د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دکليوال صاحب په لاسليک کي څه وواياست؟

SADEQ MUSALMAN
27.06.2011

په ټول افغان کي شته دين پوهانوته
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دکليوال صاحب لاسليک مي راکاپي کړی ترڅوپرې ملګروغږېږي.
[quote:8d429de9e6="کليوال صاحب"]{وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً}
او چا چې زما د ذکر څخه مخ اړولی ژوند یې خواشینی او بدمرغه دی.[/quote:8d429de9e6]
ماته يې ډېرخوندراکړپه ټول افغان کي مي ترننه ديوليکوال داسي په زړه پوري لاسليک ونه ليد!!!
الله دي کليوال ته اجرورکړي چې زمونږسترګي يې راخوږې اوډېرڅه يې راياد کړل.
همداسي ده، چاچي دالله جل جلاله له يادڅخه مخ واړاوه ژوندبه يې له پرېشانيوډک اوهمېش به خپه اوخواشينی وي.
که نن سباخلکوته وګوروټول له خفګان سره لاس اوګرېوان دي.
که فکروکړئ دګوتوپه شمېرکلونه وړاندي ټول خلک خوشحاله وخونن ورباندي الله تعالی دغه رازعذاب نازل کړچې خوښۍ ته يې په اصطلاح سترګي وځي.
نن که له هرچانه پوښتنه وکړې چې کاروباردي څنګه دی په ځواب کي به درته وايي چې
ياره والله که يې خونده وي بس لاس اوخوله چلوو.
هغه که دچاپه خبره که [color=blue:8d429de9e6]ميليونر[/color:8d429de9e6]هم وي همداخبره به کوي، بس دخدای شان دی زړه يې ورته مسکين وي اوله ميليونرتوب سره سره يې هم له افلاس نه زړه چوي.
اياددې ټولووجه دانده چې نن سبادالله جل جلاله يادکم بلکه بېخي هېرشوی؟؟؟

ستاسوله لوري دمعلوماتودشريکولوپه هيله.

صادق مسلمان


عبدالوكيل
27.06.2011

دا د فورم لیکوالان داسی دی چی کله تری تم شی او ډیر وخت نه وی نو بیا تشی یوی دیکی ته ضرورت لری
چی خالی یوه وړوکی ټیله ورکړی نو ورک لیکوال راحاضر شی او یو ځل بیا په فورم کی پیاده شی .
ما ته هم اوس نوروزخان صیب یوه دیکه راکړی نو اوس به یو دوه ورځی په فورم کی چلیږم
بیا چی لاړم معلومه نه ده چی کله به ما او فورم سره یوځای کیږو .

نو که موضوع ته راشو نو صادق صیب ډیری ښی موضوع ته پام شوی کلیوال صیب داسی ایت شریف
د لاسلیک لپاره انتخاب کړی چی د نن سبا اکثرو ستونزو ، مشکلاتو ، ذهنی او روحی فشارونو تر ټولو بهترین علاج یی بللی شو .
که تاسو ځیر شۍ نو هغه خلک چی د قرآن حافظان دی چی مونږ یی په قاریانو پیژنو ډیر خوشاله او خندیدونکی خلک وی
او هغه د چا خبره په زړه غم نه پریږدی نو ځکه په ژوند کی ډیر کم د مایوسۍ او ناامیدۍ سره مخامیږی ځکه چی
په زړه کی یی د الله ج کلام پروت وی . خو بالمقابل هغه څوک چی په هفتو هفتو او میاشتو میاشتو د قرآن مخ نه وینی
او د الله ذکر نه پیژنی دایم د مایوسۍ غم خفګان نا امیدۍ تشویش او رنګارنګ ذهنی امراضو باندی اخته وی او همیش به عبوسا قمطیرا وی
او په مخ به یی د ویری ډار غم او خفګان تشویش او ناامیدۍ آثار ښکاری .

قسم دی چی خوښی او هوساینه په مال او پیسو کی نه شته ، که د بیوزلۍ دلاسه د پولۍ ټک ته ناست یی خو زړه دی
د الله جل جلاله سره موصول وی داسی سعادت به دی په برخه وی چی پاچاهان به تری محروم وی .
ځکه خو سلفو صالحینو ویل :

(لو یعلم الملوك وأبناء الملوك ما نحن فيه لجالدونا عليه بالسيوف)
که شاهان او شاهزادګان پوه شی چی مونږ په څومره هوسا او خوشاله نړۍ کی اوسو ،نو
د هغی پر سر به یی مونږ سره په تورو باندی جګړه کړی وی .

ددی سعادت او خوښۍ څکه یوازی هغه څوک کولای شی چی ژبه یی د الله جل جلاله په ذکر لمده وی او قلبا هره شیبه
د الله جل جلاله سره اوسی . هغه څوک چی دا ډول ژوند اختیار کړی وبه وینی چی
که په دنیا کی جنت وی نو هغه به د ده ژوند وی .

امام ابن تیمیة رحمه الله وایی:

(إن في الدنيا جنة من لم يدخلها لن يدخل جنة الآخرة ).
په دنیا کی یو جنت شته څوک چی ورداخل نه شی د اخرت جنت ته به هم ورداخل نه شی .

د همدی کبله خو ځینی علماء ددی ایت شریف چی (ولمن خاف مقام ربه جنتان) معنی داسی کړی:
او د هغه چا لپاره دوه جنتونه دی چی د الله جل جلاله په وړاندی د حساب کتاب څخه ډاریږی
(یو جنت په دنیا کی د خوشاله ژوندانه دی ، او بل جنت په اخرت کی دی).

یقینا چی د الله جل جلاله په دین کی د دنیا او اخرت خوشالی او سعادت نغښتی دی ،

الله جل جلاله دی د خپل کتاب د عمل کولو مینه زمونږ په زړونو کی واچوی ،
او الله جل جلاله مو دی د اخرت د جنت څخه مخکی د دنیا جنت ته هم داخل کړی
آمین آمین آمین .


ډاکتر وطنمل
27.06.2011

السلام عليکم ورحمة الله و برکاته !

ښايي دجمعې په ورځ په ٤ رکعته نفلو کې ٢٠٠ ځلې مجموعاً( په هره رکعه کې ٥٠ ځلې ) د سورۀ اخلاص قرائت کونکی چې له مړينې مخکې
خپل مقام په جنت کې ويني هم همدغه مطلب وي چې دا ډير ښه او پوره ذکر دی او په زړه کې داسې خوشالي رامنځته کوي چې
په دنيا يو جنتي حالت ته ورته وي او همدا په جنت کې د خپل مقام ليدل په ژواندانه کې ګڼلی شو ، ځکه دغه خوشحالي
په جنت کې دده د مقام نخښه او ژوندۍ علامه ده ّ!


رښتینی
27.06.2011

مننه وروڼو ښې اوخوږې خبرې مو پیل کړې دې
الله دې موږ له ذاکرینواومستغفرینو شمارکړې

اوډاکټر صاحب که ددې لمانځه کوم سند هم یاد کړی وی
ډیره به ښه وه ایا په کوم روایت کې ددې لمانځه یادونه
شوې ده ؟

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more