د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

استشهاد، ځانمرګی، فدايي او که؟

محمود سعيد
20.06.2011

که چیرې څوک د لوی الله په ځواک او عدل باور ولري، ګروهه او باور ېې ټینګ وي او د اسلام په بنسټیزو خبرو ښه پوهیدلی وي نو هیڅ کله به هم د ځان په وژلو برید تر سره نه کړي.
تر اوسه دا په زبات رسیدلې ده چې ځانمرګي بریدونه یا خو تر ډیره نابریالي وو او یا ېې هم بیګناه ملکي وګړي وژلي دي. که چیرې همدا فدایان هڅه وکړي چې د مخامخ او یا چریکي جګړو، بم ایښودنو او یا دې ته ورته تکتیکونو له لارې په یرغلګرو بریدونه تر سره کړي او له دې سره هیڅ ډول ویره احساس نه کړي نو څومره به مؤثر وي؟
یو ځوان چې ښايي لسګونه کاله نور د یرغلګرو په ځپلو کې ونډه ولري، ولې په لوی لاس یو داسې برید تر سره کړي چې پکې یوازې څو کسه ټپیان شي؟
هو که دا بریدونه د داسې موخو لپاره وای چې د بیلګې په توګه پکې دیو یرغلګر هیواد ولسمشر له منځه تلای او بله لاره نه وای نو بیا دا قرباني همغومره ارزیده.


عادل عادل
20.06.2011

السلام علیکم

[quote:e4f488fa9b]که چیرې څوک د لوی الله په ځواک او عدل باور ولري، ګروهه او باور ېې ټینګ وي او د اسلام په بنسټیزو خبرو ښه پوهیدلی وي نو هیڅ کله به هم د ځان په وژلو برید تر سره نه کړي. [/quote:e4f488fa9b]

چې داسې ده، نو بیا لاندې ولې په بل ډول ګډ شوي یاست:-

[quote:e4f488fa9b]........... هو که دا بریدونه د داسې موخو لپاره وای چې د بیلګې په توګه پکې دیو یرغلګر هیواد ولسمشر له منځه تلای او بله لاره نه وای نو بیا دا قرباني همغومره ارزیده.[/quote:e4f488fa9b]

د یوه عمل روا والی یا حرمت د هغې د مثبتې نتېجې په کمیت تړل خدای خبر که به د شرېعت غوښتنه وي؟


Re: استشهاد، ځانمرګی، فدايي او که؟

عبدالقهار
20.06.2011

[quote:67be4258e9="محمود سعید"]که چیرې څوک د لوی الله په ځواک او عدل باور ولري، ګروهه او باور ېې ټینګ وي او د اسلام په بنسټیزو خبرو ښه پوهیدلی وي نو هیڅ کله به هم د ځان په وژلو برید تر سره نه کړي.
تر اوسه دا په زبات رسیدلې ده چې ځانمرګي بریدونه یا خو تر ډیره نابریالي وو او یا ېې هم بیګناه ملکي وګړي وژلي دي. که چیرې همدا فدایان هڅه وکړي چې د مخامخ او یا چریکي جګړو، بم ایښودنو او یا دې ته ورته تکتیکونو له لارې په یرغلګرو بریدونه تر سره کړي او له دې سره هیڅ ډول ویره احساس نه کړي نو څومره به مؤثر وي؟
یو ځوان چې ښايي لسګونه کاله نور د یرغلګرو په ځپلو کې ونډه ولري، ولې په لوی لاس یو داسې برید تر سره کړي چې پکې یوازې څو کسه ټپیان شي؟
هو که دا بریدونه د داسې موخو لپاره وای چې د بیلګې په توګه پکې دیو یرغلګر هیواد ولسمشر له منځه تلای او بله لاره نه وای نو بیا دا قرباني همغومره ارزیده.[/quote:67be4258e9]‎ستاقربان سم تاته درک سته چه په هر فیدایې حمله کی څومره یرغلګر مرداریږی۰
داسی ښکاری چی تادغربی میډیا خبری ترغوږ نیولی دی؟‎ ‎


محمود سعيد
20.06.2011

عادل صیب د رواوالي او یا نارواتوب په اړه ېې څه نشم ویلی، خو له ستراتیژیک او رواني نظره بیا کیدای شي له دې ډولونو څخه یو ډول تر سره شي. که چیرې همدا زلمیان په ښه توګه وروزل شي او بیا داسې ډول چې داسې ونه وايي چې زه باید یوازې ځان ووژنم او بس، نو کیدای شي پایلې ېې تر دې ډیرې ښې وي لکه لیدل کیږي چې.
ګرانه سپینه! هغه به ښايي د ګوتو په شمیر وي...په تیرو څو اونیو کې د دې ډول بریدونو په هکله که څیړنه تر سره شي نو ښايي ډیر ېې په هومره تدبیرونو ونه ارزي. د کندز پیښه هم ځانمرګي برید ثابت نشو، کله څنګه چې ېې طالبانو یادونه کړې وه.


