د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عرب لبرل فاشستان: د چا چې اسلام سره هیڅ هم تړاؤ نه ؤ!

ahmad bilal
22.06.2011

عرب لبرل فاشستان: د چا چې اسلام سره هیڅ هم تړاؤ نه ؤ!

عربي نړۍ کې چې کوم فرعونان پخپل وطن کې راوپرځیدل او کوم چې مخ په زوال او محلونه يې اوس په ړنګیدلو دي، ددوي د اسلام سره تر لیرې لیرې پورې هیڅ قسم هم تړاؤ نه ؤ. دوي ټول د غرب په مرسته په خپلو پرګنو تپل شوي نظامونه ول، وارد شوي غرب نما حکمرانان، چا چې پخپل استبداد او جبر کښې ثاني نه درلود، ټول سیکولر او لبرال ول، ځکه خو د قیامت د ویرې، سوال او ځواب څخه آزاد څه يې چې زړه ول کول يې. ټولنه د قیامت د سوال ځواب له وجهې ښایسته کیږي.
دغه عربي سیکولر لبرل فاشستانو مقصد او هدف هم یو ؤ، ترسو د جبر او د مټ په زور خپلو هیوادونو څخه د اسلام شعایر او علامتونه لیرې کړي، د کوم چې اسلام سره تعلق او ربط وي، دوي یوازی د یو څیز څخه کرکه او نفرت لري، هغه د اسلام، د شاعیرو او علامو څخه یې !! (که څه هم هغه د ښځو ستر کول وي، په وخت سره لمونځونه ادا کول وي او یا ږیره پریښودل وي) دغه دیکتاتورانو خو د غرب په شان خپلو ساحلونو کې شرابخانې، قمار خانې، نایټ کلبونه، مساج ځایونه، د ډیرو مودو راهیسې جوړ کړي ول. ددغه رنګ ساحل او ددغه رنګ اقدارو تصور د دې سیکولر لبرال دیکتاتورانو نه مخکښې هیڅ هم موجود نه ؤ. خو ددغه عیاشه ځایونو جوړولو لپاره او ددې د تحفظ لپاره هغوي د ډیرو بیګناهو مسلمانانو وینې وبهولې، په لکهاؤ خلګ یې د اسیرې بند ته وغورځول، او په زرهاؤ نورو باندې یې نامهذبه وحشت او تشدد وکړ- دغه ټول لبرل فاشستان ؤل، چې په زوره یې په خلګو خپله مفکوره او نظریه تطبیق کوله
مصر کې پرزیدلي فرعونیان: چا به چې خلګ فرعونیزم ته رابلل
مصر چې کله په ۱۸۸۲ کې د پیرنګیانو د تسلط لاندې راغې، نو هم هغه وخت نه واک هغه خلګو ته په لاس ورغۍ چا به چې هر وخت دا زیار کو ترسو د پیرنګیانو خبرې داسې منلې ته به وايې چې د خپلې غلامۍ ثبوت ورته وړاندې کوي!! پاشاګانو د پیرنګیانو په اشارو هغه څه د مسلمانۍ ورورولۍ سره ونه کړل چې اوس هم ورته اسلامي نړۍ په کرکه او نفرت ګوري...
د ۱۹۵۲ کوتا نه پس، کرنل جمال عبدالناصر په مصري عربانو کې د یو مسیحا په توګه ومنل شو، ځکه خو اسلامي ورورولۍ هم ورسره د مرستې او همکارې ژمنه وکړه، خو وخت سره په تیریدلو د هغه عربي نشنلیستي، ورسره د کمونیستي او سیکولرې مفکوره هغه په بله لیار روان کړ، په زرهاؤ اخوانیان مسلمان ورورنه يې جیلونه ته وغورځول او د اسلامي نړۍ د عربي ژبې نابغه او مفکر سید قطب یې شهید کړ!! او حتی تر دې حده ورسیده چې د ۱۹۶۷ اسرائیلو سره په جګړه کې خپل قام ته په داسې الفاظو خطاب وکړ:
چې ای د فرعون قامه ستاسو مقابله د آل موسې سره راغلې!!
نو بیا خداې داسې وشرمو چې اختتام یې د قلب په بندیدو او مصر پکښې نیمايي سیاسي آزادې څخه خلاص شو!! دې هم په مصریانو او خصوصاً د پان عربیزم مفکوره په نورو عربانو په زوره تپله چې بالاخره د عربانو قیادت يې هم دلاسه د سعودي شاه فیصل ته ولاړ.
ددې نه پس انور سادات راغۍ، د راتللو سره یې جوخت داسې کارونه وکړل چې مصر يې د شل زرو روسیانو ایجنټانو د منګولې څخه خلاص کړ او خپل هیواد ته یې آزادي ورکړه خو دا آزادي بیا د کامب ډیویډ د تړون نه پس د نظره شوه او په مصري مسلمانانو باندې یې په زوره د اسرائیلو منل ومانه!! دا فرعون هم بالاخر په خپل انجام ورسید، سینه یې د یو فوځي د ټوپک شپیلې په واسطه غلبیل شوه کوم ټوپک چې هغه د مصر او د انور سادات د حفاظت لپاره غاړۍ ته اچولې ؤ!!!
دغو کې یو پرځیدلې حسني مبارک هم نه یوازې د خپلو پرګنو سره بلکې د اسلامي نړۍ او خصوصاً فلسطیني مسلمانانو سره هغه څه وکړل چې د ټولو زړونه يې تور او خولې یې د کانګو څخه ډکې کړی، هغه څه چې اخوان المسلمین او مسلمان مصریانو د فلسطيني مسلمانانو لپاره کړي ؤ هغه ټول د مصر د حسني مبارک یا د حسني مبارک مصر د لاسه ورکړل!!

