا کومندان پخپل ځائ پریږدوۍ. او کوم کومندان یا جنرال چې زما مشورې یا سلا ته نه غوږ ږدي او نه پرې عمل کوي هغه به شکست ویني- دغه رنګ د خپل کومندانې او جنرالۍ څخه لیرې کوې!!
۱۵- کله چې هم زما د سلا یا مشورې ثمره واخلۍ، د حالاتو مطابق ددې اصولو څخه زیات یا کم هم په ځان تطبیقولې شئ
۱۶- د حالاتو مطابق خپل پلانونه کې سمون راوستل.
۱۷: ټولې وسله والې نښتې د دهوکې (فریب) په بنسټ وي
۱۸- کله چې هم پر دښمن د حملې کولو توان ولرې هغه ته وښایه چې ته دا توان نه لرۍ؛ کله چې هم خپل قوت استعمالوې دا څرګند کړه چې ته غیر فعال یې؛ کله چې هم نیزدې وې دا وښایه چې ته دښمن څخه لیرې یې؛ او کله چې هم دښمن څخه لیرې یې دا ورته جوته کړه چې ته ورته ډیر نیزدو يې.
۱۹- خپل دښمن ته شومه(هغه چینجې یا کوم بل څیز چې د ماهي یا کب په ښکار کې استعمالیږي) نیول ، خپل ځان بی نظمه ښودل، او خپل دښمن ټوټه کړه!
۲۰- که دښمن دې له هرې خوا څخه مضبوط او محفوظ وي نو هر وخت ورته تیار اوسه، او که د هغه قوت ستا په نسبت لوړ وي نو بیا يې غولوه.
۲۱- که ستاسو مخالف بدمزاجه خوي خاوند وي، نو هغه تنګوه (غصه کولو کوښښ یې کوه). خپل ځان ورته کمزورې ښایه ترسو ستا دښمن پخپل ځانه غره (د ځان ستاینه او تکبر کې راشي) شي.
۲۲- که دښمن مو آرام غوښتل وغواړي، هیڅ هم ارام ورنکړۍ. که د دښمن ټولي متحد وي هغه یو بل نه جلا کړه
۲۳- د دښمن په هغه ځائ یرغل وکړې کوم ځاې چې هغه تیار نه وي، هغه ځائ کې نمودار شې چیرته چې د هغه امید نه وي
۲۴- هغه فوځي الات (اسلحې) کوم به چې تا تر فتح یا کامیابې پورې رسوي باید د اوله څخه څرګندی نه شي
۲۵- اوس به هغه جنرال یا کومندان په جنګ کې کامیابیږي څوګ چې د جنګ څخه مخکښې په خپله خیمه کې د جنګ مطلعق زیات اټکلۍ کوي. هغه جنرال څوګ چې د جنګ څخه دمخه د جنګ مطلعق خپله خیمه کې لږۍ اټکلۍ کوي هغه به ناکامیابیږي. لهاذا ډير ګمانونه (اټکلونه) جنرال فتح او لږ ګمانونه (اټکل) جنرال شکست پورې رسوي.
--------------------------------------------------
د اشغال لکه د پخواني سویت یونین په شان ماتیدلو په هیله

هوشمندی از خم او می نخورد
هر که خورد اندر همین میخانه مرد


ahmad bilal
31.08.2011

دوهم فصل
د جنګ اعلانول

۱- سن زو وايي : نظامي عملیاتو کښې، چیرته چې په زرهاؤ چابک جلوسي ګاډۍ وي، همدومره وزن داره ګاډۍ وي، سل زره زره بند فوځیان وي، او د زرو لي پورې د وړلو استطاعت هم لري، هیواد دننه کې مصارف او د جنګ میدان کې مصارف، لکه میلمانه خوشحاله کول (تحائف، موسیقۍ او د خوند سهولیات مهیا کول) وړوکې څیزونه لکه رنګ او روغن او د کلکوالي آلات، او زره بند فوځیانو او په جلوسي ګاډیو باندې مصارف به تر زرهاؤ اونسه سپینو زرو پورې ورسیږي. همدومره مصرف د یو لک فوځ باندې راځي.

۲- که ته په ریښتونۍ جګړه کې مشغول شۍ، او فتح د ډیر وخت پس لاس ته راځي نو ستا د فوځیانو اسلحۍ به خرابې کیږي او د هغوي احساساتو ګرمۍ (لیوالتیا) ساه به هم وربنده شي. که ته د یو ښار محاصره وکړی نو ته به خپل زور تش او خالي کړی.

۳- که ستاسو کمپاین اوږد مهاله وي نو ستاسو د هیواد ټول وسائل به هم ستاسو د ځان ژوبلولو یا د ډير زور وهلو برابر شي

۴- که ستاسو اسلحۍ خرابې شوې وي، ستاسو غیرت (لیوالتیا) ختم شوې وي، ستاسو زور خالي شوې وي، او ستاسو ټوله خزانه خالي یا استعمال شوې وي، بالمقابل حزب به ستاسو ددې صورت حال فائیده پورته کړي. بیا هیڅ هم پرته د هوښیار کس څخه تاسو نشي ژغورلۍ.

۵- حالانکه موږ د بی خوفه جنګ لپاره چټکتیا اوریدلې ده خو موږ کله هم هوښیارتیا د اوږد مهال ځنډ سره نده لیدلې.

۶- داسی یو هیواد هم نشته چې هغوي د اوږد مهالۍ جګړۍ څخه فائده پورته کړې وي.

۷- یوازی هغه څوګ چې د جنګ د خرابیو څخه خبر وي، هم هغه په دې خبره پوهیدلی شي ترسو جنګ وغزوي.

۸- تکړه او فني فوځي هیڅ کله هم د دوهم ځل لپاره نه جمع کیږي او نه هغه د دوه ځلو نه زیات خپل سامان تړي!

۹- د جنګ سامان د خپل کور څخه راوړه، خپل دښن نیست او نابود او د هغه دولت لوټ او تالا کړه، دغه رنګ به د فوځ سره ښه ډیر د خوراک شته شیان موجود وي

۱۰- مالیاتو محکمه کې د بډائی (دولت) نه شتون دې ته هڅوي ترسو د خلګو په مرسته فوځ په یوه فاصله کې وساتي. فوځ چې کله لیرې وي ورسره مرسته کول بیا خلګ د غربت کندې ته ورټیل وهي او هغوي بلکل خالي لاس کوي.

۱۱- او د بلې خوا د فوځ نیزدو والۍ بیا قیمتونه جږوي، او جږ قیمتونه بیا د خلګو ټول دولت کنګال کوي.

۱۲- کله چې د پرګنو دولت کنګال شي، له دې نه پس مزدور کښه طبقه او خصوصاً دهقانان د درندو محصولو بار لاندې راځي.

نور بیا، ان شاء الله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more