عبدالقهار
20.06.2011

[quote:f3528c9b5b="محمود سعید"]
ګرانه سپینه! هغه به ښايي د ګوتو په شمیر وي..‏.[/quote:f3528c9b5b]‎نه ګرانه دګوتو په شمیر ندی هر فیدایی له ځان سره ډیر اشغالګر مرداره وی خو داسی کله ناکله وشی چه چی دافغانی ګواډګیو لخوا وپیژندل شی او قصدآ دخلکو دګڼی ګوڼی په ځی کی وویشتل شی او ډیر بی ګناه خلک ورسره ووژل شی،
چه داپړه داجیری اردو په غاړه ده نه دفیدایانو یامجاهدینو ،
اوزه پخپله دداسی یوی پیښی شاهد یم ،
چه یو فیدایی دافغانی اجیرانو لخوا وپیژندل شو
‏ ،او
دابه زه دمحشر ورځ هم شاهد یم چه هغه مجاهد تقریبآ تر پنځوسو مترو پوری ځنی لاړ اوځان یی له ښاره وویست وروسته دملی امنیت کارکونانو ډز پری وکړ، فیدایی مجبور شو اوځانته یی انفجار ورکړ چه په نتیجه کی یی څوکسه بی ګناه وکړی شهیدان او زخمیان شول،
‏‎ ‎هرځای کی یی همداسی در واخله؟


حلیم
07.07.2011

ټولو ته ادب
زما په اند په مسلوال جنګ کی د ټولی اسلامی نړی لپاره د آزادی لاره یوازی او یوازی انتحاری حملی دی او هغه هم د ښارونو، نظامی مرکزونو او وزارتخانو په منځ کی. پدی شرط چی روا والی ولری، زه یی په دینی اړخ خبره نشم کولای.

او که هدف داوی چی ټول اسلامی امت، په اوږدمهاله کی د امریکا لدی نجسی دموکراسی او بشری حقوقو له ډنډورو څخه په امن او بی له وینی توییدو څخه یو روښانه راتلونکی ولری بیا د تعلیم، تخنیک، او سیاسی پوهی عامول او د هغه د کچی لوړول یوازینی انتخاب دی.

البته زه چی د طالبانی مقاومت سره پوره جوړ نه یم یو هدف می دادی چی د تعلیم مخه نیسی (مستقیم یا غیر مستقیم) او هغوی د اوږدمهال لپاره هیڅ کوم پلان، فکر او .... نلری


Lotfollah
07.07.2011

دوستانو د بحث موضوع ته تړلې لاندینۍ لیکنه د ښاغلي طالب جان زړه خوږی ده. هسې چې داصل متن په پیل کې څرګنده ده چې د هغه ښاغلي مخاطب د وطنپال تر نامه لاندې کوم لیکوال دی خو وروسته بیا په متن کې یې د وطنپال پر ځای وطنمل لیکي دي. په هر حال د موضوع په ارتباط یوه په زړه پور ې لیکنه ده
http://www.tolafghan.com/home/detail/8305

طالب جان زړه خوږی ١٤ / ٧ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-10-06 00:00:00 م
m.tekaaw.a@gmail.com
د قمبر څلورلارې ځانمرګی شهید شو، او که د جهنم کندې ته ور ورغړېد، دا خبره یواځې همده ته مهمه ده، خو د هرې ورځې د لسګونو بې ګناه هېوادوالو د وژل کېدلو، او لسګونو کورنیو د بې سرپرسته کېدلو مساله زموږ او ټولو مسلمانانو ټولنیزه ناندره ده چې د هغې حقیقت پلټل د ټولو مسلمانانو دیني او اسلامي وجیبه او د افغانانو ملي مسؤولیت دی.

د دې لیکنې له لارې غواړم د ځانمرګو بریدونو (په ځانګړیو مواردو کې استشهادي بریدونو) په اړه د ښاغلي وطنپال او نورو پردې ترشا لیکوالو په لیکنو کې څو بنسټیزو تېروتنو ته اشاره وکړم، چې زما لیکنه به د حکم او فتوی له صادرولو، قضاوت کولو او بې علمه بزرګۍ خالي وي.
لکه د جلال آباد د موسیقۍ په محفلونو کې دود دی، هغه کس چې کله ناکله د سندري ویلو لپاره سټیج ته ور ولاړېږي، او په اصطلاح مسلکي نه وي، خلک یې سندرغاړی نه، بلکې شوقي بولي، زه هم دې ډول لیکونکو ته د لیکوال پر ځای لیکونکی یا شوقي لفظ کارول غوره بولم، ځکه چې که لیکوالي هنر وي نو دروازه به یې ژبه وي، او په دغو لیکنو کې د ادیبـانو او علماوو په نسبت د هغو جټو بنګړیوالو (چچګرو) ژبه ډېره کارېږي چې په خبرو کې به یې د فصاحت په نسبت چالاکي ډېره وه.