په تیونس کې پرزیدلي او تښتیدلي واکمنان!

تونس کې چې کله سیکولر لبرال آمر زین العابدین علی ملک څخه وتښتید، چې چا هم په خپله خاوره د ښکته کیدلو اجازت ورنکړ او بلاخره د سعودي عربستان سره په یو داسې تړون کې داخل شو چې خوله به د سیاست مطلعق هیڅ هم نه خوځوي!!، نو د هغې په بله ورځ په زرهاؤ ښځې په سړکونو
حجاب کې راووتلې او د الحجاب الحجاب نعرې يې وهلې. دا هغه تونس ده چیرته به چې پولیسو په زوره د ښځو د سرونو څخه حجاب لیرې کوه او په زوره به یې خپل لبرالي سیکولري نظامونه په فاشستي توګه تطبیقوه!!

په الجزائر کې روان حالات:

الجزائر کې په کال ۱۹۹۱ کې چې کله اسلامک سالویشن فرنټ انتخابات وګټل نو د فوځ په زور هلته ضر یو سیکولر لبرالي نظام منځ ته راغۍ، او د جنوري ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۲ پورې یو لک شپیته زره خلګ یې عزرائیل سره ملاقاتي کړل، نن سبا هم هلته خلګ د الجزائر حکومت خلاف راپاسیدلي دي... ددې فاشستي نظام خلاف!!!

لیبا کې قذافي :

لیبیا کې د تیرو کلنو څخه جابر واکمن قذافي په خلګو او خصوصاً په اسلامي هغه کانې ونه کړې چې اوس خپله په هغه شرمینده ده، او غواړي چې د امریکا سره مقابله کې هم هغه رنګه شي!! قذافي په سلهاؤ ملایان او عالمان شهیدان کړل او هر هغه شخص به یې ځپه څوګ به چې ددې خپل شین کتاب، سوشلیزم، سره او یا په اختلاف کې ول!!!! قذافي هم د مټ په زوره خپل نظریات او قانون په خلګو تطبیقوه...

د شام علوي بشر الاسد!!

شام کې که څه هم علویان په اقلیت کې دي، دوي یوازې ۱۰ فیصده دي، علویان د شیعه ګانو هغه ډلې څخه دي څوګ چې نعوذ بالله حضرت علی رض ته خدای وايي، لکه څرنګه چې دغه علوي اقلیت غرب ته ځانګړې، نازدانه ده نو نه یوازې دوي دلته په اکثریت باندې نافذ دي (مخکښې یې پلار ؤ اوس یې لا ځوې ده!) بلکې ددوي د ظلمونو او استبداد حقایق او خبرې ډیرې کمې کیږي!! دوي لس فیصدي خلګ هم په زور په نویو فیصده خلګو او پرګنیو باندې خپل نظریه تطبیقوي...

دغه ټول پورته یاد شوي عربي واکمنان، او دې نه علاوه نور هم، ټول لبرل فاشستان ول!!! دوي به په زوره خپل نظریات، آیډیولوژي، فکر په نورو تطبیقولو کوښښ کاوه!!!

------------------------------------
جدا هو دین سیاست سی تو ره جاتي هې چنګیزي!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more