د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

له ځانه مو پوښتلي؟

محمود سعيد
21.06.2011

يو څو پوښتنې چې له ځانه يې بايد وکړئ

ایا تا دهر عمل په شروع کښی الله تعا لی یاد کړی دی ؟
* ایا تا د اودس په شروع او اخره کښی مسنونه دوعا ویلی ده ؟
* ایا تا په هر اودس کښی مسواک وهلی دی ؟
* ایا تا ټول لمونځونه په خپل وخت کښی کړی دی ؟
* ایا تا څومره لمونځونه په جما عت سره ادا کړی دی ؟

ایا ته هر شپه تهجد لمونځ کوی ؟
ایا ته پوه شوی یی چه تا ښه لمونځ کړی دی ؟
ایا ته تحیه الوضو او تحیه المسجد لمونځ کوی ؟
ایا ته صلوت تسبح لمونځ کوی ؟
ایا ته اوابین اود اشراق لمونځونه کوی ؟
ایا ته د هرفرض لمونځ څخه بعد مسنونه اذکار وایی ؟
ایا ته دصباح او بیګاه اذکار وایی ؟
ایا ته هره ورځ دقران الکریم څه حصه تلاوت کوی ؟
ایا تا په میاشت کښی څومره د جمعی ورځی لمونځونه کړی دی ؟
ایا تا نن کوم داسی عمل کړی دی چه تاته فی سبیل الله ښکاری ؟
ایا تا دچا سره وعده کړی وه چه بیا دی خلاف وکړ ؟
ایا تا دکوم حاجتمند سره کومه مرسته کړیده ؟
ایا تا د والدینو سره احسان کړی دی ؟
ایا تا دخپلو والدینو د دوستانو پالنه کړیده ؟
ایا تا کوم منکر منع کړی دی (په لاس ،ژبه ،په زړه سره )
ایا تا امر با المعروف کړی دی ؟
ایا تا خپل اهل عیال سره دالله تعا لی نژدوالی کښی کومه مساعده کړیده؟
ایا تا دچا غیبت یا جګړه یا داسی کار چه څوک خفه کوی کړی دی ؟
ایا ستا ګاونډی ستاسی دضرر څخه په امن کښی دی ؟
ایاته چی ځان ته کوم شی خوښ ګڼی هغه دبل مسلمان ورور لپار ه هم خوښی کړی دی ؟
ایا تا نن خپل ‌نظر غلط استعمال کړی دی ؟
ایا تا دحلال رزق ګټلو هڅه اودحرامو څخه دی ځان ژغورلی دی ؟
ایا تا نن د اسلامی او دینی کتابونو مطالعه کړیده ؟
ایا تا نن د خیر او ښیګنی لپاره چا ته بلنه ورکړیده ؟
ایا نن چه په نړی کښی د مسلمانانو سره کوم ظلمونه کیږی تاسی پری کوم سوچ او فکر کړی دی
ایا ستا په کور او کلی کښی دالله تعا لی احکام او اسلامی شعائر پیمالیږی تاسو ته دخفګان احساس شوی دی ؟
ایا تا د دالله تعا لی په کاینا تو (ځمکی ،اسمان بحرونه ،ستوری ،سپوږمی ،لمر او نورو مخوقاتو په پیدا یښت ) کښی فکر کړی دی ؟
ایا تا دکومی نیکی اراده کړی وه چه بیا دی ونه کړه ؟
ایا تا دکومی بدی اراده کړی وه چه بیا دی دالله تعا لی دویری ونه کړه ؟
ایا تا نن دروغ ویلی دی ؟
ایا تا نن کوم چا باندی بهتان ویلی دی ؟
ایا تا دچا په بیع خو کله بیع نه ده کړی ؟
ایا ته په خپلو خبرو کښی قسمونه خوری ؟
ایا ته خلکو ته کنځل نه کوی ؟
ایا ته په وعده وفا کوی ؟
ایا تا په امانت کښی خیا نت کړی دی ؟
ایا تا په خپله وظیفه کښی اخلاص کړی دی ؟
ایا تا کوم حا جتمند ته قرض حسنه ورکړی دی ؟
ایا کله چه دی د چا څخه قرض حسنه اخستی دی بیادی پر خپل وخت بیر ته ورکړی دی ؟
ایا کله دی دچا د نیکی مننه یا احسا نمندی کړیده ؟
ایا کله دی دخپلی نیکی او ښیګڼی احسان پر چا کړی دی ؟
ایا کله خودی په تول یا پیمانه کښی کمی او زیاتی کړی دی ؟
ایا کله خودی په چا باندی د دروغو ګواهی نه ده وییلی ؟
ایا دخپلوانو سره دی سل رحمی کړیده ؟
ایا کله دی په معا ملا توکښی عدل او انصاف کړی دی ؟
ایا کله دی دظالم دظلم مخنیوی او دمظلوم سره مرسته کړیده ؟
ایا تا دکومی کونډی او یا یتیم پالنه کړیده ؟
ایا کله خودی فرضی روژه نه ده خوړلی ؟
ایا تا کله دروژی په اخره عشره کي اعتکاف کړی دی ؟
ایا کله دی دروژی په اخره عشری په طاق شبو کي دلیل التلقدر لپار ه شپه په عبادت رڼه کړیده ؟
ایا کله دی شوال ، ذالحجی ، عاشوری ، برات او ایام البیض روژی نیولی دی ؟
ایا تا خپل فرضی صدقات (عشر او زکات ) په وخت ورکړی دی ؟
ایا تا نفلی صدقات ( مجاهد ین ، مسکینان ، مسافر ، مهاجر ،علما کرام ، دینی طلبا ) ته ورکړی دی ؟
ایا تا کله خپل وخت تبلغ کښی لګولی دی ؟
ایا کله چه ته په غوسه شوی یی نو خپله غوسه دی زغملی ده ؟
ایا کله چه کوم ظلم تا سره چاکړی دی نوموړی شخص ته د الله رضا لپاره عفوه کړیده ؟
ایا کله جه کوم مصیبت تاته رسیدلی دی تاسو پری صبر کړی دی ؟
ایا تا کله دلاری څخه ضرر رسونکی شیان لری کړی دی ؟
ایا تا قلمی ،مالی او بدنی جهاد کړی دی او یا یی ارداه لری ؟
ایا تا دکافرو دمقابلی لپاره دینی او سیانسی علم لپاره هلی ځلی کړی دی ؟
ایا کله چه ته شتمن شوی یی په خپل وخت دی جج کړی دی او یا یی ارده لری ؟
ایا تا ته خپل مرګ یاد دی ؟
آیا تا ته دځنکدن سختی په یاد ده ؟
ایا تا ته دنکر او منکر سوال او ځواب او دقبر عذاب په یاد دی ؟
ایا تا ته دحشر او دقیامت دورځی سوال اوځواب ( عمر ، مال ، علم ) په یاد دی
ایا تاته په پل صراط تیریدل په یاد دی ؟
عمرګل عمري صیب نه په مننه