له دې پرته هغه استدلالونه او تعریفونه، چې په دې لیکنو کې وړاندې کېږي، له جامع والي او مانع والي څخه، چې د سم استدلال لومړني شرطونه دي، خالي او پوچ دي.
دا ډول استدلالونه چې د عربو په اصطلاح ارتجالي یا عشوایي بلل کېږي، د فارمي جرګوړیو په څېر دي چې په نیم ساعت کې د مصنوعي تودوخې په زور له هګۍ را وځي. یا هغو مېوو ته ورته دي چې د کاربایټو په زور په نیمه ورځ کې پخېږي خو خوند او کیفیت نه لري.
وایي چې حضرت امام حسن بصري رضی الله عنه یوه ورځې یو کس ملامت کړ او ورته یې وویل: "إنكم لتفتون في مسألة لو عرضت علي عمر رضي الله عنه لجمع لها اهل بدر".
ژباړه: تاسې په یوه داسې مسأله کې هم له فتوا ورکولو ډډه نه کوئ چې که هغه حضرت عمر رضی الله عنه ته وړاندې شوې وای نو هغه به - په فتوا کې د احتیاط په منظور- د بدر د غزا برخه اخیستونکي (چې په قرآني آیت یې فضیلت بیان شوی او منلي دي)، راټول کړي وای.
د امام حسن بصري دغه وینا د نن ورځې د هغو لسګونو خپل سریو مفتیانو په اړه صدق کوي چې فتوا د کار اسانولو لپاره یې لکه د کابل د میرزایانو د فتواګانو فورمې جوړې کړي؛ د قال الله او قال الرسول خالي خانې یې ډکوي او په پای کې یې مشتري ته د فتوا ټاپه ور لګوي.
دغه جنابان په یوه داسې معکوسه قضیه کې اوسېږي چې په اسانو او سپکو مسایلو کې له نهايي احتیاط څخه کار اخلي، خو په ډېرو ګرانو مسالو کې بیا ډېره په اسانه خوله پرانیزې. د مثال په ډول، که یې د اختر د ورځې په اړه وپوښتې نو د مضر احتیاط له امله به د ټولو مسلمانانو د وحدت خبره شاته وغورځوي، او د اتفاقي اختر په اړه به د احتیاط(!) لاره غوره کړي او په ګڼو خلکو به د اختر په ورځ هم روژه ونیسي، خو که یې د یو چا د وینې د اباحت په مساله کې وپوښتې نو خبره به دومره اسانه کړي چې ته به وایې د چنګېز مفتي دی.

د ځانمرګیو بریدونو په اړه د ښاغلي وطنپال د ده په اصطلاح "موضوعي لیکنه" چې یواځې یوه اثباتي (نه تحقیقي) لیکنه ده، د دغسې بې احتیاطه لیکنو یوه بېلګه ده. زه یې ځکه موضوعي نه بولم چې د موضوعي لیکنې لومړی شرط دادی چې هر ډول نظریات او استدلالونه په منصفانه ډول وڅېړل شي، په داسې حال کې چې وطنمل په کچړي کې داسې ګوتي راښکلې چې غوړي ټول د ده لور ته ور مات شوي، او هیڅ مخالف نظر ته یې په لیکنه کې ځای نه دی ورکړی.
په دې کې خو ښایي ښاغلی وطنپال هم شک ونکړي چې علم درلودل د فتوا لپاره تر ټولو لومړی شرط دی، چې البته څه نور شرطونه هم شته دي، خو په دې به ښاغلی وطنپال په ګرانه اعتراف و کړي چې د هغه د پوهې قد لا تر دې ډېر ټیټ دی چې د عامو مسلمانانو د ژوند او یوې شومې ټولنیزې ستونزې په اړه داسې په نره فتوا صادره کړي.
د ښاغلي وطنپال د لږ پوهې یو دلیل خو دادی چې هغه دا مساله تر هغه باب لاندې چې بایده وه، نه ده څېړلې، او هم یې هغه دلیلونه چې وړاندې کړي، له بله بابه را اخیستې او د خپل استدلال کوټه یې پرې غټه کړې.