۰
21.06.2011

السلام علیکم ورحمةالله

محمود سعید صیب الله دي اجر درکړي ګوره چي ښي خبري ولیکي او یا يي رانقل کړي نو هڅوک به اعتراض ونکړي او دعا به درته کوي او که په خوله دعا هم ونکړي خو چي دي خبرو نه پند واخلي او اخرت وریاد شي نو ستاسو هم پوره ثواب کیږي.
الله جل جلاله دي ډیر اجر درکړي خو دا دوه شیانو ته فکر ویوړم .
۱: د تسبیح لمونځ چي په شرعه کي کوم ځاي نه لري که واي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه ملګري[اصحاب الرسول] په دین کي له هر چا ډیر حریص وو نو حتما به يي کړي واي خو چي هغوي دا لمونځ ندی کړی نو بیا خو نشته او په دین کي اصل نه لري دي ته دي پام وي[ صوفیانو صاحبانو مخ ته دي غټ دیوال وي]
۲: تبلیغ کي وتل یا تبلیغ کول خو درسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي او په قرآن کي هم امر پري شوی خو که موخه مو دا پاکستانی جماعة التبلیغ وي نو دي کي بیا ډیري خبري دي خو که لنډه يي درته ووایم نو کار يي سم خو طریقه کاريي بیا غلط دی او بیخي نه خو ډیري غلطۍ لري چي ډیري يي د شرعي سره په ټکر کي هم دي لکه د ریونډ تقدیس، په افغانستان کي تبلیغي مرکز جوړول بغاوت ګڼل او او دپیغمبر دسنتو په نوم بدعت کول او دقرآن ترجمه او تدریس نه خلک منع کول پخپله ورته هم نه کیناستل او ددي پرځاي تبلیغي نصاب تلاوت کول او ورنه تدریس کول خلک دجهاد نه منع کول او جهاد فرضیت نه انکار او تأویل کول چي جهاد تبلیغ ته واي نه قتال ته او داسي نور.
نو بیا تاسو څنګه ویلي دي چي ایا ته کله تبلیغ کي وتلي يي نو که موخه مو محض دالله جلا جلاله دین ته خلک رابلل وي نو دا قسم تبلیغ فرض دی او که دا پاکستاني تبلیغیان وي نودي کي بیا لږ مطالعه وکړه .
ستاسو دداقسم لیکنو په هیله
مومندافغان


محمود سعيد
21.06.2011

مننه مومند افغان صیب چې پوښتنې مو ولوستې او داسې څه مو ترې راو وایستل.
د تسبیح د لمانځه په اړه زه هم هومره معلومات نه لرم، هیله ده چې دیني عالمان بحث پرې وکړي. او د تبلیغ په اړه ما مطالعه او څیړنه کړې ده او پوهیږم چې هغوی څنګه کسان دي. دلته باید له تبلیغ څخه موخه یوازې د الله د دین لورته بلنه وي او دا بلنه باید په حزبي بریدونو کې بنده نه شي.
یو ځل بیا هم مننه


SADEQ MUSALMAN
21.06.2011

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=3406


عابد
02.08.2011

الله دے په دے دا عمل کولو توفیق راکړے


وزیري
03.08.2011

السلام علیکم:

یره دی عابد خو وطن وشرموه. دا غریب کوشش کوی چی په ضرب د یوه میاشت کی د ستورو له لحاظه فیلډ مارشال شی.
دده یوی لیکنی ته می ډیر خندلی او تعجب می ورته وکړو، هغه هم دا چی لیکلی یی وه:
سبا د روژی دوهمه ده که خدای غوښتل.

یارانو که وسه خو مو کیږی، دده مخه ونیسی او کنه مست دی ګرځی.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more