د ښاغلي وطنپال ټول استدلالونه د هغه چا په اړه دي چې په جګړو کې یې مېړانه ښودلې، او د غلیم پر صف ور ننوتلي، او تر هغو یې توره چلولې چې شهیدان شوي دي.
په داسې حال کې چې زموږ د مسالې صورت له دې صورته بېخي بېل او جدا دی. موږ چې کله ځانمرګي بریدونه یادوو نو هغو "د حافظ غونډارو" ته اشاره کوو چې وچ او لانده دواړه سوځوي، د مسلمان او کافر توپير نه کوي، عام او خاص نه ګوري، عام بازار او سنګر نه بېلوي او تر ټولو بده یې دا چې د کفارو په پرتله مسلمانانو ته زیات زیان اړوي.
ښاغلی وطنپال بیا دا ټولې خبرې ناویلي پرېږدي، او د هغو غازیانو تاریخچه دلیل نیسي چې په جګړه کې د کفارو پر لیکه ور ننوتلی او تر هغو جنګېدلی چې شهید شوی دی.
زه له ښاغلي وطنپال څخه پوښتنه کوم چې آیا تر دې دمه چا هغه طالب هم ځانمرګی بللی یا غندلی چې له خپلې پیکا یا راکېټ سره تر هغې جنګېدلی څو شهید شوی؟
د خلکو ګیله همدغه ده چې د مخالفینو ډلې له امریکایانو او بهرنیانو سره له مخامخېدلو ډډه کوي، او د ملي اردو او پولیسو پر سرتېرو ځکه نېغه ورځي چې هلته یې د مرګ وېره یوه اندازه کمه وي.
آیا ښاغلی وطنپال نه دی خبر چې په افغانستان کې د دې ډول بریدونو ۸۰ سلنه قربانیان ملکي مؤمن وګړي دي. ښاغلی وطنپال پخپله هم ځای ځای د مسلمانانو د مصلحت خبره کوي. زه له ښاغلي یوه پوښتنه لرم، او هغه دا چې آیا همدغه سړی چې په عامو محضرونو کې ځان الوزوي، له بازار، کلي او ښار څخه بهر دغه کار تر دې په غوره طریقه نشي کولای؟ آیا هغه د یوه راکېټ په وسيله د یوې پر ځای دوه درې شوبلې نشي الوزولای. آیا هغه دیوه کلاشینکوف په وسيله څو پولیس یا پوځیان دقیق نشي په نښه کولای؟ بهتره به دا وي چې دغه باتور په کومه جګړه کې ګډون وکړي، او تر هغو وجنګېږي چې سا ورکړي. لږ تر لږه عام مسلمانان به یې له شره په امن وي. مصلحت به هاغه وي او که دغه؟
ښاغلیه وطنپاله! تاسې دلته د مسلمانانو د وینو تویولو د روا والې فتوا صادره کړې، ځکه چې زموږ بحث پر همدغې موضوع و. دا موضوع فقهاوو د تترس یا تدرع تر عنوانونو لاندې څېړلې، نه د ځانمرګي بریدونو د روا والي، یا نه روا والي.
د تترس (زغره/ډال جوړولو) په اړه هم یواځې امام ابوحنیفه او ځینو نورو علماوو په ډېرو خاصو او سختو شرایطو د مسلمان د وژني اجازه ورکړې چې هغه شرایط به لاندې د امام قرطبي د قول په تفسير کې بیان شي، خو لومړی هغه آیتونو ته راځو چې د کفارو ترمنځ شته وو یا اوسېدونکیو مسلمانانو ته ضرر رسول منع کوي، او متضررو مسلمانانو ته د جبيرې او عوض ورکړه لازمي ګرځوي.
د دې آیت په تفسیر کې چې وایي: "وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاء مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَؤُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاء لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا"
امام قرطبي وایي:
"ولولا رجال مؤمنون" يعني المستضعفين من المؤمنين بمكة وسط الكفار، كسلمه بن هشام وعياش بن أبي ربيعة وأبي جندل بن سهيل، وأشباههم. "لم تعلموهم" أي تعرفوهم. وقيل لم تعلموهم أنهم مؤمنون. "أن تطؤوهم" بالقتل والإيقاع بهم، يقال: وطئت القوم، أي أوقعت بهم. و"أن" يجوز أن يكون رفعا على البدل من رجال، ونساء كأنه قال ولولا وطؤكم رجالا مؤمنين ونساء مؤمنات. ويجوز أن يكون نصبا على البدل من الهاء والميم في "تعلموهم"، فيكون التقدير: لم تعلموا وطأهم، وهو في الوجهين بدل الاشتمال. "لم تعلموهم" نعت لـ "رجال" و"نساء". وجواب "لولا" محذوف، والتقدير: ولو أن تطؤوا رجالا مؤمنين ونساء مؤمنات لم تعلموهم لأذن الله لكم في دخول مكة، ولسلطكم عليهم، ولكنا صنا من كان فيها يكثم إيمانه."
ژباړه: که چېرته په مکه کې د کفارو ترمنځ مؤمنان مستضعفین نه وای، چې تا سو نه پېژندل او کېدای شي په غلطی مو هغوی ته ضرر رسولی وای، نو خدای پاک به تاسې ته مکې ته د داخلېدلو اجازه درکړې وای، او تاسې به یې پرې مسلط کړي وای، خو خدای پاک د هغوی د ساتنې لپاره تاسې ته اجازه در نکړه، د دې لپاره چې تاسې ته بدنامي ونه رسېږي، او کفار ونه وایي چې مسلمانانو خپل همدیني مؤمنان ووژل. (قرطبي د پورتني آیت شریف تفسير).
علامه قرطبي د همدې آیت په تفسير کې ویلي چې خدای جل جلاله د نساء سورت په ۹۲ آیت کې د هغو مؤمنانو د قتل د بدلې ورکړه لازمي ګرځولې چې په غلطۍ د کفارو د جګړې پر مهال وژل کېږي.
اوس راځو له مسلمان څخه د کافرو لخوا د ډال یا زغرې جوړېدلو موضوع ته چې امام قرطبي یې داسې تفصیل ورکړی..
امام قرطبي رحمه الله د دې آیت شریف په شرح او تفسير کې چې وایي: "لو تزيلوا لعذبنا الذين كفروا منهم عذابا أليما"، فرمایي:
وكذلك لو تترس كافر بمسلم لم يجز رميه. وإن فعل ذلك فاعل فأتلف أحدا من المسلمين فعليه الدية والكفارة.
ژباړه: که چېرې کافرو له مسلمانانو څخه ډال جوړ کړ نو د هغوی وژل نه دي روا، او که چا داسې کوم مسلمان مړ کړ نو د قتل دیت او کفاره به ورکوي.
امام قرطبي د دې آیت په اړه وایي: " هذه الآية دليل على مراعاة الكافر في حرمة المؤمن، إذ لا يمكن أذية الكافر إلا بأذية المؤمن."
ژباړه: دا آیت د دې دلیل دی چې د مسلمانانو په حریم کې باید د کافرو مراعات وشي، یعنې هلته چې مسلمان ته له ضرر رسول کېدلو پرته کافر ته ضرر نشي رسېدلای، باید د کافر هم مراعات وشي.
خو امام قرطبي د جمهورو علماوو په حواله یوه استثنا هم ذکر کړې ده، چې د آی ایس آی د وژونکو صورت هغې استثنا ته نه جوړېږي. هغه وايي:
"قلت: قد يجوز قتل الترس، ولا يكون فيه اختلاف إن شاء الله، وذلك إذا كانت المصلحة ضرورية كلية قطعية. فمعنى كونها ضرورية: أنها لا يحصل الوصول إلى الكفار إلا بقتل الترس. ومعنى أنها كلية: أنها قاطعة لكل الأمة، حتى يحصل من قتل الترس مصلحة كل المسلمين، فإن لم يفعل قتل الكفار الترس واستولوا على كل الأمة. ومعنى كونها قطعية: أن تلك المصلحة حاصلة من قتل الترس قطعا. قال علماؤنا: وهذه المصلحة بهذه القيود لا ينبغي أن يختلف في اعتبارها، لأن الفرض أن الترس مقتول قطعا، فإما بأيدي العدو فتحصل المفسدة العظيمة التي هي استيلاء العدو على كل المسلمين. وإما بأيدي المسلمين فيهلك العدو وينجو المسلمون أجمعون."
ژباړه: زه وایم، ښایي ځینې وختونه د ډال شویو مسلمانانو وژنه رواشي. او دا په هغه وخت کې چې د مسلمانانو لپاره ضروري، کلي او قطعي ګټه پکې نغښتې وي.
هغه د دې درېیو (ضروري، کلي، او قطعي) تفصيل وړاندې کوي او وایي: د ضروريوالي معنا دا ده چې د دې زغره نیول شویو مسلمانانو له وژنې پرته به کفارو ته رسېدل ناممکن وي.
زه له وطنپال خان څخه پوښتم چې آیا له بازارونو بهر د کفارو وژنه ممکنه نه ده؟ افلا تعقلون؟
آیا کفارو دغه په بازارونو کې خپل اولاد ته روزي ګټونکي مسلمانان خپلو ځانونو ته ډالونه نیولي؟
امام قرطبي د کلي معنا داسې کوي: ( معنی الکلیه انها قاطعة لكل المسلمين)، یعنې دا چې د دې مسلمانانو وژنه به په قاطع ډول د ټولو مسلمانانو په ګټه او تاوان پورې اړه لري، نه دا چې د یوې خاصي ډلې د بري یا ماتې لامل به ګرځي. نو آیا ملا عمر د ټولو مسلمانانو استاځی دی؟ او آیا د قمبر پر څلورلارې د مور او ماشومانو په شهيدولو سره ټولو مسلمانانو ته قاطع بری ور ترلاسه شو؟ او که نه دغسې به په رزګونه نور وژل کېږي تر څو ملا عمر اخوند بېرته له لاسه وتلي ډاټسنې او د واک ګدۍ ترلاسه کړي، او عرب شیخان د څلورو څلورو ماندینو فرصت.
امام قرطبي درېیم شرط شرح کوي او وایي: (( ومعنى كونها قطعية: أن تلك المصلحة حاصلة من قتل الترس قطعا.)) د قطعیوالي معنا دا ده چې هغه ګټه به له دې وژنې څخه په قطعي توګه لاس ته راځي، او په دې کې به شبهه نه وي چې د دې مسلمانانو په وژلو سره کافر ماتې خوري. آیا د افغاني رېړۍ والاوو په وژلو سره کرزی او بوش قطعي ماتې خوري، او که به په رزګونو داسې نورو پېښو ته اړتیا وي چې بوش ماتې وخوري.
په دې اړه نورو علماوو هم ورته نظر لرلی. جمهور علما هم په دې عقیده دي چې یوه روا کار ته له ناروا لارې رسېدل منع دي، په ځانګړې توګه، د مسلمان وژنې له لارې.
امام غزالي (رحمه الله) وايي: " والذي ينبغي، الاحتراز عن التكفير ما وجد له سبيلاً فإن استباحة دماء المصلين المقرين بالتوحيد خطأ، والخطأ في ترك ألف كافر في الحياة، أهون من الخطأ في سفك دم لمسلم واحد"
ژباړه: "هغه څه چې اړینه ده، تر وسه وسه د خلکو له کافرولو څخه ډډه کول دي، ځکه چې د نمانځګذارو او پر توحید اقرار کوونکیو وینه روا کول لویه تېروتنه ده، او د زرو کافرو د ژوندي پرېښودلو تېروتنه د یوه مسلمان د وینې تویولو تر تېروتنې لویه ده".
ګرانه، زه ستا د دلایلو په اړه هیڅ هم نه وایم، که څه هم د ویلو لپاره ډېر څه لرم، خو که زه هم ستا پر دلایلو وغږېږم نو لوستونکي به دواړو ته وایي چې "هلکه، وهم دې چېرې، او ډب دې چېرې خېژي".
خلکو ته ستا جنتي کېدل یا دوزخي کېدل هومره مهم نه دی لکه د هغوی د خپل ژوند او امنیت او د ټول اسلام بدنامي او د مسلمانانو ټولنیز وضعیت ګډوډېدل چې ورته مهم برېښي. دا چې ته پر ځانمرګي برید شهید کېږې یا حبطه کېږې، دا ستا خپله مساله ده، او فتوا یې یواځې هغو ته مهمه ده چې د آی ایس آی په روزنځایونو کې تر قرنطین لاندې دي، خو که بیا ستا له شهادت څخه لس نورې کورنۍ، نارینه یا ښځینه له مشر پلاره، مېړه، ځوان زویه یا واړه نونهاله محرومېږي، دلته بیا ستا د شهادت خبره یواځې تا ته مهمه ده، هغوی ته ستا دغه ډول فتوا ډېر اهمیت نه لري.
ستاسې مساله داده چې که تاسې په هرڅومره ضعیفو او اختلافي استدلالونو د خلکو وژلو ته لاره هواره کړئ نو و دې شي، خو که له نورو سره صریح آیتونه او نصوص هم موجود وي، نو هغوی یې د وړاندې کولو حق نه لري.
تاسې چې افغاني پولیس او پوځیان وژنﺉ او د یوه پولیس تر څنګ کې لس تنه بې ګناه وګړي وژنئ نو دا آیت مو سترګو ته نه درېږي چې فرمایي: " افنجعل السلمین کالمجرمین (*) مالکم کیف تحکمون"
ژباړه: "آیا له مسلمانانو څخه مجرمان جوړ کړو؟ دا په تاسې څه شوي، او څرنګه حکمونه کوئ ؟"
علماوو دغه کار ته په دین کې غلو (افراط) ویلی، هغه چې نبي صلی الله علیه وسلم ترې منع کړې، او په ډېرو ځایونو کې یې غندلی دی.
وروى الطبراني في الكبير وغيره أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : (صنفان من أمتي لن تنالهم شفاعتي ، إمام ظلوم غشوم ، وكل غال مارق) وهو حديث حسن
طبراني او نورو روایت کړی چې نبي صلی الله علیه وسلم وویل: (زما د امت دوه ډلې دي چې زما شفاعت به نه کړي ترلاسه، ظالم او غاصب امام، او هر غلو کوونکی (افراطي) او له ډلې وتونکی شخص) حدیث حسن.
او لکه چې پاک حضرت صلی الله علیه وسلم فرمایي: "
( إياكم والغلو في الدين فإنما هلك من قبلكم بالغلو في الدين) صححه شيخ الإسلام ابن تيمية في (اقتضاء الصراط المستقيم مخالفة أصحاب الجحيم ) وفي الفتاوى أيضاً (۲۳۸/درېیم جلد)
(ژباړه: خبردار چې په دین کې افراط ونه کړئ، ځکه چې تر تاسې وړاندې خلک هم په خپلو دینونو کې افراط هلاک کړي دي)

د "موضوعي" لفظ له کارولو څخه داسې برېښي چې ښاغلی وطنپال هم لږ او ډېر له علمي اصطلاحاتو سره بلد دی، او که بلد وي نو باید دا یې هم اورېدلي وي چې "موضوعیت" چې افغاني څېړونکي یې عینیت او په انګرېزي کې یې "Objectivity" بولي، دوه ډېرې مهمې بناوې لري:
لومړۍ یې دا چې د موضوع په څېړلو کې له تعمیم (generalization) څخه کار وا نخیستل شي، او تعمیم دا دی چې یو عام حکم پر خاص هغه تحمیل کړي، یا خاص حکم پر عامه مساله تطبیق کړای شي، او دا کټ مټ لکه چې ښاغلي وطنپال کړي. په جګړه کې د یوه غازي فدایي توب او سرښندنه یې په عام بازار له یوې چاودنې سره تشبېه کړې- وشتان بین هذا و ذاک-.
دوهم اصل یې ناغرضيتوب دی. ناغرضیتوب دېته وایي چې هدف یواځې او یواځې د حقیقت پلټنه وي، نه دا چې د له مخې اېښودل شوې قضیې اثبات، یا په بله معنې، چې خارجي عوامل د موضوع په دنننۍ څېړنه اغېز ونه کړي. تعصب، ځانګړیو ډلو او لیدلوریو ته میلان، غصه او خفګان، او حسد او کینه مهم خارجي عوامل دي چې له حقیقت څخه د انسان سترګې ور پټوي.
ډېری هغه کسان چې آیډیالوژیو، سیاسي ډلو، تعصبي ډلو، او ځانګړیو لیدلوریو ته منسوب وي، په لیکنو کې له غرضيتوب څخه ډډه نشي کولای، بلکې د موضوع د څېړنې پر مهال یې خارجي عوامل پر قضاوت اغېزه کوي.
د ښاغلې وطنپال په لیکنه کې دغه ډول اغېز ډېر جوت شامل دی. د مثال په ډول، هغه ډېر لږ هڅه کړې چې مخالف نظر وڅېړي او دلایل یې بیان کړي. له دې څخه معلومېږي چې هغه یوازې خپل موافق جهت ثابتول غواړي، او لیکنه یې د خپلې قضیې د اثبات لپاره ده، نه د حقیقت موندلو لپاره، لکه چې دی یې دعوه کوي.

د هغه د غرضيتوب د اثبات لپاره د وطنپال دا قول زرین کافي دی چې وایي: (دیته مو هم فکر وي، چی دغه عملیات باید داسی ضرر رامنځه ته نه کړي چی ټول مسلمانان داسی جګړی ته کش کړي، چی دمسلمانانو زور پری نه رسیږي)، له دې قول څخه یې دا جوتېږي چې ټول مسلمانان (سعودیان، پاکستانیان، عربان) نه، بلکې بعضې مسلمانان (افغانان) باید جګړې ته کش کړای شي، یعنې چې دا حملې باید په پاکستان کې د مشرف پر خلاف ونشي، بلکې یواځې په افغانستان کې د کرزي پر خلاف وشي. هغه وایي: (څلورم شرط: دغه استشهادی عملیات باید دمسلمانانو په هغه دولت کي وي، چی کافر ورننوتی وي، او هغه یی ښکیلاګ کړی وي، او مسلمانان دهغوي په وړاندی د مقاومت لار غوره کړي وي، لکه افغانستان، فلسطین، چیچنیا او داسی نور.) ګرانه وطنپاله! څه فکر کوې، که دا داسې هېواد وي چې نه یواځې کافر ور ننوتي وي، بلکې له هغه ځای څخه نورو ځایونو ته هم ننوتي وي، لکه ستا د سرسیوری پاکستان، یا سعودي او کویت، نو بیا یې حکم څه دی؟ ولې غلی یې وطنپال صاحب؟ ستا په لیکنه کې خو په دې اړه هیڅ هم نشته. داسې ښکاري چې تا دا لیکنه له پاکستانه کړې وي. لازمه وه چې شخصا دې همدلته ځانمرګی برید کړی وای او ټول افغان دې له خپلو لیکنو بې غمه کړی وای. تا ته په دې کې شک دی چې کافر خو لومړی پاکستان، سعودي، قطر او کویت ته "ورننوتی " او له هغه ځایه یې افغانستان او عراق اشغال کړي؟ ته نه پوهېږې چې جیکپ آباد چېرته دی او کراچۍ بندر د چا په خدمت کې دی؟ ته نه پوهېږې چې ۲۵۰ تنه عربان او سرغني القاعده خېل په همدې هېواد کې نیول شوي؟ که بیا هم نه پوهېږې نو له تا هيله کېږي چې یو ځلې له مولوي صاحب مسلم دوست (حفظه الله) یا مولوي صاحب عبدالسلام ضعیف سره تماس ونیسئ او ورڅخه وپوښتئ چې آیا کفار پاکستان ته ننوتلي دي او کنه؟

زه ښاغلی وطنپال پوښتم چې دغه "ټول او ځینې" پر کوم دلیل اثباتوي؟ آیا دا بې انصافي نه یو څوک دې پاسته احکام (رخصتي) د یوې ډلې مسلمانانو لپاره ځانګړي کړي، او خشن (عزیمتي)احکام دې بلې ډلې ته منسوب کړي. کټ مټ لکه د پاکستاني شیخانو چې لوڼې ېې په پاکستاني کالجونو کې زده کړې کوي، خو د افغانانو د نارینه بلکې ابتدایي ښوونځیو د ورانولو د فرضیت فتوې صادروي. ما لکم، کیف تحکمون؟؟؟
ښاغلی وطنپال په بل ځای کې وایي: " نو دغسی کارونه باید د هر اړخیزه پوهو سیاسی عسکري خلکو په مشوره او نظارت لاندی وشي." جوته ده چې له عسکري خلکو څخه د هغه مقصد هغه پوځي جنرالان دي چې د برېطانيایي استعمار په تاسیس شویو روزنځایونو کې یې شیطاني زده کړې لیدلي، په افغانستان کې د اسلامي نظام د مخنیوي، د امارت د ړنګولو، او د امریکا او نورو په مقابل کې د افغانانو د بې وسلې کولو او تش لاس کولو مسؤول دي.
که داسې نه وي نو ولې ښاغلې وطنپال ته له ټولې نړۍ څخه د افغانستان مثال په خوله ورغی. ولې د عربستان نوم په خوله نه اخلي، ولې پاکستان نه یادوي چې مسلمان پوځ (!) یې په سره جومات کې د کشمير د زلزلې ځپلو ۳۵۰۰ پاکلمنې لوڼې، چې له مجبورې ورځې یې مدرسې ته پنا وړې وه، ژوندۍ وسوځولې او آن د هغوی مړي یې هم ورثه وو ته و نه سپارل. خدای مکړه وطنپال هم د دې مسلمان پوځ (؟) قلموال ګوډاګی وي چې البته ناممکنه نه برېښي.
د ښاغلي وطنپال د غلط استدلال یوه بله بېلګه وګورئ: هغه وايي: (ځکه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: که څوک یو معاهد ووژنی نو دۍ به دجنت خوشبويي هم بوي نکړي، او دجنت خوشبويي دڅلويښتو کالو دمزل په فاصله کی بوي کیږي.)
هغه په خپله لیکنه کې له سره تر پایه د مسلمان وژنې یا وژل کېدلو ته اشاره قدر هم نه ده کړې، خو د معاهد ویر یې کړی. که ښاغلی وطنپال د خپلو لیکلیو ویناوو په معنا پوهېږي نو له دې حدیث پاک څخه باید وپوهېږي چې که د معاهد (یعنې تر عهد او ژمنه لاندې کافر) وژنه دومره ګناه لري، او دومره مهمه وي چې وطنپال غوندې مهم سړی ورته په لیکنه کې اشاره کوي، نو د یوه بې ګناه افغان ماشوم، یا ښځې وینه هم باید لږ تر لږه په دې و ارزي چې د ښاغلي وطنپال په لیکنه کې ورته اشاره وشي، خو دې جناب د افغانانو د وینې تویېدلو ته په خپله موضوعي (!) لیکنه کې نغوته هم نه ده کړې.
خبره پر دې را لنډوو چې دغه وروڼه باید د جنت او حورو شوق دومره پر سر وانخلي چې نورو مسلمانانو ته له ځمکې دوزخ جوړ کړي، دغه حق نه اسلام چاته ورکړی او نه علماوو دغه لاره د جنت بللې ده.
ترسم نه رسی به کعبه ای اعرابی
که آن ره که تو مېروی به ترکستان است
موږ یې دلته په افغانستان کې د سر په سترګو وینو چې امریکایان دلته د هېواد په بچیو پسې کوڅه په کوڅه او دره په دره ګرزي، له ښارونو بهر ګرځي، په کندو کپرو کې ګرځي، خو هلته پرې یو ځانمرګی هم برید نه کوي، هلته بیا د وطنپال استشهادیان هم ځانونه سپموي او امریکایانو ته دېوالونه مخې ته ورکوي. زما باور دی چې که هر استشهادي له پوځونو سره ډګر ته ووځي، او تر هغو یې ووژني چې شهید شي نو هیڅوک به یې د مېړانې له ستایلو ډډه ونکړي. دغه خبره آن د ملي اردو له سرتېرو هم اورېدل کېږي چې وایي: که دوی امریکایان ووژني نو موږ به یې هم ننګه وکړو.
زما باور دی چې وطنپالان ځانونه له پلان شویو کرغېړنو دسیسو راوباسي نو پر دې تل ازمویل شوي ملت د سترو مېړانو او غټو ملي قیامونو باور کېدای شي.


noorzaiJahani
08.07.2011

دوستانو راځي چي د دی پوښتنه ځواب چی آیا ځان مرګ بریدکونکي ته استشهادي او یا که ځان مرګي برید کونکي و ویل شي د هغه کسانو څخه پیدا کړو کوم چی په ځان وژنکي بریدونو کي خپل د کورني غړي د لاس ورکړي دﺉ ؟مخته له هر شي څخه قدرمنو ستاسو څخه هیله کوم چی لاندي ویدیو ته ځیر شی.
http://youtu.be/wlFBtsjRl_U احمد شاه وهاج چی د کابل ولایت یو اوسیدونکي دی خپل د کورنی پنځه غړي په یو روځ کي د طالبانو د ځان وژنکي برید په خاطر د لاس ورکړ. وهاج په دی برید کي خپل دوي لوری، یو زوی خپل خوشینه او ښځه د لاس ورکړ او په دغه برید کي د هغه دوي نور لوری چی یوه د څلور کال او بلی د اتو کالو وه په کي سخته تپیان شول، محترم لوستونکو د دوی لویه ګناه دا وه چي د هند د سفارت مخته د ویزی د ترلاسه کولو په خاطر ولار ول تاسو ته معلومه د چي معمولا افغان کورنی هندوستان ته د درملنه په موخه یون کوي.
زما د شخص په اند هغه کوم انسانان چی د دي شانتي بی رحمه بریدونو څخه ملاتر کوي نه یوازي چی دا موږ ته را ثابته وي چی دوي هم د طالبانو په شان د انسان ژوندانه ته هیڅ ډول ارزښت قایل نه دي، بلکه د شهادت پاکي کلیمه ته سپکاوي کوي.
کله نا کله د طالبانو تبلیغیان واي چي په ځان مرګی بریدونو کي نړیوالو ته سخت زیان رسیدلی دی، دا زه نه وایم چي نړیوال ځواکونو ته هیڅ زیان په کي نه دی رسیدل، خو که د طالبانود دغه بریدونو تاریخ ته ځیر شو زیاتره وخت ځان مرګي بریدکونکي بیګناه افغانان خپل د برید موخه ګرځوي. حتی په ځني بریدونو کي جماتونه، زیارتونه او ودونه خپل تر برید لاندي رایستي دي.
ملګرو د دیرو خبرو څخه تیریږم غواړم د محترم حبیب اله شعر چي ځان وژنکي بریدکونکي ته لیکل شوی درته وړاندي کړم.
په څه راقــم جنت ته لاره موم
ډېر په ســتم جنت ته لاره مومې
ته چه دا دومره بې ګناه وواژنې
بیا به لا هم جنت ته لاره مومې؟
د بل خواښي در باندې اور بلوي
د بل په غـــم جنت ته لاره مومې
زما د وینې تویې،کـور ړنګ شي
ته په درهـــم جنت ته لاره مومې
حبیب اله دا قلم د ستړی مه شه!
په دې قلــــم جنت ته لاره مومې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more